تفصیل | شهادت 

23rd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ- اتم درس

حکمتیار

2018-06-24

زمان نسبي معيار دئ نه مطلق
قرآن د قيامت په اړه فرمايي: كافران ئې بعيد او لري انگيري او موږ ته نږدې برېښي. انهم يرونه بعيداً و نراه قريباً: دوى ئې لري گڼي او موږ ته نږدې ښكاري)، پوښتنه راولاړېږي چي دا څنگه يوه موده هم لنډه ده او هم اوږده؟ يو محل هم لري دئ او هم نږدې؟!! همدا وينا چي ځينو ته ئې منل گران او د اعتراض وړ برېښي، يو ستر حقيقت او د قرآن يو علمي اعجاز دئ!! 
د زمان په اړه دوه انگېرني لرو: عاميانه انگېرنه او علمي نظر، عاميانه انگېرنه دا ده چي زمان مطلق معيار دئ، په هر ځاى، هر وخت او د هر څه په اړه يو شانته مطرح دئ؟ اما علم وايي: د هر ځاى او هر څه لپاره زمان ځانته معيار لري، د زمكي د سر لپاره يو معيار او د نورو ستورو او اجرامو لپاره بېل بېل معيارونه، ماده د زمان تابع ده خو كه همدا ماده داسي حالت غوره كولى شي چي د زمان له قيد ووځي، كه ماده په دومره تېز سرعت وخوځېږي چي د نور د سرعت مربع ته ورسېږي نو د زمان له محدودې او قيد وځي، او كتله ئې لايتناهي كېږي. E=MC^2او راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي  او ساينس څه وايي: 
خو تر دې و ړاندي بايد ووايو: يوه له هغو خبرو چي د بيا ژوندون په اړه د انسان ذهن تر خپل سيوري لاندي نيسي او باور كول ورته گرانوي، د اوږدې زمانې تېرېدل دي، كه په يوه مړي يوه دوه ورځي تېري شوې وي بياژوندي كېدل ئې ورته دومره گران نه برېښي لكه د هغه چي اوږده موده ورباندي تېره شوې وي، قرآن د دوو قصو په ترڅ كي موږ ته دا حقيقت څرگندوي چي زمانه نسبي معيار دئ نه مطلق: 
د يوه مؤمن بنده په هغه خوب يا مرگ كي چي سل كاله پرې تېر شوي وو خو كله چي راپاڅېدو وئې ويل: يوه ورځ يا د يوې ورځي يوه برخه راباندې تېره شوې، بله ئې د اصحاب كهف قصه ده چي دوه درې سوه كاله ئې په خوب كي تېر كړي ول خو چي راويښ شول په خپلو منځونو كي ئې وويل: دلته به څومره موده ځنډېدلي يو؟ ځينو ئې وويل يوه ورځ او ځينو وويل د يوې ورځي يوه برخه!! په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي زمانه نسبي امر دئ، له يوه تر بل او له يوه حالت تر بل ئې وضع بدلېږي، ويښ او ويده، مړ او ژوندى، لټ او تېز ته يو شان نه وي، هغه زمانه چي يوه ته په يوه حالت كي بې انتهاء برېښي بل ته د څو ثانيو او دقيقو وي، كومه فاصله چي مېږي ته بې انتهاء برېښي د يوې مرغۍ لپاره د څو ثانيو وي، كه په يوه اطاق كي له يوه ويده او ويښ چي ټوله شپه ئې په خوب او ويښه تېره كړې، پوښتنه وكړئ، ويښ به درته وايي: ډېره اوږده شپه وه، لټ په لټ اوښتم، سخته راباندي تېره شوه او ويده به درته وايي: زه نه يم پوهېدلى چي شپه څنگه تېره شوه او څومره خوب مي كړى، قرآن فرمايي:
أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى يُحْيِي هَذِهِ اللهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آَيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ البقره: ۲۵۹
او يا لكه هغه چي په يوه داسي كلي تېر شو چي په خپلو بامونو راپرېوتى وو، وئې ويل: الله به دا له خپلي داسي مړيني نه وروسته څنگه بياراژوندي كوي، نو الله هغه په سل كلن مرگ مړ كړ، بيا ئې بېرته راژوندى كړ، ورته وئې ويل: څومره وځنډېدې، وئې ويل: يوه ورځ ځنډېدلى يم او يا خو د يوې ورځي يوه برخه، وئې فرمايل: داسي نه ده، بلكي سل كاله ځنډېدلى يې، نو خوراك او څښاك ته دي وگوره چي نه دي گنده شوي او خره ته دي وگوره او دا د دې لپاره چي تا د خلكو لپاره يوه نښه وگرځوو او هډوكو ته ځير شه چي څنگه ئې خوځوو او بيا ئې په غوښي پټوو، نو كله چي ورته څرگنده شوه، وئې ويل: (اوس) ښه پوهېږم چي الله په هر څه ښه قادر دئ.
دې مؤمن بنده ته عملاً وښودى شو چي سل كاله ورته يوه ورځ او حتى تر هغه هم كم، د يوې ورځي څو گنټې معلوم شول، قرآن همدغه حقيقت ته په څو نورو مواردو كي هم اشاره كړې او فرمايي: د الله لپاره يوه ورځ هومره ده لكه ستاسو پنځوس زره كاله، دا تاسو يئ چي كلونه او پېړۍ درته اوږده زمانه برېښي او په واړه ذهن مو د دې سيورى پروت دئ چي په مړو باندي د اوږدې مودې له تېرېدو وروسته به څنگه بيا راژوندي كېږي. د نسبيت په اړه د قرآن دغه خبره دولس پېړۍ وروسته، د المان يوه ساينس پوه انشټين، د ساينس په ژبه وكړه او په دې سره ئې د فزيك د پلار نوم وگاټو.
دا د الله يو مؤمن بنده وو (كه څه هم په يوه روايت كي عزير گڼل شوى، هغه چي يهودانو د الله زوى گڼلو)، په سفر روان وو، د خوراك او څښاك لپاره څه د سفر توښه ورسره، په يوه وران او نسكور شوي زاړە كلي تېرېدو، هري خوا ته ئې د كليوالو وراسته هډوكي تر سترگو شول، ناڅاپه ئې دا خبره په زړە كي راتېره شوه چي الله تعالى به دا وراسته هډوكي څنگه بيا راژوندي كوي، الله تعالى غوښتل هم د ده دا پوښتنه ځواب كړي او هم د ده په واسطه هغه خلك قانع كړي چي بياژوندون ئې نه منلو، د همدې لپاره ئې هغه په سل كلن مرگ محكوم كړ، سل كاله وروسته ئې بيا راژوندى كړ، پوښتنه ئې ترې وكړە، دلته څومره وځنډېدې؟ ځواب ئې وركړ: نه پوهېږم، ښايي يوه ورځ يا خو د يوې ورځي يوه برخه، الله تعالى ورته وفرمايل: نه دلته سل كاله ځنډېدلى يې، د سورلۍ ورستو هډوكو ته وگوره، خو خوراك او څښاك ته دي سترگي واړوه چي روغ رمټ پاته دي، وگوره چي څنگه دا وراسته هډوكي خوځوم، غوښه ورباندي راټوكوم او بيا ئې راژوندى كوم، دغه مؤمن بنده د دې صحنې په ليدو سره د خپلي پوښتني ځواب ترلاسه كړ او وئې ويل: اوس ښه پوه شوم چي الله په هر څه قادر دئ.
په دې قصې كي د بياژوندون په اړە څو بنيادي او اساسي خبرو ته ځواب ويل شوى دئ: 
لومړي خبره د زمانې نسبيت دئ 
دوهم څه چي په دې اړە د انسان ذهن ته راځي هغه دا دئ چي په مرگ سره د انسان ټول بدن په خاورو بدل شي، د اوږدې زمانې په تېرېدو سره ئې له غوښي او هډوكو هيڅ اثر پاته نشي، دا به څنگه بېرته راژوندى كېږي؟ په دې قصې كي هغه مؤمن بنده ته وښودى شو چي د انسان وجود دوه برخي لري، جسد او روح، په مرگ سره ئې يوه برخه له منځه ځي خو بله برخه ئې روغه رمټه پاتې كېږي، دا داسي وگڼه لكه (ستا سورلۍ) او (خوراك څښاك)، يو ختم شوى وو خو بل روغ رمټ پاته وو، ستا جسد د روح لپاره داسي دئ لكه ستا دغه سورلۍ او ستا روح داسي لكه دا خوراك څښاك او ستا د قوت او ځواك منبع، په مرگ سره ستا هر څه له منځه نه ځى، يوه برخه روغه رمټه پاتې كېږي، روح له منځه نه ځي، يوازي د روح سورلۍ خپل حالت بدل كړي، غوښه او هډوكي ئې په خاوره كي تجزيه شي، دا بياژوندون داسي وگڼئ لكه چي په مني كي ټول نباتات ومري، وراسته او په خاوره بدل شي، په خاوره كي موږ ته د دوى هيڅ اثر په نظر نه راځي، ټول ژمى ورباندي تېر شي، خو په پسرلي كي په يوه باران سره له زمكي سر رااوچت كړي.
د اصحاب كهف په اړه فرمايي:
وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا (۱۹)
همداسي مو راپاڅول چي په خپلو منځونو كي يو بل وپوښتي؛ د دوى يوه ويونكي وويل: څومره (دلته) تم شوئ، (ځينو) وويل: يوه ورځ او يا د ورځي يوه برخه تم شوي يو، (نورو) وويل: ستاسو رب په هغې مودې ښه پوه دئ چي تم شوي يئ، نو يو كس مو له دغو سكو سره ښار ته ولېږئ او هغه څوك دي ولټوي چي د خوراكي توكو له پلوه ډېر پاكيزه وي، نو تاسو ته دي له هغه خواړه راوړي او حتما دي دقت او احتياط كوي او هيڅوك بايد پر تاسو خبر نشي.
قرآن د هغو خلكو په ځواب كي چي قيامت (بعيد: لري) گڼي وايي: د قيامت منكرين بې ځايه قيامت لري گڼي، دا ځكه چي دوى خپلي لنډي ورځي او اونۍ معيار نيولې او د خپلو دغو وړو او محدودو معيارونو له مخي قيامت ورته ډېر لري برېښي، په داسي حال كي چي الله تعالى ته او په الهي معيارونو كي ډېر نږدې دئ، انهم يرونه بعيداً و نراه قريباً: دوى ئې لري گڼي او موږ ته نږدې ښكاري)، كه دوى خپل واړه واړه معيارونه پرېږدي، له خپل تنگ چاپيرياله راووځي او د قيامت موضوع ته د داسي معيارونو له مخي وگوري چي د دې عالم له ستروالي او عظمت سره ښايي نو حتماً به متوجه شي چي په خپلو تنگ نظره قضاوتونو كي ئې اشتباه كړې او د يوه عجول انسان په څېر ئې چلن كړى، د دوى په معيارونو كي قيامت لري برېښي خو په الهي معيارونو كي، هلته چي يوه ورځ د پنځوس زره كلونو په اندازه ده، نږدې دئ. قرآن همدغه حقيقت ته په څو نورو مواردو كي هم اشاره كړې، چي د ټولو مقصد دا دئ: زمانه نسبي امر دئ، له يوه تر بل او له يوه حالته تر بل ئې وضع بدلېږي، د دې وينا په اهميت هغه وخت ښه پوهېدى شو چي وگورو د شلمي پېړۍ ساينس پوهان، د ستور ليكو تر منځ د واټن او فاصلې ټاكلو لپاره دې ته اړ شول چي د ورځي، اونۍ، مياشت، كال او پېړۍ معيار پرېږدي او په ځاى ئې هغه واټن معيار وگڼي چي نور (رڼا) ئې په يوه كال كي پلې كوي، او دې ته ئې د نوري كال نوم وركړ او وئې ويل: دا ستور ليكى (كهكشان) له هغه بله څو سوه مليونه نوري كاله فاصله لري. 
وئې ليدل چي د سپوږمۍ او مريخ ورځي د زمكي له ورځي توپير لري، هر ستورى خاصه ورځ، مياشت او كال لري، موږ د زمان لپاره ورځ د واحد په توگه كاروو، له لمر ختو تر لوېدو پوري موده د ورځ په نامه يادوو، خو كه موږ سپوږمۍ ته ولاړ شو نو هلته به دوه اونيو ته د ورځ نوم وركوو، هلته زموږ زمكنى واحد او معيار د اعتبار وړ نه دئ، كه د زمكي كال 365 ورځي دئ، لمر ته د نږدې ستورو كال لنډ دئ، د بېلگي په توگه د عطارد كال اته اتيا ورځي دئ. 
او دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، پيغمبر عليه السلام څنگه په دې پوه شو چي هر مقام او مكان ځانگړى زماني معيار لري، كوم معيارونه چي موږ ئې د زمكي په سر كاروو دا په بل ځاى كي نه شي تطبيقېدى؟
سپوږمۍ د لمر په رڼا سره روښانه كېږي :
دا اوس يو څرگند او هر چا ته معلوم حقيقت دئ چي سپوږمۍ روڼ او ځلانده ستورى نه دئ، د زمكي په څېر بې نوره ده، د لمر رڼا ئې ځلانده كوي، يوازي هغه برخه ئې موږ ته رڼه ښكاري چي د لمر پلوشې پرې لگېږي، هغه مهال زموږ له سترگو غائبه شي چي د لمر په پلوشو روښانه شوې برخه ئې بل لوري ته واوړي. راشئ وگورو چي قرآن په دې ړه څه وايي!! دې آيت ته ځېر شئ:
وَجَعَلَ الْقَمَرَ فِيهِنَّ نُورًا وَجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا نوح: ۱۶ 
او سپوږمۍ ئې په كي يوه رڼا وگرځوله او لمر ئې يو څراغ وگرځاوو؟
دا آيتونه د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخې ته ږدي او ښيي چي قرآن په خپلو بحثونو او څېړنو كي څومره دقيق دئ او د انسان تر علمي لاسته راوړونو څومره مخكي!! په دې آيت كي د سپوږمۍ لپاره د نور او د لمر لپاره د څراغ لفظ راغلى او ښيي چي لمر د څراغ په څېر له ځانه نور او رڼا توليدوي او سپوږمۍ د بل په نور رڼا كېږي او د هينداري په څېر د نور وړانگي منعكس كوي، دا هغه حقيقت دئ چي انسان اوس او له ډېرو څېړنو او تحقيقاتو وروسته پرې پوه شوى. 
سپوږمۍ د زمكي تابع ستورى دئ، زمكه اتيا ځلي تر سپوږمۍ ستره ده، په څه كم دېرشو ورځو كي د زمكي پر محور راڅرخي، سرعت ئې په هر ساعت كي 3300 ميله دئ، له زمكي 240000 كيلومتره فاصله لري، سپوږمۍ پر خپل محور ډېره سسته څرخي، له همدې كبله ئې هره ورځ او شپه د زمكي له دوو اونيو سره برابره وي، يعني د سپوږمۍ مياشت يوه شپه او يوه ورځ وي، له همدې كبله د ورځي له لوري ئې د حرارت درجه تر 150درجو پوري ورسېږي او شپه ئې دومره سړه وي چي منفي 150 درجو ته ورسېږي.
 سيوري هم د ضوابطو تابع دي:
 قرآن وايي چي د عالم هر څه او د دوى سيوري هم الله تعالى ته سجده كوي!! راشئ وگورو چي د دې خبري معنى څه ده او له علمي پلوه ئې ارزښت څومره دئ!! د قرآن دې آيت ته ځير شئ:
وَللهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآَصَالِ الرعد: ۱۵
او الله ته هر هغه څه چي په آسمانونو او زمكي كي دي او د دوى سيوري هم، په خوښه او ناخوښه، سبا او ماښام سجده كوي.
د دې مبارك آيت په وړاندي لږ توقف په كار دئ، په مطلب ئې سم پوهېدا دقت او غور غواړي، بايد وگورو چي څنگه د آسمانونو او زمكي هر څه او د دوى سيوري د الله تعالى په وړاندي په خوښه او ناخوښه، سبا او ماښام سجده كوي؟ په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:
• دا مطلب د آل عمران د سورې په ۸۳ آيت كي په دې توگه راغلى: أَفَغَيْرَ دِينِ اللهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ
آيا د الله له دين پرته (بل دين) لټوي، حال دا چي د آسمانونو او زمكي هرڅه، طوعاً اوكرهاً، (په خوښه او ناخوښه) ده ته غاړه اېښې او د ده لوري ته ورگرځول كېږي. يعني د زمكي او آسمان هر څه الله ته تسليم دي، د ټولو دين اسلام دئ، هغه څه كوي چي الله پرې گومارلي، په همغه لار درومي چي الله ورته ټاكلې، لمر، سپوږمۍ، ستوري په خپل خپل مدار كي خوځي، په خپل خپل وخت او له خپل خپل ځايه راخېژي او پرېوځي، وني، بوټي او حيوانات د خپل فطرت مطابق په خپل كار لگيا دي، په ټولو مخلوقاتو كي يوازي كافر او عاصي انسان داسي دئ چي د الله له دين پرته د بل څه په لټه كي شي، هم د الله د دين په نسبت كافر شي او هم د خپل فطرت په نسبت، دى ستر باغي دئ، له هغه دين ئې بغاوت كړى چي د زمكي او د آسمان د هر څه دين دئ. 
په دې آيت كي د سجدې معنى همغه ده چي د آل عمران د سورې په آيت كي د (اسلم) په لفظ سره بيان شوې، چي مراد ئې د الله تعالى حكم ته انقياد او تسليمېدا ده، كه سجده له دې پرته په بله معنى او تندى پر زمكه اېښودل تعبير شي نو نه يوازي د هغو مخلوقاتو په اړه صدق نه كوي چي نه تندى لري، نه ملا، نه كوزېدى شي او نه تندى پر زمكه اېښودى شي، بلكي د هغو انسانانو په اړه هم صدق نه كوي چي پر الله تعالى ايمان نه لري او سجده نه كوي. د دغو مخلوقاتو د سيوري په اړه هم صدق نه كوي.
نو د دې آيت معنى دا ده: نه يوازي ټول مخلوقات د الله تعالى تكويني حكم ته منقاد دي او د عالم هيڅ څه له هغو ثابتو الهي سننو او تكويني احكامو سرغړاوى نشي كولى چي الله تعالى وضع كړي، بلكي د دوى سيوري هم د دغو الهي سننو او تكويني احكامو مطابق په داسي دقيقه توگه رامنځته كېږي، لويېږي، وړېږي او له سترگو پټېږي، چي موږ كولى شو د يوه شي د سيوري له مخي دا وټاكو چي د دې شي او د نور د منبع تر منځ څومره واټن دئ، سيوري ته په پام سره ويلى شو چي اوس غرمه، كه ماپښين كه مازديگر، او څو بجې دي، د سيوري له مخي د لمر او زمكي تر منځ فاصله معلومولى شو. 
دا يقيناً چي د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ چي وايي د عالم هر څه او سيوري ئې هم د خاصو تكويني ضوابطو تابع دي. د دې علمي اعجاز په اهميت او ارزښت هغه څوك پوهېږي چي په طبيعي علومو كي په تحقيق بوخت وي. 
د عالم هر څه ټاكلى او ثابت مقدار لري
قرآن وايي چي الله تعالى د عالم هر څه په ثابت او ټاكلي مقدار كي پيدا كړي، راشئ وگورو چي د قرآن دا وينا د ساينسپوهانو په لابراتورونو كي څنگه ارزول كېږي، ورسره موافق دي كه ئې مخالفت كوي؟!! د قرآن دې مبارك آيت ته ځير شي چي همدا خبره كوي:
وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ 
 الحجر: ۲۱
او هيڅ داسي شى نشته چي خزانې ئې له موږ سره نه وي او نه ئې نازلوو مگر په معلومي اندازې سره.            نوربیا

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd September, 2018