تفصیل | شهادت 

23rd October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان او ددغه هیواد اوسنى نا ارامه سیاست - څلورمه برخه

قریب الرحمن سعید

2018-07-03

د حزب اسلامي افغانستان د امير ښاغلي حکمتيار د تېرې جمعې د خطبې په ترڅ کې:
جماعت اسلامي چي په تیرو پنځو کلونو کي یی د خیبر پښتونخوا ایالات کي تحریک انصاف سره اتحاد درلود، اوس یی یو ځل بیا خپل سیاست ته تغیر ورکړی او د (MMA) متحده مجلس عمل په نوم یی له پنځو نورو مذهبي ګوندونو سره اتحاد کړی ، په دغو ګوندونو کي د مولانا فضل الرحمن د جمعیت العلماء د موروثي ګوند په ګډون د شیعه مذهبو ګوندونه هم شامل دي . خود شنونکو دویناو له مخی  ددوي دغه  اتحاد ډیر خام ښکاري . دغه محاذ پخوا هم اتحاد درلود او د خیبرپښتونخوا په ایالات کي یی دهمدی اتحاد له برکته حکومت  جوړ کړی و ، چي مشری یی د مولانا فضل الرحمن د لوڼو خُسر اکرم خان دُراني کوله ، خواوس اکرم خان دراني د میلیاردو روپیو په غبن کي تر تفتیش او تحقیق لاندی دی ، د هغه وخت په اتحاد کي که څه هم جماعت اسلامی  اودهغه وخت مشر یی قاضی حسین احمد په پوره اخلاص سره منډی ترړی وهلی ، خو مولانا فضل الرحمن په مکمله توګه ددوي په خلاف روان و. مولانا د پيپلز دګوند په حکومت کی، د مشرف د نظامی حکومت او په دی تیره دوره کی د نا اهله شوي او په غبن کي دککړ نوازشریف په حکومت کي برخمن و. تل یی دغه ډول نظامونه تر خپل اغیز لاندی راوړي او دکشمیر ترنامه لاندی یی د دوو وزارتونو په ګډون په دغو حکومتونو کي غوړه ونډه تر لاسه کړی ، خو دغه وزارتونه یی هم دخپلی کورنۍ په چاپيریال کی را ښکیل کړی او د خپل کوند درېیم کس یی په کی نه دی پریښي ،  مولانا فضل الرحمن هیڅ وخت له قاضي حسین احمد سره اخلاص نه دی کړی بلکې له دولت سره د جنجالي امورو د بحث  په وخت کی به یی، دخپلوګټو دخوندي ساتلو په خاطر، ځان سعودی ته دعمری په نامه رساوو او  هلته به تر هغی پاتې کیده چي له حاکم نظام سره به  جنجالي موضوع  یو اړخ ته شوی نه وه . خو له دی ټولو بی انصافیو سره سره د سراج الحق تر مشرۍ لاندی جماعت  یو ځل بیا دغه ډول اتحاد کړی ، ددی اتحاد زیات فشار په خیبر پښتونخوا کي دی تر څو د تحریک انصاف مقابله وکړای شي ، اوس په خیبر پښتونخوا کی د ام ام ای ، نشنل ګوند  او د انصاف د تحریک دګوندونو تر منځ  سخته مقابله  متوقع ده . 
د جماعت اسلامي ګوند دخپلی سابقه مبارزي له مخی په ټولو اسلامی هیوادونو کي خواخوږي لري ، افغانستان ته هم ددغه ګوند دمشرانو سفرونو له دغه ګوند سره، دافغانستان د ځوانانو ، خواخوږي پیدا کړی او بیا د هجرت په دیار کی دغه ګوند له مهاجرشوو اسلامي ګوندونو سره کلکې اړیکي درلودې ،‌خو کله چی امریکایانو په افغانستان کي نظامي مداخله وکړه نو دغه ګوند  نور له اسلامي جهادي ګوندونو نه ناهیلی شو او دخپل ځان لپاره یی دهمدی ګوندونو د ځوانانو نه نوی تحریک را جدا اوفعاله کړ ، په دغه جدا شوو ډلو کی یی زیات غړي د حزب اسلامی ځوان کادرونه وو، له جماعت اسلامي سره په دغه کار کی د مصر د اخوان المسلیمین غړی حلباوي او یو شمیر افغاني څیری هم شاملی وی ، حلباوی بیا وروسته د جنرال سیسی ملګری شو او د اخوانیانو په عام وژنه کی یی دهغه سخت تائید او ملاتړ کاوه .  ګومان کیده چي د دحزب اسلامی او دولت د سولي د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته به دغه ځوان کادرونه  بیرته له خپل اصلی کور سره را یو ځای شي ، اما بدبختانه چي داسي ونه شول بلکې برعکس له حالاتو او شرایطو نه په ګټی اخیستو او دسیمه ایزو هیوادو د لاسوهنو اودخپلو ګټو د ساتلو لپاره، دزیاتو پانګو اوسرمایوو په استعمالولو سره  نوری کوچنۍ ډلی ټپلی  هم ددی ګوند د وجود څخه یاجدا کړل شوی او یا یی د جدا کیدو هڅی روانی دي.
په دی وروستیو کي د جماعت اسلامي ګوند، د یو شمیر پاکستاني سیاسي شنونکو د ویناو له مخی ،  دخپلی سیاسي بی ثباتۍ په اساس په خپله ټولنه کي ځلانده راتلونکی نه لري، د کتونکو د ویناو له مخی یواځنی ایالات چي دغه ګوند په کی یو څو کسان ایالتي پارلمان ته لیږلی شول هغه هم له ام ام ای سره د اتحاد له مخی  شاید و نه شی لیږلی ، خو دا هر څه به د ۲۵م د جولای  راتلونکی ټولټاکنی ډاګیزه کړی.
د پاکستان دسیاسي ګوندونو را کوچنی کیدل او په خپلو کورنیوکي یی د رانغاړلو پایلی اوس ددي ټاکنو په رامخته کیدو سره په ښه توګه را څرګندی شوی .د ټاکنو دوخت له اعلان سره سم دپاکستان ګڼ شمیر سیاسي پنډتان دخپلو پخوانیو ګوندونو څخه ، چي دهغوي د انحصاري سیاست نه په تنګ راغلی و د تحریک انصاف له ګوند سره را یو ځای شول او دغه ګوند اوس ، د زیرکو سیاسي شنونکو د ویناو له مخی  د پاکستان قوی او ځواکمن ګوند ګرځیدلی . ویل کیږي چي دغه ګوند به د پارلمان پوره برخه تر لاسه کړي.
اما دا ټول امکانات دی ، ځکه د پاکستان سیاست، د افغانستان د سیاست  په څیر ، په کورني ، قومی ، قبیلوي او ژبنی بنسټونو بناء شوی او همدا فکتورونه په کي پوره  اغیز لري .
د جون ۲۵ مه به دپاکستان د نوی سیاست لوری و ټاکي .ځکه همدا اوس یو دبل په خلاف سازشونه په پوره قوت سره روان دي او هڅه کیږي چی د نوازشریف او زرداری کورنۍ چي دپاکستان د نوبتي سیاست ستری مهری ګڼل کیږي او په پوره قوت هڅه کوي سیاست ، چي د کورنیو لپاره یی غوره اوپه زړه پوری تجارت ګرزیدلي ، ددوی د کورنیو د لاسو  ونه وځی . اودا هغه سیاست دی چی په زرداری هاوس ، بلاول هاوس ،  نوازشریف هاوس ، پنجاب هاوس او. هاوسونو کي را نغاړل شوی ،  چی د ملیاردو روپيو په ویشولو سره دنظام داخیستلو هڅي یی د همدی اوسنیو لمحاتو څخه پیل کړی دی. 
په دی کی شک نه شته چي که چیري د پاکستان دغو دواړو سیاسي سترو ډلو ( پیپلز او مسلم لیک) د غربی سیاسیونو په څیر لاره خپله کړی وای، دکورني انحصار نه یی خپل ګوندونه ساتلی وایی او دایی دولس امانت ګڼلی وایی  نو نن به نوبت  نوو را ټوکیدلو ډلو ټپلو ته نه رسیده .   د غربی سیاست او زمونږ د سیمي دسیاست ترمنځ توپیر دادی چي په غربي سیاسي ډلو کي کورنۍ نه مطرح کیږي.د امریکا سیاست ددو ډلو ترمنځ د سلګونو کالو راهیسی اوړی راوړی. 
دغو ګوندونو کي د ( جمهورت غوښتونکی  او دیموکرات ګوند) ډلی شاملی دي ، خو له دي ګوندونو څخه هرڅوک چي غواړی ددي ګوند قیادت تر لاسه کړي باید دوه کله په پرلپسی توګه په ټول هیواد کي ګوندی مبارزه او مقابله وکړی ، له خپلو نورو ګوندي رقیبانو سره مناظری وکړی او تر ګوندي ټاکنو وروسته چي هر څوک د ګوند د غړو د خوښي وړ وګرځید همغه ته رایه ورکړي او خپل مشر یی و ټاکي اوبیا همغه کس د خپل ګوند له اړخه د ولسمشریزو  ټاکنو  لپاره کاندید هم ګرځي .
همدا ډول په انګلستان کي د کارګرګوند او د محافظه کارو ګوند ، دوه ستر ګوندونه دي ، چي رئيسان یی د ازاد رقابت له لاری دګوندی رایو له مخی ټاکل کیږي اوبیا د پارلمان له لاری خپل صدراعظم  معرفي کوي. همدا علت دی چي په غربي نړۍ کي سیاسي ګوندونه له سلګونو کالو راهیسي ژوندی دی، فعالیت کوي او ولس یی دخپلو سیاسي ګوندونو د فعالیتونو له مخی پریکړه کوي او هغوی ته دخپل راتلونکی نظام واک او اختیار سپاری.  په دی ګوندونو کي، زمونږ د ټولنو برعکس ، هر غړی چي پارلمان ته کاندیدیږي، خپل حساب  تصفیه کوي ، د غبن ، درواغو او یا هم د مالي فساد د کولو په صورت کي نه یواځي خپل دغه حق له لاسه ورکوي بلکې له سختی محاکمی سره هم مخ کیږي.
همدا علت دی چي غربي نړۍ د یوه پوره تحول په لور روانه ده. د صدراعظم نه نیولی تر وزیرانو پوری په بایسکلونو سفر کوی ، یو یی هم  سرکاري ډریور نه لري ،د پروتوکول خبره خو اصلا مطرح نه ده او نه یی په دفتر کي ملازم او چپړاسي شتون  لری ، مسؤلین یی ساده ژوند لري ، اما د کار ساحه یی بیا په ټوله نړۍ کي خپره او ټوله نړۍ یی تر اغیز لاندی وي .
دپاکستان سیاسي حالاتو او د سیاسی ګوندونو دغه انحصار دغه هیواد له سختو ننګونو سره مخ کړی، اقتصادي حالات یی د صفر په لور تقرب کوي ، سیاسي ګوندونو کي یی ثبات نه تر سترګو کیږي او سیاسي مشران یی غله ، قاتلین ، د زمکو غاصبین ، مافیایی  عناصر او … تشکیلوي ،‌په دی خاطر دپاکستان اوسنۍ سیاسی موروثي سیاست نه یواځی دغه هیواد ته ګواښ متوجه کړی بلکې دسیمي په سیاست یی هم منفي اغیز کړی دی .       نوربیا

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd October, 2018