تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له غزني مېشتو ولسونو سره دې د مور او ميرې چلند نه کېږي

فيض الله صافى

2018-06-11

نږدې دوه مياشتې وشوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې لړۍ په ټول هېواد کې پیل شوې خو تر دې مودې هغه شان چې ولس، افغان حکومت او نړېوالو تمه درلوده، په ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره په خپلو تذکرو سټيکرونه نه دي لګولي چې ويل کېږي تر دې مهاله چې په ټاکنو کې د نوم ثبتولو په موخه پر تذکرو د سټيګر لګولو موده څو د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، څه باندې درې مليونه خلکو نومونه ثبت کړي او پر تذکرو یې سټيکرونه لګولي دی چې که دا پروسه همداسې پڅه روانه وي نو په ټول هېواد کې به ټولټاکنې تر پوښتنې لاندې راشي چې دغه شمېره په هېڅ ډول ټاکنو ته مشروعيت نه شي ورکولی، خو دا چې ولې تر اوسه دومره لږو خلکو د نوم ثبتولو په پروسه کې ګډون کړی دی دا ځانته بېل بيل علتونه لري، لومړی خو دا چې د ولايتونو په ولسواليو کې د امنيت د نه شتون په بهانه نه د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي او نه هم خلک ورته راځي. دا د حکومت مسووليت دی چې امنيت تامين کړي او ټولو افغانانو ته د ګډون چانس برابر کړي.
له بله پلوه بيا داسې ولايتونه هم شته چې له سره په کې نه نوماندانو او نه هم رايه ورکوونکو نومونه ثبت کړي، بلکې په يو ډول یې ټاکنې تحريم کړي چې په دې کار سره د ټاکنو مشروعيت تر کلک سوال لاندې راتلی شي، ايا دا ممکنه ده چې په یو ولايت کې دې بيخي ټاکنې ونشي او په ولسي جرګه یا ولسوالۍ شورا کې دې استازی ونه لري، دا ولايت د غزني ولایت دی چې په تېرو ټاکنو کې هم همداسې لوبه پر مخ ويوړل شوه، او له غزني ولايت نه یوولس تنه وکيلان له یو قشر نه وټاکل شول او د پښتنو برخه پکې تر پښو لاندې شوه که خلک خوشحاله وو یا خفه خو تېره شوه چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د راتلونکو ټاکنو د شفافيت په اړه ډېرې باټې ووهلې خو د رڼو ټاکنو لپاره یې بيا هم کوم عملي ګام پورته نه کړ، نه یې کوم طرزالعمل جوړ کړ او نه یې الکترونيکي تذکرې وويشلې چې ټاکنې په خپله د نه شفافيت له ګواښ سره مخا مخ شوې، اوس چې کله بيا د ټاکنو وخت را ورسېد نو د شفافيت د یقيني کولو لپاره په کابل کې اته ويشت لويو ګوندونو مظاهره هم وکړه او د لاريون په ترڅ کې یې د رڼو ټاکنو او حوزوي کېدو غوښتنه وکړه خو تر اوسه حکومت پرې هېڅ غوږ ونه ګراوه چې که حکومت همداسې بې تفاوته پاتې شي نو ددې ويره شته چې دغه ټاکنې به په هېواد کې بل ناورين ته بهانه شي او حکومت به یې هم بيا د کنترول کولو په چل نه پوهېږي، د غزني ولايت ځينې پښتانه نوماندان او اوسېدونکي نيوکه او ادعا کوي چې حکومت په لوی لاس نه غواړي چې پښتانه په ټاکنو کې ګډون وکړي او په ولسي جرګه  او ولسواليو شوراګانو کې استازي ولري او خپله دغه ادعا هم پر دې ثابتوي چې په ټول غزني کې د 54 د نوم ثبتولو مرکزونه دي چې دا په هېڅ ډول ددومره لوی ولايت لپاره کافي نه دی خو بيا په هغه کې هم د هزاره ګانو په نسبت پښتنو او تاجکو ته ډېره کمه ونډه ورکړل شوې، چې د 54 مرکزونو له ډلې پښتنو ته 5 مرکزونه او تاجکانو ته 2 مرکزونه ورکړل شوي او باقي 47 مرکزونه ټول هزاره ګانو ته ورکړل شوي دي، چې دا چاره له ولس سره د حکومت له خوا د مور او ميرې چلند دی، په غزني ولايت کې مېشت پښتانه له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه غواړي چې د ولس تر منځ دې د مور او ميرې له چلنده تېر شي او ټاکنې دې حوزوي کړي، پښتنو ته دې نور د نوم ليکنې مرکزونه ډېر کړي که په نور هېواد کې د نوم ليکنې لړۍ بندېږي نو بنده دې شي خو د غزني ولايت ته دې استثنايي وخت ورکړل شي څو هم نوماندان ځانونه د غزني ولايت د ټاکنو له ولايتي کميسيون سره ثبت کړي او هم هېوادوال پر خپلو تذکرو سټيکرونه ونښلوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، کنه نو بيا به هم د تېر په څېر ټول د یو قوم استازي پارلمان ته لاره پیدا کړي چې دا بيا د دموکراسۍ خلاف هم ده او د ټولنيز عدالت خلاف هم، خو که دا ځل داسې وشي نو لکه اوس چې د غزني پښتنو چې په دغه ولايت کې اکثريت هم دي د ټاکنو د ولايتي کميسيون دروازه تړلې همداسې به یې تړلې وساتي او هېچا ته به هم په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړي او هم به خپل اعتراضات تر کابله راورسوي او په کابل کې به پر مدني اعتراضونو لاسونه پورې کړي، واټونه به بند کړي، د نه خوړو اعتصابونه به وکړي چې په دې کارونو سره به ځان ته هم له صحي پلوه زيان واړوي، له ټولنيز پلوه به کابل ميشته هېوادوال هم له لوی کړاو او سر خوږي سره مخامخ کړي او ادارو ته به د دولتي کارکوونکو او مامورينو تلل هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي چې ممکن د غزني ولايت د لاريون کوونکو او کابل ميشته افغانانو د مړينې لامل شي او لوی ناورين به وزېږوي چې پړه به یې بيا د ټاکنو کمېسون او حکومتي چارواکو ته متوجه وي، نو ښه خبره داده چې حکومت پر خپلو پرېکړو له نوي سره غور وکړي او ټاکنې حوزوي کړي، ټولو غزني ميشتو وګړو ته یو شان په ټاکنو کې د ګډون زمينه مساعده او عدالت تامين کړي، کنه نو هم به د هېوادوالو، هم د غزني ولسونو او هم د قهار الله جل جلاله د ملامتۍ تر بار لاندې راشي او ملابه یې ماته شي چې په هغه حالت کې په یې بيا پړه پر خپله غاړه وي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018