تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان د امير ښاغلي حکمتيار د تېرې جمعې د خطبې په ترڅ کې:

حکمتیار

2018-07-03

افغانان دې تـه چمتو نـه دي چې خپـل حریف او رقیب تـه سر ټیټ کړي
راځــئ د ټاکنو پـه پایلـه کې هغـه چـا تـه مهلت ورکړو چـې ولس پرې باور کـړی وي
الحمدلله و کفى وسلام على عباده الذين اصطفى و بعد:
اعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
 فَلَوْلاَ كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُوْلُواْ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الأَرْضِ إِلاَّ قَلِيلاً مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مَا أُتْرِفُواْ فِيهِ وَكَانُواْ مُجْرِمِينَ.
الله تعالى فرمايې، نو ولي تر تاسو مخکنيو پيړيو استوگنو په دوئ کې داسي عقلمند نه وو، چې په ځمکه کې د فساد مخنيوى يې کولو مگر ډير لږ دى چې موږ وژغورل، ډيرى يې داسې وو چې يا فساد کې غرق وو يائې د فساد پر وړاندې سکوت کولو او د هغه مقابله يې نه کوله، يو وړوکى ټولگى داسي و چې د فساد مخنيوى يې کړى، شميريې کم و الله تعالى همدا وړوکى ټولگى ژغورلى او هغو چې ظلم يې کولو، د هغه څه متابعت يې وکړ چې په کې عيش او عشرت و، رفاه او سوکالي په برخه کيده او دوئ جنايتکاران وو په دې ايت پسي وروسته الله تعالى فرمايې: (وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ) او ستا رب داسي نه دى چې کلى او ښار ملک او هيواد پداسي حال کې تباه کړي، وران او ويجاړيې کړي چې اهل يې ددې وړ نه وي، اهل يې مصلح وي يعنې يواځي هغه ملکونه او هيوادونه ورانوي او ويجاړوي چې اهل يې يا مجرم يا ظالم يا مُفسد وي او د هغه پر وړاندي هم د مصلحينو شمير کم وي او دوئ يې د فساد ظلم او جنايت مخه و نه نيسي، کله چې د يو هيواد او ملک حالات او کيفيت داسې شي، نو بيا الله تعالى د هغوئ د تباه کولو پريکړه کوي، پدې مبارکو ايتونو کې زموږ او زموږ د هيواد او د هرې هغه ټولني وضعيت انځور شوى چې له ظالمانو مفسدينو او داسي مجرمينو سره مخامخ وي چې يا په ټولنه مسلط وي، ځواکمن او زورور او په مقابل کې يې د مصلحينو شمير يا کم وي او يا ضعيف او کمزوري وي د ضعف او ناتوانۍ احساس کوي او د مقابلې لپاره ملا نه تړى، پدې مُبارکو ايتونو کې په مختصره توگه د هغو قومونو وضعيت د حيرانتيا وړ ښودل شوي چې په دوئ کې د مصلحينو شمير ډير لږ وي او د مفسدينو شمير هم زيات، په دوئ کې داسې صالح او عقلمند خلک نه وو چې په ځمکه کې يې د فساد مخنيوى کولو، دغه عقلمند او صالح وگړي الله تعالى ژغورلي او نوريې هلاک کړى، هلاک شوي هم ظالمان وو چې پخپل عيش او عشرت لگيا وو هغه څه يې کړى، هغه نظام يې رامنځته کړي او هغه تگ لاره يې غوره کړي چې په هغې کې د دوئ رفاه، سوکالي او عيش عشرت تضمينيده، داسي ظالمانه تگلاره يې غوره کړي چې دوى ته يې عيش عشرت رفاه او سوکالي ور په برخه کړې دلته قرآن ددغو هلاک شويو او تباه شويو هيوادونو او د استوگنو څو ځانگرتياوو ته اشاره کړې دوئ ظالمان وو، د نورو پر حق يې تيرى او ظلم کولو، دوئ د عيش او عشرت په لټه کې وو. 
دوى په ځمکه کې جنايتکاران وو، فساديې خور کړى وو، يعنى دوئ د خپلې هوساينې لپاره د ظلم فساد او جنايت لاره غوره کړي وه، ددغو ظالمانو د عيش او عشرت لپاره ډيرو نورو د ټولنې اکثريت خپل هر څه قرباني کولو او له لاسه يې ورکړي وو د جنايت له لارې هغوئ ځانته مرفه ژوند او عيش عشرت برابر کړى وو، په ټولنه کې د هغو عقلمندو او صالح خلکو شمير ډير کم وو چې بايد ددې ظالمانو، مجرمينو او مفسدينو مقابله يې، کړي واى، خو الله تعالى همدغه وړوکى او قليل ټولگي ته بريا ور په برخه کړي او هغه يې ژغورلي که څه هم د هغوئ شمير کم وو، الله تعالى هغه مهال د عام وړانۍ او ويجاړۍ پريکړه کړي چې دغه صالح ټولگى هم له خپلې لارى په شا شوى تسليم شوى، مايوس شوى او د شر او فساد او ظلم له مقابلي څخه يې لاس اخيستى له دا ايت زموږ د ټولني دا اوسنى حالت هم په ډيره دقيقه توگه انځوروي که دلته هم فساد او ورانى گورو عامل يې همدغه دى، اقتدار د ظالمانو لاس ته ولويد، د خوف او ويرې داسې حالت ئې پيدا کړى چې چا د هغوئ د مقابلې جسارت ندى کړى او که چا غږ اوچت کړى، وژل شوى ځپل شوى، وهل شوى او د خپلې سيمې او کور پريښودلو ته مجبور کړى شوى دى بهرنيان راغلي زموږ هيواديې اشغال کړى او هغوئ زموږ په ټولنې باندې مفسدين مسلط کړى دي. د قرآن د وينا مطابق چې فرمايې ملوک د ملکونو فاتحان يرغلگر اشغالگر چې کوم کلي وطن او هيواد ته ننوتلي هغه يې تباه کړى، هم له مادي پلوه يې تباه کړي او هم له معنوي پلوه، د هغه ټولنې ټول ديني ملي او انساني ارزښتو نه يې تر پښو لاندي کړي، د هغوى شتمنۍ
 يې غارت کړي، ملک او هيواد يې ورته ويجاړ کړى، د ټولنې عزت مند خلک يې سپک کړي  د هغوئ د يرغل او ننوتلو او تسلط نتيجه فقط همدا ده چې هغه ملک تباه کړي او بيا په ټولنه کې هغه څوک چې عزتمند وو هغه يې سپک کړى، تر ټولو زيات يې هغه سپک کړي او هم دا د دوئ طبيعت دى، دا د دوئ خصلت دى تل به هم داسې کيږي، تل يې همداسي کړي، پرون هم داسي شوي، سبا به هم همداسي کيږي، يرغلگر چې کوم هيواد ته ننوځي، هغوي د ټولنې عزتمند او پتمن شخصيتونه نشي زغملى، دا به سپکوى، له خپل کور، کلى او وطن به يې شړي، ځمکي، جايدادونه او شتمنۍ به سپيرو ذليلو مزدورانو ته پريږدي او هم هغه سپيرې کړۍ به په ټولنه هيواد او ولس باندې مسلط وي، دا د الله تعالى نه بدليدونکى سنت دى، تل همداسي شوي او بيا به هم همداسې کيږي هغه بله ورځ ما د پروان له يو شمير علماى کرامو مشرانو او شخصيتونو سره ليدنه درلوده، ما ته يې ويل چې پدې ١٧ کلونو کې چې کوم کسان ترور شوي، مشهور نوميالي معروف علما د ٣٥ په شاوخوا کې يې نومونه واخستل چې هر يو يې يا د يو ستر جماعت خطيب و، لوى مدرس نوميالى عالم او معلومه شوي هم نده چې ددې تروورنو تر شا د چا لاس دى، زموږ انتباه او تشخيص هم دا دى او د هغوئ هم همدا چې دا نه طالب ترور کړي او نه داعش دا داسې چا ترور کړي چې داسې ترورونه ورته ډير آسان دي او ډيرى هم په يونيفورم کې او د وسلو د حمل مجوز او د تورو شيشو موټرې او د مصئونيت کارتونه هم لري، څوک يې نه نيولى شي، نه ئې محاکمه کولى شي او نه يې مجازات کولى شي چايې د ترور مسؤليت هم نه دى قبول  کړى، دا يواځى پروان ندى، د هيواد په گوټ گوټ کې هم دا لړۍ روانه ده، تاسي به پرون اوريدلي وي چې د يوې قطعې قوماندان چې ډيرې زياتي هڅې د هغه د ترور لپاره شوې وې په پکتيکا کې خو حريف او رقيب يې پدې نه وو توانيدلى چې هغه ترور کړي پرون په کابل کې ترور شو، معنى يې دا ده چې تر پکتيکا کابل ډير نا امنه دى، دلته دا ترورونه څوک کوي، که ومنو چې په پکتيکا کې يې طالب کوي، کابل کې يې څوک کوي، طالب په پکتيکا کې نه بريالى کيږي، خو په کابل کې بريالي کيږي، معنى دا چې دا بل ډول طالب دى، دا هغه طالب ندى چې په غرونو کې جنگيږي، په ننگرهار ، لغمان ، پکتيا ، کونر او د هيواد په گوټ گوټ کې قوماندانان په ميدان وردگو کې احساس د مصؤنيت کوي، په سنگرونو کې، په غرونو کې خو چې کابل ته راکوز شي، ترور شي، يو دوه هم نه ډير، متاسفانه چې زموږ د ټولنې وضعيت اوس همداسي دى، موږ په ټولو باندې غږ کوو، بيل بيل يواځي يواځي مو هم هغوي رابللي او په گډه مو هم  ويلي چې راشئ دا حالت بدل کړو موږ هغه بله ورځ له جمهور رئيس سره گډه غونډه درلوده، په هغه غونډه کې د يو شمير گوندونو مسؤلين او مشران هم وو، ما وويل راشئ دا حالت بدل کړو، که موږ صادقانه او مخلصانه تصميم ونيسو دا حالت بدلولى شو؛ مگر دا د تاسف ځاى ندى چې ته د اختر لمونځ خلکو سره نشي کولى، د جمعې لمونځ له خلکو سره نشي کولى، کورنۍ دې هيواد ته نشي راوستلى، او ددې لپاره چې دلته ستا کورنۍ  په امن نه ده، ته له کوره تر دفتره او له دفتره تر کوره پوري د زغروالو گاډو په لوى کاروان کې هم په ډاډ او اطمينان سره تگ راتگ نشي کولي راشۍ دا حالت بدل کړو دا جگړه پاى ته ورسوو، ډاډمنه سوله او امن رامنځ ته کړو او که صادقانه تصميم ونيسو دا کار کيدى شي، موږ ويل راشئ جنگيدونکي په دوه ډلو وويشو، يو هغه چې جنگ ته مجبور کړاى شوى حريف او رقيب يې په سيمه باندې مسلط دى د پرديو د مټو په زور نن د هغه پر خلاف دولتي واک او ځواک نه استفاده کوي، د هغه ځمکي يې اشغال کړى د هغه کورونه يې اشغال کړي، د هغه خپلوان  يې وژلي، د هغه ورور، زوى او پلاريې وژلى او هغه يې  مجبور کړى چې سيمه پريږدي مهاجر شي، شميريې هم کم ندي، نه ميليونونو دى اته ميليونه مهاجر لرو او دا په کلونوکلونو له خپل هيواد، سيمې، کلي کور او ځمکې چې غصب شوي دي مهاجر دى، يو هغه دي چې جنگ ته مجبور کړى شوي راځئ د دوئ په ارتباط هم يوه اجماع رامنځ ته کړو چې د دوئ ستونزه حل کوو، معقولو غوښتنو ته يې ځواب وايو، په ولايتونو کې داسې حالت را پيدا کوو چې هغه په ډاډ ښار ته راکوز شي او هغه پدې مطمئن وي چې هم يې سرخوندي دى
 او هم عزت، په دغو جنگ ځپلو ولايتونو کې بايد دولتي مسؤلين داسې کسان وي چې په جنگي ډلو پورې تړلي نه وي او د دولت وسلوال مخالفين بايد داسې احساس نکړي چې زه کله سوله کوم او ښارونو ته راکوزيږم، خپل حريف او رقيب ته تسليمږم افغانان دې ته چمتو ندي چې خپل حريف او رقيب ته سر ټيټ کړي او ورته تسليم شي د کلونو کلونو لپاره جنگ ته چمتو دى، خو دې ته نه دى چمتو چې خپل حريف او رقيب ته سر ټيټ کړي، تيرو اوولس کلونو تجربې هم همدا وښوده، يا خو دوئ ته دغسي د امن فضاء جوړه کړو، په خپلې سيمې او خپل ولايت کې او هغه چې د دولتي واک او ځواک نه وسايلو تجهيزاتو امکاناتو توپ او ټانک او جهاد نه هغه د بهرنيو ځواکونو نه هغه د خپل حريف او رقيب په ځپلو کې استفاده کوي دا په دغو ولايتونو باندي مسلط نه وي همداسي بهرنيو ځواکونو ته هم غلط کوردينات ورکوي او د خپل حريف او رقيب سيمه روته په نښه کوي چې دلته داعش او طالب دي او هغه راځي راکټ او بمونه ورباندې وروي، يا خو په لايتونو کې دغسي د امن فضاء رامنځ ته شي او يا د امن يو غير جنگي سيمه اعلان شي چې هلته به وسله وال ځواکونه نه وي، هلته به هغه څوک اوسيږي چې د سولي له بهير سره يو ځاى کيږي او له جنگ څخه لاس اخلي هغه چې له جنگ ستړى شوى، هغه چې د امن ځاى ته ضرورت لري هغه چې غواړي د سولي له بهير سره يو ځاى شي او شميريې هم ډير زيات دى دې وروستي اوربند هم دا وښودله چې په وسلوالو مخالفينو کې هم ډيرى يې سوله غواړي، دوئ ته د امن دغسي يوه سيمه اعلان شي، جمهور رئيس ته مي وويل چې ته په يو طرفه ډول هم هغسي لکه چې اوربند يو طرفه و يو اړخيز سيمه د سولي غير جنگي امن همدغسي يوه سيمه اعلان کړه، همدا راز د هغوئ په ارتباط هم بايد يوه اجماع رامنځ ته شي چې هغوئ د جنگ دوام غواړي. 
پرديو پورې تړلي دي د جنگ دوام يې ماموريت دى او په هيڅ صورت له جنگ نه لاس نه اخلي، د دغو په ارتباط هم بايد يوه اجماع رامنځ ته شي، سياسي گوندونه، مذهبي شخصيتونه، قومي مشران، مخور شخصيتونه، دولت دا په گډه پدې ارتباط يو گډ موقف اختيار کړي، زه باور لرم چې که په دې دواړو برخو کې د هغو په ارتباط هم چې سوله غواړي اجماع رامنځ ته شي او گډ مؤقف غوره شي او د هغو په ارتباط هم چې جنگ يې ماموريت دى له بهره گومارل شوي استخباراتي شبکو پوري تړلي دي که د هغو په ارتباط هم گډ مؤقف غوره شي او موږ په گډه په ملت او ولس باندې غږ وکړو چې راشئ هيواد او ولس له دغه شر او ضرره وژغورو، ددوئ له يرغله د دوئ له منگولو په اسانۍ سره دا جگړه پاى ته رسيږي، متاسفانه ځينى داسى دي چې نه له دې يوه سره موافق دي او نه لدې بل سره، د دواړو مخالف دي، ځيني داسي دي چې اوربند اعلان شو دوی اعتراض وکړ، دوئ اعتراض درلود چې طالبان ولي له وسلو سره ښار ته راکوز شول خو سبا ته دوئ خپل افراد له وسلو سره ښار ته راوستل هغه بدکار وو او دا ښه کار ځيني يې متاسفانه د دې  اوسني حالت دوام غواړي، جنگ، ناامني د سولى له حرکت سره مخالف دي، که دا د حزب او دولت ترمنځ سوله وه او که دا دولت او د نورو وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولي کوم ابتکار او نوښت حرکت او طرحه، د دې مخالفت کوي، خو په عين زمان کې دې ته هم چمتو نه دي د جنگ غوښتونکو په خلاف هم يو گډ دريځ غوره کړي، دوئ د همدې اوسني حالت دوام غواړي، اوس اکثريت له جنگ ستړي او ستومانه دى او سوله غواړي، موږ د سولې د هر ابتکار حمايت کوو که زموږ د مخالف لورى هم وي چې ښه خبره يې له خولې راوځي، زموږ له حمايت څخه دې مطمئن وي، موږ ته اسلام د همدې درس راکوي چې غوره خبره چې دې له هر چا واوريده د هغه به ملاتړ کوى موږ د سولې په ارتباط، موږ د جنگ د ختمولو په ارتباط، چې هر څوک هم ابتکار وکړي راوړاندي دې شى، موږ يې نه يواځي حمايت کوو خواته يې دريږو، داسي شرايط برابر شي چې ټول مهاجرين وتوانيږي خپلو سيمو ته ولاړ شي، زه باور لرم چې که دولت فقط اعلان وکړي چې دا مهاجرين توانيدلى شي خپلو سيمو ته ولاړ شي، او دولت د دوئ حمايت کوي او دولت پرى نږدي چې د دوئ له واک او ځواک نه د همدې مهاجرينو د بيرته ستنيدو پر وړاندې خنډونه او موانع ايجاد شي، دا جنگ پاى ته رسيږي، مهاجرين کولى شى خپلو سيمو ته ولاړ شي، موږ ته دا اطمينان راکړئ چې بهرنيان به پر موږ راکټونه، نه اوروي موږ ته اطمينان راکړئ چې دولت 
به پر موږ توپ ټانک او ځواکونو به زموږ په خلاف استفاده نه کوي، موږ خپلو سيمو ته ځو، پخپلو سیموکې امن هم راولو او د هغو د مقابلې توان هم لرو، چې موږ يې له سيمې نه وتلو ته مجبور کړى يو، موږ دولت هم دا ويلي چې راشئ په گډه د مهاجرينو دا ستونزه حل کړو، که دا ستونزه حل شوه دا جگړه پاى ته رسيږي، اته ميليونه مهاجر دې تشويق کړه چې خپلو سيمو ته لاړ شئ څوک دي چې د هغوئ مخ ته ودريږي هيڅوک يې مقابله نشي کولى اشرار، مفسدين، جنگ غوښتونکي، د پرديو نوکران هغه چې د جنگ دوام غواړي، د هغوئ شمير ډير محدود دى، رټل شوی، منفور، متروک، که دولت وتوانيږي د مهاجرينو ستونزه حل کړي دا جگړه پاى ته رسيږي، زما وروستۍ موضوع د انتخاباتو ده، پدې غونډه کې هم موږ وويل، چې راشئ له دې انتخاباتو نه د بحران د حل يوه وسيله جوړه کړو، دا انتخابات شفاف وي، عادلانه وي په هغې کې تقلب ونشي درغلي جعل او تذوير ونشي، هيڅ افغان د خپلې رايې د ورکولو له حق څخه محروم نشي، په صادقانه توگه د ملت رايو ته رجوع وکړو، د ملت اکثريت چې په هر چا هرې ډلي هر گوند، هر ايتلاف او هر شخصيت باور او اعتماد وکړ هغه ته موقع ورکړو چې راتلونکى حکومت جوړ کړي، چې همدا راتلونکي نسلونو ته په ميراث پريښي وي چې له دې وروسته تل د تاريخ په اوږدوکې تل اقتدار انتقال فقط د انتخاباتو له لارې وي، مگر زموږ لپاره دا د حيف او افسوس ځاى ندى چې عراق کې انتخابات کيږي، هر لورى د انتخاباتو نتايج مني، ناکام بريالي ته مبارکي وايي، ترکيه کې انتخابات وشول، ناکام کانديد چې رايې هم ډيري وي په سلو کې ديرش سلنه وي او هغه وويل چې زه پخپله ناکامۍ اعتراف کوم، بريالي نوماند ته مبارکي وايم او ددي انتخاباتو نتائج نه منل، زه ملي خيانت گڼم. 
راځئ چې لږ تر لږه د عراق او ترکيې په څير انتخابات وکړو، دا خبره مي سياسي گوندونو ته هم کړي دولت ته مې هم کړي او بهرنيانو ته هم هغوئ ته مو ويلي چې اوس پنځه ديرش سياسي گونډونو خپلو منځونو کې توافق کړي، خپل لوي او واړه اختلافات يې شاته غورځولي، د انتخاباتو په يوه طرحه يې کار کړى او يوه سياسي اجماع رامنځ ته شوي،هيله کوو چې ددې اجماع درناوي او احترام وکړئ راشئ انتخابات ددغه طرحې مطابق چې ټولو سياسي گوندونو ورباندې توافق کړى او دا عادي خبره نده، دا واقعاً يو لوي نوښت او ستر تاريخي ابتکار و چې دومره گوندونو د انتخاباتو په څير يوه پيچلې موضوع خپلو منځونو کې توافق کړى اختلافات يې شاته غورځولي او نن هغوئ گډ دريځ لري، دولت ته مو هم دا ويلى چې هيڅوک ددې حق نلري چې د گوندونو د توافق مخالفت وکړي، اوس له دې جنگ ددې مجموعې ددې اجماع هيڅوک بهر پاتې ندى داسې افراد او اشخاص چې مخالفت کوي، ولي د هغو‌ئ مخالفت اصلاً په حساب نه راځى، پدې نه ارزى چې هغو ته سړى مخالفت ووايې هيله مو دا ده چې دا ځل انتخابات شفاف وي عادلانه وي او همدې طرحې  مطابق وي چې سياسي گوندونو ورباندي توافق کړى او په نتيجه کې يې موږ يو دروند پارلمان رامنځ ته کړو، د ملت ممثل پارلمان چې اکثريت د ملت هم د هغه ترشا ولاړوي او د هغه حمايت کوي او همدا انتخابات به له موږ سره له افغان ولس سره ددې مرسته وکړى چې دا بحران پاى ته ورسيږي جگړه ختمه شي او ډاډمن امن او سوله تامين شي. 
سبحانک اللهم و بحمدک نشهدان.... 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018