تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان او ددغه هیواد اوسنى نا ارامه سیاست - څلورمه برخه

قريب الرحمن سعيد

2018-06-04

په تير پسې : ددې ګوند مشر، پخواني کریکیټر عمران خان نیازي د لاهور په یوه ستره غونډه کې چې ویل کیږي په سلګونوزره وګړو په کې ګډون درلود، دا اعلان هم وکړ چې په ټولټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته،  غواړي  په صدر اسلام کې د مدیني منورې د فلاحي ریاست په څیر پاکستانیانو ته هم همغسې یو نمونه یي ریاست وړاندې کړي. 
 په مرکزي پارلمان کې هم، په داسې حال کې چې دا ګوند دپیپلز له ګوند وروسته، چې ددویمې درجې په درلودو یې پارلمان کې دحکومت دمخالف( Opposition)  ګوند حیثیت درلود،  د درېیم مقام په درلودو   د سیاسي مخالفت اصلي او ځواکمن لوبغاړی و.    دپیپلز ګوند که له یوې خوا د فاسد قیادت خاوند دی، خو له بلې خوا بيا تل په سیاسي چارو  او د فساد په مقابل کې د خپلو رقیبانو ترمخ د پڅ دریځ خاوند دی. 
 د تحریک انصاف  ګوند مشرانو او ددغه ګوند کارکونکو، د نورو مخالفو سیاستمدارنو برعکس، د پاکستان د اخري سیاسي تحولاتو او ستري محکمې له خوا دهغه هیواد د پخواني صدراعظم د فساد او مالي غبن ددوسیو د راسپړلو او نواز شریف د عظمی صدرات  مقام نه دلرې کولو او دهغه پر خلاف د پراخو څیړنو او تحقیقاتو په ملاتړ، دپاکستان د سترې محکمې د پریکړو او د دې هیواد له عسکري ځواکونو د کلکې دفاع لپاره ملا وتړله، تر څو د دغه هیواد دغه دواړه سترې ادارې، چې همدا اوس یې پخوانی نا اهله شوي صدراعظم نواز شریف پر خلاف سخت تبلیغات کوي او په ټول پاکستان کې یې ددې دواړو ادارو د بدنامولو لپاره غونډې پیل کړي، له هر ډول ضرر څخه خوندي پاتې شي.  که څه هم نواز شریف په لومړیو کې د سترې محکمې د تحقیقاتو طرفدار  و او غوښتل یې په خلاف یې تحقیقات وکړل شي، تر څو نوم یې له تور لسته ووځي، خو دا به د نوازشریف بدبختي وه چې هغه د پاکستان د صدراعظم په څیر د دری سوه بیلیونه کلدارو په غلا او په انګستان کې د خپلو زامنو لپاره د جایدادونو او شتمنیو په اخیستلو تورن کړل شو.  نوازشریف د سترې محکمې د پریکړې په مقابل کې بغاوت اعلان کړ او په خپلو ټولو غونډو کې یې داسې هڅه او کړنلاره خپله کړه چې دخپل ځان دسپینولو او په دغو لنډو راتلونکو ټولټاکنو کې د ولس همدردیو د راخپلولو په خاطر، دغه محکمه او ددې محکمې هغه پنځه ستر قاضیان چې دی یې متهم کړی، دده په خلاف په سازش متهم کړي او ولس ته ځان سپین کړي، هغه ددې لپاره په ټولو غونډو کې د ( مجهې کیون نکالا) تر شعار لاندې غوبل جوړ کړي، د ولس پرګنو هم نواز شریف اوس په همدغه نوم ( مجهی کیون نکالا) باندې یادوي ( په دې اړه ځانګړې لیکنې ته اړتیا ده چې ان شاءالله په خپل وخت به پری کار وکړم ). 
 ترڅنګ یې نااهله شوي نوازشریف د سترې محکمې د قاضیانو دا پریکړه د پوځ اویا دهغه هیواد دعسکري ځواکمن قیادت سازش و ګاڼه  او د خپل پوځ په خلاف یې په تبلیغاتو پیل وکړ.  چې همدا اوس یې هم د فوځ په خلاف د تبلیغاتو او له هند سره د پټو او له رازونو د ډکو اړیکو دوسیه تر څیړنې لاندې ده.  داسې بریښي چې دا به نواز اودهغه کورنۍ ته چې غواړي دپاکستان د سیاست دایمي او تلپاتې لوبغاړي واوسي سخت زیانمن ثابت شي. 
 له دې نه علاوه نواز شریف او دهغه دکابینې یو شمیر حاکم وزیران په دې کې را ښکیل کړل شول چې، ‌په داسې حال کې چې دپاکستان په سرو اوسپینو حاکم دي، ولی ددوبۍ د یو شمیر کمپینو معاش خواره هم ګرځیدلي، ځکه دا د پاکستان د ملي سالمیت لپاره ستر ګواښ دی، ترڅنګ یې دوئ ولې له هغه ځایه د اقامې یا (سکونت) ویزې لري، حال دا چې دوئ د پاکستان دیپلوماتیک قوي پاسپورتونه لري او له ویزې پرته هلته تګ راتګ کولی شي، همدا اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اصف د دوبۍ د هیواد د اقامي او دهغه هیواد له یوې کمپنۍ   د ۱۶ لکه کلدارو د میاشتني معاش په اخستلو سره نه یوازې دا چې له خپلې دندې (د بهرنیو چارود د وزارت د وزیر له حیثیت ) نه بې برخې کړل شو، بلکې   د محکمې له خوا د تل لپاره نااهله هم اعلان کړل شو او دیو شمیر نورو وزیرانو همدا ډول دوسیې همدا اوس په محکمو کې تر څېړنې او دقت لاندې دي.  داسې معلومیږي چې د نواز شریف ګوند او کورنۍ یې غواړي   یا د پاکستان دائمي حاکمان و اوسي او که نه، ددوئ له حاکمیت پرته، دپاکستان موجودیت هم ورته اړین نه دی.  
دتحریک انصاف ګوند، د خیبر پښتونخوا په حکومت کې له جماعت اسلامي سره اتحاد وکړ او ترڅنګ یې څو نور سيمه ييزو ګوندونه هم په خپل شاوخوا کې را ټول کړل او خپل حکومت ته یې تر اخري ورځو دوام ورکړ، دا چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به یې د کار پایلې څه ډول وي وروسته را ډاګیزه شي، خو د یو شمیر راپورونو له مخې اټکل کیږي چې دغه ګوند به په دی قادر شي چې (دامکان په صورت کې ) په ټول پاکستان کې او په ځاګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې یو ځل بیا خپل حکومت جوړ کړي. ځکه دغه ګوند د پختونخوا په ایالت کې د پخوانیو ګوندونو، لکه د غفارخان د ډلې نشنیل عوامي ګوند، د فضل الرحمن د ډلې جمعیت علماء او … ګوندونو به نسبت ډیر کار کړی  او  ولس ترې راضي ښکاري، ددغه ګوند اصلي موخې په ښوونه اوروزنه کې جدي بدلون، د مکاتبو سیستم او نصاب یو کول، د مدارسو او مکاتبو نصابونو کې پوره بدلون او مدارس د مکاتبو په څیر د یوه روښانه راتلونکی لپاره تیارول، په روغتیایي برخو کې جدي ګامونه اخیستل، د شفاخانو جوړول اوهلته د ډاکترانو تقرر او حضور، په محیطی چاپیریال کې قوي بدلون او هلته د سلګونو زره نوو ونو او نیالیګو کینول، ځوانانو لپاره د سپورتی ځایونو او …. جوړول شامل وو، که څه هم دې ګوند د مرکزي حکومت ( دنواز شریف  حکومت) سره چې ددوئ د مخالف ګوند په لاسو کې و زیاتې ستونزې درلودې او په مالي توګه هم دومره غښتلی نه و چې هومره ژمنې یې چې کړې وې هغه به یې پوره کړې وای، خو بیا هم تر ۵۰ ٪ زیات په دې قادر شوي چې نظام په سمه لار  روان کړي، دې ګوند ته د خلکو د رایو ورکولو یو علت به دا هم وي چې دوئ و توانیدل د دغه ولایت پولیس په سم ډول اصلاح، او له سیاسي میدان نه يې وظیفوي ډګر ته راکاږي او له ولس سره په خپلو تګلارو کې مراحم واوسي. 
اوس چې په پاکستان کې د راتلونکی جولای په ۲۵مه نوې ټولټاکنې اعلان شوي، نو د نوازشریف مسلم لیګ او د اصف زرداري پیپلز ګوند چې په مالي فسادونو کې سخت تورن دي، ددې توان و نه لري چې په ټول پاکستان باندې یو ځل بیا خپل حکومت جوړ کړي، که څه هم مسلم لیګ د پنجابیت کارت استعمالوي او دپيپلز ګوند دسندیت کارت خپل کړي، خو ددوئ ګڼ شمیر پارلماني او د اثرو رسوخ خاوندان غړي د تحریک انصاف لیکو کې را ګډ شوي او دهغوئ دغه را ګډیدل د پاکستان سیاسي پنډتان دې ته را بللي چي اټکل وکړي د تحریک انصاف ګوند به په راتلونکو ټولټاکنو کې که پوره اکثریت و نه ګټي نو لږ تر لږه د یوه ځلیدونکي ګوند په څیر او دیو شمیر نورو ګوندونو سره په اتحاد کولو به په پارلمان ولکه وکړای شي. 
 ددې ترڅنګ سیاسي کتونکی ددې هم اټکل کوي چې دغه ګوند به  په پنجاب ایالت کې هم زیات بریالي کاندیدان ولري او ددې جوګه به شي چې په مرکز کې هم حکومت جوړ کړي.  که چیرې دعمران خان تر مشرۍ لاندۍ په نظام کې بدلون راشي نو دا به ددوو ایجاره دارو ګوندونو، یانې نواز شریف او اصف زرداري دکورنیو له ګوندونو د واک د اخیستلو داسې مرحله وي چې بیا به دې ګوندونو ته د قدرت انتقال نه یوازې ستونزمن، بلکې محال وګرځوي   او دا به په پاکستان کې ددې دواړو مخالفو ګوندونو په کورنیوکې محصور او رانغښتی سیاست د تل لپاره په زمکه کې ور ښخ کړي.  
 له تحریک انصاف سره د پاکستاني ولس د خواخوږۍ یو علت دا هم ګڼل کیږي چې د مسلم لیګ او پيپلز ګوندونو پرخلاف په تحریک انصاف کې کورنی انحصار نه تر سترګو کیږي، بلکې په دغه ګوند کې دقیادتونو د روزلو لپاره پوره کار کیږي.  ددوئ قیادتونه په هر ځای کې د ګوند د پالیسیو په چوکاټ کې ازادي لري، په ټولو تلویزوني پروګرامونو کې، په غونډو او جلسو کې او مرکو او مطبوعاتي کانفرانسونو کې ازاد لاس لري، تر څنګ یې ډیره پرمختللې میډیایي پروژه لري چې دهغي له مخې هم دخپل ګوند کادرونه را مخته کوي او د کادرونو د ودې لپاره کار کوي.  پخپله عمران خان وایي چې غواړي ګوند یې د یوې ادارې یا (Institution)  حیثیت خپل کړي او په راتلونکي کې دګوند د پالیسیو د جوړولو او ستونزو د هوارولو لپاره دکورنیو د غړو په ځای،  ګوندی کادرونو تصمیم و نیسي.  دعمران خان وینا ده چې غواړي تحریک انصاف لکه دغربي سیاسي ګوندونو په څیر بدلیدونکی رهبري کادر ولري او کادر هم د ازادو ټاکنو په واسطه په خپله د ګوند غړي و ټاکي.  که چیرې عمران خان په دې بریالی کیږي اوتر څنګ یې دحکومت د جوړیدو په صورت کې دپاکستان د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب وویلی شي نو دا به د دې ګوند د مشر عمران خان لپاره یو تاریخي بريا وي او په راتلونکي کې به د تحریک انصاف یو تاریخي رول اداء کړای شي. 
ددې ترڅنګ جماعت اسلامي پاکستان دی چې دجوړښت تاریخ یې د پاکستان د جوړیدو څخه هم مخته یادیږي، بدبختانه چې دغه ګوند د پاکستان په ټولنه کې هغسی ووټ بنک نه لري چې توقع او هیله یې ترې کیږي، دغه ګوند ګڼ د کادرونو په روزلو کې پوره زحمت کاږي، مګر کادرونه یې وروسته د مقتدرو ګوندونو په لاسو کې لویږي.  دپاکستان په سیاست کې ددغه ګوند کوم روښانه کړچار نه تر سترګو کیږي او علت یې دادی چې دغه ګوند په اقتدار کې ځانګړی ځای نه لري، وروستی سیاست یې هم د یو شمیر کړیو له اړخه تر پوښتنې لاندې راغلی، ځکه کله په یوه پله کې او کله هم به پله کې لویږي. 
 نور بیا. . .

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018