تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مجـاهد هغـه دی چـې د دښمنـانو تبليغـات او مخـالفتونـه يـې متزلـزل نکړي

حکمتيار

2018-06-11

الحمدلله و کفى والصلاة والسلام على عباده الذين الصطفى و بعد! اعوذبالله من الشيطن الرجيم، 
بسم الله الرحمن الرحيم
فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلاَ يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لاَ يُوقِنُونَ . صدق الله العظيم.
الله متعال فرمايي: نو صبر کوه چې د الله تعالي ژمنه رښتنې ده، ان وعدالله حق  او هغه خلک دې ستا سپک و نه مومي چې باور نکوي وَلاَ يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لاَ يُوقِنُونَ هغه  چې باور او يقين نکوي هغوئ تا سپک و نه مومي دا مبارکه آيه د روم د سورې ورستى آيت دى، د ټولې سورې د ټولو مهمو مضامينواو مطالبو لپاره يوه ښکلې او جامع پايله او خلاصه، يعنې ددې مبارکې سورې ټول مطالب د همدې آيت په ترڅ کې به مجمله توگه راغلي، پدې مبارک آيت کې درې فقرې دي. 
لومړى دا چې: فاصبر، يعنې صبر کوه، دا د مبارکې سورې د لمړۍ برخې لپاره خلاصه ده، د سورې د لومړۍ برخې لپاره عنوان دی، د لومړۍ مجملې برخې خلاصه همدا ده، چې صبر کوه، د سورې لومړۍ برخه کې همدا لارښوونې مؤمنانوته شوي، چې غوښتى،صبر کول او خپل ثبات او استقامت ساتل دي، دويمه فقره يې دا ده چې ((إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ)) يقيناً چې د خداى وعده حق او رښتني ده او د سورې دويمه برخه هم هغه لارښوونې احتوا کوي چې په دنيا او آخرت کې د الله تعالى په وعدو رښتينوالي او حقانيت تاکيد کوي او درېيمه برخه د آيت دا ده چې باور نکوونکي، يقين نکوونکي دې تا سپک او خوار و نه مومي  او دا ددې سورې د هغو آيتونو لپاره عنوان دی چې په ترڅ کې يې پيغمبر عليه السلام او مؤمنانو ته ويل شوي دي چې په خپل دريځ ثابت پاتې شي، د دښمنانو تبليغات او مخالفتونه يې متزلزل نکړي  او دوئ عدم ايمان ددې باعث نشي چې تاسو د خپلې لارې د حقانيت په اړه او د خپلې بريا په ارتباط شکمن شئ او د الله تعالى د وعدو د تحقق په اړه ستاسو ډاډ او اطمينان کمزورى شي، پدي مبارک آيت کې همدا درې سترې مسئلې څيړل شوي، همدا لارښوونې دي:
لومړى ـ صبر کول د کړاوونو پر وړاندې د ستونزو محروميتونو، گواښونو، ددښمن د تبليغاتو او تهمتونو او افترااتو پر وړاندې د جاهل او متعصب، ناپوه مخاطب ديد سلوک او ناپوهي پر وړاندې، د مکار او ځيرک دښمن د مکرونو پر وړاندى صبر کول، ثابت قدم او استوار پاتى کيدل، د لارې په اوږدو کې له کږليچنو او لوړو ژورو سره د مخامخ کيدو په حالت کې او له دې سره سره ستړيا او  ستومانتيا نه منل او په ډاده او مطمئن زړه وړاندې تلل، د نيمې لارې د ملګرو له بليدو او د هغو له وروسته پاته کيدو انديښنې مه کوئ او خپله حوصله او اطمينان له لاسه مه ورکوئ، تر پايه له مضبوطې ارادې او کلک عزم او په پوره ډاډ او اطمينان سره وړاندى تګ، د صبر تقاضا ده، ددې آيت غوښتنه له موږه همدا ده، په دغه ټولو مواردو کې بايد صابرواوسو. 
دويمه لارښونه دا ده چې د خپل رب په وعدو باندې بشپړ باور او يقين ولرو، دا چې هغه له مؤمنانو سره د ملتيا، نصرت، بريا او فتحې وعده او ژمنه کړې، پدې کې بايد هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې شک ونه کړو، د کافرانو د حق د دښمنانو، د ماتې، زوال او د هغو د ټغر ټوليدو په ارتباط چې الله تعالى څه ويلې، له موږ سره يې کومه وعده او ژمنه کړې، پدې اړه بايد هيڅ وخت هم شک ونه کړو، داسې نه چې د هغوئ غولونکی ظاهر د هغوئ زور او ځواک او د هغوئ ظاهري برلاسي ددې باعث شي چې موږ د خپلې بريا او د دښمن د حتمي او نږدې ماتې په اړه شکمن شو. 
ددې مبارک آيت درېيمه لارښوونه دا ده چې  تل او په هر حالت کې به د دښمن پر وړاندې له داسې چلند له داسې وينا او له داسې دريځه ډډه کوو چې منشا يې د حقارت او ضعف او ناتوانۍ احساس وي، دښمن بايد تا تل سر لوړی، عزتمن، پتمن، ځواکمن او د راتلونکي په ارتباط ډاډه او مطمئن ومومې، هيڅ کله او په هيڅ حالت کې بايد تا سپک، حقير، تسليمدو ته چمتو او له خپلې مبارزې او نتايجو ناهيلي و نه مومي، ستا په څېرې کې دې د ياس او ناهيلي احساس آثار ونه گوري، نه ستا په وينا کې، او نه ستا په تصاميمو کې، قرآن دا د مجاهدينو د مؤمنان شان او ځانگړتيا گڼي چې د کافر پر وړاندې تل د عزت او سر لوړي احساس کوي، د عزت له دريځه له هغه سره چلند کوي، نه د ضعف او ذلت او سپکاوي له دريځه، قرآن فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ اى مؤمنانو که له تاسو څوک له خپل دين په شا شو، نو الله به ډير ژر داسې وګړي را پيدا کړي چې دوئ به پر الله تعالى ګران وي او دى پر دوى، يو له بله سره محبت کوي، د مؤمنانو پر وړاندې تواضع کوونکي او د کافرانو په مقابل کې ځان برلاسی او برګڼونکي، دلته به دعزت احساس کوي دلته به د سر لوړوالي احساس کوي، له مسلمان سره دې چلند د تکبر د غرور نه يې،(( أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ))  د الله تعالى په لار کې به جهاد کوي او د هيڅ ملامتونکي له ملامتولو به ويره نلري، دا د الله تعالي فضل دی هغه چاته ور په برخه کوي چې دی يې غواړي او الله تعالى پوه د وسعت خاوند دي. 
دا مبارک آيت پداسې ځاى کې راغلی چې په ترڅ کې يې مؤمنانو ته ډاډ او اطمينان ورکړ شوى چې د منافقينو په بيلېدو او له کافرانو سره د دوئ په ملګرتيا مه غمجن کېږئ، که څوک مسلمانان کمزوري وگڼي د دوئ له ملګرتيا لاس واخلي، مرتد شي، کافر شي، کافران ورته ځواکمن او برلاسي وبريښي، هغوئ ته د ذلت سرټيت کړي، سپک شي، حقير شي، د دښمن پښو ته ولوېږي، د هغوئ پر وړاندې خپل سر ټيت کړي نو الله تعالى به د دوئ پر ځای داسې مؤمنان را پيدا کړي چې صفات به يې دا وي: پر الله تعالى به ګران وي، د خداى محبوب بنده به وي، الله تعالى به له هغه سره مينه او محبت ساتي، دوئ به له الله تعالى سره مينه او محبت لري، تر مؤمنانو به ځان لوړ نه ګني هغوئ ته به د حقارت په سترګه نه ګوري، دوئ به کمزوري او ضعيف نه شمېري، هر يو به تر ځان لوړ او تر ځان زياد د عزت خاوند بولي، تل به تر کافرانو ځان لوړ ګني، دلته د هغوئ پر وړاندې عزت احساس کوي، د هغوئ پر وړاندې سرته ټيتوي، هغوئ ته د عزت او درناوي په سترګو ګوري، د الله تعالى په لار کې به جهاد کوي. 
لدې به نه ويريږي چې څوک يې ملامت کړي، د هيڅ ملامتونکي له ملامتولو به ويره نه لري، نه به د چا د تبليغاتو پروا کوي او نه يې سپکو او سپېرو خبرو، څوک چې جهاد لپاره ملا تړي بايد دې ته چمتو وي چې ډير بد او رد به اوري، ددې پر خلاف به تبليغات کيږي، د شر او فساد ځواکونه به تل په هره موضوع کې د هر ې قضيې په ارتباط د هغه په ضد تبليغات کوي، دا د الله تعالى فضل دی، هغه چاته يې ور په برخه کوي چې الله تعالی يې ددې وړ ومومي، ((يُؤْتِيهِ مَن يَشَاء)) معنى همدا ده. په چا کې چې دا وړتيا وي، چې الله تعالى خپل فضل د هغه په حال شامل کې، همغه ته الله تعالى خپل فضل ور په برخه کوي. 
الله تعالي د پراخ فضل خاوند دی او پوهېږي چې څوک ددې د فضل وړ او مستحق دی، پدې مبارک آيت کې د يو مؤمن مجاهد ډير مهم او اساسي ځانگړتياوي ښودل شوي، يو واقعي مجاهد هغه دی چې دغه صفات او خصلتونه په ځان کې را پيدا کړي. 
سبحانک اللهم و بحمدک نشهدو ان لااله الا انت نستغفرک و نتوب اليک. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018