تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان د اميرښاغلى حکمتيارد جمعې خطبې بشپړ متن

حکمتيار

2018-06-02

 له حمد او ثنا وروسته 
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ
وَیَمْکُرُونَ وَیَمْکُرُاللًّه واللَّهُ خَیْرُ الْمَاکِرِینَ(۳۰)
الله تعالی فرمایي چې د حق دښمنان، دباطل پلویان، دشیطان ملگری ، دحق خلاف پټ تدبیرونه کوي او الله تعالی هم د نا حق افعالو د دفاع په خاطر خپل تدبیر کوی او الله تعالی ترټولو غوره تدبیر کوونکی دی، پټ تدبیر د الله تعالی د بل هر چا ډیر لوړ او اغیزمند دی.
 قران دا هم فرمایي چې ځینې د سیئاتو، بدو کارونو ، بدو اندیښنو ،بدو پلانونو، بدو منصوبو ، د تدبیر په توگه کار اخلي .
غواړي له دې بدو لارو خپلو موخو ته ورسیږي، خو د دوئ مکر بې ځایه او شنډیږي او پایله یې هم  بیرته په دوئ راګرځي، دوئ دخپل مکر له بدو پایلو سره مخ کیږي.
متأسفانه ډیری خلک همداسې دي او هڅه کوي چې د بدو تدبیرونو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي الله تعالی د دوئ مکر او پټ تدبیرونه شنډوي.
نن چې موږ د انتخاباتو په څیر له یوې مهمې قضیې سره مخامخ یو، په ټولو سیاسي گوندونو غږ کوو چې راځئ له دغو انتخاباتو نه د بحران د حل وسیله جوړه کړو له همدې سره هم خپل هیواد له دې بد حالت نه وژغورو، جگړه پای ته ورسوو ، ډاډمنه سوله تأمین کړو، خپل مظلوم ولس له دې ستونزو او کړاوونو وژغورو.
 مکر او پټ تدبیرونه ډیرو وآزمایل پایله یې همدغه وه چې نن دوئ په خپله ورسره مخامخ دي او زموږ هیواد او ولس یې هم ور سره مخ کړی دی، دوئ هم څه تر لاسه نه کړل سمه ده چې مجلل قصرونه به یې په برخه شوي، آشرافی ژوند به یې تر لاسه کړی وي، د شتمنیو خاوندان شوي به وي ، خو دا ټول یې په ډیره گرانه بیه ترلاسه کړي دي ، حیثیت ، اعتبار ، دنیا او آخرت یې د دې په بدل کې تباه شوي دي .
هم یې  په خپل ولس کې حیثیت او اعتبار له منځه تللی ، سپک شوي ، سپيره شوي او هم یې په خپلې ډلې او حزب کې حیثيت، باور او نور هر څه معنويات له لاسه ورکړي دي.
 راځی دا ترخې، خونړۍ،ناکامې اوسپیرې تجربې نور تکرار نه کړو، قدرت ته د رسیدو یوه سالمه لار غوره کړو، که څوک د قدرت تږي وي او گومان کوي چي د اقتدار له لارې دوئ کولی شي خپلو آرمانونو او موخو ته ورسېږي، د خپل ملت ، ولس   خدمت وکړي را دې شي اقتدار ته د رسیدو یوه سالمه لار دې غوره کړي چې په هغه کې وینه توی نه شي،  بهرنیو ځواکو نو ته د راتګ ، د اشغال او مداخلې ته لار  خلاصه نه شي، له دغسې وضعیت سره به مخامخ نه وو، لکه چې دا نن په دې څلورلسیزو کې چې زموږ ولس او هیواد ورسره مخ شوی، راځی یوه سالمه لار غوره کړو، ټول په ګډه کېنو، له دغه راتلونکو ټاکنو نه د بحران د حل یوه وسیله جوړه کړو، تعهد وکړو چې له دې وروسته به قدرت ته د رسیدو یوازې  یوه مشروع لاره منو چې هغه انتخابات او د ملت رایې ته رجوع کول دي.
متأسفانه گورو چې ځينې بیا هم هڅه کوي، دا انتخابات هم د مخکې په څیر له تقلب، درغلیو او جعل ډک اتخابات وي او په نتیجه کې موږ دغسې  یو پارلمان ولرو چې همدا اوس یې لرو او دغسې حکومت چې همدا اوس یې شاهد یو. په دولت کې ځواکمنې کړۍ هم د دې هڅه کوي او بهرنۍ ذیدخلې کړۍ هم غواړي چې دا انتخابات هم د مخکې په څیر وي، ولس دا انتخابات نه مني، د مخکینیو انتخاباتو چې هغوئ کومه بده خاطره لري، دغه د دې باعث شوې، چې اوس دوئ له دغو انتخاباتو سره هیڅ علاقه  ونه ښيي، نه تذکری اخلي، نه نومونه ثبتوي او نه په دې باور دي چې له دې انتخاباتو نه به څه تر لاسه کوي.
 متأسفانه گورو چې پراخ تقلب روان دی، تذکرې پلورل کیږي ، جعلي تذکرې جوړیږي، جعلي استیکر چې غواړي په تذکرو باندې ولگوي، په پراخه پیمانه جوړیږي، سایتونه اخستل کیږي، د سایتونو مأمورین اخيستل کیږي، د انتخاباتو دکمیسیون غړي اخيستل کیږي ، عام ذهنیت دادی چې رایه  او صندق هیڅ ارزش نه لري دا او هغه دفتر (داخلي او خارجي) به  د دې پریکړه کوي چې څوک بریالی دی او څوک هم ناکام.
 موږ په گوندونو، سیاسی شخصیتونو، هغه چې د ملت او هیواد پر وړاندې احساس د مسؤلیت کوي ، ایمان اوعقیده لري او په خدای باور لري ، په هغوئ باند غږ کوو، هغوئ ته بلنه ورکوو چې راځئ له دغه فرصت نه استفاده وکړو، دا راتلونکي انتخابات سالم انتخابات ثابت کړو، رغنده انتخابات یې ثابت کړو  څو ټولو ته د منلو وړ   وي، واقعي انتخابات وي ،په کې تقلب ونه شي ، په پلور نه وي ، نتایج یې ټولوته دمنلو وړ وي، په نتیجه کې یو دروند پارلمان رامنځ ته شي او په نتیجه کې موږ یو دروند دولت ولرو .
موږ وتوانیدلو چې له اته ویشت نه زیات لوی او واړه سیاسي گوندونه را غنډ کړو اوپه یوې طرحه باندې په خپلو منځونو کې توافق وکړو لومړی ځل دی چې د افغانستان په تاریخ کې دومره سیاسي گوندونه راټولیږي.
 ویلی شو چې ټول سیاسي گوندونه راغونډ شوي او په خپله منځونو کې يې تعهد کړی  چې غواړو دا انتخابات شفاف وي ، عادلانه وي ، په دې کې تقلب ونه شي او له دې وروسته موږ د انتخاباتو نتایجو ته تسلیم یو، دغه اقتدار ته د رسیدو یوازینۍ لار بولو.
فیصله شوې چې د مخکې په څیر انتخابات نه منو، د دې پر ځای چې زموږ ستونزې حل کړي لا نورې ستونزې زېږوي، په کومه طرحه چې مو توافق کړی، د هغې مطابق دې ته ورته طریقې باندی څو روځې وړاندې په عراق کې انتخابات و شول ، هلته له انتخاباتو وړاندی اعتلافونه رامنځ ته شول،  مختلف گوندونه سره راغونډ شول، هر یو بیل بیل اعتلافونه جوړ کړل دا اعتلافونه خپلو منځونو کې کښیناستل، د نوماندانو په اړه توافق وشو، هغوئ د خپلو نوماندانو فهرستونه جوړ کړل او بیا همدا فهرستونه اعلان شول او ولس همدغو فهرستونوته رایه ور کړه بیا د هر انتخاباتي اعتلاف له فهرست نه د دوئ د رايو په تناسب بریالی نوماندان له هماغه  فهرست نه انتخاب شول ، د انتخاباتو په سبا نتایج اعلان شول (غیر رسمي) او درې څلور ورځې وروسته یې  رسمي نتایج اعلان شول، نه په دې کې کومه لانجه راولاړه شوه ، نه چا وویل چې نه  یې منم ، یو بل ته یې مبارکۍ هم ورکړې او هرچا د انتخاباتو په نتایجو  قناعت هم درلود.
موږ چې کومه طریقه وړاندې کړې، دا د عراق تر انتخاباتو  ډیره غوره له عیبونو او نقصونو هم پاکه ده ، چې دعراق په انتخاباتو کې تر سره شوې ده ، موږ په ټولو باندې غږ کړی چې راځئ لږ تر لږه خو دا د عراق په څیر انتخابات وکړو ، موږ تیر انتخابات په مخ کې و لیدل چې نتایج یې څنګه وو، د جمهوري ریاست اتخابات چې دا له نورو نه آسانه دي، ځکه پدې کې نوماندان  کم وي ،لانجه یې هم لږ وي، دغسې انتخابات ترسره شول چې یو لوري هم نتایج  ونه منل، تر پایه هر یو بل تورناوه چې تقلب یې کړی ، دوه ملیونه زیات او کمې  رایې په تقلب  صندقونو ته اچول شوې وې، د انتخابات کمیسیون هم ونه توانید  چې نتایج اعلان کړي نږدې شپږمیاشتې ورباندی تیرې شوې چې د لانجو  په پای کې د متحده ایالاتو خارجه وزیر راغی او پریکړه یې وکړه، هغه نه د صندق له مخې او نه د رايو له مخې، بلکې یو مساویانه ویش، یو جوړ جاړی، د اقتدار ویش، په دوه لورو مساویانه ویش او دلته ګورو چې دغه مساوي ویش، د اقتدار ویش، څومره لانجې  رامنځ ته کړې، که نن حکومت د وضعیت له مهارولو او اداره کولو عاجز دی، جنگ نه ختمېږي ، امنیت نه تامينيږي، اطراف خوڅه چې حتا په کابل کې ، لویه وجه یې داده چې دلته اقتدار ویشل شوی ،نه موږ یو مضبوط ،ځواکمن حکومت لرو او نه یو دروند دملت د ارادې ممثل پارلمان، د ستونزو لوی عامل همدا دی .
که څوک گومان کوي چې بیا به د مخکې په څیر تقلب کوي، تش صندقونه به ډکېږي او ډک صندقونه به تشېږي، اشتباه کوي موږ یې دا ځل دې کار ته نه پریږدو په هیڅ صورت په هره بیه د دې مخه نیسو، ټول دې په وازو غوږونو واوري چې انشاالله زموږ ملت نور دغسې انتخاباتو ته اجازه نه ورکوي او په ټول توان او طاقت د دې مخنیوی کوو، انتخابات به تر سره کیږي حتماً! د دې مو قع هم چاته نه ورکوو چې انتخابات وځنډوي یایې لغو کړي او هڅه وکړي چې دا اوسنی حالت به وي، ځینې کړۍ همدا فکر کوي چې همدا اوسنی حالت باید دوام وکړي بهانې ، پلمې، وړاندې کوي چې دا انتخابات وځنډیږي، اصلاً نه غواړي چې انتخابات ترسره شي، داسې لارې او طریقې غوره کوي اوپریکړې کوي چې نتیجه یې دا را وتلی شي چې تشنج  لا زیات شي لانجي نورې هم اضافه شي او انتخابات ترسره نه شي او وځنډیږي، موږ دا تصمیم نیولی چې د دې مخه په هر صورت نیسو.
 اوس ټولو سیاسي گوندونو او اکثره مدني ټولنو دا پریکړه کړې چې دغه آته ویشت  تنضیمونو له لوري  چې کومه طرحه  د انتخاباتو په اړه وړاندې شوې، دا باید پیل شي، د مخالفت لپاره هیڅ دلیل او پلمه نشته، د همدغې طریقې له مخې کولی شو انتخابات زر او له ځنډ پرته تر سره شي اونتایج یې ټولو ته د منلو وړ وي او موږ یو دروند پارلمان ولرو او بیا له دې پارلمان نه یو مضبوط حکومت چې ملت یې ترشاه ولاړ وي او پارلمان یې حمایت کوي، داسې حکومت رامنځ ته شي تصمیم مو نیولی، که دولت او اړوند  لوری له دې طرحې سره توافق ونکړي، موږ به پراخ  مدني حرکتونو  باندې لاس پورې کړو، انشاالله پدې راتلونکې اونۍ کې به له کابل نه پیلېږي او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم غځېږي، له هیواد نه بهر به هم، اروپا ،امریکا ، ایران، پاکستان او په نورو هیوادونو کې به هم مظاهرې تر سره کیږي، یا به دا شرایط منل کیږي او یا به خلک وګوري چې د کابل ټول سرکونه به له ولس نه ډک شي او د ټولو شعار به دا وي چې مخکني انتخابات په هیڅ صورت نه منو او د دغه اته ویشت سیاسي گوندونو له لوري چې کومه طرحه وړاندې شوې، د همدې مطابق انتخابات غواړو، د کابل ټول سرکونه به له خلکو ډک وي او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم لاړه شي، موږ تشنج نه غواړو، خو چاته اجازه هم نه ورکوو چې خپله اراده  دې زموږ پر ولس تحمیل کړي، بهرنیو ته په هیڅ صورت اجازه نه ورکوو چې مداخله وکړي، لاسوهنه وکړي او خپله خوښه تحمیل کړي، خپل  د خوښې انتخابات پر افغانانو وتپي او نتایج هم د دخپلې خوښې ترې را وباسي، د خپلې خوښې پارلمان جوړ کړي، دخپلې خوښې حکومتونه جوړ کړي، د دې وخت نور تېر شوی، ښه به دا وي چې بهرني لوري هم ومني چې د افغانانو پریکړې او تصمیم ته درناوی وکړي،  انتخابات او طریقه یې سیاسی گوندونو پورې اړه لري،  د سیاسې ګوندونو توافق کافي دی، چې ټول داخلي او بهرنی لوري يې درناوی وکړي، همدا اوس چې   اته ویشت  ګوندونو په دې طرحه توافق کړی، واقعاً دا یو تاریخي ابتکار دی.
 نه پوهیږم چې څوک د دې حق لري چی مخالفت وکړي او ولې؟ د څه په استناد به د دې مخالفت کوي، دا نه منو چې د افغان ولس برخلیک، د انتخاباتو برخلیک، دې اوه کسان د انتخابات د کمیسیون غړي چې د دوه لورو په توافق ویشل شوي دي، وټاکي.
  دا نه مستقل کمیسیون دی ، نه د ملت له لوري غوره شوی، نه د پارلمان له لوري غوره شوی، نه د سیاسي گوندونو په توافق رامنځ ته شوی، دوه لورو  خپل تر منځ ویشلی او دا دی گورو چې یو مخالفت کوي، درې څلور ور سره غږ پورته کوي. دا کیدی شي چې زه  د افغان ولس برخلیک دې کمیسیون ته وسپارم چې هغوئ چې هره پریکړه وکړه هغه به منو ، دوئ څه کاره دي، چا دا واک ورکړی، د سیاسي گوندونو له اشراف او نظارت پرته، د انتخاباتو په اړه هره پریکړه مردود ده، د هرچا له لوري چې وي ،  هرگام چې د سیاسي گوندونو له اشراف اونظارت پرته پورته کیږي، یانې د تقلب په لوري یو ګام دی، دا نه منو، تر اوسه  چې هغوئ هر څه کړي همدا بس دي. له افغان ولس سره چې څه شوي، له دغه هیواد سره چې څه شوي ،نا کام دي او د دوئ له وجې دا ټولې ستونزې راولاړې شوي .موږ هغوئ ته وایو چې پریږدئ دا مخکني ناکامه تجارب مکر او غلت تدبیر چې تر اوسه   مو کومه  نتیجه ترې نه ده ترلاسه کړې له دی   وروسته يې هم نشئ ترلاسه کولی، انشا الله  انتخابات به ترسره کیږي شفاف انتخابات، له درغلیو، تقلب، جعل او تزویر پاک انتخابات. داهم دمبارزی یو ډګر دی، پنځوس کلونه مو له اسلام نه دفاع ، خپل هیواد نه دفاع، خپل ملت نه دفاع، د حق په لاره کې مو مبارزه وکړه، قرباني مو ورکړه، شهیدان مو ورکړل ، د دی هیواد لویشت لویشت زموږ په وینو سور دی، زموږ دشهیدانو په وینو سوردی ،انتخابات هم دغسې دمبارزې یو سنگر دی ، گومان کوو چې نن موږ له دې لارې کولی شو هیواد ته، ملت ته، خپلو سترو او سپیڅلو آرمانونو ته خدمت وکړو، ملامو تړلې قربانۍ ته چمتویو، په کلکه يې ترشا ولاړ یو، ټول دې دا واوري، هیله کوو تشنج دې نه رامنځ ته کوي، دا روان تشنج کافی دی، پریږدئ چې شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شي او ملت هم په شور او شوق په دې انتخاباتو کې برخه واخلي، که ولس له دې ډاډه شي، چې انتخابات شفاف او  عادلانه دي، زه باور لرم چې په پراخه پیمانه به  په کې ونډه واخلي او بیا به یې دنتایجو ترشا کلک ولاړ هم وي .
یو ځل بیا پر دولت هم ، د ملي وحدت پر حکومت هم، په چارواکو او مسؤلینو هم ، د انتخاباتو په کمیسیون هم، په ټولو سیاسي گوندونو او شخصیتونو هم او په بهرنیو ذیدخلو کړیو هم، غږ کوو چې هیله کوو له دې اتخاباتو نه د بحران دحل یو اغیزمنه اوموثره وسیله جوړه کړئ. وما علينا الالبلاغ

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018