تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ-د اومه درس پاتې برخه

حکمتيار

2018-06-04

په زمكي كي پاكي او صافي اوبه څنگه پيدا كېږي؟
د زمكي پاكي او صافي اوبه يا له استعمال وروسته گنده شي، يا په زمكي كي ننوځي، يا د دريابونو له لاري لويو لويو سمندرونو ته كوزي شي، هلته دومره تروې شي چي نه ئې انسان څښلى شي او نه نباتات پرې راشنه كېدى شي. د سمندر دغه تروې اوبه د لمر د وړانگو له كبله تبخير شي، بخارات لوړ ولاړ شي، ورېځي ترې جوړي شي، بادونه دا ورېځي يوه او بل لوري ته وخوځوي، پر لوړو او د غرونو پر سرونو واوره واوروي او په آوارو باندي بارانونه، د واوري او باران دا اوبه له ټولو گندگيو صافي او پاكي وي، كه دغه الهي نظام نه وى نو موږ به د زمكي پر سر پاكي اوبه نه درلودې!! دغه علمي حقيقت ته قرآن په دغو الفاظو سره اشاره كړې:
وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا * الفرقان: ۴۸  
او الله هغه ذات دئ چي بادونه تر خپلي پېرزويني (باران) وړاندي د زېري په توگه لېږي، او له آسمانه پاكي اوبه نازلوي (وروي).  
علم نن د قرآن همدغه خبره كوي او وايي چي د باران او واوري اوبه د جوړېدو پر مهال په بشپړه توگه صفا وي او هيڅ څه ورسره گډ نه وي.
 د اوسپني اهميت
علمي څېړني وايي چي په زمكي كي د اوسپني مقدار تر ټولو نورو فلزاتو زيات دئ، نن د وسلو او نورو آلاتو په جوړولو كي له اوسپني تر بل هر فلز زياته استفاده كېږي، د اوسپني ځانگړتياوو دا امتياز وركړى چي په صنعت كي زياته استفاده ترې وشي، خو د اوسپني دا اهميت هغه مهال جوت شو چي انسان له علمي پلوه ډېر وړاندي ولاړ او د ډول ډول وسائلو د جوړولو پوهه او امكانات ئې په برخه شول، 
كه څوك اوس د اوسپني په اړه ووايي چي د جنگي وسائلو په جوړولو كي د اوسپني لويه ونډه ده او د انسان جنگ ته ئې شدت او پراخ ابعاد وركړل او انسان تر نورو فلزاتو زياته گټه ترې اخلي نو دا نه د تعجب خبره ده او نه د حقيقت خلاف، خو كه چا دا خبره دوه درې پېړۍ وړاندي كړې وى، نه چا ورسره منله او نه ئې صحيح گڼله!! خو قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي وويل: 
وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ  الحديد: ۲۵
او اوسپنه مو نازله كړە چي په هغې كي شديد جنگ دئ او خلكو ته (ډېري) گټي او چي الله هغه خلك معلوم كړي چي په غياب كي د ده او د ده د پيغمبرانو ملتيا كوي، يقيناً چي الله عزتمن ځواكمن دئ.
دا آيت نه يوازي د اوسپني په اړە يوه وړاندوينه ده بلكي د هغو مجاهدينو په اړە هم يوه دقيقه وړاند وينه ده چي دغه مهال به د الله تعالى په لار كي جهاد كوي، ځكه دلته د هغو مجاهدينو يادونه شوې چي د پيغمبر په غياب كي او هغه مهال به د الله تعالى په لار كي جهاد كوي چي اوسپنه به د سختو جگړو مهمه وسيله وي!! 
دې ته مو هم پام وي چي اوسپنه د انسان د ويني يو مهم عنصر دئ، د چا په ويني كي چي دا ماده له ضروري حده كمه شي په سختو ناروغيو اخته كېږي، دا عادي خبره نه ده چي قرآن د اوسپني گټو ته اشاره كوي او د قرآن يوه سوره په همدې نامه (الحديد) ياده شوې.
 د اوسپني د كشف نېټه
د علمي څېړنو په ترڅ كي معلومه شوې چي انسانانو اوسپنه تر مېلاد ۱۲۰۰-۱۰۰۰كاله وړاندي كشف كړه، راشئ وگورو چي آيا قرآن په دې اړه څه ويلي كه نه! 
د قرآن دغو آيتونو ته ځير شي: 
وَلَقَدْ آَتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ (۱۰) أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ *   سبا: ۱۱-۱۰
او داؤد ته مو له خپل لوري فضل ورپه برخه كړ، (ومو ويل:) اې غرونو! له ده سره همغږي كوئ او مارغانو ته هم، او اوسپنه مو ورته نرمه كړە، چي زغري جوړي كړه او كړۍ په اندازه ولگوه او نېك عمل كوئ، يقيناً چي زه په هغه څه پوهېږم چي تاسو ئې كوئ.
له دې مباركو آيتونو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د اوسپني كشف او د جنگي مقاصدو لپاره له هغې استفاده او زغري ترې جوړول د داؤد عليه السلام په وخت كي پيل شوي، تاريخي څېړني ښيي چي د داؤد عليه السلام د بعثت زمانه همدغه تر ميلاد زر دولس سوه كاله وړاندي ده. 
آسمانونه ولي د لارو په نامه ياد شوي؟
قرآن آسمان د لاري په نامه ياد كړى، راشئ وگورو چي دا نومونه څه مطلب افاده كوي او له علمي او ساينسي پلوه څه اهميت لري كه نه؟ د قرآن دغه آيت ته ځير شئ: 
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ. 
المؤمنون: ۱۷
او يقيناً چي ستاسو له پاسه مو اوه لاري پيدا كړې دي او موږ له پيدايښت غافل نه يو. 
(۱۷)- د دې مبارك آيت په وړاندي بايد لږ توقف وكړو او وگورو چي زموږ له پاسه د اوو لارو د پيدا كولو معنى څه ده؟ آيا مراد ئې اوه آسمانونه دي؟ ولي آسمانونه د لارو په نامه ياد شوي؟
 او ولي تر دې وروسته ويل شوي چي موږ له پيدايښت غافل نه يو؟ د دې خبري ئې له مخكني سره څه تړاو؟ 
د دغو پوښتنو ځوابونه دا دي: 
• له اوو لارو مراد اوه آسمانونه دي، ځكه تر دې آيت وروسته ويل شوي چي له آسمانه مو اوبه نازلي كړې. خو له آسمانونو مراد د زمكي اوه مدارونه دي، ځكه دلته د زمكي هغي فضاء ته د آسمان نوم وركړى شوى چي ورېځي په كي خوځېږي او باران ترې ورېږي. 
• د زمكي مدارونه د لارو په نامه يادول ډېره دقيقه او علمي نومونه ده او په ارزښت او اهميت ئې هغه څوك پوهېږي چي د فضاء په اړه څېړني كوي، يقيناً چي دا نومونه د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ. 
• لكه چي هر اتم په خپلي شاوخوا كي مدارونه لري او په دې مدارونو كي اليكټرونونه خوځېږي، د اتم د مدارونو شمېر حد اعظمي اوه وي، تر دې نه زياتېږي، هر اليكټرون خپله خپله تگلاره لري، زموږ زمكه او د آسمان هر ستورى همداسي په خپلي فضاء كي مدارونه لري، د دغو مدارونو لپاره تر ټولو غوره او دقيق نوم (طرائق يعني لاري) دئ، 
• سپوږمۍ پر زمكي راڅرخي، د څرخېدو خاص او ټاكلى مدار لري، دا مدار د هغې لپاره يوه ځانگړې لار ده، ورېځي د زمكي په فضاء كي خوځي، د خوځېدو مدار ئې د هغوى لپاره ځانگړې لار ده، 
• سپوږمكۍ په فضاء كي خوځي، د هري سپوږمكۍ لپاره ځانگړى مدار ټاكل كېږي چي همدا ئې لار وي. 
• دا مدارونه د هغه جاذبې او دافعې تر منځ د ځانگړي تناسب له مخي ټاكل كېږي چي د زمكي او د هغې پر محور د چورلېدونكي توكي تر منځ راپيدا كېږي، زمكه ئې ځان ته راكاږي او د چورلېدونكي جرم حركت هغه ته د لري تلو ځواك وربخښي، د جذب او تېښتي د دغو ځواكونو تر منځ يو خاص تناسب د دې باعث شي چي دا چورلېدونكى توكى په خاص مدار كي خوځېدو ته اړ شي، چي همدا ئې تگلاره شي.   
• د آيت په پاى كي دا فقره (وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ : او موږ له پيدايښت غافل نه وو) ښيي چي د دې مبارك آيت د نزول په وخت كي انسانان له دې حقيقته غافل ول، نه پوهېدل چي د زمكي اوه آسمانونه لارو ته ورته مدارونه دي، دا حقيقت نن او د دې آيت له نزوله نږدې څوارلس پېړۍ وروسته انسان ته جوت شو. 
د فضاء په لوړو كي نفس تنگي 
كله چي انسان ته داسي وسائل په لاس ورغلل چي فضاء ته لوړ ولاړ شي، سپوږمۍ ته ورسېږي، د دغو فضائي سفرونو په ترڅ كي ورته معلومه شوه چي هر څومره له زمكي لوړ درومي د نفس تنگۍ له ستونزي سره مخامخ كېږي، چي دوه وجهي لري: 
د فشار او آكسيجن كموالى، قرآن دغه حقيقت ته څوارلس پېړۍ وړاندي اشاره كړې او ويلي ئې دي: د فضاء په لوړو كي انسان د سا تنگۍ له ستونزي سره مخامخ كېږي، دا خبره ئې هغه مهال كړې وه چي لا انسان فضاء ته نه وو لوړ شوى، داسي ساتنگي ئې عملاً نه وه ليدلې، په مكه او مدينه كي هم دومره لوړ لوړ غرونه نه وو چي په څوكو كي ئې آكسيجن لږ وي، قرآن فرمايي:
فَمَنْ يُرِدِ اللهُ أَنْ يَهدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ.
 الانعام: ۱۲۵
الله تعالى چي د چا لارښوونه وغواړي نو سينه ئې اسلام ته پرانيزي او د چا بې لاريتوب چي وغواړي نو سينه ئې ورتنگه كړي، داسي لكه آسمان ته چي خېژي، همداراز الله پر هغو ناپاكي تپي چي ايمان نه راوړي. 
په دې مبارك آيت كي د هدايت او ضلالت په اړه د الله تعالى سنت داسي بيان شوى: 
الله تعالى چي څوك د هدايت وړ ومومي، په هغه كي د لار موندلو او هدايت تلوسه، د حق په لوري انابت، له جهل، شرك، فساد او ظلم كركه او نفرت وگوري نو سينه ئې اسلام ته پرانيزي.
• څوك چي د هدايت وړتيا ونه لري، د بې لاريتوب له تيارو د وتلو اراده ونه لري، په زړه كي ئې له باطل كركه او د حقيقت موندلو تلوسه نه وي، نو الله تعالى ئې سينه ورتنگه كړي، داسي لكه آسمان ته چي خېژي، د حق په لوري تگ ورته داسي برېښي لكه آسمان ته ختل.
د دې مبارك آيت دا وروستنۍ فقره د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ، اوس او د دې آيت له نزوله څوارلس سوه كاله وروسته او هغه مهال چي انسان له زمكي لږ د آسمان په لوري لوړ ولاړ او فضاء ته وخوت، دا حقيقت ورته معلوم شو چي آسمان ته د تلو په مهال د انسان سينه تنگېږي، دا ځكه چي هر څومره لوړ ځي اوكسيجن كمېږي او د همدې په وجه انسان نفس تنگي احساسوي. اوس معلومه شوې چي انسان د بحر له سطحي تر 1000 فټ پوري د تنفس له اړخه له كومي ستونزي سره نه مخامخ كېږي، له 1000 تر 25000 فټ پوري هم تنفس كولى شي خو تر دې لوړي ارتفاع كي تنفس ورته ممكن نه وي، او د انسان په مرگ منتج كېږي. وجه ئې د فشار كموالى او د آكسيجن نشتوالى وي. كله چي انسان تر دې لوړ ولاړ شي نو هلته له يوې خوا د فضاء فشار داسي شي چي د زمكي له سطحي زيات توپير لري او له بلي خوا د اكسيجن نشتوالى د دې باعث شي چي انسان په خپلي سينې كي تنگي احساس كړي، سا كښته پورته كول ورته گران شي او حتى له خبرو كولو ولوېږي، كه موږ نن دا خبره د باانصافه او باضميره ساينس پوه په وړاندي ياده كړو چي زموږ په قرآن كي څوارلس پېړۍ مخكي ويل شوي چي آسمان ته د ختلو په مهال د انسان سينه تنگېږي، ځواب به ئې څه وي؟ آيا د دې خبري په اورېدو سره به حيران نه شي؟ او د دې خبري كولو ته به اړ نشي چي دا يو ستر علمي حقيقت دئ، د هغه مهال انسان ته په دې حقيقت پوهېدا محال وه، دا د هغه مهال د يوه عادي انسان وينا نشو گڼلى.
د عالم تېزه او سريع پراخېدا
ساينس وايي چي دا عالم له هغي لومړنۍ چاودني وروسته تر نن پوري په سريع او مسلسله توگه پراخېږي، ځيني ستوري زموږ له زمكي په دومره سرعت سره لري كېږي چي نور ئې تر موږ نه رارسېږي. يعني د لري كېدو سرعت ئې د نور تر سرعت زيات دئ!! راشئ وگورو چي آيا قرآن په دې اړه څه ويلي كه نه؟!! 
د قرآن دې آيت ته ځير شئ:
وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ.     الذاريات: ۴۷
او آسمان مو په خپل لاس جوړ كړ او موږ ئې پراخوونكي يو. 
دا آيت وايي چي الله تعالى دا آسمان جوړ كړ او هغه ئې پراخوونكى دئ، يعني په پر له پسې او مسلسله توگه پراخوالى وركوي!! 
هر با انصافه عالم او هر باشعوره انسان به په دې اعتراف وكړي چي دا د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز دى، دا هغه حقيقت دئ چي قرآن څوارلس پېړۍ مخكي ويلى او انسان د شلمي پېړۍ په وروستيو كي پرې پوه شوى. 
دې ته مو بايد پام وي چي دا نظريه ځيني لوازم لري او موږ دې ته اړ كوي چي په ځينو داسي خبرو باور وكړو چي بنسټ ئې همدا نظريه ده، يوه ئې دا چي يو مهال به د عالم د اجرامو تر منځ موجود واټن ورو ورو زيات شي او داسي پړاو ته به ورسېږي چي د دوى تر منځ جاذبه به كمزورې شي او دا به د دوى په بېلېدو او جلا كېدو منتج شي او دا همغه حالت دئ چي قرآن ئې د قيامت په نامه يادوي او وايي چي ستوري به توى شي، د جاذبې هغه ځواك به كمزورى او له منځه ولاړ شي چي دا ستوري ئې په خپل خپل مدار كي ساتلي او د شلېدو او پرېوتو مخه ئې نيولې.
د دې نظريې بله تقاضا او نتيجه دا ده چي كه موږ هر څومره له نن ورځي شا ته درومو نو عالم به تر نن ووړ او محدود مومو. محققين او د ژور علمي نظر خاوندان او څېړونكي دې حقيقت ته په پام سره چي كائنات په مسلسل او پرله پسې توگه پراخېږي، دې نتيجې ته رسېدلي چي كه موږ هر څومره شا ته نظر وكړو او څو مليونه كاله وړاندي د كائنات حجم معلوم كړو نو دا به راته جوته شي چي هر څومره شا ته درومو د كائنات پراخوالى او حجم ووړ مومو، په دې شا ته تگ كي به سلگونو او زرگونو مليونه كاله مخكي ټول كائنات د يوې وړې كُرې په اندازه او تر هغه مخكي د فټبال د يوه توپ په اندازه او د بيگ بينگ له هغي ستري چاودني څو ثانيې وړاندي به ئې د يوې مڼې په اندازه ومومو. ښايي دا خبره به ځينو ته ډېره حيرانوونكي او حتى د نه منلو وړ وبرېښي، قرآن وايي چي د زمكي او آسمان د اوسني نظام له متلاشي كېدو وروسته به نوى آسمان او نوې زمكه پيدا كړى شي، په نوي نظام كي به له يوې خوا زمكه اواره وي او له بلي خوا تر اوسنۍ كچي ډېره پراخه، راشئ د دې مطلب په وړاندي هم لږ توقف وكړو او وگورو چي نننى علم او ساينس په دې اړه څه وايي؟ آيا له اوسني مقداره د زمكي د مزيد پراخېدو امكان ردوي او كه ئې تائيدوي؟!! 
ساينسپوهان وايي: كه د اتم د زړه (مركز) او هغو الكترونونو تر منځ چي په چاپير ئې راچورلي، موجود او اوسنى واټن لږ زيات كړى شي، نو زموږ د زمكي حجم به له اوسني مقداره په مليونونو ځله زيات شي او كه دا واټن لږ له اوسني مقداره راكم كړو نو حجم به ئې د اوسني حجم مليونمه برخه شي. په اتم كي د الكترون او پروتون تر منځ اوسنى واټن د پروټون د جاذبې له ځواك او د الكټرون د فرار له ځواك سره تړاو لري، د دغو دواړو ځواكونو تر منځ موجود تناسب په دې منتج شوى چي تر منځ ئې اوسنى واټن وي، په دې ځواك كي تغيير د اتم په حجم كي د تغيير باعث كېږي، او د اتم په حجم كي معمولي تغيير د اجسامو د حجم د ډېر زياتوالي او كموالي باعث كېږي. 
شپه او ورځ د زمكي له حركته راپيدا كېږي كه د لمر؟
دا اوس يو داسي مسلم حقيقت دئ چي هيڅوك ترې انكار نشي كولى چي شپه او ورځ د زمكي له حركته راپيدا كېږي نه د لمر له حركته، زمكه په هرو څلرويشتو ساعتونو كي يو ځل پر خپل محور څرخي او له همدې حركته شپه او ورځ راپيدا كېږي، خو آيا قرآن په دې اړه هم څه ويلي؟ دې پوښتني ته د ځواب موندلو لپاره د قرآن دغو آيتونو ته ځير شئ: 
وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا (۱) وَالْقَمَرِ إِذَا تَلَاهَا (۲) وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا (۳) وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا.
الشمس: ۴-۱
قسم په دغه لمر او په غرمه ئې. قسم په دې سپوږمۍ چي ورپسې شي. قسم په دغي ورځ چي څرگند ئې كړي. قسم په دغي شپې چي په تياره كي ئې راونغاړي.
تر دې وړاندي چي د دې قسمونو او د هغوى د ځواب په اړه څه ووايو غوره ده چي د درېيم او څلورم آيتونو د الفاظو تركيب ته ځير شو چي د شپې او ورځي په اړه ځانگړې وينا لري: 
د دې پر ځاى چي ووايي: د لمر په تلو راتلو سره شپه او ورځ راځي، برعكس وايي: ورځ لمر راڅرگند كړي او شپه ئې پټ كړي؟! د بيان په دغه اسلوب سره قرآن يوه داسي ستر حقيقت ته اشاره كړې چي انسان يوازي څو كاله د مخه په 19 پېړۍ كي پرې پوه شو. انسان مخكي په دې نه پوهېدو چي شپه او ورځ په اصل كي د زمكي دوه خاص حالتونه دي چي د زمكي په حركت پوري ارتباط لري، نه د لمر په حركت پوري، دا د زمكي حركت دئ چي كله د لمر د څرگندېدو باعث شي او كله ئې د پټېدو، د بيان دا دقيق اسلوب نه يوازي د قسمونو له ځواب سره ژور ارتباط لري بلكي له يوه ستر علمي حقيقت هم پرده اوچتوي. 
لكه چي د زمكي د شپې او ورځي باعث په خپله زمكه ده، ستا د نفس د شپې ورځي باعث هم په خپله ستا نفس دئ. 
د دې سورې د لومړيو آيتونو د قسمونو په اړه وضاحت به دا حقيقت تاسو ته مزيد جوت كړي. دلته په څو شيانو لوړه شوې او ورپسې ويل شوي:
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (۸) قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا (۹) وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا      الشمس: ۱۰-۸
نو د ده فجور او تقوى ئې ورالهام كړه، بې شكه بريالى شو هغه څوك چي پاك ئى كړلو، او بې شكه نامراد شو هغه څوك چي وئې لړلو.
بايد وگورو چي د دغو قسمونو او ځواب تر منځ ئې څه رابطه شته؟ د لمر، سپوږمۍ، شپې او ورځي ارتباط د انسان له نفسي او روحي حالت سره څه دئ؟ دا قسمونه څنگه دا خبره ثابتوي چې: هغه كس بريالي شو چي خپل نفس ئې تزكيه كړ او هغه نامراد شو چي ككړ ئې كړ؟ ځواب دا دى:
كله چي ته غواړې يو څوك ستا پر خبري باور وكړي نو يا كوم دليل او شاهد وړاندي كوې او كه شاهد ونه مومې نو قسم كوې، د دې معنى دا ده چي قسم د شاهد ځاى ناستى دئ، پر الله تعالى د قسم معنى دا ده چي ته الله تعالى پر خپلي وينا شاهد نيسې، قسم د دې لپاره نه وي چي گواكي ته د كوم ستر شي نوم اخلې او په همدې سره مقابل لوري ته وايي چي اوس نو زه رښتيا وايم!! 
كه قسم په دې معنى وى نو له الله تعالى پرته پر نورو سپېڅلو او سترو سترو شيانو به هم قسم جائز وو، لكه پر كعبې قسم، پر قرآن قسم، خو داسي قسمونه له شرعي پلوه ناجائز دي او له اصولي پلوه ناسم، ځكه نه قرآن ستا د خبري شاهد كېدى شي او نه كعبه، دلته پر دغو شيانو د قسم معنى دا ده چي الله تعالى دغه د شاهد په توگه وړاندي كوي او هغه مدعا پرې ثابتوي چي د قسمونو په پاى كي راغلې،چي دغي مدعاء ته د قسم ځواب ويل كېږي، دلته د قسمونو ځواب دا دئ: بې شكه بريالى شو هغه څوك چي نفس ئې پاك كړلو، او بې شكه نامراد شو هغه څوك چي وئې لړلو. بايد وگورو چي دغه شيان څنگه پر دې خبري شهادت وركوي.                   نوربیا...

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018