تفصیل | شهادت 

15th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

انس لالا تـه هـم پـام کـوه چـې پـه حـلوا کې دې غـاښ ونه وزي!!

لاروى

2018-07-03

په دې وروستيو کې په رسنيو کې د مقابل لوري د باور جلبولو او حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه د یوې ناستې خبر خپور شو، چې ځینې سرحدي سېمې دې د امن سيمې په نامه اعلان شي او د دواړو خواوو مسلح او جنګي وګړي دې له هغه سیمې نه ووځي او د دواړو خواوو مذاکره کوونکي هيئتونه دې د سولې خبرو او جنګ ختمولو لپاره لاس په کار شي.
نو انس لالا!
کله چې غواړې څه وليکې او قلم را اخلې نو لږ پام کوه چې لومړی خپل مخاطب وپېژنې او ښه فکر وکړه چې ستا مخاطب څوک دی؟ او آيا ته ددې واک لرې چې ټولواک ته د لالا خطاب وکړې، حال دا چې دغه کلمه (لالا) خلک هندو هېوادوالو ته کاروي او بله دا چې آیا په دې پوهېږې چې د سولې د خبرو پېلېدو لپاره د امن سيمې وړانديز د جمهور رئيس نوښت نه و، بلکې د حزب اسلامي د امير نوښت او طرحه وه، حال دا چې ته ځان حزبي هم بولې او کلونه کلونه دې د حزب پر دسترخوان ځان موړ کړی دی او د حزب له برکته د نوم او یوې ګولې ډوډۍ څښتن شوې او ستا جسارت او ناشکري تر دې بريده ورسېده چې د حزب اسلامي د امير د طرحې او نظر په مقابل کې سر پورته کوې او نيوکه پرې کوې؟!
انس لالا!
آيا پر دې پوهېږې چې په تا کې د ژمنتيا (تعهد) او جهاد روحيه مړه شوې او اوس ته هاغه څوک نه یې چې رښتيا به دې ويل، وعده خلافي دې نه کوله او د امانت ساتلو ته ژمن وې، ته اوس په داسې چاپيريال او شرایطو کې را ګیر یې چې نه ولي نعمت پيژنې، نه مربي، نه امير او نه هم بل هغه څوک چې پر تا یې حقوق ثابت دي.
هماغه شان چې ته د پارلمان وکيلان پر ماديات پرستۍ، د هوا او هوس پر پيروۍ او جهالت متهموې، ته هم د حزب د دښمنانو د سرو او شنو ډاليو او مزو چړچو تر اغېز لاندې راغلی یې او په کې ښه مصروف یې، نه حلال پيژنې او نه حرام، هر څه چې درته دونرانو وويل هماغه کوې او هماغه وایې او له ټولو اصولو او ضوابطو سره دې مخه ښه کړې ده.
انس لالا لږ پام کوه! ځکه ته د جهاد پر مهال هغه سرګروپ وې چې د خپلې بې کفايتۍ له امله د یو قوماندان له خوا له جبهې وشړل شوې او دفتر ته راغلې له یو شمېر قلموالو، ثقافت والو او عالمانو سره وروزل شوې، لیکل، لوستل او ژباړل دې زده کړل، ژورناليست شوې، مدير شوې، مشاور شوې او ژباړن شوې خو له بده شامته او خواشينۍ وایم چې په ډېره ناشکرۍ او بالاخره پر هغه چا دې د نیوکې لپاره مټې راونغاړلې چې ته یې لوی کړې، ویې روزلې او ځان دې رياست ته ورسولو!
ددې پرځای چې ولي نعمتان په ښو  ياد کړئ او د نيکيو قدر او احترام ئې وکړئ اپوټه دې د قلم او ليکنو له لارې چې يو امانت دى، له دې پرته چې حرمت او درنښت ته ئې پام وکړې، په مستعارونومونو لکه: حيران، باښه وان، موټروان، انس، جـلال، تلاش او... ليکنې کوې او د يو شمېر غلطو، بې بنسټو او له حقيقت لرې تحليلونو او تبصرو دې له انډيوالانو يوه اندازه پيسې راشکوې او د هغوئ پام ځانته را اړوې!
نن ورځ هر مؤمن او متعهد افغان ته لازمه ده چې د سولى د راوستو او جگړې ختمولو لپاره له هر ډول امکاناتو او فرصتونونه وسيله جوړه کړي او د سولى راوستو او جگړو ختمولو لپاره هڅه وکړي، اى انس لالا! ته ددې پرځاى چې د سولې پروسه تائيد کړې او د چټکولو لپاره ئې هڅه وکړې برعکس د ناهيلي کوونکو پوښتنو او تبصرو په مطرح کولو، غواړې عامه ذهنونه مغشوش کړې او د ټولنې وگړو ته شکونه او شبهې را پيدا کړې چې گويا سوله اصلاً شونې نه ده، که څه هم چې دا ستا او ستا د انډيوالانو ماموريت او دنده ده؛ ځکه چې هغوې د ځانځانۍ او تفرقې له لارې تغذيه کيږي، د تفرقې په سنگر کې پراته دي او له همدغې لارې خپلې خيټې مړوي او ځانونه ساتي. 
انس لالا که پام دې وي نو اوربند هم لکه د امن سيمو په شان خيالى او ناشوني ښکاريدل، خو تا وليدل چې د اختر په ورځو کې ورته څنگه دواړه خواوې ژمنې پاتې شوې او لنډمهالى اوربندئې مراعات کړ او ښې پايلې ئې درلودې. 
اوس نو چې په دې وپوهيدې چې اوربند امکان لري د دواړو جنگي غاړو کسان يو د بل سيمې ته راتلى شي، يو بل په غېږ کې نيسى، سیلفي عکسونه اخلي، يو ځاى د اختر لمونځونه کوى، د اختر خوشحالۍ لمانځي او له جگړو ستړيا او پښيمانى ښکاره کوي، نو د امن سيمو ټاکل امکان نه لري؟!! سل په سلو کې ممکن ده او دا د دواړو غاړو ترمنځ د باور رامنځته ته کولو او سولې خبرو پيليدو لپاره يوازينۍ لار ده، د دې پرځاى چې د سولې خبرې د نورو هېوادونو په پلازمينو کې ترسره شي ښه دا ده چې په هېواد کې دننه د امن په سيمه کې د افغانانو په مشرۍ او منځګړیتوب ترسره شى. 
او بله خبره دا چې: هغه څوک چې د ملي یووالی او ارضي تمامیت په درد کې کړیږي، څنګه ممکنه ده چې هېواد له تجزیې سره مخامخ کړي، که ستا پام وي نو ته د خپل هغه څلویښت کلن جهادی حزب یووالي نشي ساتلی او له خپل حزب نه څنډې ته شوي او د یوې وړې ډلې په خوا کې دې د اختلاف ډول را اخیستی او ټوله ورځ یې ډنګوې! 
نوڅنګه ممکن ده چې جمهور رئیس ته په خطاب کې د خپل دروند امیر طرحه رد کړې او د ملنډو په ډول د نړۍ دویم متفکر جمهور رئیس ته د نصیحت جسارت کوې! 
هيله ده چې انس لالا به مې لږ هوښيار، ځير شوى وي او خپله خبره بيرته واخلي، هم له جمهور رئيس او هم له خپل محبوب امير نه بښنه وغواړي او د تفرقې او ځانځانۍ له مورچل نه د ورورۍ او يووالي په لور راشي او د خپل اوسنى ولي نعمتان په شان کې له بې ادبۍ او بې پاسۍ ځان وساتي!!

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th July, 2018