تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د مجاهد امیر د علمي او روزنیزو درسونو لړۍ: «ساينس او د قرآن علمي اعجاز»

حکمتیار - یولسم درس

2018-08-13

په مسلمانانو كي د انسان د پيدايښت اړوند غلط باورونه 

په مسلمانانو كي ځيني خلك د بايبل تر اغېز لاندي تللي او د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه ئې د بايبل غلطه خبره منلې او هغه ئې د قرآن د آيتونو په تفسير كي كارولې، داسي چي گواكي الله تعالى لومړى د آدم عليه السلام مجسمه له خټي جوړه كړې، بيا ئې پر اور ايښې چي پخه شي، بيا ئې په هغې كي روح پو كړې او هغه راژوندى شوى، بيا ئې د ده له كيڼي پوښتۍ د ده مېرمن جوړه كړې!!! دا خبري نه د قرآن په كوم آيت كي راغلې او نه په صحيح الاسنادو احاديثو كي، د دې خبرو يوازينۍ منشأ بايبل دئ،

د مسيحيانو يو ډېر معروف انځورگر په خپلي مشهوري منظرې كي د دوو انسانانو او څو فرشتو انځورونه داسي رسم كړي چي فرشتې د وزر لرونكو ښځو په بڼه كي او خداى جل شأنه او آدم عليه السلام سره ورته د دوو انسانانو په څېره كي ښيي، فرشتو په خپلو وزرونو سره خداى لوړ نيولى او آدم پر زمكه پروت دئ او خداى د خپلي گوتي له لاري آدم ته روح وركوي!!!

دې انځور ته ځير شئ:

د بايبل خداى او انسان سره ورته ښيي

ملائكي د نجونو په بڼه كي ښيي، چي خداى حمل كوي

خداى ئې د خپلي گوتي له لاري آدم ته روح وركوي

قرآن دا ټولي غلطي خبري ردوي فرمايي:

 ليس كمثله شئ:  هيڅ شئ ده ته ورته نه دئ، نه خداى انسان ته ورته دئ او نه انسان خداى ته

هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ يَأْتِيَهُمُ اللهُ فِي ظُلَلٍ مِنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَإِلَى اللهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ

آيا له دې پرته بل څه ته انتظار نه كوي چي خداى د وريځو په چترۍ كي ورته راشئ او فرشتې هم، و كار پاى ته ورسول شي، په داسي حال كي چي چاري ټولي الله محول كېږي.

أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا

آيا ستاسو رب تاسو ته په زامنو سره غوره والى دركړى او ځان ته ئې فرشتې د ښځينه وو په توگه غوره كړې، يقيناً چي تاسو ډېره ستره بده خبره كوئ!! 

د قرآن گڼ شمېر آيتونه د دې انگېرني ترديد كوي او وايي چي د آدم عليه السلام پيدايښت داسي وو لكه د ده د اولاد پيدايښت، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چي اولاد ئې د مور په رحم كي له يوې وړې نطفې پيدا كېږي او آدم عليه السلام د مور له رحم بهر پيدا شوى، قرآن وايي چي د عيسى عليه السلام پيدايښت داسي وو لكه د آدم عليه السلام پيدايښت،

إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللهِ كَمَثَلِ آَدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ

له دې توپير سره چي دا د مور په رحم كي له پلار پرته پيدا شوى او هغه له مور او پلار پرته، د ده نطفه هم له خاوري جوړه شوې، د هغه هم او د آدم عليه السلام د ټولو اولادونو هم.

قرآن وايي چي لومړى د انسان پيدايښت پيل شوى او وروسته شكل او صورت وركړى شوى، همغسي لكه د مور په رحم كي چي انسان لومړى يو بې شكله او بې تصويره نطفه وي، ورو ورو ځانگړى شكل غوره كړي، غوږونه، سترگي، زړه، لاسونه او پښې او نور غړي ئې وروسته وروسته جوړ شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآَدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ * الاعراف: 11

او يقيناً چي موږ پيدا كړئ، بيا مو شكل او صورت دركړ، بيا مو ملائكو ته وويل چي آدم ته سجده شئ، نو له شيطان پرته ټولو سجده وكړه، چي (دى) له سجده كوونكو نه وو.

د دې مبارك آيت په اړه لاندي ټكو ته پام وكړئ:

د آيت په سر كي د ټولو انسانانو د خلقت خبره شوي خو وروسته يوازي د آدم عليه السلام يادونه شوي، د دې په توجيه كي د مفسرينو گڼ شمېر توجيهات زموږ مخي ته راځي، تر ټولو غوره او دقيقه توجيه دا ده چي د آدم عليه السلام پيدايښت په حقيقت كي د ټولو انسانانو د پيدايښت مقدمه ده.

د انسان (خلقت) او ده ته (شكل او صورت) وركول بېل بېل ياد شوي، د دې معنى دا ده چي آدم عليه السلام ته له پيدايښته وروسته صورت او شكل وركړى شوى، همداراز د ده اولاد ته له پيدايښت څه موده وروسته صورت او شكل وركول كېږي، دواړه سره ورته دي، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چي آدم عليه السلام له مور پلار پرته پيدا شوى. قرآن په دې وينا سره نه يوازي يو ستر حقيقت بيان كړى، بلكي دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، انسان د پيدايښت په لومړيو شپو ورځو كي يوه نطفه وي، بيا په رحم پوري ځوړند توكى، بيا ژوول شوې غوښي ته ورته د غوښي ټوټه، ... په پاى كي ورته د يوه ماشوم شكل او صورت وركړى شي. د دې وينا په اهميت هغه څوك پوهېږي چي د انسان د پيدايښت د مختلفو مراحلو په اړه ئې ژوري علمي څېړني او تحقيقات كړي وي.

په دي بل تصوير كي جنين د ژوول شوې غوښي په بڼي كي برېښي. 

دا آيت د هغو خلكو غلطه انگېرنه بې بنسټه ثابتوي چي وايي: لومړى د انسان مجسمه جوړه شوې بيا په كي روح پو كړى شوې!! قرآن د دې رأيي په خلاف وايي چي انسان ته د ده له پيدايښته وروسته صورت او شكل وركړى شوى. د دوى دا رأيه نه په قرآن كي كوم بنسټ لري او نه په صحيحو احاديثو كي، دوى دا رأيه له بايبل اخيستې ده، دوى احسن الخالقين خداى په يوه كلال قياس كړى، بايبل په دې اړه ليكي: ... دغه وخت خداى آدم له خاوري جوړ كړ او بيا ئې د ده په پزه كي د ژوند روح پو كړه او ده ته ئې ژوندون ورپه برخه كړ او له آدمه يو ژوندى موجود جوړ شو!

 

انسان څنگه پيدا شوى؟

اما دا چي آدم عليه السلام څنگه له خاوري پيدا كړى شو؟ او قرآن په دې اړه څه وايي؟ د دې په ځواب كي لاندي خبري په پام كي وساتئ:

دا سؤال يوازي د لومړي انسان د پيدايښت په اړه نه دئ مطرح، د ټولو ژوو، حيواناتو او نباتاتو په اړه مطرح دئ. بايد د ټولو د لومړي جد د پيدايښت په اړه ځواب وركړى شي.

كله چي د انسان د پيدايښت په اړه څه وايو او اړوند آيتونه ئې څېړو نو بايد متوجه وو چي په دې څېړني كي د قرآن ټول هغه آيتونه په پام كي ولرو چي د انسان او نورو ژوو د پيدايښت د څرنگوالي په اړه ئې بحث كړى، د رسول الله صلى الله عليه و سلم لارښووني هم خپلي مخي ته كېږدو او د خلقت په اړه د الله تعالى عام سنت هم په پام كي ولرو. داسي تعبير وړاندي نه كړو او وئې نه منو چي له نورو آيتونو سره تعارض رامنځته كوي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح احاديث ئې ملا تړ او تأييد نه كوي او د الله تعالى له عام او مشهودو سننو سره اړخ نه لگوي. 

د انسان د پيدايښت په اړه زموږ ځواب بايد داسي وي چي هم د نورو ژوو د پيدايښت په اړه صدق وكړي او هم ئې زموږ عقل ومني، داسي ځواب ناقص دئ چي د الله تعالى د كوم مشهود سنت خلاف وي او عقل ئې نشي منلى، دا ځكه چي په قرآن كي نه د الله تعالى د سننو خلاف څه شته او نه د عقل خلاف. زموږ ځواب بايد دا راته روښانه كړي چي له ويروس او ميكروب نيولې تر فيل او ډايناسور پوري او له بكتريا او واړه بوټي نيولې تر سترو سترو ونو پوري، دا د زمكي د سر ټول ژوي او نباتات څنگه پيدا شوي، د پيدايښت پيل ئې څنگه وو او لومړۍ جوړه ئې څنگه پيدا شوې. آيا لومړى د ټولو دوې دوې مجسمې (د نر او ښځي) جوړې شوې، بيا روح په كي پو شوې، ژوندي شوي او له همدغو لومړيو جوړو ئې نسل دوام كړى؟ او كه داسي چي لومړى د هر ژوي يوه وړه نطفه پيدا شوې، دا نطفه په دوو برخو (نر او ښځي) وېشل شوې، ورو ورو ستر شوي، د يوې بشپړې جوړې په توگه ئې وده كړې او بيا له همدغي بشپړي جوړې د هغوى نسل دوام كړى؟ داسي لكه نن چي په خپلو سترگو گورو چي ټول ژوي او بوټي، كه ستر دي او كه واړه، له داسي وړې نطفې ئې پيدايښت پيل كېږي چي په سترگو نه ليدل كېږي، گڼ شمېر مراحل پرې تېر شي، ورو ورو د كمال او بشپړېدو په لوري وده وكړي او له څه مودې وروسته د يوه بشپړ ژوندي مخلوق په توگه راڅرگند شي. موږ په دې خور وور عالم كي د پيدايښت داسي بېلگه نه گورو چي د دې عام او مشهود الهي سنت خلاف لومړى د هغه بشپړه مجسمه جوړه شي او بيا روح په كي پو شي، داسي ژوى مو نه دئ ليدلى چي پيدايښت ئې له يوې وړې نطفې نه وي پيل شوى. دا عام الهي سنت او زموږ عقل راته وايي چي د اوسني پيدايښت توپير به له لومړي پيدايښت سره يوازي په دې كي وي چي اوس له يوې جوړې او د نر او ښځي له ازدواج راپيدا كېږي او په لومړي سر كي ئې دا جوړه (زوج) له يوې نطفې جوړه شوې او له دې وروسته ئې د اوسني طرز پيدا كېدو لړۍ پيل شوې. اوس ئې نطفه د مور په رحم كي جوړېږي او هغه مهال په زمكي كي جوړه شوې، اوس ئې نطفه د نر او ښځي د نطفو له يو ځاى كېدو جوړېږي او هغه مهال يوه نطفه په دوو (نر او ښځي) تقسيم شوې.

د انسان د پيدايښت په اړه يوه دا رأيه مخي ته راځي چي ډېره معروفه ده، هم په مسلمانانو كي او هم له مسلمانانو نه مخكي په اهل كتابو كي، مسلمانانو ته هم په اصل كي له اهل كتابو راغلې، په مسلمانانو كي چا چي د لومړي ځل لپاره دا خبره كړې، هغه په حقيقت كي د اهل كتابو رأيه بيان كړې خو نورو دا د ده رأيه گڼلې، معروفه رأيه دا ده: د آدم عليه السلام د كالبد خاوره له زمكي راغونډه كړى شوه، اوبه پرې توى شوې، خټه ترې جوړه شوه، ډېره موده پرې تېره شوه، خټه ورسته، توره او بوى ناكه شوه، له دې ئې د ده څېره او مجسمه جوړه كړه، په اور ئې كېښوده، پخه شوه او بيا الله په هغه كي روح پو كړه او ژوندى شو او د ده له ژوندي كېدو وروسته، يا د ده له اضافي خټي او يا د ده له يوې پوښتۍ ئې د ده جوړه راپيدا كړه. 

خو د قرآن په هيڅ ځاى كي دا نه دي ويل شوي چي لومړى د آدم عليه السلام او د ده د زوجې هيئت او څېره جوړه شوې، بيا روح په كي پو شوې. او نه هم په هيڅ صحيح الاسناد حديث كي دا ويل شوي، كه خبره داسي وى نو هرومرو به په قرآن كي په همدې الفاظو ذكر شوې وه، نه يوازي د آدم عليه السلام په اړه بلكي د نورو ژوو په اړه به هم همداسي ويل شوي وو چي لومړى ئې د ټولو هيئتونه جوړ كړل، بيا ئې په كي پو كړل او راژوندي شول، لكه څنگه چي د عيسى عليه السلام له قوله فرمايي:

أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ : زه ستاسي لپاره له خټي د مرغه څېره جوړوم، بيا په هغه كي پو كوم، نو هغه به د الله په اذن سره ژوندى مارغه شي.

قرآن د الله كتاب دئ، هر مطلب په ډېر دقت سره په كي بيان شوى، د شك مجال نه پرېږدي، يوازي د كږو زړونو خاوندان له هغه كوږ مطلب اخلي. څنگه ممكنه ده چي د آدم عليه السلام پيدايښت دي د هيئت په بڼه كي شوى وي او قرآن دي په هيڅ ځاى كي هغه ته اشاره نه وي كړې؟!!

د قرآن لاندي دوو آيتونو ته لږ په دقت سره ځير شئ:

وَاللهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللهِ يَسِيرٌ * فاطر: 11

او الله تاسو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا ئې جوړه جوړه كړئ، نه كومه ښځينه څه حمل كوي او نه ئې زېږوي، مگر د ده په علم سره او نه د كوم عمر خاوند عمر ورزياتېږي او نه ئې عمر كمېږي مگر دا چي په كتاب كي (ثبت) دي او دا كار الله ته آسان دئ.

كه دې آيت ته لږ ځير شئ نو په ډېر صراحت او وضاحت سره ترې معلومېږي چي د انسان لومړۍ جوړه له يوې نطفې جوړه شوې، دلته الله تعالى فرمايي چي تاسو مو لومړى له خاوري، او بيا له يوې نطفې راپيدا كړئ او بيا مو جوړه جوړه پيدا كړئ، يعني د انسان پيدايښت لومړى له خاوري د يوې نطفې په بڼه كي پيل شوى او بيا ئې د زوج زوج پيدا كېدو لړۍ پيل شوې. څوك چي له دې پرته بله رأيه وړاندي كوي د قرآن له دې څرگند آيت سره مخالفت كوي.

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ (3) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ نُطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُبِينٌ * النحل: 3 ـ 4

آسمانونه او زمكه ئې په حقه پيدا كړل، لوړ دئ له هغه څه نه چي ورسره شريكوي ئې، انسان ئې له نطفې پيدا كړ او هغه څرگند جگړمار شو.

له دغو آيتونو څو خبري په ډېر صراحت او وضاحت سره معلومېږي:

د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره ده.

له خاوري د ده نطفه جوړه شوې.

بيا له دې نطفې د ده جوړه پيدا شوې. يعني د زوج زوج (نر، ښځي) پيدا كېدا لړۍ ئې له نطفې وروسته پيل شوې، يوه نطفه په يوې جوړې بدله شوې. له يوې جوړې د ده پيدا كېدا له دې وروسته پيل شوې.

په دغو آيتونو كي د انسان لومړني پيدايښت ته اشاره شوې، د آسمانونو او زمكي له خلقت وروسته او ورپسې دا خبره كول چي انسان ئې له نطفې پيدا كړ، دا مطلب په گوته كوي چي دلته د انسان لومړني پيدايښت ته اشاره شوې، نه وروستي پيدايښت ته. ابتدائي پيدايښت ئې هم د نطفې په بڼه كي پيل شوى، ډيره عجيبه ده چي څوك د دې صريح آيتونو خلاف خبره كوي. دې ته مو هم پام وي چي اوس د انسان له نطفې يا نارينه ماشوم جوړېږي او يا ښځينه، دا پرېكړه هغه مهال كېږي چي د نارينه او ښځي د مني نطفې (سپرم او اووم) سره يو ځاى كېږي، كه د ښځي په بيضې كي د نارينه د مني x سپرم ځاى په ځاى شو نو ماشوم به هلك وي او كه y سپرم ځاى په ځاى شو نو ماشوم به نجلۍ وي، د دې معنى دا ده چي د جنس (نر او ښځي) نوع د پيدايښت په لومړي سر كي ټاكل كېږي نه وروسته، او دا آيت وايي چي بيا له دې نطفې د ده جوړه پيدا شوې، او د دې معنى له دې پرته بل څه نشي كېدى چي دلته د لومړي انسان پيدايښت ته اشاره شوې، هغه مهال له يوې نطفې يوه جوړه پيدا شوې.

الله تعالى يوازي آدم عليه السلام له خاوري نه دئ پيدا كړى بلكي د ده اولاد هم هره ورځ له خاوري پيدا كوي، دا ځكه چي د هر يوه نطفه له هغو موادو جوړېږي چي له زمكي راټوكېږي، دا خاوره ده چي په دانې او مېوې بدله شي او د انسان په وجود كي د ده نطفه ترې جوړه شي او بيا د دغو نطفو له تلفيق انسان جوړ شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ * الحج: 5

اې خلكو! كه د بيا ژوندون په اړه په شك كي يئ، نو موږ خو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا له علقې، بيا له ژوول شوې يوې ټوټې غوښي چي انځور شوې او نه انځور شوې وي، ترڅو تاسو ته وښيو او څه چي وغواړو تر يوې نېټې ئې په رحم كي ځاى پر ځاى كوو، بيا مو د ماشوم په څېر راباسو، بيا (همداسي ستاسو پالنه كوو) تر څو خپل قوت ته ورسېږئ او له تاسو ځيني ومري او ځيني مو تر ټولو لوېدلي عمر ته ورسېږي، هومره چي له پوهېدو وروسته په څه نه پوهېږي او زمكه گورې چي وچه كلكه ده، خو كله چي اوبه پرې نازل كړو، وخوځېږي، وده وكړي او هر راز سمسور بوټي راوټوكوي.

دلته د ټولو انسانانو د عادي او ورځني خلقت مختلفو پړاوونو ته اشاره شوې، چي له خاوري پيل او په مرگ ئې پاى ته رسي، په بل ځاى كي د خاوري او خټي عصاره او خلاصه د انسان د تركيب ماده گڼي او دا د قرآن يوه بله معجزه ده چي وايي انسان د زمكي له خلاصې راپيدا شوى، يعني د ده په وجود كي د ټولو هغو شيانو بېلگه شته چي په زمكه كي شته، انسان اوس په دې پوه شوى چي په رښتيا د انسان په وجود كي ټول هغه عناصر شته چي په زمكي كي شته، د ده د جسم په تركيب كي د اوسپني په څېر مواد هم شته، له نن سل كاله مخكي كه چا دا خبره كړې وى چي د انسان په جسم كي د اوسپني په څېر د زمكي نور مواد هم شته، خداى خبر چي د ده په خبري به ئې څومره خندلي وو، خو علم نن په دې حقيقت پوه شوى او د انسان د جسم د تركيب په اړه د قرآن همدا خبره كوي. 

د طٰهٰ د سورې د پنځه پنځوسم آيت په وروستۍ فقره كي راغلي: زما رب همغه دئ چي وايي: له همدې زمكي مي پيدا كړئ او همدې ته مو بيا ورگرځوم او له همدې مو يو ځل بيا راباسو!! د دې معنى دا ده چي په لومړي ځل ئې هم له دغي زمكي راايستلي يو او د قيامت په ورځ به مو يو ځل بيا له همدې زمكي راباسي، او دا همغه مطلب دئ چي د نوح د سورې په 17 آيت كي داسي راغلى: وَ اللَّهُ أَنبَتَكم مِّنَ الأَرْضِ نَبَاتاً: او الله له زمكي راوټوكولئ په ځانگړي ټوكولو سره.

متأسفانه ځيني كسان د آدم عليه السلام د پيدايښت، په ده كي د روح پو كول، په جنت كي ځاى پر ځاى كېدل، ده ته د شيطان وسوسه او له جنته د ده د وتلو په اړه داسي څه وايي لكه چي يا هغه زموږ جد نه وي او يا موږ د ده اولاد نه وو، د ده پيدايښت، ژوند او مرگ بايد همغسي وي لكه د ده د اولاد، يوازي په دومره توپير سره چي هغه له مور او پلار پرته پيدا شوى، په ده كي د روح پو كول به همغسي وو لكه د ده اولاد ته چي په خاص وخت كي روح وركوي، ده ته د شيطان وسوسه بايد همغسي وي لكه نن چي شيطان د ده اولاد وسوسه كوي، الله تعالى خو موږ ته د آدم عليه السلام د پيدايښت په قصه كي زموږ د پيدايښت څرنگوالى راښيي، موږ ته د انسان او د هغه ځانگړتياوي او خصوصيات رامعرفي كوي، د ده د عروج او زوال عوامل راښيي، شيطان او د هغه وسوسې را په گوته كوي، دا زموږ د جد قصه ده، د دې قصې په هينداره كي بايد خپل مخ وگورو او خپل ځان وپېژنو. په دې اړه تفصيلي بحث د قرآن پلوشې تفسير د النساء او الاعراف په سورتونو كي وگورئ.

ما د غرب د يوه معروف ساينس پوه كتاب لوستو، دې ځاى ته ورسېدم چي ليكلى ئې وو: د ژوو پيدايښت له black soup يعني توري شوروا پيل شوى، بې اختياره مي اوښكي توى شوې او له ځان سره مي وويل: آيا د قرآن دغه معجزه كافي نه ده، دا ساينس پوه له كلونو كلونو تحقيقاتو وروسته هغه خبره كوي چي قرآن لاډېر د مخه كړې، دى ورته black soup وايي او قرآن ورته توره خټه!!

راشئ د بايبل دا ادعاء چي وايي لومړى د انسان مجسمه جوړه شوې بيا انسان ډوله خداى د هغه په پزه كي روح پو كړې!! لږ په دقت سره وڅېړو او وگورو چي دا څومره بې معنى، د حقيقت خلاف او افسانې ته ورته خبره ده!!

موږ هره شېبه په خپلو سترگو گورو چي الله تعالى ژوندي مخلوقات څنگه پيدا كوي، څنگه ئې له مړې خاوري جوړوي، څنگه روح په كي پو كوي او ژوندى مخلوق ترې جوړوي، آيا دغه څه چي موږ ئې په خپلو سترگو گورو له هغه څه سره مطابقت لري چي بايبل ئې د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه وايي؟! آيا د ژونديو شيانو په پيداكولو كي د الله تعالى سنت همداسي دئ چي لومړى د يوه شي مجسمه جوړوي، بيا ئې په پزه كي روح ور پو كوي او ژوندى مخلوق ترې جوړوي؟! آيا د بايبل ليكونكي او منونكي همداسي پيدا شوي؟! كه دوى داسي نه وي پيدا شوي نو د دوى جد آدم عليه السلام به ولي داسي پيدا شوى وي؟! الله تعالى خو انسانان، حيوانات او بوټي داسي پيدا كوي چي په سر كي وړوكې نطفه وي، ورو ورو ستره شي او يو بشپړ ژوندى مخلوق ترې جوړ شي، څنگه ومنو چي لومړى الله تعالى د ټولو ژوو مجسمې جوړې كړې، بيا ئې د دوى په پزو كي روح پو كړې او ژوند ئې ورپه برخه كړى!! دا انگېرنه خو نه له انساني عقل سره اړخ لگوي او نه په پيدايښت كي د الله تعالى له مشهود او نه بدلېدونكي سنت سره.

انسان تر نورو ژوو وروسته پيدا شوى

كه تاسو د الحجر د سورې له 16 آيت تر 27 آيت پوري له نظره تېر كړئ نو ډېر ژر به متوجه شئ چي الله تعالى لومړى زمكه او آسمانونه پيدا كړي، بيا ئې اوبه پيدا كړې، بيا ئې د زمكي د سر بوټي او نور ژوي پيدا كړي او په پاى كي ئې انسان پيدا كړى. په 16، 19، 20، 22، آيتونو كي د آسمانونو، زمكي، غرونو، اوبو، بوټو، حيواناتو پيدايښت ته اشاره شوې او ورپسې په 26 آيت كي د انسان پيدايښت ته، په 27 آيت كي ويل شوي چي پېريان هم تر انسانانو مخكي پيدا شوي، آيتونه دا دي:

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ (16)

وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ (19) وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ (20) وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ (21) وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ (22)

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (26) وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ (27) وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (28)

دا تسلسل ښيي چي د انسان تر پيدايښت وړاندي ئې د ده د معيشيت ټول ضروري شيان پيدا كړي، او دا هغه حقيقت دئ چي ساينسپوهان اوس پرې پوه شوي، او همدغه خبره كوي چي قرآن څوارلس پېړۍ وړاندي كړې، يقيناً چي دا د قرآن يو داسي ستر علمي اعجاز دئ چي هر د بصيرت او عقل خاوند پرې اعتراف كوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم هم د انسان او نورو ژوو د پيدايښت په اړه فرمايلي چي الله تعالى انسان د پيدايښت د مراحلو د وروستۍ شپږمي مرحلې په پاى كي پيدا كړ.

ابوهريره رضي الله عنه وايي: پيغمبر عليه السلام تر لاس ونيولم او راته وئې ويل: الله تعالى د شنبې په ورځ خاوره پيدا كړه، د يكشنبې په ورځ غرونه، د دوشنبې په ورځ نبات، د سه شنبې په ورځ مكروه، د چهارشنبې په ورځ نور، د پنجشنبې په ورځ خزندگان او د جمعې په ورځ، د پيدايښت په پاى او د ورځي په آخر كي، د ماښام او مازديگر تر منځ ئې آدم عليه السلام پيدا كړ.

عَنْ أَبِي هرېرَةَ، قَالَ أَخَذَ رَسُولُ اللّهِ بِيَدِي فَقَالَ: «خَلَقَ اللّهُ عَزَّ وَجَلَّ، التُّرْبَةَ يَوْمَ السَّبْتِ. وَخَلَقَ فِيهَا الْجِبَالَ يَوْمَ الأَحَدِ. وَخَلَقَ الشَّجَرَ يَوْمَ الإِثْنَيْنِ. وَخَلَقَ الْمَكْرُوهَ يَوْمَ الثُّلاَثَاءِ. وَخَلَقَ النُّورَ يَوْمَ الأَرْبِعَاءِ. وَبَثَّ فِيهَا الدَّوَابَّ يَوْمَ الْخَمِيسِ. وَخَلَقَ آدَمَ، عَلَيْهِ السَّلاَمُ، بَعْدَ الْعَصْرِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ. فِي آخِرِ الْخَلْقِ. فِي آخِرِ سَاعَةٍ مِنْ سَاعَاتِ الْجُمُعَةِ. فِيمَا بَيْنَ الْعَصْرِ إِلَىٰ اللَّيْلِ».

دا مبارك حديث د زمكي پر سر د پيدايښت مختلف مراحل توضيح كوي او وايي چي د زمكي پر سر د خاوري پيدا كېدل د پيدايښت مقدمه وه، له خاوري وروسته لومړى غرونه، بيا نباتات، بيا مكروه، بيا نور، بيا خزندگان او په پاى كي آدم عليه السلام پيدا شوى. د دې روايت په اړه بايد دا خبري هم په پام كي ولرئ چي ځيني برخي ئې دقت ته ضرورت لري، لكه دا چي يو څه د مكروه په نامه ياد شوي چي د احاديثو شارحين بېل بېل شيان د دې مصداق گڼي، همدا راز ويل شوي چي نور د چهارشنبې په ورځ پيدا شوى، چي ښايي مراد به ئې هغه حالت وي چي د زمكي د سر پرېړي ورېځي خورې او سره بېلي شوې او د لمر پلوشې پر زمكه لگېدلې، ځكه نور تر دې ډېر د مخه پيدا شوى، لمر او زمكه د غرونو له پيدا كېدو وړاندي ځلانده ول. 

په الله قسم چي د قرآن دا هره وينا او هر آيت يو ستر علمي اعجاز دئ، داسي ستر اعجاز چي كه تاسو ئې د هر باانصافه عالم په وړاندي كېږدئ نو محال ده چي هغه به دې ته سر ټيټ نه كړي او دا به يوه معجزه ونه گڼي، متأسفانه ناپوه كسان او د اسرائيلي رواياتو تر اغېز لاندي راغلي كسان د دغو مباركو آيتونو داسي غلط تعبير وړاندي كوي چي د قرآن له دغو معجزاتو په قرآن د اعتراض خبره جوړوي!! د قرآن كريم د دغو آيتونو په اهميت هغه څوك پوهېږي چي د زمكي د پيدايښت په اړه دقيق معلومات ولري، تاسو دا خبري يوه ساينس پوه ته وكړئ او وگورئ چي هغه به په هره خبره څومره حيرت كوي!!

 

شيعه د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه څه وايي؟

شيعه د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه يو روايت لري چي امام باقر رحمه الله ته ئې منسوب كړى او وايي: تر آدم عليه السلام مخكي په زرگونو زرگونو آدمان تېر شوي!! دا رأيه نه له قرآن سره اړخ لگوي، نه له عقل سره او نه له علم سره، قرآن په ډېر صراحت سره او په مكرره توگه فرمايي چي د انسانانو د پيدايښت لړۍ له يوه نفس او يوې جوړې (آدم او د هغه مېرمن) پيل شوې، زموږ عقل او درايت همدا خبره كوي، ساينس او علم همدا خبره كوي، نه پوهېږو په دغو خلكو څه مصيبت نازل شوى چي د قرآن او عقل خلاف روايات مني او په داسي څه باور كوي چي نه كوم عقلي دليل ورته لري او نه په ټول قرآن كي د هغه لپاره كوم شاهد!!

 

آيا يو ژوندى نفس په دوو بدلېدى شي؟

دا يوه مهمه پوښتنه ده چي هر څوك ئې په خپل ذهن كي لري او وايي د انسانانو پيدايښت څنگه پيل شوى؟ له يوه مور پلار كه له بېلابېلو؟ كه دا لومړۍ جوړه يوه وي يا بېلي بېلي وي، پيل ئې څنگه وو؟ له سره يوه مكمله جوړه پيدا شوې، كه ورو ورو ئې له يوه حالته بل ته ارتقاء كړې؟ له انسانه علاوه د نورو ژوو، مخصوصاً هغه چي د انسانانو په څېر له مور، پلار پيدا كېږي، د پيدايښت لړۍ څنگه پيل شوې؟ كوم سؤالونه چي د انسان د پيدايښت په اړه مطرح دي د نورو ژوو په اړه هم مطرح دي. آيا كېدى شي ومنو چي لومړى د ټولو ژوو نارينه پيدا شوي بيا د دوى له بدنه ښځينه ئې جوړه شوې؟ آيا يو ژوندى نفس په دوو بدلېدى شي؟ د ساينس په نړۍ كي تر نولسمي پېړۍ پوري څوك په دې نه پوهېدو چي كېدى شي يو ژوندى مخلوق په دوو ژونديو ساكښو تجزيه شي، دا ئې محال گڼله، خو په نولسمي پېړۍ كي په دې پوه شو چي په ژونديو مخلوقاتو كي ځيني داسي هم شته چي تكاثر ئې د نر، ښځي د القاح له لاري نه وي، بلكي يو موجود په دوو تجزيه شي، آميب ئې يو مثال دئ او په شلمي پېړۍ كي دا حقيقت ورته څرگند شو چي د انسان په وجود كي هم د ځينو حجراتو تكاثر د همداسي تجزيي له لاري ترسره كېږي، يوه حجره په دوو بدله شي. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي، د قرآن دغه آيت ته ځېر شئ:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا * النساء: 1

اې خلكو! له خپل هغه رب ووېرېږئ چي له يوه نفس ئې راپيدا كړئ او له هغه ئې د ده جوړه راپيدا كړه او له دواړو ئې ډېر نارينه او ښځي خواره كړل، هم د هغه الله په نسبت تقوى ولرئ چي په خپلو كي غوښتني پرې كوئ او هم د خپلوۍ په اړه، بې شكه چي الله ستاسو څارونكى دئ.

كه د دې آيت الفاظو ته په دقت سره ځير شئ نو وبه گورئ چي دلته ټولي پورتني پوښتني ځواب شوې. له دې آيته معلومېږي چي انسان له لومړي سره انسان پيدا شوى، يو نفس په يوې جوړې بدل شوى او بيا له همدې جوړې د ده د نسل سلسله پيل شوې او دا ځواب موږ ته دا لارښوونه كوي چي د نورو ژوو د پيدايښت لړۍ به هم دې ته ورته وي، د هري نوعي لپاره به لومړى يو نفس پيدا شوى وي، بيا له دې يوه جوړه او بيا دغه جوړه ئې د توالد او تناسل ذريعه گرځېدلې.

په دې آيت كي څو اساسي مطالب راغلي:

د ټولو انسانانو خالق او پالونكى يو دئ.

د ټولو انسانانو پيدايښت له يوه نفس پيل شوى، له همدې يوه نفس د ده جوړه راپيدا شوې او بيا له دې دواړو د انسانانو د خورېدو لړۍ پيل شوې، د انسانانو پلار، مور يوه جوړه ده، په رگونو كي ئې يوه وينه ده، نسب ئې يو دئ، د يوې كورنۍ غړي دي، داسي نه ده چي نسلونه ئې بېل بېل او په نسب كي يو له بله بېل وي، داسي نه ده چي د نړۍ په بېلو بېلو سيمو كي بېل بېل نسلونه راپيدا شوي وي، د تور پوستو پلار بېل او د سپين پوستو بېل وي، عرب له يوه پلاره او عجم له بل پلاره پيدا شوي وي.

د هغه چا پروا ولرئ چي ستاسو خالق او پالونكى دئ، ستاسو د ټولو غوښتنو مرجع ده، ستاسو اړتياوو ته ځواب وايي، ستاسو ضرورتونه رفع كوي، يو له بله ستاسو غوښتنه هم د ده په نامه وي.

په خپلمنځي تعلقاتو كي بايد دې ته متوجه وئ چي تاسو ټول په حقيقت كي د يوې كورنۍ غړي يئ، د دغي خپلوۍ خيال وساتئ. ځان تر بل لوړ مه گڼئ، خپل ورور ته د حقارت په سترگه مه گورئ، پرخپل ورور ظلم مه كوئ.

معامله مو له هغه رب سره ده چي ستاسو د ټولو كړو وړو څارنه كوي.

كه څه هم ځينو مفسرينو له (ارحام) هغه ذوي الارحام مراد كړي چي نږدې خپلوان گڼل كېږي، خو د آيت له لومړۍ برخي په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي له دې مراد هغه عامه خپلوي ده چي د گډ مور پلار په وجه د ټولو انسانانو ترمنځ شته. همدا راز (تسائلون)، يو له بل غوښتل او ډېر او مكرر غوښتل افاده كوي، موږ هر څه د الله د نامه په يادولو سره غواړو، يو له بله هم او له دې پرته هم، دا د ټولو انسانانو په فطرت كي اېښودل شوي، هندو او بودائي د بت خوا كي، مسيحي د مريم او عيسى عليهما السلام د مجسمو خوا ته، زردشتيان د اور په څنگ كي د خداى په نامه سؤالونه كوي، له خدايه سؤال كول ئې د فطرت په حكم سره دئ خو د الله په پېژندو كي دوكه شوي.

ځينو نفس واحد په غلطه توگه تعبير كړى او دا معنى ئې ترې راايستلې چي تاسو ئې له يوه جنسه پيدا كړي يئ، د ټولو د پيدايښت ماده يوه ده او له يوه جنسه پيدا شوي يئ، خو دقيقه معنى ئې دا ده چي له يوه نفس ئې د هغه جوړه پيدا كړه او بيا له دوى دواړو (آدم او حواء) ئې د دوى اولاد.

د آيت له الفاظو په صراحت سره معلومېږي چي لومړى يو نفس پيدا شوى او بيا له همدې يوه نفس يوه جوړه (نر او ښځه) جوړه شوې او بيا له دې جوړې د انسانانو د تناسل او توالد لړۍ پيل شوې. د انسانانو د پيدايښت په اړه د قرآن دا بيان هغه واهي او بې بنسټه نظريه له بنياده ردوي چي انسانان په مختلفو نسلونو وېشي او د هر نسل او نژاد لپاره بېل بېل اجداد ثابتوي.

دا آيت وايي چي د انسانانو لومړۍ جوړه، آدم او حواء عليهما السلام له واحد نفس او يوه ژوندي مخلوق پيدا شوي، داسي نه چي دوه بېلي بېلي مجسمي جوړي شوې وي او بيا په دواړو كي روح پو شوې وي!!

د دې آيت دقيقه تشريح او له (واحد نفس) د ده د جوړې د پيدايښت څرنگوالى په لاندي آيت كي بيان شوى:

وَاللهُ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِنْ مُعَمَّرٍ وَلَا يُنْقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللهِ يَسِيرٌ * فاطر: 11

او الله تاسو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا ئې جوړه جوړه كړئ، نه كومه ښځينه څه حمل كوي او نه ئې زېږوي، مگر د ده په علم سره او نه د كوم عمر خاوند عمر ورزياتېږي او نه ئې عمر كمېږي مگر دا چي په كتاب كي (ثبت) دي او دا كار الله ته آسان دئ.

له دغه آيته څو خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي:

د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره ده.

له خاوري د ده نطفه جوړه شوې.

بيا له دغي نطفې د ده جوړه پيدا شوې. يعني هغه (واحد نفس) دغه له خاورو جوړه شوې نطفه وه چي له هغې ئې د ده (زوج او جوړه) راپيدا كړه او بيا له دغي جوړې د ده د نسل د پيدا كېدو لړۍ پيل شوې.

د دې مبارك آيت له دغه قاطع او صريح بيان سره سره چي څوك په دې خبري كي شك كوي چي د آدم عليه السلام پيدايښت له نطفې پيل شوى، هغه به په قرآن باور نلري او د الله تعالى د قول په مقابل كي به د بل چا قول ته اعتبار وركوي!!

 

د ژوندون پسرلى

د قرآني آيتونو او د پيغمبر عليه السلام د احاديثو په رڼا كي د ژوو د پيدايښت په اړه ويلى شو چي الله تعالى د زمكي او آسمان له پيدا كولو وروسته د زمكي پر سر داسي شرائط برابر كړي چي د ژونديو مخلوقاتو د پيدا كولو او د هغوى د رشد او ودې لپاره ضروري دي، كولى شو دا شرائط د (ژوند پسرلى) ونوموو، لكه څنگه چي په هر پسرلي كي مړه ژوي د زمكي له تل نه سر رااوچت كړي، راوټوكېږي او ونه او بوټى ترې جوړ شي، همداراز د زمكي پر سر د ژونديو مخلوقاتو د پيدايښت لړۍ ئې هم د (ژوند په هغه پسرلي) كي پيل كړې، د مختلفو موجوداتو نطفې ئې پيدا كړې، له دغو نطفو ئې د دوى ازواج او جوړې راپيدا كړي او په دې سره ئې په زمكي كي د دوى د نسل د دوام او بقاء لار آواره كړې.

قرآن د هغه چا په ځواب كي چي د قيامت بيا ژوندون نه مني، د انسان لومړنى پيدايښت او د ده هره ورځ پيدايښت او له زمكي او خاوري د نباتاتو راټوكېدل د دلائلو په توگه وړاندي كوي، له دې معلومېږي چي د پيدايښت په اړه د الله مشهود سنت د مخكني او وروستني پيدايښت لپاره دليل دئ. په دې اساس موږ هغه چا ته چي د ابتدائي پيدايښت په اړه پوښتنه كوي، وايو: دا پيدايښت هم داسي دئ لكه دا اوس اوس چي الله ژوندي شيان پيدا كوي، هر ژوندى مخلوق له نطفې راپيدا كوي، همداسي ئې په ابتداء كي له نطفې راپيدا كړي. په سر كي د مور له رحم بهر او وروسته د مور په رحم كي. د قيامت په ورځ به ئې داسي راپيدا كوي لكه په لومړي ځل د ده پيدايښت، دا مطلب په دغه حديث كي ډېر ښه توضيح شوى:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « مَا بَيْنَ النَّفْخَتَيْنِ أَرْبَعُونَ » . قَالَ أَرْبَعُونَ يَوْمًا قَالَ أَبَيْتُ . قَالَ أَرْبَعُونَ شَهْرًا قَالَ أَبَيْتُ . قَالَ أَرْبَعُونَ سَنَةً قَالَ أَبَيْتُ . قَالَ « ثُمَّ يُنْزِلُ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً . فَيَنْبُتُونَ كَمَا يَنْبُتُ الْبَقْلُ لَيْسَ مِنَ الإِنْسَانِ شَىْءٌ إِلاَّ يَبْلَى إِلاَّ عَظْمًا وَاحِدًا وَهْوَ عَجْبُ الذَّنَبِ ، وَمِنْهُ يُرَكَّبُ الْخَلْقُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ »  رواه البخاري و مسلم

له ابوهريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: "(د قيامت د ورځي) د دوو پو كېدا تر منځ به څلوېښت وي"، چا ابوهريره ته وويل: څلوېښت ورځي؟ هغه وويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: څلوېښت مياشتي؟ وئې ويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: څلوېښت كلونه؟ وئې ويل: ما ډډه وكړه، وئې ويل: "بيا به الله تعالى له آسمانه اوبه ووروي، نو په دې سره به داسي راټوكېږي لكه نباتات، د انسان هيڅ څه داسي نه وي چي وروست نشي او له منځه ولاړ نشي مگر يو هډوكى ئې چي هغه د ملا د تير وروستۍ برخه ده، او له همدې به ئې د قيامت په ورځ پيدايښت تركيب كېږي.

 

آيا د مور له رحم بهر پيدايښت ممكن دئ؟

كه څوك پوښتنه وكړي چي آيا د مور له رحم بهر هم د يوه ژوندي مخلوق پيدا كېدل ممكن دي، ورته وايو؛ هو؛ دا كار ممكن دئ او هره ورځ ئې بېلگي په خپلو سترگو گورو، د ټولو بوټو او نباتاتو نطفې په زمكي كي وده كوي، مرغان او ډېر حيوانات د مور له رحم بهر له هگيو پيدا كېږي، په حيواناتو كي د مور له رحم بهر د پيدا كېدو ډېري بېلگي شته چي يو مثال ئې د كبانو پيدايښت دئ، د كب بچيان د مور په خېټه كي نه بلكي بهر پيدا كېږي، د نر او ښځي نطفه ئې په بهر كي سره القاح شي، ښځه ئې په يوه گوښه كي خپلي هگۍ واچوي، نارينه ئې راشي او خپله مني ورباندي وشيندي او په دې ترتيب ئې القاح ترسره شي او بچيان ئې د مور له رحم بهر راپيدا شي.

د نورو ژونديو مخلوقاتو پيدايښت هم بايد د الله تعالى د عام سنت مطابق، همداسي له بېلي بېلي نطفې پيل شوى وي.

د آدم او حواء عليهما السلام د پيدايښت په اړه اسرائيلي روايات دا وايي چي: لومړى د آدم مجسمه او كالبوت جوړ شوى، بيا په اور اېښودى شوى، (داسي لكه كوم كلال چي خاوره خټه كړي، لوښي او مجسمې ترې جوړي كړي، په اور ئې كېږدي او پخې ئې كړي) كله چي د آدم مجسمه پخه شوه نو روح په كي پو شوه او آدم راژوندى شو او بيا له پاتې خټي يا د آدم له پوښتۍ د ده جوړه پيدا كړى شوه.

په عامو مسلمانانو او حتى مفسرينو كي ځيني د دغو رواياتو تر اغېز لاندي تللي او چېري چي ئې كوم متشابه لفظ تر سترگو شوى نو هغه ئې د دغو اسرائيلي رواياتو په اساس تعبير كړى.

د مثال په توگه دغه حديث:

إِنَّ الْمَرْأَةَ خُلِقَتْ مِنْ ضِلَعٍ وَإِنَّ أَعْوَجَ شَيْءٍ فِي الضِّلْعِ أَعْلَاهُ إِنْ ذَهَبْتَ تُقِيمُهُ كَسَرْتَهُ فَإِنِ اسْتَمْتَعْتَ بِهَا اسْتَمْتَعْتَ بِهَا وَفِيهَا عِوَجٌ.

ښځه له پوښتۍ پيدا شوې، د پوښتۍ تر ټولو كوږ ځاى ئې د هغې لوړه وي، كه دي دا هڅه وكړه چي هغه سمه كړې نو ماته به ئې كړې او كه غواړې گټه ترې واخلې نو په داسي حال كي به ترې گټه اخلې چي كوږوالى به په كي وي.

دلته نه د حواء عليها السلام نوم ذكر شوى او نه دا ويل شوې چي دا د آدم عليه السلام له پوښتۍ پيدا شوې، برعكس ويل شوي چي هره ښځه له پوښتۍ پيدا شوې او دا بديهي خبره ده چي ټولي ښځي د سړو له پوښتيو نه دي پيدا شوې، ښځي د نارينه په څېر د مور، پلار له نطفو پيدا كېږي، نو له پوښتۍ د ښځو د پيدايښت معنى دا نه ده چي د پوښتۍ هډوكى د ښځو د بدن ماده ده، بلكي په دې سره د ښځو فطري او روحي جوړښت ته اشاره شوې، د دې حديث وروستۍ برخه پخپله د دې وضاحت كوي، ټولو محققينو ويلي چي په دې سره د ښځو په طبيعت كي هغو ځانگړتياوو ته اشاره شوې چي نارينه ئې بايد تحمل كړي او دا هڅه ونكړي چي هغه حتماً رفع شي. او دا داسي ده لكه د الانبياء په سوره كي چي راغلي:

خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آَيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ * الانبياء:37

انسان له تلوار او عجلې پيدا شوى، ژر به خپل آيتونه دروښيم، نو عجله مه كوئ.

هر څوك پوهېږي چي دلته له تلوار او عجلې د انسان پيدايښت هيڅكله دا معنى نلري چي عجله او تلوار كومه ماده ده او انسان له دغي مادې پيدا شوى، معنى ئې له دې پرته بل څه نه ده چي انسان عجول او بېړنى پيدا شوى، په فطرت او خټه كي ئې عجلت او تلوار اېښودل شوى، په حديث كي هم له ضلعي د ښځي پيدايښت دې ته ورته معنى لري. د ښځي عاطفه قوي ده، تر نارينه زياته حساسه ده، ژر او په ډېر كم څه خفه كېږي اوښكي ئې باڼوگانو ته نږدې دي، ژر په ژړا شي، ژر مروره شي، له گاڼو او سينگار سره مينه لري، دې ته ورته نوري ځانگړتياوي لري، دا ئې په فطرت كي اېښودل شوې، دا له دې سره ښايي، هر څومره چي د كومي ښځي عاطفه قوي وي همدومره به هغه غوره ښځه وي، له خپل اولاد سره به ئې زياته مينه وي، ښه پالنه به ئې كوي، له خپل مېړه سره به ئې محبت زيات وي، نارينه بايد دا كوږوالى تحمل كړي او بې ځايه ئې د سمولو هڅه ونكړي. خو متأسفانه ځينو له دې واضح مطلب غلط مفهوم اخيستى، د دوى د غلطۍ سبب هم هغه اسرائيلي روايات دي چي په دې اړه خواره شوي.

او يا لكه د يوه حديث دا الفاظ: لما صور الله آدم: كله چي الله تعالى آدم ته صورت وركړ. دوى دا آدم ته صورت وركول داسي تعبير كړى چي گواكي الله تعالى د ده مجسمه جوړه كړه، همغسي لكه اسرائيلي روايات چي وايي، حال دا چي قرآن د ټولو انسانانو د پيدايښت په اړه همدغه لفظ كارولى، لكه چي فرمايې:

هوالذي يصوركم في الارحام كيف يشاء: الله هغه ذات دئ چي تاسو ته ئې د ميندو په رحم كي صورت دركړ.

آيا دلته د مور په رحم كي انسان ته صورت وركول دا معنى لري چي د هغه مجسمه ئې جوړه كړه؟ د قرآن د آيتونو له مخي خو آدم عليه السلام ته صورت وركول داسي دي لكه د ده اولاد ته چي الله صورت وركوي او په ده كي روح پو كول همغسي دي لكه د ده اولاد ته چي د مور په رحم كي روح وركوي.

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ (8) ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ (9)* السجدة: 8- ‏9 

بيا ئې د ده نسل د سپكو اوبو له خلاصې پيدا كړ، بيا ئې برابر كړ او په هغه كي ئې خپله روح پو كړه او تاسو ته ئې غوږ، سترگي او زړونه دركړل، ډېر لږ شكر كوئ.

آيات او احاديث خو دا خبره كوي چي د آدم عليه السلام اولاد هم داسي پيدا كېږي چي له خاوري ئې نطفه جوړه شي، دوه نطفې سره يو ځاى شي يو سلول ترې جوړ شي، دا سلول علقه شي، د غوښي يوه ټوته شي، صورت وركړى شي، روح په كي پو شي، د ماشوم په څېر دنيا ته راشي، ځوان شي، زوړ شي او په مرگ محكوم شي. آدم عليه السلام خو د دوى جد دئ، ولي به ده ته صورت وركول او په ده كي د روح پو كول، د ده له اولاد توپير لري؟!! قرآن خو دواړه ورته گڼي او په ورته الفاظو ئې بيانوي، يوازي دا توپير په گوته كوي چي آدم عليه السلام له مور او پلار پرته پيدا شوى، دا دوى ولي له خپله ځانه د نورو توپيرونو راپيدا كولو هڅه كوئ؟!!

په دې مباركو آيتونو كي د قرآن څو ستر ستر علمي اعجاز تر سترگو كېږي:

نطفه د مني له خلاصې جوړېږي

په پورتني آيت كي ويل شوي چي د انسان نسل ئې د ده د مني له خلاصې او عصارې جوړ كړ، يعني داسي نه ده چي د نارينه او ښځينه ټوله توى شوې مني د مور په رحم كي سره يو ځاى كېږي او په گډه ماشوم ترې جوړېږي، بلكي د دواړو له نچوړ د ماشوم نطفه جوړه شي، او دا هغه ستر علمي حقيقت دئ چي علم اوس پرې پوه شوى، او وايي چي د نارينه انسان په توى شوې مني كي په ميلونونو سپرمونه وي، له دغو ټولو سپرمونو يو او تر ټولو تكړه او پياوړى ئې په دې وتوانېږي چي د ښځينه انسان يوه اووم ته ننوځي او د ماشوم نطفه ترې جوړه شي، يعني داسي نه ده چي د دواړو ټوله مني سره يو ځاى كېږي او له ټولو ماشوم جوړېږي، بلكي د مني له خلاصې د ماشوم نطفه جوړېږي، يقيناً چي دا وينا د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ!!

دلته ويل شوي چي دا نطفه وروسته وروسته برابره كړى شي او داسي حد ته ورسول شي چي د يوه ژوندي انسان بڼه غوره كړي او روح په كي پو شي، او دا هم هفه څه دي چي علم ئې نن وايي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018