تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هېواد د بدبختيو اصلي عاملين د مزدورو رسنيو مسوولين دي!!!

فيض الله صافى

2018-06-04

په 2001 کال چې کله په امريکا کې پر تجارتي مرکزونو بريد وشو نو امريکایانو هم دغه بريد د القاعده له مشر اسامه بن لادن نه وانګېره او له طالبانو نه یې وغوښت خو طالبانو یې له ورکولو ډډه وکړه او په مقابل کې امريکایانو په افغانستان بريد وکړ، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ چې له هغې وروسته په افغانستان کې ځينې نوښتونه را منځته شول لکه:
په افغانستان کې مدرن نوی اساسي قانون جوړ شو،
د ښځو ازادي ومنل شوه،
ازاد بازار پالیسي ومنل شوه،
دموکراسي ومنل شوه،
او د بیان ازادي ومنل شوه او دې ته ورته نور پرمختګونه هم وشول خو دا چې د افغانستان شرایط ددغسې موضوعاتو سم پلي کېدو ته لا آماده نه وو نو له دغه ټولو مواردو نه تر ډيره بريده ناوړه ګټه پورته شوه، یانې نه هغه اساسي قانون چې څنګه جوړ شوی و او لازم و، عملي او پلی شو، نه د ښځو له ازادۍ هسې چې لازمه وه ګټه واخيستل شوه، بلکې لا نوره هم د فساد مخه خلاصه شوه او د ښځو د ازادۍ په نامه طلاقونه، کورني جنجالونه او نور سل او زر ډوله بدبختۍ را منځته شوې، همدارنګه ازاد بازار  نه هم په افغانستان کې ناوړه ګټه پورته شوه او د آزاد بازار په نامه د هېوادوالو وينې وزبېښل شوې او لا روانې دي، زبېښل کېږي، دموکراسې مو اولادونه له لارې وويستل او سلګونه بدبختۍ یې را ګرېوان ته کړې، خو زه په دغه پورته یادو شوو خبرو او پديدو ډير بحث ځکه نه کووم چې زما د بحث موضوع نه ده زه غواړم خپلې اصلي موضوع ته چې هغه د بيان ازادي ده راشم او تر څېړنې لاندې یې ونيسم لکه د نورو پورته یادو شوو پديدو په څېر د بيان له ازادۍ هم تر آخيري کچې ناوړه ګټه پورته شوه چې دا نو بيا د غرب یو قصدي او عمدي عمل و او قصدا یې غوښتل چې همداسې عمل وشي یانې اولادونه مو سپين سترګي شول او د غرب رواجونه دلته عام او رواج شول، لکه په وېښتانو، په ږيره او په جامو ملنډې ووهل شوې او غربي کولتور دلته دود شو، له هغې ورهاخوا د سپين سترګۍ په برخه کې له کوره د نجونو تښتېدل عامه خبره شوه، د عاشقۍ په نامه فحاشۍ ته لار هواره شوه او هم ورته نور ملاتړي مرکزونه پرانستل شول چې نجلۍ د والدینو، د کور د مشرانو او کورنيو د غړو له خوښې پرته له بوالهوسه هلکانو سره اړيکې پیدا کړې او ودونه یې سره وکړل خو هغه د پښتو ژبې یو متل دی چې وایی (کوږ بار تر منزله نه رسي) نو دا چې ددغه ودونو بنسټونه هم سم نه و نو هغه شان چې لازم و کورنۍ  تشکيل نه شوې او طلاقونه زيات شول، چې لاملونه یې په ټلويزيونونو کې د نورې نړۍ کولتور افغانانو ته ورښودلو و او هغه مزخرفې خپرونې، سريالونه او ډرامې نشرول و خو غرب او د غرب نوکرو رسنيو لاهم بسنه ونه کړه او نورو بدبختيو ته یې هم لار هواره کړه چې د ژبو، قومونو او سيمو تر منځه یې نفاق ته هم کار وکړ او له خپلو بادارانو یې امتيازات تر لاسه کړل او لا تر لاسه کوي يې زه د ځينو خبرو لنډه لنډه بېلګه را اخلم لکه ځينې رسنۍ دي چې د ايران له خوا تمويلېږي، ځينې بيا د تاجکستان او حتا روسان هم په دغه کولتوري یرغل کې ښکېل دي چې د قومونو تر منځ د نفاق لپاره یوه رسنۍ چې انشا الله ټول لوستونکي به یې پیژني یو سريال خپروي د (خط سوم) په نامه چې یوازې او یوازې له ايران نه ددې لپاره امتيازات تر لاسه کوي چې پښتانه خلکو ته وروسته پاتې، خدای مه کړه سپک او بې کلتوره خلک معرفي کړي خو څوک یا ورته متوجه نه دي یا هم د ايران د اجنټانو او نوکرانو له خوا یې کلک ملاتړ کېږي او د اطلاعاتو او کولتور وزارت هم په افريقايي خوب ويده دي.
او ددې لپاره چې له دغه ستونزو خلاص شو نو حکومت او خلک بايد سره لاسونه ورکړي او ددغه شان رسنيو د مخنينوي لپاره مټې را ونغاړي او د بندولو یا لږ تر لږه د اصلاح کولو هڅه یې وکړي که دا د مزدورو او اجيرو رسنيو مخه ونه نيول شي نو د ډير لوی بحران په تمه به و اوسو ځکه لکه څرنګه چې هېواد او هېوادوالو ته تروریستان او د پرديو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو لپاره جګړه ستر ګواښ دی او د خلکو او ولس ذهنونه مغشوشوي، ویره خپروي او په فزيکي ډول مو وژني په همدې کچه دغه بې بندوباره رسنۍ هم ولس پر حکومت بې باوره کوي، د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي، کولتور او عنعناتو ته مو ضربه ورکوي، عقيدې ته مو ضربه ورکوي، ځکه ډيرې رسنۍ د اسلامي اصولو خلاف لګيا دي، خپرونې لري، د نظام پر ضد تبلیغات کوي، پردی فرهنګ رواجوي، د ځوان نسل مغزونه چې د سپين کاغذ په څېر دې د غرب او کفر عقايد او کولتور ور پېچکاري کوي، د هېواد اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتيا ته پام نه کوي او د ملي منافعو پر ضد نشرات کوي، حتا د سرحدونو د ستونزو په برخه کې د پرديو د ادعاوو ننګه کوي، خو که اوس د رسنيو له خوا هېواد او ولس ته را پېښې ناخوالې وشمېرو نو شايد کتابونه پرې وليکل شي، خو موضوع را لنډوم او لنډ او عاجزانه وړانديزونه د پايلې په توګه لرم:
رسنۍ بايد د خپل رسالت له مخې د ملي ګټو د خونديتوب لپاره کار وکړي، د خپل دغه نيم بنده نظام ملاتړ وکړي، قومي او مذهبي شخړو ته د لمن وهلو پر ځای یووالي ته کار وکړي، که زموږ رسنۍ غواړي چې خپل رسالت په سم ډول سرته ورسوي، نو بايد د افغانستان ټولو خلکو، قومونو او پرګنو ته په یوه سترګه وګوري، ملي هويت ته درناوی وکړي، اساسي قانون سم ومني، د رسنيو قانون ته احترام وکړي او پر ځان یې پلي، اخلاقي معيارونه او افغاني عنعناتو ته درناوی وکړي، د ولس غږ ته انعکاس ورکړي او د ولس د هيلو رښتينې هنداره و اوسي، خو لنډ بايد ووایم چې رسنۍ او د رسنيو کارکوونکي باید د اخلاقو، فرهنګ، کولتور او دين نمونه او بېلګه و اوسي، ځکه همدا خلک دي چې ټولنې ځوانانو او ولس ته درس ورکوي نو لومړی بايد ځانونه اصلاح کړي او بيا د ټولنې د اصلاح لپاره هڅه وکړي، کنه نو یوه ورځ به د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شي او لا به مو پخوانيو ټپونو ته مرهم نه وي ايښی، پخواني زخمونه به مو لا تازه وي چې بل ناورين به پیل شي، ولس به پاڅون وکړي، چې په هغه صورت کې به بيا د ټولو ناخوالو مسوول همدا د مزدورو رسنيو مسوولين وي چې بيا به یې نومونه د تاريخ په پاڼو کې د خاينانو او د افغانستان د بدبختيو د اصلي عاملينو په توګه درج او همدوئ به پړه وي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018