تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

روژه بايد په انسان کې سترانقلاب رامنځته کړي

غلام حضرت شاکر

2018-06-11

روژه د ارحم الراحمین خدای (ج) له لورې هغه سترنعمت دی چې د انسان د کلنۍ بد يو دوسيه پرې صفا کېږي ، يعنې په کال کې چې انسان د خپل سرکښ طبيعیت له مخې د کومو ګناهونو او خطا ياوو ارتکاب کړی وي، روژهیې دپاکېدو سبب شي او د لوی خدای (ج) بښنې يا مغفرت ته يې برابر کړي ، دا  پر انسان د لوی خداي (ج) مهرباني ده چې د تزکيې او تطهير لپاره يې همدغسې لارې ورته پرانيستې دي او نه پرېږدي چې انسان مغفور ونه ګرځي او سر په سرخطاوې وکړي .
الله(ج) غواړي خپل بنده ګان په بېلابېلو طريقو په دنيا کې پاک کړي او په آخرت کې يې يو ستر پاداش ته برابر کړي ، الله انسان ته د کلمې ، لمونځ ، روژې ، زکات ، حج او جهاد لارې پرانيستې ، چې دا هره لاره يې يو مطلوب سر منزل ته رسوي اودګناهونودازالې سبب یې ګرځي.
 انسان چې په ورځ کې د صغيره ګناهونو ارتکاب وکړي ، پینځه وخته لمونځ ادا کول يې د تطهير سبب شي ، چې په کال کې يې کومې ګناوې کړې وي ، د روژې په نيولو يې ورته وبښي ، چې په عمر کې يې د همدغسې خطاوو ارتکاب کړی وي ، د حج په ادا کولو يې پاک کړي ، چې د نصاب خاوند شي او چا ته زکات ورکړي ، انفاق وکړي ، لوی خدای (ج) يو لوی اجر پرې مرتب کړي او بالاخره چې مريض شي ، زخمي شي ، وږی شي ، په ژوند کې ستونزې پرې راشي ، د جهاد له طبیعي ستونزو سره مخامخ شي ، په دې ټولو الله (ج) د هغه لپاره سترې ، سترې پايلې مرتبې کړي او په نهايت کې مغفور او د دنيا او آخرت د سعادت د حصول مستحق وګرځي .
  انسان د خپل سرکښ طبيعت له مخې ، هرو مرو د داسې کارونو ارتکاب کوي چې خدای (ج) پرې ناراضه کيږي؛خو الله (ج) د خپلې مهربانۍ له مخې پر هغه ځينې اعمال لازم ګرځوي چې په تعمیل
 يې تزکيه او د خدای (ج) د بښنې جوګه شي ، په دې کې داسې واړه ، واړه نيک عملونه هم شا مل دي ، چې د انسان په نظر کې بې اهمیته ښکاري ، حتی په حساب کې يې هم نه راوړي ؛ خو مهربان خدای (ج) هغه هم په حسناتوکې ورته حسابوي ، تر دې چې انسان ته د لارې په سر د يوه ازغي په اوچتولو هم اجر ورکوي ،یوتږي انسان ته یوجام اوبه ورکول یې ترجنته رسوي، حتی د خدای ( ج) لپاره يو نيک پندار او په زړه کې د ښېګڼو يوه رنګينه پروژه هم بې پاداشه نه پرېږدي .
پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایي:
تاسې دنېکۍ هیڅ یوکارهم وړوکی مه ګڼئ که څه هم د یوتږي اوبه غوښتونکي په لوښي کې یوه ډولچه اوبه اچول وي،یادانیکي وي چې تاسې دخپل یوورورسره په موسکا او ورین تندي مخامخ شئ.
په بخاري کښې دحضرت ابوهریره روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځوته په خطاب کې  وویل:
ای مسلمانومېرمنوهیځ ګاونډۍ دې خپلې ګاونډۍ ته دکوم شي لېږل سپک نه ګڼي که څه هم دوزې یوښنګری وي.
په بل ځای کې دبخاري روایت دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم ویلي دي:
د دوزخ له اوره ځان وساتئ که دخرما دیوې ټوټې په ورکولواویوې ښې خبرې په کولووي.
داټولې پېرزوینې ددې لپاره دي چې  الله (ج)خپلومؤمنوبنده ګانوته دبښنې لارې برابروي،غواړي چې مؤمن بنده ګان یې په یوه وړه غوندې ښېګڼه د بښنې وړوګرځي.
 ښېګڼې که له يوې خوا همدغسې مثبت فرجام لري ، يعنې د خدای (ج) له خوا  پرې اجر مرتبيږي ، له بلې خوا هر نيک عمل د انسان په ژوند کې د يوه مثبت تحول عوامل هم برابروي ، يو سړی چې لمونځ کوي لمونځ د هغه په ژوند کې يو ژور بدلون راولي ، سا زوي یي، د مثبتياتو خوا ته يې راکاږي او له الله (ج) سره يې د اړیکې وسيله شي ؛ ځکه خو پروردګار د قرآن په ژبه فرمايي چې:
 لمونځ له فحشاوو او منکراتو څخه د انسان راګرځوونکی دی .
 روژه هم په نهايت کې د انسان په ژوند کې يو ستر انقلاب راولي ، د روژې غوښتنه دا ده چې انسان د وجود ټول هغه غړي چې د ده په اختيار کې دي ، په کنترول کې راولي ، خوله او ژبه له شکنځلو ، غيبت ، چټياتو ، دروغو او بهتان څخه وساتي ، حتی هغه خبرې هم پرې ونه کړي ، چې په بې ځايه مزاحياتو کې حسابيږي .
 روژه انسان ته دا ورښيي چې د هغه خوله او ژبه به د الله (ج) په ذکر ، د وګړو په دعوت، رغښت او د اسلام په تعميم او تنفيذ کې مصروفه وي ، سترګې به له دغسې استعمال نه ساتي چې دده لپاره د ګناه اسباب برابروي او همدا راز ټول اندامونه باید له الله (ج) سره په تعلق کښې واچوي او له داسې استعمال نه يې لرې وساتي چې د غړو د اساسي استعمال سره مغايرت ولري 
که انسان د روژې همدغه اقتضا پوره کړي دا په خپله د هغه په ژوند کې يو انقلاب دی او دا په انسان د لوی خدای (ج) مهرباني ده چې د هغه په ژوند کې يې کال په کال د دغسې انقلاب وسيله برابره کړې ، مهربان خدای (ج) په دغې وسیلې سره د انسان د ګناهونو پېټی تکراراً سپکوي او په عين حال کې روژه د اسلام د نورو ارکانو په څېر هغه ته يوه تربيت ګاه يا مد رسه ګرځوي ، چې هغه په کې وروزل شي ، تربيه او کنترول شي او له خدای سره يې داسې ارتباط جوړ شي چې بيا د بد يو ارتکاب ته تمايل ونه ښيي، که روژه او نور نيک اعمال په انسان کې همدغسې ژور انقلاب رانه ولي ؛ نو بيایې نه روژه ، روژه ده او نه يې نور اعمال په نيکيو کې حساب دي ، د روژې ، لمونځ او نورو ټولو ښېګڼو اثرات که سړی په خپل ژوند کې ونه ګوري ، يعنې د سړي په ژوند کې مثبتيات را پيدا نه کړي، له الله (ج) سره يې د روحي اړيکو سبب نه شي ، په خپلې روژې او نورو ښېګڼو دې له سره غور وکړي  فکر دې وکړي چې ولې يې په ژوند کې انقلاب نه دی راوستی او ولې يې فيوضات دده په کردار کې نه ليدل کيږي ؟
شايد د سمې او ناسمې روژې تفکيک په همدې باندې وشي ،یا قبولې اوناقبولې شوې روژې ته همدغه معیارپه پام کې ونیول شي ، که يې د چا په ژوند کې يو مثبت تحول راوستی ؤ، تزکيه کړی یې ؤ،هغه یې دشیطاني احساساتوپه قابوکولوقادرکړی ؤاوشیطان ته یې ځولانې اچولې وې ؛ نو روژه يې سمه نيولې او که يې د هغه په کردار کې يو مطلوب تحول نه ؤ راپيدا کړی ؛ نو روژه يې ناسمه نيولې ، د لمانځه او نورو حسنه اعمالو خبره هم همدغسې ده .

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018