تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار؛ د افغانستان د سیاست پلار!

فضل غنی حقمل

2018-07-22

دا د داسې چا وینا ده چې تر پرونه يې د حکمتیار د وژلو پريکړې کولې، د هغه په سر يې میلیونونه ډالره جایزه ټاکلې وه، حکمتیار څه چې د هغه سیوری يې هم نشو زغملی، هر ډول وسايل يې د هغه د وژلو لپاره پکار اچولي وو، په ډیری ولایتونو کې يې د هغه د موندلو لپاره کلي او کورونه تلاشي کړل، په غرونو، رغونو او دښتو کې خو د هغه لټون پسې دومره سرګردانه و چې ډيرو يې دا ارمان له ځان سره خاورو ته یووړ، خو نن الحمدالله هغوی د حکمتیار ليدو ته د هغه کور ته ورځي، له هغه سره په ساعتونو ساعتونو مجلسونه کوي، د افغانستان د سیاست د پلار لقب ورکوي او پدې هم اعتراف کوي چې حزب اسلامي يو ستر او افغانستان شموله ګوند دی.
بیشکه چې خدای ج ته هر کار آسانه دی، هېڅ چا به دا فکر نه کاوه چې افغانان به په تش لاس د نړی ستر او مغرور ځواک شوروي ته ماتې ورکوي، خو د الله تعالی فیصله دا وه چې افغانان به په دې مبارزه کې بریالي کيږي او هماغسې وشول.
ناټو او امريکایانو هم په پېل کې فکر کاوه چې موږ د سیاست اتلان يو، افغانستان ته به سوله او امن راولو، ترهګرو ته به ماتې ورکوو، د مخدره توکو کښت او چاقاق به لمنځه وړو او یو ځواکمن مرکزي حکومت به جوړو، خو وروسته ثابته شوه چې دوی خپل شعارونه يو هم عملي نه شو کړای. جګړه نه يواځې چې ختمه نه شوه بلکې نوره هم وغځيده، د دوی په وينا چې ترهګري اوس هم يو ستر ګواښ دی، د مخدره توکو کښت او قاچاق لاپسې زیات شو، فساد اوج ته ورسېد او د ځواکمن مرکزي حکومت پر ځای موازي حکومتونه رامنځته شول او واک په دوو برخو وویشل شو.
لنډه دا چې بهرنيان اوس دې پايلې ته رسيدلي چې د افغان جګړې په مهارولو او د امن په راوستلو کې له حزب اسلامي مرسته وغواړي، دوی اړل شول چې د افغان کشالې د حل او د سولې د ټينګښت لپاره د ښاغلي حکمتیار سره مشورې وکړي او د هغه نظر وغواړي. دا ځکه چې نورو ډلو خپل باور له لاسه ورکړی او نور خلک د هغوی په شعارونو نه غوليږي.
په دا وروستيو کې له ښاغلي حکمتیار سره د بهرنيو سفيرانو او امريکايي لوړ پوړو ډيپلوماتانو پرله پسې ليدنې د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې هغوی د افغانستان په سترو پريکړو او تصمیمونو کې د ښاغلي حکمتیار اغیزمن رول له پامه نه شي غورځولی.
په دې ليدنو کتنو کې ښاغلی حکمتیار بهرنيانو ته کټ مټ هغه څه وايي چې لدې وړاندې يې ورته په غرونو او سنګرونو کې ويل. یعنې د ښاغلي حکمتیار په دريځونو، موخو او آرمانونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
ښاغلی حکمتیار په زغرده وايي، چې په افغانستان کې د بهرنيانو د جنګ ستراتيژي ناکامه ده، حکومت کمزوری او د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی او بايد ژور بدلونونه رامنځته شي.
په دې ليدنو کتنو کې ډير ځله بهرنيان د حکمتیار له افکارو، طرحو او نظریاتو اغيزمن شوي، څو میاشتې وړاندې د يوناما دفتر هم ښاغلي حکمتیار ته د پاچاه جوړونکي يا (KING MAKER ) خطاب کړی و او ويلي وو چې حزب اسلامي په افغانستان کې يواځنی ځواکمن ګوند دی.
په دې کې هم شک نشته چې حزب اسلامي د سولې د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او کوي يي. طالبانو ته له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړانديز او همدارنګه طالبانو ته د امن د سیمو غوښتنه د حزب اسلامي اساسي غوښتنې دي چې تل يې له افغان حکومت او بهرنیانو سره د خبرو محور وو.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي د تأسیس را پدېخوا تر ننه پورې ددې ګوند د حذفولو او کمزوري کولو لپاره د کورنيو او بهرنيو دښمنانو لخوا پراخې هڅې شوي، خو دوی په دې نه دي توانيدلي چې دا ګوند لمنځه يوسي، بلکې دا ګوند تر پخوا لا پیاوړی شوی او په ملت کې ژورې ريښې لري. 
لنډه دا چې د افغانستان په سیاسي قضایاوو او ملي مسایلو کې د ښاغلي حکمتیار فعال حضور هېڅ وخت له پامه نه شي غورځيدلی.
بهرنيان د دومره اوږدې جکړې وروسته، له دومره پراخو مالي امکاناتو او زرګونو سرتيرو سره سره د افغان کشالې د حل په مخنيوي کې پاتې راغلي او حکمتیار د افغانستان د سیاست پلار ګڼي، همدارنګه افغان حکومت هم اړ دی چې د خپلې پاتې مودې د دوام لپاره ښاغلی حکمتیار په خپل څنګ کې ونيسي او د خپل حکومت بقآ یقيني کړي. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018