تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سياسي مشرانو د نظر له يووالي پرته برى نشي تر لاسه کېداى

فضل مولا لټون

2018-06-11

زموږ په هېواد کې چې هر څومره توکمونه، ژبې رنگونه، سياسي او مذهبي گوندونه شتون لري، لري به؛ خو ټول يې د هېواد د پرمختگ، خدمت او استقلال پر وړاندې يو شان مسئووليت لري او هيڅ يو له ډې دروند مسئووليته مستثنى نه دى. دا به د زغملو وي چې د يو هيواد سياسي او مذهبي مشران ځانله ځانله دريځونه برنامې او منشورونه ولري، له يو بل سره په ځينو مسائلو کې د نظر اختلاف ولري او هر يو جلا جلا منهجونه غوره کړې؛ خو دا بالکل د زغملو نه ده چې د اسلامى نظام استقلال، پرمختگ او د يو غښتلى مرکزي حکومت د قيام له دروند مسئووليت نه خپلې اوږې سپکې او د ملي يووالې د راوستلو په لاره کې له ناغيړي نه کار واخلي. 
گوندونه د نړۍ په ټولو هېوادو کې شتون لري چيرته لږ او چېرته زيات؛ خو د هيواد د پرمختګ سلامتيا، د ولس په رايو اقتدار ته د رسيدلو او استقلال په مسئله کې ټول په يوه خوله دي او يو ځاى په گډه کارونه پرمخ وړي. ټاکنې هم عادلانه او په شفاف ډول ترسره کوي او د خپل هيواد ملي گټو او سلامتيا په مسئله کې هم د يو بل کلک ملاتړ کوي. 
له بده مرغه زموږ په هيواد کې د دا ډول سياست جنازه وتلى. زياتره سياسي او مذهبي گوندونه پخپلو کې دومره د کرکې، ضد، حسد او بغض په گنده ډند کې ډوب شوي چې آن د هيواد د سلامتيا ازادي او ترقي فکر يې هم له مغزو وتلى او ايله  د يو بل د پرځولو لارې چارې پرمخ بيايي. همدا له امله دى چې زموږ هيواد له گڼو  ستونزو سره لاس او گريوان دى، ددى پرځاى چې د ژوند په گڼو ډگرونو کې پرمختگ وکړي، ملي يووالى ټينگ شي، په ادارو کې شفافيت او عدالت قائم شي، برعکس د فساد او بې عدالتۍ جرړې وده کوي. د بهرنيو مداخلو ساحه پراخېږي او جگړې شدت مومي. دغه حالت د سياسي او مذهبي مشرانو حيثيت او وقار له سوال سره مخامخ کړى او هر افغان ترينه تر پوزى راغلى چې ولې زموږ سياسي مشران د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو په ترسره کولو کې پاتي راغلي دي؟ فلهذا د هيواد ټولو سياسي مشرانو ته که هغوى په اقتدار کې دي يا له اقتدار نه د باندې پکار دي چې نور د غفلت له خوبه بيدار او  د ملت غوښتنو ته متوجه شي چې څه ترينه غواړي؟ ددې بيچاره ملت هر وګړى له خپلو مشرانو نه په ټولو ملي مسائلو کې ملي يووالي او همغږي غواړي، د هيواد پرمختگ، پياوړى، اقتصاد، غښتلى پوځ، معياري تعليم، په عدلى او قضايي ارگانونو کې عدالت، په ټولو حکومت ادارو کې شفافيت، د قومونو ترمنځ ملي يووالې او غښتلى اسلامي حکومت غواړي.
د ملت دغه غوښتنې يواځې په هغه صورت کې تحقق موندلاى شي چې سياسي مشران د خپل ولس او هيواد پر وړاندى خپل ملي او ايماني مسئوليت په سهي مانا ترسره او په ټولو ديني او ملي مسئلو کې يو دريځ خپل کړي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018