تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مــوږ د ټــاکنـــو تحریم نه؛ بلکې تصحیـــح کــول غـــواړو!

حکمتیار

2018-07-28

د حزب اسلامي د امیر ښاغلي حکمتیار د خبري ناستې بشپړ متن:
بسم الله الرحمٰن الرحیم
له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو او خبریالانو څخه مننه کوم چې دلته یې د راتلو زحمت ګاللی. په دې خبري کنفرانس کې څو مقدماتي خبرې لرم. تر هر څه وړاندې د وروستیو خونړیو پېښو ټولو شهیدانو ته دعا کوم او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوم، هیله ده زموږ جنګ ځپلی هیواد او مظلوم ولس له دې دردناک حالت څخه وژغورل شي. دا د ټولو مؤمنو، ژمنو او بااحساسه افغانانو او ټولو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ملي دنده، دیني وجیبه او انساني مسؤلیت دی چې ملا وتړي؛ هیواد له دې دردناک حالت څخه وژغوري او د وینو توئېدو دا روانه لړۍ پای ته ورسوي.
د دې ناستې لومړۍ هدف دا دی چې د تېرې شنبې د ورځې د ګډې غونډې چې په ترڅ کې د هیواد د مطرحو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدنه وشوه؛ په اړه یې مزید وضاحت ورکړو. کاش هلته شرایط برابر شوي وای چې د خبریالانو ټولو پوښتنو ته هم مشرح، مدلل او تفصیلي ځوابونه ویل شوي وای، له بده مرغه هلته شرایط برابر نه شول او اړتیا مو احساس کړه چې په ننۍ خبري کنفرانس کې یې په اړه لومړی تفصیلي معلومات ورکړو او بیا د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایو.
په دې کې شک نشته چې د سیاسي ګوندونو اجماع او د انتخاباتو په اړه یې واحد دریځ او بیا یوه معقوله او عملي طرح وړاندې کول د افغانستان په تاریخ کې یو ځلاند او بې مثاله نوښت دی. تر دې وړاندې موږ د سیاسي ګوندونو ترمنځ د شخړو، جګړو، منفي رقابتونو او حتیٰ پردیو ته د لاس اوږدولو او د هغوی په مرسته د خپل حریف او رقیب ځپلو شاهدان وو. خو نن د دې سترې، تاریخي او ځلانده سیاسي اجماع په ترڅ کې ټولو دا وښوده چې خپل اختلافات شا ته غورځوو، منفي رقابتونه پای ته رسوو، د انتخاباتو په څېر په یوې پېچلې ملي مسئلې په خپلو منځونو کې توافق کوو او تعهد کوو چې له دې وروسته به مخکینۍ ترخې خونړۍ تجربې نه تکراروو، قدرت ته د رسېدلو لپاره به د سالم رقابت لار غوره کوو، انتخاباتو ته به پناه وړو او د ملت رایو ته به احترام او درناوی کوو. د ملت اکثریت چې په هر چا اعتماد وکړ؛ د هغه حکومت به منو، نه یوازې منو به یې؛ بلکې مرسته به ورسره کوو څو په خپله دنده کې بریالی او موفق شي. د هغه د پرځولو، کمزوري کولو او تعویض لپاره به ناسالمې لارې نه غوره کوو، نه د جنګ لار، نه د کودتا لار، نه د سازشونو لار او نه د پردیو د توپ او ټانګ په مرسته خپل حریف او رقیب پرځول.
واقعیت دا دی چې د انتخاباتو په څېر په یوې پېچلې مسئلې د ټولو سیاسي ګوندونو، بلااستثنأ بشپړ توافق شوی، چې واقعاً دا شبهه اجماع ده، له دې څخه محدود شخصیتونه بهر پاتې شوي دي، نور ټول راغونډ شوي دي او د انتخاباتو په تړاو یې په خپلو منځونو کې توافق کړی.
دا باید واضح کړم چې زموږ دا ناسته نه کوم ائتلاف دی، نه د دولت په ضد کومه سیاسي یا نظامي جبهه پرانیستل او نه هم په اقتدار کې د مشارکت لپاره د فشار کوم خوځښت. موږ په واضحو الفاظو ښاغلي ولسمشر ته ویلي چې نه په اقتدار کې د مشارکت غوښتونکي یو، نه وزارتونه، ولایتونه یا سفارتونه غواړو، نه د سیاسي امتیازاتو مطالبه کوو، یوازې یوه غوښتنه لرو چې راتلونکي انتخابات شفاف وي، عادلانه وي، د ولس رایې ته احترام وشي، د تقلب، جعل او تزویر مخنیوی وشي او همدا د یوې اصولي لارې په توګه ټول لوري ومني او راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پرېږدو، موږ فقط همدا غواړو. هدف مو دا دی چې له دغو انتخاباتو نه د بحران د حل یوه اغېزمنه وسیله جوړه شي. موږ د انتخاباتو لپاره بدیل نه لرو، د بحران د حل لپاره تر انتخاباتو مؤثره او مطمئنه حل لار نه لرو. موږ په خپلو منځونو کې هم او د ملت په وړاندې هم په دې خبره تعهد وکړ چې یوازې شفاف او عادلانه انتخابات به قدرت ته د رسېدلو یوازینۍ مشروع لار وي، نورې ټولې لارې نامشروع ګڼو او تحریموو ئې نو که په اقتدار کې تغیر هم راولو باید د انتخاباتو له لارې راشي او که کوم ګوند د اقتدار ترلاسه کولو شوق لري هم باید یوازې د انتخاباتو له لارې هڅه وکړي. د انتخاباتو نتایج به له ځنډ پرته او په ورین تندي منو، ناکام نوماند به بریالي ته مبارکي وايي او د کار په دوران کې به یې هر اړخیزه مرسته کوي.
د انتخاباتو په ارتباط د اجماع رامنځته کولو کار مو له همغه نېټې پیل کړ چې کله زه کابل ته راغلم، د ښاغلي ولسمشر سره مې د لومړۍ لیدنې په ترڅ کې د یوې مهمې او آساسي مسئلې په توګه د انتخاباتو موضوع مطرح کړه، هغه نه یوازې د انتخاباتو په اړه زما د وړاندیز او طرحې ملاتړ وکړ؛ بلکې ما ته یې په واضحو الفاظو وویل چې که سیاسي احزاب د انتخاباتو په اړه واحد دریځ غوره کړي؛ زه ورسره موافق یم. موږ غوښتل چې په دې اړه لومړۍ غونډه هم په ارګ کې دایره کړو، لومړي ګامونه مو واخیستل او تفاهم هم وشو، نیږدې وه چې موږ لومړۍ غونډه په ارګ کې دایره کړو. زه له ښاغلي ولسمشر څخه منندوی یم چې له ما سره یې په دې ارتباط توافق وکړ، ما هم دا لړۍ د هغه له توافق څخه وروسته پیل کړې ده. لومړی مو شمېر کم و، دوه، دری، څلور، پنځه ګوندونه ورو ورو مو شمېر زیات شو دوه ویشتو ته ورسېدو او ګډه طرح مو ترتیب کړه. د مطبوعاتي کنفرانسونو له لارې مو خپل ولس او نړۍ ته دا طرحه ابلاغ کړه. له بهرنیو لورو سره مو یاده کړه، له ښاغلي جمهور رئيس سره مو څو انفرادي او جمعي غونډې درلودې، هغه زموږ د طرحې له ابتدایي شپږو شرایطو او غوښتنو سره توافق وکړ او د هغوی له منځه یې له پنځو هغو سره بشپړ توافق او له یوې غوښتنې سره یې ضمني توافق وکړ. یعنې دا چې په دې باندې باید مزید بحث وشي. یوه غوښتنه چې پنځمه وه او په انتخاباتو کې د ګوندونو د ونډې په تړاو وه، دا چې احزاب باید نفی نه شي، له ګوندونو پرته انتخابات هېڅ ارزښت نه لري، نتایج به یې هم داسې وي لکه دا اوس یې چې موږ وینو، که غواړو یو دروند، د ملت ممثل پارلمان او د اقتدار د پرېکړې وروستۍ مرجع جوړه کړو نو د سیاسي ګوندونو له پرېکړې پرته داسې پارلمان نه شي جوړېدای. ښاغلي ولسمشر یوازې د یوې غوښتنې په ارتباط چې هغه هم په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د ونډې موضوع وه. هغه هم داسې چې موږ باید په دې باندې مزید بحث وکړو او له ځینو نورو لورو سره هم باید په دې اړه خبرې وکړو.
یو وړاندیز دا و چې همدا ګډه غونډه دې د سیاسي احزابو، دولت، انتخاباتو کمیسیون او د بهرنیو ذیدخلو لورو په ګډون کې وشي، موږ وویل نه! تر دې مناسبه او غوره لار دا ده چې د دولت او سیاسي احزابو ترمنځ تفاهم وشي، موږ یو توافق ته ورسېږو او بیا دې د افغانانو دا ګډ توافق د بهرنیانو مخ ته کېښودل شي او هغوئ ته ووایو چې لطفاً د افغانانو د پرېکړو احترام او درناوی وکړئ او پرېږدئ چې پر کوم څه افغانانو د انتخاباتو په ارتباط توافق کړی، تاسو له هغه سره توافق وکړئ او ملاتړ یې وکړئ. موږ باید خپله ګډه طرح د هغوئ پر وړاندې کېږدو، دا نه مناسبه ده، نه د افغانانو له حریت او سرلوړۍ سره ښایي چې د انتخاباتو په څېر ملي مسئله کې د بهرنیو مداخله ومنو او پرېږدو چې هغوئ خپله رایه او غوښتنه د افغانانو پر وړاندې کېږدي، بلکې له هغوئ نه یوازې دا وغواړو چې افغانانو په هر څه توافق وکړ تاسو یې ملاتړ وکړئ او تاسو سره چې ښایي یوازې دا ده چې د افغانانو د پرېکړې حمایت او ملاتړ وکړئ.
بهرنیو لورو څه ملاحظات درلودل، د هغوئ ملاحظات ځواب شول، په لومړیو کې په خپل دريځ لږ څه ټينګ وو، البته بې ځایه او بې دلیله او داسې ترې معلومېده چې ښایي هغوی غواړي دا انتخابات هم د مخکې په څېر له درغلیو، جعل او تزویر ډک وي او دوی یو دروند پارلمان او یو قوي مرکزي حکومت نه غواړي، د همدې لپاره یو څه ملاحظات لري، وروسته وروسته مو ولیدل چې دوئ له خپل موقف نه راکوز شول، او په پای کې مو چې د هغوئ نه کوم رسمي ځواب اورېدلی هغه دا دی چې دوی وایي موږ نه غواړو پر افغانانو خپله طرحه او غوښتنه تحمیل کړو، افغانان چې پر هر څه باندې په خپلو منځونو کې توافق وکړي؛ موږ یې درناوی او حمایت کوو.
یوه له شپږو غوښتنو چې له ښاغلي ولسمشر سره هم یاده شوې او موږ په مطبوعاتي کنفرانسونو کې هم څرګنده کړې ده هغه دا ده چې د انتخاباتو د بشپړ شفافیت د تضمین لپاره د هغه په ټول بهیر، له پيل تر پایه، د نومونو له ثبتولو نیولې د رایو تر شمېرلو او د هغوئ د نتایجو تر اعلان پورې د سیاسي احزابو نظارت او اشراف تضمین شي. دا یوه له هغو غوښتنو وه چې په اړه یې ښاغلي جمهور رئيس وویل چې په دې اړه موږ هېڅ کومه ملاحظه نه لرو، اعتراض هم نه لرو، په بشپړ ډول قانع یو او حاضر یو چې د دې لپاره لازم تدابیر ونیول شي. متأسفانه په داسې حال کې چې ښاغلي ولسمشر هم توافق وکړ، د انتخاباتو کمیسیون هم او بهرنیو لورو هم په دې توافق وکړ چې موږ په بشپړ ډول قانع یو چې د انتخاباتو په ټول بهیر دې د سیاسي احزابو نظارت او اشراف تضمین شي. یعنې په هره ټاکنیزه حوزه کې هم د سیاسي احزابو ناظر موجود وي، په هر ولایتي دفتر کې هم او په مرکزي دفتر کې هم. نه د کارتونو توزیع د هغوی له موافقې پرته وشي، نه د نومونو لیکل، نه دې حوزو جوړول، نه د پرسونل ټاکل، نه آرا شمارل او نه نتایج اعلانول. دا ټول باید د احزابو تر نظارت او اشراف لاندې ترسره شي. خو متأسفانه سره له دې ټولو صریح او قاطع الفاظو، سره له دې چې هغوی توافق وکړ او موږ ته یې له ابهام نه په وتلو واضحو او صریحو الفاظو اطمنان راکړ چې ستاسو دا لومړۍ غوښتنه خو په بشپړ ډول منو، خو له بده مرغه په عمل کې د انتخاباتو کار په یوه اړخیزه توګه، په ډېر ناسالم ډول او له سیاسي احزابو سره له هر راز تفاهم پرته پيل شو.
د احزابو د دې تاریخي اجماع متفقه غوښتنې ته هېڅ توجه ونه شوه، د بې اعتباره او مسخره تذکرو وېش پیل شو، د سټېکړونو لګول چې کټ مټ همغسې دي لکه په تېرو انتخاباتو کې چې یې کارتونه ووېشل، یو ویشت میلیونه کارتونه، چې هم په وزیر اکبر خان کې چاپ شول، هم په مشهد او تهران کې او هم په پېښور کې، او نن ټول اعتراف کوي چې په هغه کې پراخ تقلب شوی، دا سټېکرونه هم د هغه ځای ناستي دي او د ټولو انتباه او تحلیل دا دی چې دا سټېکر هم یوازې د همدې لپاره رامنځته شوي دي چې د درغلیو لپاره لاره پرانیزي. له جعل او تقلب ډکه د نوملیکنه، د کمیسیون محلي پرسونل ټاکل، داسې چې په هره حوزه او ولایت کې یا د یو ګوند افراد توظیف شوي او یا د یوه توکم. غزني یې یو مثال دی چې د انتخاباتو کمیسیون دری سوه کسان استخدام کړل، دوه سوه اتیا یې د یوه ګوند او یوه توکم دي او شل نور کسان یې د غزني د اکثریت هستوګنو څخه دي. دوه سوه اتیا یې د یوه توکم او یوه حزب او یوازې شل نور یې د غزني د اویا سلنې هستوګنو څخه استخدام کړي دي.
د سیاسي اغراضو له مخې ځینې سیمې د ناامنو سیمو په نامه یاد شوې دي، په دغو سیمو کې د تذکرو وېش هم ونه شو او د نومونو لیکلو بهیر هم. تاسو پوهېږئ چې د یوې سیمې ناامنه کول ډېر اسان کار دی، یوازې د ولایت او همغه سیمې ترمنځ یو څو ډزې وکړه، بس همدا سیمه ناامنه شوه. عمدأ، قصدأ او د سیاسي موخو په خاطر ډېرې سیمې د ناامنو سیمو په نامه یاد شوې دي چې نه په کې نومونه ثبت شوي او نه تذکرې په کې وېشل شوې. ولایتونو ته هم اسناد په دې توګه لېږل شوي دي چې فرضأ یو ولایت ته یو لک تذکرې لېږل شوې، د څلورو پنځو کاندیدانو ترمنځ وېشل شوې او کورونو ته یې وړې دي، بیا یې د خپلې خوښې نومونه په کې ثبت کړي دي، سټیکرونه یې ورباندې لګولي دي او دا تذکرې یې هم له ځان سره ساتلې.
دلته له ما سره اسناد موجود دي چې د یو کس په نامه شل تذکرې اخیستل شوې دي، په یوه نامه، یوه عکس، او شهرت، د عکس لباس یې هم ورته دی، خو په شلو مسلسلو نومرو د هغه تذکرې. په لکونو دغسې تذکرې وېشل شوې دي، سټېکرونه هم د کچالو او شلغمو په څېر په دکانونو کې خرڅېږي. دا یوه نمونه ده د زرګونو دغسې اسنادو څخه، یوه هم کافي ده چې ووایو تقلب روان دی، چې دوه تذکرې هم په دې ډول راشي نو معنا یې دا ده چې دلته تقلب شوی دی، په لکونو دغسې تذکرې وېشل شوې دي.
ستاسو به په یاد وي چې د تذکرو د وېش او نوملیکنې په پیل کې خلکو لېوالتیا نه ښودله، د ولس د کم رنګه ګډون او لیوالتیا په اساس دولت مجبور شو چې د انتخاباتو کمیسیون ته ووایي چې ارقام مه اعلانوئ! اکیداً ورته امر وشو چې ارقام به نه اعلانوئ! په پټه هم نه؛ بلکې په څرګنده حتیٰ د مطبوعاتو له لارې چې د نوملیکنې د ثبت شمېرې مه اعلانوئ! د خلکو ګډون کم رنګه و، دولت یې له رسوایۍ سره مخ کړی و، کمیسیون هم ناکام. د انتخاباتو کمیسیون ته د دولت دې پرېکړې د دې مجال برابر کړ چې څنګه یې زړه وغواړي همغسې ارقام ورځ په ورځ ډېر وښي، او نن له ثبوت او دلیل پرته ادعا وکړي چې د ډېټا سنټر لرو او د هغه له مخې موږ دومره نومونه ثبت کړي دي، دومره تذکرې وېشل شوې دي او په دومره تذکرو سټېکرونه لګول شوي دي. خوشې بې بنسټ ادعاوې کوي چې موږ اته میلیونه او شپږ سوه زره نومونه ثبت کړي دي خو ولس هم وایي او د سیاسي ګوندونو ارقام او معلومات هم ښیي چې د رښتینو ارقامو لوړ حد دری میلیونه او شپږ سوه زره دی. پنځه میلیونه یې درواغ دي او دا درواغ متأسفانه چې په انتخاباتو کې ډېره رسوا او بده سابقه لري، مخکې هم داسې شوي دي، دا دری میلیونه او شپږ سوه زره هم په هغه صورت کې چې دا جعلي نوملیکنه هم ومنو او د اعتبار وړ یې وګڼو.
موږ یوازې یوه غوښتنه لرو او هغه دا چې دا انتخابات باید له مخکینیو څخه ژور مثبت توپیر ولري. باید شفاف او عادلانه وي، له تقلب او درغلیو پاک وي، نتایج یې هم باید ټول لوري له ځنډ او خنډ پرته ومني، داسې چې ناکام کاندید بریالي ته مبارکي ووایي او اطمینان ورکړي چې د مخالفت پر ځای به مرسته درسره کوم. که رقابت کوي هم نو سالم او رغنده رقابت به کوي. همدغسې لکه د ترکیې انتخابات، چې ناکام کاندید په همغه اوله ورځ له ځنډ پرته وویل چې زه خپله ناکامي منم او خپل رقیب ته مبارکي وایم. نه یواځې دا ووایې بلکې ووایي چې څوک د انتخاباتو نتایج نه مني ملي خیانت کوي او دا خبره خپلو پلویانو ته هم څرګنده کړي چې پرېنږدئ چې څوک د انتخاباتو د نتایجو مخالفت وکړي. موږ دغسې انتخابات غواړو چې د بحران د حل وسیله شي، نه دا چې مزید بحرانونه وزېږوي او ستونزې راولاړې کړي.
که انتخابات په همدې بڼه کې لکه اوس چې روان دي او له دومره پراخ تقلب او درغلیو سره سره مخکې ولاړ شي؛ نو یقینأ چې نتایج به یې ډېر خطرناک وي او شاید په یو ستر بغاوت منتج شي. نتایج به یې هم تر مخکې ډېر بد وي، په دې ترتیب به دا انتخابات خپل ټول حیثیت له لاسه ورکړي، خلک او سیاستوال به د نورو ناسالمو لارو غوره کولو ته وهڅوي او موږ به یو ځل بیا د یو بل جان کري راتلو ته منتظر وو چې راشي او زموږ د انتخاباتو په ارتباط خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، د انتخاباتو نتایج لغوه اعلان کړي، څو میاشتې وروسته نتایج اعلان کړي، حکومت وویشي او مخکینۍ فاجعه یو ځل بیا تکرار شي.
نن که موږ له ستونزو سره مخامخ یو، حکومت مو کمزوری دی، د وضعیت له مهارولو عاجز دی، امنیت نه شي تأمینولی، په شدیدو داخلي اختلافاتو اخته دی، ولسمشر یو وزیر لرې کړي او له ارګه اعلامیه هم خپره شي چې دا وزیر ممنوع الخروج دی او باید د ناوړه کړنو په اړه ترې پوښتنې وشي او حساب ورسره وشي. خو وزیر وزارت ته ځي، خپل کار کوي او چې کله مطبوعات ترې پوښتنه کوي نو وایي چې زما په اړه ځواب د حکومت له اجرائیه رئیس څخه وغواړئ. نه یوازې دا وزیر خپل کار ته دوام ورکوي بلکې په سبا یې له یوه بهرني شرکت سره د ۱۲ میلیونو ډالرو قرارداد لاسلیکوي. معزول وزیر، ممنوع الخروج وزیر!
ما دا خبره ښاغلي جمهور رئيس ته د ټولو مشرانو په مخ کې وکړه چې موږ د پرېکړې او تصمیم د یوې مقتدرې مرجع له نشتوالي سره مخ یو، دا خلا باید ډکه کړو او له دې رسوایۍ څخه خپل حکومت او ولس خلاص کړو، خپل داخلي اختلافات ختم کړئ، دا حکومت یوه داسې بس ته ورته دی چې دوه اشترنګونه لري او تر شا یې هم دوه مخالف ډرېوران ناست دي چې یو یې په ښي لوري بېول غواړي او بل یې په چپ. په همدې وجه دا بس ولاړ دی، له دې حالته باید دا حکومت وباسو، لار یې هم دا ده چې دا انتخابات شفاف او عادلانه ترسره شي او د ټولو سیاسي ګوندونو په توافق ترسره شي، نتایج یې هم ټول لوري ومني او بیا د بل جانکیري راتلو ته مجبور نه شو.
کابل ته زما له راتګ وروسته تر ټولو مهمه موضوع چې وخت مې ورته ځانګړی کړی و او کار مې پرې کړی همدا وه چې ټول اغېزمن شخصیتونه، سیاسي او جهادي، واړه او لوی، ښي اړخي او کیڼ اړخي او ښه او بد ټول ګوندونه تر یو چت لاندې راغونډ کړو او ترې وغواړو چې راځئ د سترو او ملي مسایلو په ارتباط واحد او ملي دریځ غوره کړو، دا جنګ پای ته ورسوو، ډاډمنه سوله تأمین کړو، قوي مرکزي حکومت جوړ کړو او انتخابات ترسره کړو، قدرت ته د رسېدلو یوازینۍ او معقوله طریقه ومنو او د روان بحران د حل لپاره افغاني تګلاره غوره کړو. خو متأسفانه ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو یا د حسادت له کبله او یا له دې کبله د دې لویې ملي طرحې مخالفت وکړ چې اوسني حالت ورته ډېر څه ورکړي او د دې روان بحران دوام غواړي، په جنګ کې خپلې ګټې لټوي، جنګ ورته قصرونه، بنګلې، افسانوي سرمایې او اشرافي ژوند ورکړی دی چې د همدې حالت دوام غواړي.
بالاخره دوه ویشتو لویو او وړو ګوندونو له ډېرو ناستو وروسته د انتخاباتو په ارتباط په څو غوښتنو توافق وکړ چې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان شوې. دا شمېر اوس تر پنځه دېرشو ګوندونو هم اوړي او ګڼ شمېر قومي شوراګانې او مدني ټولنې هم ورسره یو ځای شوې دي. زموږ آساسي غوښتنې دا دي:
د شفافو او عادلانه انتخاباتو د اجرا غوښتونکي یو، داسې انتخابات چې د یوه معتبر او ځواکمن پارلمان پر جوړېدو منتج شي. په کلکه تأکید کوو چې راتلونکي انتخابات باید پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي. 
له لومړي ټاکلي وخت سره مو هم موافق وو او له دوهم ټاکل شوي وخت سره مو هم توافق وکړ، متأسفانه ځینې تبلیغات کوي چې ګواکي ګوندونه غواړي چې انتخابات وځنډېږي. انتخابات که دا څلور کاله ځنډېدلي موږ نه بلکې دولت ځنډولي، هغو چې په اقتدار کې شریک دي انتخابات یې ځنډولي، هغه چې د جنګ پر دوام ټینګار کوي هغوی ځنډولي دي، موږ نه یوازې د دې انتخاباتو ځنډول نه غواړو بلکې په کلکه یې د ځنډېدو مخالف یو. غواړو له هر ډول ځنډ او تأخیر پرته دا انتخابات ترسره شي.
هوډمن یو چې انتخابات د بحران د حل یوازینۍ او اغېزمنه حل لاره جوړه کړو.
د انتخاباتو د شفافیت د تأمین او له نتایجو سره یې د ټولو ډلو عدم مخالفت ایجابوي چې د ټولو سیاسي احزابو او انتخاباتي ائتلافونو اشراف او نظارت پرې تضمین شي او د مخکینیو انتخاباتو نواقص او معایب تکرار نه شي. دغو مطالبو ته په پام سره اکثریت احزاب او سیاسي جریانونه تأکید کوي چې پارلماني انتخابات باید د میزان په میاشت کې ترسره شي.
دا مو لومړۍ غوښتنه ده، د انتخاباتو کمیسیون او دولت ته چې کومې غوښتنې سپارل شوې دي همدا مطلب په کې ذکر شوی دی.
د دې لپار چې د خلکو لخوا هېڅ کارول شوې رایه هدر او باطل نه شي سیاسي ګوندونو او انتخاباتي ائتلافونو ته ورکړ شوې رایې باید د نوماندانو د فهرست دننه د انتقال وړ وي. 
په اوسني انتخاباتي سیستم کې له اتیا سلنې زیاتې رایې هدر کېږي، په صندوقونو کې اچول شوې له اتیا سلنې زیاتې رایې باطل ګڼل کېږي، اتیا سلنه خلک په پارلمان کې هېڅ استازی نه لري. که په هره انتخاباتي حوزه کې لس کاندیدان وي، له دغو نه یو کس چې تر نورو هر یوه یې یوه رایه هم زیاته وړې وي بریالی ګڼل کېږي، دا نور چې مجموعي رایې یې د ده نهه برابره دي، نهه واړه ناکام ګڼل کېږي او آرا یې هم باطلېږي. په دې ترتیب زموږ پارلمان د ولس د اقلیت ممثل کېږي. دا اوسنی پارلمان د یو میلیون او نهه سوه زرو افغانانو چې تللي او په صندوقونو کې یې رایې اچولې؛ ممثل دی. له پنځه دېرش میلیونو افغانانو څخه یوازې د یو میلیون او نهه سوه زرو!!! له همدې کبله کمزوری، ناکام او د خلکو له ملاتړ بې برخې دی او د تصمیم او پرېکړې وروستۍ مرجع نه ده.
موږ وایو چې هېڅ افغان باید په پارلمان کې له استازي لرلو محروم نه وي. هر افغان باید په پارلمان کې وکیل ولري. انتخابات د همدې لپاره دي، دا خو څه د قمار لوبه نه ده چې بریالی او ناکام ولري، هر افغان باید د خپل اعتماد وړ چې رایه یې ورکړې وي وکیل ولري. زموږ د انتخاباتو اوسنی سیستم په ټوله نړۍ کې مردود شوی دی، په ټوله نړۍ کې یې بېلګه نه شو موندلی. 
باید د هیواد ټولو هستوګنو ته، د کډوالو او ناامنو سیمو د اوسېدونکو په ګډون د رایې ورکولو موقع ترلاسه کړي او خپلې رایې وکاروي، دولت حق نه لري چې هېڅ افغان د خپلې رایې له حق څخه محروم کړي.
زموږ سره ښاغلي جمهور رئیس په لومړۍ ناسته کې په دې اړه هم توافق کړی دی چې باید مهاجرینو، داخلي بې ځایه شوو او د ناامنو سیمو هستوګنو ته دا شرایط برابر شي چې وکولی شي خپلې رایې وکاروي. د انتخاباتو کمیسیون هېڅ حق نه لري چې دوی د رایې ورکولو له حق څخه محروم کړي. 
هر واجدالشرایط افغان باید وتوانېږي چې په مستقله توګه یا د کوم ګوند او یا د خپلې خوښې ائتلاف له لوري کاندید شي.
دا بندیز باید په هېچا ونه لګول شي چې ته نه شې کولی د کوم حزب له اړخه ځان کاندید کړې. هېڅوک حق نه لري چې احزاب نفې کړي، نه پوهېږم دا حق چا ته ورکړل شوی دی چې احزاب نفې کړي!؟ نن زموږ د ملت غوڅ اکثریت په احزابو کې راغونډ شوی دی. همدا احزاب دي چې زموږ ملي وحدت تأمینوي، همدا احزاب دي چې د قومونو پر بنسټ زموږ د ولس د وېش مخه نیسي، او قومونه د سپېڅلو افکارو، نظریاتو، شعارونو او باورونو پر بنیاد راټولوي. که موږ غواړو چې یو متحد، قوي او ځواکمن ملت ولرو باید ملت شمول احزاب رامنځته کړو. له دې پرته نه قوي پارلمان جوړول ممکن دي او نه هم ځواکمن حکومت جوړول.
دا زموږ غوښتنه وه چې د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون او ولایتي کمیسیونونو په جوړښت کې د نظارت د خونې د ایجاد له لارې د سیاسي احزابو اغېزمن او مؤثر نظارت تضمین شي، داسې چې د انتخاباتي کمیسیونونو هېڅ تصمیم او اقدام د سیاسي احزابو له نظارت او اشراف پرته ترسره نه شي. دا همغه څه دي چې زموږ سره پرې هم د انتخاباتو کمیسیون توافق کړی او هم ښاغلي ولسمشر. دا پرون هم د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی چې پر انتخاباتو د سیاسي ګوندونو د نظارت او اشراف تضمینولو لپاره چمتو یو او حاضر چې په دې اړه بحث وکړو.
باید د رایې ورکونې مراکز او محلات په عادلانه توګه وټاکل شي، هغه مراکز او محلات چې د امنیتي دلایلو په پلمه او بهانه حزف شوي دي باید مجدداً وڅېړل شي او پایلې یې له احزابو سره شریکې شي.
زموږ په دغو شپږو غوښتنو کې دا شامله نه وه چې د انتخاباتو د شفافیت لپاره دې له بایومټریک سیستم څخه استفاده وشي. البته بحث پرې شوې، د انتخاباتو له پخواني کمیسیون سره هم او له اوسني سره هم چې ولې موږ داسې یو سیستم رامنځته نه کړو چې هېڅوک ونه شي توانېدلی چې دوه ځله خپله رایه وکاروي. په هندوستان کې انتخابات ترسره کېږي، شاوخوا آته سوه میلیونه وګړي یې په انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي، هېڅوک نه شي کولی چې دوه ځله رایې ورکړي. دا ټول انتخابات په یوه ورځ ترسره کېږي او له انتخاباتو وروسته ډېر ژر غیر رسمي او ورپسې رسمي نتایج اعلانېږي. یعنې زموږ د هیواد د نفوس څلوېښت برابره ملت انتخابات په دومره شفاف ډول د ارزانه تکنالوژي پر مټ انتخابات ترسره کوي. زموږ څه ملا ماته ده چې نه شو کولی د دې له عهدې ووځو او د ګوتو په شمېر څو میلیونه نفوس لپاره شفاف انتخابات ترسره کړو!؟ موږ دولت ته هم وویل چې آیا تاسو نه شئ کولی څلوېښت میلیونه ډالرو په داسې یوه مؤثر او ګټور سیستم جوړولو مصرف کړئ؟!! دا اوس چې په دې دومره ناکام او رسوا سیستم څومره مصارف کوئ تر هغې زیات دي، له دې سره په یوه مرحله کې ولسمشر هم توافق کړی و خو متأسفانه یو شمېر بهرنیو کړیو د کورنیو کړیو په ګډون له دې سره مخالف وکړ.
کله چې موږ ولیدل د انتخاباتو په لپاره پراخ تقلب روان دی، د تذکرو په وېش کې هم او د نوملیکنې په بهیر کې هم، مجبور شوو چې دا هم په خپلو غوښتنو کې زیات کړو اوس زموږ یوه غوښتنه دا هم ده، د دې معنا دا نه ده چې موږ انتخابات ځنډوو بلکې موږ انتخابات تسریع کوو. که دا غوښتنه پنځه میاشتې مخکې عملي شوې وای اوس به موږه د انتخاباتو لپاره په بشپړه توګه چمتو وو. هغه کړۍ چې دا انتخابات یې تر ننه پورې ځنډولي هغوی یې باید ځواب ووایي، موږ د انتخاباتو ځنډول نه غواړو، فقط غواړو چې انتخابات باید شفاف او عادلانه وي.
دا مو هم دوی ته وویل چې په همدغو څو میاشتو کې په دریو هیوادونو کې انتخابات ترسره شول. په عراق کې انتخابات وشول، تر انتخاباتو وړاندې انتخاباتي ائتلافونه رامنځته شول، د خپلو نوماندانو په فهرستونو باندې یې توافق وکړ، خلکو همدغو فهرستونو ته رایه ورکړه، د انتخاباتو په سبا غیررسمي نتایج اعلان شول او دوه دری ورځې وروسته رسمي نتایج اعلان شول. هېڅ سیاسي ګوند هم له نتایحو سره مخالفت ونه کړ. موږ وویل چې راشي دغسې انتخابات ترسره کړو.
ورپسې په ترکیه کې انتخابات وشول، هلته هم رایه احزابو ته ورکړل شوه، د ترکیې انتخاباتي قانون غوښتنه دا ده چې کوم حزب یا انتخاباتي ائتلاف چې په انتخاباتو کې له لس سلنې کمې رایې وګټي، هغه په پارلمان کې حضور نه شي موندلی، حتیٰ که په کومه حوزه کې کافي رایې هم ترلاسه کړي. دا ځکه چې هغوی غواړي د وړو وړو قومي احزابو مخه ونیسي، هغه قومي احزاب چې ملي وحدت ته صدمه رسوي او قومي تعصباتو ته لمن وي. دوی غواړي چې پارلمان یې دروند وي، په پارلمان کې یې د وکیلانو د پېر او پلور لړۍ نه وي، مارکېټ ترې جوړ نه شي، وکیلان له یوه نه بل ته د اغراضو او امتیازاتو په خاطر تللی نه شي او پارلمان له تشنج او بې ثباتۍ سره مخ نه وي، د همدې لپاره هغوی دا شرط وضع کړی دی. موږ وویل چې راشئ د ترکیې غوندې انتخابات وکړو. نه پوهېږو چې ولې د همدې زاړه، له موډه لوېدلي او مردود ټاکنیز سیستم باندې ځینې کړۍ ټینګار کوي، هدف یې مشخص دی چې هغوی له شفافو او عادلانه انتخاباتو وېرېږي.
اجازه راکړئ د ځینو نورو لورو او د هغوی د ناسمو او نامشروع غوښتنو په اړه څو عرایض ولرم: ځینې د موقت حکومت غوښتنه کوي، هغه هم دوه کلن او دری کلن موقت حکومت! د څو میاشتو موقت حکومت نه.
موږ وایو د موقت حکومت غوښتنه ستاسو حق دی، کولی شئ ویې کړئ. خو هیله مو دا ده چې داسې غوښتنې معقولې وي او ستونزې حل کړي. په پاکستان کې هم دا دی ګورو چې تر انتخاباتو وړاندې موقت حکومت جوړ شو او د همدې موقت حکومت تر اشراف لاندې به انتخابات ترسره کېږي، منتخب حکومت استعفاء وکړه او د ټولو سیاسي ګوندونو په اتفاق سره موقت حکومت جوړ شو، جمهور رئیس یې نه دی جوړ کړی بلکې د ټولو ګوندونو په توافق رامنځته شو. خو دوه کلن او دری کلن موقت حکومت نه کومه بېلګه لري او نه کومه معقوله توجه. د داسې موقت حکومت غوښتنه یوازې هغه څوک کوي چې غواړي د بُن په څېر فاجعه یو ځل بیا تکرار شي او د افغانستان د حکومت وزارتونه د څو هیوادونو ترمنځ ووېشل شي، لکه چې په بُن کې ووېشل شول، چې د امریکا، روسیې، ایران او پاکستان له لوري حکومت ووېشل شو او هر یوه یې خپله برخه په دوی پورې تړلو ډلو ته وسپارله. شاید دوی غواړي چې د بُن فاجعه یو ځل بیا تکرار کړي.
ما ته د انقرې د ائتلاف یو هیئت راغلی و، دوی ویل چې موږ په ۱۹ د جولای خپل لوی ائتلاف اعلانوو، غوښتل یې چې په دې اړه زما نظر هم معلوم کړي. ما هغوی ته وویل چې دا ائتلافونه تل ناکام وو او ناکام به وي، تېرو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې ائتلافونه هېڅ نتیجه نه ورکوي، دوه ائتلافونه چې د ملي وحدت حکومت ترې جوړ شو؛ نن یو هم نشته، دواړه متلاشي شوي دي، تر دا ننه پورې چې هر ائتلاف جوړ شوی دی ټول کار یې یوازې تر یوه مطبوعاتي کنفرانس دایرېدو پورې محدود و، د مطبوعاتي کنفرانس له دایرېدو وروسته منحل شوی دی. د موقت حکومت غوښتنه نامعقوله، نامناسبه او غیر عملي ده. موږ د دې حکومت لپاره بدیل نه لرو، تر ټولو مخکې او زیات باید موږ غوښتلی چې دا حکومت دې له منځه ولاړ شي او پر ځای یې دې ټولو ډلو ته د منلو وړ موقت حکومت رامنځته شي. تعجب کوو هغه ډلې چې په دې حکومت کې تر ټولو ډېره ونډه لري هغه د دې حکومت د کمزوري کولو او ړنګولو غوښته او هڅې کوې. موږ د دې حکومت لپاره بدیل نه لرو، همدا اوس که موږ په خپلو منځونو کې د موقت حکومت د جوړېدو پرېکړه وکړو، آیا توافق مو ممکن دي؟! نه هېڅکله نه! تاسو په دې خپل ائتلاف کې هم د موقت حکومت په ترکیب توافق نه شئ کولی، زه چلینج درکوم، وبه ګورو چې که په خپلو منځونو کې په موقت حکومت هوکړې ته رسېدلی شئ او که نه!؟ دا حکومت په خپله موقت دی، پرېږدئ چې خپله موده بشپړه کړي او تغیر یې هم یوازې د انتخاباتو له لارې وشي.
متأسفانه ځینې د دولت په خلاف ائتلافونه رامنځته کول غوره ګڼي، دا هم د دوی حق دی، کولی شي ائتلافونه وکړي، خو داسې ائتلاف چې د بحران د حل لپاره هم څه معقوله او عملي طرحه ولري. متاسفانه تر ما له هېڅ یوه ائتلاف نه د بحران د حل په ارتباط داسې طرحه نه ده اورېدلې چې خپله هم ورباندې قانع وي او بل هم قانع کړی شي.
ځینې له بهره مأمور شوي دي، کار یې د تشنج زېږول دي، د هغو په خدمت کې دي چې خپلې ګټې د جنګ په دوام کې لټوي، د دوی شمېر ډېر محدود دی، له ملته رټل شوې څو منفورې څېرې دي. دا محدودې منفورې او رټل شوې څېرې متأسفانه د ځینو ګوندونو د بیرغونو، شعارونو، ادرسونو او د دوی د مشرانو له عکسونو ناوړه ګټه پورته کوي. قومي تعصباتو ته لمن وهي، دې او هغه قوم ته سپکاوی کوي، د شئونېست او فاشېست په نامه یې یادوي، د افغان او افغانستان له نامه سره مخالفت کوي، د برښنایي تذکرو په وړاندې غلط تبلیغات کوي او خنډونه راولاړوي او حتیٰ ګواښونه کوي چې که د دغو تذکرو وېش متوقف نه شي نو په وسله وال بغاوت به لاس پورې کړو. متأسف یم چې زه دا خبره وایم خو حقیقت دی چې څو اوباشان دا کارونه کوي، له وسلو سره د کابل ښار ته راځي او ډزې کوي، په وار وار او خلک ویروي، خپل زور خلکو ته ښیي. کاش دا د دوی خپل زور وای، زور یې هم عاریتي دی، د نورو له شرافت نه غلطه استفاده کوي.
که څوک د افغان او افغانستان نوم نه مني؛ کولی شي په خپله د تذکرو له اخیستلو ډډه وکړي. همدومره حق لري نه تر دې زیات. کولی شي په افغانستان کې له تذکرې، سند او پاسپورت پرته واوسېږي. موږ ډېر څاروي هم لرو چې په افغانستان کې نه تذکره لري، نه پاسپورت او نه هم کوم مجوز. دوی هم کولی شي له پاسپورت، تذکرې او وېزې پرته دلته واوسېږي. خو دوی ته دا حق چا ورکړی چې د ټول ملت د تذکرو اخیستلو له ملي بهیر سره مخالفت وکړي او ګواښونه وکړي چې موږ د دې مخه نیسو!؟ نه پوهېږم څنګه دا جسارت کوي!؟ دا په ټول ملت پورې اړونده ملي مسئله ده. د ګوتو په شمېر څو بې هویته ناافغان نه دا حق لري چې یرغمل یې کړي او نه هم دا توان.
معتبرو سیاسي احزابو ته مې سپارښتنه دا ده چې له دغه ټولي څخه برائت اعلان کړي، دولت دې د دوی مخه ونیسي او باید پرېنږدي چې ولس په خپله غبرګون وښیي او پرېنږدو چې ولس مجبور شي او د دوی په وړاندې ودرېږي. که ولس دې ته مجبور شو نو حقیقت دا دی چې د کابل د یوې ناحیې د یوه جومات وګړي هم کولی شي یوازې په سوټیو سره دوی په خپل ځای کېنوي. بیا به یې موټرې هم ترې پاتې وي او بوټونه او پکولونه هم.
زما بله خبره د سولې په ارتباط ده. سوله بدیل نه لري او دا جنګ هیڅ ګټونکی نه لري. جنګ غوښتونکي به حتمأ ماتې خوري او د سولې پلویان به حتمأ که خدای کول بریالي کېږي. موږ یو ځل بیا پر ټولو لورو غږ کوو چې د جنګ پر دوام بیځایه ټینګار پرېږدئ او د سولې لار غوره کړئ!
ټولو لورو ته څو وړاندیزونه لرو:
له بین الافغاني مذاکراتو سره دې توافق وکړي. په دولت کې شاملې کړۍ دې هم د سولې له بهیر سره مخالفت پرېږي، خپله غېږ دې هغوی ته پرانیزي چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ځينې سپېرې کړۍ د سولې مخالفت کوي، له سولې ویرېږي، جنګ مجلل قصرونه او اشرافي ژوند ورکړي دي. ګمان یې دا دی چې په سوله کې نه یوازې دا هر څه له لاسه ورکوي بلکې د ولس له محاسبې او محاکمې سره به هم مخ کېږي.
موږ یوه دروند او معتبر پارلمان ته ضرورت لرو، داسې پارلمان چې د پرېکړو وروستۍ مقتدره مرجع وي او حکومت یې د پرېکړو عملي کولو ته په بشپړه توګه ژمن او مکلف وي.
داسې انتخاباتو ته ضرورت لرو چې د بحران د حل اغېزمنه وسیله شي، د اقتدار پر سر د نظام معضله د تل لپاره پای ته ورسېږي، سیاسي رقابتونو ته سالمه او سولییزه بڼه ورکړي.
ټولو سیاسي ګوندونو، اغېزمنو شخصیتونو او د درد او احساس خاوندانو ته یو ځل بیا بلنه ورکوو چې راشئ د روان دردناک بحران د حل لپاره سولییزه او افغاني حل لاره ولټوو، مخکینۍ ترخې او خونړۍ تجربې لرې وغورځوو او له بیا بیا تکرار یې ډډه وکړو، ناسالم رقابتونه پرېږدو هغه ناکامې هڅې بیا تکرار نه کړو چې موخه یې یو د بل حذفول، پرځول او څملول وي او هغه هم د پردیو د مټو، پیسو او وسلو په زور. تر ننه یې نتیجه نه ده ورکړې او تر دې وروسته هم نتیجه نه شي ورکولی.
موږ د هر هغه چا سره صادقانه ملګرتیا ته چمتو یو چې غواړي هیواد له روان دردناک بحران څخه وباسي او په هیواد کې ډاډمنه سوله تأمین شي، له هر لوري سره! حتیٰ له هغو سره هم چې پرون له موږ سره جنګېدلي دي، له کورني لوري سره هم او له بهرني لوري سره هم، او له هېچا سره د بحران په تشدید، ناامنیو راولاړولو او پراخولو او داسې انتخاباتو کې ملګرتیا ته چمتو نه یو چې له تقلب او درغلیو څخه ډک وي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018