تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان د امير ښاغلي حکمتيار د تېرې جمعې د خطبې په ترڅ کې:

حکمتیار

2018-07-29

الحمدلله و کفى وسلام على عباده الذين اصطفى اما بعد:
اعوذبالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
وَالْعَصْرِ 1 إِنَّ الإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ 2 إِلاَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ 3 
صدق الله العظيم
دې ورځو کې مهمه مسئله چې ډير خلک يې مصروف کړي، هغه  د انتخاباتو مسئله ده واقعيت دا دى چې دا ډيره ستره ملي موضوع ده، د انتخاباتو په ارتباط ټول سياسي احزاب راغونډ شول او يو واحد موقف ئې غوره کړ هغه وروستۍ غونډه چې د همدغو سياسي گوندونو د مشرانو له لوري داير شوه او هلته هغوئ خپل گډ او واحد موقف هم اعلان کړ چې د هغه په ارتباط  هم گڼ شمير مثبت او منفى عکس العملونه وښودل شول، انتظار مو دا و چې د ټولو له لوري عکس العمل مثبت وي دا ځکه چې لومړى ځل دى چې د افغانستان په تاريخ کې په دومره ډير شمير داسي سياسي گوندونه چې د جنگونو سابقه هم لري، خپلو منځونو کې منفي رقابت هم لري او ډيرو پدې اعتراض هم کاوه چې ولي دوئ يو له بل نه بيل دي، ولي سره نږدي کيږي نه ولي واحد موقف نه نيسي ولې پدې تودو ملي مسايلو کې هغوئ خپل اختلافات شاته نه غورځوي او ولي ملي مسايلو ته اعتناء نکوي، اما نن چې همداسي وشول دې احزابو خپل اختلافات شاته وغورځول، له منفي رقابتونو يې لاس واخيست او يو ډير ځلانده مثبت موقف يې غوره کړ د انتخاباتو په ارتباط خپلو منځونو کې ئې توافق وکړ او يو د بل څنگ ته کيناستل، د مطبوعاتو پر وړاندئى واحد دريځ غوره کړ، متاسفانه بيا هم گورو چې همغه کړۍ  کومې چې پرون يې له هغه سنگره، مورچل او په لفافه کې په احزابو او سياسي گوندونو نيوکي کولي، منفي تبليغات يې کول، نن هم هغوئ قانع نه دي او بيا هم تبليغات کوي پداسي حال کې چې ټولو بايد ددې درنې تاريخي غونډي او گډ موقف درناوى او حمايت کړي واى، متاسفانه برعکس پرمنفي تبليغاتو  شاهد يو او دا طبعې ده که څه هم گورو چې د ملت غوڅ اکثريت ددې حمايت کوي، مُبلغين اکثراً هغه دي چې توظيف شوي دي او دنده يې همدا ده چې د احزابو، سياسي گوندونو او خصوصاً جهادي حزبونو په خلاف تبليغات وکړي  ماموريت ئې همدا دى، گومارل شوي د هر تبليغ په پايله کې اجوره تر لاسه کوي، ځينو داسي فکر وکړ چې دا  د دولت خلاف يوه نوې جبهه پرانيستل دي، پداسي حال کې چې موږ په وار، وار ويلي چې دا د دولت پرضد نه کوم ائتلاف دى او نه کومه بله نوې جبهه ، بلکې د انتخاباتو په ارتباط يو، واحد دريځ غوره کول دي، ځينو شايد داسى انگيرلې وي چې موږ هم له هغو ډلو سره يو ځاى شوي يو چې ددې دولت پرځول غواړي ددې دولت تضعيف غواړي او لانجي او کشالي را پيدا کوي موږ له دغسي خلکو سره نه يو، موږ ددغو ډلو له جملې نه يو او د هيچا ملگرتيا پدغسي منفي رقابتونو کې نه کوو، مثبت رقابت کې، د ستونزو حلولو کې هيواد له دې روان بحران ويستلو کې، د امنيت تامين کې، جگړې پاى ته رسولو کې، د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو کې ملگرتيا ته چمتو يو، له هر چا سره له ښه او بد سره که يې له موږ سره پرون دښمنې کړي او که ملگرتيا، لدې ټول سره تفاهم او گډ کار ته چمتو يو موږ دغو گوندونو ته هم دا سپارښتنه کړې چې راځئ له منفي رقابتونو لاس واخلو، په مهمو ملي مسايلو باندي ترکيز وکړو، د بحران لپاره يو افغاني حل پيدا کړو، خپله خپلو منځونو کې سره کينو او دا بحران حل کړو، هيله مو دا ده چې پدې ارتباط مزيدي لاسته راوړني هم ولرو، دا هم زموږ له نظره هم او د هر منصف، وطن پال، خداى پال، اسلام او هيواد او خپل ولس ته ژمن شخصيتونو له نظره هم دا واقعاً يو سترکار و چې دومره شمير کې احزاب راغونډ شول او گډ موقف يې غوره کړ، له دې اجماع نه اوس د يادولو وړ ډله او شخصيت ندى پاتي شوى، داسي حضور يې پدې غونډه کې ضروري او حتمې وي موږ خپل کار ته دوام ورکوو، هيله مند يو چې مخالفين به هم ورو، ورو له خپل مخالفت نه لاس اخلي، دولت به هم له دې سره توافق کوي دا هسي يوه هيله او غوښتنه نه ده، بلکې ان شاالله دا کار به کيږي، هيله ده چې ډير ژر د دولت او ددې جمعې ترمنځ دې راتلونکې اوونۍ کې مذاکرات پيل شي موږ ته ويل شوي چې موږ ددې حزبونو له طرحې سره موافق يو، ابتدايې الفاظ دې په يقين سره سړى څه نشي ويلي، گومان کوو او هيله مو ده چې همداسې دولت له دې سره په بشپړه توگه له مخالفت نه لاس واخلي او د احزابو ددې طرحې حمايت وکړي همدا ورسره پکار ده او همداېې دنده ده او همدا ورسره ښايې هم، د مخالفت لپاره يې هيڅ د منلو وړ معقول دليل نه منو، قطعاً له دولت سره دا نه ښايې او دا حق نلري چې د سياسي گوندونو له اجماع سره مخالفت وکړي. 
که د لانجو زيږول او زياتول يې هدف نه وي که غواړي بحران حل شي، نو لاره يې همدا ده  چې د احزابو گډ موقف ته درناوى او احترام ولري، احتمالاً چې په لنډو، ورځو کې هم د دولت د انتخاباتو کميسيون او ددې سياسي احزابو هئيتونو ترمنځ وروستۍ داسي ناسته وي چې د پريکړې پر وړاندې به يې ټول لوري التزام لري او دولت به هم ددې پريکړې حمايت کوي، هيڅوک به د ويتو حق نلري چې وايې نه يې منم، هغه چې چا پوري په شخصي توگه ارتباط لري، هغه چې څه يې زړه غواړي هم هغسي دې وکړي که نه منم وايې او که له ځانه هر څوک جوړوي که شخصي مسايل وي که ملي مسايل وي هيڅوک د ويتو حق نلري په هر موقف کې چې دى، د احزابو اجماع يعنې د ملت اجماع د دومره احزابو راغونډيدل يعنى دا چې ملت اوس په همدغه يو واحد موقف کې راغونډ شوى دى د احزاب اشخاص نه دي دا، احزاب د ملت يو شمير لږو زيات ممثل دي د ټولو اجماع يعنې د ټول ملت اجماع هيڅوک د دوي د پريکړې پر وړاندې بايد د ويتو حق ځانته ورنکړي، همدا راز هيله من يو چې په همدې راتلونکې اوونۍ کې ددې احزابو رهبرانو او د ښاغلي جمهور رئيس ترمنځ هم همداسي يوه غونډه وي او بيا موږ خپله گډه پريکړه د بهرنيانو په وړاندې هم کيږدو او ورته ووايو چې مهربانې وکړئ او د افغانانو د گډې پريکړې درناوى او حمايت وکړئ او دا هڅه مکوئ چې خپله رايه پر افغانانو تحميل کړئ که غواړئ بحران حل شي او هيواد دې حالت څخه ووځي، جګړه پاى ته ورسيږي فقط همدا يو بديل لرو، پريږدئ يې افغانان د افغانستان په ارتباط او د خپلو قضايا ؤ په ارتباط وروستى دريځ غوره کړي متاسفانه ځينو حزب پوري منسوب په رښتيا او په دروغو له خپلو جعلى ادرسونه د همدې ناستې په ارتباط هم غلط تبليغات وکړل او هم ددې پريکړو په ارتباط ددې موقف په ارتباط کيداى شي دې ته بيا د دولتي نوم ورکړو. 
دا هغه دي که حزب له دولت سره ؤ نو بيا د حزب د موقف ستاينه هم کوي او حمايت هم کوي او قدريې هم کوي، تبليغات هم نکوي او پوره حمايت کوي په ډير زور او شور سره خو که يې احساس کړه چې د حزب او دولت ترمنځ اختلاف را پيدا شوي بيا غواړي چې ځان سپين کړي، دولت ته وښايې چې زه له حزب سره يمه، خو په هغه صورت کې چې حزب له تاسو سره وي او که حزب بل لوري ته ولاړ نو بيا زه له حزب سره نه يم بيا زه تاسي سره يم او د فيسبوک له لارې بايد دا ثابته کړي حوادث څيري بربنډوي، دوست او دښمن تاته درښايې، د اسانه ورځو او د رفاه د ورځو ملگري ډير زيات وي هر څوک را درومي او سينه ډبوي او د صداقت، اخلاص او د ملگرتيا ژمنه کوي او غواړي ثابته کړي چې په هر حالت کې به کلک ولاړ وي او ملگرتيا ته به دوام ورکوي، خو چې لږ خطر او داسي فکر وکړي چې اوس له ده نه غواړي چې له ځيني شيانو بايد تير شي، منصب يې، مقام  يې معاش يې او اجتماعى موقف په خطر کې لويږي بيا نو شا اړوي او له ملگرتيا نه پښيمانه کيږي نه دا چې تا يواځې پريږدي، بلکې تر اصلي دښمن زيات په تا باندې گوزارونه کوي او دا ددې لپاره چې هغه اصلي دښمن ته ځان وښايې چې په اصل کې له تا سره وم خو ددې حمايت موږ د همدې لپاره کولو چې تاته نږدې شوى ؤ، د داسي تبليغاتو پروا به نه کوو، خپلو لويو، لويو اسلامي او ديني مسئوليتونو د اداء کولو په ارتباط به په ټول ډاډ او اطمينان مخکې څو د مخالفتونو پروا به نه کوو چې تر هر پوښښ لاندې تر هر نامه لاندې د دوست په جامه کې له دښمن په جامه کې وي، ځيني خو لا بيا وايې چې که حزب په حقه و نو په حق کار کې يې په خوا کې ولاړ يم او که په ناحقه ؤ نو ملگرتيايې نه کوو خو د حق او د باطل لپاره هم د هغه شخصي معيارونه وي، يعني هغه څه چې دده په مزاج برابروي، نو دلته حزب په حقه دى او که د هغه د سليقې مزاج او غوښتنو، نفسي غوښتنو سره يې اړخ نه لگولو، نو حزب په باطله دى. 
دې دوستانو نه پوښتنه وکړئ چې ستا معيار څه دى د حق او د باطل کله چې پدغسي مسايلو کې يو حزب منحيث حزب د مشورې نه رووسته د تصميم مرجع شورا اجرائيه پريکړه کوي يعني حق هم دا دى، ده ته خو حزب نه دي ويلي چې يو حرام شى حلال کړي او يا حلال حرام کړي چې ته د هغې په ارتباط د قرآن او سنت په رڼا کې نص او دليل لري، دا مسايل خپله د مسلمانانو رائې ته پريښودل شوي مسايل دي، پداسي مواردوکې چې په اکثريت کومه پريکړه کيږي، د ټولو ديني وجيبه دا ده چې د هغې ترشا بورديږي او خپل شخصي نظر به لرې غورځوي، دا د حزب اصول دي او دا د اسلام غوښتنه ده، نه دا چې کومه پريکړه ستا په مزاج برابره وه، نو هغه حق ده او که ستا د مزاج او سليقې خلاف وه، نو هغه ناحقه او باطله ده متاسفانه ځيني همداسي وايي خو درواغ وايي او هدف يې دا نه دى چې که حزب په حقه ؤ نو دى يې ملگرتيا کوي، حزب الحمدلله د خپل تاسيس له ورځې تر نن پوري لله الحمد سم مسير کې خوځيدلي دى، په ټولو مواردو کې پريکړي يې هم شخصي نه وي، بلکې شورايې وي له هغې ورځې چې دا حزب جوړ شوي تر نن ورځې پوري له خپل رب راضي يو او د هغه حمد پرځاى کوو چې موږ ته يې توفيق راکړو په ډيرو سختو مراحلو کې هم سخت، سخت تصاميم ونيسو، خو د خپل ايمان په رڼا کې نن چې د انتخاباتو په ارتباط چې موږ کوم تصميم نيولى د خپل ايمان او عقيدې په رڼا کې مونيولى، نه د شخصي اغراضو لپاره همدا تصميم د هيواد په گټه دى او که 
له دې نه پرته بل کوم يو مورد موږ وگورو يوه طرحه وړانديز کوو چې موږ د اسلام گټي تنظيموو زموږ د هيواد، زموږ د ملت نو موږ به د همغه په څنگ کې ودریږو د انتخاباتو په ارتباط چې حزب کوم دريځ غوره کړى د ملت لويو مصالحو ته په پام سره مو 
غوره کړى له احزابو سره د ناستي د گډ تصميم کوم موقف چې نيول شوى دا کاملاً د اسلام په رڼا کې او زموږ د هيواد او د اسلام گټو ته په پام سره نيول شوي که تر دې غوره طرحه ومومو بيا به د هغه په څنگ کې ودريږو هيله مو دا ده چې دا، انتخابات ترسره شي شفاف او عادلانه وي د بحران د حل وسيله شي له همدې لارې موږ جگړه پاى ته ورسوو او په هيواد کې ډاډمن امن تامين کړو ان شاالله که انتخابات عادلانه او شفاف وو نو تاسي به ددې شاهد ياست چې راتلونکې پارلمان به يو دروند او معتبر پارلمان وي ددې اکثريت غړي به اسلام ته ژمن شخصيتونه وي لږ صبر وکړئ موږ ته اجازه راکړئ چې ډير نور گامونه هم مخکې واخلو بې حوصلې کيږئ مه عجله مه کوئ، تلوار مه کوئ زر قضاوت مه کوئ او د پښو مخې ته مه گورئ لږ اخوا ته وگورئ موږ پريږدئ که حمايت نشۍ کولى د حمايت جرئت نلرۍ نو مخالفت هم مکوئ ان شاالله دا ځل به هم حزب هغه څه کوي چې د اسلام په گټه وي او زموږ د هيواد او ولس په گټه وي. 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018