تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د كمكي اختر په مناسبت پيغام

حکمتیار

2018-06-13

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ التوبه: 119

اې مؤمنانو! له الله ووېرېږئ او له صادقانو سره اوسئ

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ گران هېواد له رواني تپل شوې جگړي او دردناك بحران وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، ناامني او جگړه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي او آزادي غوښتونكي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي. 

له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم:

• راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو او خونړيو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو شاهد وو، نه د وسله والو رقابتونو او نه د بهرنيو ځواكونو په مټ اقتدار ته د رسېدو سپېرو او كركجنو هڅو. 

• راشئ له راتلونكو انتخاباتو د بحران د حل ډاډمنه او دائمي وسيله جوړه كړو، صادقانه تصميم ونيسو چي راتلونكي انتخابات به شفاف، عادلانه، له تقلب، جعل او تزوير پاك وي. هيڅ واجد شرائط افغان به د رأى وركولو له حق نه محروم كېږي، نه مهاجر افغانان، نه بې ځايه شوي او نه د ناامنو سيمو استوگن، د انتخاباتو پر ټول بهير بايد داسي ډاډمن نظارت تضمين شي چي هم د تقلب مخه ونيول شي او هم ئې د نتائجو په اړه بيا له لانجو او شخړو سره مخامخ نشو، پرېكړه د واقعي آراءو له مخه وشي او نتائج ئې ټولو ته د منلو وړ وي، يوازي هغه څوك بريالى وگڼل شي چي ملت پرې اعتماد كړى او هغه ئې خپل استازى ټاكلى. 

• مخكني انتخابات له درغليو ډك ول، د دې پر ځاى چي د هېواد ستونزي حل كړي مزيد ستونزي ئې زېږولې. نتائج ئې د صندوق له مخي نه بلكي د بهرنيو په وساطت او د هغوى په خوښه ټاكل شوې!! نه په يوه معتبر پارلمان منتج شول او نه په يوه بريالي، مضبوط او ځواكمن حكومت!! افغانان نه له تقلب ډك انتخابات مني او نه د اقتدار د ناسم وېش بهرنۍ معادله د بحران د حل او د يوه موفق حكومت د رامنځته كېدو وسيله بولي، د تېرو كلونو عملي تجربو، د حكومت خپلمنځيو شرمناكو اختلافاتو، د جنگ په مهارولو او د امنيت په تأمين كي د حكومت عدم توفيق وښوده چي له دې لاري نه بحران پاى ته رسېدى شي او نه امنيت تأمينېدى شي. 

• موږ د هغه تاريخي ابتكار په كلكه او په صادقانه توگه ملاتړ كوو چي د 35 سياسي گوندونو له لوري رامنځته شو، دوى خپل اختلافات شا ته وغورځول، د انتخاباتو پر يوې جامع او معقولي طرحي ئې توافق وكړ، خپله طرح او غوښتني ئې مخامخ او د دريو مطبوعاتي كنفرانسونو له لاري ټولو اړوند كورنيو او بهرنيو لوريو ته ابلاغ كړه، چارواكو ته ئې په گډه او صريحو الفاظو وويل: نه په اقتدار كي د مشاركت غوښتونكي يو او نه وزارتونه، سفارتونه او ولايات غواړو، فقط شفاف او عادلانه انتخابات غواړو!! موږ په داسي حال كي چي د دې ملي اجماع برخه يو او په هغې كي فعاله ونډه لرو له ټولو لوريو غواړو: د سياسي احزابو د دې تاريخي او مهم نوښت درناوى وكړئ، د انتخاباتو په اړه د دوى توافق بايد نهائي وگڼل شي، هيڅ د منلو او توجيه وړ دليل نه موندل كېږي چي څوك له دې ملي اجماع سره د مخالفت لار غوره كړي، دا كار به يوازي هغه څوك كوي چي د اوسني وضعيت دوام غواړي او نه پرېږدي چي افغانان خپلي ستونزي په خپله حل كړي. 

• په جگړي كي ټولو ښكېلو لوريو ته وايو: د تېرو څو لسيزو خونړيو جنگونو وښوده چي دا جنگ گټونكى نه لري، نه ئې څوك د وسلو په زور گټلى شي او نه د جنگياليو د شمېر په زياتولو سره، نه په خپل زور او نه د نورو د مټو په زور، هغه جنگي سټراټيژي نه عقلي توجيه لري او نه مذهبي جواز چي په ترڅ كي ئې غيرمحارب او بې گناه انسانان وژل كېږي. پر كليو، كورونو او د عام ولس د غم او ښادۍ پر غونډو بمونه، راكټونه او د توپونو او ټانكونو مرمۍ ورول، په ښارونو، جوماتونو، دفترونو، ښوونځيو، روغتونونو كي چاودني او بريدونه كول، هم د هر دين او مذهب له مخي محكوم او مردود عمل دئ او هم د هر انساني معيار له مخي وحشيانه او د انسانيت ضد عمل. 

• موږ په داسي حال كي چي د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د موقت اوربند ملاتړ كوو او هغه په سم لوري يو ابتدائي حركت بولو؛ پر دواړو غږ كوو چي پر موقت اوربند اكتفاء ونه كړي، له دې تبليغاتي وسيله جوړه نه كړي، په واقعي معنى، د اوږدې مودې او حتى له دائمي اوربند سره دي توافق وكړي، په صادقانه توگه دي بين الافغاني مذاكرات پيل او له سوله ايزو لارو دي خپل اهداف ترلاسه كول غوره كړي.  

• پر ټولو افغانانو غږ كوم چي مه د داسي جگړو حمايت كوئ چي په ترڅ كي ئې بې گناه انسانان وژل كېږي، مه د دې جنگ د جگړمارو، او مه د دوى د غولوونكو شعارونو، هغه چي د دې جگړو دوام غواړي ستاسو او ستاسو د دين، هېواد او ديني او ملي ارزښتونو دښمنان او د پرديو غلامان دي. 

• مه پرېږدئ چي راتلونكي انتخابات د مخكي په څېر او له درغليو ډك وي، د خائنانو، غاصبانو، لوټمارانو، مفسدينو، پرديپالو، دين پلورونكو او هېواد پلورونكو او مافيايي كړيو له هر ډول ملاتړ او حمايت ډډه وكړئ، دا د ايمان منافي عمل دئ، الله تعالى تاسو ته امر كوي چي مه ظلم كوئ، مه د ظالم ملگرتيا او مه ظلم ته تسليمېدا، په خپله صادق اوسئ او د صادقانو ملگرتيا وكړئ. 

• پر گاونډيو او بهرنيو هېوادو غږ كوم چي د شر او فساد ځواكونو له ملاتړ، د جنگ پر دوام له پانگونو او افغانستان ته د وسلو او جنگياليو له رالېږلو لاس واخلي، د افغانانو له مظلوميت او فقر په استفادې سره؛ هغوى د جنگ لپاره استخدام نه كړي او د خپلو شيطاني موخو لپاره ئې د هېواد دننه او په عراق، سوريې او يمن كي ونه جنگوي او په عراق او سوريې كي جنگول شوي جنگيالي د خپل هېواد له لاري او د داعش په نامه افغانستان ته راونه لېږي.

• حقيقت دا دئ چي په نظام كي ځيني ځواكمني كړۍ د فساد، جنگ او ناامنيو اصلي عاملين دي، همدا مفسدين هم د سولي د هر اقدام او نوښت په وړاندي خنډونه راولاړوي، هم تروريستان او وسلې ئې په خپلو سركاري وسائطو كي له امنيتي پوستو تېروي، په خوندي ځايونو كي ئې ساتي، د وسلو د حمل مجوز ورته برابروي، د عملياتو تر ساحې ئې رسوي او له عملياتو وروسته ئې خپل پټنځاى ته انتقالوي، همدا دوى دي چي وسلې، مهمات، زغروال گاډي، حتى پوستې، ولسوالۍ او ولايتونه پلوري او مخالفينو ته ئې تسليموي. دوى په هغو هېوادو پوري تړلي دي چي زموږ هېواد كي د جنگ، ناامنيو او بې ثباتيو دوام غواړي. 

• بايد پرېنږدو چي د صلحي بهير د هغو په يرغمل كي پاته شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړه پر مخ بيايي، لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، جگړو د اشرافي ژوند، بنگلو، قصرونو او پرېمانه شتمنيو خاوندان كړي، د اشغال زېږنده او د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور قدرت ته رسېدلي، په قدرت كي پاته كېدل غواړي او د دې پروا نه لري چي په جگړي كي افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي.

وروڼو خويندو!

راشئ ټول په گډه دا پرېكړه وكړو چي د جگړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځاى ئې د سالم او رغنده سياسي او فكري رقابت لار غوره كوو، داسي حالت رامنځته كوو چي د دولت له وسله والو امنيتي ځواكونو پرته په ټول هېواد كي نه بهرني وسله وال ځواكونه وي، نه د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدا كومه بهانه او پلمه، نه په سياسي او قومي ډلو پوري تړلې مليشې او اربكي، او نه څوك له دولتي واك او وسله والو ځواكونو د خپلو قومي او سياسي رقيبانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي، يو ارگ وي نه دوه، هېواد يو جمهور رئيس ولري نه دوه، د قدرت مستقل جزائر ختم شي او د موازي حكومتونو ټغر ټول شي. متأسفانه اوسنى نظام هغه بس ته ورته دئ چي دوه اشترنگونه لري او تر شا ئې دوه مخالف ډريوران ناست وي، يو ئې مخامخ بيايي او بل ئې ښي او كيڼ لوري ته د تاوولو هڅه كوي!! او نتيجه ئې د هېواد او حكومت همدا اوسنى دردناك او شرمناك حالت!!

افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله دا جگړه به حتماً پاى ته رسي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. و ما ذلك على الله بعزيز

سرلوړي دي وي افغانان

آزاد او آباد دي وي افغانستان

حكمتيار

د 1397 كال كمكى اختر



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018