تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ-د اومه درس پاتې برخه

حکمتيار

2018-06-11

• لكه څنگه چي د دې عالم حكيم او عليم خالق، ستا د زمكي د روښانه كولو لپاره داسي لمر پيدا كړى چي نه يوازي ستا د زمكي (كور) ته رڼا وركوي بلكي حرارت هم وركوي، د لمر له (حرارت) او (نور) پرته به ستا په تياره او سړې زمكي باندي ژوند ممكن نه وو، همداراز ئې ستا د لارښووني لپاره ستا په نفس كي د سالم فطرت او حساس ضمير روڼ څراغ اېښى، داسي لارښود چي هم تا ته (فجور) درښيي او هم (تقوى)، ښه درته ښايسته او آشنا كړي او بد درته منكر او كركجن.
ته په آسمان كي گورې چي سپوږمۍ د (لمر) له پرېوتو وروسته راڅرگنده شي، دا سپوږمۍ چي د شپې نښه ده، نه له ځانه نور لري او نه حرارت، كه له دې ستا د زمكي په لور د نور پلوشې رادرومي، نو دا په خپله د دې نه بلكي د لمر وړانگي دي چي دا ئې د يوې هينداري په څېر زمكي ته منعكس كوي. كه لمر پرېووت سپوږمۍ راځي او د شپې راتگ اعلانوي، همداراز كه ستا د ضمير څراغ خړ او مړ شو، نو نامراده شوې او تياره دي په برخه شوه.
•  ته ورځ گورې چي لمر راڅرگند كړي، ورځ د زمكي هغه حالت دئ چي لمر ته مخه كړي، په دې سره روښانه شي، رڼا او حرارت ئې په برخه شي، هر څه په كي ويښ شي، وده، حركت او خوځښت په كي پيل شي. او ته شپه گورې چي لمر پټ كړي، شپه د زمكي هغه حالت دئ چي لمر ته شا كړي او په دې سره له نور او حرارت محرومه او تياره ئې په برخه شي، د خوځښت او حركت ځاى ركود او جمود ونيسي، ستا د (نفس) هم دغه حالت دئ، كه دي (تزكيه) كړ او پاك صاف دي وساتو، بريالى شوې او كه دي (ولړلو) نو ناكام او نامراد شوې. كه تا د خپل نفس لمر (دا حساس ضمير) او (دا لارښود څراغ) روښانه كړ نو (رڼا)، (ژوندون)، (وده) او (ويښتيا) به دي په برخه شي او كه دي خړ، تت او دپ كړ نو (تياره)، (خوب) او (ركود او جمود) به درته مخه كړي. 
• همدا راز ته په خپلي فضاء كي لوړ او اوچت آسمان گورې او تر خپلو پښو لاندي پرېوتې زمكه، ستا نفس هم دې ته ورته دوه حالته درلودى شي، يا به لوړ درومي يا به له زمكي سره نښلي، يا به د ارتقاء او رشد لار نيسي او عزت، رفعت او سرلوړۍ ته به رسي، يا به د ځوړ، سقوط، هبوط او پرېوتو لار غوره كوي او د ذلت او سپكاوي په كنده كي به پرېوځي. 
• قرآن په ډېرو نورو ځايونو كي هم دې ته ورته د زمكي په لوري دروند كېدل، په زمكي پسي نښتل او د هبوط او سقوط اصطلاحات هلته كارولي چي ذلت، رذالت او سپكاوى افاده كړي، ذلت ته غاړه اېښودل او په سپك ژوند د انسان رضايت تمثيل كړي او پورته تگ ئې د معنوي ارتقاء او روحي رشد لپاره كارولى.  
دا دئ گورئ چي دا قسمونه له يوې خوا موږ ته وايي چي شپه او ورځ د زمكي په خوځښت پوري تړلي حالتونه دي او له بلي خوا موږ ته لارښوونه كوي چي د انسان سقوط او ارتقاء، پرېوتا او لوړېدا د ده په نفسي او روحي حالت پوري تړلي حالتونه دي.
د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي به وگورئ چي د خپلو سترو سترو او اساسي مدعاوو د اثبات لپاره ئې همدا اسلوب كارولى او د قسم په توگه ئې شواهد او دلائل د مخاطب مخي ته اېښي دي، د بيان دا اسلوب دومره دقيق او له علمي او ادبي پلوه دومره لوړ او اغېزناك دئ چي د انسان عجب او حيرت پاروي او د قرآن پر عظمت ئې اعتراف ته اړ كوي، دومره اغېزناك چي له ډېره حيرته د انسان پوستكى ورته ځيږ شي، څوك چي لږ علمي او ادبي سليقه لري د قرآن قسمونه به د علم او ادب په آسمان كي د ډېرو ځلاندو ستورو په څېر ومومي. باور وكړئ چي د قرآن هر قسم يو ستر علمي او ادبي اعجاز دئ، كه د دې كتاب د ضخيم كېدو وېره راسره نه وى نو ما به د قرآن ټول قسمونه په دې كتاب كي ستاسو مخي ته اېښي وو. ما (د قرآن قسمونه او د اساسي قضاياوو اثبات) په نامه يو كتاب ليكلى چي څو كاله وړاندي چاپ شوى، څوك چي د قرآن د علمي اعجازو دا كتاب لولي مشوره وركوم چي هغه كتاب هم له نظره تېر كړي. 
زمان نسبي معيار دئ نه مطلق
يوه له هغو خبرو چي د بيا ژوندون په اړه د انسان ذهن تر خپل سيوري لاندي نيسي او باور كول ورته گرانوي، د اوږدې زمانې تېرېدل دي، كه په يوه مړي يوه دوه ورځي تېري شوې وي بياژوندي كېدل ئې ورته دومره گران نه برېښي لكه د هغه چي اوږده موده ورباندي تېره شوې وي، قرآن د دوو قصو په ترڅ كي موږ ته دا حقيقت څرگندوي چي زمانه نسبي معيار دئ نه مطلق: 
د يوه مؤمن بنده په هغه خوب يا مرگ كي چي سل كاله پرې تېر شوي وو خو كله چي راپاڅېدو وئې ويل: يوه ورځ يا د يوې ورځي يوه برخه راباندې تېره شوې، بله ئې د اصحاب كهف قصه ده چي دوه درې سوه كاله ئې په خوب كي تېر كړي ول خو چي راويښ شول په خپلو منځونو كي ئې وويل: دلته به څومره موده ځنډېدلي يو؟ ځينو ئې وويل يوه ورځ او ځينو وويل د يوې ورځي يوه برخه!! په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي زمانه نسبي امر دئ، له يوه تر بل او له يوه حالت تر بل ئې وضع بدلېږي، ويښ او ويده، مړ او ژوندى، لټ او تېز ته يو شان نه وي، هغه زمانه چي يوه ته په يوه حالت كي بې انتهاء برېښي بل ته د څو ثانيو او دقيقو وي، كومه فاصله چي مېږي ته بې انتهاء برېښي د يوې مرغۍ لپاره د څو ثانيو وي، كه په يوه اطاق كي له يوه ويده او ويښ چي ټوله شپه ئې په خوب او ويښه تېره كړې، پوښتنه وكړئ، ويښ به درته وايي: ډېره اوږده شپه وه، لټ په لټ اوښتم، سخته راباندي تېره شوه او ويده به درته وايي: زه نه يم پوهېدلى چي شپه څنگه تېره شوه او څومره خوب مي كړى، دې مؤمن بنده ته عملاً وښودى شو چي سل كاله ورته يوه ورځ او حتى تر هغه هم كم، د يوې ورځي څو گنټې معلوم شول، قرآن همدغه حقيقت ته په څو نورو مواردو كي هم اشاره كړې او فرمايي: د الله لپاره يوه ورځ هومره ده لكه ستاسو پنځوس زره كاله، دا تاسو يئ چي كلونه او پېړۍ درته اوږده زمانه برېښي او په واړه ذهن مو د دې سيورى پروت دئ چي په مړو باندي د اوږدې مودې له تېرېدو وروسته به څنگه بيا راژوندي كېږي. د نسبيت په اړه د قرآن دغه خبره دولس پېړۍ وروسته، د المان يوه ساينس پوه انشټين، د ساينس په ژبه وكړه او په دې سره ئې د فزيك د پلار نوم وگاټو.
قرآن د هغو خلكو په ځواب كي چي قيامت (بعيد: لري) گڼي وايي: د قيامت منكرين بې ځايه قيامت لري گڼي، دا ځكه چي دوى خپلي لنډي ورځي او اونۍ معيار نيولې او د خپلو دغو وړو او محدودو معيارونو له مخي قيامت ورته ډېر لري برېښي، په داسي حال كي چي الله تعالى ته او په الهي معيارونو كي ډېر نږدې دئ، انهم يرونه بعيداً و نراه قريباً: دوى ئې لري گڼي او موږ ته نږدې ښكاري)، كه دوى خپل واړه واړه معيارونه پرېږدي، له خپل تنگ چاپيرياله راووځي او د قيامت موضوع ته د داسي معيارونو له مخي وگوري چي د دې عالم له ستروالي او عظمت سره ښايي نو حتماً به متوجه شي چي په خپلو تنگ نظره قضاوتونو كي ئې اشتباه كړې او د يوه عجول انسان په څېر ئې چلن كړى، د دوى په معيارونو كي قيامت لري برېښي خو په الهي معيارونو كي، هلته چي يوه ورځ د پنځوس زره كلونو په اندازه ده، نږدې دئ. قرآن همدغه حقيقت ته په څو نورو مواردو كي هم اشاره كړې، چي د ټولو مقصد دا دئ: زمانه نسبي امر دئ، له يوه تر بل او له يوه حالته تر بل ئې وضع بدلېږي، د دې وينا په اهميت هغه وخت ښه پوهېدى شو چي وگورو د شلمي پېړۍ ساينس پوهان، د ستور ليكو تر منځ د واټن او فاصلې ټاكلو لپاره دې ته اړ شول چي د ورځي، اونۍ، مياشت، كال او پېړۍ معيار پرېږدي او په ځاى ئې هغه واټن معيار وگڼي چي نور (رڼا) ئې په يوه كال كي پلې كوي، او دې ته ئې د نوري كال نوم وركړ، او وئې ويل: دا ستور ليكى (كهكشان) له هغه بله څو سوه مليونه نوري كاله فاصله لري. 
وئې ليدل چي د سپوږمۍ او مريخ ورځي د زمكي له ورځي توپير لري، هر ستورى خاصه ورځ، مياشت او كال لري، موږ د زمان لپاره ورځ د واحد په توگه كاروو، له لمر ختو تر لوېدو پوري موده د ورځ په نامه يادوو، خو كه موږ سپوږمۍ ته ولاړ شو نو هلته به دوه اونيو ته د ورځ نوم وركوو، هلته زموږ زمكنى واحد او معيار د اعتبار وړ نه دئ، كه د زمكي كال 365 ورځي دئ، لمر ته د نږدې ستورو كال لنډ دئ، د بېلگي په توگه د عطارد كال اته اتيا ورځي دئ. 
او دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، پيغمبر عليه السلام څنگه په دې پوه شو چي هر مقام او مكان ځانگړى زماني معيار لري، كوم معيارونه چي موږ ئې د زمكي په سر كاروو دا په بل ځاى كي نه شي تطبيقېدى؟
سپوږمۍ د لمر په رڼا سره روښانه كېږي 
دا اوس يو څرگند او هر چا ته معلوم حقيقت دئ چي سپوږمۍ روڼ او ځلانده ستورى نه دئ، د زمكي په څېر بې نوره ده، د لمر رڼا ئې ځلانده كوي، يوازي هغه برخه ئې موږ ته رڼه ښكاري چي د لمر پلوشې پرې لگېږي، هغه مهال زموږ له سترگو غائبه شي چي د لمر په پلوشو روښانه شوې برخه ئې بل لوري ته واوړي. راشئ وگورو چي قرآن په دې ړه څه وايي!! دې آيت ته ځېر شئ:
وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا نوح: ۱۶ 
او سپوږمۍ ئې په كي يوه رڼا وگرځوله او لمر ئې يو څراغ وگرځاوو؟
دا آيتونه د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخې ته ږدي، او ښيي چي قرآن په خپلو بحثونو او څېړنو كي څومره دقيق دئ او د انسان تر علمي لاسته راوړونو څومره مخكي!! په دې آيت كي د سپوږمۍ لپاره د نور او د لمر لپاره د څراغ لفظ راغلى او ښيي چي لمر د څراغ په څېر له ځانه نور او رڼا توليدوي او سپوږمۍ د بل په نور رڼا كېږي، او د هينداري په څېر د نور وړانگي منعكس كوي، او دا هغه حقيقت دئ چي انسان اوس او له ډېرو څېړنو او تحقيقاتو وروسته پرې پوه شوى. 
سپوږمۍ د زمكي تابع ستورى دئ، زمكه اتيا ځلي تر سپوږمۍ ستره ده، په څه كم دېرشو ورځو كي د زمكي پر محور راڅرخي، سرعت ئې په هر ساعت كي 3300 ميله دئ، له زمكي 240000 كيلومتره فاصله لري، سپوږمۍ پر خپل محور ډېره سسته څرخي، له همدې كبله ئې هره ورځ او شپه د زمكي له دوو اونيو سره برابره وي، يعني د سپوږمۍ مياشت يوه شپه او يوه ورځ وي، له همدې كبله د ورځي له لوري ئې د حرارت درجه تر 150درجو پوري ورسېږي او شپه ئې دومره سړه وي چي منفي 150 درجو ته ورسېږي.
 سيوري هم د ضوابطو تابع دي
قرآن وايي چي د عالم هر څه او د دوى سيوري هم الله تعالى ته سجده كوي!! راشئ وگورو چي د دې خبري معنى څه ده او له علمي پلوه ئې ارزښت څومره دئ!! د قرآن دې آيت ته ځير شئ:
وَللهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآَصَالِ الرعد: ۱۵
او الله ته هر هغه څه چي په آسمانونو او زمكي كي دي او د دوى سيوري هم، په خوښه او ناخوښه، سبا او ماښام سجده كوي.
د دې مبارك آيت په وړاندي لږ توقف په كار دئ، په مطلب ئې سم پوهېدا دقت او غور غواړي، بايد وگورو چي څنگه د آسمانونو او زمكي هر څه او د دوى سيوري د الله تعالى په وړاندي په خوښه او ناخوښه، سبا او ماښام سجده كوي؟ په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:
• دا مطلب د آل عمران د سورې په ۸۳ آيت كي په دې توگه راغلى: أَفَغَيْرَ دِينِ اللهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
آيا د الله له دين پرته (بل دين) لټوي، حال دا چي د آسمانونو او زمكي هرڅه، طوعاً اوكرهاً، (په خوښه او ناخوښه) ده ته غاړه اېښې او د ده لوري ته ورگرځول كېږي. يعني د زمكي او آسمان هر څه الله ته تسليم دي، د ټولو دين اسلام دئ، هغه څه كوي چي الله پرې گمارلي، په همغه لار درومي چي الله ورته ټاكلې، لمر، سپوږمۍ، ستوري په خپل خپل مدار كي خوځي، په خپل خپل وخت او له خپل خپل ځايه راخېژي او پرېوځي، وني، بوټي او حيوانات د خپل فطرت مطابق په خپل كار لگيا دي، په ټولو مخلوقاتو كي يوازي كافر او عاصي انسان داسي دئ چي د الله له دين پرته د بل څه په لټه كي شي، هم د الله د دين په نسبت كافر شي او هم د خپل فطرت په نسبت، دى ستر باغي دئ، له هغه دين ئې بغاوت كړى چي د زمكي او د آسمان د هر څه دين دئ. 
په دې آيت كي د سجدې معنى همغه ده چي د آل عمران د سورې په آيت كي د (اسلم) په لفظ سره بيان شوې، چي مراد ئې د الله تعالى حكم ته انقياد او تسليمېدا ده، كه سجده له دې پرته په بله معنى او تندى پر زمكه اېښودل تعبير شي نو نه يوازي د هغو مخلوقاتو په اړه صدق نه كوي چي نه تندى لري، نه ملا، نه كوزېدى شي او نه تندى پر زمكه اېښودى شي، بلكي د هغو انسانانو په اړه هم صدق نه كوي چي پر الله تعالى ايمان نه لري او سجده نه كوي. د دغو مخلوقاتو د سيوري په اړه هم صدق نه كوي.
نو د دې آيت معنى دا ده: نه يوازي ټول مخلوقات د الله تعالى تكويني حكم ته منقاد دي او د عالم هيڅ څه له هغو ثابتو الهي سننو او تكويني احكامو سرغړاوى نشي كولى چي الله تعالى وضع كړي، بلكي د دوى سيوري هم د دغو الهي سننو او تكويني احكامو مطابق په داسي دقيقه توگه رامنځته كېږي، لويېږي، وړېږي او له سترگو پټېږي، چي موږ كولى شو د يوه شي د سيوري له مخي دا وټاكو چي د دې شي او د نور د منبع تر منځ څومره واټن دئ، سيوري ته په پام سره ويلى شو چي اوس غرمه، كه ماپښين كه مازديگر، او څو بجې دي، د سيوري له مخي د لمر او زمكي تر منځ فاصله معلومولى شو. 
دا يقيناً چي د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ چي وايي د عالم هر څه او سيوري ئې هم د خاصو تكويني ضوابطو تابع دي. د دې علمي اعجاز په اهميت او ارزښت هغه څوك پوهېږي چي په طبيعي علومو كي په تحقيق بوخت وي. 
د عالم هر څه ټاكلى او ثابت مقدار لري
قرآن وايي چي الله تعالى د عالم هر څه په ثابت او ټاكلي مقدار كي پيدا كړي، راشئ وگورو چي د قرآن دا وينا د ساينسپوهانو په لابراتورونو كي څنگه ارزول كېږي، ورسره موافق دي كه ئې مخالفت كوي؟!! د قرآن دې مبارك آيت ته ځير شي چي همدا خبره كوي:
وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ  الحجر: ۲۱
او هيڅ داسي شى نشته چي خزانې ئې له موږ سره نه وي او نه ئې نازلوو مگر په معلومي اندازې سره.
يعنى الله تعالى هر شى په يوه معلومه او معينه اندازه كي پيدا كړى، كه دا عناصر دي، كه د زمكي مركبات دي، كه وني، بوټي او حيوانات دي، كه هوا، باد، باران، واوره او اوبه دي، كه گرمي او يخني ده، د هر څه لپاره ثابت مقدار او حد ټاكل شوى، دومره چي دلته ورته ضرورت وي، نه تر ضرورت زيات او نه كم، هر څه ئې په همغه اندازه پيدا كړي چي د ژوو ژوند او ژواك او د زمكي او آسمان بقاء او دوام ئې غواړي. 
دا هم د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز زموږ مخي ته ځلوي، نن انسان په دې پوه شوى چي د زمكي هر څه ثابت مقدار لري، سره له ټولو هغو تغييراتو چي هره شېبه په زمكي كي رامنځته كېږي، يو شى په بل بدلېږي، ځيني سره تركيب شي او نوى شى رامنځته كړي، ځيني په خپلو اجزاوو تجزيه شي، ځيني وسوزي ايرې او دود شي، ځيني وشړېږي، وراسته شي، په خاوره تجزيه شي، خو نه په دې تركيب سره د اشياوو په اصلي او ثابت مقدار كي تغيير راځي او نه ئې په تجزيې سره، دا د ساينسپوهانو د ژورو څېړنو وروستۍ پرېكړه ده چي كه د عالم په دې ثابتو مقاديرو كي معمولي تغيير او بدلون راشي نه به د زمكي پر سر انسان ژوند كولى شي او نه نور ژوي او نه د عالم موجود نظم او نظام دوام كولى شي. دا تعادل او توازن ښيي چي د دې ټول عالم پيدا كوونكى او پالونكى يو دئ، كه عالم د تصادفي تخليق زېږنده وى يا ئې له يوه خالق پرته نور پيدا كوونكي درلودى نو نه به دا تعادل او توازن تر سترگو كېدو او نه د ټولو مخلوقاتو تر منځ دا موجود تنسيق، يووالى او همغږي. 
د هر څه سم او په ټاكلې اندازه پيدايښت او لارښوونه ئې 
قرآن وايي چي الله تعالى د عالم هر څه په سمه توگه پيدا كړي، هر څه ئې په ټاكلې اندازه پيدا كړي، هر څه ته ئې لارښوونه كړې چي څه به كوي، كومه دنده به سر ته رسوي او په كوم لوري به درومي!! راشئ وگورو چي د قرآن دا وينا څومره علمي ارزښت لري او زموږ له مشاهداتو سره څومره اړخ لگوي!! لاندي مباركو آيتونو ته ځېر شئ:
سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (۱) الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى (۲) وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى (۳) وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى (۴) الاعلى: ۴-۱
د خپل اعلى رب نوم په پاكۍ سره ياد كړه. هغه چي پيدا ئې كړل (هرڅه) او برابر ئې كړل. او هغه چي اندازه او هدايت ئې كړل. او هغه چي دا بوټي ئې راوايستل. 
دا مبارك آيتونه څو مطالبو ته اشاره كوي:
• ستا پالونكى رب (لوړ) دئ، لوړ تر هر هغه څه چي په دې عالم كي ستا تر سترگو كېږي، لوړ تر دې چي ستا په خيال، وهم او گمان كي وگرځي، په دې پراخ عالم كي هيڅ څه هغه ته ورته نه شې موندلى. 
• د خپل لوړ رب نوم په پاكۍ يادكړه، په څو معنى: 
• اولاً: پام چي د الله جل شأنه په اړه د بحث په دوران كي كوم عيب او نقص ورته منسوب نه كړې، الله تعالى تر دې لوړ دئ چي په ذات او صفاتو كي ئې څه كمى او عيب وي. 
• ثانياً: الله تعالى په داسي نامه مه يادوه چي د ده له عظمت او شأن سره نه ښايي، الله تعالى غوره نومونه لري، په دغو غوره نومونو سره ئې يادوه، بايد پوره محتاط وې چي د الله د يادولو او ذكر په وخت كي داسي نوم ونه كاروې چي د الله تعالى په شأن كي بې ادبي گڼل كېږي، د الله ذكر خاص ادب او ځانگړى فرهنگ او قاموس لري، د ځان پاكوالى، د زړه حضور او د روح خشوع، د دې مقدس مقام آداب دي، څوك چي له دې پرته بل حالت ولري، بې ادبي ئې كړې، همداراز د ذكر په دوران كي هغه نومونه كارول چي له دې خاص او ځانگړي قاموس نه وي اخيستل شوي، الحاد او له اصلي لارې كږېدل دي، څوك چي د مستۍ او بې خودۍ په حالت كې، له جذبې او ساز او سرود سره الله يادوي بې ادبي كوي، څوك چي الله د ساقي، صنم، دلبر، معشوق، پيرمغان او … په نامه يادوي بې فرهنگه دئ، د الهي ذكر له قاموسه بې خبره او د الله تعالى د ذكر له آدابو بې برخي. 
• ستا پالونكى رب همغه دئ چي دا ټول پيدا شوي ئې پيدا كړي، نه يوازي دا چي هغه ئې پيدا كړي بلكي (سم) ئې پيدا كړي، د دې عالم هر څه ښه، ښايسته، موزون او دقيق پيدا شوي، له يوې خوا د دوى (وجود او شته والى) په دې دلالت كوي چي حتماً يو (پيدا كوونكى) لري، له بلې خوا د دوى سم، دقيق او موزون خلقت په دې شهادت وركوي چي (پيدا كوونكى) ئې (اعلى) او (لوړ) دئ. د هر څه پيداېښت له نشت پيل كړي، ورو ورو ئې كمال او د سموالي وروستي پړاو ته ورسوي. 
• له (پيداېښت) او (تسويې) علاوه دوې نورې ځانگړتياوې هم د ده په مخلوقاتو كي گورو: 
الف: هغه ثابته او معينه اندازه چي د دوى په (مقدار)كي مراعات شوې. 
ب: هغه لارښووني چي د هر څه په فطرت او خټه كي اېښودل شوې. 
• د دې عالم خالق او پالونكي رب هر څه د ضرورت په اندازه پيدا كړي، نه تر ضرورته كم او نه زيات، هيڅوك نه شي كولى د دې پراخ عالم په غېږ كي كوم داسي (اضافي) او (غيرضروري) شى ومومي چي هسي او بې له كومي گټي ئې دلته كوم (ځاى) اشغال كړى وي!! همداراز نه شي كولى د داسي كوم څه نوم واخلي چي په دې عالم كي ئې ځاى تش او خالي وي.
• د دې عالم د توكيو په (مقدار) او د دوى ترمنځ (تناسب) كي چي كومه (اندازه) مراعات شوې دومره دقيقه ده چي په هغه كي ډېر لږ تغيير او تعديل د ټول عالم د متلاشي كېدو باعث كېږي!! هر شئ په خپل خپل ځاى او مقدار كي داسي دقيق پيدا شوى چي كه له منځه ولاړ شي او يا ئې اندازه او مقدار كم او زيات شي، د ټول عالم بقاء له گواښ سره مخامخ كوي. 
• پالونكي رب چي هر څه پيدا كړى، هغه ته ئې لارښوونه او (تلقين) كړى چي دنده ئې څه ده او دلته به د خپل شتون په دوران كي كوم كوم كارونه ترسره كوي، كوم خالي ځاى به ډكوي، په كوم مسير كي به خوځي، كوم نتائج به وړاندي كوي. مگر نه گورئ چي لمر په خاص وخت كي له خاص ځايه راخېژي، په معين مسير كي درومي، د يوې معيني مسافې له پلي كولو وروسته، په خاص وخت كي، په داسي ځاې كي پرېوځي چي له مخكي ورته ټاكل شوى، خپل مأموريت ترسره كوي، تاسو ته رڼا او تودوخه دركوي، ستاسو، حيواناتو او نباتاتو اړتياوو ته ځواب وايي، ستاسو په خدمت كي دئ، د دانې او مېوې په پيداېښت كي ممد او د رزق او روزي په دركولو كي درسره مرسته كوي، سپوږمۍ د شپې رابره كېږي، ستاسو تياره شپې روښانه كوي او ستاسو لپاره په تيارو شپو كي روښانه او څرگند تقويم، چي د شپو ورځو حساب پرې معلومولى شئ. 
بوټي او ونې گورئ چي شپه ورځ په كار بوختي وي، زيار باسي، مضر گازونه جذبوي او ستاسو د اړتيا وړ آكسيجن توليدوي، د زمكي له خاورو په خپلو نازكو جرړو سره هغه حياتي مواد جذبوي چي ته ورته ضرورت لرې او د لمر د وړانگو په مرسته له دغو موادو تا ته ښايسته او خوندوري مېوې جوړوي. 
د شاتو موچۍ گورئ چي له دې وړوكتوب او نازكتوب سره سره څومره منظم او ښايسته كور ځان ته جوړوي، داسي منظم كور چي د نړۍ ستر مهندسين ئې په ډېرو مجهزو وسائلو هم له جوړولو عاجز دي، له داسي توكيو ئې جوړوي چي د شاتو په څېر شى په كي تر اوږدې مودې خوندي او روغ رمټ ساتلى شي، په دې پوهېږي چي څنگه د خپلي خوښي (ملكه) او (واكمن) ځان ته غوره كړي، د زور پاچايي نه مني، په ډېر ښه شان خپل وظائف په خپلو كي وېشي او دا استعداد لري چي په خپل ملك كي دقيق نظم پلي كړي، په كوم كي چي هم د دندو وېش عادلانه وي، هم د نظافت او صفايي خيال ساتل شوى وي او هم د پرديو او د هغو موچيو له ننوتو مخنيوى وشي چي له ناپاكو وزرونو او پښو سره د دوى پاك او صفا كور ته ننوتل وغواړي، د كور په دروازه كي حساس او هوښيار پهره داران ودروي او هر ننوتونكى څاري او يوازي په هغه صورت كي د ننوتو اجازه وركوي چي (خپل) وي او (پاك ستره) وي، په دې پوهېږي چي څنگه د گلانو عصاره وزبېښي او شات ترې جوړ كړي، داسي شات ترې جوړ كړي چي د كلونو كلونو په تېرېدو هم نه گنده كېږي، د انسان د ډېرو بيماريو لپاره درمل دئ او انسان تر اوسه له خپل ټول پرمختگ او په خپلو ټولو مجهزو لابراتوارونو سره د هغه له توليده عاجز دئ، خو همدا وړه حشره ئې هم پيدا كولى شي او هم ئې تر اوږدې مودې صفا، ستره او روغ رمټ ساتلى شي!! چا به حتماً دې ته په غوږ كي ويلي وي چي څنگه والوزي، څنگه له هغه وروسته خپل كور ته بېرته راستنه شي او لار وركه نه كړي چي په پراخي فضاء كي څو څو كيلومتره لري د گلانو په لټه كي ځي، بېرته راگرځي او له كومي اشتباه او غلطۍ پرته د خپل كور دروازه پيدا كوي!!
قرآن د موچيو په اړه فرمايي:
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (۶۸) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ النحل: ۶۹-۶۸
او ستا رب موچۍ ته وحي وكړه چي په ځينو غرونو، ځينو ونو او ځينو هغو ځايونو كي كورونه جوړ كړه چي (خلك) ئې لوړ جوړوي، بيا هر ډول مېوې وخوره او د خپل رب پر لارو منقاد درومه، له گېډي ئې داسي څښاك راوځي چي رنگونه ئې ډول ډول دي او په هغه كي د خلكو لپاره شفاء (درملنه) ده، يقيناً چي په دې كي هغو وگړو ته څرگنده نښه ده چي تفكر كوي.
د دې مباركو آيتونو په اړه دا اساسي خبري په پام كي ولرئ:
• الله تعالى موچيو ته په فطري توگه دا لارښوونه كړې او له داسي فطرت او جوړښته سره ئې پيدا كړې چي په غرونو، ونو، د خلكو كورونو او هغو صندوقونو كي چي خلك ئې د دوى لپاره جوړوي ځان ته كور غوره كړي. 
• ټول ژوند او د ژوند ټولي كړني ئې د هغي طريقې مطابق دي چي الله تعالى ورته غوره كړې، په بشپړ انقياد سره د خپل رب له لوري وضع شوې او غوره شوې لار او طريقې باندي درومي.
• په دې فطري لار د تلو ثمره او نتيجه ئې رنگ رنگ خوندور او گټور شات دي، د خلكو لپاره شفاء. د شاتو رنگ، گټه او خوند ئې له يوه گل تر بله توپير لري. 
• د موچيو ژوند هومره منظم دئ چي انسان په هيڅ توگه او په هيڅ برخي كي له هغوى سره برابري نشي كولى، د كور مشره ئې ملكه ده، په واقعي معنى د كور مشره ده، د هر امر اطاعت ئې كېږي، دوى ئې په خپله غوره كوي، د هر كار لپاره ځان ته ټولگي لري، انجنيران ئې كورونه جوړوي، څوكيداران ئې د كور حفاظت كوي، د پرديو د ننوتو مخنيوى كوي، ناولې موچۍ ننوتو ته نه پرېږدي، گنده شوې موچۍ وژل كېږي، يوه ډله دا دنده لري چي د داسي موچيو سر غوڅ كړي، يوه ډله د هگيو ساتنه او پالنه كوي، كورونه ئې شپږ ضلعي وي، ټولي اضلاع ئې سره برابري وي، په داسي خاصو او خوندي ځايونو كي كورونه جوړوي چي هم پاك وي او هم له بارانه خوندي وي، كورونو له مومو جوړوي، داسي منظم كورونه جوړوي چي ستر ستر انجنيران ئې له جوړولو عاجز دي، له داسي توكو ئې جوړوي چي شات په كي خوندي ساتل كېږي او انسان ته ئې خوراك تاوان نه رسوي، موچۍ د گلانو رس او عصاره زبېښي، په خولې كي ئې داسي بدلون په كي راشي چي شات ترې جوړ شي، داسي شهد ترې جوړ شي چي انسان تر ننه د هغه له جوړولو عاجز دئ، د ډېرو بيماريو لپاره شفاء ده، تر كلونو كلونو له خوسا كېدو خوندي پاته كېږي، هغه شات لا تر څو كاله مخكي پوري روغ رمټ پاته وو چي څو زره كاله مخكي مصريانو د فرعون خوا ته په قبر كي ورسره ښخ كړي ول، د مصريانو عقيده دا وه چي مړي په خپلو قبرونو كي بېرته راژوندي كېږي نو ځكه ئې د هغوى خوا ته ځيني خوراكي توكي هم ږدول، انسان تر نن پوري نه نبات، دانه او مېوه جوړ كړې او نه د شيدو او شاتو په څېر خوراكي توكي، نه هغه شات جوړولى شي چي موچۍ ئې جوړوي او نه هغه موم چي موچۍ خپل كور ترې جوړوي، ټول كمال ئې دا دئ چي موجود خوراكي توكي په يوه او بله بڼه واړوي، له شيدو مستې، كورت، پوڅه او كوچ جوړ كړي، همدا توكي د لنډي مودې لپاره تر زمكي لاندي روغ رمټ نشي ساتلى او د خوسا كېدو مخه ئې نشي نيولى، موچۍ خپل مشر په خپله ټاكي، په زور تپل شوى مشر او ملكه نه مني، كه د موچيو خاوند داسي ملكه ورته راوړي چي دوى ئې نه خوښوي نو ټول په گډه پرې حمله كوي او هغه وژني، انسان لا تراوسه له دې محروم دئ چي په خپلي ټولني كي د خپلي خوښي صالح زعيم ولري، انتخابات ئې له ټگيو او برگيو ډك وي او همدا تقلبي انتخابات داسي خلك پرې مسلطوي چي پيسې او تبليغاتي وسائل لري، دومره حساسي دي چي څو ميله د گلانو په لټه كي له خپله كوره لري ولاړي شي، بېرته سيده خپلو كورونو ته راستنې شي، د پراخي فضاء په غېږ كي د خپل كور لار نه وركوي، دا واټن د دوى د بدن په تناسب دومره دئ لكه انسان چي څو زره كيلومتره له خپل كور لري ولاړ شي!! كه د يوې موچۍ وزن په تخميني توگه پنځه گرامه ونيسو، نو دوه سوه موچي يو كيلوگرام كېږي، كه د انسان اوسط وزن اويا كيلوگرامه ونيسو نو د څوارلس زرو موچيو وزن د يوه انسان برابر كېږي، كه يوه موچۍ له خپله كوره پنځه كيلومتره لري درومي او بېرته د خپل كور لار پيدا كوي او مخامخ ورځي، دا داسي ده لكه انسان چي له اويا زره كيلومتره (5 70000) لري واټن په هوا كي خپل كور ته مخامخ ولاړ شي!! پرته له دې چي د بل دروازه وټكوي، پوښتنه وكړي او په كوم هوايي ميدان يا هوټل كي توقف وكړي!! 
د موچيو په كورنۍ كي د كارونو وېش دومره منظم او عادلانه دئ چي انسانان نه په وړې كورنۍ كي داسي وېش لري او نه د موچيو د سترو كورنيو په څېر په لويو لويو ټولنو كي، انضباط ئې دومره جدي دئ چي هيڅ گنده شوې او په گندگيو لړل شوې موچۍ ځالي ته نشي ننوتى، فوراً وژل كېږي، له خپلي ځالي په دفاع كي دومره زړه وري او پياوړې دي چي د يږ په څېر لوى يرغلگر هم تېښتي ته اړ كوي او تر هغه ئې ځغلوي چي په اوبو كي ځان ترې غوټه كړي، كه كومه كورنۍ چرگه كومه موچۍ په مښوكه ووهي، مړه ئې كړي يا ئې وخوري؛ ناڅاپي او د سترگو په رپ كي دومره موچۍ پر يرغلگري چرگي بريد وكړي چي له تېښتي پرته بله لار ورته پاتې نشي!! ما ته ووايئ: آيا انسانان په كوم څه كي له دوى سره سيالي كولى شي؟   
• يقيناً چي په دې كي هغو وگړو ته څرگنده نښه ده چي تفكر كوي. يعني اې بدمغزو كافرانو! اې چي له تفكر او تعقل پرته په كږو لارو سر شوي يئ! ولي په هغه رب ايمان نه راوړئ چي د قدرت نښي ئې په هر گام كي او هر لوري ته ستاسو په مخ كي ځلېږي، ولي له دې څرگندو او ځلاندو نښو عبرت نه اخلئ، اې د حق منكرينو! كه د خپل رب په هغه لار ولاړ شئ چي ستاسو د فطرت مطابق ده نو ژوند به مو د موچيو په څېر ستاسو لپاره بختور او د نورو لپاره گټور شي. 
موږ داسي مرغان هم مومو چي بچوڼي ئې هيڅكله خپله مور نه گوري، مور ئې د زړښت په وخت كي، په يوه خوندي ځاى كي، څو پوړيزه ځاله جوړه كړي، داسي چي كافي نور او حرارت وررسېدى شي، په هري برخي كي يوه هگۍ واچوي او خوا ته ئې د خپل بچوڼي اړتيا وړ كافي مقدار خوراك كېږدي، بيا د هري ځالي خوله وربنده كړي، دا د خپلو بچوڼو له راوتو مخكي ومري، بچوڼي ئې له هگيو راووځي، په هماغه خوراك تر هغو گوزاره كوي چي ستر شي او د الوتو جوگه، نو د ځالي خوله پرانيزي، بهر راووځي او د خپلي مور په څېر ئې ژوند او خوى او عادت وي او د ژوند په پاى كي د خپلي مور په څېر ځاله جوړه كړي، هگۍ په كي واچوي، خولې ئې وربندي كړي او ومري. ووايئ: څوك دغو مرغانو ته چي خپله مور ئې نه ده ليدلې، معلم او استاد هم نه لري، لارښوونه كوي او ورته وايي چي ستا د پلار نيكه د ژوند طريقه دا وه؟! يقيناً چي الله تعالى هر څه پيدا كړي او هر يوه ته ئې د خپل فطرت او طبيعت مطابق لارښوونه كړې. 
 د عالم په ټولو مخلوقاتو كي يوازي انسان داسي مومو چي د هغو فطري لارښوونو تر څنگ چي د ده په ضمير كي اېښودل شوې هم مور ته شديداً اړ وي او هم مرشد او لارښود ته. له دې پرته نه سم ژوند كولى شي او نه كمال ته رسېدى شي. 
د غرڅه بچى په دې پوهېږي چي څه وخت د واښو خوړل پيل كړي او د غرونو په پراخو لمنو او لويو دښتو كي، چي له راز راز بوټو ډكي وي، كوم بوټى وخوري او د كوم يوه له خوراكه ځان وساتي. خو د انسان (بچى) تر اوږدې مودې، نه شي كولى چي په خپل وړوكي كور كي ښه او بد وپېژني او مفيد له مضره بېل كړي، هم اور ته لاس غځوي او هم ډبره، لوټه او حتى زهر په خوله منډي. نه اور ته له ځان اچولو ډډه كوي او نه اوبو ته، (لارښود) او مرشد ته اړتيا د ده د فطرت مقتضا ده. په يوه فيلم كي مي غرنۍ وزه له خپلو دوو بچيانو سره ليدله چي د غره په ډډي كي روانه ده، داسي ځاى ته ورسېدل چي مور ئې له يوه چاود آخوا ته ټوپ كړل، بچيان ئې د چاود ژۍ ته روارسېدل، ودرېدل، مور ئې مخ ورواړاوو او د دوى ټوپ وهلو ته منتطر پاتې شوه، خو هغوى له ټوپ وهلو ډډه وكړه، خپل زور او د چاود لوى والى ئې وسنجولو، پوه شول چي دلته ټوپ وهل خطرناك دي، څو شېبې ئې مور آخوا ته او دوى دې خوا ته ودرېدل، په پاى كي د دوى مور دې ته اړ شوه چي بېرته د دوى لوري ته ټوپ كړي او لار بدله كړي. يعني دوى تر خپلي مور ښه پوهېدل چي دا ټوپ خطرناكي پايلي لري!! مور ئې ترې غوښتل چي ټوپ ووهي، خو فطرت ئې ورته ويل: دلته تم شئ او له ټوپ وهلو ډډه وكړئ!! 
• ستا رب هماغه ذات دئ چي بوټي راشنه كوي، هماغه ذات چي په اراده ئې د زمكي له كلك او سخت پوټكي، نازك او ښايسته بوټى راټوكوي او هيڅوك د دغو رنگ رنگ بوټو په پيدا كولو كي د ده د فعل شريك نه دئ، همدا ستا رب دئ. ته زمكه وسپړې، مړه دانه په كي وكرې او ستا رب ئې د شنه او ښايسته بوټي په څېر راوباسي چي ژوندى دئ، احساس لري، وده كوي، د خپل نسل د دوام بند وبست كوي او څو دانې په عوض كي دركوي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018