تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د تمدن په جامه نوی جاهليت

وياړ

2018-05-21

په اسلامی تعبیر هغه عادات او دودونه چې د اسلام د ارشاداتو او احکامو سره په ټکر کې وي هغه ته جاهلیت یا خرافات ویل کیږي. د اسلام سپیڅلې دیانت نه مخکی عموما ټول بشریت او خصوصا عربی ښارونه په ډیر شرموونکي او غیر انساني خرافاتو ډوب وو. د انسان شرافت او کرامت ته په ډېره سپکه سترګه کتل، زورواکان او په اصطلاح د ښه او عالی نسب خاوندان په نورو عادی وګړو د باداري او پاچاهي خوبونه لیدل، د تش په نامه غیرتیانو په ناولو لاسونو معصوم او بیګناه نجوني ژوندی خاوروکې ښخېدلې، مادیت د ټولو انساني معنویاتو او فضایلو په ځای حاکمیت چلاوه، اخلاقی مفاسدو لکه شراب، قمار، بی حیایی او سود د اخلاق بدیل او ځای ناستی و.
د هجرت نهم کال نه وروسته چې د اسلام حاکمیت په عربی نړۍ ټینګ شو نو متعهدو مسلمانانو د خپل مدبر لارښود (صلی الله علیه و سلم) په فرمان د تېرو جاهلیتونو او خرافاتو په ضد پاڅون وکړل او هغه ټول ټولنیز مفاسدو ته یې د پای ټکی کیښود. اسلامی معاشره او قضایی، اداری او مالی نظام په اسلامی مراکزو او متصرفاتو حاکم او نافذ شو. خلاصه دا چې الهی او نبوی نظام د ټولو مسلمانانو برخلیک ټاکل او په انسان باندی د انسان حاکمیت په بشپړه توګه د تاریخ په کنده کې راوغورځېدل.
په اسلامي نظام کې لویه بدمرغۍ دا وه چې مغرور او عیاش پادشاهانو د رسول الله (صلی الله علیه و سلم) مبارک سیاسی نظام ته ستره جفا او خیانت وکړ او هغه سوچه آسمانی تحفه ئې په میراثی او ملوکیت او مطلق العناني بدله کړه. بیت المال د پاچا په د ستور د عیاشي او شخصی محافلو لپاره مصرفیدل. اسلامی دودونه ورو ورو د انسانی غوښتنو قربانې شول. دا غیر اسلامی نظامونه د دی لامل شول چې د وخت استعمارګران، یهود او نصاری د اسلام په ضد توطئې جوړی کړي او اسلام ته نه جبران کېدونکي ګوزارونه ورکړي.
د هجري شپږمی پیړی نه وروسته غیر اسلامی یرغلونه تر ننه پوری مخ په زیاتیدو دي. هان تر دی حده چې اوس زمونږ اصیل او سوچه اسلامي معاشره د ابهام او اوهامو په توره پرده کې بندي او د پردیو او غیر اسلامی دښمنانو په واک څرخیږي.
د افغانانو او مسلمانانو قرانی وروسته پاتی او د اسلام د معارف نه واټن سبب شوی چې زمونږ د اسلام د دښمنانو صادر شوی دود او دستور ته په ورین تندي او خلاصه غېزه هر کلی ووایو.
له بده مرغه هغه وخت چې زمونږ اجیر حاکمانو د استعماري مرکزو له خوا په مظلومو مسلمانانو وتپل شول نو استعمارګران هر څه نه د مخه زمونږ د اعتقادی ارزښتونو د ځپلو او تباه کولو هڅه پیل کړه او په دغه ناولي هدف بریالي شول.
د سړې جګړې په بهیر کې چې د ځمکی کره عملا په دوه متخاصمو ډلو وویشل شو زمونږ ګران هیواد افغانستان هم د دوی له یرغلونو څخه خوندي پاتی نه شو او اعتقادی او فرهنګی ارزښتونه د تباهی او ورکېدو په دامونو کې پریوتل.
غربی هیوادونو وغوښتل چې خپل فاسد دموکراسی نظام او عیاش او فحاش ټولنیز مرضونه موږ ته صادر کړي دغه مظلوم ملت ته د مادی، صحی، اقتصادی، زراعتی او تعلیمی مرستو په پلمه په ملیارډونو ډالر په مصرف ورسید. استعماګرانو ظاهراً دا ادعا کوله چې ګوندی د افغانستان بی وزلو خلکو سره انسانی مرستی ترسره کیږي.
په افغانستان باندی د شوروی او امریکا یرغلونه بل مصیبت  و چې زمونږ اصیل او سوچه اسلامی فرهنګ او دودونه ئې تر شعاع لاندی نیولی او د ځوانانو د بی لاری کولو په لت د مطبوعاتو، رسنیو، اخبارونو او تصویری او سمعی خپرونو په وسیله ناروا او اسلامی ضد فعالیتونه ترسره کیږي.
مګر اوس یوه سوال پیدا کیږي او هفه دا چې د دی نوی او مدرن جاهلیت په ضد چې زمونږ اسلامي او افغاني فرهنګ ګواښوي څنګه مبارزه وکړو؟ د یرغلګرانو ناولي لاسونه څنګه د خپل اعتقادي او سوچه دودونو څخه لنډ کړو.
زما په نظر خدای (ج) ته متعهدو مسلمانانو او علی الخصوص هغه ځوانانو چې خپل اسلامی اعتقادات ورته ډېر سپېڅلی او ګران دی او نه غواړي چې هیواد او دینی او اسلامی ارزښتونه ئې غلاشي.‏، لازمه ده چې د ډېرو ستونزو په منلو سره سره دغه شومو پدیدو سره په کلکه مبارزه وشي. عواموته باید دا روحیه ورکړ شي چې د استعمارګرانو د علمی او مدنی پرمختګونو څخه د افغانستان په ګټه استفاده وکړي. د غیر اسلامی تقالیدو څخه نه یوازی چې زمونږ ځوانان باید په کلکه ډډه وکړي بلکه د هغه وژونکي خطرات هم نوی نسل ته په ډاګه کړي. زمونږ اکثر هېوادوال یوه ډوډۍ ته په انتظار دي، له دوئ د ژوندانه د ضروریاتو د برابرولو هڅه باید وشي تاسو ښه ځیرشئ چې په تېرو شپاړسو کلونو کې حتی زموږ یو ویجاړ شوی فابریکه او کارخانه له سره رغول شوی نه دی، مګر انګریزی ستایل او مودونه لکه سیلاب زمونږ هیواد خواته را روان دی او غافل ځوانان هم پټی سترګی د هغی تابعیت کوي.
زه په ډېر جرات سره وایم چې دا وارد شوي غیر اسلامی دودونه زمونږ مستقبل نسلونو د پاره ډېر خطرناک دی. زمونږ متعهدو ځوانانو باید د غربی بی لاری کوونکي عاداتو او ستایلونو سره مبارزه وکړي او خپل سوچه او اسلامی عاداتو ته وده ورکړي. دا به د دوی یو تاریخی دنده او مسوولیت وي. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018