تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ائتلافونو په افغانستان کې ښه نتیجه نه ده ورکړې

حکمتيار

2018-07-31

الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!
فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمٰن الرحیم
تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ (۱۴) سورت الحشر
الله تعالی د یوې ډلې په ارتباط فرمایي چې (تاسو داسې انګېری چې هغوی راټول شوي، راغونډ شوي او یو جمع او یو ټولی دی، خو زړونه یې سره متشتط دي، خواره واره دي، وجه یې هم دا ده چې هغوی یو ناپوه او بې عقله ټولی دی) یعنې هغه چې په ظاهر کې جمع، یو ځای، متحد او غونډ برېښي، خو زړونه یې سره خواره واره او متشتط دي، دا بې عقل دي. کم عقلي د دې باعث شوې چې ظاهر یې متحد وي خو زړونه یې متشتط وي.
راشي نن پر دې باندې خبرې وکړو چې آیا تر نن پورې د افغانستان په تاریخ کې، له هغه وخته چې سیاسي ګوندونه رامنځته شوي دي او بیا د ګڼ شمېر ائتلافونو شاهد یو، آیا دغو ائتلافونو کومه مثبته نتیجه درلوده او که نه؟! دوام یې کړی او که نه؟! په خپله رامنځته شوي او که پردیو جوړ کړي؟! د هیواد دننه جوړ شوي او که بهر؟! خپل تشخیص، د مسؤلیت احساس، وطنپالنې، د ملت په وړاندې د مسؤلیت او درد احساس دوی اړ کړي دي چې یو بل ته لاس ورکړي، په حالت او وضعیت کې تغیر راولي او ائتلاف وکړي؟! او که نه پردیو راغونډ کړي او ورته ویلي یې دي چې څه وکړي او څه ونه کړي؟!
متأسفانه زموږ د هیواد ډېری ائتلافونه یا په بهر کې جوړ شوي دي، بهرنیانو راغونډ کړي دي، اهداف هم بهرنیانو ورته ټاکلي او یا هم په داخل کې د هغوی په وینا، اشاره او امر سره راغونډ شوي او ائتلاف او یا ډله یې جوړه کړی ده. متأسفانه چې ډېری یې هم بریالي نه وو، ډېر خو یې داسې وو چې نن یې د ائتلاف اعلان کړی خو سبا ورک شوي او متلاشي شوي دي، یوازې په یوه اعلان او یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ټول فعالیت خلاصه شوی دی. په بهر کې هم که جوړ شوي همداسې وو او د هیواد په داخل کې هم وو همداسې وو.
افغانان په تېرو څو لسیزو کې د ګڼ شمېر ائتلافونو شاهدان وو، ستاسو به حتمأ په یاد وي او لوستلي به مو وي چې د مسکو په وینا د سردار داوود تر مشرۍ لاندې د خلق او پرچم ډله چې په اصل کې یوه ډله وه وروسته سره بېل شول او په منځ کې یې اختلافات راپیدا شول، د شاهي رژیم په خلاف یې ائتلاف وکړ او شاهي رژیم د دوی په لاس نسکور شو. خو لا څو ورځې نه وې تېرې شوې چې د سردار داوود او د هغه د مسکو پلوه کمونستو ملګرو ترمنځ شدید اختلافات رامنځته شول او په پایله کې یې سردار داوود د خپلې کورنۍ له غړو او له خپلو ډېرو ملګرو سره په ارګ کې ووژل شو. بیا همدا د خلق او پرچم ډلې له دې سره سره چې د الهام مرجع یې هم یوه وه او حامي او پالونکی یې هم یو و چې شوروي اتحاد و او په دقیقو الفاظو سره کې جي بي. دوی هم د کې جي بي په وینا سره متحد شوي وو او سردار داوود یې د مشر او قائد په توګه غوره کړی و او د هغه تر مشرۍ لاندې یې کودتا وکړه، خو د سردار داوود له وژل کېدو وروسته دوی په خپلو منځونو کې سره ونښتل، خونړۍ جګړې یې ترمنځ وشوې، یو د بل وژلو، شړلو او بندي کولو ته یې ملا وتړله. کې جي بي کله یو راوړاندې کړی کله بل، هر یو چې قدرت ته رسېدلی؛ بل یې رټلی، شړلی، وژلی او هیواد پرېښودو ته یې مجبور کړی. د خلق ګوند پرچمیان تصفیه کول او د خپل قدرت په وخت کې یې ټول پرچمیان له قدرت څخه حذف کړل، همدوی یو د بل په خلاف کودتاګانې وکړې، نور محمد ترکي غوښتل چې د امین په خلاف کودتا وکړي، په مسکو کې یې له ببرک کارمل سره لیدلي وو او له همدې منصوبې سره کابل ته رالېږل شوی و، خو د خپلې توطئې ښکار شو او د خپل شاګرد حفیظ الله امین په لاس ووژل شو، بیا همدا امین کې جي بي په قصر کې وواژه او پر ځای یې ببرک کارمل اقتدار ته ورساوه او بیا همدا ببرک کارمل له ارګ څخه د روسي جنرالانو په واسطه په تور موټر کې واېستل شو او پر ځای یې ډاکتر نجیب د قدرت په ګدۍ کېنول شو. نه کابینه خبره وه او نه هم د کمونست حزب اجرائیه کمېټه. پرېکړه روسي جنرالانو کړې وه او تر ډېره وخته یوه ته هم معلومه نه وه چې په ببرک باندې څه راغلي دي؟ چا وړی او چېرته یې وړی دی؟ نجیب د هغه ځای ناستی او د کمونست ګوند د مشر او رهبر په توګه اعلان شو.
همدغې کې جي بي بیا د ببرک پلویان د نجیب په خلاف کودتا ته تیار کړل، په جبل السراج کې یې د دریو ډلو جنبش، جمعیت او حزب وحدت څخه ائتلاف جوړ کړ، د جنرال دوستم تر مشرۍ لاندې یې کودتا پرې وکړه، نجیب غوښتل وتښتي خو بخت ورسره یاري ونه کړه، له هوایي میدانه بېرته راستون شو او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه واخیسته. بیا مو ولیدل چې همدا د جبل السراج ائتلاف په خپلو منځونو کې په سختو خونړیو نښتو کې ښکېل شو، په دې نښتو کې د کابل لویه برخه د دغه ائتلاف د غړو د جګړو له کبله ورانه شوه او په زرګونو افغانان په کې ووژل شول.
ورپسې د طالبانو په نامه تحریک په پاکستان کې رامنځته شو. دې تحریک هم د کابل له حکومت سره ائتلاف وکړ چې په ګده به د حزب اسلامي پر ضد جنګېږي او دوی به له شا راځي او په حزب اسلامي به برید کوي. منصوبه همدا وه چې دوی به بیا په کابل کې په ګډه ائتلافي حکومت جوړوي او مشرۍ به یې هم ظاهر شاه ته سپاري. ستاسو به حتمأ په یاد وي چې کله طالبان کابل ته ننوتل؛ د ظاهر شاه ویاند اعلان وکړ چې بابا په یوه اونۍ کې کابل ته تلونکی دی. ټول حیران وو چې دا څنګه ممکنه ده چې کابل طالبانو نیولی او ظاهر شاه کابل ته راروان دی!؟ منصوبه همدا وه، طالبان د همدې لپاره جوړ شوي وو، دا چې ویل کېدل چې طالبان د ظاهر شاه لښکر دی حقیقت دی، دقیقه وینا ده، همداسې وو. دا زموږ خبره نه ده، دا د پاکستان د یوه ډېر مهم او اغېزمن سیاستوال او جنرال خبره ده، جنرال نصیر الله بابر په خپله وویل چې طالبان د ظاهر شاه لښکر دی. خو بیا همدغه ائتلاف چې په بهر کې جوړ شوی و او په ګډه د حزب اسلامي په خلاف وجنګېده؛ وشړېده او لږ تر لږه دری کاله په خپل منځ کې یو د بل پر ضد په سختو خونړیو جګړو کې ښکېل شول. د مخکینیو جګړو لمن یوازې په کابل کې خوره وه، خو د دې لمن تر خواجه بهاؤالدین پورې ورسېده. کندهار ته خوره شوه، هرات، بادغېس، فاریاب، مزار، کندوز او تر تخار پورې ورسېده او بالاخره تر خواجه بهاؤالدین پورې ورسېده. په ټول افغانستان کې د دې جګړې لمن خوره شوه او خونړۍ جګړې ونښتې، په زرګونو افغانان په دغو جګړو کې شهیدان شول.
په دې جګړو کې کله جنرال دوستم د طالبانو سره ملګری و او کله د جنرال دوستم یو ملګری جنرال مالک د ده پر خلاف له طالبانو سره یو ځای شوی، چې کله جنرال دوستم له طالبانو سره ملګری و؛ طالبان له اسمعیل خان سره په جګړو بوخت وو. د جنرال دوستم جازونه به راتلل او د اسمعیل خان پر سنګرونو به یې بمونه ورول او طالبانو ته به یې لاره پرانیستله چې مخکې ولاړ شي، تر هغه چې هرات د طالبانو په لاس کې پرېووت. په دې ټولې اوږدې مودې کې جنرال دوستم د طالبانو په پراخه پیمانه ملګرتیا وکړه، مخصوصأ د طالبانو په واک کې د جنرال دوستم د هوایي ځواک ورکول. بیا به مو په یاد وي چې څومره طالبان د خپل دې ائتلافي ملګري جنرال مالک په لاس ووژل شول او څومره هم د جنرال دوستم په لاس!؟ په هغه چا چې دوی اعتماد کړی و، هغوی ته یې د یووالي او ائتلاف لاس اوږد کړی و؛ یو د بل پر خلاف وجنګېدل او په زرګونو افغانان په کې ووژل شول. په جنرال مالک باندې طالبانو اعتماد وکړ او مزار ته کوز شول، څومره طالبان چې مزار ته تللي وو ټول یې ووژل، مګر یوازې هغه ژوندي پاتې شول چې د حزب اسلامي مجاهدینو ته یې پناه یوړه. طالبانو په جنرال دوستم اعتماد وکړ او ورته تسلیم شول خو جنرال دوستم په زرګونو ترې ووژل، په دشت لیلې کې یې ووژل او په آمو سیند کې یې له مړو ډک کانتینرونه وغورځول.
په تېرو څو کلونو کې هم موږ د ګڼ شمېر ائتلافونو شاهدان وو چې هېڅ یوه هم نه مثبت نتایج درلودل او نه یې هم دوام وکړ، فقط تشنج یې زېږولی او د جګړو او ناامنیو د زیاتوالي باعث شوي دي. متأسفانه چې ډېری ائتلافونه له هیواده بهر جوړ شوي دي او ډېر ژر ژر شړېدلي.
د ملي وحدت حکومت هم له دوو ائتلافونو جوړ شوی دی، له دوو رقیبو ائتلافونو څخه! او قدرت هم د دوی تر منځ په مساویانه توګه وېشل شوی دی، جان کېري راغی او د دوو ائتلافونو ترمنځ یې روغه جوړه وکړه، د انتخاباتو ټولې پایلې لغوه شوې، داسې چې دې انتخاباتو نه بریالی درلوده او نه هم ناکام، اقتدار د دواړو ترمنځ په مساویانه توګه ووېشل شو. دا دواړه ائتلافونه هم ډېر ژر وشړېدل، نن نه یو لوري ته ائتلاف شته او نه هم بل لوري ته، دواړه ائتلافونه په بشپړه توګه شړېدلي دي. ملګري یې هم وایي چې یوه ائتلاف هم په خپلو ژمنو باندې عمل ونه کړ.
ائتلافونه هم په هغه صورت کې څه ناڅه مثبت نتایج درلودی شي چې:
اول: په ائتلاف کې شاملې ډلې واضح او سپېڅلي اهداف او آرمانونه ولري، د اهدافو په سر سره متحد شوي وي، سپېڅلي آرمانونه او اهداف یې له مخکې ټاکلي وي او ترسره کېدو ته یې سره متحد شوي وي.
دوهم: ائتلاف له خپلواکو، هدفمنو او اصولي ګوندونو جوړ شوی وي، نه هغه چې مهار یې د پردیو په لاس کې وي، مستقل نه وي، اهداف ورته پردي وټاکي، د ائتلاف جوړولو او د دوی د دوستۍ او دښمنۍ پرېکړه یې هم پردي وکړي.
درېیم: ائتلاف یې د خپل تشخیص او تصمیم له مخې وي، نه د بهرني فشار له مخې او د پرېوتو موقتي اغراضو او اهدافو لپاره.
څلورم: په خپلو ژمنو د ودرېدو وړتیا ولري.
په داسې شرایطو کې کېدای شي چې یو ائتلاف څه نا څه مثبت نتایج ولري. په نورو هیوادونو کې د ائتلافونو شاهد یو خو داسې چې سیاسي ګوندونه تر انتخاباتو وروسته او هغه مهال ائتلافونه رامنځته کوي چې د حکومت جوړولو پړاو پیل شي، د حکومت په سر په خپلو منځونو کې ائتلاف کوي، د کابینې د ترکیب په ارتباط توافق کوي او هر چا ته یوه برخه ټاکل کېږي، په همدې باندي دوی په خپلو منځونو کې ائتلاف کوي. دا هم هغه مهال چې یو حزب په یوازې سر دومره رایې نه وي ترلاسه کړې چې له بلې ډلې سره له ملګرتیا او ائتلاف پرته حکومت جوړ کړي. یعنې یو ګوند په انتخاباتو کې اکثریت رایې ګټلې وي خو ټاکل شوی حد یې نه وي پوره کړی، له بلې وړې ډلې سره لاس یو کوي او د اقتدار د وېش په ارتباط په خپلو منځونو ائتلاف کوي او ګډ حکومت جوړوي. خو دا هغه مهال کېږي چې د انتخاباتو په نتیجه کې د هر ګوند او حزب وزن واضح شوی وي او همدغه وزن ته او په پارلمان کې د هر حزب حضور ته په پام سره د کابینې ترکیب هم متناسب جوړیږي. داسې ائتلافونه کېدای شي چې څه نا څه نتیجه هم ورکړي. خو متأسفانه د افغانستان د کچه او ګنده دیموکراسۍ هر څه شاذ او نادر دي. انتخابات یې هم، د انتخاباتو نتایج یې هم، ائتلافونه یې هم او د اقتدار وېش هم. ټول داسې دي چې په نړۍ کې یې مثال نه وینو. څو نیمګړي ګوندونه به راغونډ شي او یو څو څېرې به هم له ځان سره ملګرې کړي او همدې ته به د لوی ائتلاف! نوم ورکړي. په داسې حال کې چې په دې کې به یو مکمل ګوند هم شامل نه وي. د تجزیه شوو ګوندونو یوه برخه به راځي په خپلو منځونو کې به لاس یو کوي او د ائتلاف نوم به ورکوي او بیا به هغوی څو څېرې، اشخاص او افراد په خپلې خوا کې لاس نیسي او همدې ته به د ډېرو سیاسي ګوندونو د ائتلاف نوم ورکوي. دا هم په داسې حال کې چې نه کوم مشخص هدف لري، نه د انتخاباتو په ارتباط ګډ موقف او دریځ لري او نه هم دا توان او ظرفیت چې په خپلو منځونو کې مشر وټاکي او واحد کاندید وړاندې کړي، او هغه هم په داسې حال کې چې هم به په حکومت کې شامل وي او هم په اپوزیسیون کې. کاش داسې وای لکه په نورو هیوادونو کې چې څوک له حکومت او د هغه له پالیسیو او تګلارو سره موافق نه وي استعفا کوي، له حکومت څخه وځي او له اپوزیسیون سره یو ځای کېږي. کاش همداسې وشي، په کار خو همدا ده. داسې یو څوک هم په حکومت کې شامل دی، ښه ډېره او غوښنه برخه یې هم په لاس کې ده او د مزیدو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ائتلافونه جوړوي او هغه هم د حکومت خلاف. دا خو د توجیه وړ نه ده. موږ وایو څوک چې ائتلاف کوي لومړی مسؤلیت یې دا دی چې لومړی دې له حکومت څخه ووځي، ښه خبره ده تاسو پر دې حکومت اعتراض لرئ، ترې ووځئ، دا قابل د توجیه نه ده چې څوک دې هم په حکومت کې شامل وي، هم دې په حکومت باندې اعتراض ولري او هم دې د حکومت پر خلاف د حکومت له منځه د اپوزیسیون ډله جوړه کړي او د حکومت مخالفت دې وکړي.
موږ ټولو ګوندونو ته بلنه ورکوو چې راځئ سره له دې چې ائتلافونه ناکام دي او تجربو ښودلې ده چې زموږ افغانان او سیاسي ګوندونه یې لا د دې وړتیا نه لري چې موفق ائتلافونه رامنځته کړي، چې دوام یې تضمین وي او په خپلو منځونو کې روغه جوړه وکړي، لوړ لوړ اهداف وټاکي او دې اهدافو ته د رسېدلو لپاره تر پایه یو د بل په څنګ کې ودرېږي، خو سره له دې ډېره ښه ده دا ئتلافونه دې رامنځته شي خو باید واضح اهداف ولري، د بحران د حل لپاره باید واضح او جامع طرحه ولري چې خپله هم ورباندې قانع وي، د حزب غړي یې هم ورباندې قانع وي او ملت هم ورباندې قانع کړی شي. دا هدف نه دی چې زه له دې حکومت سره اختلاف لرم، دا هدف وټاکئ چې له دې بحرانه د هیواد د وتلو لپاره څه طرحه ولرو!؟ موږ به د دغسې ائتلاف قدر کوو، درناوی او حمایت به یې کوو چې هغه راوړاندې شي او د بحران د حل لپاره جامع او عملي طرحه وړاندې کړي.
موږ اوس له هېڅ ګوند سره په ائتلاف کې شامل نه یو، له هېچا سره مو نه د انتخاباتو په ارتباط د ائتلاف پرېکړه کړې او نه هم د راتلونکي حکومت په ارتباط. نه د پارلماني انتخاباتو په ارتباط او نه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ارتباط. موږ (حزب اسلامي) له هېڅ لوري او ډلې سره په ائتلاف کې شامل نه یو. د دې پر ځای موږ ټول سیاسي ګوندونه راغونډ کړل او ومو ویل چې راځئ د انتخاباتو په ارتباط یو واحد دریځ غوره کړو، چې په انتخاباتو کې تغیر راشي، شفاف انتخابات ترسره شي، د تقلب، جعل او تزویر مخه ونیول شي، له دې انتخاباتو څخه د بحران د حل وسیله جوړه کړو، نتایج یې هم ټول ومنو او بیا یې د نتایجو پر سر زموږ تر منځ لانجې راولاړې نه شي. دا یو مؤثر کار و له یوه هدف سره راوړاندې شوي یو، هیله مو دا ده چې دا طرحه ټول لوري ومني. زه ګمان کوم او هیله من یم چې ټول لوري به د سیاسي ګوندونو له ګډې طرحې سره حتمأ توافق وکړي او ان شاءالله انتخابات به همداسې ترسره کېږي چې دغو ګوندونو ورباندې توافق کړی دی او قطعي غوښتنه یې ده چې د تقلب مخه به په هر صورت کې نیسو او اجازه به نه ورکوو چې دا انتخابات دې د مخکې په څېر له تقلب او درغلیو ډک وي.
د پارلماني انتخاباتو په تړاو مو له اکثرو ګوندونو سره توافق کړی او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ارتباط به په مناسب وخت کې خپل تصمیم نیسو، لا مو دا پرېکړه نه ده کړې چې څوک به موږ د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره راوړاندې کوو، دا له وخت وړاندې خبره ده. خو په یوه خبره باور لرو او له شک پرته باور، چې راتلونکی ولسمشر به ان شاءالله همغه څوک وي چې حزب اسلامي یې ملاتړ وکړي او د چا په څنګ کې چې حزب اسلامي ولاړ نه وي د بریا چاڼس یې موږ ته ډېر ډېر ضعیف برېښي.
په دې مو هم باور دی چې ملت تغیر غواړي، د آزمویل شوو څېرو ملاتړ بیا نه کوي، هغه چې اقتدار په لاس ورغلی خو ناکام شوي دي، ملت ته یې ښه امتحان نه دی ورکړی. ملت تغیر غواړي، دا تغیر تقریبأ په دې سیمه کې عام شوی دی، په پاکستان کې مو هم ولیدل چې ملت تغیر راووست او په ټاکنو کې اکثره پېژندل شوې او نومیالۍ څېرې ناکامې شوې، ستر ستر ګوندونه چې تل یې انتخابات ګټلي ناکام شول، هغه چې تل کله یوه انتخابات ګټلي او حکومت یې جوړ کړی او کله دا بل راوړاندې شوی انتخابات یې ګټلي او حکومت یې جوړ کړی، هغوی دواړه ناکام شول، اوس یوه نوې څېره او یو نوی ګوند بریالی شوی دی، مخصوصأ په خیبر پښتونخوا کې. له دې څخه معلومېږي چې د دې سیمې ملتونه اوس تغیر غواړي او ان شاءالله چې دا راتلونکي انتخابات به د دې تغیر شاهد وي. زما هیله دا ده چې موږ به په راتلونکي کې یو دروند، معتبر او د ملت له ملاتړ څخه برخمن پارلمان ولرو، که داسې وشول ان شاءالله زموږ ډېرې ستونزې به ورسره حل شي، که خدای کول همداسې به کېږي.
وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
سبحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لا إِلهَ إِلأَ انْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتْوبُ إِلَيْكَ

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018