تفصیل | شهادت 

21st October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

که ولسمشر له فساد او مفسدينو سره د مبارزې پريکړه وکړي؛ موږ ئې تر څنګ ولاړ يوو

حکمتیار

2018-07-21

د حزب اسلامي افغانستان د امير ښاغلي حکمتيار د تېرې جمعې د خطبې په ترڅ کې:
که ولسمشر له فساد او مفسدينو سره د مبارزې پريکړه وکړي؛ موږ ئې تر څنګ ولاړ يوو
الحمدلله و کفىٰ و سلام على عباده الذين اصطفىٰ و بعد: اعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بسم الله الرحمٰن الرحيم: تِلْكَ الدَّارُ الآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الأَرْضِ وَلاَ فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
 صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايي چې د اخرت کور مو د هغو لپاره گرځولى چې، نه په ځمکه کې خپله لويي په نورو تحميلوي، نه خپله لويي غواړي او نه هم د فساد په لټه کې وي او غوره عاقبت د همدغو پرهېزگارانو دى، يعنې هغه چې له کبر او په نورو د خپلې لويۍ له تپلو، هم ډډه کوي او له فساده هم ځان ساتي د آخرت دا نيک عاقبت د همدوئ په برخه دى، دا آيت هم په داسې ځاى کې راغلى چې تر دې وړاندې د قارون په اړه قرآن کې بحث شوى او وايي چې هغه ته دومره خزانې ورکړل شوې وې چې د خزانو کیلي گانې يې هم يو ځواکمن او قوي ټولې حمل کولى نه شوې او دا چې قارون د موسىٰ عليه السلام له قوم څخه و، فرعون سره يو ځاى شو، خپل قوم ته خلاف شو او له همدې کبله د ډېرو شتمنيو خاوند شو، همداسې لکه چې نن موږ د دې نورې بېلگې او مثالونه هم گورو، ډير قارونيان گورو چې له فرعون سره د ملگرتيا له امله د همدغسې ډيرو شتمنيو خاوندان شوي، د زمانې له فرعون سره د ملگرتيا له کبله ئې ډيري شتمنۍ په برخه شوي دي، قران موږ  ته وضاحت کوي چې موسى عليه سلام د فرعون، هامان او قارون مقابلې ته تللى، لومړى له فرعون سره بيا له هامان سره او بيا هم په پاى کې د قارون له مشکل سره مخامخ شوى او دا په ځانگړې توگه هغه مهال وو چې بنې اسرائيل له مصر نه وتلو ته اړ شول، د قارون پايله دا وه چې پخپله له خپل کور سره يو ځاى په ځمکه کې ښخ شي. ځمکه کې ننوځي او د قرآن وينا دا ده چې دده ملگري چې دده پر لار درومي، د هغوئ برخه ليک به هم دده په څير وي. 
قرآن فرمايي چې د انسان د کړنو له کبله په ټولنه کې فساد عام شي، بحر او بر وچه او لمده ټول فساد ونيسي (ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ) په ځمکه په وچه او لمده کې فساد خور شو او مسلط شو تباهي اويجاړي او ورانۍ د انسانانو، د لاس محصول دى، دا د هغوئ د کړنو بدله او سزا ده چې د هغوئ په برخه کيږي، له ډيرو يې الله تعالى تيريږي د يو برخې له کبله يې نيسى مؤاخذه کوي او چې په ټولنه کې فساد عام شي او بر او بحر ټول ونيسي او دا سزا الله تعالى ځکه ورکوي چې دوئ راوگرځي، پوه شي چې د فساد پايلي څومره تورې دي د هغوئ د راگرځېدو لپاره ددې فساد د يوې برخې سزا ورته ورکوي،( لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا) ددوئ د ځينو کړنو خوند ور وڅکي يعنې د ټولو کړنو مکمله سزا به په قيامت کې گوري، دلته د هغوئ ځينو کړنو خوند په دنيا کې وڅکي او د همدې ځينې برخې سزا يې همدومره وي چې ټولنه وچ او لامده ټول په فساد اخته شي (قُلْ سِيرُوا فِي الأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) ورته ووايه چې په ځمکه کې وگرځئ، تاريخ ته رجوع وکړئ د تاريخ پانې واړوئ او وگورئ چې هغو عاقبت څنگه و، چې تر دې وړاندې تير شوي وو، د فساد لار يې غوره کړې وه او پايله يې هم څه وه، يو ځل تاريخ ته رجوع وکړئ په ځمکه کې وگرځئ او وگورئ چا چې د فساد لاره غوره کړې وه، عاقبت يې څنگه و د دوئ ډيرى مشرکين وو، د شرک له کبله، له دې پايلى سره مخامخ شوي وو، شرک يعني دا چې انسان د الله ترڅنگ د بل چا عبادت هم کوي، د الله تعالى دين له نورو اديانو سره خلط کوي، په يوې برخې د الله تعالى دين حاکم او په نورو برخو کې د ده هوا او هوس حاکم وي، له همدې کبله چې ډيرى يې مشرکين وو او هغوئ له دې فساد او تباهۍ سره مخامخ شوي وو، نن زموږ ټولنه هم له همدغسې حالت سره مخامخ ده، چې له هر چا سره تاسې په غونډه کې ياست نو هغوئ به له عام او پراخ فساد څخه شکايت کوي، د ټولنې په هره برخه کې له سياسي ، اجتماعي اواقتصادي لحاظه د دوکان، مارکيټ ادارې او دفتر په هره برخه کې پراخ فساده شکايت کوي، واقعيت دا دى چې افغان ولس له دې روان وضعيت نه تنگ شوى دى او د ژغورنې په لټه کې دى، داسې چا او ځواک ته منتظر دي چې راشي او له دې بد حالته يې وژغوري او دا زموږ لوى مسئوليت دى چې ملت په دغه حالت کې يواځې پرې نږدو، د هغوئ په څنگ کې ودريږو او له دې حالت نه يې وژغورو، موږ د قرآن دغه لارښوونو ته په پام سره، چې وايې مه ظلم کوئ مه ظلم ته تسليمږئ او مه د ظلم پر وړاندې سکوت کوئ که درباندي ظلم وشو انتقام واخلئ او دا د ايمان غوښتنه ده، د ظالم له ملگرتيا ئې منع کړي يو د ظلم پر وړاندې له سکوت څخه يې هم منع کړى يو او وايي که چا د ظلم پر وړاندې سکوت وکړ، د عام الهي عذاب انتظار وکړئ هغه عذاب چې ظالمانو ته مختص نه دى، يواځى ظالمانو باندې نه نازليږي، يواځى ظالمان نه نيسى، بلکې هغه هم نيسي چې د ظلم پروړاندې يې سکوت کړى هغه هم نيسي چې ظالم ته تسليم شوي او فکر يې کړى چې ضعيف، ناتوان او کمزورى دى ، د همدې لپاره يې سکوت کړى اسلام موږ ته لارښوونه کوي چې نه به د ظالم ملگرتيا کوئ نه به په ظالم تکيه کوئ نه به د ظالم څنگ ته ودريږئ نه به د هغه ملاتړ کوئ نه به لا ور سره په يوه لار درومئ حتا د هغوئ په غونډه کې به هم له شرکت څخه ډډه کوئ د قيامت په ورځ به هغه هم له ظالمانو سره يو ځاى حشر کيږي چې د دوئ ډلې شميريې زيات کړى وي يعنې څو ساعته د هغوئ په صف کې ودرېدلى او په دې ترتيب يې د هغوئ شمير زيات کړى، دا به هم د دغه ظالمانو د ډلي حسابيږي، هغه خو پريږده چې د ظالم ملگرتيا يې وکړه، هغه يې تقويه کړې پداسي حال کې چې پوهيده دا ظالم دى د هغه حمايت يې کړى هغه خو اصلاً د دين له دايرې نه وتلى او د اسلام حلقه د هغه له غاړې ويستل شوې ده، پيغمبر عليه السلام فرمايې: چې هغه يقيناً له اسلام څخه وتلى دى، قرآن موږ ته وايي چې په ښيگڼه کې د هر چا ملگرتيا وکړئ په گناه او تيري کې د هيچا ملگرتيا مه کوئ ځينى شايد داسي فکر وکړي، متاسفانه د کم علمۍ له کبله په دين د ښه نه پوهيدو له کبله فکر وکړي چې دا يواځې د مسلمانانو ترمنځ مطرح موضوع ده، نو تاسي پخپله ټولنه کې د مسلمانانو ترمنځ داسي کوئ چې په ښيگڼه او تقوا کې يو د بل ملاتړ او ملگرتيا وکړئ او په گناه او تيري کې يو د بل ملگرتيا مه کوئ فکر کوئ چې د اسلامي ټولنې حقيقت خو دا دى چې قرآن دا راوړى، په دغسې ځاى کې د هغه دښمن په ارتباط بحث روان دى چې پرون ستاسې پر خلاف  هم خپله جنگيدلى او ستاسي د مخالفينو ملگرتيايې هم کړې نن هم دغسې ستاسي پر خلاف جنگيدلي، ته يې له ملک او هيواد څخه شړلى ئې او دده هغه حاميان او مرستندويان د حج لپاره او عمرې لپاره په دې نيت لاړ شي  چې د کعبې طواف وکړي، ستا له سيمې تېرېدل نو د هغوئ مخالفت به نه کوئ، په هغوئ به بريد نکوئ هغه به ستا له لوري نه اذيت کيږي؛ بلکې له هغه سره به مرسته کوئ يعنې چې دا هم د مؤمن په ارتباط له کافر سره هم په نيکۍ کې مرسته وکړئ په تقوى کې هم له هغه سره تعاون وکړئ په گناه او تيري او تعدى کې د مسلمان ملگرتيا هم مکوئ، ددى مبارک آيت معنى او مفهوم دا دى چې د قرآن دغه څرگندو لارښوونو ته پام سره موږ تل همدا خبره کړې، يو ځل بيايې کوو، چې موږ د جنگ ختمول غوښتي، د امنيت تامين د سولې راوستو، فساد مقابلې کې د ملت ژغورنې په ارتباط له هر چا سره بلاقيد و شرط ملگرتيا، مرستې او تعاون ته چمتو يو که دولت او مشران يې چارواکي مسؤلين يې ولسمشر له فساد او مفسدينو سره د کلکي مبارزې پريکړه وکړي اود مقابلي جرأت يې وکړي، پدې لار کې عملي گامونه واخلي، موږ او ټول افغان ولس به يې څنگ کې ولاړ يو، پرته له دې چې ووايو دولت څه کاره دي، څنگه دى، دا دولت منو که يې نه منو، له دې دولت او سياستونو سره يې موافق يو او که نه، قدرت او واک د چا په لاس کې دى، دې ته له پام پرته موږ د فساد په مقابله کې د دولت او مشرانو ملگرتيا ته يې چمتو يو، که دولت د هغوئ پر وړاندې ودريږي چې د نا امنيو، فساد، لوټمار، غصب او ظلم باعث دى، د خلکو شتمنۍ يې غصب کړي، ملي شتمنۍ يې غصب کړي، د دولت له واک او ځواک څخه په گټه اخيستنى سره په لوټمارى بوخت دي، موږ د هغوئ پر وړاندې بيا هم د دولت هر راز ملگرتيا ته چمتو يو، که دولت ددې تجزيه غوښتونکو پر خلاف د نا افغانانو پر خلاف هغه چې د تجزيې شعارونه ورکوي د اوباشانو خلاف، هغه چې له خپلو وسلو سره ښارونو ته راکوزيږي او ډزې کوي، خلکو کې ويره او خوف را پيدا کوي او لاسونه يې هم د خلکو په وينو سره دى، که د د دوئ پرخلاف دولت د کوم مؤثر گام اخيستلو اراده، جرأت او جسارت وکړي، باور لرم چې موږ به يې هم په څنگ کې ولاړ يو او ټول ملت به يې هم په خوا کې ولاړ وي، دا کړۍ څرگندې، هم دي، څوک چې د فساد عامل دي، نا امني غواړي، د جنگ دوام غواړي د سولي پر وړاندې خنډ گرځي کاملاً څرگندي دي چا چې هغه بله ورځ جلال آباد کې د جمهور رئيس د سفر په دوران کې چې جلال آباد ته يې درلوده او هغه د غونډې په دوران کې په يوه څنډه کې چاودنه کوي، دا هم هغه خلک دي چې د حزب اسلامي کومه لويه او ستره تاريخى غونډه چې په جلال آباد کې وه د هغه نه څو کيلومتره لري د هغه کاروان پر وړاندې چاودنه وشوه چې پدې غونډه کې يې برخه اخيستې وه او بيرته خپلو سيمو ته ستنېدل چا چې هغه چاودنه کړى وه، دا چاودنه هم د هغوئ کار دى چا چې د خوست په غونډه کې څلور يا پنځه کيلومتره لري چاودنه وکړه، د جلال اباد چاودنه هم د هغه خلکو کار دى، ډيربه د تاسف وړ وي چې څوک په دې حقايقو پوه نشي او دغه څېرې او دغه کړۍ و نه پيژني، هم داسې موږ په دولت باندې غږ کوو چې په پوره جرأت سره ددې حالت د بدلولو په ارتباط گام واخلي، که دا حالت دوام وکړي، يقيناً چې پايلي يې بدي دي دولت دې په دې هم پوه وي چې پرخپلو مخکنيو سياستونو نه دا وضعيت بدلولى شئ نه مثبت تغيير راوستي شي او نه هم د نا امنيو  او د جنگ مخه نيولى شي دولت پخپلو سياستونو کې د تجديد نظر ته اړ دى او که هغه واقعاً په صادقانه توگه تجديد نظر وکړي، ملت به يې په څنگ کې ودريږي او د دغو شمير ډير محدود او کم دى چې ددغو سپيرو کړيو چې د نا امنۍ او د جنگ باعث دي، په ډيره اسانۍ د هغوئ مخه نيول کيدى شي په ډيره اسانۍ کابل او نورو ټولو ولايتونو کې هم موږ پخپل مؤمن او مظلوم ولس هم غږ کوو چې د مفسدينو، خائنانو، لوټمارانو، وطن پلورونکو، جنگ غوښتونکو او تجزيه غوښتونکو پرضد له دولت سره لاس يو کړئ؛ پر سياسي گوندونو، مذهبي شخصيتونو، علماؤ، مخورو، قومي مشرانو وطن پالو سياستوالو هم غږ کوو چې په همدې اړه راشئ يوه سياسي اجماع رامنځته کړو چې ټول سياسي احزاب هم د دولت له چارواکو سره يو ځاى له ټولو هغو مخورو مشرانو سره چې په قوم او ولس کې نفوذ لري؛ په گډه د سولي په ارتباط يوه ملي اجماع رامنځ ته کړو، واضح طرحه ولرو او د هغې تر شا کلک ودريږو، هم د جنگ په ارتباط او هم د جنگ غوښتونکو په ارتباط، سوله هغه څوک راوستى شي چې د جنگ جرات او جسارت هم ولري، څوک چې د جنگ همت نه لري، سوله هغه راوستى هم نشي قرآن هم همداسي فرمايې چې که د مؤمنانو دوه ډلې په جنگ شوې نو تاسې بې طرفه مه پاتې کيږئ سکوت مه کوى، د سولي او روغې جوړې هڅه وکړئ، که يو لورى په جنگ ټينگار کوي د هغه پر خلاف وجنگيږئ تر هغې وجنگيږئ چې هغه سولې ته غاړه کيږدي، هغه څوک دې د سولي لپاره گام واخلي او ملا دې وتړي چې د جنگ همت هم لري او که يو لوري بغاوت او تيرى کوي او په جنگ باندې ټينگار کوي د هغه په خلاف جنگيدو ته هم چمتو وي، موږ پر ټولو باندى همدا غږ کوو چې راځئ يوه ملي اجماع د سولي په ارتباط هم د جنگ په ارتباط هم رامنځ ته کړو او په گډه د روان دردناک حالت د ختمولو لپاره ملا وتړو، که دا کار وشي يقيناً چې هم جگړه پاى ته رسيدى شي هم ډاډمن امنيت تأميندى شي او هم يوځواکمن حکومت رامنځ ته کيدى شي متأسفانه نن زموږ حکومت ډير کمزورى دى، نه امنيت تأمينولى شي نه عدالت راوستى شي، او نه هم د شر او فساد ځواکونو مقابله کولى شي. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st October, 2018