تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان او ددغه هیواد اوسنى نا ارامه سیاست - درېيمه برخه

قريب الرحمن سعيد

2018-05-21

دپاکستان ټول سياسي ګوندونه ، د جماعت اسلامي او تحريک انصاف له ګوندونو پرته ، دخپل کورني چاپېريال او موروثيت تر دايرې لاندې را نغښتي .
نوازشريف هم دمسلم ليګ ( ن=نوازشريف) ترنامه لاندې ګوند دخپلې کورنۍ په چاپيريال کې رامحدود کړ.  پخپله نواز شريف د جنرال ضياءالحق اودهغه هيواد د نظامي استخباراتي ايجنسيو  له اړخه لومړی د پنجاب ايالت د مالي چارو د وزير اوبيا دوه ځلي ددغه ايالت د لومړي وزير  په څېر رامخته او ځواکمن شو، خو ضياءالحق  په خپله الوتکه کئ د يو سازش له مخې ووژل شو ، دهغه تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د نظامي استخباراتي څانګې ای ايس ای (ISI ) سره له نواز شريف پرته بل بديل نه و ، ځکه خو يې هغه د صدراعظم په توګه د هغه هېواد دغه ستر مقام ته غوره کړ. ددې يو علت دا هم ويل کېږي چې دپاکستان دغې مقتدرې ادارې نه غوښتل دبې نظيرې په څېر يوه ښځينه صدراعظمه چې په مالي فساد کې تورنه وه او مېړه يې آ صف  علي زرداري چې د پاکستان په سياسي ژوند کې د يو  مجرم په څېر پيژندل شوی  و، د عظمی صدرات په مقام کې ومني او ترمخه يې سلام کولو ته ټيټ شي . اما بې نظيرې د پاکستاني دغو ادارو له مخالفت سره سره بيا هم د پاکستان د ولس ووټ او رايه تر لاسه کوله او دوه ځلي په دغه منصب باندې د صدراعظمې په توګه پاته شوه .
 د پاکستاني مطبوعاتو د خبرونو له مخې  چې د بې نظير د له منځه وړلو او کمزوري کولو په خاطر (ای ايس ای) نواز شريف ته د يو  پنجابي په څېر ( دهغه له ټولو بېکفاېتيو سره سره  بيا هم) بېدرېغه پېسې ورکړې؛ ترڅو خپلو کانديدانو ته يې وويشي او هغوئ پرې  پارلمان ته راوړي ، ترڅنګ يې دغه ادارې  په ټولټاکنو کې هم د نوازشريف په ګټه کار وکړ . دا هم ويل کېږي چې ، اسامه بن لادن هم د بېنظيربوټو د را پرزېدو په خلاف له  نواز شريف سره ډېره ستره مالي مرسته کوله  او په دې توګه نوازشريف د پرديو په ميو مست د هغه هېواد د سرو او شنو مالک شو او د قند دېوی فابريکې دملکيت نه يې د فابريکو او کارخانو شمېره تر دېرشو ورسېده ، پــه سلګونه ميليارده ډالــر يې د رشـــوت،‌غبن   يا   (Kickback) په څېر له خپل واک نه په ګټه اخيستنې   ددوبۍ ، قطر، سعودي اوبلاخره د انګلستان له لارې خپلو زامنو ته ، دهمغوئ په نامه ، وويستل او د سلګونو ميليونو انګليسي پونډو په قيمت يې شتمنۍ او جايدادونه واخيستل چې اوس ټول د انګليس د حکومت د نوي قانون له مخې تر تفتيش لاندې دي.
 نواز شريف که له يوې خوا دبېدرېغه مالي فساد  په تور تورن دی او د پاکستان د رسمي احصايو له مخې يې په خپل دغه څلورنيم کلن دوارن کې پاکستان، دپخواني قرضدارۍ نه اخوا ، لس زره ميليارده (کلداری؟) قرضداره کړی او ددې پيسو نه يې خپله  برخه اخيستې ،بلکې د پاکستان ټول قرض د اصف علي زرداري او نواز شريف دحکومتونو  په وخت کې د شپږ زرو ميلياردو نه اوس ۲۷ زره ميلياردو ته رسېدلی . ويل کيږي چې د پاکستان اقتصاد د نواز شريف په وخت کی د تباهۍ کندې ته غورځېدلی ، چې په دې اړه  څو اونۍ وړاندې د پيسو نړېوال صندوق  اعلان وکړ چې  پاکستان د پارچاو  يا Bankrup) ) ېوادونو( يانې دقرض د نه ورکونکو هېوادونو ) په لست کې شاملېدونکی دی   او دا به  د پاکستان د  اتُومي قوت مخالفو هيوادونو ته ستر چانس وي ترڅو ددې هېواد دبېکفايته مشرتابه ، له کمزورتياوو نه په ګټه اخستتې دغه هيواد اړ کړي چې خپلې اثاثی په بين المللي سوداګرو وپلوري. ځکه پاکستان به مجبور وي چې د قرض د اخيستو لپاره خپله اتُومي وسله له قرض ورکونکو هېوادنو سره ګرو کړي. او په دې توګه د اتُومي قوت له استعمال نه د تل لپاره خلاص شي، په دې لړ کې هندوستان شپه او ورځ  هلې ځلې کوي او داسې برېښی چې دهغوئ هلئ ځلې تر ډېره، دپاکستان د بهرنيو چارو د وزير په نه شتون کې ، بريالۍ هم دي.
اوس چې نواز شريف د پاکستان له سترې محکمې نه  تر تلپاتې ژونده  نا اهله ، بېکفايته ، مافيايي، په مالي فساد کې ککړ او ... پېژندل شوی او اعلان  شوی، هڅه کوي ، خپله لور مريم صفدر (نواز ) د خپل ګوند د مشرې په توګه و ټاکي ، هغه دخپلې لور دغه مقام ته د رسېدو لپاره  پوره  کار پيل  کړی ، خو په اوسنيو سختو شرايطو کې، چې ګوند يې له سخت داخلي مشکل سره مخ دی او پخپله هم دسترې محکمې له حکم سره سم د ګوند قيادت نه شي کولی نو دګوند د غړو د احتمالي يو ځای ساتلو په خاطر يې ، خپل ورور شهباز شريف ،‌چې د تېرو ۱۵ کالو راهيسې د پنجاب دحکومت  لومړی قويترين وزيرګڼل کېږي او ويل کیږي چې له خپل ورور نوازشريف سره په ټولو مالي فسادونو کې ښکېل او د قتل ګڼ شمېر قضيې يې په محاکمو کې د ميزونو په سرونو پرتې دي، ‌د مسلم ليګ  ګوند د مشر په څېر وټاکه ، اما واک  او اختيار يې د مريم او نوازشريف په لاسو کې دی. له بلې خوا بيا دمريم صفدر د غبن ، غلا او فساد دوسيې هم په محکمو کې تر څېړنې لاندې دي او په دې ورځو کې دا اوازې هم شته  چې کېدی شي نوموړی په يو اوږد عمر بند زنداني کړل شي.
که هغه په دغسی يو  ستر مصيبت کې راګېره کړل شي نو بيا به په طبيعي توګه شهبار شريف دخپل بدمعاش  زوی ،‌حمزه شهباز، چې همدا اوس هم دهغه ځای ناستی ګڼل کېږي ، په مرسته د مسلم ليګ دګوند قيادت په خپل کور کې راخلاصه کوي. 
د مطبوعاتي راپورونو له مخې نواز شريف دومره بېکفايته شخصيت و چې دخپل ټول حکومت په دوران کې يې  له خپلې کورنۍ   اخوا په بل هېچا باور او اعتماد و نه شو کولی، تر اخره يې د بهرنيو چارو وزير، په نورو د ناباورۍ له مخې  و نه شو ټاکلی  او دا پوست يې په داسې حال کې له ځان سره و ساته چې پخپله يې ( د خپرو شوو ويډيو ګانو په استناد)  له امريکايي ولسمشر اوباما سره د کتلو په وخت کې د خبرو کولو جرءت  هم له لاسه ورکړی و . دکابينې نور وزيران يې هم دخپلې کورنۍ نژدې او لرې غړي و. په دې خاطر د محکمې  د حکم  او له نواز شريف د بېکفايته کېدو وروسته ،د مسلم ليګ په ګوند کې سخت بد حالت رامنځته  شوی ، ګڼ شمېر غړي يې ترې ولاړل او له نورو ګوندونو سره يې ځانونه يو ځای کړل ، د يو شمېر غړو استدلال يې دادی چې نه غواړي د پرونۍ مريم په لاسو بيعت وکړي ، ددې ګوند يو مشهور غړی چوهدری نثار علي په ډاګيزه توګه اعلان وکړ چې:
»نه غواړي د يوې کوچنۍ نوې را ټوکېدلې او د پاکستان په سياست کې نا اغېړې، ښځې مريم صفدر ته ،‌چې هيڅ ډول سياسي عملي تجربه نه لري ، د اطاعت سر ټيټ کړي «.
 په خپله کورنۍ کې د مسلم ليګ د يو سترګوند د رانغاړلو او موروثي کولو، د نوازشريف سياست اودهغه ګوند ته هم دپای ټکی کېښود، اوس هم دغه ګوند د پنجاب له ايالات پرته په نورو ايالاتو کې خپل اغېز له لاسه ورکړي،  داسې برېښي چې دا ګوند به ، که څه هم ددولت په مهمو پوستونو کې خپل ځای په ځای شوي بيروکراتان او مخلصين لري ، خو په راتلونکو ټولټاکنو کې  لکه څنګه چې ګومان کېږي هغسې رايې تر لاسه نه کړي او دا کار به ددې ګوند په تابوت د اخري مېخ په څېر ثابت شي. 
بدبختانه چې په دې دواړو سترو ګوندونو کې ، له دې سره سره چې ستر ستر او دکار وړ شخصيتونه موجود وو، خو ددې ګوندونو د  قيادتونود مطلق العنانيت په اساس په دې ګوندونو کې نورو نوو قيادتونو ته په کې وده ور نه کړای شوه او ګوندونه د کوچنيو ، بې تجربې او غيرسياسي شخصيتونو په لاسو کې ، چې تل د اقتدار د هوس لپاره د هر ډول سازش په لور ور پرېوزي، په انحصاري توګه ور و غورځول شول او دګوند اساسي ستر وفادار او په کار پوه سياسي شخصيتونه له صحنې په قصدي توګه  لرې کړل شو.
 دپاکستان ددغو سترو او ځواکمنو دواړو ګوندونو په خپلو کورنيو کې د را خلاصه کولو پايلې دا شوې چې له دې دواړو ګوندونو څخه دهغوئ  مشهور وفادار سياستمداران  ځانونه را بيرون کړي او خپلو ځانو ته نوې ځالې پېدا کړي .  له دې حالت نه د تحريک انصاف ګوند او ددې ګوند مشر عمران خان ډېره  ګټه پورته کړه . د تحريک انصاف ګوند په ۱۹۹۲ کال ،  دپخواني کرکټر،  عمران خان له خوا تأسيس شوی ، دې ګوند په ۲۰۱۳ ټولټاکنو کې په خيبر پختونخوا   ولايت کې حکومت جوړ کړ او په مرکزي پارلمان کې يې درېيمه درجه مقام تر لاسه کړ.
په خيبر پښتونخوا کې د ګوند د نورو سيمه ييزو ګوندونو په پرتله  ، لکه د عوامي نيشنل ګوند چې  د ولی خان د کورنۍ دميراثي ګوند په نامه يادېږي اويا هم د مولانا فضل الرحمن دکورنۍ دګوند جمعيت علماء نه، چې د فضل الرحمن د ميراثي ګوند په نامه يادېږی ، زيات کار وکړ. دغه ياد ګوندونه ، نيشنل او جمعيت علماء، دواړه  لکه دپورتنيو ګوندونو په څېر په خپلو کورنيو کې را خلاصه شوي، نور وګړي او غړي، لکه د نورو مطلق العنان سياسي ګوندونو په څېر ، د  (تيشو پيپر يا د تشناب د کاغذ) په څېر استعمالوي ،رهبريت يې په مکمله توګه مطلق العنان او   کورنۍ پوری را نغښتی دی. ددې ترڅنګ د پښتنو تر نامه په بلوچستان کې د هند د( را)   له جاسوسي   شبکې سره  دمتهم همکار اڅکزي له خوا جوړ شوی چې د بلوجستان د ايالتي پارلمان په ګډون يې ډېر مهم پوستونه په خپله کورنۍ کې را نغاړلي، ورور يې دهغه ايالت والي ( ګورنر ) دی اودکورنۍ د ښځو  په ګډون يې ټول په پارلمان کې دي ، نوموړی دنوازشريف نژدې ملګری اوپه ټولو فسادي دوسيو کې ترې  کلکه دفاع کوي .
بدبختانه چې دپښتنو تر نامه لاندې دغه وروستي يادکړل شوو ګوندونو ، تل د خپل استعماري او استحصالي سياست له مخې دخپلو ګټو په پار، خپل سياست مخته وړی او پښتانه هم لکه د مېږو او رمو په څېر ، د بل مناسب بديل په نه شتون کې، دهمدوئ تر شا  روان دي .
 د تحريک انصاف ګوند په پښتونخوا ايالت کې دخپلو فعاليتونو تر څنګ ددغه  ايالت  په  ادارو،   پوليسو، تعليمي ادارو ، شفاخانو او...‌کې پوره بدلون راوست ، ترڅنګ يې د شخصي مکتبونو د فيسونو او تعليمي وړتياوو په مقابل کې په  دولتي ښوونځيو کې  منظم  کلک سيستم رامنځته کړ،  په ټوله پښتونخوا کې يې، ددوئ دوينا له مخئ، تر يو  مليارد ( زر ميليونو) زيات بوټي کېنول ، ترڅو په محيطي بدلون کې مهم رول ولوبوي  او…. همدا راز دغه ګوند د راتلونکو ټولټاکنو لپاره   لس ماده ييز پروګرام وړاندې کړی چې مهم ټکي يې دادي : (۱) له دهقانانو سره مرسته ، (۲) د قانون له مخې د ولايتونو د حقوقو ورکړه ، (۳) د محيطي چاپيريال ساتنه ،(۴) ولس ته د انصاف په برابرولو کې چټکتيا، (۵) دښځو لپاره دهغوئ د چاپيريال   مطابق دکار او تعليم د زمينې برابرول ، (۶) د مالي فساد او غصب په خلاف کلک قدم اخيستل ، (۷)ځوانانو ته دکار او تعليم لپاره زمينه برابرول ، (۸) ټولو ته ديو شان تعليم لپاره زمينه برابرول ، (۹) ټولو ته د وړيا روغتيا لپاره زمينه برابرول ، (۱۰)  د ټکس يا محصول په اړه جدي قدم اخيستل .   نور بيا ...

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018