تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ-د شپږم درس پاتې برخه

حکمتيار

2018-05-30

سپوږمۍ خپله رڼا له لاسه وركړې
د شلمي پېړۍ ستورپيژاندو ته دا حقيقت جوت شو چي سپوږمۍ په سر كي ځلانده وه او ورو ورو ئې خپله رڼا له لاسه وركړې، او دا هغه حقيقت دئ چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي ورته اشاره كړې وه، د قرآن دغه آيت ته لږ ځير شئ:
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آَيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آَيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آَيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا الاسراء: ۱۲
او شپه او ورځ مو دوه څرگندي نښي وگرځولې، نو د شپې نښه مو له منځه يووړه او د ورځي نښه مو د ليدو وسيله وگرځوله، د دې لپاره چي د خپل رب فضل ولټوئ او د دې لپاره چي د كلونو په شمېر او حساب پوه شئ، او هر څه مو په تفصيل سره بيان كړي.
د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:
تلوار او عجله مه كوئ، د الله تعالى هر څه د دقيق نظم او محاسبې له مخي په خپل خپل وخت ترسره كېږي، لكه دا شپه او ورځ چي هره يوه ئې په خپل خپل وخت راځي په داسي دقيقه او منظمه توگه چي تاسو د هغې له مخي د كلونو شمېر او حساب معلومولى شئ.
دلته د شپې په اړه ويل شوي چي د شپې نښه مو محوه كړه خو د ورځي په اړه ويل شوي چي د ورځي نښه مو د هر څه د ليدو او پېژندو وسيله وگرځوله چي په ترڅ كي ئې د خپل رب فضل ولټوئ، د بيان له فحوى معلومېږي چي دلته كفر له شپې سره تشبيه شوى، او ايمان له رڼا او ورځي سره، كافرانو ته ويل شوي چي الله تعالى د رسول الله صلى الله عليه و سلم په بعثت سره د كفر تياره شپه پاى ته رسوي او د ايمان په رڼا روښانه شوې ورځ راولي، په دې كي تاسو د خپل رب فضل او پېرزوينه ترلاسه كوئ، عجيبه ده چي تاسو د رڼا پر ځاى په تياره كي پاته كېدا خوښوئ او د الله تعالى له ستر فضل او پېرزويني ځان محروموئ.   
خو دا خبره لږ دقت او غور ايجابوي چي ولي دلته د (محونا آية الليل) الفاظ راغلي، كه محو د نابودي او له منځه تلو په معنى واخلو نو شپه خو له منځه نه ځي، تل د زمكي پر سر وي، له يوې سيمي ئې پېڅي بلي ته ورو ورو خوځېږي، نو يقيناً چي معنى ئې له منځه وړل نه بلكي تياره كول دي، ځكه په ورپسې فقره كي ورځي ته مبصرة ويل شوي نو معنى ئې دا شوه چي شپه مو تياره كړه او ورځ مو ليد مهال، خو دا پوښتنه راولاړېږي چي دلته د ليل پر ځاى آية الليل راغلي يعني ويل شوي چي آية الليل مو تياره كړ!! 
د دې ځواب دا دئ چي د الفاظو په دغه تركيب كي د قرآن يو ستر علمي اعجاز مضمر دئ، تاسو پوهېږئ چي لمر د ورځي نښه ده او سپوږمۍ د شپې نښه، نو د دې آيت دقيقه معنى دا ده چي الله تعالى د شپې دغه نښه (سپوږمۍ) تياره كړه!! 
او د ورځي نښه (لمر) ئې د ليدو وسيله وگرځوله، او دا هغه ځلانده حقيقت دئ چي ساينسپوهان په شلمي پېړۍ كي پرې پوه شول او وئې ويل: 
سپوږمۍ په سر كي د لمر په څېر ځلانده وه او خپله رڼا ئې درلوده خو ورو ورو ئې دا رڼا له لاسه وركړې او اوسنى حالت ئې غوره كړى. 
علي رضى الله عنه او عبدالله بن عباس رضى الله عنه ته منسوب گڼ شمېر روايات لرو چي د محونا آية الليل په اړه ئې همدا تفسير وړاندي كړى او ويلي ئې دي چي په سپوږمۍ كي تور تور ټپونه د همدې نښه ده، او تاسو پوهېږئ چي د سپوږمۍ دا تور تور ټپونه په حقيقت كي هغه ځايونه دي چي د لمر رڼا نه وررسېږي او كوم سيورى پرې غوړېدلى دئ، كه سپوږمۍ له ځانه رڼا درلودى نو داسي تور ټپونه به نه په كي تر سترگو كېدل.  
دا هم جدي توجه ايجابوي چي ولي دلته ويل شوي: وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ : او د دې لپاره چي د كلونو په شمېر او حساب پوه شئ؟
دليل ئې دا دئ: كه سپوږمۍ تياره شوې نه وى، بشپړه ترسترگو كېدى، نو موږ به د سپوږمۍ له مخي د ورځو شمېر نشو معلومولى، اوس د سپږمۍ له مخي په دقيقه توگه ورځي او تاريخ معلومولى شو. د مياشت پيل او پاى، او منځ او حتى هره ورځ معلومولى شو، كه سږ كال موږ په دوبي كي روژه ونيسو نو شپږ دېرش كاله وروسته بيا په دوبي كي روژه نيسو. 
د آسمان او زمكي له اقطارو وتل ممكن نه دي قرآن په دې اړه وايي: 
يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانْفُذُوا لَا تَنْفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ (۳۳) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (۳۴) يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِنْ نَارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرَانِ (۳۵) فَبِأَيِّ آَلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ *        الرحمن: ۳۵-۳۳
اې د انسانانو او پېريانو ټولگيو! كه كولى شئ چي دآسمانونو او زمكي له اقطارو ووځئ نو ووځئ، وتلى نشئ مگر په ځانگړي ځواك سره، نو د خپل رب كوم كوم نعمتونه تكذيبوئ؟ پر تاسو به د اور داسي شعلې او داسي ويلي مس لېږل كېږي چي مقابله ئې نشئ كولى.
په دې آيتونو كي د قرآن دوه ستر ستر علمي اعجاز زموږ مخي ته ځلېږي:
 يو دا چي وايي: كه آسمان ته بر ولاړ شئ نو له داسي بې دوده لمبو سره به مخامخ شئ چي مقابله ئې نشئ كولى، يعني د آسمان په برنۍ برخي كي د شهاب ثاقب تېزي او تودې لمبې دومره زياتي او زوروري دي چي تاسو ئې له مقابلې عاجز يئ!! 
او دا هغه حقيقت دئ چي انسان اوس او هغه مهال پرې پوه شو چي سپوږمۍ او ستورو ته ئې د ختلو لړۍ پيل كړه او متوجه شو چي دا شهاب ثاقب د فضائي سفرونو په وړاندي داسي ستر گواښ دئ چي مقابله ئې نشي كېدى.
ښايي ځينو ته به د قرآن د دې آيت له دغي فقرې (لاتنفذون الا بسلطان) دا وهم راپيدا شي چي انسان كولى شي د وسائلو او امكاناتو په مرسته د آسمان له اقطارو ووځي، له يوې څنډي ئې بلي ته ورسېږي او زمكه داسي سورۍ كړي چي له مركزه ئې تېر شي او بل لوري ته ووځي!! 
دا واهمه به ئې هغه مهال يقين ته نږدې شوې وي چي انسان سپوږمۍ ته ورسېدو، خو بايد متوجه وو چي سپوږمۍ زمكي ته تر ټولو نږدې كُره ده، له زمكي ۲۴۰۰۰۰ كيلومتره واټن كي پرته ده، زموږ لمر دغه تر نورو زمكي ته ډېره نږدې كُره په دومره واټن كي پروت دئ چي كه يو راكټ په ساعت كي ۶۰ كيلومتره لوړ ځي، نو لږ تر لږه ۳۰۰ كاله به شپه او ورځ مزل كوي چي لمر ته ورسېږي!!
 يوازي د يوه كهكشان قطر دومره اوږد دئ چي يو اړخ له بله څو سوه مليونه نوري كاله فاصله لري، حال دا چي په آسمان كي زموږ د ستور ليكي (كهكشان) په څېر نږدې دوه ټريلوينه ستور ليكي (كهكشانونه) شته!! 
لمر له زمكي پنځه سوه نوري ثانيې فاصله لري، او ورپسې تر ټولو نږدې ستورى له زمكي نږدې څلور نوري كلونو واټن كي دئ، او نوري كال هغه واټن ته ويل كېږي چي نور ئې په يوه كال كي وهي، په داسي حال كي چي د نور سرعت په هره ثانيه كي درې سوه زره كيلومتره دئ. نو اوس ووايئ: آيا د آسمان له قطر وتل ممكن دي؟
همدا راز د زمكي د منځنۍ مركزي برخي د تودوخي درجه دومره لوړه ده چي د زمكي ټول فلزات په كي ويلي دي او سوزي، انسان داسي مواد نشي موندلى چي د دغي لوړي تودوخي په وړاندي مقاومت وكړي او انسان ته له دغه ځايه د تېريدو مجال ورپه برخه كړي.
لمر رڼا او تودوخه لري او سپوږمۍ د لمر نور منعكسوي
انسانان په شلمي پېړۍ كي په دې حقيقت پوه شول چي لمر له ځانه رڼا او تودوخه لري او سپوږمۍ د زمكي په څېر ده نه خپله رڼا لري او نه تودوخه، دواړه له لمره اخلي، راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه ويلي:
وَجَعَلْنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا * النبأ: 13
او روڼ او تود څراغ مو جوړ كړى دئ. 
د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:
هغه حكيم ذات چي دا كائنات ئې پيدا كړي، لمر ئې داسي گرځولى او فاصله ئې له زمكي دومره ټاكلې چي زموږ دوو اړتياوو ته ځواب وويلى شي: موږ ته رڼا او تودوخه راكړي، زموږ دا د زمكي كور هم تود كړي هم روښانه، لمر ئې (سراج او وهاج) يعني (تود او ځلانده څراغ) گرځولى، زموږ دواړو جدي او حياتي اړتياوو ته ځواب ويونكى، د لمر د نور او حرارت په مقدار كي ډېر لږ تغيير او د زمكي او لمر ترمنځ په اوسني واټن كي ډېره لږه تبديلي او د شپې او ورځي په اوسنۍ اندازې او د زمكي په خپل محور چورلېدو او د لمر په محور خوځېدو كي ئې معمولي تبديلي د دې باعث كېږي چي د زمكي پر سر دا موجود تعادل له منځه ولاړ شي او په هغې كي ژوند ناممكن شي.
زموږ زمكه له لمره ۹۳ مليونه ميله فاصله لري، د لمر حجم د زمكي د حجم ۱۰۹ برابره دئ، د لمر د برنۍ سطحي د حرارت درجه ۶۰۰۰ سانټي گرېډە او د منځنۍ برخي حرارت ئې ۱۵ مليونه درجې ده، دا رڼا او تودوخه په زرگونو كيلومتره لري ستورو ته رسي، سره له هغه اوږده واټنه چي له لمره ئې لرو، نه شو كولى په عادي سترگو څو ثانيې لمر ته وگورو، د زمكي په ځينو برخو كي چي د لمر وړانگې پر له پسې پرې لگېږي د حرارت درجه كله كله ۱۴۰درجې سانټي گرېډ ته ورسېږي، كه زموږ زمكه لږ لمر ته نږدې وى نو تودوخه به ئې هومره وه چي نه به انسان او حيوان پرې ژوند كولى شو او نه به بوټي ورباندي راشنه كېدى شول او كه ئې فاصله له لمره تر دې زياته وى نو سختي يخنۍ به د زمكي پر سر د ژوند مجال له منځه ووړ، خو دا فاصله داسي تنظيم شوې چي موږ د لمر له نور او حرارت د ضرورت په اندازه گټه واخيستى شو.
دغه مطلب د قرآن په بل آيت كي په دې توگه راغلى:
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ * يونس: ۵
دى هغه ذات دئ چي لمر ئې رڼا گرځولى او سپوږمۍ ئې روښنائي، او هر يوه ته ئې د ټېكي ځاى ټاكلى ترڅو د كلونو په شمېر او حساب پوه شئ، الله دا نه دي پيدا كړي مگر په حقه سره، هغو وگړو ته چي پوهېږي آيتونه په تفصيل سره بيانوي.
دلته بايد څو خبري په پام كي ولرو:
دلته ويل شوي چي لمر ئې رڼا گرځولى او سپوږمۍ ئې روښنائي، يعني لمر له ځانه روڼ دئ او سپوږمۍ د بل ېه نور روښانه شوې. آيا د قرآن دا وينا يو علمي اعجاز نه دئ چي د لمر رڼا ته كله د وهاج نوم وركوي او كله د ضياء او سپوږمۍ د نور په نامه يادوي او په دې سره همغه خبره كوي چي انسان په شلمي پېړۍ كي پرې پوه شو؟!!
د يونس د سورې په مخكنيو آيتونو كي ويل شوي چي الله تعالى هر څه په حقه پيدا كړي، د هر څه په پيدايښت كي حكمت او مصلحت مضمر دئ، دلته د همدې مدعاء د اثبات لپاره لمر او سپوږمۍ د بېلگي په توگه وړاندي كوي او وايي: 
دا دئ گورئ چي يو ئې د ورځي له لوري تاسو ته رڼا او تودوخه دركوي او بل ئې ستاسو تيارې شپې روښانه كوي، هر يوه ته ئې د ټېكي ځاى ټاكلى، داسي چي له ټاكلي ځايه خوځي او په ټاكلې نېټې وروستي منزل ته رسي، حركت ئې دومره دقيق چي د هغه له مخي د شپو ورځو، مياشتو او كلونو حساب معلومولى شئ. 
نو څوك چي له بياژوندون، قيامت، حساب و كتاب او مكافات او مجازات انكار كوي دا انكار ئې په دې معنى دئ چي گواكي انسان خوشى او بې هدفه پيدا شوى، نه د فساد، ظلم او كفر سزا وركول كېږي او نه د ايمان او نېك عمل اجر او بدله!! كوم د عقل او شعور خاوند به دا خبره ومني چي د دې خور او پراخ عالم هر څه دي هدفمن پيدا شوي وي، د هر څه خوځښت او حركت دي د دقيق حساب له مخي وي خو انسان دي د دغي عامي قاعدې خلاف او د يوې استثناء په توگه داسي پيدا شوى وي چي نه ئې پيدايښت كوم هدف لري، نه پوښتنه ترې كېږي، نه د ښه او بد عمل محاسبه ورسره كېږي او نه سزا او جزاء وركول كېږي؟!! نور مخلوقات داسي دي چي له خپل ټاكلي مسير يوه ذره ښي او كيڼ لوري ته انحراف نه كوي او معمولي انحراف ئې د زوال او تباهي باعث كېږي، آيا سمه ده چي ووايو: انسان نه د حركت لپاره ثابت او ټاكلى مسير لري او نه د انحراف سزا گوري؟!!
زمكه كروي او گرده ده
دا حقيقت اوس ټولو ته جوت شوى چي زمكه د آسمان د نورو ستورو په څېر گرده ده، كه تاسو په داسي شپې كي بهر ووځي او آسمان ته وگورئ چي هوا صافه وي او په آسمان كي نه ورېځ وي او نه گرد او غبار، آسمان به له داسي ستورو ډك ومومئ چي ټول گرد دي، نه د مكعب په څېر كوم ستورى په نظر درځي او نه د مخروط په بڼي كي، زمكه د آسمان يو ستورى دئ او د نورو په څېر گرده ده، كه خلك په طيارې يا كښتۍ كي له آسيا امريكا ته تگ غواړي نو هم د شرق له لاري امريكا ته رسېدى شي او هم د غرب له لاري، او دا ښيي چي زمكه گرده ده، كه تاسو د كوم سمندر په ساحل كي ودرېږئ او د قوي دوربين په مرسته وغواړئ چي له شرق يا غرب لوري راتلونكي كښتۍ وگورئ نو متوجه به شئ چي لومړى به د كښتۍ دود او دود كښ په نظر درشي بيا ئې بيرغ او ورو ورو ټوله كښتۍ، دا ښيي چي زمكه سره له خپلو اوبو گرده ده، كله چي انسان له زمكي بر د نورو ستورو په لور ولاړ خپله زمكه ئې د نورو ستورو په څېر گرده ومونده خو د اوبو د بخاراتو له كبله ئې د هغې رنگ د سپين يا ژېړبخن پر ځاى فيروزه يي وموند. راشئ وگورو چي قرآن د زمكي د گردوالي په اړە څه ويلي؟ دې مبارك آيت ته ځير شئ:
خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ يُكَوِّرُ اللَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى أَلَا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ *   الزمر: ۵ 
آسمانونه او زمكه ئې په حقه پيدا كړي، شپه پر ورځ تاووي او ورځ پر شپې تاووي، او لمر او سپوږمۍ ئي مسخر كړي، هر يو د ټاكلې نېټې مطابق درومي، خبردار چي هغه عزتمن بخښونكى دئ.
د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:
الله تعالى آسمانونه او زمكه په سمه توگه پيدا كړي.
شپه پر ورځ تاووي او ورځ پر شپې تاووي، دلته د شپې او ورځي د تلو راتلو لپاره د (كور) لفظ كارول شوى، چي معنى ئې تاوول دي، د دغه لفظ لغوي معنى ته په پام سره د دې فقرې معنى دا ده چي الله تعالى شپه پر ورځي داسي راتاووي لكه څوك چي خپله پگړۍ پر سر راتاو كړي. او دا دقيقاً همغه مطلب افاده كوي چي زمكه گرده ده او شپه او ورځ داسي پرې راتاوېږي لكه څوك چي خپله اوږده پگړۍ پر سر راتاووي. 
لمر او سپوږمۍ خپلي مخي ته آزاد نه دي پرېښودل شوي چي په خپل سر او په كوم نامعلوم لوري خوځي، بلكي مسخر دي او په ثابت او ټاكل شوي مسير او لوري درومي.
هر يو د ټاكلې نېټې مطابق درومي، او دا هغه حقيقت دئ چي انسان ته اوس معلوم شوى، اوس پوه شوى چي زمكه، سپوږمۍ، لمر او ټول ستوري خپل خپل مدار د ټاكلې نېټې مطابق بشپړوي.
په زمكي كي پاكي او صافي اوبه څنگه پيدا كېږي؟
د زمكي پاكي او صافي اوبه يا له استعمال وروسته گنده شي، يا په زمكي كي ننوځي، يا د دريابونو له لاري لويو لويو سمندرونو ته كوزي شي، هلته دومره تروې شي چي نه ئې انسان څښلى شي او نه نباتات پرې راشنه كېدى شي. د سمندر دغه تروې اوبه د لمر د وړانگو له كبله تبخير شي، بخارات لوړ ولاړ شي، ورېځي ترې جوړي شي، بادونه دا ورېځي يوه او بل لوري ته وخوځوي، پر لوړو او د غرونو پر سرونو واوره واوروي او په آوارو باندي بارانونه، د واوري او باران دا اوبه له ټولو گندگيو صافي او پاكي وي، كه دغه الهي نظام نه وى نو موږ به د زمكي پر سر پاكي اوبه نه درلودې!! دغه علمي حقيقت ته قرآن په دغو الفاظو سره اشاره كړې:
وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا * الفرقان: ۴۸  
او الله هغه ذات دئ چي بادونه تر خپلي پېرزويني (باران) وړاندي د زېري په توگه لېږي، او له آسمانه پاكي اوبه نازلوي (وروي).  
علم نن د قرآن همدغه خبره كوي او وايي چي د باران او واوري اوبه د جوړېدو پر مهال په بشپړه توگه صفا وي او هيڅ څه ورسره گډ نه وي.
 د اوسپني اهميت
علمي څېړني وايي چي په زمكي كي د اوسپني مقدار تر ټولو نورو فلزاتو زيات دئ، نن د وسلو او نورو آلاتو په جوړولو كي له اوسپني تر بل هر فلز زياته استفاده كېږي، د اوسپني ځانگړتياوو دا امتياز وركړى چي په صنعت كي زياته استفاده ترې وشي، خو د اوسپني دا اهميت هغه مهال جوت شو چي انسان له علمي پلوه ډېر وړاندي ولاړ او د ډول ډول وسائلو د جوړولو پوهه او امكانات ئې په برخه شول،كه څوك اوس د اوسپني په اړه ووايي چي د جنگي وسائلو په جوړولو كي د اوسپني لويه ونډه ده او د انسان جنگ ته ئې شدت او پراخ ابعاد وركړل او انسان تر نورو فلزاتو زياته گټه ترې اخلي نو دا نه د تعجب خبره ده او نه د حقيقت خلاف، خو كه چا دا خبره دوه درې پېړۍ وړاندي كړې وى، نه چا ورسره منله او نه ئې صحيح گڼله!! خو قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي وويل: 
وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
الحديد: ۲۵
او اوسپنه مو نازله كړە چي په هغې كي شديد جنگ دئ او خلكو ته (ډېري) گټي، او چي الله هغه خلك معلوم كړي چي په غياب كي د ده او د ده د پيغمبرانو ملتيا كوي، يقيناً چي الله عزتمن ځواكمن دئ.
دا آيت نه يوازي د اوسپني په اړە يوه وړاندوينه ده بلكي د هغو مجاهدينو په اړە هم يوه دقيقه وړاند وينه ده چي دغه مهال به د الله تعالى په لار كي جهاد كوي، ځكه دلته د هغو مجاهدينو يادونه شوې چي د پيغمبر په غياب كي او هغه مهال به د الله تعالى په لار كي جهاد كوي چي اوسپنه به د سختو جگړو مهمه وسيله وي!! 
دې ته مو هم پام وي چي اوسپنه د انسان د ويني يو مهم عنصر دئ، د چا په ويني كي چي دا ماده له ضروري حده كمه شي په سختو ناروغيو اخته كېږي، دا عادي خبره نه ده چي قرآن د اوسپني گټو ته اشاره كوي او د قرآن يوه سوره په همدې نامه (الحديد) ياده شوې.
د اوسپني د كشف نېټه
د علمي څېړنو په ترڅ كي معلومه شوې چي انسانانو اوسپنه تر مېلاد ۱۲۰۰-۱۰۰۰كاله وړاندي كشف كړه، راشئ وگورو چي آيا قرآن په دې اړه څه ويلي كه نه! 
د قرآن دغو آيتونو ته ځير شي: 
وَلَقَدْ آَتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ (۱۰) أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ * سبا: ۱۱-۱۰
او داؤد ته مو له خپل لوري فضل ورپه برخه كړ، (ومو ويل:) اې غرونو! له ده سره همغږي كوئ او مارغانو ته هم، او اوسپنه مو ورته نرمه كړە، چي زغري جوړي كړه او كړۍ په اندازه ولگوه، او نېك عمل كوئ، يقيناً چي زه په هغه څه پوهېږم چي تاسو ئې كوئ.
له دې مباركو آيتونو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د اوسپني كشف او د جنگي مقاصدو لپاره له هغې استفاده او زغري ترې جوړول د داؤد عليه السلام په وخت كي پيل شوي، تاريخي څېړني ښيي چي د داؤد عليه السلام د بعثت زمانه همدغه تر ميلاد زر دولس سوه كاله وړاندي ده. 
پای

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018