تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په کوچني اختر کې د ښاغلي حکمتیار د خطبې بشپړ متن

حکمتیار

2018-06-24

 الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!
فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمٰن الرحیم
إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا ﴿۹﴾ وَأَنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۰﴾ سورت اسراء
الله تعالیٰ فرمایي: یقینأ دا قرآن هغه څه ته لارښوونه کوي چې تر ټولو زیات سم اوسیده دي، او هغو مؤمنانو ته زېری ورکوي چې نېک عملونه وکړي، د دې زېری چې ستر اجر به یې په برخه شي، او دا چې هغو ته دردناک عذاب دی چې په اخرت اېمان نه راوړي.
په دې مبارک آیت کې د قرآن عظیم الشأن څو سترې سترې ځانګړتیاوې بیان شوې دي. لومړی دا چې قرآن عظیم الشأن د سمې او روغې لارې په لور لارښوونه کوي، د هغې لارې په لور چې تر ټولو غوره، سمه، مظبوطه او رغنده ده. د ژوند په هر اړخ کې، او د هرې قضیې په ارتباط، په فردي او اجتماعي برخو کې هغه لارښوونې کوي چې تر دې د سمې لارښوونې امکان نشته. هغو مؤمنانو ته چې عملونه یې نېک دي په دنیا او آخرت کې د ستر اجر او بدلې زېری ورکوي، هغوی دې مطمئن او ډاډه وي، اجر یې د الله تعالیٰ په نزد خوندي دی، الله تعالیٰ د دې زمه وار دی چې حتماً او خامخا به دوی د خپلو جهادونو، قربانیو، کړنو او نېکو عملونو بدله ترلاسه کوي. هېڅوک او هېڅ ځواک نه شي کولی چې د دوی د نېکو عملونو د بدلې د تحقق مخه ونیسي. اجر یعنې د عمل بدله، د عمل نتیجه، هغه نتیجه چې د انسان په کړنو او عملونو باندې مرتب کېږي. د دې پرېکړه د الله تعالیٰ له لوري کېږي، هېڅوک یې د تحقق په وړاندې خنډ کېدی نه شي، او قرآن دا حقیقت څرګندوي چې هغه چې په آخرت باور نه لري؛ هم به یې په دنیا کې دردناک عذاب په برخه کېږي او هم په آخرت کې. په دنیا کې به یې ژوند له کړاوونو سره مل وي، اضطراب، پرېشاني او تر ټولو لوی عذاب یې د زړه عدم اطمنان او اضطراب دی، هغوی به له دغه پرېشانۍ، تشویش او اضطراب سره مخ وي، په اخرت کې هم د دوی برخلیک تور او دوزخ دی.
وروڼو او خویندو! ګرانو هیوادوالو!
تاسو ته د کمکي اختر مبارکي وایم، دعا کوم چې الله تعالیٰ زموږ ګران هیواد له دې روان دردناک بحران څخه وژغوري، د څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو، هغه جګړه چې بهرنیو پر افغانانو تپلې، شوروي ځواکونو پيل کړه او ناټو ته یې په میراث پرېښوده، او دا دی دې جګړې تر نن پورې دوام وکړ. هره ورځ تر سلو زیات افغانان په خپلو وینو کې رغړي، وژل کېږي او تر دې زیات هم زخمي کېږي. هیله ده چې الله تعالیٰ خپل عنایت او لطف زموږ د مظلوم ملت پر حال شامل کړي، دا جګړه پای ته ورسېږي، او د یو واقعي اسلامي حکومت په راتلو سره زموږ د شهیدانو، غازیانو او سرلوړو مجاهدینو نېکې هیلې او ارمانونه ترسره شي.
باور لرو چې ان شاءالله دا حالت به حتماً پای ته رسېږي، او که خدای کول ډېر ژر. څوک چې ګمان کوي دا جګړه به همداسې دوام لري او دا حالت به همداسې روان وي؛ تېروتي دي. د تاریخ په اوږدو کې هره جګړه پای ته رسېدلې ده، دا به هم پای ته رسېږي. نه یوازې به دا جګړه پای ته رسېږي؛ بلکې زموږ د ملت د خوښې سره سم اسلامي نظام به په خپلواک او آزاد افغانستان کې قایمېږي. ملت به خپل صالح مشران غوره کوي، دا ځکه چې دوی ولیدل له بهره تپل شوو نظامونو، قیادتونو او زعامتونو زموږ ملت له کوم ډول تور برخلیک سره مخ کړ!؟ ملت به خامخا تصمیم نیسي او وروستۍ پرېکړه به هم د دوی له لخوا کېږي.
اجازه راکړئ له دې فرصته په استفادې سره هم خپل ولس ته او هم د سیاسي ډلو مشرانو ته څو عرایض ولرم:
راشئ د تېرو څلورو لسیزو ترخو او خونړیو تجروبو او د هغوی پایلو ته په پام سره په خپلو کړنو او دریځونو کې تجدید نظر وکړو، نوې او رغنده لار غوره کړو، تعهد وکړو چې نور به مخکینۍ ترخې تجربې نه تکراروو، قدرت ته د رسېدو کومې لارې چې له دې مخکې آزمویل شوې؛ که کودتاګانې وې، که د توپونو، ټانکونو او جازونو په مرسته قدرت ته رسېدل وو، که د پردیو د مټو په زور د قدرت په ګدۍ کېناستل وو، راشئ دا د تل لپاره لرې وغورځوو. تاسو یې هم له تور برخلیک سره مخامخ کړئ او زموږ ملت او ولس هم. نوې او رغنده تګلاره غوره کړو، داسې چې له دې وروسته قدرت ته د رسېدو په لار کې او له یوه نه بل ته د قدرت د انتقال په بهیر کې یو څاڅکی وینه هم توېې نه شي. زموږ له سرلوړي او مؤمن ملت سره همدا ښایي، د اسلام تقٰضیٰ هم همدا ده، له دې نه وروسته له یوه نه بل ته د قدرت د انتقال په بهیر کې نه یوه مرمۍ وویشتل شي، نه یو ډز واورو او نه یو څاڅکی وینه تویې شي. له دې وروسته قدرت ته د رسېدو په لار کې موږ وسله وال رقابتونه تحریم کړو. که په خپلو منځونو کې رقابت کوو نو دا سولییز، فکري، سالم او رغنده رقابت وي. راشئ راتلونکي انتخابات د بحران د حل وسیله وګرځوو، له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړو، تصمیم ونیسو چې دا انتخابات باید حتماً په شفاف او عادلانه ډول ترسره کړو، له تقلب نه په خپله هم ډډه وکړو او مخه یې هم نیسو.
د انتخاباتو په ارتباط دوه لارې یا بدیلونه لرو: یو دا چې پرېږدو دا انتخابات هم د مخکې په څېر وي، له درغلیو، جعل او تذویر ډک انتخابات وي، وېې منو او برخه هم په کې واخلو. د دې انتخاباتو نتیجه به هم همغسې وي لکه د مخکې په څېر، او ښایي تر هغه یې هم نتایج زیات بد وي. داسې انتخابات نه یوازې زموږ ستونزې نه شي حلولی بلکې زموږ ستونزې زیاتوي. احتمالأ په یو عام تشنج منتج شي، ځینې بیا په همدې پانګونه کوي، د همدې لپاره هڅه کوي او وایي چې پرېږدئ انتخابات له تقلب نه ډک تر سره شي، طبیعي ده چې ملت ته به یې نتایج د منلو وړ نه وي، او بیا به هر څوک د دولت او هم د انتخاباتو د کمیسیون پر ضد راپاڅي او موږ به د یو عام او سرتاسري پاڅون شاهد وو. متأسفانه ځینې پر دې ټینګار کوي، غواړي او هڅه کوي، د دې لپاره یې ملا تړلې، کورنۍ کړۍ هم او بهرنۍ کړۍ هم، دوی ټینګار کوي چې په انتخاباتو او په طریقه کې دې هېڅ تغیر او تبدیلي نه راځي، دا ځکه چې اوس وخت نه لرو، دا ځکه چې ځینې بهرنۍ کړۍ له دې سره مخالفت کړي، هغوی پر دې ټینګار کوي چې دا انتخابات باید د مخکې په څېر وي. یعنې دا چې د انتخاباتو د پایلو وروستۍ پرېکړه به نه د انتخاباتو کمیسیون کوي، نه به د رایو او صندوق له مخې کېږي بلکې د مخکې په څېر به یې پرېکړه د بهرنیانو په وساطت او د هغوی له لوري اعلانېږي او استازي به ټاکل کېږي. یو دا صورت دی چې نه زموږ ملت ته د منلو وړ دی او نن هم سیاسي ګوندونو ته.
دوهم صورت دا دی چې په اصولي انتخاباتو په خپلو منځونو کې توافق وکړو، تعهد او ژمنه وکړو چې دا انتخابات نه ځنډوو، په هېڅ بانه او پلمه اجازه نه ورکوو چې دا انتخابات وځنډېږي، دا انتخابات به عادلانه او شفاف وي، په دې کې به درغلي نه کېږي د جعل او تذویر مخه به نیول کېږي او نتایج به یې هم ټولو لورو ته د منلو وړ وي. موږ په همدې ټینګار کوو، حزب اسلامي یوه مهمه او ستره غوښتنه لري چې هغه شفاف او عادلانه انتخابات دي. تل مو پر دې ټینګار کړی، نن مو هم همغه مخکینی او همېشنی دریځ دی.
انتخابات غواړو دا ځکه چې بل بدیل نه لرو، نورې لارې او بدیلونه موږ وآزمویل، او ومو لیدل چې نتایج یې څه وو!؟ موږ د انتخاباتو لپاره بدیل نه لرو، د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره بدیل نه لرو. موږ ټولو لورو ته همدا خبره کړې، چارواکو ته هم او سیاسي ګوندونو ته هم چې راشئ اصولي انتخابات ترسره کړو، او دا د تلپاتې تګلارې په توګه غوره کړو. تل باید په نظام، حکومت او دولت کې تغیر او تبدیلي، له یوه نه بل ته د قدرت انتقال یوازې د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لارې ترسره شي. په دې دریځ کې یوازې وم، د روسي پوځونو د وتلو په دوران کې مو هم دا ویل چې پرېږدې قدرت یوه موقت حکومت ته انتقال شي، داسې موقت حکومت چې ټولو لورو ته د منلو وړ وي بیا دې انتخابات ترسره شي، خو متأسفانه ځینو مخالفت وکړ او د دې په خلاف یې کودتا وکړه، د کې جي بي او سي آی اې په امر او د هغوی تر قیادت لاندې. دوی پرېنښودل چې قدرت د نجیب له حکومت نه په سولییزه توګه یوه موقت حکومت ته انتقال شوی وی او بیا انتخابات ترسره شوي وی. که داسې شوي وی، نو موږ به د دغه بحران او دومره وینه تویېدو شاهد نه وو، د نجیب له حکومت راهیسې تر نن پورې چې څومره وینې توېې شوې مسؤلیت یې د هغو سپېرو کړیو پر غاړه دی چې زموږ د هغه طرحې مخالفت یې وکړ، او د یوې توطئې جز شول، د دې مسؤلیت د شمالي ټلوالې پر غاړه دی، اجازه راکړئ چې په صریحو الفاظو دا ووایم، همغه چې نن هم وایي او په ډېر وقاحت سره دا اعتراف کوي چې موږ دا طرحه شنډه کړه، په دې باندې افتخار هم کوي.
نن هم موږ همغه پرونۍ خبره کوو، له جنګ لاس واخلئ، د پردیو د مټو په زور قدرت ته د رسېدو مخکینۍ تجربې نور مه تکراروئ! راشئ! له دغو انتخاباتو د بحران د حل وسیله جوړه کړو. کابل ته له راتلو وړاندې موږ په همدې باندې ټینګار کاوه، چې راغلي یو هڅه کوو ټول ګوندونه تر یوه سقف لاندې راغونډ کړو، د «ملي تفاهم مجمع» وړاندیز مو وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه چې د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو په جریاناتو کې مطرح وو، ښه یا بد، ډېر یا لږ، ستر یا ووړ، دوی ټول تر یوه سقف لاندې کېني او د روان بحران لپاره افغاني حل ولټوي. متأسفانه بیا هم ځینو مخالفت وکړ، خو موږ خپلو هڅو ته دوام ورکړ، پنځه راغونډ شوو په خپل منځ کې مو توافق وکړ، شپږ او اووه شوو په همدې ډول مو شمېر زیات شو، نن پنځه دېرشو سیاسي ګوندونو په خپلو منځونو کې په یوې طرحې توافق کړی چې شفاف او عادلانه انتخابات یې بنسټ دی. د انتخاباتو په تړاو یې په یوې جامع طرحې توافق کړی. دا طرحه د څو مطبوعاتي کنفرانسونو په ترڅ کې اعلان هم شوه، دولت ته هم وړاندې شوې، بهرنیو لورو ته هم وړاندې شوې، د انتخاباتو کمیسیون ته هم وړاندې شوې. په دې طرحه کې څو غوښتنې شوې: لومړی دا چې هېڅ واجدالشرایط افغان د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي، نه مهاجر، نه د ناامنو سیمو هستوګن او نه داخلي بې ځایه شوي وګړي. یعنې هغه چې د جګړو او ناامنیو په نتیجه کې مجبور شوي دي خپل کلي او کورونه پرېږي او بل ځای ته کډه شي. د دغو مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو وګړو شمېر تر لس میلیونه اوړي، په هېڅ بانه او پلمه باید دوی د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي، نه دولت دا حق لري او نه بله مرجع چې دوی له دغې حق څخه بې برخې کړي. په تېرو انتخاباتو کې دوی عمداً او قصداً د سیاسي موخو په وجه له خپل حق څخه بې برخې شوي دي. هغه انتخابات چې د یو ملت لس میلیونه وګړي عمداً او قصداً د دولت د یوې ظالمانه پرېکړې له مخې بې برخې شي؛ د هغو انتخاباتو به څه ارزښت وي!!؟
انتخابات باید شفاف او عادلانه وي او له پيل تر پایه یې په ټول بهیر د ګوندونو نظارت او اشراف تضمین شي. دا ځکه چې بیا یې نتایج هم ټول لوري له ځنډ پرته ومني، بیا داسې نه شي چې د مخکې په څېر یو بل جان کېري راشي او د انتخاباتو د پایلو په هکله پرېکړه وکړي، او هغه بیا موږ ته داسې حکومت جوړ کړي لکه دا اوس یې چې شاهد یو، وېشلی حکومت، پنځوس پنځوس، څومره شرمناک حالت. ولسمشر یو وزیر د خپلو غلطیو له کبله منفک کوي خو اجرائیه ریاست امر کوي چې ولسمشر د دې حق نه لري چې وزیر منفک کړي او په سبا یې همدغه وزیر د دیارلس میلیونو ډالرو قرارداد لاسلیکوي. دا په داسې حال کې چې ولسمشر د دې وزیر په اړه پرېکړه کړې چې دا وزیر له هیواده د وتلو حق هم نه لري یعنې باید له ده نه د خپلو ناوړه کړنو په اړه پوښتنې وشي. باید پرېنږدو چې دا شرمناکه فاجعه بیا تکرار شي. د همدې لپاره موږ ټینګار کوو چې د انتخاباتو په ټول بهیر له پیل تر پایه د سیاسي ګوندونو نظارت تضین شي. که دا د حوزو ټاکل دي، که د انتخاباتو د کمیسیون لپاره د پرسونل غوره کول دي، که د نومونو ثبت دی، که د تذکرو وېش دی او که د رایه اچولو محلونه دي، په دې ټولو برخو کې باید د سیاسي ګوندونو توافق ترلاسه شي او د هغوی تر نظارت او اشراف لاندې ترسره شي.
سیاسي ګوندونه اوس یو واقعیت دی، د ملت اکثریت وګړي په کې راټول شوي دي، دا ګوندونه یو ضرورت دی، دا ګوندونه د دې باعث شوي چې زموږ ملي وحدت ټینګ کړي، قومونه په یو فکري او سیاسي محور را غونډ کړي لکه دا نن چې تاسو په همدې غونډه کې ګورئ، دلته الحمدلله د مختلفو قومونو او توکمونو وګړي تر همدې یو سقف لاندې راغونډ شوي دي، پښتون، غیر پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، بلوچ او نور. دوی په عقیدې او یو سیاسي او فکري محور راغونډ شوي دي، سپېڅلو آرمانونو سره راغونډ کړي دي. که دا نه وي نو بیا به ملتونه سره تقسیمېږي، په قومونو به وېشل کېږي. موږ همدا وایو چې دا انتخابات باید په سترو، ځواکمنو او ملت شموله ګوندونو جوړېدو منتج شي، موږ دې ته اړ یو. که غواړو چې یو معتبر پارلمان ولرو، چې په هغه کې پېر او پلور نه وي، هغه د تصمیم ورستۍ مقتدره مرجع وي، حکومت، جمهور رئیس، نظام او کابینه ټول د هغه پرېکړو ته منقاد او تابع وي، هغه د ملت ممثل وي، ملت یې تر شا ولاړ وي، که غواړو چې یو ځواکمن او په اوضاع مسلط حکومت ولرو، د هیواد د اداره کولو جوګه، هغه چې جنګ مهار کړی شي، امنیت تأمین کړی شي، له دې حالته هیواد وباسي، وینو چې حکومت حتیٰ په پلازمېنې کابل کې هم امنیت نه شي تأمینولی، په یوه میاشت کې ګڼ شمېر ستر ستر انفجارات وشول او په سلګونو بې ګناه وګړي په کې شهیدان شول. دولت د دې له مهارولو عاجز دی.
که غواړو چې یو ځواکمن حکومت ولرو نو موږ ملت شمول او هیواد شمول سیاسي ګوندونو ته ضرورت لرو. ګوندونه باید له اوسني وضعیت نه واېستلی شي، هغه چې په قومي بنسټ جوړ شوي دي، د ژبې په بنسټ جوړ شوي دي، د توکم په بنسټ جوړ شوي دي. هغه چې مشر یې هزاره دی په ټول ګوند کې یې یو غیر هزاره نه موندل کېږي، هغه چې مشر یې ازبک دی په ټول ګوند کې یې یو غیر ازبک نشته او هغه چې مشر یې د یو ولایت دی، د یوه قوم دی هغه د دې ولایت او قوم نه بهر په بل چا اعتماد نه کوي، که یې نیسي هم تش په نامه، نه یې په اجرائیه کې نیسي او نه کابینه کې. انتخابات باید داسې شي چې په نتیجه کې یې موږ ستر ملت شمول ګوندونه ولرو.
موږ چې کومه طرحه وړاندې کړې په همدغسې ګوندونو منتج کېږي. موږ وایو چې رایه باید ګوندونو ته ورکړل شي، د ګوندونو او ائتلافونو له لوري چې د نوماندانو کوم فهرستونه اعلانېږي ملت باید همدې ته رایه ورکړي، او هر ګوند باید د خپلو اراوو په تناسب پارلمان ته خپل استازي ولېږي. د داسې انتخاباتو یوه نمونه څو ورځې وړاندې په عراق کې ترسره شوه، په عراق کې له انتخاباتو وړاندې ائتلافونه رامنځته شول، هغوی د نوماندانو په فهرست په خپلو منځونو کې توافق وکړ، ملت د دغو ګوندونو فهرستونو ته رایه ورکړه، او تاسو ولیدل چې په سبا یې غیر رسمي نتایج معلوم شول او دری ورځې وروسته یې رسمي نتایج اعلان شول. زموږ د تېرو انتخاباتو نتایج شپږ میاشتې وروسته اعلان شول، او دا هم هغه مهال چې جان کیري راغی او حکومت یې د دوو ائتلافونو ترمنځ ووېشه او بیا یې د انتخاباتو کمیسیون ته وویل چې اوس د دې پایلې اعلان کړئ.
ما آبله ورځ د امریکا له سفیر سره ملاقات درلود، هغه ته مې همداسې وویل چې لږ تر لږه پرېږدئ دا زموږ راتلونکي انتخابات داسې وي لکه د عراق. سره له دې چې د عراق په انتخاباتو کې هم ډېر عیبونه وو. موږ چې کومه طرحه وړاندې کړې تر هغې ډېره ډېره غوره ده. متأسفانه ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ نه غواړي چې انتخابات دې شفاف او عادلانه وي، همدا اوس یې د دې لپاره ملا تړلې ده، ټینګه ملا یې تړلې ده چې د تقلب او درغلیو له هېڅ اقدام نه هم باید ډډه ونه کړي. جعلي تذکرې جوړېږي، یو کس شل و دېرش او څلوېښت او سل تذکرې ځان ته جوړوي. یو نوم، یو عکس، یو لباس، یو ادرس او یو شهرت شل تذکرې ځان ته جوړوي. ما د امریکا سفیر ته هم د داسې درغلیو اسنادو او شواهد وښودل، او آبله ورځ دغو پنځه دېرشو ګوندونو په خپل ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې هم دغسې اسناد خلکو او رسنیو ته وښودل. الحمدلله نن تقریبأ د ټولو سیاسي ګوندونو اجماع رامنځته شوې ده، ټول اوس په دې متفق دي چې د مخکې په څېر انتخابات نه منو، انتخابات باید شفاف او عادلانه وي، او له تقلب، جعل او تذویر مبرا او پاک وي.
ټول باید په دې پوه وي چې دا جنګ ګټونکی نه لري. نه یې د دولت وسله وال مخالفین د بهرنیو په مرسته ګټلی شي او نه هم دولت او بهرني ځواکونه. که څوک په دې حقیقت نه پوهېږي هغه به ډېر کودن او ناپوه وي. اووه لس کاله د ناکام جنګ تجربه کافي ده چې هر د عقل خاوند په دې اعتراف وکړي چې دا جنګ او ستراتیژي یې نه په هغه لوري کې بریا لري او نه هم په دې لوري کې، نه په دولت او بهرنیو حامیانو کې او نه هم د وسله والو مخالفینو په اړخ کې. راشئ د جنګ پر ځای سوله د بحران د حل د وسیلې په توګه قبوله کړو. دا جنګ چې په هغه کې د بې ګناه انسان وینه تویېږي، په هغې کې یوازې افغانان مري، په هغه کې یوازې د افغان کور او وطن ورانېږي، په هغه کې په کلیو او کورونو بمونه او راکېټونه اورېږي، په هغه کې د بې ګناه خلکو کورونه او کلي په توپونو او ټانکونو ورانېږي، دا جنګ نه شرعي مجوز لري، نه مذهبي جواز، او نه هم عقلي او منطقي جواز، دا جنګ باید پای ته ورسېږي.
موږ د سولې لار غوره کړه، سولې ته ژمن یو، دا ځکه چې په اسلام کې هم جنګ شته او هم سوله. کله چې د جنګ ضرورت و موږ تر ټولو وړاندې وو، موږ پیل کړی، موږ نورو ته جهاد ښودلی، نور که راغلي زموږ په پل یې پل اېښی دی، دا شعارونه یې هم زموږ نه زدده کړي دي، چې د جنګ ضرورت و موږ تر ټولو وړاندې وو، او چې د سولې ضرورت مو احساس کړ نو دا نوښت هم لومړی زموږ له لوري و، او باور وکړئ چې سوله تر جنګ زیات جرئت او همت غواړي. جنګ تر سولې اسان کار دی، هر څوک یې کولی شي، خو سوله د عقل او همت خاوند کولی شي. موږ ډېر بې هدفه او بې فرهنګه جنګیالي هم لرو، لوټماران، غله، شوکماران، ډېر شته، آسانه، ټوپک واخله او له یوې سوړې ډزې کول ډېر اسان کار دی. باهدفه جنګ کول هم ګران کار دی، خو سوله کول تر دې هم ګران او سخت کار دی. دا ځکه کله چې قرآن سولې ته لارښوونه کوي، نو فرمایي چې کله دښمن سولې ته متمایل شو، نو ته هم تمایل وښیه او بیا وایي (وتوکل علی الله) او په الله تعالیٰ باندې توکل وکړه، (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ) او که هغوی د خدعې، مکر یا توطئې اراده لري؛ نو ستا لپاره خدای تعالیٰ کافي دی. موږ په خپل رب توکل وکړ او سوله مو وکړه. داسې ځای ته راغلو چې هلته زموږ حریف او رقیب مسلط و، په خدای مو توکل وکړ او سوله مو وکړه، دا ځکه چې سوله یو ضرورت و او زموږ د ایمان او اسلام تقٰضیٰ وه، هم د اسلام په ګټه وه او هم زموږ د هیواد په ګټه وه. سره له دې چې د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د مهاهدې ډېری مادې لا هم نه دي عملي شوې.
پرون موږ دلته له آزادو شوو بندیانو سره یوه غونډه لرله، الحمدلله چې دا جومات (د ایمان جومات) د دوی په غونډه افتتاح شو، لومړۍ غونډه چې په دې جومات کې وشوه پرون وه او له آزادو شوو بندیانو سره وه. لومړی د جماعت لمونځ هم له همدوی سره په دې جومات کې ادا شو چې الحمدلله دا یوه ښه افتتاح وه. زموږ زندانیان باید د معاهدې له مخې د دوو میاشتو په منځ کې بلا قید او شرطه ټول آزاد شوي وی، موږ د (۲۵۰۰) کسانو نومونه ورکړي وو، دا دوه زره او پنځه سوه کسان باید د معاهدې له لاسلیک وروسته د دوو میاشتو په موده کې راخلاص شوی وی او دولت پر همدې تعهد کړی و او ترې لاندې جمهور رئیس لاسلیک کړی و. یوه لاسلیک شوې معاهده، ولې متأسفانه دا دی له یو کال او لس میاشتو وروسته هم زموږ یوازې محدود شمېر بندیان راخوشې شوي دي او ګڼ شمېر لا هم په زندانونو کې بندي دي. د انتخاباتو په ارتباط هم په دې معاهده کې راغلي چې د همدغې طرحې مطابق به وي چې موږ وړاندې کړې ده. د متناسب تمثیل پر بنسټ ولاړ انتخابات، چې په هغه کې رایه ګوندونو ته ورکول کېږي، په معاهدې کې راغلي دي چې د انتخاباتو په سیستم کې به تغیر او تبدیلي رامنځته کېږي، خو متأسفانه ګورو چې د معاهدې دا بند هم نه دی عملي شوی، موږ صبر کوو، پرېکړه مو کړې چې د سولې لارې ته له هر ډول خنډونو او موانعو سره سره دوام ورکوو.
موږ پر طالبانو هم غږ کوو چې راځئ همدا د حزب اسلامي لاره غوره کړئ، د سولې لار غوره کړئ. د دولت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند ټینګ ملاتړ او قدرونه کوو، پر دواړو لورو غږ کوو چې ورته ژمن پاتې شي او دوام ورکړي ترڅو په یو دایمي اوربند او سولې بدل شي، طالبان هم د سولې او مذاکراتو لاره غوره کړي او خپلو اهدافو ته د سولې او خبرو اترو له لارې ورسېږي. همدا هم د دوی په ګټه ده او هم د اسلام او هم زموږ د هیواد په ګټه. طالبان دې مخامخ له دولت سره مذاکرات پیل کړي، موږ ځان ته هم دا د پيغور وړ ګڼله چې مذاکرات مو د افغانانو پر ځای له بهرنیانو سره وي، له دې مو ځان وساته، ویل مو چې افغانستان د افغانانو کور دی، مسایل یې هم په افغانانو پورې مربوط دي، او حل یې هم باید خپله افغانان ولټوي او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو په نتیجه کې دا بحران حل شي، د همدې لپاره مو د بهرنیو له وساطت او وسایت پرته مذاکرات پیل کړل، نتیجې ته ورسېدل او یوه تاریخي او درنه معاهده لاسلیک شوه. پر طالبانو مو هم دا نه لورېږي چې هغوی دا خبره وکړي چې موږ له بهرنیانو سره خبرې کوو، دا خو مو قطعأ پر دوی نه لورېږي چې امریکایان وایي چې موږ درسره مذاکرات نه کوو او دوی بیا هم ور باندې ټینګار کوې چې نه زموږ او تاسو تر منځ باید مذاکرات وشي. که هغوی غوښتلی او تاسو د رد ځواب ورکړی وی بیا هم یوه خبره وه، خو دا چې ته مطالبه کوې او دوی د رد ځواب درکوې دا درسره قطعأ نه ښایي، له هېڅ افغان سره نه ښایي، له افغانانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړئ.
زه په ټولو افغانانو دا غږ کوم، په هر مؤمن افغان، په نا افغانانو نه، دا غږ چې مه د داسې جګړو حمایت او ملاتړ کوئ چې په هغه کې بې ګناه افغانان وژل کېږي، که غواړئ مؤمن پاتې شئ، که غواړئ قرآن ته ژمن پاتې شئ، که غواړئ د قرآن په لارښوونو عمل وکړئ د داسې جنګ او جنګیالیو مرسته او ملګرتیا مه کوئ چې د هغوی د جنګ په نتیجه کې بې ګناه انسان وژل کېږي. بې ګناه انسان، یوازې بې ګناه مسلمان نه، یوازې بې ګناه افغان نه، بې ګناه انسان! داسې جنګ حرام دی، که څوک په دې حقیقت هم نه پوهېږي ډېر به ناپوه او جاهل وي. د داسې جنګ او جنګیالیو او د دوی د غولوونکو شعارونو ملاتړ او حمایت مه کوئ. هغه چې د دې جنګ دوام غواړي هم ستاسو دښمنان دي، هم ستاسو د هیواد دښمنان دي او هم د اسلام دښمنان دي. یوازې د پردیو غلامان به د جنګ دوام غواړي او دا د هغوی ماموریت دی، د دې لپاره مأمور شوي دي.
مه پرېږدئ چې راتلونکي انتخابات د مخکې په څېر وي، له درغلیو ډک وي، د خاینانو، غاصبانو، لوټمارانو، مفسدینو، پردي پالو، دین پلورونکو، هیوادپلورونکو او مافیایي کړیو مرسته، ملګرتیا او حمایت مه کوئ!!! په خپلو منځو کې او له خپل رب سره تعهد وکړئ چې هېڅکله به د مفسد، خاین او د اسلام او هیواد د دښمن ملګرتیا نه کوو او هغوی ته به رایه نه ورکوو. دا د ایمان منافي عمل دی چې څوک د ظالم او خاین ملګرتیا کوي (وَ لا تَکُنْ لِلْخائِنِینَ خَصِیماً) د خاین ملګرتیا مه کوه! رایه ورکول څه عادي مسئله نه ده، دا ستا په ایمان او عقیدې پورې تړلې مسئله ده، الله تعالیٰ تاسو ته امر کوي چې مه خپله ظلم کوئ! مه د ظالم ملګرتیا کوئ! او مه ظلم ته تسلیمېږئ! دا دری واړه الله تعالیٰ حرام کړي دي، زموږ په مذهب کې دا دری واړه حرام دي، باید خپله صادق وئ او د صادقانو ملګرتیا او مرسته وکړئ.
پر ګاونډیو غږ کوم چې نور د افغانستان د جنګ اور ته لمن مه وهئ! پر دې جنګ تېل مه پاشئ! مزیده پانګونه مه پرې کوئ! د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه مه کوئ! د افغانانو له فقر، لوږې او مسکنت نه په استفادې سره له هغوی په وړیا او ارزانه بیه جنګیالي مه استخداموئ! دوی د خپلو موخو لپاره مه په افغانستان کې جنګوئ او مه یې عراق، سوریې او یمن ته د جنګ لپاره لېږئ! نور موږ ته د خپل هیواد له لارې داعشیان مه رالېږئ! همغه جنګیالي چې تاسو روزلي، په نورو ځایونو کې مو جنګولي، او نن یې د داعش تر نامه او عنوان لاندې افغانستان ته رالېږئ، د دې کار مخه ونیسئ! له دې نه ډډه وکړئ! که نه د دې جنګ لمن به حتماً او حتماً ستاسو لمن هم نیسي، د ځینو یې نیولې او د نورو به هم نیسي.
حقیقت دا دی چې په نظام کې ځینې ځواکمنې کړۍ د جنګ، ناامنیو او فساد اصلي عاملین دي. همدا مفسدین هم د سولې د هر اقدام او نوښت په وړاندې خنډونه راولاړوي، هم ترورستان او هم یې وسلې په خپلو تور شیشه اي سرکاري وسایطو کې له امنیتي پوستو تېروي، په خوندي ځایونو کې یې ساتي، د وسلو د حمل مجوز ورته برابروي، د عملیاتو تر سیمې یې رسوي، او له عملیاتو وروسته یې خپلو پټنځایونو ته انتقالوي. همدا دوی دي چې وسلې، مهمات، زغره وال ګاډي حتیٰ پوستې، ولسوالۍ او ولایتونه پلوري. دوی په هغو هیوادونو پورې تړلي دي چې زموږ په هیواد کې د جنګ، ناامنیو او بې ثباتیو دوام غواړي او خپلې ګټې یې د افغانستان له ناامنۍ او بې ثباتۍ سره غوټه کړې دي. باید پرېنږدو چې د سولې بهیر د هغو په یرغمل کې پاتې شي چې جګړو پړسولي، د پردیو د ګټو لپاره نیابتي جګړه پر مخ بیایي، لاسونه یې د مظلومو افغانانو په وینو سره دي، جګړو د اشرافي ژوند، بنګلو، قصرونو، او پرېمانه افسانوي شتمنیو خاوندان کړي دي، د اشغال زېږنده دي او د بهرنیو د مټو په زور قدرت ته رسېدلي دي، په قدرت کې پاتې کېدا غواړي، او د دې پروا نه لري چې په جګړه کې افغانان مري او د هغوی کور، کلی او هیواد ورانېږي.
برادران و خواهران عزیز!
متأسفانه عده بر ادامه جنگ ترکیز دارد، اصرار دارند، خواهان ادامه وضعیت فعلی دردناک هستند، و در برابر هر اقدام صلح آمیز که منتج به خاتمه جنگ و تأمین امنیت در کشور شود موانع ایجاد میکند. چند روز قبل یکي از کسانی که به اصطلاح شخصیت دوم در حزب خود است گفت: «اکثریت جنگجویان که در شمال می جنگند مربوط به احزاب جمعیت و جنبش اند، به دلیل این که خود را در قدرت شریک نمی بینند». استدال کرد که اگر من (به خود اشاره کرد) در قدرت شریک نباشم چاره جز جنگیدن علیه نظام ندارم، پس آنهایکه در شمال علیه نظام می جنگند همه ایشان مربوط به این دو گرو اند، چون در قدرت شریک نیستند و حق دارند بجنگند. متأسفانه این در حالیست که تقریبأ در سه دهه گذشته بیشترین سهم را در نظام همین دو گرو داشت، در جریان سه دهه مخصوصأ در همین هفده سال اخیر، همه ای پوست های کلیدی مربوط به همین دو گرو بودند، پوست اول و دوم، پوست های وزارت خارجه و داخله، ریاست امنیت ملي، نیروهای امنیتي، جنرال ها، قوماندان های قول اردو ها و فرقه ها، همه ایشان مربوط به این دو گرو بودند. آیا عجیب نیست یک کسی با همه وقاحت بگوید که کسانیکه در شمال می جنگند دلیل شان این است که در قدرت شریک نیستند. متأسفانه کسان که از دولت، توپ و تانک اش، اقتدار و سلطه اش حتیٰ از نیروهای خارجی برای حذف رقیب سیاسی و قومی خود استفاده کرده امروز جنگ خود را توجیه میکند، امروز در همین حالتی که این حرف را بر زیان می آورد، بخش عمده ای اقتدار در دست این هاست. یکی دیگری از رهبران این گرو چندی قبل و زمان که رئیس امنیت ملی بود با همه ای وقاحت اعتراف کرد، در حالیکه احساس فخر هم میکرد و این را یکی از دست آوردهای خود می شمرد که کار بزرگ و تاریخی را انجام داده ایم، که هشتاد و پنج هزار (۸۵۰۰۰) تروریست را به زندان کشاندم، و این هشتاد و پنج هزار تروریست هم مربوط به یک قوم هستند. با همه ای وقاحت این را گفت و در حالیکه به این افتخار هم میکرد، و این زمان بود که یکی از رئسای جمهور به زندان بگرام رفت و ناچار شد گفت که در زندانها هم باید عدالت اجتماعی مراعات شود، درست نیست که همه ای زندانیها مربوط به یک قوم باشند. بیش از نود در صد اش مربوط به یک قوم یک تبار، این اعتراف یک رئیس جمهور است. همان زمان که رئیس امنیت ادعا میکرد که هشتاد و پنج هزار زندانی (تروریست) را به زندان کشیده، همان زمان هم و بعدأ هم رئسای جمهور مجبور شدند که به این اعتراف کند و بگویند که در زندانها هم باید عدالت اجتماعی مراعات شود، درست نیست که همه ای زندانی ها را مربوط به یک قوم باشند. متأسفانه اکثریت کسانیکه در زندان ها اند مربوط به یک قوم اند.
من دیروز در همین جا یک صد و هشتاد زندانی را ملاقات کردم، اجازه بدهید به این حقیقت دردناک اشاره کنم که بیش از نود در صد اش پشتون بودند، و همین است وضعیت در زندان ها. امروز اگر کسی به این حقیقت اشاره میکند که جنگ در برخی از نقاط صبغه ای قومی را بخود گرفته و وضعیت زندان ها را هم به همین ترتیب است او را حتماً متهم به قوم گرایی و تعصب میکنند. کسیکه خودش عامل تعصب است و در تعصب تا گلو غرق، دیگران را که به این حقایق اشاره میکند و از این حقایق پرده بر میدارند این ها را متهم به تعصب میکند. ما میگوییم تعصب نکنید! تعصب حرام است، از بطلاق گندیده تعصب بیرون برایید! آغوش تان را باز کنید! گروهای مبتنی بر قوم گرایی درست نکنید! احزاب نیرومند ملت شمول بسازید! احزاب که بر محور فکر و عقیده و آرمان ساخته شده باشد، آغوشش برای همه ای اقوام باز، احزاب که وحدت ملی را چون مردمک چشم خود حفظ میکنند، احزابی که در او همه ای اقوام خود را مصئون احساس میکند، احزابی که منتج به تقویه و استحکام هر چی بیشتر وحدت ملی ما شود. ما همواره دیگران را به این دعوت کردیم، گفتیم بیایید از حزب اسلامی تقلید کنید! حزب اسلامی اگر امروز نیرومند است، اگر مورد حمایت اکثریت مردم است، اگر در هر ولایت نسبت به احزاب قوم گرا قویتر و مستحکم تر و از حمایت ملت و مردم برخوردار است دلیل اش این است که این حزب قوم گرا نیست، متعصب نیست. بیایید از حزب اسلامی تقلید کنید! راه و روش حزب را انتخاب کنید!
به انها میگوییم که از اقتدار و امکانات دولت برای سرکوبی و حذف رقیب قومی و سیاسی خود استفاده نکنید! نمی توانید، نتوانیستید در این سالهای گذشته، به کمک نیروهای شوروی هم نتوانستید، به کمک ناتو هم نتوانستید، بعد از این هم هر گز نخواهید توانیست. مگر توانستید حزب اسلامی را حذف کنید؟!! بیایید! خود را با حزب مقایسه کنید! حزب اسلامی در کجا، در کدام بلندی های از وضعیت اجتماعی و نفوذ فکری و سیاسی خود، و شما در کدام پستی!؟؟؟ با همه ای امکانات که در اختیار داشتید، با همه تلاش هایی که برای حذف حزب اسلامی داشتید. نمی توانید!!! این راه آزموده شده، و نتایج اش مثل سابق خواهد بود. همین شخص دوم و رفقایش بارها گفتند «رهای زندانیان حزب اسلامی خیانت ملی است» با همه وقاحت و بی شرمی. در حالیکه خود را متعهد به این معاهده است. همین ها در برابر صلح میان حزب اسلامی و دولت موانع خلق کرده اند، مخالفت ورزیدند و تلاش کردند که بندهای این معاهده عملی نشوند، و هم این ها را می بینید که دعوت رئیس جمهور به صلح با طالبان را نیز محکوم کردند. بروید به صفحات این ها، دعوت رئیس جمهور به صلح با طالبان را محکوم کردند، و گفتند که این خیانت است به خون شهداء. کدام شهداء؟!! شما مگر به خون شهداء احترامی هم دارید؟!! شما مگر به جهاد خیانت نکردید؟؟! به خون شهداء خیانت نکردید؟؟! به ملت ما و به شهداء ما خیانت نکردید؟؟! نفروختید؟؟!
وروڼو او خویندو!
راشئ ټول په ګډه دا پرېکړه وکړو چې د جګړو او وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټولوو، پر ځای یې د سالم او رغنده سیاسي او فکري رقابت لار غوره کوو، داسې حالت رامنځته کوو چې د دولت له وسله والو امنیتي ځواکونو پرته په ټول هیواد کې نه بهرني وسله وال ځواکونه وي، نه د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدا کومه بانه او پلمه، نه په سیاسي او قومي ډلو په پورې تړلې ملېشې او اربکي، او نه څوک له دولتي واک او وسله والو ځواکونو د خپلو سیاسي او قومي رقیبانو د ځپلو لپاره استفاده وکړي، یو ارګ وي نه دوه، هیواد یو جمهور رئیس ولري نه دوه، د قدرت مستقل جزایر ختم شي، او د موازي حکومتونو ټغر د تل لپاره ټول شي. متأسفانه اوسنی نظام هغه زوړ بس ته ورته دی چې دوه اشترینګونه لري، او د هر اشترینګ تر شا هم یو ډرېور، د دواړو ډرېورانو ترمنځ هم سخته بدبیني، کرکه، نفرت، مخالفت او دښمني. چې یو غواړي بس ښي لوري ته کوږ کړي او بل غواړي کیڼ لوري ته، نه پرېږدي چې بس مخکې ولاړ شي.
راشئ موږ داسې یو بس ته ضرورت لرو چې یو ډرېور ولري او یو اشترینګ، او بل یې که خوا ته ناست وي هم، نو یوازې مشوره ورکړي، نه دا چې اشترینګ کږولی شي. دا حالت باید ختم کړو، الله تعالیٰ فرمایي چې که ځمکې او آسمان دوه خدایان درلودلی؛ ځمکه او آسمان دواړه تباه کېدل، نو په یوه ټولنه او اجتماع کې د قیادت د وېش پایلې همدغسې وي لکه نن چې موږ ورسره مخامخ یو.
افغان ولس باید ډاډه وي چې ان شاءالله دا جګړه به حتماً او ډېر ژر پای ته رسېږي او په خپلواک او آزاد افغانستان کې به ملت د خوښې اسلامي حکومت جوړېږي.
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
سبحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلأَ انْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018