تفصیل | شهادت 

23rd October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د استاد عبدالرحيم نيازى؛ ژوندلیک او مبارزاتی شخصیت اووه څلوېښتم تلين!

وحيدالله مصلح

2018-06-24

د ملتونو په تاريخ کې ډېر کم داسې شخصيتونه پيدا شي چې ځان پسې دې د يوه فکر پر بنياد نه پنا کېدونکی نظرياتي جدل او هوډمن لارويان پرېږدي، او بيا د افغانستان په څېر هېواد چې نه يې پرون افغان سيد جمال الدين په درنو کاڼو تللی او نه يې تر هغه وروسته جمالي کرکترونو ته په درنه کتلي، دلته خو تل پېښې او کرکترونه په دربارونو کې جوړ شوي او د واقعيت نندارې يې بيا په دويم مخ پر ملت کوټه تپلي دي. 
له بده مرغه د افغانستان په څېر تاريخي ورکو کې دغسې بنسټګر او مرحوم کرکترونه له سترګو همغسې غايبيږي لکه پرون مو چې سيد جمال الدين تر شړلو وروسته حتی د ملي هويت له بحران سره مخ کړ هغه چې د هغه د هويت د جدل کيسه نن هم د ايران په پاروونکو ادبياتو کې توده موضوع ده، دا د نيازي او افغان سيد همغه شريکه ځانګړنه ده چې يو يې د افغاني او ايراني هويت په منځ کې او بل يې د نهضت د بنسټَونې د جدل په فلسفو کې ټکول کيږي. 
عبدالرحيم نيازی رح څوک وو! 
مرحوم عبدالرحيم نيازی په ۱۳۲۲ هـ ش کال د فارياب په پښتون کوټ کې زيږېدلی، نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په فارياب کې تر سره او وروسته يې په کابل کې د شرعياتو پوهنځی ولوست. 
استاد عبدالرحيم نيازی د خپل استعداد او نبوغ له امله په افغانستان کې د اسلامي نهضت په لومړۍ هسته کې د مشر مقام خپل کړ او د هغه مهال د چاپيريال د غوښتنو سره سم يې د کمونېستانو پر ضد د جوانان مسلمان ليکې منظمې او د اسلامي نهضت لاريونونو او غونډو کې يې کمونېزم په ډېر علمي ډول نه يوازې نقداوه بلکه د وخت شاهي نظام يې هم د دغسې ملحد جريان په پاللو لږ نه رټه. استاد به په ډېر علمي ډول اسلام د شته بحرانونو د حل په توګه څېړه. 
د هېواد تاريخپوه دکتور محمد حليم تنوير يې په اړه وايي: (نيازی چې د اسلامي نهضت د جوړېدو په مهال دوه ويشت کلن وو، د ځوانۍ له احساساتو سره يې متين شخصيت او د سيد جمال الدين افغاني په څېر يې خوځنده اروا درلوده، په خبرو او ويناګانو کې د اصولي تفکر او تدبير خاوند وو. اسلامي مسايل يې په داسې طريقه بيانول چې د پوهنتون په سطحه د ځوان قشر لپاره د فهم وړ وو... عبدالرحيم نيازی د ديني پوهې او استدلال يوه نمونه وه چې د وخت پېښې يې د ميتافېزیسم او ماترياليزم ديالکتيک سره په رابطه کې په مظاهرو کې داسې تحليلولې چې د نهضت د پلويانو ليکې يې نورې هم زياتولې ۱). 
د افغانستان د اسلامي نهضت مخکښ فعال، ليکوال او څېړونکی استاد محمد زمان مزمل د مرحوم استاد عبدالرحيم نيازي پر کتاب (د اقتصاد اهميت په اسلام او کمونېزم کې!) مقدمه ليکلې، د مقدمې په اوږدو کې نوموړی د مرحوم استاد په اړه ليکي: 
 دلته وه چې بخت ياري وکړه او د سيد جمال الدين په انګړ کې زيږيدلي واړه جمال- عبدالرحيم نيازي- د چوپتيا، تزويري او سازشي بًت طلسم مات او د هيواد د مومنو وګړو په مخ يې د تعقيبونو، زندانونو او اعدامونو لار د اسلامي وياړلي اخ و ډب په انتخاب پرانستله. او مرحوم په ډېره کمه موده کې د افغانستان د اسلامي نهضتونو د راتلونکي کاروان د يو باشهامته سالار لقب وګاټه... د افغانستان په اسلامي خاوره کې چې د نفاق امېزه سياست له کبله سره کمونستي بيرغونه پورته کېدل يوازې عبدالرحيم نيازی وه چې دا وياړ ور په برخه شو چې د اسلام بيرغ د الحادي بيرغونو په مقابل کې اوچت او په افغانستان کې د کمونېزم د مقابلې او جنګ لومړی پړاو افتتاح کړي... د يوه کال په تېرېدو نيازي وکولای شول د خپلو جذابو او په زړه پورې خطابو په لړ کې د اسلامي تحريک حجم نسبت نورو مزدورو او سفارتو پورې تړلو ډلو ته دوه برابره کړي ۲
کابل پوهنتون، سوسياليستي ماحول! 
نيازی چې په افغانستان کې د اسلامي فکر په معاصر بنسټيزه کولو کې سرلاری دی، ډېرو کمو يې په اړه يادونه کړې ده. هغه چې د اسلامي نهضت دوه کلن قيادت يې د کابل پوهنتون د هغه مهال په سياسي سوسياليستي ماحول کې اسلامي ارزښتونه له ژور سقوطه بيا د محصلينو په اتحاديه کې د غوڅ برياليتوب پر کرښه ودراوه... کابل پوهنتون هغه شېبې هم کتلې وې چې په مسجداو شاوخوا کې يې د قرآنکريم پاڼې د سپکاوي په موخه خورې ورې شيندل شوې وې... هغه ورځې هم نه دي هيرې چې هلته به په رمضان کې خلقي لارويانو ته په منظم ډول ليليه خوړنځای کې خوراکونه پخېدل... هغه هم نه دي هير چې ږيره پرېښودل شرم وو، جومات ته تلل ارتجاع وه، قرآن څوارلس سوه کلن پخوانی کتاب وو، روژه د غريبانو يوه ناچاره چاره وه، ملا رېشخند وو، د الله تعالی ذات يو وهم وو، د کايناتو رامنځته کېدل تصادفي وو، انسان يوازې اقتصادي مشين وو، کار د ډوډۍ ګټلو معيار وو، کورنی نظام شريکې فلسفې ته بې وسه وو، ښځه لنډه غره وه، سړی شهواني وو، او سوسيالېزم د راتلونکي لپاره د تېر تاريخي دور په تسلسل يو نازليدونکی جبر وو او په دې ډول نو د کابل په بدليدونکي هويت کې د اسلام کيسه مفته وه او کمونېزم ته ملي ګرايي، غرب ګرايي، بورژوازي، فيوډالي، او نور توکي ننګوونکي نه بلکه انګېزه ورکوونکي وو... په همدغسې بحران کې احساساتي تعامل داسې ځوانان رامخې ته کړل چې د افغانستان راتلونکی يې وټاکه، اسلامي او افغاني هويت يې راستون کړ، ارزښتونه يې تعبير او تجديد کړل، دين يې له مزخرفه منګولو راوويست او د نوي عصر د ستونزو د يوازيني حل په توګه يې تقديم کړ، د افغاني وحدت په موخه يې اسلام محور کړ، او بيا يې نو په دا منځ منځ کې هغه نظم رامخې ته کړ چې که د داوود خان په کودتا کې خلقي عناصرو دوی پر هجرت نه وای مجبور کړی نو نن به په مرکزي او منځنۍ اسيا کې د عبدالرحيم نيازي په لاس جوړ شوی اسلامي نهضت يو مور نهضت وای او تجربو به يې په ټوله نزدې منطقه کې اسلامي راتلونکی خوندي او اتل کړی وای. 
شپه؛ د (جوانان مسلمان) بنسټَونه! 
د همدغسې غبرګون په تودوخه کې کابل پوهنتون د هغو دولسو ځوانانو د پټې جرګې شاهد وو چې د ۱۳۴۸ ه ش په يوې پسرلنۍ باراني شپه کې يې د کابل تعليم او تربيې پوهنځي په يوه تدريسي خونه کې د بدلون ژمنې سره وکړې، دا د اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) لومړ نۍ هسته وه چې مشري يې په ډېر طبيعي ډول استاد عبدالرحيم نيازي وکړه. په دغسې ټاکونکي شپه کې چې کومو ځوانانو د نهضت په بنسټونه کې برخه واخېسته هغه په افغانستان کې ددې پېړۍ رجال ګانه شي، د هغوی نومونه نن هم د اسلامي نهضت يوه لاروي ته د منزل نښې دي، د هغوی قربانۍ، شهادتونه او رشادتونه د نبوي پتنګانو د قربانيو د ياد بېلګې دي. په دغو کرکترونو کې لاندې نومونه اتل او شهيد شخصيتونه دي چې د سوسيالېزم پر ضد او اسلام په ننګه يې پيل په غبرګون شروع او کار يې په هوش، نظم، دسپلين او اسلامي حرکي مفکورې تمديد کړ: 
مرحوم استاد عبدالرحيم نيازی، شهيد مولوي حبيب الرحمن، شهيد عبدالقادر توانا، شهيد ډاکټر محمد عمر، شهيد انجنير حبيب الرحمن، شهيد انجنير سيف الدين نصرتيار، شهيد غلام رباني عطيش، شهيد سيد عبدالرحمن، شهيد استاد ګل محمد، شهيد استاد عبدالحبيب حناني، شهيد سيد محفوظ منصور او انجنير ګلبدين حکمتيار. 
د اسلامي نهضت توده مبارزه! 
مسلمانو ځوانانو خپل لومړنی حرکي کار د يوې شبنامې په خپرولو سره پيل کړ، هغه چې دوی يې په ترڅ کې خپل ديني فکر، دچپي جريانونو په رامنځته کولو کې د دولت ملامتي او د چپيانو هيواد او دين ضد فعاليتونه خپاره کړل. 
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه د اسلامي نهضت مخې ته د مبارزې لپاره يو ملحد، بې باکه او له فلسفو ډک سوسيالېزم او چيني مائو فکر پروت وو. د همدغه نهضت ځوانان وو چې د پوهنتون ځوانان يې په بلا لاريونونو، غونډو، سيمينارونو، ميلادونو، او د ديني درسونو په حلقو کې د اسلام پر حقاني محور راټول او علمي غنا ته ورسول. په سيمه کې د مولانا مودودي انقلابي کتابونو او په لېرې مصر کې د امام حسن البنا او قطبينو د کتابونو او شهيدو مبارزو الهام د اسلامي نهضت په اوږدو کې دا تحريک پر يوه حرکي او فکري جريان واړاوه، غني يې کړ او سوسيالېستانو ته يې د ځواب ورکولو هغه علمي ځواک ور کړ چې په يوه لنډه موده کې يې نور د کارمل او نجيب تش منځې او له زګونو ډکې بګتۍ او د تره کي د ادبي غلا ناولونه او فلسفې د ټينګې نه وې. 
په همدې تسلسل د اسلامي نهضت غړي د مبارزې په اوږدو کې د ګوتو په شمېر حالت څخه پوهنتوني غوڅ اکثريت ته ورسېد، په ۱۳۴۹ ه ش کې په کابل پوهنتون کې د محصلينو اتحاديه بیا جوړه شوه، دغه مهال په کابل پوهنتون کې د جوانان مسلمان تر فعاليتونو يو کال تېرېده، د همدې کال په يادو انتخاباتو کې جوانان مسلمان برخه واخېسته ، په دې اړه د بي بي سي د شفاهي تاريخ پروګرام ته حکمتيار صاحب د هغه مهال کيسه داسې کړې: 
(په لومړيو انتخاباتو کې مونږ د محصلينو په اتحاديه کې ۹ څوکۍ تر لاسه کړې، په دوهم کې دولس څوکۍ او په درېم انتخاباتو کې مونږه دوه ثلثه څوکۍ تر لاسه کړې. دا په علمي موسساتو کې د اسلامي تحريک روز افزون وده او نفوذ وه ۳)
د يوه فکر په توګه د اخوان المسلمين او جماعت اسلامي فکري کتابونه پښتو او دري ته په ژباړلو سره آن د ۱۹۶۰ ميلادي را په دېخوا افغانستان ته واردېدل، دغو کتابونو خپل مينه وال درلودل او په فردي توګه يې ځينې خلک د يوه اسلامي جماعي کار پر اړتيا پوه کړي وو، جوانان مسلمان هم وروسته د خپلې مبارزې په اوږدو کې له دغو کتابونو اعظمي ګټه واخېسته. د اسلامي نهضت د هغه مهال د فعالينو په وينا چې د مولانا مودودي رح او سيد قطب شهيد کتابونه به په لاسونو ليکل کېدل او د هرې ورقې لاندې به د کاپي توره صفحه کېښودل کېده په دې ډول به نوموړي کتابونه د اسلامي فکري بډاينې په خاطر په بلا خواريو تکثيرېدل. د ګهيځ ورځپاڼې هم د خپلې محتوا له مخې د اسلامي مبارزينو ليکې علمي تغذيه کولې او ښايي د همدغه سپېڅلي رسالت لامل به وو چې هغه يې د کور په مخ کې ډېر مظلومانه ترور کړ. جوانان مسلمان له پيله په بهر کې له اسلامي حرکتونو سره کومې رسمي او شعوري کتنې او اړيکې نه درلودې، خو په منځ منځ کې يې د اسلامي اخوت پر بنسټ له نورې اسلامي نړۍ سره د اسلامي اړيکو خبره راونيوله، او په همدې لړ کې په ۱۳۵۲ ه ش کې دوه پلا يو ځل د شهيد انجنير حبيب الرحمن او بيا ځل د شهيد انجنير سيف الدين نصرتيار په مشرۍ پلاوو په پاکستان کې د جماعت اسلامي له مشرانو سره کتنې وکړې. 
د جوانان مسلمان په مبارز تاريخ کې ډېرې پېښې شته، په پوهنتون کې د شعله يانو سره د ټکر ژوره پېښه دومره درنه وه چې تر هغې وروسته نو شعله يان په څو ټوټو تر تجزيې وروسته اوس ايله په اروپا کې په ويشلو اتحاديو کې ورک دی. 
د مبارزو کوم باب چې نهضت پرانېسته نو د شهادتونو په کاروان کې يې تر ټولو لومړی خپل قيادت خپل رب ته نذرانه کړ، د انجنير حبيب الرحمن ويرجن شهادت، چې په تسلسل يې د کسات له ولولو ډک د ۱۳۵۴ عملياتو ته ليار هواره کړه، او هلته که بيا د داودخان په نظام کې کمونيستي عمالو د مولوي حبيب الرحمن، ډاکټر محمد عمر او خواجه محفوظ منصور شهيد جسدونه په دار وزنګول خو دومره يې هم وکړل چې محمد داودخان يې په نيمه ليار کې پر خپلې ناسمې سوسياليستي جهت نيونې بد وبوږناوه. 
په دې ډول تر ډېر اخ وډب وروسته کله چې پردغه مبارزې پراخه تبعيدېدنې تحميل شوې نو همغسې پرې ډېر ژر د کمونيستي کودتا ګانو او په تسلسل يې د شوروي تيري په امتداد د اشغال شوي افغانستان د خپلواکۍ فريضه هم تحميل شوه، په دې توګه جوانان مسلمان خپل حرکي پوخوالي ته پرې نه ښودل شو او ډېر ژر په ملي خو نړيوالو بعدونو کې اخته او تر تنظيمي تشکيلاتو ور پورته د ملت د پت په جګړه کې بوخت شو. 
په دغسې يوه ورځ نيازی رح وفات شو! 
تر دوه کلنې قيادي مبارزې وروسته استاد عبدالرحيم نيازي د ستړيا او ناروغۍ احساس کاوه، هغه له همدې امله د کابل په علي اباد روغتون کې د ډاکټر عبدالفتاح نجم تر تداوۍ لاندې ونيول شو، خو د څو ورځو په تېرېدو د نوموړي ناروغي سخته او د اسلامي نهضت غړي اړشول چې د خپل ناروغ مشر د درملنې په خاطر چنده واچوي، د دوه لکه افغانيو په مرستې سره يې د اسلامي نهضت مشر هند ته د درملنې په خاطر هوايي ډګر ته ورساوه بالاخره نوموړي هند ته د درملنې په لياره په (۱۳۵۰، جوزا، ۲۹ مه) خپل روح الله تعالی ته وسپاره. 
د اسلامي نهضت ځينې فعالان د شاهي طبيب عبدالفتاح نجم پر درملنې شکمن دي او داسې انګيري چې ښايي د نهضت مشر مسموم شوی وي، حکمتيار صاحب په دې اړه وايي:
(دا زمونږ لويه غلطي وه، فتاح نجم د شاهي کورنۍ مخصوص ډاکټر وو، د نيازي په شان د يوه لوی شخصيت د تداوۍ په اړوند په داسې يوه ډاکټر اعتماد کول، ستره اشتباه وه. دی په خپلو پښو روغتون ته تللی وو، صحي وضع يې زياته د تشويش وړ نه وه. خو له څو ورځو تداوۍ نه وروسته دده وضعه هومره خرابه شوه چې بهر ته دده په لېږلو مجبور شوو ۴). 
ويل کيږي چې د استاد د ويرجنې مړينې پر ورځ کابل ښار د لومړي ځل لپاره د يوه رهبر د (الوداع) دومره بېساری ګډون ليد، د کابل ښار او په ځانګړي ډول هوايي ډګراو بيا د پل خشتي جومات د خلکو هغه ګڼه درلوده چې يوازې د خپل مشر سره د دايمي مخه ښې مراسم يې په ځان کې نه رانغاړل بلکه دا د هغه مهال د سوسياليستي پړسوب په وړاندې او د ګران افغانستان د اسلامي هويت په ننګه د مسلمانو ځوانانو يوه شعوري راټولېدنه، او له هوشه ډکه احساساتو هغه څرګندونه هم وه چې په راتلونکي کې يې ريښتيا هم په افغانستان کې د سوسيالېزم دا پړسوب او دا ناسور د اسلامي درملنې او جراحي عمل په مرسته د تل لپاره غوڅ کړ. 
د استاد عبدالرحيم نيازي رح وروستۍ خبرې! 
کله چې استاد په مرګوني رنځ پروت وو، نو د اسلامي نهضت لارويان به يې پوښتنې ته ډلې ډلې ورتلل، ښايي د اسلامي نهضت يو فعال او ليکوال استاد محمد زمان مزمل به هم د خپل مشر په دغو بختورو کتونکو کې وو، هغه د اقتصاد په اړه د استاد پر کتاب د مقدمې په اوږدو کې ليکي: 
(مرحوم نيازی چې د سرطان د ناروغۍ له کبله د رنځ په بستره کې ابدي ژوند ته د څو ورځو په فاصله کې وو داسې وويل: 
د تحصيل دوره پای ته ورسېده، زما د واده خبره تر ټولو تازه خبره ښکاري، د مور او پلار خدمت ته ستنېدل زما هم ارمان و... ولې دې کارونو يوه هم زما توجه نه ده جلب کړې، هغه څه چې زه يې په اندېښنه کې اچولی يم هغه دا ده چې مونږ او تاسو د توحيد شعار په ګډه په خپلو مټو پورته کړ. که زما د مرګ نه وروسته هغه زما انډيوالان همداسې اوچت وساتي زه مړ نه يم. 
زما تر ټولو لوړ ارمان دا وو چې د خدای په ليار کې مې شهادت نصيب شي، هيله مند وم چې زما جنازه د زندان څخه په تذکره کې راووځي، ارزومند وم چې زما تنه د اعدام د کړۍ څخه راخلاصه کړای شوی وا، څومره به ښه وه چې زما د تن ټوټې مو د جنګ په ميدان کې د اسانو له نالونو نه راټولې کړې وای! البته تقدير داسې وو چې زه د روغتون په بستر کې ځان حق ته تسليم کړم... ’يو تعداد زياتو ملګرو د فراق اوښکې تويې کړې‘ ۵)
اخذليکونه: 
۱- دکتور تنوير، محمد حليم، د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۳۸۴ مخ
۲- مرحوم استاد عبدالرحيم نيازی، د اقتصاد اهميت په اسلام او کمونېزم کې! ۶-۸ مخونه
۳- ډاکټر ارغنداوی عبدالعلي، ژوندۍ خاطرې، په تېرو نهو لسيزو کې د افغانستان تاريخ، بي بي سي پښتو څانګه، ۱۶۸ مخ
۴- انجنير حکمتيار، اسلامي نهضت، د نادري کورنۍ له راوستلو د روسانو تر ايستلو- ۱۹۸ مخ
۵- مرحوم استاد عبدالرحيم نيازی، د اقتصاد اهميت په اسلام او کمونېزم کې! ۱۲-۱۳ مخونه

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd October, 2018