تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د صليبې استعمار نوی بڼه

عبیدی

2018-07-21

د تاریخ په ګواهي د غلامۍ نظام پېړۍ پېړۍ د مظلومو انسانانو په دردونکي برخلیک کرغېړن سیوری غزولي ده. فرعوني او استکباري نظامونه په لکونو غلامانو په غیر انساني توګه استعمارول، د کرنی ملا ماتوونکي چاری، د جګړو د روند بار او قربانی، د ښارونو جوړول او صفائي او دربار ته د عیش او عشرت محفلونو او میلو برابرول ټول د هغه بدمرغه مربیانو په غاړه و چې په ډېره بی رحمانه توګه له خپلو هېوادونو څخه اسیر او جبراً د فزیکي کارونو د سر ته رسولو په پار سترو استثماری امپراطوریو ته وړل کېدل. د غلامانو د خرڅلاو بازارونه ډېر تود وو او سرمایه دارانو او حاکمانو لپاره د پیسو او عزت ښه کار وبار جوړ کړی و. په تاریخی داستانونو کې نقل شوی دی چې جابرانو او واکمنانو د خپل میلې او ساعت تېری په خاطر غلامان یو بل سره په جنګ اچول او د هغی د مرګ او ژوبلی څخه خوندونه اخیستل. 
هغه وخت چې غلامی نظام د اسلام سپیڅلی دین په مټ په بشپړه توګه له منځه ولاړ نو فقیر او روسته پاتې مستعمری د غلامۍ له ډېرو کړاوونو څخه لږ څه هوسا شول. په لسمه زېږدیز پېړۍ کې چې غلامي نظامونه را وپرزېدل نو صلیبي استعماري ځواکونه د بشري قواوو د کمی په وجه د لویو بېړیو په ملتیا افریقائي او آسیائي وروسته پاتی هېوادونو په زور او زبر دستی ځوان تور پوستي به په ځنځیرونو تړل او په ایتالیې، فرانسی او نورو اروپائي امپراطوریو کې به ئې خرڅول. دغه راوړل شوي غلامان د هر قسم انسانی حقوقو څخه محروم وو او د خپل ځان او د ژوند واک ئې نه دردلودل د غلامانو تجارت ډېره وده وکړه او ډېر صلیبي تاجران د شتمنیو خاوندان شول.
د صنعتی انقلاب په بهیر کې چې په انګلستان او اروپا کې تولیدي فابریکې مخ په زیاتېدو وو نو اومه مواد او بشري قوا دپاره یو ځل بیا اړتیا زیاد شو او په افریقائي او آسیائي هېوادونو باندی د اروپائي صنعتی او بډای ملکونو یرغلونه بیا له سره پیل شو. صلیبی استعمارګران له دغه یرغلونو څخـه دری ستری ګټی پورته کولی:
۱- اومه مواد او فلزات په ډېره ارزانه بیه لاس ته راوړل او تولیدی فابریکي به ئې بډای ساتل.
۲- اوزګار کارګران به په ډېره ارزانه اجرت اروپا ته وړل او شاقه کارونو ته ئې ګمارل.
۳- خپل تولیدی محصولاتو ته د خرڅلاو بازارونه پیدا کول.
۴- د جیوپولتیک او جیو اکونومیک حوزی لاس ته راوړل.
یادی شوی استعماری پلانونه اوس هم د صیلبي یرغلګرانو له خوا په وروسته پاتی هېوادونو باندی تطبیق کیږي.
اوس اروپائي پرمخ تللي ملکونه په خپل مخکینی سیاست ستر بدلون راوړي او د غلامانو د لاس ته راوړلو په پار افریقائي او آسیائي وروسته پاتی بلادونو باندی یرغل نه کوي. غلامان په ځنځیرونو نه تړلي، اروپا ته ئې نه وړي او د غلامانو د خرڅلاو بازارونه هم تړل شوي دي، مګر په ډېره تاسف سره باید ووایو چې صلیبي او یهودي استعمار په ګډه داسی یوه وژونکي پالیسي جوړی کړي دي چې نن سبا محتاج، وږي، تږي غلامان چې د صلیبي استثمار په نتیجه کې منځ ته راغلي دي، په خپله خوښه او بغیر د کوم جبر او اکراه څخه د غلامۍ لپاره انګلستان، جرمنی، ایتالیا او نورو اروپائي ملکونو ته په غیر قانونی او غیر انسانی توګه ځي او د ډېر لږ اجرت په بدل ځانونه خرڅوی. غیر انساني او شاقه کارونه چې اروپائیان ځان ته ننګ او شرم ګڼي، دغه نابلل شوي میلمنو ته سپارل کیږي. په تېر شپږو کلونو غلامان په خپله خوښه په ډېرو سختو شرایطو او کړاوونو او انساني قاچاق وړونکي ته د ډېرو پیسو په ورکولو سره، اروپائي بادارانو ته ډله ډله تسلیم کیږي. تر هغه ځایه چې د دی غلامانو په هکله نړیواله تحقیقونه ترسره شوي دي ۲۶ سلنه ئې په لاره کې مخکې له دی نه چې مقصود منزل ته ورسیږي یا وژل کیږي، یا په سمندرونو کې ډوبیږی او یا د امنیتی قواوو په لاس بندیان کیږي، یا ئې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار کیږی او هغه نیکمرغه غلامان چې روغ جوړ مګر له ډېرو سختو کړاوونو زغملو وروسته د بادار ټاټوبی ته ځانونه رسوي.
لکه څاروي به بند ځایونو (لاګر) ساتل کیږي، ښځی او ماشومان ځینی جدا کیږي او د غربي غیر انساني نظام د تطبیق په خاطر تنویری او تربیتی کارونو لاندی خوار او زار ژوند پیلوي. هلته ماشومان او تنکي ځوانان د اروپائي معاشری په تقاضا ستر کیږي او د خپل اعتقادی، ایماني او ملی ارزښتونو په ضد روزل کیږل او د څو کلونو به تېرېدو سره په پتلون او نکټائي ملبس غلامان ځینی جوړیږي چې د خپل هېواد په ضد هم استعمالیږی. که د اوسنیو غلامانو زار حال ته ښه ځیر شو نو دا پایلې به لاس ته راشي چې د غلامانو، کډوالو او مهاجرینو بوږنوونکي حالت د دری پېړۍ مخکی په پرتله ډېر د اندیښنی وړ دی.
ځوانان باید له دی ذلت څخه  ځانونه وژغوري. د خپل د نفس عزت او ارزښت وساتی، د خپل وطن د آبادی لپاره ملاوتړي. ساده او آسان کارونو ته مخه کړي. ټول ځوانان چې د دی ملک اصلی او حقیقی وارثان دي او د دوئ په اوږه او همت افغانستان آبادیږي، که اروپا او باندنیو هېوادونو ته لاړ شي او ډېر سپک او مبتذل کارونو ته حاضر شي نو دا غریب او ستم ځپلي وطن به کله آباد شي؟ آیا دا کسان په راتلونکي کې ادعا کولای شي چې افغانان دي؟ مګر د افغانانو په غم او مصیبت ګډون ونه کړي؟
زما په عقیده دومره پیسې چې ځوانان انسانی قاچاق کوونکي ته ورکوي، په افغانستان کې باید ځان ته کار او بار جوړ کړي او د هېواد د بدنامی او ذلت سبب ونه ګرځي. که دوئ ډېر معمولی او سپک کارونو ته حاضر و نه شي نو صلیبیان د کارګرانو د لاس ته راوړلو په موخه به ډېر عزتمندانه لاری چاری ولتوي چې لږ تر لږه د دی نابلل شوي کارګران حیثیت او وقار هم تر پوښتنې لاندی را نه شي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018