تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغـانستـان کـې چـاودنـه د طـالبــانـو کــار نــه دی

2018-07-22

الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!
فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمٰن الرحیم
فَهَلْ عَسیْتُمْ إِن تَوَلَّیْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فی الاَرْضِ وَ تُقَطعُوا أَرْحَامَکُمْ ﴿۲۲﴾ أُولَئک الَّذِینَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصمَّهُمْ وَ أَعْمَی أَبْصرَهُمْ ﴿۲۳﴾ سورت محمد
نو آیا تاسو دې ته نیږدې یئ چې که (د چارو) متولي شئ، په ځمکه کې به فسادونه کوئ او د خپلوۍ اړیکې به شلوئ )۲۲( دوی همغه دي چې الله تعالیٰ لعنت کړي او له کبله یې کاڼه کړي او سترګې یې ور ړندې کړې )۲۳( سورت محمد
دا مبارک آیتونه په داسې ځای کې راغلي چې تر دې وړاندې د منافقینو په ارتباط تفصیلي بحث شوی. هغوی چې په جهاد کې یې برخه نه ده اخیستې او له لنډو او آسانه لارو یې قدرت ته د رسېدو تمه درلوده، په سنګرونو کې نه دي روزل شوي، لوړې او ژورې یې نه دي لیدلې، او هیله یې دا وه چې له اسانې او لنډې لارې قدرت تر لاسه کړي. د دوی په ارتباط الله تعالیٰ فرمایي چې نو که داسې وشول او تاسو ته د لنډو او آسانه لارو قدرت په لاس درغی نو له تاسو نه فقط یوه تمه او هیله کېدی شي، هغه دا چې په ځمکه کې د فساد باعث شئ او د خپلوۍ اړیکې هم پرې کړئ او په ځمکه کې به مفسد، بې رحمه او قسي القلب واکمنان درنه نه جوړ شي. تاسو نه شئ کولی چې یو مضبوط نظام جوړ کړئ، او یو صالح حکومت جوړ کړئ چې د فساد مخه ونیسي او امنیت تأمین کړی شي، پس له تاسو څخه یوازې د یو ځه تمه کېدی شي چې په ځمکه کې د فساد باعث شئ او د بې رحمه او قسي القلبو واکمنانو په توګه راڅرګند شئ، داسې چې حتیٰ د خپلوۍ اړیکې هم قطع کوئ، په عام ولس باندې زړه سوی، مهرباني او ترحم خو پرېږده حتیٰ د خپلوۍ هغه د ترحم او عاطفې اړیکې به هم پرې کوئ. دا مطلب د قرآن په یو بل آیت کې هم راغلی چې فرمایي «وَ إِذا تَوَلَّى سَعى‌ فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيها وَ يُهْلِكَ الْحَرْثَ وَ النَّسْلَ وَ اللَّهُ لا يُحِبُّ الْفَسادَ» ﴿ البقرۃ ۲۰۵﴾
خو کله چې (د چارو) متولي شي نو په ځمکه کې د دې هڅه کوي چې فساد په کې خور کړي او فصل او نسل تباه کړي او الله خو فساد نه خوښوي.
اې پيغمبره! دا کسان راځي ستا په مخ کې دغسې خبرې کوي چې ته یې خبرو ته، ویناوو ته، اظهاراتو ته، قسمونو ته، تعهداتو ته او ژمنو ته په پام سره داسې فکر کوې چې د دوی په زړونو کې به اخلاص وي، تا په حیرت کې غورځوي، خبرو ته یې تعجب کوې، خو چې مخ واړوي بیا نو په ځمکه کې فساد خوروي، بیا کله چې د خلکو د چارو متولي شي، اقتدار په لاس ورشي نو په ځمکه کې د دوی هڅه او هاند دا وي چې فساد خپور کړي. د ټولو هڅو پایله او نتیجه یې فقط همدا وي چې ځمکه تباه کړي او فساد او ناامني خوره کړي او د هر څه نسل تباه کړي، فصلونه هم له منځه یوسي او نسلونه هم.
د ځینو اقتدار همداسې وي، نه په فصل رحم کوي او نه په نسل. د دوی له کبله فصلونه هم تباه شي او نسلونه هم. موږ یې بېلګې په خپلو سترګو ولیدلې او لا یې ګورو. په دې مبارکو آیتونو کې ویل شوي چې که تاسو اې مؤمنانو له جهاد پرته د مبارزې په لوړو ژورو او کږلېچونو کې له روزل کېدو پرته او د مبارزې په لړ کې د یوه ازمویل شوي ټولګي له رامنځته کېدو پرته اقتدار ترلاسه کړئ نو باید په دې باور ولرئ چې ددې اقتدار پایله به فقط دا وي چې تاسو به امنیت نه شئ راوستلی، تاسو به د فساد عامل شئ او تاسو به د بې رحمۍ او قساوت باعث شئ. چا چې اقتدار وړیا ترلاسه کړی وي او د ناز له بستره د اقتدار په ګدۍ کښېناستلی وي، تل همدغسې پاتې شوی وي نو د هغه نه بې رحمه، قسي القلب او مفسد واکمن او ځواکمن جوړ شوی دی. تاریخي تجربو هم دا ښودلې، د دغسې خلکو نه له یوې خوا مفسد واکمنان جوړ شوي دي او له بلې خوا بې رحمه، بې عاطفې او سخت زړي واکمنان. نه یې خپلو شعارونو ته اعتناء کړې او نه یې هم خپلې مبارزې او لاسته راوړنو ته. لاسته راوړنې هغو چا ته ارزښت لري چې د هغه لپاره یې خولې تویې شوې وي، وینې یې تویې شوې وي، ستونزې یې ګاللې وي، بې خوبي یې ګاللې وې او په ګران قېمت یې ترلاسه کړې وي. ارزانه او وړیا په لاس نه وي ورغلې، د خپلو آرمانونو او شعارونو لپاره یې زندانونه، تعذیبونه او شکنجې یې ګاللې وي، هغوی ته خپل ارمانونه ارزښت لري او په اسانۍ او وړیا یې له لاسه نه ورکوي. د خولو په بیه یې چې څه ترلاسه کړي وي د وینو په بیه یې ساتي. خو هغه چا ته چې اقتدار مفت او وړیا په لاس ورغلی وي، چا ته سر ټیټول، لاس په نامه اېښودل، خپل ایمان، خدای، دین او دیني ارزښتونه هېڅ ارزښت نه لري په هر څه باندې سودا ته چمتو وي، هر څه تر پښو لاندې کوي او هر څه ته صدمه رسوي. تاریخ او تاریخي تجربو همدا ښودلې ده.
حکومت کول د شخصیتونو او اشخاصو کار نه دی، د یو هیواد اداره کول د یوه وړوکي ټولګي کار نه دی، بلکې د یوه مضبوط، منظم او تربیه شوي حزب کار دی. له دې پرته یو مضبوط حکومت نه شي جوړېدی، هیڅوک یې هم نه شي جوړولی که نابغه هم وي. پیغمرانو علیهم السلام هم حکومت هغه وخت جوړ کړی چې یو منظم، روزل شوی او آزمویل شوی ټولګی یې جوړ کړی دی. له هغه نه وروسته الله تعالیٰ دوی ته بری ورکړی دی او توانېدلي دي چې یو صالح حکومت جوړ کړي. ځکه حکومت کول د شخص کار نه دی، بلکې د یو منظم، روزل شوي، تربیه شوي او هدفمند ټولګي کار دی، د یو حزب او یو صف کار دی. داسې چې د حوادثو په لړ کې روزل شوي وي، یو بل یې سره پېژندلي وي، په یو بل باندې اعتماد او باور کولی شي، د خپلو صالح ملګرو د پېژندو توفیق یې په برخه شوی وي. دغسې یو متجانس، هم فکره، هم عقیدې او هم نظر ټولګی کولی شي یو صالح، مضبوط او ځواکمن حکومت رامنځته کړي. دا هم یو حقیقت دی چې د صالح، مستعدو او مطمئنو افرادو د روزلو اصلي مرحله هم د انقلاب له بریا نه مخکې ده. اصلي مرحله هم دغه ده. یوازې په دغه ابتدایي مرحله کې صالح افراد روزل کېږي، د انقلاب نه وروسته بیا معیارونه لږ بدل شي، دا مرحله داسې وي چې د داسې ملګرو شمېر هم زیات شي چې له امتحانونو او آزموینو نه وي تېر شوي، شمېر یې تر هغه نورو هم زیات شي، هغه چې یو یو راغلي، کړاوونه یې ګاللي، له ګواښونو او خطرونو سره ټکر ته چمتو شوی دی، ایمان او عقیده یې دومره مضبوطه ده چې هر څه یې ګاللي او هرې قربانۍ ته چمتو شوی دی. د هغوی شمېر یو خو کم و او یو یو راغلی دی خو له بریا نه وروسته خلک پوځ پوځ او ډلې ډلې راځي او له امتحانونو پرته راځي، او دعوا یې هم دا وي چې ځان تر هغو نورو ډېر مخلص بولي چې پر غاړه یې چاړې اېښودل شوي دي خو بیا هم تسلیم شوی نه دی او سازش یې نه دی کړی، دوی له هغوی نه هم ځان مخلص او لوړ ګڼي او ادعا یې هم کله داسې وي چې که شرایط برابر شوي وای نو تاسو به لیدلي وو چې موږ به تر ټولو وړاندې وو.
نن که موږ داسې یو نظام او حکومت لرو چې د هیواد له ادارې نه ډېر زیات عاجز او ناتوانه دی؛ لویه وجه یې همدا ده، چې موږ دلته یو متحد ټولګی چې د باورونو او عقایدو له پلوه سره ورته او نیږدې وي او د مبارزې کړاوونه یې ګاللي وي او له لوړو او ژورو نه تېر شوي وي، داسې یو ټولګی د اقتدار په مسند باندې نه دی ناست. د حاکم ټولګي تر منځ سخت فکري اختلافات دي، دوه به یې هم په یوه لاره ونه مومو چې فکري او اخلاقي لوري یې سره ورته وي، بس ضروفو او شرایطو راوستي دي او د شدیدو داخلي اختلافاتو سره سره یو حکومت جوړ شوی، لویه وجه یې همدا ده.
تاسو ګورئ، د امنیت وضعیت داسې دی چې ښاغلی ولسمشر جلال آباد ته ځي، د مرکز په امر د لومړۍ درجه اعتمادي ټولګي لخوا لومړۍ درجه امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي، خو تاسو وینئ چې د ولسمشر له غونډې څو متره هاخوا ستره چاودنه کېږي او شاوخوا ۱۹ کسان په کې وژل کېږي او ګڼ شمېر نور په کې ټپیان کېږي او داسې څوک هم نه پیدا کېږي چې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه واخلي. دا څنګه له دومره امنیتي کمربندونو او امنیتي تدابیرو تېرېږي او توانېږي چې دغسې ستره چاودنه وکړي. دا چاودنه د چا کار دی؟؟! په ټول یقین سره ویلی شو چې دا د هغو کسانو کار کېدای شي چې په امنیتي ځواکونو کې لوی او اوږد لاس لري، هغه څوک یې کوي چې د دولت له وسایلو، وسایطو، واک او ځواک، د سلاح د حمل مجوز او تورو ښيښو موټر او یونیفورم څخه په استفادې سره کولی شي دغسې چاودنې په آسانۍ سره وکړي.
زه په ټول یقین سره ویلی شم چې دا نه د داعش کار دی او نه د طالب. دا چاودنې همغه چا کړې چې کله تر دې وړاندې په جلال آباد کې د حزب اسلامي لویه او شانداره غونډه وه او د جلسې له ختمېدو وروسته چې کله خلک د جلسې له ځایه تلل په لاره کې ورته ماین اېښودل شوی و، چې له کبله یې یو څو کسان شهیدان شول او یو شمېر ټپيان شول، او هلته هم هیچا د دې چاودنې مسؤلیت قبول نه کړ، نه طالب، نه داعش. دا کار هم د همغه سپېرو کړیو کار دی، که دولت د هغه چاودنې په ارتباط کوم اقدام کړی وی، دا به نه رامنځته کېده. دا د همغه کړیو کار دی چې په خوست کې یې هم زموږ په لویه او تاریخي جلسه چاودنه وکړه، په هرات کې یې هم هڅه وکړه چې زموږ جلسه بې نظمه کړي.
واقعیت همدا دی چې په دولت کې یو شمېر نفوذي کړۍ د دغسې پېښو او چاودنو تر شا دي. آبله ورځ هم په جلال آباد کې د معارف اړوند پر یوه ملکي ښاري مدیریت چې حتیٰ د امنیت لپاره یې انظباطان هم نه درلودل، یو څوک راځي، له تور موټر څخه کوزېږي او په دغه دفتر کې په هر چا ډزې کوي او یوولس تنه شهیدانوي. له دې یوولسو کسانو اووه کسان د حزب اسلامي غړي دي چې درې یې د حزب اسلامي د سترې مرکزي شورا غړي دي او نور یې معروف او منلي شخصیتونه. دا بشپړ درواغ دي چې دا انتحاري عملیات وو، دا عسکري مرکز نه و، دا د بهرنیانو کومه پوسته نه وه او نه هم د اردو یا پولیسو کومه پوسته وه، بلکې په معارف وزارت پورې اړوند یو ښاري مدیریت و او داسې شخصیتونه یې په کې شهیدان کړل چې یو ځل او دوه ځله په باګرام کې زنداني شوي وو. دا د چا کار کېدی شي؟! ممکن نه ده چې د چا په زړه کې یوه زره ایمان او غیرت هم وي؛ هغه دې دغسې وحشیانه عمل ترسره کړي. دا د ډېرو مفسدو، منحطو، پرېوتو، بې ایمانه، بدضمیره او بې شخصیتو کسانو کار دی. د لوچکانو او اوباشانو کار دی، هغه چې ایمان یې هم سودا کړی، په عزت، ناموس، وطن او نور هر څه یې سودا کړې دا د داسې کسانو کار دی. کاش تاسو یو آرمان درلودلی، د یو دښمن په خلاف دې دغسې کار کړی وی، په تا کې غیرت وای او د وسله والو په خلاف د دغسې مبارزه کړې وی. بې غیرته او بې ننګه راځې او په خالي لاسو د معارف په مامورینو حمله کوې او په بې ګناه خلکو او افغان سکانو چاودنه کوې. موږ د خپلو اسلامي معیارونو له مخې په سکانو باندې همدغومره خپه یو لکه په خپلو دغو شهیدانو وروڼو چې خپه یو. موږ ته د هر انسان وینه محترمه ده، موږ د هر بې ګناه انسان وینه تویول جرم، جنایت او قتل ګڼو او سزا یې جهنم بولو لکه د بې ګناه افغان او بې ګناه مسلمان وینه.
متأسفانه د دغسې لویو لویو پېښو چې هره ورځ په هره یوه کې په لسګونو بې ګناه انسانان مري او په لسګونو د نورو بې ګناه وګړو وینې تويېږي ددې په وړاندې زموږ د امنیتي مسؤلینو عکسل العمل داسې دی لکه څو فارمي چرګان چې وژل شوي وي. نه مو ولیدل چې د چا اوښکې پرې تویې شوې، نه مو ولیدل چې د چا د غیرت رګ پرې وښورېده، نه مو ولیدل چې یو څوک ووایي چې دا زما د غفلت له کبله رامنځته شوې، زه استعفأ کوم، نه مو ولیدل چې څوک ووایي چې زه عاجز یم، دا زما د خدای تعالیٰ او ولس په وړاندې مسؤلیت دی؛ زه لاسونه اوچتوم، ناکام شوی یم، په خپلې ناکامۍ اعتراف کوم او له خپل کار او مسؤلیته لاس اخلم. په نوره نړۍ کې موږ شاهد یو چې یو وزیر یوې جلسې ته څلور دقیقې وروسته راځي له خپلې دندې استعفأ کوي، په یوه حادثه کې یو کس ووژل شي یو وزیر استعفأ وکړي؛ خو متأسفانه موږ داسې څوک نه ګورو چې د دومره لویو لویو پېښو په غبرګون کې په دنده کې د پاتې راتلو په وجه استعفأ ورکړي او د ولس په وړاندې ووایي چې دا زما اشتباه وه. ګورو چې هېچا دا کار ونه کړ، نه څوک مجازات کېږي، نه کومه تبدیلي راځي، که تبدیلي هم راځي له یوه ولایت نه بل ولایت ته او له یوه وزارت نه بل وزارت ته، چې دلته دې ګلان وکرل هلته یې هم وکره! یعنې چې دا نظام بشپړ دی، څوک په کې تبدیلي نه شي راوستی، د سترنج دانې دي له یوه ځایه بل ته له بل نه بل ته وړل کېږي. دا سهامي شرکت دی، دا د جان کیري مقدسه پرېکړه ده، تغیر نه منو. نه جمهور رئيس په دې کې حق لري چې تبدیلي په کې راولي او نه بل څوک. زه په پوره یقین سره ویلی شم چې نه د دولت وسله وال مخالفین دومره ځواکمن او زورور دي چې څوک یې مخه نه شي نیولی، دا انفجارات او عملیات د دوی د زور او ځواک د زیاتوالي وجه نه ده، بلکې حکومت کمزوری دی، حکومت ډېر عاجز او ناتوانه دی، د دې پېښو عامل یوازې د حکومت کمزوري ده، نه د وسله والو مخالفینو زور او ځواک.
موږ مخکې هم ویلي او اوس یو ځل بیا وایو، په خپل رب د توکل او باور له مخې او د خپل ولس د نجات په خاطر یې وایو. وایو چې په هیواد کې چې تر ټولو ناامنه سیمه وي، او تاسو یې په تېرو اووه لسو کلونو کې له امنیت تأمینولو عاجز شوي یاست، راشئ دا سیمه یوه، دوې، درې، څلور یا پنځه هر څومره سیمې چې تاسو مناسب ګڼئ او درته ستونزمنې وي چې ډاډمن امنیت په کې تأمین کړئ حزب اسلامي ته یې وسپارئ؛ موږ په خپل رب باور لرو چې ان شاءالله په بشپړ ډول امنیت په کې تأمینولی شو. موږ دا خبره پخوا هم کړې وه او یو ځل بیا له دې منبر څخه وایم چې د امنیت په تأمینولو کې او د یو مرکزي او مقتدر دولت جوړېدو لپاره بلاقید او شرط څخه هر راز مرستې ته چمتو یو، د شر او فساد له ځواکونو نه د خپل مظلوم ولس د ژغورلو لپاره موږ بلاقید او شرط هر راز مرستې او ملګرتیا ته چمتو یو، او باور لرو چې ان شاءالله د دې کار له عهدې وتلی شو. دا یې ګز او دا یې میدان.
دوی دې دا سیمه یا سیمې خوښې کړي، داسې سیمې چې په تېرو اووه لسو کلونو کې نه حکومت امینت په کې تأمین کړی وي او نه هم ناټو توانېدلې وي چې هلته امنیت راوستی شي، حزب اسلامي ته یې دې وسپاري وبه وینو چې موږ امنیت راوستلی شو او که نه؟! باور مو دی چې ټول ملت به زموږ په څنګ کې ودرېږي او د امنیت راوستو لپاره به زموږ ټینګه ملګرتیا کوي. خو ویریږي، متأسفانه د حزب په وړاندې ډېر ځان حقیر، کمزوری او سپک ګڼي، د حزب په وړاندې لکه کنګل غوندې ویلي کېږي. د حزب په راتګ یې زور، ځواک او هر څه ختمېږي، یهود منلی شي خو حزب اسلامي نه، روسانو ته هیواد تسلیمولی شي خو دا نه شي منلی چې حزب اسلامي دې په اقتدار کې شریک شي. موږ وایو چې زموږ په مشوره دې عمل وشي، که دلته امنیت رانغی موږ ملامت یو. موږ مشوره ورکوو چې په دغو ولایتونو کې چې تاسو په کې د امنیت له راوستو او ټینګولو عاجز شوي یاست؛ زموږ په مشوره دې په هغه کې تبدیلي راشي او عمل دې پرې وشي، که امنیت رانغی موږ مسؤل یو او لاسونه اوچتوو چې موږ ناکام یو، هیله مو دا ده چې که الله کول دا وضعیت به بدلېږي، ناامني به پای ته رسېږي او ډاډمن امنیت به تأمینېږي.
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
سبحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلأَ انْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018