تفصیل | شهادت 

20th August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

جګړه ګټونکی نه لري، راځئ سوله وګټو!

کفایت الله صافی

2018-06-24

دغه څلور لسیزې وشوې چې افغانان د جګړو په اور کې ستي شول، عاملين یې که څه هم چې ښکاره دي، خو بیا هم افغانان ترې ورتېر دي، لومړی څوارلس – پنځلس کاله خو د مقدس جهاد دوران و چې که چا په هغه دوران کې شهیدان ورکړل او یا ټپيان او معیوب شول د وياړ خبره ده، ځکه جهاد و او هغه د خدای امر و چې الحمد لله موږ پرې افتخار کوو خو له هغې را وروسته جګړه اوږده شوه او لا پسې اوږده شوه چې د یو یرغلګر تر ماتې وروسته بل یرغلګر میدان ته را ودانګل او هغه د روسانو له خوا پیل شوې جګړه امريکایانو ته په میراث پاتې شوه او دوئ دا شپاړلس اوولس کاله دلته پر دې مظلوم ولس خپلې وسلې وازمايلې چې نور نو هم ولس، هم افغان حکومت او هم مخالف لوری له جګړو ستړي شول، په ځلونو ځلونو افغان حکومت له طالبانو نه غوښتنه کوله چې جګړه بس کړئ خو ځينو خلکو دلته حکومت هم له ننګونو سره مخامخ کړی و او ددې مجال یې نه ورکولو چې سوله وشي، اوس چې بيا هم سولې ته څه ناڅه نږدې شوي یو، نو بيا هم مزاحمتونه کوي، بیرغونه پورته کوي او په لارو کوڅو کې منډې ترړې وهي، دا ځکه چې دوئ په جګړو کې خپلې ګټې خوندي ويني او که سوله وشي نو هغه ګټې به له لاسه ورکوي.
هماغه و چې د حزب اسلامي مجاهد امير هم د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په پار له حکومت سره سوله وکړه او اوسمهال له افغان حکومت سره د سولې په فضا کې خپلو سياسي فعاليتونو ته ادامه ورکوي چې دا د ولسمشر او هم د حزب اسلامي د مجاهد امير حکمتيار صیب تدبیر او سالم درک و خو له هغې وروسته ولسمشر وغوښتل چې طالبان پر دې قانع کړي چې دلته جګړه د افغانانو نه، بلکې د بهرنيو قدرتونو ده، نو یې په ځلونو ځلونو له طالبانو وغوښتل چې جګړې ته د پای ټکی کيږدئ او راشئ د سولې خبرې پر مخ بوځو خو وسله والو طالبانو له خبرو نټه کوله چې بالاخره د 1397 کال د روژې مبارکه مياشت راغله او ددې مياشتې په وروستيو ورځو کې د اختر او روژې مياشتې وروستۍ لسيزې په وياړ ولسمشر غني طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ او هغوئ یې هم اوربند ته را وبلل چې هغوئ هم درې ورځې اوربند ومانه او له اوربند سره جوخت هغه طالبان چې دا شپاړس کاله یې د افغانستان ښارونه نه وو ليدلي، یو ځلي ټول ښارونو ته راغلل او له خپلو ورونو هېوادوالو سره یې اختر مبارکيانې وکړې او د اختر لمونځونه یې یو ځای ادا کړل، ټولو اختر په خوښۍ تېر کړ، چې د طالبانو او افغان حکومت دغه کار افغان ولس خوشحاله کړ او یو اختر یې دوه اختره شول له بلې خوا بيا دغه اوربند دا هم ثابته کړه چې په رښتيا هم افغان امنيتي – نظامي ځواکونه، افغان ولس او هم افغان طالبان له جګړو ستړي شوي او ټول سوله غواړي او دا جګړه د افغانانو نه بلکې د بهرنيو هېوادونو جګړه ده.
د افغان حکومت د سولې غږ ته هر ځلې طالبان دا ځواب ويلی دی چې موږ غواړو له امريکایانو سره د سولې خبرې وکړو چې دلته یوه بله خبره او سوال پیدا کيږي چې آيا طالبانو ته دا مناسبه ده چې افغان حکومت او په افغانستان کې ديني علما، قومي مشران او مجاهدين او بيا د جهاد او سولې سالار محترم حکمتيار صاحب موجود وی او دوئ له امريکایانو سره د خبرو وړانديز وکړي؟، مناسبه خو دا وه چې که امريکایانو ، طالبانو ته د سولې او خبرو وړانديز کړی وای، خو طالبانو ورته ويلي وای چې موږ له امريکایانو سره نه غواړو چې خبرې وکړو، بلکې که موږ خبرې کوو نو له خپلو ورونو افغانانو سره به خبرې کوو، ځکه د طالبانو له خوا د افغانستان د سولې په اړه امريکایانو سره خبرې کول په لوی لاس امريکا ته د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلي حق ورکول دي، خو بيا هم اوس امريکایانو هم منلې ده چې له طالبانو سره خبرې وکړي نو طالبان دې دغه اوربند نور هم تمدید کړي او له اوربند وروسته یې چې کوم جنګي تحرکات بيا ځلي پيل کړي، ودروي او اوربند دې له نوي سره اعلان کړي او په دغه نوي اوربند کې دې د سولې خبرې پر مخ بوځي چې افغانان د آرام ساه واخلي او بله دا چې دغه د بې قيد او شرط اوربند په اعلانولو ولسمشر غني د واليبال توپ د طالبانو ميدان ته ورشوټ کړی او ځان یې هم د ولس او هم د نړېوالو پر وړاندې سپين باز ثابت کړی، اوس که چېرته طالبان بيا هم دغه ورشوټ شوی توپ له خپل میدان نه په پوره تدبیر او سياسي درايت بېرته ورشوټ نه کړي نو بيا به د سياست په ډګر کې پاتې راغلي وي او لوبه به ولسمشر غني ګټلې وي اوس د طالبانو له خوا د توپ شوټ کول په دی معنا دی د دولسمشر د سولې غږ ته لبیک ووائي او د بین الافغاني خبرو اترو له لاری د سولې خبرې پر مخ بوځي که چیرته د طالبانو مشران سولې ته غاړه نږدي نو په هغه صورت کې به بيا هغه طالبان چې ښارونو ته راغلي او د ولس او حکومت له هرکليو او مينې سره مخامخ شوي وو نو سلاح ګانې به پر ځمکه ږدي او له خپل ولس او حکومت سره به یو ځای کيږي، ځکه هغوئ دا درک کړه چې افغانان سوله غواړي او له دوئ سره هم کومه دښمني نه لري او بله خبره دا چې د طالبانو د ادعا پر بنسټ که ووايو چې دوئ خپله جګړه مقدسه بولي او داسې انګېري چې د ولس د سوکالۍ لپاره جګړه کوي نو په دې دې ځانونه ښه پوه کړي چې د ولس هيله جګړه نه، بلکې سوله ده، ولس سوله غواړي، که دوئ په رښتيا هم د ولس د هيلو لپاره جګړه کوي او غواړي د ولس زړه لاس ته راوړي نو جګړه دې پرېږدي او سوله دې وکړي چې په راتلونکي کې د سياست په ډګر کې یې ولس ملاتړ وکړي.
که چېرته طالبان هدفمنده جګړه کوي نو اوس خو امريکايانو هم دا منلې چې له طالبانو سره خبرې وکړي، که چېرته امريکایانو او نورو بهرنيو ځواکونو سره خبرې کول د طالبانو اصلي شرط او غوښتنه ده، نو همدا یې وخت دی او که نه نو یو ځل بيا وړانديز کووم چې راځئ له افغان حکومت سره خبرې وکړئ خپل شرطونه وړاندې کړئ، که چېرته افغان حکومت ستاسو معقول شرطونه ومنل نو ډېره ښه او که خدای مه کړه ستاسې غوښتنې ونه منل شوې چې داسې به هېڅکله هم نه کيږي، بلکې ستاسې غوښتنې منل کيږي، نو تاسو به بيا هماغه د ولسمشر غني له خوا د واليبال درشوټ شوی توپ په پوره درايت بېرته ورشوټ کړی وي او هم به مو د ولس پر وړاندې اتمام حجت کړی وي چې په هغه مهال به ولس بيا ستاسو تر څنګ ولاړ وي  او اوس چې له تاسو غوښتنه کوي چې سولې ته حاضر شئ بيا به له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې د طالبانو غوښتنې معقولې دي، موږ یې هم منو تاسو یې هم ومنئ او که چېرته ستاسې غوښتنې افغان حکومت ومنلې نو تاسو به سوله وکړئ او او امريکا او ناټو ځواکونو موجوديت ته به هېڅ بهانه او اړتيا نه وي، افغان حکومت به هم ترې غوښتنه کوي چې اوس جګړه ختمه ده  او تاسو ته حاجت نه شته خپل هېواد ته ولاړ شئ، هم به امريکایي ځواکونه ولاړ شي، هم به افغان ولس د آرام ساه واخلي او هم به د افغان مجاهدينو او عام ولس پر څلوېښت کلنو ناسور ټپونو مرهم پټۍ ولګېږي او له بلې خوا به افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ پر لور روان شي او په لنډه موده کې به له نورې نړۍ سره سيال شي او هم به نړېوالو ته ثابته شي چې که افغانان جګړه کولی شي نو په سوله کولو کې هم له چانه کم نه دي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th August, 2018