تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ- نهم درس

حکمتیار

2018-07-14

\د هر څه ځانگړى جوړښت او ځانگړې دنده
نن انسان ته دا حقيقت معلوم شوى چي د دې عالم هر څه يو ځانگړى او له نورو متفاوت جوړښت لري، كه څه هم د عالم د ټولو شيانو اصلي ماده يوه ده او هر څه په دې عالم كي يو ځانگړى ارزښت لري، يوه تشه ډكوي، يو ضرورت رفع كوي او يوه ځانگړې دنده په غاړه لري، د هر ژوي په بدن كي داسي ژنونه تعبيه شوي چي هغه ته د ژوند كولو لاري او طريقې ورښيي، راشئ وگورو چي آيا قرآن هم دغه حقيقت ته اشاره كړې كه نه؟ دې مباركو آيتونو ته ځير شئ: 
قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَٰمُوسَىٰ ٤٩ قَالَ رَبُّنَا ٱلَّذِيٓ أَعۡطَىٰ كُلَّ شَيۡءٍ خَلۡقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ
 ٥٠ طه: ۵۰-۴۹
وئې ويل: اې موسى! نو دا ستاسو رب څوك دئ؟ وئې ويل: زموږ رب هغه دئ چي هر څه ته ئې خپل خپل جوړښت وركړى بيا ئې لارښوونه (ورته) كړې.
دا آيتونه وايي: فرعون موسى عليه السلام ته وويل: اې موسى! نو دا ستاسو رب څوك دئ؟ موسى عليه السلام وويل: زموږ رب هغه دئ چي هر څه ته ئې خپل خپل جوړښت او ځانگړى ځانگړى شكل وركړى، بيا ئې لارښوونه ورته كړې، هر څه ته ئې خپل خپل مسير ټاكلى، هر څه په هغه لار درومي او په همغه كار بوخت وي چي الله تعالى ورته غوره كړى.

د وزن په اړه د قرآن علمي وينا
قرآن په هغه ځاى كي چي انسان ته لارښوونه كوي چي په تللو او پيمانه كولو كي بايد انصاف او عدالت مراعات كړي ورپسې دا خبره كوي چي الله تعالى هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گوماري، دا دواړه خبري په سطحي نظر انسان ته بې ربطه برېښي، خو حقيقت دا دئ چي دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ او ښيي چي د قرآن هره وينا د احكامو او لارښوونو په اړه څومره دقيقه ده، نن او وروسته له هغه چي انسان د وزن او پيمانې لپاره تر دې هم حساس وسائل جوړ كړل چي د گرام او ملي متر تر زرمي برخي هم واړه شيان تللى او پيمانه كولى شي او ورته معلومه شوې چي په مكمله او بشپړه توگه تلل او پيمانه كول انسان ته محال او ناممكن دئ، د قرآن د دغي وينا په اهميت پوهېدى شو، دلته قرآن همغه خبره كړې چي انسان اوس او څوارلس سوه كاله وروسته پرې پوه شوى. لاندي آيت ته ځير شئ:
وَلَا تَقۡرَبُواْ مَالَ ٱلۡيَتِيمِ إِلَّا بِٱلَّتِي هِيَ أَحۡسَنُ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ أَشُدَّهُۥۚ وَأَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَٱلۡمِيزَانَ بِٱلۡقِسۡطِۖ لَا نُكَلِّفُ نَفۡسًا إِلَّا وُسۡعَهَاۖ وَإِذَا قُلۡتُمۡ فَٱعۡدِلُواْ وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰۖ وَبِعَهۡدِ ٱللَّهِ أَوۡفُواْۚ ذَٰلِكُمۡ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ
 ١٥٢ الانعام: ۱۵۲
او د يتيم مال ته مه نږدې كېږئ، مگر په هغه توگه چي تر ټولو غوره وي، تر هغه چي تكړه توب ته ورسېږي، پيمانه او تله په انصاف سره بشپړه كوئ، هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گماري، كله چي خبري كوئ نو عدالت كوئ، كه څه هم خپلوان وي، او د الله په ژمنو وفا وكړئ، دا هغه څه دي چي تاسو ته ئې سپارښتنه كړې، ښايي پند واخلئ.
د دې مبارك آيت لارښووني دا دي:
• د يتيم مال ته مه نږدې كېږئ، مگر په هغه توگه چي تر ټولو غوره وي، تر هغه چي تكړه توب ته ورسېږي.
• پيمانه او تله په انصاف سره بشپړه كوئ، هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گومارو.
• كله چي خبري كوئ نو عدالت كوئ، كه څه هم خپلوان وي.
•  د الله په ژمنو وفا وكړئ. له دې نه هغه ژمني هم مراد دي چي انسان ئې له ايمان راوړو وروسته او د خپل ايمان له مخي له خپل رب سره كوي، هغه هم چي له ستونزو سره د مخامخېدو پر مهال ئې له الله تعالى سره كوي، هغه هم چي د الله تعالى په نامه ئې له بل چا سره كوي. 
• دا هغه څه دي چي الله تعالى ئې حكم درته كړى، ښايي تعقل وكړئ او پند واخلئ.
دلته څو خبري په پام كي ولرئ: 
• جاهلو مشركينو حلال او حرام په وړو وړو خبرو كي راخلاصه كړي او هغه دا چي دا وخوره او دا مه خوره، په دې اړه ئې هم ډېر څه له ځانه حرام كړي، حال دا چي د الله تعالى په دين كي اساسي خبري هغه دي چي په دي آيت كي ښودل شوې.
• مسلمانانو ته ويل شوي چي د فحش كارونو او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ، بايد د حلال او جائز كارونو تر وروستۍ پولي پوري ولاړ نشئ، داسي چي كه يو گام بل واخلئ نو د فحش او گناه په ډنډ كي پرېوځئ، هغه حد ته تر رسېدو د مخه راوگرځئ، د گناه تر پولي مخكي مه درومئ، له دې پولي ځان لري وساتئ، دا ځكه چي د نږدې كېدو په صورت كي په گناه كي د پرېوتو احتمال زياتېږي.
• د تلي او پيمانې په ارتباط دا خبره كول چي الله تعالى هيڅوك تر خپل وس په زيات څه نه گوماري ښيي چي قرآن د خپلو لارښوونو د هر لفظ په اړه څومره دقيق دئ او څنگه ټول ضروري او لازم امور په پام كي نيسي.

د مياشتو تقويم
قرآن د مياشتو د تقويم په اړه فرمايي:
إِنَّ عِدَّةَ ٱلشُّهُورِ عِندَ ٱللَّهِ ٱثۡنَا عَشَرَ شَهۡرٗا فِي كِتَٰبِ ٱللَّهِ يَوۡمَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ مِنۡهَآ أَرۡبَعَةٌ حُرُمٞۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُۚ ... 
التوبه: ۳۶
 يقيناً چي د الله خوا ته او د الله په كتاب كي د مياشتو شمېر دولس مياشتي دي، له همغي ورځي چي آسمانونه او زمكه ئې پيدا كړل، څلور ئې حرامي (د درناوي وړ) مياشتي دي، دا رغنده دين دئ، دلته څو خبري په پام كي ولرئ:
• د مياشتو لپاره دوه معروف تقويمونه دي، يو ئې د لمر پر محور د زمكي په حركت پوري او بل ئې د زمكي پر محور د سپوږمۍ په حركت پوري مربوط دئ، زمكه په درې سوه پنځه شپېته ورځو او څه د پاسه شپږو ساعتونو كي يو ځل د لمر پر محور څرخي، دې ته ځينو د يوه كال نوم وركړى، هغه ئې پر دولسو مياشتو وېشلى، ځيني ئې دېرش او ځيني ئې يو دېرش ورځي دي. 
• سپوږمۍ په څه د پاسه نه ويشتو ورځو كي يو ځل د زمكي پر محور راڅرخي، دا موده ثابته ده، كه څوك علمي محاسبې ته ارزښت وركړي نو د بشپړ كال ټولي قمري مياشتي داسي ټاكل كېدى شي چي كمى او زياتى به په كي نه راځي، د محاسبې له مخي دا معلومېدى شي چي سپوږمۍ كله خپل مياشتنى مدار بشپړوي، په كوم ځاى كي، په كوم ساعت، دقيقه او ثانيه له سترگو پټېږي او چېري، په كوم ساعت، كومه دقيقه او كومه ثانيه راڅرگندېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. 
• دا چي اسلام د مياشتي د پيل او پاى لپاره رؤيت ته اعتبار وركړى دا ډېره دقيقه او علمي وينا ده، ځكه د سپوږمۍ په ليدو سره ثابته كېږي چي هغه د نوې مياشتي مدار ته داخله شوې. څوك چي رؤيت ته اعتبار نه وركوي او د هري سيمي لپاره د مستقل او بېل رؤيت خبره كوي ډېر كمعقله او له دين او علم بې خبره دئ. 
• اوس او د پرمخ تللو وسائلو په مرسته خو هغه ثانيه او سيمه هم په دقيقه توگه معلومولى شو چي سپوږمۍ له محاق وځي، د مخكنۍ مياشتي مدار ئې بشپړ كېږي او د نوې مياشتي مدار پيلوي. 
• دا هم ډېره علمي خبره ده چي د رؤيت لپاره د يوه متقي انسان شهادت هم كافي گڼل شوى. احمقان او هغه ټگماران چي د دښمن له لوري گمارل شوي چي په امت كي اختلافات راولاړ كړي له دې موضوع هم د اختلاف وسيله جوړوي، شيعه او بريلويان له سعودي او سلفيانو سره د سياسي او مذهبي اختلاف په وجه روژه او اختر يوه او حتى دوه ورځي وروسته اعلانوي، دوه مليونه حاجيان به په عرفات كي د عرفې په ورځ راغونډ وي، په ټلويزيونو كي به د عرفې لويه غونډه، لمونځ او خطبه گوري او اوري خو سره له دې به دوى د عرفې او لوى اختر لومړۍ ورځ يوه او دوه ورځي وروسته لمانځي!! 
• عجيبه دا ده چي په عربي نړۍ كي به روژه او اختر وي خو د پاكستان رؤيت هلال كميټه به يوه ورځ وروسته په كراچۍ او اسلام آباد كي غونډه كوي!! او د هغو خلكو شهادتونو ته به هم اعتبار نه وركوي چي په پېښور كي ئې سپوږمۍ په خپلو سترگو ليدلې!! دا نه مذهبي اختلاف دئ نه علمي، بلكي سياسي اختلاف دئ او تر شا ئې د اسلام د خطرناكو دښمنانو لاس دئ. 
• كه اوس پيغمبر عليه السلام حيات وى او په مدينه او مكه كي ئې د روژې پيل او پاى اعلانولى او ټولو خلكو د ټلويزيون او راډيو له لاري دا اعلان اورېدلى نو بيا به هم دغو خلكو په خپل جاهلانه دريځ ټينگار كولو او د پيغمبر عليه السلام مخالفت ته به ئې ملاتړله. 
• زه همدا اوس چي دغه مطلب ليكم او د خپل كمپيوټر مخي ته ناست يم، كه وغواړم ځان ته معلومه كړم چي دغه شېبه سپوږمۍ چېري ده او په كومه ورځ به له سترگو غائبېږي او كله به بېرته راښكاره كېږي، نو تا به لا تر شلو پوري شمېرل نه وي بشپړ كړي چي زما د مونيټور پر صفحه به دا ټول معلومات زما مخي ته كېښودى شي، د سپوږمۍ د غائبېدو حالت به هم راته جوت كړي، نېټه ئې هم او سيمه هم، او د ښكاره كېدو حالت او نېټه او سيمه هم. لكه څنگه چي موږ پر خپلي گړۍ اعتماد كولى شو او له مخي ئې د لمانځه، پېشلمي او روژه ماتي وختونه ټاكلى شو همداسي د كمپيوټر پر حساب اعتماد كولى شو. 

مېوې جوړه جوړه پيدا شوې
قرآن وايي چي د نورو مخلوقاتو په څېر مېوې هم جوړه جوړ پيدا شوې، د قرآن دې آيت ته ځېر شئ:
وَهُوَ ٱلَّذِي مَدَّ ٱلۡأَرۡضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِيَ وَأَنۡهَٰرٗاۖ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ جَعَلَ فِيهَا زَوۡجَيۡنِ ٱثۡنَيۡنِۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ
 ٣ الرعد: ۳
او دى همغه ذات دئ چي زمكه ئې خوره كړه او په هغې كي ئې غرونه او نهرونه جوړ كړل، او په هغې كي ئې د هري مېوې دوه گونې جوړه پيدا كړه، شپه پر ورځ راكاږي، يقيناً چي په دې كي د تفكر كوونكو وگړو لپاره نښي دي.
قرآن دلته د الله تعالى د ټولواكۍ او چارو سنبالولو د بېلگو بيانونو په لړ كي وايي چي الله تعالى هغه ذات دئ چي زمكه ئې خوره كړه، په هغې كي ئې غرونه او نهرونه جوړ كړل، په هغې كي ئې د هري مېوې دوه گونې جوړه پيدا كړه او شپه پر ورځ راكاږي. 
تاسو پوهېږئ چي زمكه داسي جوړه شوې چي ځيني برخي ئې آواري دي او ځيني لوړي او غرونه، د زمكي دا جوړښت د دې سبب شوى چي هم نهرونه، چينې او كاريزونه په كي وبهېږي او آواري زمكي خړوبي كړي او هم داسي بېلي بېلي سيمي او موسمي حالات په كي راپيدا شي چي د راز راز بوټو او ونو د ټوكېدو او ودي لپاره ضروري دي، كه زمكه داسي نه وى نو نه به نهرونه بهېدل او نه به بېل بېل موسمونه ول او نه رنگ رنگ بوټي او وني. 
په دې مبارك آيت كي د قرآن د يوه بل ستر علمي اعجاز شاهد يو، قرآن وايي چي د هري مېوې دوه گونې جوړه ئې راپيدا كړه، تر دې وروستيو پوري هيڅوك په دې نه پوهېدو چي د ژوو او حيواناتو په څېر په نباتاتو (ونو او بوټو) كي هم نر او ښځه شته او مېوه د نر او ښځي د نطفو له يو ځاى كېدو راپيدا كېږي، دا نرينه او ښځينه نطفې ئې په گلانو او نورو برخو كي وي، د دوى القاح يا د بادونو په واسطه تر سره كېږي او يا د موچيو په څېر حشراتو په واسطه، د مختلفو نباتاتو او ونو گلان د تذكير او تأنيث له پلوه درې ډوله وي: مذكر، مؤنث، او خنثى چي په هغوى كي هم د نارينتوب خصلت وي او هم ښځينه خصلت، د دواړو له القاح مېوه رامنځته كېږي. د مثال په توگه د خرما وني چي مذكر او مؤنث لري او د جوار په يوه بوټي كي دواړه ډوله راپيدا كېږي. كه تاسو د قرآن دا وينا هم د كوم ساينس پوه مخي ته كېږدئ نو يقيناً چي دا به د قرآن يو ستر علمي اعجاز گڼي. 
قرآن دلته د جوړه جوړه مېوو راپيدا كولو تر څنگ د شپې او ورځي تلو راتلو ته اشاره كوي او ښيي چي دا هم د مېوو په راپيدا كېدو كي يو مهم عنصر دئ، او دا يو بل ستر علمي حقيقت دئ چي انسان ډېر وروسته پرې پوه شوى، كه د شپې او ورځي دا خاص نظام نه وى نو د زمكي پر سر به نه يو بوټى راټوكېدلى وو او نه يو ژوى، د شپې او ورځي دغه نظام د زمكي پر سر هغه شرائط برابر كړي چي بوټي او ژوي ورته ضرورت لري. كه ورځ نه وى، يا لنډه يا اوږده وى نو د زمكي پر سر نه ژوند ممكن وو او نه د ژوو راپيدا كېدا، كه شپه نه وى يا لنډه يا اوږده وى نو زمكه به تر ضروري حد يا ډېره توده يا ډېره سړه وه چي نه به حيوانات په كي راپيدا كېدل او نه نباتات، همغسي لكه چي د آسمان په نورو ستورو كي د شپې او ورځي تر منځ د خاص او ضروري تناسب د نشتوالي له كبله هلته د ژوند شرائط مساعد نه دي.   
د علمي څېړنو په ترڅ كي دا حقائق هم ثابت شوى چي د زمكي د سر نهرونه د غرونو په وجه راپيدا شوي، دغه نهرونه د دې باعث شوي چي خوړونه او درې رامنځته شي، د اوبو د مسير ډبري وسولېږي او خوړونه او درې په كي جوړ شي، او بيا په همدغو درو كي انسان ته له يوې سيمي بلي ته د تلو لاري پرانيستل شي، تاسو كه دا نن د لويو غرونو په سيمو كي تېرو شوو لارو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي ټولي لاري د نهرونو په ژۍ كي او په هغو درو كي تېري شوې چي دغو نهرونو رامنځته كړې دي. او دا له شكه پرته د قرآن بل ستر علمي اعجاز دئ چي غرونه، نهرونه او لاري ئې څنگ په څنگ ياد كړي. 
زمكه داسي جوړه شوې چي هري خوا ته ئې علائم او نښي زموږ مخي ته ځلېږي، د همدغو علائمو له مخي موږ د خپل سرمنزل لورى او د تگ سمت ټاكلى او پېژندلى شو، كه دا علائم نه وى نو انسان ته به گرانه او حتى محال وه چي له يوې سيمي بلي ته د سفر په دوران كي د خپل هدف لورى او د تگ مسير تعيين كړي او لار ترې غلطه نشي. كله د غرونو څوكي ورته نښه شي، كله نهر، كله وچ خوړ، كله ځنگل، كله يوه ستره ونه، په لويو بيدياوو او بحرونو كي هم د دغو علائمو له مخي خپل مسير تعيينوي، كه دا د زمكي د سر نښي ئې له سترگو غائبي شي نو بيا د ستورو له مخي خپل لورى او سمت ټاكي او لار مومي، لكه دا چي د شمالي قطب په ستوري سره د شمال او غرب لورى داسي ټاكي چي ښۍ اوږه د دې ستوري لوري ته برابره كړي، همدا لوري ئې شمال شي او مخامخ ئې غرب. 
دغه مطلب د الحجر په سورې كي په دې الفاظو راغلى: 
وَٱلۡأَرۡضَ مَدَدۡنَٰهَا وَأَلۡقَيۡنَا فِيهَا رَوَٰسِيَ وَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيۡءٖ مَّوۡزُونٖ ١٩ وَجَعَلۡنَا لَكُمۡ فِيهَا مَعَٰيِشَ وَمَن لَّسۡتُمۡ لَهُۥ بِرَٰزِقِينَ ٢٠ وَإِن مِّن شَيۡءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَآئِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥٓ إِلَّا بِقَدَرٖ مَّعۡلُومٖ ٢١ وَأَرۡسَلۡنَا ٱلرِّيَٰحَ لَوَٰقِحَ فَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَسۡقَيۡنَٰكُمُوهُ وَمَآ أَنتُمۡ لَهُۥ بِخَٰزِنِينَ
 ٢٢   الحجر: ۲۲-۱۹                  
او زمكه مو خوره كړه او په هغې كي مو غرونه واچول او په هغې كي مو هر څه په موزون شكل كي راشنه كړل. او تاسو ته مو په هغې كي د معيشت اسباب راپيدا كړل او هغه څه ته هم چي تاسي ورته روزي وركوونكي نه يئ. او هيڅ داسي شى نشته چي خزانې ئې له موږ سره نه وي او نه ئې نازلوو مگر په معلومي اندازې سره. او بادونه مو ولېږل چي القاح كوونكي دي، بيا مو له آسمانه اوبه را نازلي كړې او په تاسو مو وڅښلې، او تاسو ئې ذخيره كوونكي نه ياست.
د دې مباركو آيتونو مهمي مهمي لارښووني دا دي:
• الله تعالى لومړى دا زمكه خوره او آواره پيدا كړې، بيا ئې غرونه په كي پيدا كړي، او دا يقيناً چي د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، ساينس همدا خبره كوي، وايي د زمكي لوړي، ژوري او غرونه وروسته راپيدا شوي، په پيل كي د زمكي سر نه لوړي ژوري درلودې او نه غرونه.
•دا آيت وايي چي د زمكي د سر نباتات د غرونو له پيدايښت وروسته پيدا شوي، او دا يو څرگند حقيقت دئ چي د غرونو له كبله په زمكي كي د اوبو د ذخيره كېدو، د ويالو، كاريزونو او چينو د بهېدو شرائط برابر شوي، همدا غرونه د دې باعث شوي چي زمكه په داسي مختلفو سيمو ووېشل شي چي ځيني سړې او ځيني تودې وي، په هري سيمي كي د بېلو بېلو نباتاتو د راټوكېدا شرائط ايجاد شي، دغه غرونه د دې باعث شول چي د زمكي له يوې سيمي بلي ته د بادونو خوځېدا رامنځته شي، كه غرونه نه وى نو د زمكي د سر هوا به تر ډېره حده يو شانته وه، بادونه به نه چلېدل، او ډول ډول نباتات به مو نه درلودل. د بادونو د پيدا كېدو اساسي وجه دا ده چي كله د زمكي د يوې برخي هوا توده شي نو بره ولاړه شي، مخكنى ځاى ئې تش شي، دغه تش ځاى ته د هغو سيمو هوا راوخوځي چي ورڅېرمه دي، په دې توگه د هوا د چلېدو لړۍ پيل شي، يو مثال ئې دا دئ چي په دوبي كي د يوې داسي كلا منځ تود شي چي لوړ لوړ دېوالونه لري، دا گرمه هوا لوړه لاړه شي، د كلا له لويي دروازې سړه هوا د كور منځته ننوځي، د همدې لپاره گورئ چي خلك په گرميو كي د غرمې مهال د داسي كور په لويي دروازې كي خپل كټ ږدې او پرې كښېنې او له سړې هوا ئې خوند اخلي، همداراز كه تاسو په دوبي كي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د كوم غره پر سر ودرېږئ نو وبه گورئ چي د افغانستان له لوري سړه هوا د پاكستان په لوري چلېږي. دا چي قرآن دلته د غرونو له پيدايښت وروسته لومړى د ډول ډول نباتاتو يادونه كوي او ورپسې د بادونو، دغه علمي حقيقت په گوته كوي. 
• الله تعالى ټول هغه څه راپيدا كړل چي تاسو ورته اړ او محتاج ياست او په هغه سره ژوند كولى شئ، ټولو هغو ژوو ته ئې د ژواك توكي پيدا كړي چي تاسو ورته رزق او روزي نه وركوئ بلكي الله تعالى ورته روزي وركوي، دا مختلف حيوانات چي په يوه او بله توگه ترې گټه اخلئ ټول الله جل شأنه پيدا كړي دي او د رزق او روزي انتظام ئې هم الله ورته كړى. 
• فرعون ته د موسى عليه السلام په وينا كي هم گورو چي هغه فرعون ته وويل: زما رب هغه دئ چي زمكه ئې تاسو ته زانگو گرځولې او په هغې كي ئې لاري درته پرانيستې دي، او له آسمانه ئې اوبه راورولې او په دې سره ئې د ډول ډول بوټو جوړې جوړې راوايستلې، د دې لپاره چي هم ئې تاسو وخورئ او هم خپل څاروي وڅروئ، يقيناً چي په دې كي عقلمنو ته څرگندي نښي دي، گورئ چي دلته قرآن يو ځل بيا وايي چي بوټي او نباتات مو جوړه جوړه پيدا كړي، يعني نر او ښځه، د دوى دانې او مېوې د هغو گردونو له يو ځاى كېدا جوړېږي چي ځيني ئې نارينه خصوصيات لري او ځيني ئې ښځېنه.  
د مېوو تر منځ توپير
د الرعد د سورې په ۴ آيت كي ويل شوي چي ځينو مېوو ته مو پر ځينو نورو د خوراك له پلوه فضيلت وركړى:
 وَنُفَضِّلُ بَعۡضَهَا عَلَىٰ بَعۡضٖ فِي ٱلۡأُكُلِۚ 
دا فقره لږ دقت غواړي، ځكه كه څوك ووايي:
 دا مېوه تر بلي غوره ده، د ده دا وينا ناقصه ده، ځكه دا ئې نه دي ويلي چي له كومه پلوه غوره ده، د غوره والي وجه ئې نه ده په گوته كړې، يو شى پر بل له ځانگړي پلوه فضيلت درلودى شي نه په عام او كلي توگه، بشپړه او صحيح وينا دا ده چي ووايو: 
دا مېوه تر هغي بلي انسان ته د گټي له پلوه غوره والى لري، دلته گورئ چي د قرآن الفاظ څومره په دقت سره غوره شوي، وايي: ځينو مېوو ته پر نورو د (خوراك) له پلوه فضيلت وركوو!! 
بادونه او د نباتاتو القاح
په (۲۲) آيت كي څو داسي سترو سترو حقائقو ته اشاره شوې چي هر يو ئې د قرآن يو ستر علمي اعجاز گڼل كېږي:
• بادونه د القاح كوونكو په نامه ياد شوي، يعني د بادونو په ذريعه د نباتاتو القاح ترسره كېږي، د نباتاتو د زوجينو تر منځ القاح او په دې القاح سره د مېوو پيدايښت د بادونو يوه ستره دنده ده، كه دا بادونه نه وى نو د بوټو او ونو د نارينه او ښځينه گلانو اړوند جنسي ماده به نشوى يو ځاى كېدى او مېوې او دانې به ئې نه شوى پيدا كولى، دا هغه ستر حقيقت دئ چي انسان اوس پرې پوه شوى، هغه مهال چي قرآن نازلېدو نه خلك په دې پوهېدل چي وني او بوټي هم نر او ښځه لري او نه په دې چي د دوى د القاح يوه ستره وسيله بادونه دي، كه تاسو دا خبره د يوه داسي عالم مخي ته كېږدئ چي د نباتاتو په چارو كي تخصص لري نو يقيناً چي په دې حقيقت به له اعتراف پرته بله چاره نه لري چي ووايي: د قرآن دا وينا يو ستر علمي اعجاز دئ.
بادونه ورېځي القاح كوي
بادونه يوه بله ستره دنده هم ترسره كوي، د ورېځو تشكيل، له يوې سيمي بلي ته انتقال، د ورېځو يوه ټوټه له بلي سره نښلول، داسي چي د برېښنا، تالندي او ورپسې د باران ورېدو باعث شي، نو د ورېځو القاح هم د بادونو په واسطه ترسره كېږي. همدا بادونه هغه دوه ډوله ورېځي سره نږدې كوي چي يو ئې مثبت برقي بار لري او بل ئې منفي، له يو ځاى كېدو ئې رعد او برق رامنځته كېږي او همدا د باران باعث كېږي، كه دا بادونه نه وى نه به ورېځي جوړېدې او نه به واوره او باران ورېدو. 
قرآن په پورتني آيت كي همدې حقيقت ته اشاره كړې ده. 
همداراز د دغي تالندي او برېښنا په ترڅ كي نايټروجن او آكسيجن سره تركيب كېږي او دا مركب د باران له لاري زمكي ته انتقالېږي، زمكه د بوټو په راټوكولو كي د نايټروجن او آكسجن دغه مركب ته دومره ضرورت لري چي له دې پرته دا كار نشي كولى. 
زوج زوج نباتات
قرآن وايي چي د زمكي نباتات زوج زوج يعني جوړه جوړه (نرينه او ښځينه) پيدا شوي:
ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ مَهۡدٗا وَسَلَكَ لَكُمۡ فِيهَا سُبُلٗا وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَخۡرَجۡنَا بِهِۦٓ أَزۡوَٰجٗا مِّن نَّبَاتٖ شَتَّىٰ ٥٣ كُلُواْ وَٱرۡعَوۡاْ أَنۡعَٰمَكُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلنُّهَىٰ ٥٤ طه: ۵۴-۵۳
(الله) هغه (ذات دئ) چي زمكه ئې تاسو ته زانگو گرځولې او په هغې كي ئې لاري درته پرانيستې دي، او له آسمانه ئې اوبه راوورولې او په دې سره ئې د ډول ډول بوټو جوړې جوړې راوايستلې، د دې لپاره چي هم ئې تاسو وخورئ او هم خپل څاروي وڅروئ، يقيناً چي په دې كي عقلمنو ته څرگندي نښي دي. 
گورئ چي دلته قرآن يو ځل بيا وايي چي بوټي او نباتات مو جوړه جوړه پيدا كړي، يعني نر او ښځه، د دوى دانې او مېوې د هغو گردونو له يو ځاى كېدا جوړېږي چي ځيني ئې نارينه خصوصيات لري او ځيني ئې ښځېنه.
د عالم هر څه جوړه جوړه پيدا شوي
ماترياليستان وايي ماده ازلي او ابدي ده قرآن او علم وايي پيدا شوې او له منځه تلونكي ده، دوى عالم د اضدادو مجوعه گڼي او قرآن ئې د ازواجو مجموعه، دوى په تدريجي تكامل باور لري، موږ په بشپړ او كامل پيدايښت له لومړۍ ورځي، دوى له خالق انكار كوي، حال دا چي د عالم هر څه د خالق په شته والي شهادت وركوي، دوى په تصادف باور لري او قرآن او علم تصادف منتفي گڼي. 
قرآن په دې اړه چي عالم د اضدادو مجموعه نه بلكي د ازواجو مجموعه ده وايي:
وَمِن كُلِّ شَيۡءٍ خَلَقۡنَا زَوۡجَيۡنِ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ ٤٩ الذاريات: ۴۹
او د هر څه مو دوه گوني جوړې پيدا كړي چي پند واخلئ.
د قرآن له نظره انسان، حيوان او ټول ژوي او د عالم هر څه جوړه جوړه پيدا شوي، قرآن د طبيعت د ټولو توكو تر منځ (زوجيت) د كمال او دوام باعث گڼي. دا دقيقه نظريه د هغه بې بنسټه او غلط تصور كاملاً خلاف ده چي د كمونستانو ماتريالستي فلسفه ئې د تكامل د عواملو په اړه وړاندي كوي، هغوى (تضاد) او د متضادو توكو ترمنځ دائمي (نزاع) د تكامل وسيله گڼي!! دا په داسي حال كي چي ټول عالم د (ازواج) او جوړه جوړه توكو مجموعه ده، د دې خور عالم په هيڅ برخي كي د تضاد او عدم زوجيت بېلگه نه شو موندلى، د عالم په هري برخي كي د دې حقيقت شاهد يو چي تكامل د ازواج او جوړو ترمنځ د گډ كار او ژور تنسيق نتيجه ده، په حيواناتو او نباتاتو كي په څرگنده گورو چي يو ئې څه د (وركولو) لپاره لري او بل ئې د (اخيستلو) لپاره، د يوه وركول يوه اړتيا وي او د بل اخيستل، همدغه احساس يو بل ته نږدې كړي، يو د بل نقص او اړتيا ته ځواب وايي او ضرورت ئې رفع كړي، همدا د دواړو ترمنځ د راكړي وركړي رابطه او تنسيق د نوي موجود د پيداېښت باعث شي او د دغي (جوړې او زوج) د نسل دوام او بقاء ميسر او ممكن كړي. 
د طبيعت په عناصرو كي هم گورو چي دوه توكي يوازي هغه وخت يو له بل سره تركيب كېدى شي او نوى او ځوان توكى رامنځته كولى شي چي يو ئې د بل مكمل وي، يو ئې د وركړي لپاره كوم اضافي شى ولري او بل ئې د اخيستو لپاره تش ځاى، دا دواړه يو بل ته لاس وركړي، سره يو شي، يو د بل مكمِل شي، يو ئې د بل بار په اوږو واخلي او بل ئې د خپلي جوړې تشه ډكه كړي او په همدې سره نوى تركيب رامنځته كړي، د عالم ټول مركبات همداسي جوړ شوي، د (تضاد) نظريه، واهي او بې بنسټه ده او په عالم كي د تكامل د عواملو له توجيه سخت عاجز او ناتوانه او د هيڅ څه د تكامل د څرنگوالي په اړه صدق نه كوي. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018