تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د روژې په دویمه د حزب اسلامي امیر محترم حکمتیار د جمعې د خطبې بشپړمتن

حکمتيار

2018-05-21

د شهادت جريدې متدينو لوستونکو!
دا چې د حزب اسلامي مجاهد امير یو متبحر او جيد عالم دی او نوموړی د جمعې د لمانځه لپاره د قطعه حمایه جامع مسجد ته تشریف راوړی او همدارنګه د امير له مسووليتونو نه یو هم د جمعې او اخترونو د لمونځونو امامت او خطابت دی نو د حزب اسلامي مجاهد امير هم د خپل مسوولیت په درک کولو سره تېره جمعه د 1397 کال د غوايي مياشتې په 28 مه نېټه په نوموړي مسجد کې د جمعې د لمانځه امامت او خطبه ادا کړه چې موږ هم ددې لپاره چې د نوموړي له عالمانه خطبې تاسو هم برخمن شئ، نو د شهادت جريدې په دې ګڼه کې تاسو ته هم خپروو، هیله ده، ګټه ترې واخلئ.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[۱۸۳]
الله تعالی جلاشانه فرمايي چې ای مؤمنانو روژه پر تاسو فرض شوې، همداسې لکه چې له تاسو وړاندې پر نورو امتونو هم فرض کړی شوې وه (لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ)پدې سره تاسو تقوا اوځان ساتنه وکړئ تقوا مو په برخه شوې روژه پر موږ فرض شوی یوازې پر دې امت نه؛ بلکې  په مخکنیو امتونو هم فرض شوې وه،  هر هغه امت ته چې کتاب ورکړشوی  پر هغوئ پیغمبر مبعوث شوی، پر هغوئ روژه هم فرض شوې، ددې معنا داده چې د روژې او د دې دعوت ترمنځ یوخاص تار دی، داسې چې دا دعوت خپله ایجابوي چې په مسلمان کې باید خاص اوځانګړي صفتونه او وړتیاوې وي چې ددې کتاب صادق امین وارث اوحامي شي، دغه  وړتیاوې او ځانکړتیاوې د روژې په نتیجه کې په یو مسلمان کې را پیداکیږي، دهمدې لپاره د آیت په پای کې ویل شوي (لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) کوم دروند مسؤلیت چې د الهي کتاب له مخې د مسلمان پر اوږو پریوزي، د دې ترسره کول تقوا ته اړتيا لري، دا تقوا د روژې په نتیجه کې په یو مسلمان کې را پیداکیږي دا کلکه اراده غواړې دا کلکه اراده د روژې په نتیجه کې په مسلمان کې را ژوندۍ کیږي، یو له هغو اهدافو چې د روژې له مصلحتونو حکمتونو شمېرل کېږي، هغه همدا دی اراده په انسان کې داسې ده لکه په یوموټرکې برک، ستاسو هوس نفس همیشه ډیرو شیانو ته هڅوي ګناه ته، غلتو کارونو ته هم  د دې مقابله له دې نه ځان ساتل د هغې په وړاندې  ثبات اواستقامت ښودل، هوس ته نه تسلیمیدل، خپلو نفسي غوښتلو ته سر نه ټیټول، دا له انسانه قوي ارداه غواړي، د دې روژې میاشتې په جریان کې له تا نه نفس مسلسل غوښتنې لري خو ته هر ځل ددې غوښتنو پر وړاندې ودریږي دومره چې له روژې وروسته هم لکه چې ته اوبه څښې د تا په ذهن کې راځي چې زه روژه نه یم یوڅه خولې ته وړې همداف کر دې په ذهن کې راګرځي، ښايي چې زه روژه یم، د روژې په نتیجه کې په مسلمان کې دا احساس راپیدا کیږې اوبه غواړې مسلمان ترې ډډه کوي، خوراک غواړي اجتناب ترې کوې نفس نورې غوښتنې هم لري، د نفس پر وړاندې په مسلمان کې استقامت او هغو غوښتنو ته د نه تسلمیدو ځواک وده کوي په مسلمان کې دصبر ماده را پیداکیږي پر قران عمل کول او دا درانده مسؤلیتونه چې قرآن یې مؤمن ته راجع کوي  د دې ترسره کول له انسان نه صبر، ثبات او استقامت غواړي دا داسې ده لکه د پوځ لپاره چې کوماندو تربیه کوي، کوماندو باید کافي وخت په تربیتي کورسونوکې تیرکړي، لوږه باید وګالي، تنده وګالې یوازې په یو  ځنګل کې پاتې کیدل وګالي په خټوکې تګ په اوبو کې تګ په یخني کې پاتې کیدل له بیستري وسایلو اوتجهیذاتو پرته پاتې کیدل اوپه ورځو ورځو هغه باید سختی وګوري، په دې ترتیب هغه روزل کیږي دهغه نه یو تکړه سر تیری اوجنګیالی جوړېږي، همداسې د الله تعالی د لاري  مجاهد چې ارمان یې د قران تطیبق کول اوحاکمول دي، دالله تعالی د دین حاکمول دي له دې جنګیالي  نه د هغه دا مأموریت  د صبر او استقامت غوښتنه کوي دا صبر اواستقامت د روژې په نتیجه کې په خلکو کې راپیداکیږي قران عظیم الشان چې د روژې په ارتباط بحث کوي متسل یې څو رکوع وروسته د بني اسرائیلود یوې طایفې اوقبیلې یادونه کړې، خپل پیغمبرته دوئ وايي چې موږ ته یو ملک وټاکه، ترڅو د هغه تر قوماندې لاندې  وجنګیږو له خپلو کورونو ویستل شوي یو، غواړو د خپل دښمن مقابله وکړو پیغمبر یې ورته وایي، داسې نه چې پر تاسې جهاد فرض کړل شي بیا ونه جنګیږئ دوئ ورته دلیل وايي چې په داسې حال کې چې خپلوکورنو شړل شوي، له خپلو اولادونو شړل شوي ملک کلی کور مو اشغال شوی دی، ولې نه جنګیږو، هغه ورته یوکس د طالوت په نامه د مشر اوسالار په توګه وټاکه اوکله چې هغوئ د دې مشر او سالار تر قوماندې لاندې د دښمن مقابلې ته وځي، هغه ورته وايي چې الله تعالی تاسو په یو نهر آزمويي، که چا د دی نهر اوبه وڅښلې هغه زما له ډلې نه دی، هغه زما ملګرتیا نه شي کولی اوکه چا ونه څښلې هغه له ما سره ملګرتیا کولی شي ډیرو یې اوبه وڅښلې او یو محدود ټولی داسی و، چې صبر یې وکړ، کله چې له دښمن سره مخامخ شول هغوئ چې په هغه آزموینه کې ناکام شوي هغوئ وویل چې موږ د دې ستر دښمن مقابله نشوکولی، خو هماغه چې په هغه امتحان کې بریالی شوی، وویل چې ډیر ځله یو وړوکی توکی په ډیر باندې غالب شوی، الله تعالی له صابرانوسره دی، همدغه محدود ټولګی چې په هغه آزموینه کې بریالی شوی.
روژه همدې ته ورته ده، همدا روژه ده چې په موږ کې د صبر ماده تقویه کوي د روژې په ارتباط قرآن دا وايي چې همدې میاشت کې تاسې باید روژه ونیسئ، په همدې مياشت کې قرآن نازل شوې (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ) رمضان میاشت هغه ده چې دې کې قران نازل شوی دی، د خلکو لپاره لارښود او د هدایت او فرقان څرګند نشي دا په خپله ستاسو لپاره لارښود دی اود هدایت او فرقان دحق اوباطل لپاره تل میزان او معیار ملاک دی، د دی لپاره چې په دې مبارکه میاشت کې قران نازل شوی، نوتاسې باید دا میاشت  روژه ونیسئ (فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ)څوک چې دې میاشتې ته داخل شول چاچې  دا میاشت ولیده هغه باید پدې میاشت کې روژه ونیسي، د آیت دا برخه یو دقیق اوظریف مطلب ته اشاره کوي او هغه داچې د روژې په میاشت کې داخلیدل داشرط دي نه د روژې د میاشتې مربوط سپوږمئ لیدل، که څه هم پیغمبر (ع) فرمايي کله چې تاسو میاشت ولیده، روژه پیل کړئ اوکله چې مو د بلې میاشتې سپوږمې ولیده، نو روژه بنده کړئ دحلال اوسپوږمئ په لیدو روژه  شئ او په لیدو  یې خپله روژه پای ته ورسوې په دې معنا نه لکه دا نن یې چې هر څوک په خپلو په سترګو سپوږمئ وویني زموږ مذهب وايي چې که یو مؤمن کس سپوږمئ وویني، د هغه شهاد ت کافي دی چې ټول مسلمانان پرې روژه ونیسي  که هغه یوفرد هم وي!
دا یوفرد ستا په کور کي نه! ستا په کلي کې نه! ستا په هیواد کې هم نه! بلکې په ټوله نړۍ کې، که یو فرد د روژې د میاشتې سپوږمئ پر خپلو په سترګو وویني، شهادت ورکړي، د هغه شهادت معتبر دی.
متاسفانه نن موږګورو چې دروژې  د پیل په ارتباط یې هم اوپای په ارتباط یې هم، په امت کې د ستر او ژور اختلاف شاهد یو او په هر هیواد کې هم، حتا په هر کور کې هم، دا په داسې حال کې ده چې ددې اختلاف لپاره هیڅ مجال نشته،  دا موضوع کاملاً اوڅرګنده واضح ده.
  نن موږ هره ورځ پنځه وقته آذان د یو جدول له مخې کوو دا جدول له وړاندې ټاکل شوی، د سهار لمونځ، غرمې لمونځ  د مازدیګر لمونځ، دماښام لمونځ او دماخستن لمونځ، ساعت یې هم دقیقه یې هم لیکل شوې ، په څه باندې موږ اعتبار او باور کړیدی او  دا جدول مو جوړ کړیدی، د دې جدول  له مخې موږ آذان کوو د دې له مخې روژه هم نیسو او افطار هم کوو، په څه باندې په دې ساعت! د دې ساعت له مخې مو دا جدول ټاکلی او دې ته مو اعتبار ورکړی، د سپوږمئ د طلوع او غروب په ارتباط هم دقیق  دقیق خبره کیدلی شي، حتا دا چې سپوږمئ به په کومه ورځ کوم ساعت اوکومه دقیقه کومه ثانیه له محراقه وځي اولیدل کیږي به اوبیا به همدغه  سپوږمئ ددې میاشتې په کومه ورځ کوم ساعت اوکومه دقیقه کومه ثانیه په سترګو لیدل کیږي، همدغسې چې د وختونو تعین موږ نن دساعت له مخې کوو، همداسې د ساعت له مخې موږ دسپوږمئ د غایب کیدو اوڅرګندیدو پریکړه  هم کوو، ستاسو پرون لومړۍ روژه وه، حال دا چې د چهارشنبې په ورځ لومړۍ روژه وه او نن درېیمه روژه ده، ځینو انتظار کاوه چې سعودي نه فتوا واخلي او زموږ سترې محکمې  هم د سعودي  دفتوا له مخې فتوا ورکړه او ادعا یې وکړه چې سعودي کې سپوږمۍ نه ده لیدل شوې،  نوځکه چهارشنبه د شعبان دیرشمه ده او پنچ شنبه د روژې اوله، دا په داسې حال کې ده چې په سعودي کې به ماښام اووه بجې  سپوږمئ له لمر سره یوځای غروب کوي، هلته دسپوږمئ لیدل ممکن نه وو، اما له سعودٍي،  نه اخوا ته په ډیرو  نور هیوادونو کې سپوږمئ لیدل شوې ده، د همدې لپاره کوم هیوادونه چې له سعودي نه هغه خوا ته دي، روژه دې د ترکیي د چهار شنبې په ورځ روژه ونیوله شي، مراکش چهار شنبې په ورځ روژه ونیوله، اما سعودي اوماحول یې دپنج شنبې په ورځ دلیل يې داچې هغوئ سپوږمئ ونه لیدله، دا اختلاف نه له عقلي لحاظه اعتبار او ارزښت لري، او نه د شریعت اودین له لحاظه د روایاتو له مخې هم دا اعتبار نه لري او د عقل او علم له مخې هم، سپوږمئ چې د ځمکې پر ماحول راګرځي، یوه دوره پشپړوي، د دې موده  دققاً معلومه ده چې هیچ تغير نه کوي په ۲۹ ورځو ۱۲ ساعتو ۴۴ دقیقو اوڅوثانیوکې دا مدار پوره کوي، د دې له مخې په دقیقه توګه ویلی شو چې داسې دکلونوکلونو لپاره سړی تقویم جوړولی شي، داسې چې راتلونکی کال به روژه څه وخت پیل کیږي اوکله به پای ته رسیږي او لس کاله ورسته به څه رنګه وي  دکمپوتر له مخې یې کولی شو، کمپوترخو پرېږده، چې د دې ساعتونو له مخې کولی شې الحرمین ساعت چې په دې کې دا سافت ویر اچول شوی دی، الفجر ساعت هم دا سافت ویر لري ماته خپل کمپیوتر وویل چې د دې میاشتې سپوږمئ به په کوم ساعت کومه دقیقه اوکومه ثانیه راڅرکندیږي، چیرې به دا لیدل کیږي کمپیوترمې را ته  وویل، ساعت  هم راته وویل او په دغسې تقویم  چې دعلمي او ساینسي تحقیقاتو له مخې جوړ شوی وي، متاسفانه چې له دې نه یوه سیاسي مسأله جوړه شوء ده او د اختلاف لامل يې هم سیاسي دی؛ نه دیني، نه مذهبی، او نه هم عقلي لامل  یې صرف همدا سیاسي دی، شیعه له سلفیانوسره اخلاف لري، بریلویان له سلفیانو سره اختلاف لري، پاکستان کې دحلال احمر کومیټه ګومارل شوې چې بریلویانو ته عمداً اوقصداً یوه ورځ وروسته  له سعودي نه حلال احمر کومیټه  په کراچۍ کې ښيي اوحتا د پېښور رویت هم نه مني، د پیښور صوات سوابۍ نه به خلک ورته  وايي تيلفون به کوي چې موږ ولیدله شهادت به ورکوي، دومره خلک وايي هغه موږ ته معتبره نه ده، نو هغوئ باید له سعودي سره اختلاف وکړي، ایران  له سعودي سره اختلاف کوي، سیاسی اختلاف کوي، مذهبي نه، متاسفانه چې مذهبي رنګ ورکړشوی دی، لامل یې سیاسي دی، مذهبي رنګ  عمداً او قصداً ورکړشوی دی، اختلاف سیاسي دی،  ددې لپاره چې روژه يې له سعودي  نه دوه ورځې وروسته او عرفه یې هم.
 عرفه هغه ورځ ده چې هر کال له دوه ملیونو نه ډېر حجاج کفن ته ورته جامې په غاړه کوي، د نړۍ له ګوټ ګوټ نه راغنډېږي او د عرفات په میدان کې راټول شوي اودا ټول شهادت ورکوي چې نن دعرفې نهمه ده، خو پاکستان هم دا نهمه ورځ نه مني ایران یي هم نه مني تر دوه ملیونه ډېر شاهدان او د یو دیني فریضې د اداکولو په حالت اوکیفیت کې په داسې حال چې دسپوږمۍ په ارتباط یو شاهد کافي دی، خو د دوه ملیونوشاهدانو شهادت دوئ نه مني د دې له مخې قضاوت کولی شوچې متاسفانه نن ډیری اختلافي مسایل سیاسي دي، د دې پر ځای چې مذهبي وي او ددې پر ځای چې د روایاتو سند ولري او ډیری روایات هم متاسفانه جعل شوی دی، چاچې دا یوه روژه خوري ده هغه باید دا روژه بشپړه کړي تاسې نن د دقیقې علمي ساینسي کمپیوټري محاسبې له مخې نه ویلی شي او په بار بار هم کولی شې، دا روژه به څو ورځې وي دا میاشت به څو ورځې وي او اختر به کله پیل کیږي چاچې روژه خوړلې هغه باید دا روژه ونیسي. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018