تفصیل | شهادت 

15th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ- اتم درس پاتې برخه

حکمتیار

2018-07-03

يعنى الله تعالى هر شى په يوه معلومه او معينه اندازه كي پيدا كړى، كه دا عناصر دي، كه د ځمکې مركبات دي، كه وني، بوټي او حيوانات دي، كه هوا، باد، باران، واوره او اوبه دي، كه گرمي او يخني ده، د هر څه لپاره ثابت مقدار او حد ټاكل شوى، دومره چي دلته ورته ضرورت وي، نه تر ضرورت زيات او نه كم، هر څه ئې په همغه اندازه پيدا كړي چي د ژوو ژوند او ژواك او د زمكي او آسمان بقاء او دوام ئې غواړي. 
دا هم د قرآن يو بل ستر علمي اعجاز زموږ مخي ته ځلوي، نن انسان په دې پوه شوى چي د زمكي هر څه ثابت مقدار لري، سره له ټولو هغو تغييراتو چي هره شېبه په زمكي كي رامنځته كېږي، يو شى په بل بدلېږي، ځيني سره تركيب شي او نوى شى رامنځته كړي، ځيني په خپلو اجزاوو تجزيه شي، ځيني وسوزي ايرې او دود شي، ځيني وشړېږي، وراسته شي، په خاوره تجزيه شي، خو نه په دې تركيب سره د اشياوو په اصلي او ثابت مقدار كي تغيير راځي او نه ئې په تجزيې سره، دا د ساينسپوهانو د ژورو څېړنو وروستۍ پرېكړه ده چي كه د عالم په دې ثابتو مقاديرو كي معمولي تغيير او بدلون راشي نه به د زمكي پر سر انسان ژوند كولى شي او نه نور ژوي او نه د عالم موجود نظم او نظام دوام كولى شي. دا تعادل او توازن ښيي چي د دې ټول عالم پيدا كوونكى او پالونكى يو دئ، كه عالم د تصادفي تخليق زېږنده وى يا ئې له يوه خالق پرته نور پيدا كوونكي درلودى نو نه به دا تعادل او توازن تر سترگو كېدو او نه د ټولو مخلوقاتو تر منځ دا موجود تنسيق، يووالى او همغږي. 
د هر څه سم او په ټاكلې اندازه پيدايښت او لارښوونه ئې 
قرآن وايي چي الله تعالى د عالم هر څه په سمه توگه پيدا كړي، هر څه ئې په ټاكلې اندازه پيدا كړي، هر څه ته ئې لارښوونه كړې چي څه به كوي، كومه دنده به سر ته رسوي او په كوم لوري به درومي!! راشئ وگورو چي د قرآن دا وينا څومره علمي ارزښت لري او زموږ له مشاهداتو سره څومره اړخ لگوي!! لاندي مباركو آيتونو ته ځېر شئ:
سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (۱) الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى (۲) وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى (۳) وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى (۴) الاعلى: ۴-۱
د خپل اعلى رب نوم په پاكۍ سره ياد كړه. هغه چي پيدا ئې كړل (هرڅه) او برابر ئې كړل. او هغه چي اندازه او هدايت ئې كړل. او هغه چي دا بوټي ئې راوايستل. 
دا مبارك آيتونه څو مطالبو ته اشاره كوي:
• ستا پالونكى رب (لوړ) دئ، لوړ تر هر هغه څه چي په دې عالم كي ستا تر سترگو كېږي، لوړ تر دې چي ستا په خيـال، وهم او گومان كي وگرځي، په دې پراخ عالم كي هيڅ څه هغه ته ورته نه شې موندلى. 
• د خپل لوړ رب نوم په پاكۍ يادكړه، په څو معنى: 
• اولاً: پام چي د الله جل شأنه په اړه د بحث په دوران كي كوم عيب او نقص ورته منسوب نه كړې، الله تعالى تر دې لوړ دئ چي په ذات او صفاتو كي ئې څه كمى او عيب وي. 
• ثانياً: الله تعالى په داسي نامه مه يادوه چي د ده له عظمت او شأن سره نه ښايي، الله تعالى غوره نومونه لري، په دغو غوره نومونو سره ئې يادوه، بايد پوره محتاط وې چي د الله د يادولو او ذكر په وخت كي داسي نوم ونه كاروې چي د الله تعالى په شأن كي بې ادبي گڼل كېږي، د الله ذكر خاص ادب او ځانگړى فرهنگ او قاموس لري، د ځان پاكوالى، د زړه حضور او د روح خشوع، د دې مقدس مقام آداب دي، څوك چي له دې پرته بل حالت ولري، بې ادبي ئې كړې، همداراز د ذكر په دوران كي هغه نومونه كارول چي له دې خاص او ځانگړي قاموس نه وي اخيستل شوي، الحاد او له اصلي لارې كږېدل دي، څوك چي د مستۍ او بې خودۍ په حالت كې، له جذبې او ساز او سرود سره الله يادوي بې ادبي كوي، څوك چي الله د ساقي، صنم، دلبر، معشوق، پيرمغان او … په نامه يادوي بې فرهنگه دئ، د الهي ذكر له قاموسه بې خبره او د الله تعالى د ذكر له آدابو بې برخي. 
• ستا پالونكى رب همغه دئ چي دا ټول پيدا شوي ئې پيدا كړي، نه يوازي دا چي هغه ئې پيدا كړي بلكي (سم) ئې پيدا كړي، د دې عالم هر څه ښه، ښايسته، موزون او دقيق پيدا شوي، له يوې خوا د دوى (وجود او شته والى) په دې دلالت كوي چي حتماً يو (پيدا كوونكى) لري، له بلې خوا د دوى سم، دقيق او موزون خلقت په دې شهادت وركوي چي (پيدا كوونكى) ئې (اعلى) او (لوړ) دئ. د هر څه پيداېښت له نشت پيل كړي، ورو ورو ئې كمال او د سموالي وروستي پړاو ته ورسوي. 
• له (پيداېښت) او (تسويې) علاوه دوې نورې ځانگړتياوې هم د ده په مخلوقاتو كي گورو: 
الف: هغه ثابته او معينه اندازه چي د دوى په (مقدار) كي مراعات شوې. 
ب: هغه لارښووني چي د هر څه په فطرت او خټه كي اېښودل شوې. 
• د دې عالم خالق او پالونكي رب هر څه د ضرورت په اندازه پيدا كړي، نه تر ضرورته كم او نه زيات، هيڅوك نه شي كولى د دې پراخ عالم په غېږ كي كوم داسي (اضافي) او (غيرضروري) شى ومومي چي هسي او بې له كومي گټي ئې دلته كوم (ځاى) اشغال كړى وي!! همداراز نه شي كولى د داسي كوم څه نوم واخلي چي په دې عالم كي ئې ځاى تش او خالي وي.
 • د دې عالم د توكيو په (مقدار) او د دوى ترمنځ (تناسب) كي چي كومه (اندازه) مراعات شوې دومره دقيقه ده چي په هغه كي ډېر لږ تغيير او تعديل د ټول عالم د متلاشي كېدو باعث كېږي!! هر شئ په خپل خپل ځاى او مقدار كي داسي دقيق پيدا شوى چي كه له منځه ولاړ شي او يا ئې اندازه او مقدار كم او زيات شي، د ټول عالم بقاء له گواښ سره مخامخ كوي. 
• پالونكي رب چي هر څه پيدا كړى، هغه ته ئې لارښوونه او (تلقين) كړى چي دنده ئې څه ده او دلته به د خپل شتون په دوران كي كوم كوم كارونه ترسره كوي، كوم خالي ځاى به ډكوي، په كوم مسير كي به خوځي، كوم نتائج به وړاندي كوي. مگر نه گورئ چي لمر په خاص وخت كي له خاص ځايه راخېژي، په معين مسير كي درومي، د يوې معيني مسافې له پلي كولو وروسته، په خاص وخت كي، په داسي ځاې كي پرېوځي چي له مخكي ورته ټاكل شوى، خپل مأموريت ترسره كوي، تاسو ته رڼا او تودوخه دركوي، ستاسو، حيواناتو او نباتاتو اړتياوو ته ځواب وايي، ستاسو په خدمت كي دئ، د دانې او مېوې په پيداېښت كي ممد او د رزق او روزي په دركولو كي درسره مرسته كوي، سپوږمۍ د شپې رابره كېږي، ستاسو تياره شپې روښانه كوي او ستاسو لپاره په تيارو شپو كي روښانه او څرگند تقويم، چي د شپو ورځو حساب پرې معلومولى شئ. 
بوټي او ونې گورئ چي شپه ورځ په كار بوختي وي، زيار باسي، مضر گازونه جذبوي او ستاسو د اړتيا وړ آكسيجن توليدوي، د زمكي له خاورو په خپلو نازكو جرړو سره هغه حياتي مواد جذبوي چي ته ورته ضرورت لرې او د لمر د وړانگو په مرسته له دغو موادو تا ته ښايسته او خوندوري مېوې جوړوي. 
د شاتو مچۍ گورئ چي له دې وړوكتوب او نازكتوب سره سره څومره منظم او ښايسته كور ځان ته جوړوي، داسي منظم كور چي د نړۍ ستر مهندسين ئې په ډېرو مجهزو وسائلو هم له جوړولو عاجز دي، له داسي توكيو ئې جوړوي چي د شاتو په څېر شى په كي تر اوږدې مودې خوندي او روغ رمټ ساتلى شي، په دې پوهېږي چي څنگه د خپلي خوښي (ملكه) او (واكمن) ځان ته غوره كړي، د زور پاچايي نه مني، په ډېر ښه شان خپل وظائف په خپلو كي وېشي او دا استعداد لري چي په خپل ملك كي دقيق نظم پلي كړي، په كوم كي چي هم د دندو وېش عادلانه وي، هم د نظافت او صفايي خيال ساتل شوى وي او هم د پرديو او د هغو مچيو له ننوتو مخنيوى وشي چي له ناپاكو وزرونو او پښو سره د دوى پاك او صفا كور ته ننوتل وغواړي، د كور په دروازه كي حساس او هوښيار پهره داران ودروي او هر ننوتونكى څاري او يوازي په هغه صورت كي د ننوتو اجازه وركوي چي (خپل) وي او (پاك ستره) وي، په دې پوهېږي چي څنگه د گلانو عصاره وزبېښي او شات ترې جوړ كړي، داسي شات ترې جوړ كړي چي د كلونو كلونو په تېرېدو هم نه گنده كېږي، د انسان د ډېرو بيماريو لپاره درمل دئ او انسان تر اوسه له خپل ټول پرمختگ او په خپلو ټولو مجهزو لابراتوارونو سره د هغه له توليده عاجز دئ، خو همدا وړه حشره ئې هم پيدا كولى شي او هم ئې تر اوږدې مودې صفا، ستره او روغ رمټ ساتلى شي!! چا به حتماً دې ته په غوږ كي ويلي وي چي څنگه والوزي، څنگه له هغه وروسته خپل كور ته بېرته راستنه شي او لار وركه نه كړي چي په پراخي فضاء كي څو څو كيلومتره لري د گلانو په لټه كي ځي، بېرته راگرځي او له كومي اشتباه او غلطۍ پرته د خپل كور دروازه پيدا كوي!!
قرآن د موچيو په اړه فرمايي:
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (۶۸) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ النحل: ۶۹-۶۸
او ستا رب مچۍ ته وحي وكړه چي په ځينو غرونو، ځينو ونو او ځينو هغو ځايونو كي كورونه جوړ كړه چي (خلك) ئې لوړ جوړوي، بيا هر ډول مېوې وخوره او د خپل رب پر لارو منقاد درومه، له گېډي ئې داسي څښاك راوځي چي رنگونه ئې ډول ډول دي او په هغه كي د خلكو لپاره شفاء (درملنه) ده، يقيناً چي په دې كي هغو وگړو ته څرگنده نښه ده چي تفكر كوي.
د دې مباركو آيتونو په اړه دا اساسي خبري په پام كي ولرئ:
• الله تعالى مچيو ته په فطري توگه دا لارښوونه كړې او له داسي فطرت او جوړښته سره ئې پيدا كړې چي په غرونو، ونو، د خلكو كورونو او هغو صندوقونو كي چي خلك ئې د دوى لپاره جوړوي ځان ته كور غوره كړي. 
• ټول ژوند او د ژوند ټولي كړني ئې د هغي طريقې مطابق دي چي الله تعالى ورته غوره كړې، په بشپړ انقياد سره د خپل رب له لوري وضع شوې او غوره شوې لار او طريقې باندي درومي.
• په دې فطري لار د تلو ثمره او نتيجه ئې رنگ رنگ خوندور او گټور شات دي، د خلكو لپاره شفاء. د شاتو رنگ، گټه او خوند ئې له يوه گل تر بله توپير لري. 
• د مچيو ژوند هومره منظم دئ چي انسان په هيڅ توگه او په هيڅ برخي كي له هغوى سره برابري نشي كولى، د كور مشره ئې ملكه ده، په واقعي معنى د كور مشره ده، د هر امر اطاعت ئې كېږي، دوى ئې په خپله غوره كوي، د هر كار لپاره ځان ته ټولگي لري، انجنيران ئې كورونه جوړوي، څوكيداران ئې د كور حفاظت كوي، د پرديو د ننوتو مخنيوى كوي، ناولې موچۍ ننوتو ته نه پرېږدي، گنده شوې موچۍ وژل كېږي، يوه ډله دا دنده لري چي د داسي مچيو سر غوڅ كړي، يوه ډله د هگيو ساتنه او پالنه كوي، كورونه ئې شپږ ضلعي وي، ټولي اضلاع ئې سره برابري وي، په داسي خاصو او خوندي ځايونو كي كورونه جوړوي چي هم پاك وي او هم له بارانه خوندي وي، كورونو له مومو جوړوي، داسي منظم كورونه جوړوي چي ستر ستر انجنيران ئې له جوړولو عاجز دي، له داسي توكو ئې جوړوي چي شات په كي خوندي ساتل كېږي او انسان ته ئې خوراك تاوان نه رسوي، مچۍ د گلانو رس او عصاره زبېښي، په خولې كي ئې داسي بدلون په كي راشي چي شات ترې جوړ شي، داسي شهد ترې جوړ شي چي انسان تر ننه د هغه له جوړولو عاجز دئ، د ډېرو بيماريو لپاره شفاء ده، تر كلونو كلونو له خوسا كېدو خوندي پاته كېږي.
•    هغه شات لا تر څو كاله مخكي پوري روغ رمټ پاته وو چي څو زره كاله مخكي مصريانو د فرعون خوا ته په قبر كي ورسره ښخ كړي، د مصريانو عقيده دا وه چي مړي په خپلو قبرونو كي بېرته راژوندي كېږي نو ځكه ئې د هغوى خوا ته ځيني خوراكي توكي ايښودل هم ږدول، انسان تر نن پوري نه نبات، دانه او مېوه جوړه كړې او نه د شيدو او شاتو په څېر خوراكي توكي، نه هغه شات جوړولى شي چي موچۍ ئې جوړوي او نه هغه موم چي مچۍ خپل كور ترې جوړوي، ټول كمال ئې دا دئ چي موجود خوراكي توكي په يوه او بله بڼه واړوي، له شيدو مستې، كورت، پوڅه او كوچ جوړ كړي، همدا توكي د لنډي مودې لپاره تر زمكي لاندي روغ رمټ نشي ساتلى او د خوسا كېدو مخه ئې نشي نيولى.
 • مچۍ خپل مشر په خپله ټاكي، په زور تپل شوى مشر او ملكه نه مني، كه د موچيو خاوند داسي ملكه ورته راوړي چي دوى ئې نه خوښوي نو ټول په گډه پرې حمله كوي او هغه وژني، انسان لا تراوسه له دې محروم دئ چي په خپلي ټولني كي د خپلي خوښي صالح زعيم ولري، انتخابات ئې له ټگيو او برگيو ډك وي او همدا تقلبي انتخابات داسي خلك پرې مسلطوي چي پيسې او تبليغاتي وسائل لري.
• دومره حساسي دي چي څو ميله د گلانو په لټه كي له خپله كوره لري ولاړي شي، بېرته سيده خپلو كورونو ته راستنې شي، د پراخي فضاء په غېږ كي د خپل كور لار نه وركوي، دا واټن د دوى د بدن په تناسب دومره دئ لكه انسان چي څو زره كيلومتره له خپل كور لري ولاړ شي!! كه د يوې مچۍ وزن په تخميني توگه پنځه گرامه ونيسو، نو دوه سوه موچي يو كيلوگرام كېږي، كه د انسان اوسط وزن اويا كيلوگرامه ونيسو نو د څوارلس زرو موچيو وزن د يوه انسان برابر كېږي، كه يوه موچۍ له خپله كوره پنځه كيلومتره لري درومي او بېرته د خپل كور لار پيدا كوي او مخامخ ورځي، دا داسي ده لكه انسان چي له اويا زره كيلومترهx14000= 70000)   (5لري واټن په هوا كي خپل كور ته مخامخ ولاړ شي!! پرته له دې چي د بل دروازه وټكوي، پوښتنه وكړي او په كوم هوايي ميدان يا هوټل كي توقف وكړي!! 
د مچيو په كورنۍ كي د كارونو وېش دومره منظم او عادلانه دئ چي انسانان نه په وړې كورنۍ كي داسي وېش لري او نه د مچيو د سترو كورنيو په څېر په لويو لويو ټولنو كي، انضباط ئې دومره جدي دئ چي هيڅ گنده شوې او په گندگيو لړل شوې موچۍ ځالي ته نشي ننوتى، فوراً وژل كېږي، له خپلي ځالي په دفاع كي دومره زړه وري او پياوړې دي چي د يږ په څېر لوى يرغلگر هم تېښتي ته اړ كوي او تر هغه ئې ځغلوي چي په اوبو كي ځان ترې غوټه كړي، كه كومه كورنۍ چرگه كومه موچۍ په مښوكه ووهي، مړه ئې كړي يا ئې وخوري؛ ناڅاپي او د سترگو په رپ كي دومره موچۍ پر يرغلگري چرگي بريد وكړي چي له تېښتي پرته بله لار ورته پاتې نشي!! ما ته ووايئ: آيا انسانان په كوم څه كي له دوى سره سيالي كولى شي؟   
• يقيناً چي په دې كي هغو وگړو ته څرگنده نښه ده چي تفكر كوي. يعني اې بدمغزو كافرانو! اې چي له تفكر او تعقل پرته په كږو لارو سر شوي يئ! ولي په هغه رب ايمان نه راوړئ چي د قدرت نښي ئې په هر گام كي او هر لوري ته ستاسو په مخ كي ځلېږي، ولي له دې څرگندو او ځلاندو نښو عبرت نه اخلئ، اې د حق منكرينو! كه د خپل رب په هغه لار ولاړ شئ چي ستاسو د فطرت مطابق ده نو ژوند به مو د موچيو په څېر ستاسو لپاره بختور او د نورو لپاره گټور شي. 
موږ داسي مرغان هم مومو چي بچوڼي ئې هيڅكله خپله مور نه گوري، مور ئې د زړښت په وخت كي، په يوه خوندي ځاى كي، څو پوړيزه ځاله جوړه كړي، داسي چي كافي نور او حرارت وررسېدى شي، په هري برخي كي يوه هگۍ واچوي او خوا ته ئې د خپل بچوڼي اړتيا وړ كافي مقدار خوراك كېږدي، بيا د هري ځالي خوله وربنده كړي، دا د خپلو بچوڼو له راوتو مخكي ومري، بچوڼي ئې له هگيو راووځي، په هماغه خوراك تر هغو گوزاره كوي چي ستر شي او د الوتو جوگه، نو د ځالي خوله پرانيزي، بهر راووځي او د خپلي مور په څېر ئې ژوند او خوى او عادت وي او د ژوند په پاى كي د خپلي مور په څېر ځاله جوړه كړي، هگۍ په كي واچوي، خولې ئې وربندي كړي او ومري. ووايئ: څوك دغو مرغانو ته چي خپله مور ئې نه ده ليدلې، معلم او استاد هم نه لري، لارښوونه كوي او ورته وايي چي ستا د پلار نيكه د ژوند طريقه دا وه؟! يقيناً چي الله تعالى هر څه پيدا كړي او هر يوه ته ئې د خپل فطرت او طبيعت مطابق لارښوونه كړې. 
 د عالم په ټولو مخلوقاتو كي يوازي انسان داسي مومو چي د هغو فطري لارښوونو تر څنگ چي د ده په ضمير كي اېښودل شوې هم مور ته شديداً اړ وي او هم مرشد او لارښود ته. له دې پرته نه سم ژوند كولى شي او نه كمال ته رسېدى شي. 
د غرڅه بچى په دې پوهېږي چي څه وخت د واښو خوړل پيل كړي او د غرونو په پراخو لمنو او لويو دښتو كي، چي له راز راز بوټو ډكي وي، كوم بوټى وخوري او د كوم يوه له خوراكه ځان وساتي. خو د انسان (بچى) تر اوږدې مودې، نه شي كولى چي په خپل وړوكي كور كي ښه او بد وپېژني او مفيد له مضره بېل كړي، هم اور ته لاس غځوي او هم ډبره، لوټه او حتى زهر په خوله منډي. نه اور ته له ځان اچولو ډډه كوي او نه اوبو ته، (لارښود) او مرشد ته اړتيا د ده د فطرت مقتضا ده. په يوه فيلم كي مي غرنۍ وزه له خپلو دوو بچيانو سره ليدله چي د غره په ډډي كي روانه ده، داسي ځاى ته ورسېدل چي مور ئې له يوه چاود آخوا ته ټوپ كړل، بچيان ئې د چاود ژۍ ته روارسېدل، ودرېدل، مور ئې مخ ورواړاوو او د دوى ټوپ وهلو ته منتطر پاتې شوه، خو هغوى له ټوپ وهلو ډډه وكړه، خپل زور او د چاود لوى والى ئې وسنجولو، پوه شول چي دلته ټوپ وهل خطرناك دي، څو شېبې ئې مور آخوا ته او دوى دې خوا ته ودرېدل، په پاى كي د دوى مور دې ته اړ شوه چي بېرته د دوى لوري ته ټوپ كړي او لار بدله كړي. يعني دوى تر خپلي مور ښه پوهېدل چي دا ټوپ خطرناكي پايلي لري!! مور ئې ترې غوښتل چي ټوپ ووهي، خو فطرت ئې ورته ويل: دلته تم شئ او له ټوپ وهلو ډډه وكړئ!! 
• ستا رب هماغه ذات دئ چي بوټي راشنه كوي، هماغه ذات چي په اراده ئې د زمكي له كلك او سخت پوټكي، نازك او ښايسته بوټى راټوكوي او هيڅوك د دغو رنگ رنگ بوټو په پيدا كولو كي د ده د فعل شريك نه دئ، همدا ستا رب دئ. ته زمكه وسپړې، مړه دانه په كي وكرې او ستا رب ئې د شنه او ښايسته بوټي په څېر راوباسي چي ژوندى دئ، احساس لري، وده كوي، د خپل نسل د دوام بند وبست كوي او څو دانې په عوض كي دركوي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th July, 2018