تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ساینس او دقرآن علمی اعجاز_ د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ- لسم درس

حکمتيار

2018-07-31

سمندر، تازه غوښه، گاڼې او كښتۍ
قرآن له يوې خوا سيند او بحر د تازه غوښي ستره ذخيره بولي، له بلي خوا ئې د قيمتي ډبرو منبع او له بل لوري د تجارتي سفرونو گټوره او آسانه لار، او دا هغه ستري ستري خبري دي چي په اهميت ئې د پراخ علم او ډېرو تجربو له مخي پوهېدى شو، نن د نړۍ هر اقتصاد پوه همدغه خبره كوي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې!! راشئ د قرآن د دغه آيت په وړاندي لږ توقف وكړو چي وايي: وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ *  النحل: ۱۴
او دى همغه دئ چي بحرونه ئې درته مسخر كړل چي تازه غوښه ترې وخورئ او داسي گاڼې ترې راوباسئ چي اغوندئ ئې، او په هغه كي كښتۍ گورې چي (وړاندي درومي په داسي حال كي چي) څيروونكي (د اوبو) دي، او دا د دې لپاره چي فضل ئې ولټوئ او د دې لپاره چي شكر وكړئ.
په دې مبارك آيت كي هغو الهي پېرزوينو ته د انسان توجه اړول شوې چي په سيندونو او بحرونو كي د انسان په برخه شوې، په دې توگه چي ويل شوي: الله تعالى همغه ذات دئ چي بحرونه ئې داسي درته مسخر كړي چي ډول ډول گټي تري اخلئ، ځيني گټي ئې دا دي: 
سمندر د تازه غوښي ستره ذخيره
تاسو له سمندر د خوراك لپاره تازه غوښه ترلاسه كوئ، چي په دې اړه دوه خبري بايد په پام كي ولرو:
۱- نن او د علمي څېړنو په ترڅ كي ثابته شوې چي سمندرونه انسان ته د خوراك او په ځانگړې توگه د غوښو وركولو ستره منبع ده، كه د زمكي ټول ژوي په شلو برخو ووېشو نو نولس ئې په اوبو كي او يوه برخه ئې په وچي كي ژوند كوي.
 ۲- دلته كب او د سيند ژوي د تازه غوښي په نامه ياد شوي، او په دې سره هغي پوښتني ته ځواب ويل شوى چي وايي: په قرآن كي يوازي هغه غوښه حلاله گڼل شوې چي د ذبحي پر مهال ئې د الله تعالى نوم ياد شي، خو كب (ماهي) بې له ذبحي حلال دئ، آيا د دې استثناء وجه د قرآن كوم آيت دئ كه د پيغمبر عليه السلام كوم حديث؟ ځيني ادعاء كوي چي د دې استثناء لپاره په قرآن كي كوم شاهد نه مومو!! دا خبره هغه خلك كوي چي وايي: قرآن كافي نه دئ، ځيني احكام داسي دي چي منشأ ئې په قرآن كي نه مومو، دوى په همدې خبري استناد كوي خو دې ته ئې پام نه دئ چي دلته قرآن كب (ماهي) د لحماً طرياً يعني تازه غوښي په نامه ياد كړى او دا ښيي چي ماهي د تازه او پاكي غوښي حكم لري، پيغمبر عليه السلام ځكه ويلي چي ماهي له ذبحي پرته حلال دئ.
له سيندونو داسي توكي ترلاسه كوئ چي د گاڼو په توگه ترې استفاده كوئ، په دې بيان سره څو حقائق زموږ مخي ته ځلېږي:
۱- له گاڼو غالباً ښځي كار اخلي، خو دلته د ښځو يادونه نه ده شوې او دا ښيي چي د قرآن په هر عام خطاب كي دواړه (نارينه او ښځينه) شامل وي، مگر هغه مهال چي د يوه په اړه په ځانگړې توگه بحث كوي، دلته د مؤنث صيغه نه ده كارول شوې خو مقصد ترې ښځي دي. په ياايهاالذين آمنوا كي صيغه د نارينه وو ده خو دواړه مؤمنين او مؤمنات په كي مخاطب دي.
۲- په سيندونو او بحرنو كي نه يوازي مرغلري او مرجان موندل كېږي بلكي نوري قيمتي تيږي هم موندل كېږي، علمي تحقيقات ښيي چي قيمتي ډبري د زمكي په هغي منځنۍ برخي كي جوړېږي چي د حرارت او فشار درجه ئې ډېره لوړه وي، دغه توكي د چاودنو او اورشيندو په وسيله د زمكي له زړه بهر راغورځېدلي، نو ځكه د غرونو په لوړو كي موندل كېږي، د غرونو له لوړو د نهرونو له لاري لاندي سيمو ته رارغړي، هغه مهال چي خلكو د كانونو د كيندلو پرمختللي وسائل نه درلودل نو دا قيمتي تيږي ئې په سيندونو كي لټولې او موندلې. يقيناً چي دا هم د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ چي د قيمتي ډبرو يوه منبع ئې سيندونه ښودلي. 
الله تعالى په طبيعت كي داسي سنن ايښي او داسي توكي ئې پيدا كړي چي انسان كولى شي له هغوى په استفادې سره كښتۍ جوړه كړي، اوبه ئې داسي جوړي كړې چي ځيني توكي پر خپل سر وړي او له ډوبولو ئې ډډه كوي، انسان ته ئې د داسي كښتيو جوړولو استعداد او توفيق وركړ چي د بحر اوبه څيري او مخكي درومي، له همدغو كښتيو په استفادې سره له يوې سيمي بلي ته ځي، تجارتي اموال وړي راوړي، په بحرونو كي د ماهيانو ښكار كوي، نن په دې يوه ويشتمي پېړۍ كي د انسان د انتقالاتو تر ټولو مهمه، ارزانه او خوندي ذريعه همدا كښتۍ دي، يقيناً چي په دې سره الله تعالى خپل ستر فضل د انسان په برخه كړى. 
الله تعالى دا نعمتونه د دې لپاره پر تاسو پېرزو كړي چي د خپل منعم رب شكر وكړئ، خو عجيبه ده چي تاسو د شكر پر ځاى د كفر، عصيان او طغيان لار نيسئ!! 
قرآن او د انسان پيدايښت
تر دې وړاندي چي دا مهمه موضوع وڅېړو بايد څو خبري په پام كي ولرو: 
كله چي د قرآن مخي ته كښېنو نو بايد په شفاف ذهن او له صفا زړه سره د هغه مخي ته زنگون پر زمكه كښېږدو، دا ځكه چي په قرآن يوازي پاكان ښه پوهېدى شي.
 لا يمسه الا المطهرون: له پاكانو پرته بل څوك ئې نشي مس كولى او نشي پرې پوهېدلى، خپل مخكني او زاړه افكار او خيالات بايد لري وغورځوو، د قرآن د كوم آيت د داسي تعبير او تأويل لټه ونه كړو چي زموږ ذهن او هوس ئې خوښوي. 
تاسو به د انسان د لومړني پيدايښت په اړه ډېر څه اورېدلي وي او ډېر څه به مو په ذهن كي گرځېدلي وي، همدا اوس كولى شئ په دې اړه له ځان سره فكر وكړئ چي د انسان او ټولو نورو ژوو پيدايښت به څنگه پيل شوى وي!! 
د هر يوه بشپړ كالبد به جوړ شوى وي، جوړه جوړه؛ او بيا به هغوى ته روح وركړى شوې وي؟
يو به پيدا شوى وي او له همدې به د هغه جوړه رامنځته شوې وي او بيا به ئې له همدې جوړې نسل دوام كړى وي؟
څو بېلگي به ئې پيدا شوې وي او دوى به په بېلو بېلو اوسنيو ژوو اوښتي وي. يوه به بل ته ارتقاء كړې وي.
 بيزو انسان ته او چرموښكۍ ډايناسور ته؟
او عاميانه پوښتنه: چي لومړى به چرگه پيدا شوې وي كه هگۍ؟
راشئ وگورو چي په قرآن كي دې پوښتني ته ځواب مومو كه نه؟ ساينس په دې اړه څه وايي او وينا ئې له قرآن سره ورته ده كه تعارض لري، داسي چي ساينس يو څه وايي او قرآن بل څه؟ 
لكه څنگه چي قرآن وايي الله تعالى لومړى آسمانونه او زمكه پيدا كړي، بيا ئې اوبه پيدا كړې او بيا ئې ټول ژوي له اوبو پيدا كړي، همدا راز د انسان د پيدايښت د اصلي توكي په اړه لاندي الفاظ كاروي: صلصال، صلصال كالفخار: كړنگېدونكى توكى، تراب: خاوره، طين: خټه، حمإ مسنون: توره او بوى ناكه خټه، نطفه: هغه وړه ذره چي په سترگو نه ليدل كېږي، علقه: ځوړند توكى، مصوره مضغه: د غوښي داسي ټوټه چي شكل وركړى شوى، غير مصوره مضغه: د غوښي داسي ټوټه چي شكل نه وي وركړى شوى او طفل: ماشوم. د دې الفاظو اړوند آيتونه دا دي:
۱ـ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ * الانبياء: ۳۰
هر ژوى مو له اوبو پيدا كړى. نو آيا ايمان نه راوړي؟   
۲ـ وَمِنْ آَيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ * الروم: ۲۰
او دا د ده (د قدرت) له نښو ده چي تاسو ئې له خاوري راپيدا كړئ، نو بيا داسي بشر شوئ چي خورېږئ.
۳ـ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ * الانعام: ۲
دى هماغه ذات دئ چي له خټي ئې راپيدا كړئ، بيا ئې د اجل (د مرگ د نېټې) پريكړه وكړه او نومولې نېټه له ده سره ده، خو تاسو بيا هم شك كوئ!!
۴ـ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (۱۲) ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ (۱۳) ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آَخَرَ فَتَبَارَكَ اللهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ * المؤمنون:  ـ ۱۴-۱۱
او يقيناً چي انسان مو د خټي له خلاصې پيدا كړ، بيا مو هغه د ټېكي په مضبوط ځاى كي يوه نطفه وگرځاوو، بيا مو دا نطفه يو راځوړند توكى كړ او بيا مو دا علقه د غوښي يوه ژوولې ټوټه كړه، نو دا د غوښي ټوټه مو هډوكي كړل، نو هډوكي مو په غوښه پټ كړل، بيا مو په بل پيدايښت كي پيدا كړ، نو مبارك دئ تر ټولو غوره خالق.
۵-  الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ * السجده: ۷
هغه چي هرڅه ئې پيدا كړي نو ښه ئې پيدا كړي او د انسان پيدايښت ئې له خټي پيل كړ.
۶- وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (۲۶) وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ * الحجر: ۲۷-۲۶
او يقيناً چي انسان مو له كړنگېدونكي توكي، له بوى ناكي توري خټي پيدا كړ او جن مو تر ده د مخه له بې لوگي اوره.
۷- فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ * الصافات: ۱۱
نو پوښتنه ترې وكړه چي د دوى پيدايښت گران كار دئ او كه د هغه څه چي موږ پيدا كړل، يقيناً چي موږ دوى له سرښناكي خټي راپيدا كړل.
لكه چي گورئ په دې مباركو آيتونو كي د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده، "اوبه"، "صلصال: كړنگېدونكى توكى "، "خاوره"، "خټه"، "د خټي خلاصه"، "د كودړي په څېر كړنگېدونكې وچه خټه"، "سريښناكه خټه" او "توره بوى ناكه خټه" ښودل شوې. 
گورو چي قرآن اوبه د ټولو ژوو او ژونديو شيانو د پيدايښت اصلي ماده گڼلې، داسي ژوندى شى نشته چي د جوړښت اساسي ماده ئې اوبه نه وي، د انسان د بدن نږدې اويا سلنه اوبه دي، همدا اوبه د غذا د هضم، د ده د بدن هري حجرې ته د غذا د رسولو او له بدنه د مضرو توكو د ايستلو وسيله ده، همدا اوبه له انسان سره مرسته كوي چي د بدن د حرارت درجه ئې نه لوړه شي او نه ټيټه، انسان كولى شي له خوراكه پرته تر نږدې شپېتو ورځو پوري ژوندى پاته شي خو له اوبو پرته تر يوې اونۍ زيات ژوندى نشي پاته كېدى. 
د اوبو پیدايښت
له دې معلومېږي چي الله تعالى لومړى اوبه پيدا كړې بيا ئې ژوي، يعني د زمكي پر سر د ژوندون پيل له اوبو شوى، او دا هغه ستر حقيقت دئ چي انسان له ډېرو تحقيقاتو او اوږده علمي سفر وروسته پرې پوه شو، اوس په دې پوه شوى چي د زمكي پر سر ژوندون د اوبو له پيدايښته وروسته پيل شوى. يقيناً چي دا د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ، كه تاسو نن د بيولوژي كوم باانصافه عالم ته ووايئ چي زموږ په يوه داسي كتاب كي چي څوارلس سوه كاله پرې تېر شوي، دا خبره راغلې چي ټول ژوي له اوبو پيدا شوي، لومړى اوبه پيدا شوې بيا ژوي، هغه به درته ووايي: دا ستره علمي خبره ده، دا هغه حقيقت دئ چي ساينس فقط په روانه پېړۍ كي پرې پوه شو.
كه تاسو د انسان د خلقت مربوط آيتونو ته لږ ځير شئ وبه گورئ چي په ټولو كي (صلصال: كړنگېدونكى توكى) له (حمإ مسنون: بوى ناكه خټه) وړاندي ذكر شوى. او په يوه ځاى كي خو (صلصال) د انسان د پيدايښت داسي لومړۍ ماده گڼي لكه د اور لمبه چي د جن د پيدايښت لومړۍ ماده گڼي او فرمايي:
خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ (۱۴) وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ * الرحمن: ۱۵-۱۴
انسان ئې د كودړي په څېر له كړنگېدونكي توكي پيدا كړ او جن ئې له بې دوده لمبې.
دا آيت وايي چي انسان ئې له صلصال پيدا كړى، داسي لكه جن چي ئې له اوره پيدا كړى، د ده د پيدايښت اصلي ماده صلصال ده، دغسي لكه د جن د وجود اصلي ماده چي اور دئ، يعني د انسان د وجود لومړنۍ ماده په سر كي صلصال وه، خاوره شوه، خټه شوه او الله تعالى ترې انسان جوړ كړ. داسي نه دي ويل شوي چي دى ئې صلصال كړى او بيا ئې روح په كي پو كړې.
قرآن چي د انسان د پيدايښت د مختلفو پړاوونو او حالتونو په اړه څه ويلي، علم نن همدا خبره كوي او همغه څه وايي چي قرآن ويلي: د انسان نطفه له خاورو جوړېږي، هغه دانه او مېوه چي وني او بوټي ئې له خاورو او نمجني، بوي ناكي، توري خټي جوړوي، د انسان په بدن كي نطفه ترې جوړه شي، د پلار او مور دا نطفې د اوبو د څاڅكو په څېر د مور په رحم كي سره يو ځاى شي، دوه نظفې يوه له بلي سره وصل شي، يوه گډه او مختلطه نطفه (خليه او سلول) ترې جوړه شي، څه موده وروسته د ځوړند توكي په څېر د مور په رحم پورى نښتې وي، 
بيا د ژوول شوې غوښي د يوې ټوټې بڼه غوره كړي، دلته دغه نوي مخلوق ته د صورت وركولو لړۍ پيل شي، د ځينو برخو كار تر نورو وړاندي پيل او بشپړ شي، زړه، غوږونه، سترگي، خوله، پزه، لاسونه، پښې، او نور غړي وركړى شي، د هډوكو جوړيدا ئې په خاص پړاو كي پيل شي، په يوې خاصي مرحلې كي يو ژوندى او متحرك ماشوم ترې جوړ شي، په ټاكل شوې نېټه د مور له رحمه د وتلو لار ورته پرانيستل شي او له يوې تياره او تنگي نړۍ يوې روښانه او پراخي نړۍ ته راووځي. كه تاسو د قرآن دغه آيتونه د داسي چا په وړاندي كېږدئ چي د ماشوم د پيدايښت د څرنگوالي پړاوونه ئې په دقيقه توگه او په مجهز لابراتوار كي تر نظر لاندي تېر شوي وي؛ او اوس په دې پوهېږي چي انسان په لومړي سر كي د ژنونو مجموعه وي چي هر يو ئې د يوه خاص غړي د جوړولو دنده په غاړه لري، يو ئې د زړه جوړولو دنده ترسره كوي، بل ئې د غوږونو، بل ئې د سترگو، بل ئې د لاسونو، بل ئې د پښو او همداسي د هر غړي لپاره يو ځانگړى ژن، د دوى شمېر څه باندي دېرشو زرو ته رسېږي، هر يو ئې په خاص پړاو كي خپل كار پيلوي او په ډېر دقت سره ئې بشپړوي، كه داسي يوه عالم ته د قرآن دا وينا واوروئ نو يقيناً چي هغه به تاسو ته ووايي: دا هغه څه دي چي ساينس اوس او د ډېرو پر مختللو وسائلو په مرسته پرې پوه شوى!!
په مسلمانانو كي د انسان د پيدايښت اړوند غلط باورونه  
په مسلمانانو كي ځيني خلك د بايبل تر اغېز لاندي تللي او د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه ئې د بايبل غلطه خبره منلې او هغه ئې د قرآن د آيتونو په تفسير كي كارولې، داسي چي گواكي الله تعالى لومړى د آدم عليه السلام مجسمه له خټي جوړه كړې، بيا ئې پر اور اېښې چي پخه شي، بيا ئې په هغې كي روح پو كړې او هغه راژوندى شوى، بيا ئې د ده له كيڼي پوښتۍ د ده مېرمن جوړه كړې!!! دا خبري نه د قرآن په كوم آيت كي راغلې او نه په صحيح الاسنادو احاديثو كي، د دې خبرو يوازينۍ منشأ بايبل دئ، د قرآن گڼ شمېر آيتونه د دې انگېرني ترديد كوي او وايي چي د آدم عليه السلام پيدايښت داسي وو لكه د ده د اولاد پيدايښت، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چي اولاد ئې د مور په رحم كي له يوې وړې نطفې پيدا كېږي او آدم عليه السلام د مور له رحم بهر پيدا شوى، قرآن وايي چي د عيسى عليه السلام پيدايښت داسي وو لكه د آدم عليه السلام پيدايښت، له دې توپير سره چي دا د مور په رحم كي له پلار پرته پيدا شوى او هغه له مور او پلار پرته، د ده نطفه هم له خاوري جوړه شوې، د هغه هم او د آدم عليه السلام د ټولو اولادونو هم. 
قرآن وايي چي لومړى د انسان پيدايښت پيل شوى او وروسته شكل او صورت وركړى شوى، همغسي لكه د مور په رحم كي چي انسان لومړى يو بې شكله او بې تصويره نطفه وي، ورو ورو ځانگړى شكل غوره كړي، غوږونه، سترگي، زړه، لاسونه او پښې او نور غړي ئې وروسته وروسته جوړ شي. قرآن په دې اړه فرمايي:
وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآَدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ * الاعراف: ۱۱
او يقيناً چي موږ پيدا كړئ، بيا مو شكل او صورت دركړ، بيا مو ملائكو ته وويل چي آدم ته سجده شئ، نو له شيطان پرته ټولو سجده وكړه، چي (دى) له سجده كوونكو نه وو.
د دې مبارك آيت په اړه لاندي ټكو ته پام وكړئ:
د آيت په سر كي د ټولو انسانانو د خلقت خبره شوي خو وروسته يوازي د آدم عليه السلام يادونه شوي، د دې په توجيه كي د مفسرينو گڼ شمېر توجيهات زموږ مخي ته راځي، تر ټولو غوره او دقيقه توجيه دا ده چي د آدم عليه السلام پيدايښت په حقيقت كي د ټولو انسانانو د پيدايښت مقدمه ده. 
د آدم علیه السلام صفت
د انسان (خلقت) او ده ته (شكل او صورت) وركول بېل بېل ياد شوي، د دې معنى دا ده چي آدم عليه السلام ته له پيدايښته وروسته صورت او شكل وركړى شوى، همداراز د ده اولاد ته له پيدايښت څه موده وروسته صورت او شكل وركول كېږي، دواړه سره ورته دي، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چي آدم عليه السلام له مور پلار پرته پيدا شوى. قرآن په دې وينا سره نه يوازي يو ستر حقيقت بيان كړى، بلكي دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، انسان د پيدايښت په لومړيو شپو ورځو كي يوه نطفه وي، بيا په رحم پوري ځوړند توكى، بيا ژوول شوې غوښي ته ورته د غوښي ټوټه، ... په پاى كي ورته د يوه ماشوم شكل او صورت وركړى شي. د دې وينا په اهميت هغه څوك پوهېږي چي د انسان د پيدايښت د مختلفو مراحلو په اړه ئې ژوري علمي څېړني او تحقيقات كړي وي.
دا آيت د هغو خلكو غلطه انگېرنه بې بنسټه ثابتوي چي وايي: لومړى د انسان مجسمه جوړه شوې بيا په كي روح پو كړى شوې!! 
قرآن د دې رأيي په خلاف وايي چي انسان ته د ده له پيدايښته وروسته صورت او شكل وركړى شوى.
 د دوى دا رأيه نه په قرآن كي كوم بنسټ لري او نه په صحيحو احاديثو كي، دوى دا رأيه له بايبل اخيستې ده، دوى احسن الخالقين خداى په يوه كلال قياس كړى، بايبل په دې اړه ليكي: ... دغه وخت خداى آدم له خاوري جوړ كړ او بيا ئې د ده په پزه كي د ژوند روح پو كړه او ده ته ئې ژوندون ورپه برخه كړ او له آدمه يو ژوندى موجود جوړ شو! 
د مسيحيانو يو ډېر معروف انځورگر په خپلي مشهوري منظرې كي د دوو انسانانو او څو فرشتو انځورونه داسي رسم كړي چي فرشتې د وزر لرونكو ښځو په بڼه كي او خداى جل شأنه او آدم عليه السلام سره ورته د دوو انسانانو په څېره كي ښيي، فرشتو په خپلو وزرونو سره خداى لوړ نيولى او آدم پر زمكه پروت دئ او خداى د خپلي گوتي له لاري آدم ته روح وركوي!!! 
انسان څنگه پيدا شوى؟
اما دا چي آدم عليه السلام څنگه له خاورو پيدا كړى شو؟ او قرآن په دې اړه څه وايي؟ 
د دې په ځواب كي لاندي خبري په پام كي وساتئ:
دا سؤال يوازي د لومړي انسان د پيدايښت په اړه نه دئ مطرح، د ټولو ژوو، حيواناتو او نباتاتو په اړه مطرح دئ. بايد د ټولو د لومړي جد د پيدايښت په اړه ځواب وركړى شي.
كله چي د انسان د پيدايښت په اړه څه وايو او اړوند آيتونه ئې څېړو نو بايد متوجه وو چي په دې څېړني كي د قرآن ټول هغه آيتونه په پام كي ولرو چي د انسان او نورو ژوو د پيدايښت د څرنگوالي په اړه ئې بحث كړى، د رسول الله صلى الله عليه و سلم لارښووني هم خپلي مخي ته كېږدو او د خلقت په اړه د الله تعالى عام سنت هم په پام كي ولرو. داسي تعبير وړاندي نه كړو او وئې نه منو چي له نورو آيتونو سره تعارض رامنځته كوي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح احاديث ئې ملا تړ او تأييد نه كوي او د الله تعالى له عام او مشهودو سننو سره اړخ نه لگوي. 
د انسان د پيدايښت په اړه زموږ ځواب بايد داسي وي چي هم د نورو ژوو د پيدايښت په اړه صدق وكړي او هم ئې زموږ عقل ومني، داسي ځواب ناقص دئ چي د الله تعالى د كوم مشهود سنت خلاف وي او عقل ئې نشي منلى، دا ځكه چي په قرآن كي نه د الله تعالى د سننو خلاف څه شته او نه د عقل خلاف. زموږ ځواب بايد دا راته روښانه كړي چي له ويروس او ميكروب نيولې تر فيل او ډايناسور پوري او له بكتريا او واړه بوټي نيولې تر سترو سترو ونو پوري، دا د زمكي د سر ټول ژوي او نباتات څنگه پيدا شوي، د پيدايښت پيل ئې څنگه وو او لومړۍ جوړه ئې څنگه پيدا شوې. آيا لومړى د ټولو دوې دوې مجسمې (د نر او ښځي) جوړې شوې، بيا روح په كي پو شوې، ژوندي شوي او له همدغو لومړيو جوړو ئې نسل دوام كړى؟ او كه داسي چي لومړى د هر ژوي يوه وړه نطفه پيدا شوې، دا نطفه په دوو برخو (نر او ښځي) وېشل شوې، ورو ورو ستر شوي، د يوې بشپړې جوړې په توگه ئې وده كړې او بيا له همدغي بشپړي جوړې د هغوى نسل دوام كړى؟ داسي لكه نن چي په خپلو سترگو گورو چي ټول ژوي او بوټي، كه ستر دي او كه واړه، له داسي وړې نطفې ئې پيدايښت پيل كېږي چي په سترگو نه ليدل كېږي، گڼ شمېر مراحل پرې تېر شي، ورو ورو د كمال او بشپړېدو په لوري وده وكړي او له څه مودې وروسته د يوه بشپړ ژوندي مخلوق په توگه راڅرگند شي. 
نوربيا...
 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018