تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ١٣٩٧ هـ ش کال دغبرگولى مياشتې په ١١ مه نېټه دحزب اسلامى افغانستان د امير ښاغلى حکمتيار دجمعې دخطبې بشپړ متن

حکمتيار

2018-06-04

دا چې د حزب اسلامي مجاهد امير یو متبحر او جيد عالم دی او نوموړي د جمعې د لمانځه لپاره د چهارآسياب جامع مسجد ته تشریف وړی و او همدارنګه د امير له مسووليتونو نه یو هم د جمعې او اخترونو د لمونځونو امامت او خطابت دی نو د حزب اسلامي مجاهد امير هم د خپل مسوولیت په درک کولو سره تېره جمعه د 1397 کال د غبرګولي مياشتې په ١١مه نېټه په نوموړي مسجد کې د جمعې د لمانځه امامت او خطبه ادا کړه، موږ هم ددې لپاره چې د نوموړي له عالمانه خطبې تاسو هم برخمن شئ، نو د تېر ځل په څېر یې دا ځل بیا هم د شهادت جريدې په دې ګڼه کې تاسو ته بله خطبه هم خپروو، هیله ده، ګټه ترې واخلئ.
بسم الله الرحمن الرحیم
وَلْتَکنْ مِنْکُمْ اُمَّتٌه یَدْعُونَ اِلَی الْخَیْرِ وَ یَأمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ أُولَئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(۱۰۴)
الله تعالی فرمايي چې له تاسو باید  داسې یو ټولگی وي چې د خیر لوري ته بلنه ور کوي په معروف گومارنه کوي او له منکر منعه او همدا دوئ بریالي او د سعادت خاوندان دی.
 دا د مؤمن الهي دنده ده الله تعالی په دې گومارلي، دا دهغه شان او دهغه صفت دی، درې صفتونه یې د خیر لوري ته دعوت اوبلنه په معروف گومارنه او له منکر ممانعت دا درې بیل بیل مسؤلیتونه دي چی الله تعالی مسلمان ته راجع کړي، درې مهمې دیني اومذهبي وجیبې د خیر طرف ته دعوت او بلنه یوه، مسلمان باید یو داعي وي تل د خیر او ښیګڼو لور ته خلک را وبلي همدا راز یوازې دعوت کفایت نه کوي،  ځینې داسې فکر کوي چې د دوئ مسولیت یوازې تبلغ  دی او د قران یو آیت او د یوآیت یوه برخه ناسمه توجیع کوي او وايي چې (وَمَا عَلَیْنا اِلَّا الْبَلاغُ ) په مونږ باندې له تبلیغ پرته بل کوم مسؤلیت نشته په داسې حال کې چې دا لومړۍ دنده ده، له دې ور هآخوا دوه نورې سترې او مهمې دندې د،ي یواځې تبلغ کفایت نه کوي یواځي د خیر او ښیګڼی لوری  ته بلنه او دعوت کافی نه دی، بلکې په معروف ګومارنه معروف یعنې هغه څه چی څرګند دي، ښه والی  یې  له هیچا پټ نه دی، هر څوک پوهیږي چې هرچاته معروف دی په معروف دی ګومارنه کوي، باید داسې شرایط برابر کړي چې هغه په معروف عمل کولو ته چمتو کړي دا هم کافی نه دی، باید له منکر ممانعت وکړي ، په لاس سره، په ژبې سره،  په ځواک اوقدرت  سره،  کله د ژبې مبارزه او کله هم  د لاس او ځواک او واک نه استفاده قران وايي: بنی اسرائیلو امر بالالمعروف اونهی عن المنکر پریښوده د همدې لپاره په ډیر درد ناک الهی عذاب ګرفتار شول ، په کوم  قوم کې چی دعوت اللخیر، امربالامعروف اونهی عن الامنکر ترک شي هغه دې ستر او درناک الهی عذاب ته انتظار وکړي که یو قوم او ولس ګوري چې مفسدین ورباند مسلط دي قدرت د ظالمانو واک کې  دي، نه یې سر خوندي دی، نه یی عزت ، هلته نا امني ده ، هلته فساد د ی، هلته د خلکو حق تر پښو لاندی کیږي، هلته پر مظلوم ظلم کیږي، هلته واک او اقتدار د ظالمانو لاس کې دی، ددې وجه اوعامل دادی چې مسلمانانو دا درې ستر الهی  مسؤلیتونه پریښي، دعوت اللخیر ، امربالامعروف اونهی عن المنکر که  نن زموږ په ټولنه کې داسې څه  روان دي چې ټول باضمیره، با ایمانه افغانان ځوروي دغه ستر مسؤلیت دهغه چا  په غاړه دی چې دغه درې دندې په ښه توګه او لکه څرنګه چې لازم دي او لکه څرنګه چې د ایمان ، اسلام او دین تقاضا ده، د مسؤلیتونه یې نه دي ادا کړي.
کله چی چهار آسیاب ته راځم نو د هغو شپو او ورځو خاطرې را یادیږي چې هم دلته وم، له بمونو لاندې د چهار آسیاب په کور کور باندې راکټي او بمونه وریدل او کور کور یې شهیدان ورکول او زخمیان کېدل، سختې شپې او ورځې مو تېرولې، هغه مهال چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل او قدرت یې خپلو لاسپوڅو ته پربښود، هغه مهال هم چهار آسیاب مظلوم  و او په مظلوم ولس باندی له بره بمونه وریدل.
فقط  یوجرم یې درلود، هغه دا چې د شوروي ځواکونو په وخت کې د هغوئ پر خلاف دریدلي و، قربانۍ یې ورکړي دي او جهاد  یې کړی دی او دهغوئ له وتلو وروسته د شر او فساد ځواکونه مسلط شوي او دوئ ته د دښمن په سترګه کتل شوي، د همدې لپاره په چهار آسیاب باندې بمونه وریدلي، الله تعال دې تاسو ته اجر در کړي، نن هغه چې په دې چهار آسیاب باندې يې بمونه ورول او د بمونو ورولو پریکړې له ارګه صادرېدلې .
 دا جومات اودلته خواته کور یې داسی و چې دا جومات نه و  او په دې کور باندې بمونه وریدلي او نن دا دی الحمدالله یو شایسته جومات هم دی او دا کور هم روغ رمټ پاتې دی، د دی معنا دا ده چې په زور او ځواک سره څوک افغانان نه له منځه وړلی شي، نه یی حذف کولی شي او نه ورباندې  قدرت او حکومت کولی شي،  دا آرمان به له ځانه سره ګور ته وړي ډیرو له ځانه سره ګور ته یوړل، الله تعالی دې ستاسو به د دې ستونزو اوکړاوونو اجر درکړي چې  تر ننه پورې مو د اسلام په لار کې ګاللي دي.
 متأسفانه چې  د چهارآسیاب ولس د ډيرو نورو سیمو د ولسونو په څیر نن هم محروم دي او نن هم هغه ته حتا د دښمن په سترګه کتل کیږي تفصیلات یې تاسو ته معلوم دي، نن زموږ ټول هیواد له ډیر بد وضعیت سره مخامخ دی، لا جنګ روان دی، نا امني ده ، بې کاري ده، فقر، غصب، فساد، زورواکی،  د بهرنیو مداخلات ، له بهره د وسلو او وسلوالو راتګ ، مخدره مواد چې کال په کال یې د معتادینو شمیر زیاتیږي، د دې ټولو پر وړاندې دولت او حکمت ناکام او عاجز دی، دولت ونه توانېد  چې جنګ مهار کړي، پدې هم ونه توانېد  چې امنيت تأمین کړي، اطراف خو پریږدئ چې  په پلازمینه کابل کې هم امن نشته، دا دی ګورو چې میاشت کې ډیرې لویی لویی چاودنې کیږي او مسؤلین یې اعتراف کوي چې هغه  دا چاودنې کوي په کابل کې له خپلو ځغره والو ګاډو سره چکرې وهي امنیت کې خاصې کړۍ هغوئ له پوستو او تلاشيو تیروي، وسایل یې انتقالوي د عملیاتو تر ځايه يې رسوي، د عملیاتو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي، له عملیاتو وروسته یې خوندي ځایونو ته انتقالوي، دا هغه څه دي چې نن مسؤلین هم په دې باندې اعتراف کوي،  پرون موږ ویل چې دا عملیات په امنیتي ځواکونو کې د خاصو ځواکمنو کړیو له مرستې او تعاون پرته ممکن نه دي نن هغوئ په همدې حقیقت اعتراف کوي، چې هو د دولت په امنیتي ځواکونو کې داسې څوک شته چې هغوئ د دغو چاودنو او انفجاراتو لپاره لاره هواروي او له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي د افغانانو پر  خلاف د تاریاکو جنګ روان دی، کله چی انګریزانو له چین سره په جنګ کې لګیا وو هڅه یې وکړه چې چینایان په هیرئينو او ترياکو معتاد کړي او هغه مهال د انګریزانو او چینایانو جنګ ته د تریاکو د جنګ نوم ورکړشوی و ، نن د افغانانو پر خلاف د هیرئینو جنګ روان دی ګومان مه کوئ چې د کوکنارو کښت ورځ په ورځ کال په کال زیاتوالی خو طبیعی دی او داخلي عوامل لري، د دې ترشاه  ډیر خبیث لاسونه کار کوي تاسې وګورئ، څوک چې په افغانانو کې معتاد دي په سلو کې ۹۵ يې هغه دي چې په ایران کې پاتې شوي یا دې  په خپله یا یې کورنۍ په سلو کې ۹۵ معتادان همدا دوئ دي . 
کابل ښار کې ګورو چې، پلونو لاندې د دولت تر تسلط لاندې سیمه کې په پلازمینه کابل کې شاه او خوا یې پولیس او د پولیسو پوستې له پلونو لاندې معتادان په ډیر بد حالت کې چې د سړي ورته اوښکې تویږي او شمیر یې ورځ په ورځ زیاتیږي، دولت یې له مقابلې عاجز دی . هدف دا دی چې د افغان جهاد ناکام کړی شي د جهاد تجربه باید ناکامه شي هغه تجربه چې له پیړيو پیړيو وروسته یوه الهی فریضه احیا شوه او د جهاد په نتیجه کې یو ستر مغرور بد مست زبرځواک ته ماته ورکړ شوه د جهاد په نتیجه کې شوروي ځواکونو ته ماتې ورکړ شوه، شوروي د نړۍ یواځینی ستر پوځي ځواک و چې امریکا یې پر وړاندي ماتې خاړلې وه او د دنیا په ګوټ ګوټ کې د شاته تګ په حالت کی و، شوروي ځواکونه له خپلې مفکورې سره مخ پر وړاندې روان وو، همدغه ستر مغرور یواځینی زبرځواک د جهاد په نتیجه کې نه یواځې له ماتې سره مخامح شول، بلکې په زوال محکوم شول، د اسلام د دښمنانو لویه منصوبه دا وه چې د جهاد دا تجربه ناکامه کړي، باید د شوروي د ځواکونو له وتلو  وروسته د مجاهدینو په لاس افغانستان کې اسلامي حکومت قایم نه شي، باید  له شوروي ځواکونو نه په میراث پاتې جنګ دوام وکړي باید افغانان خلع سلاح شي باید د جهاد نتیجه ناکامه شي او خلکو ته وښيي دنیا ته هم افغانانو ته هم چي د جهاد پایله اونتیجه دا وه .
دا معتادین ګواکې د هماغه جهاد پایله ده، دا اوس چې جنګ دی، نا امني ده او د شوروي ځواکونو پر ځای د ناټو ځواکونه په افغانستان کې مستقر شوي او هغه جنګ اوس هم له شوروي ځواکونو نه  ناټو ته په میراث پاتې شوي، دا هم ګواکې دهماغه پروني جهاد نتیجه ده، تر څو د نړۍ په بل ګوټ کې د جهاد نوم په خله وانخلي او بل څوک د جهاد له لارې آزادۍ او خپلواکۍ ته د رسیدو هڅه ونکړي، متأسفانه د دې ټولو ناخوالو اوستونزو پر وړاندې نن موږ نه یو ځواکمن، په اوضاع مسلط حکومت ،د جنګ محارولو او د هیواد د اداره کولو دولت لرو او نه د تصمیم یو معتبره مرجع چې ولس یې ترشاه وي  نن موږ د دغسې یوې لوې تشې سره مخ یو، داسې مرجع چې دټول سرلوړي افغان  ولس په استازیتوب ورستۍ پریکړه وکولی شي او په واقعي معنا قدرت دهغه په واک کې وي موږ نن دغسې مرجع نه لرو ، نه زموږ پارلمان یوه مرجع ده او نه زموږ کابینه . متأسفانه کابینه د حریفانو او دوه ډلو ترمنځ ویشل شوی او حتا که ووایو چې د دوه شخصیتونو ترمنځ ویشل شوې مبالغه به مو کړي نه وي ،کاش دوه ډلو ، دوه حزبونو، دوه ائتلافونو تر منځ ویشل شوی وای، په کابینه کې موږ د ژورو  اختلافاتو شاهد یو.مثال یې دا چې ولسمشر د برقي تذکرې پریکړه کوي، خپله ځي تذکره اخلي، خو اجرائیه رئیس یې مخالفت کوي او وایي چې دا غیر قانوني پریکړه ده موږ نه پوهیږو چې د دا قانوني پریکړې مرجع چیرته ده ، د چا پریکړه قانوني ده، یواځې هغه پیکړه قانوني ده چې اجرائیه رئیس هم پرې قانع وي او هغه خپله برخه ترلاسه کړې وي.  متأسفانه زموږ ولسمشر اوس په واقعي معنا ولسمشر نه دی په واقعی معنا د دی ولس جمهور رئیس نه دی او لازم واک او صلاحیت ورسره نشته، مثالونه یی هم ډیر ډیر زیات دي. نه یواځې د دې برقي تذکرې ویش بلکې تاسو ګورئ چې هغه د یو والی د تبدیلۍ حکم ورکوي خو په میاشتو میاشتو نه  توانېیږي چې دا والي له  خپلې وظیفې او دندې لرې کړي والي  خو پریږدئ چې یو لوی منصب دی د یو ولایت اوامنیه قوماندان د بدلولو فرمان صادریږي، خو څوک یې عملي کولی نشي،  یو ولسوال ټاکل کیږي خوچې په ولسوالۍ باندې حاکم قوماندان د هغه له راتلو سره مخالف وي هلته هغه تللی نه شي، تاسو ګورئ چې ځینې په  ډیر وقاحت او بې شرمۍ او سپین سترګتوب  سره  وايي چې نه د افغان نوم منم او نه د افغانستان نوم اوهغه تذکره نه قبولم چې په هغه کې د اسلام ،افغان او افغانستان یادونه شوې وي وایي د افغانستان نوم دې هم په خراسان بدل شي خراسان یعنې د ایران یوه صوبه یا ولایت او د ایرانیانو په اصطلاح اوستان چې مشهد یې د هغه مرکز دی، په ډیر وقاحت سره دا خبره په وار وار او په ډیره بې شرمۍ  تکراروي، داسې څوک نشته چې هغه له ګریوانه ونیسي او په خپل ځای یې کینوي او پوښتنه ترې وکړي چې ته څوک یې دا واک او صلاحیت تاته چا در کړی، داسې څوک نشته دا ځکه چې حکومت ویشل شوی، دا ځکه چې نن په افغانستان کې داسې واکمن، ځواکمن مشر نه لرو چې و وایي، دا افغانستان زما دی داسې دفاع ترې کوم لکه چې له خپل کوره  یې کوم داسې، دفاع ترې کوم لکه له خپل اولاد اوناموس نه چې دفاع کوم، متأسفانه چې موږ له دې ناحيې نه له لویې   تشې سره مخ یو .
حکومت د دغو ډلګیو پر وړاندې د اقدام توان اوجرأت نه لري، دا شعارونه هم هغه څوک ورکوي چې فقط توانیدلي ،  یوڅو کسان په پنچشیر او بدخشان کې را غنډ کړي او هغه هم د مرحوم استاد رباني او احمد شاه مسعود تر عکسونو لاندې او هغه هم هماغه سپیره او ‌ذلیله مخکني کمونستان دي چې شمیر یې هم په پنچشیر او بدخشان کې له پنځوس او شپېتو تنو نه اوړي.
دا ستر دولت د دې پنځوس ، شپیتو پر وړاندې د ضعف احساس کوي، د دوئ مخه نیولی نه شي موږ ټولو ته وايي چې دا حالت بدل کړو د خدای پر وړاندې ډیر لوی مسؤليت لرو د دې دردیدلي او مظلوم ولس پر وړاندې زموږ مسولیت دادی چې دوئ له دې درد ناکه حالته وژغورو.
 چارواکو ته ، د سیاسی ګوندونو مشرانو ته، اغیزمنو مذهبي او قومي اوسیاسي شخصیتونو ته وايو چې راشئ د دې بحران لپاره افغانی حل ولټوو دبهرنیو په تمه پاتې نه شو چې هغوئ راشي زموږ ستونزې حل کړي  بهرنیانو تل موږ ته ستونزې زیږولي، دا جنګ په مونږ هغوئ تحمیل کړی، د دې نا امنیو او جنګ اصلي عاملين دوئ دي، راشې خپلو منځونو کې تر یو  چتر لاندې کېینو او د افغانستان د بحران لپاره يو افغاني حل پیدا کړو، راشئ له دې راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل یوه اغیزمنه وسیله جوړه کړو، شفاف اوعادلانه انتخابات ترسره کړو، له تقلب ، جعل ،تزویر او درغلیو ډډه وکړو مخکنۍ ترخې خونړۍ تجربې بیا تکرار نکړو یواځي همدا شفاف او عادلانه انتخابات قدرت ته د رسیدلو یواځینۍ مشروع لار وګڼو ، نورې لارې تحریم کړو ،کودتاګانې تحریم کړو د ټانکونو ،جازونو په زور قدرت ته رسیدل تحریم کړو، د پردیو د مټ په زور قدرت ترلاسه کول  تحریم کړو ، د ملت رایي ته رجوع وکړو، دملت اکثریت چې په چا باور او اعتماد وکړ  هغه ته موقع ورکړو چې راتلونکی حکومت جوړکړي، څوک چې ونه تواند، د ملت اعتماد او ملاتړ ترلاسه کړي، هغه دې په خپله ناکامۍ اعتراف وکړي، هغه دې د پردیو د مټ په زور قدرت ته د رسیدلو هڅه نه کوي، ډیرو دا هڅه وکړه، ومولیدل چې خپله له کوم برخلیک سره مخا مخ شول او زموږ هیواد او ولس یې له کوم برخلیک سره مخامخ کړ،  له دې  وروسته باید له یو  لاس نه بل ته د قدرت انتقال فقط د مشروع شفافو او عادلانه انتخاباتو له لارې د اقتدار په انتقال کی باید یو قطره  یو څاڅکی  وینه توی نه شي، مسلمانان تر ټولو زیات د دې وړ دي، چې  د هغوئ ستر پیغمبر رحلت کوي خو پرته له دې چې یو قطره وینه توی شي، تورې  له تیکي را وویستل شي حتا یو د بل په مقابل کی ودریږي، ټول په اتفاق سره په یو چا باندې لاس ږدي اوتر ټولو په افضلو اعلم انسان باند توافق کوي، تر ټولو سترشخصیت باندې د څو ساعتو  غنډې په نتیجه کی فقط داستدلال او خبروپه نتیجه کې  هغوئ توافق کوي چې ابوبکر صدیق(ض) به زموږ راتلونکی خلیفه وي، د عثمان (ض) د انتخاب په ورځ شپږ کسان  کاندیدان وو نوماند شوي وو، د شپږو له ډلې څلورتنه یې تیرشول،  د دوو ترمنځ خبره پاتې شوه استعفا وشوه، زموږ روایات وايي استعفا (انتخابات) (له خلکو رایه اخستل) عبدالرحمن بن عوف (ض) دا دنده په غاړه واخيستله چې د مدینې له ولس نه د ټولو خلکو له مقیم او مسافر،د نارینه  او حتا د ښځینو روایات وايي چې زما خبره نه ده، زموږ د روایاتو کتابونه وایي چې هغه د ټولو پوښتنه کړې، درې شپې ورځې هغه  خوب نه دی کړی، مګر څولمحې هغه له ټولو نه پوښتنه کړې او په نیجه کې را غلي او په جومات کې اعلان کړی ورونو ماته دا دنده سپارل شوې ما د مدینی له خلکونه له مسافر او مقیم  له نارینه  او حتاښځو نه پوښتنه کړې، د مدینې اکثریت خلک په دې راځي، دا چی حضرت عثمان(ض) دې خلفیه وي تاسې يې منئ؟ د حضرت علی رض په ګډون ټولو لاسونه اوچت کړل  .
تر دی وړاندې دانسانیت په تاریخ کې کله داسې کارنه دی شوی، دا لومړی ځل دی چې د انسانیت په تاریخ کې انتخابات کیږي او د انتخاباتو په نتیجه کې یو څوک د امیر المؤمنین په توګه ټاکل کیږي. موږ همدا وایو چې راشئ له دې راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل وسیله جوړه کړو، په اصولي لار  تل لپاره راتلونکو نسلونو ته یو سوکاله ، آرام ،ډاډمن ، له جنګ نه فارغ افغانستان په میراث پریږدو، همدغه بنسټ کیږدو چې د دې نه وروسته به څوک قدرت ته د رسیدو لپاره وسله نه استعمالوي د افغان وینه به نه تویوي، زه نه پوهیږم هغه څوک چې د افغان د وینې د تویولو جسارت کوي هغه په کوم مذ هب دی اودا فتوای  یې له چا اخستې، زموږ په مذهب کې خو دمسلمان وینه تویول حرام دي. 
                                              وما علینا الالبلاغ المبین

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018