تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغـانستـان د جگـړې ختميـدل يـوازې د بـيـن الافغـاني تفاهم له لارې شوني دي!

فیض الله صافی

2018-07-22

په افغانستان کې د جهاد تر برياليتوب وروسته د مجاهدينو حکومت پيل شو چې خپلې فوق العاده ستونزې ئې درلودې او دا يو حقيقت دى، خو ددغو ستونزو لاملونه هم معلوم وو او هغه دا چې د مجاهدينو په منځ کې ځينې کړۍ وگړى او د سيمې او گاونډيو هيوادونو دخالت ئې لوى لاملونه وو، يانې که کړۍ يا د کمونستانو پاتې شونو هڅه کوله  چې مجاهدين نوم بدي کړي هم موخې ئې ښکاره وې يانې د خپلو بادارانو د لاس جوړ شوي حکومت د نسکوريدو غچ ئې اخيسته او خاص وگړو چې هغوى ته بيا د کمونيزم عقيده او د حکومت د نسکوريدو غچ اخيستل مهم نه ؤ نو هغوئ د خپلو شخصى مزو چړچو غچ اخيستلو او همدا رنگه د سيمې او گاونډيو هيوادونو هر چا په خپل وار خپلو ټپونو ته د افغانستان او افغانانو په بربادۍ کې مرهمونه لټول، چې طالبانو له همدغه فرصت نه گټه پورته کړه او د افغانستان د حکومت نيولو، وسله والو کسانو په بې وسلې کولو پسې ئې مټې راونغاړل چې په دغه چارو کې تر ډيره بريده بريالى هم شول او حتا د پايتخت په شمول ئې د افغانستان (٩٠) سلنه خاوره لاندې کړه او حکمراني ئې کوله خو هغوئ هم بريالي نه شول چې افغانستان ته د سوکالۍ زبرى راوړى او د امريکا بريد ته زمينه مساعده شوه او له روسانو وروسته امريکايانو په دغه خاوره بريد وکړ چې نږدى اوولس کاله پوره شول او طالبان او امريکايان په خپلو کې جگړه کوي او هغه د جهاد د دوران له شهيدانو را وروسته په دي جگړه کې ډير افغان مسلمانان چې له هيڅ به خبر هم نه و، يا به په خواږه خوب ويده وو، يا به د جنازو او يا دودونو په مراسمو اخته وو او شهيدان به شول او يا په هم په يو او بل نوم بنديان او شهيدان کيدل چې همدا لرۍ لا هم دوام لري، تير کال چې د حزب اسلامي مجاهد امير وپتييله چې له جگړې د بين الافغاني تفاهم لاره غوره ده نوئې له افغان حکومت سره د چا له منځگړيتوب پرته په بين الافغاني ډول سوله وکړه او ښه پايله ئې هم درلوده او د افغانستان د جگړې قوي برخه کمه شوه او ډيرى سيمو کې امنيت د پخوا په پرتله تامين شو او دا د حزب اسلامي د سولې برکت او گټه وه. 
اوس چې د طالبانو د حکومت له سقوط (١٧) کاله تيريږي لا هم په جگړه بوخت دي او داسې برېښي چې دواړه لوري له جگړو ستړي هم دي خو بيا هم د ځينو مجبوريتونو له امله جگړه کوي خو افغانان بيا له جگړو بيخې تر پوزې را رسيدلي او د افغانستان علماوو څه موده وړاندې فتوا ورکړه چې د افغانستان جگړه ناوړه او ناروا جگړه ده او همدا رنگه د نړى د نورو هيوادونو علماوو هم په انفرادى او هم د غونډو په ترڅ کې فتواگانى ورکړې چې دا جگړه ناروا ده، په دى وروستيو کې د بيت الله شريف امام هم په صريحو الفاظو دغه جگړه ناروا وبلله خو جگړه پاى ته و نه رسيده او طالبان سولى ته حاضر نه شول. 
اوس نو په سعودى عربستان کې د سولې په اړه کنفرانس جوړ شو او دغه کنفرانس هم دغه جگړه ناروا وبلله. 
په دغه ستره غونده کې له (٣٣) اسلامي هيوادونو (١١٠) تنو دينى عالمانو گډون کړى و چې د افغانستان د حکومت په استازيتوب هم (٣٦) دينى عالمان ورغلي وو. 
کله چې دغو عالمانو هم فتوا ورکړه چې جگړه ناروا ده اوس پوښتنه دا ده چې ايا دغسى په يواړخيز ډول فتوا صادرول د ستونزى د حل په برخه کې مرسته کولى شى؟
که ځواب مثبت وي نو بيا ولى تر اوسه جگړه بنده نه شوه؟ او که ځواب منفى وي نو بيا سعودى او يا نور هيوادونه ولې هم خپل او هم د افغانانو وخت ضايع کوي؟
ايا په دغه غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه؟
ايا د افغانستان موضوع همدومره سطحي اووړه ده چې په همدومره اسانۍ او يوه فتوا دى حل شى؟ که دغه جگړه مقدسه يا نا مقدسه وي په دې اړه څه نه وايم خو لومړى طالبانو ته وايم چې د اسلام مقدس دين او الهي او محمدي ارشادات داسې حکم کوي چې په هر يو شي کې د شک خبره رامنځته شوه نو په هغه کې بايد له ډير احتياط نه کار واخيستل شي، که د افغانستان جگړه په رښتيا ناروا وي نو ايا طالبان به بيا د خداى جل جلاله ته څه ځواب وائې ددى لپاره چې هم د طالبانو غوښتنې پوره شي هم په افغانستان کې دغه جگړه پاى ته ورسيږي او هم دواړه لوري د الله جل جلاله له ملامتۍ خلاص وي نو ټول افغانان، د جگړې دواړه لورى اسلامى هيوادونه، نړيواله ټولنه او د سيمي هيوادونه بايد يا په افغانستان او يا هم په کوم بل درييم اسلامى هيواد کې سره جرگه شي چې په دغه جرگه کي دغه پورته ياد شوى لوري ټول گډون وکړى چې د طالبانو گډون به ئې اساسى شرط وي او په دغه غونډه کې بايد دديني فتوا ترڅنگ د يو سياسي تفاهم لپاره هم کلکه هڅه وشي د دواړو لوريو ترمنځ سياسى چانه بازۍ وشي او يو تفاهم ته سره ورسيږي ځکه يوازي ديني فتواگانې او يو اړخيزي غونډې جوړول او هغه هم داسې غونډې چې مقا‎بل لورى په کې گډون و نه لري د جگړې خاتمي ته گټه نه بلکى زيان هم واړوي چې ښه بيلگه ئې هم څه موده وړاندې په کاپل کې د لوئې جرگې په تالار کې د افغانستان د علماوو غونډه وه چې ځانمرگى بريد پرى وشو او ډير خلک ئې د غم پر ټغر کينول، يا همدا د سعودي د غونډې فتوا چې طالبانو له غربيانو سره مرسته او د هغوى لپاره کار وبلله.
بله مهمه خبره دا چې د جگړې تقدس يوازي په يو اړخيزه فتوا ثابتيږي چې هغوى ئې ناروا بولى او طالبان ئې روا، هيڅکله هم نه، ځکه د اسلام دين روښانه او واضح دين دى او هر څه لپاره  فورمول موجود دى، د جهاد فورمول خو دا دى چې بايد د کفارو پرضد جهاد وشي خو په جهاد کې به واړه ماشومان نه وژل کيږي، سپين ږيرى، ښځې او هغه خلک چې ستا پرضد ئي صلاح نه وي را اخيستې له وژلو خلاص دي، آيا د افغانستان په جگړه کې دغه خبري مراعات شوي؟ هيڅکله هم ندي مراعات شوي. 
په هره هغه جگړه کې چې بې گناه او عام افغانان وژل کيږي نو هغه جگړه ناروا ده او بايد مخه ئې ونيول شي. 
د دې جگړې د مخنيوي لپاره ځينې سپارښتنې او لارې چارې وړاندى کوم چې هم حکومت او هم طالبان پرې عمل وکړي او جگړه پاى ته ورسيږي:
١ـ طالبان دې تر ټولو لومړى جگړه بنده کړى او له افغان حکومت سره دې پر يو شپږ مياشتني اوربند سلا شي. 
٢ـ حکومت دې غير مسلح طالبانو ته د امن سيمې وټاکي او هم دى له هغه ځايه خپل عسکر وباسى او طالبان دې خپلى کورنۍ له نورهيوادونو ته هلته را انتقال کړي. 
٣ـ په افغانستان يا بل کوم درېيم هيواد کې دي د پاکستان ايران او نورو اسلامي هيوادونو جيد عالمان راوغوښتل شي او دغه جگړه دې له طالبانو سره تر دلايلو او اسلامى څيړنې وروسته معلومه کړى چې ايا روا که ناروا ده، تر هغې وروسته دې بيا د فتوا تر څنگ پر سياسي تفاهم فکر وشي او هماغلته دې معلومه شي او مقابل لوري ته دې چې که هغه په حکومت کې د مشارکت له لارې وي يا هم د کوم امتياز له لاري قناعت ورکړل شي او له هماغه ورځې نه دى پرى کار شروع شي، تر څو چې شپږ مياشتې پوره کيږى بايد مقابل لورى هم خپلى وسلې وسپاري او حکومت هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي. 
او د ټولو ژمنو تر عملي کيدو وروسته دې بيا هم د جمهورى رياست، هم د ولسي جرگې، هم د ولايتي شوراگانو او هم د ولسواليو شوراگانو لپاره شفافو ټاکنو ته زمينه مساعده شي او ټول افغانان دې د طالبانو په گډون پکې برخه واخلي وکړي او هر چاته به خپله خپله برخه ورسيږي او هر څوک به افغانستان ته د خدمت جوگه شي، نو هماغه ده چې هم موږ، هم زموږ گاونډييان او هم به مو راتلونکي نسلونه د ارام ساه واخلي او د افغانستان ناسور زخم به روغ رمټ شي. 
د همدسى يوى ورځې په هيله

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018