تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مجاهد ورور حکمتیار د تیرې جمعې د خطبې بشپړ متن: «د خدای پر وړاندې رکوع مو د بل پر وړاندې له سر ټيټولو ساتي»

2018-08-27

الحمدلله و کفیٰ والسلام علی عباده الذین اصطفیٰ وبعد!

فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمٰن الرحیم

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۲۶﴾ وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ﴿۲۷﴾ لِیَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْکُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِی أَیَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِیمَةِ الأنْعَامِ فَکُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِیرَ ﴿٢٨﴾ سورت الحج

د کعبې په ارتباط او دا چې ابراهیم علیه السلام مأمور شوی و چې کعبه جوړه کړي او د طواف کوونکو، توبه کوونکو، قیام کوونکو او رکوع او سجده کوونکو لپاره یې پاکیزه کړي، بیا حج ته خلک راوبلي چې له لرې لرې ځایونو پلي او پیاده هم رادرومي او په داسې اوښو سپاره هم چې له ډېرې ستړیا، تندې او لوږې ډنګرې شوې وي. الله تعالیٰ د کعبې د جوړېدو هدف او مقصد هم په همدې مبارکو آیتونو کې بیانوي. فرمایي: «او هغه مهال چې ابراهیم ته مو د بیت الحرام ځای وټاکو (ورته ومو ویل) له ما سره هېڅ څه مه شریکوه، او زما کور د طواف کوونکو، قیام کوونکو او رکوع او سجده کوونکو لپاره پاک وساته، (۲۶) او په خلکو کې د حج اعلان وکړه چې پلي او په ډنګرو ډنګرو اوښو سپاره به له لرې لرې ځایونو درته راځي (۲۷) تر څو ځان ته د ګټو شاهد وي او په څو معلومو ورځو کې د الله نوم پر هغو بودوو څارویو یاد کړي چې ور روزي کړي یې دي، نو په خپله ترې وخورئ او پر بد حال فقیر یې وخورئ (۲۸)»

د دې مبارکو آیتونو له شرحې کولو وړاندې اجازه راکړئ څو مهم مطالب عرض کړم:

د حج ورځې: له ډېرو سره دا پوښتنه ده چې د حج هدف څه دی؟! ولې موږ دا لرې سفر او مصارف کوو؟!

په جاهلو قومونو کې معمول دا وه چې خپل لومړی زوی به یې هم د خدای په نامه قرباني کاوه، یا قرباني په دې معنا چې نور هغه هېڅ به دنیوي کارونو کې برخه نه اخیسته او په بشپړه توګه به د خدای تعالیٰ په لاره کې وقف کېده. دا لړۍ حتیٰ د مریم علیه السلام تر پیدایښت پورې روانه وه، د مریم علیه السلام مور هم ژمنه کړې وه چې خپل لومړی زوی به د خدای په لاره قرباني کوي او معبد ته به یې وقف کوي او د دنیا له کارونو به فارغ وي. خو د زوی پر ځای الله تعالیٰ ورته لور «بي بي مریم علیه السلام» ورکړه. هغه یې وقف کړه. دوی به د څارویو لومړی بچی هم وقف کولو، د خدای په لاره کې خو معبد او خپلو مذهبي مشرانو ته به یې وقف کول. د خدای برخه به مذهبي ټولي ته رسېده، چې دنده یې هم یوازې مذهبي چارې وې او اعاشه به یې هم د خلکو پر غاړه وه، د ونې لومړۍ مېوه به یې هم وقف کوله او د ځمکې لومړی فصل هم. ځینو به حتیٰ د خطر، مصیبتونو او قحطۍ په حالت کې دا ګمان کاوه چې الله په موږ غصه شوی او یوازې له دې لارې د هغه رضا ترلاسه کولی شو چې یو څوک قرباني کړو، هغه به یې قرباني کاوه. که په بحر کې به روان وو، څپو به احاطه کړل او احتمال به د دې و چې کښتۍ یې غرقه شي، یو څوک به یې انتخاب کړل او هغه به یې د قربانۍ په نامه سیند ته ګزار کړ. کله به یې پچه اچوله لکه څرنګه چې د یونس علیه السلام په ارتباط وشول چې پچه یې واچوله او د ده په نامه وختله او سیند ته ګوزار کړ. دوی ګمان کاوه چې په دې ترتیب خدای راضې کېږي او په موږ به رحم وکړي، زموږ له موأخزې نه به منصرف شي او دعا به مو قبوله شي.

الله تعالیٰ وغوښتل چې دغه جاهلي او شرکي دود د تل لپاره لغوه کړي او مردود او مترود یې وګڼي. د ابراهیم او اسمعیل علیه السلام په هغه عمل کې چې د ابراهیم علیه السلام زوی اسمعیل علیه السلام د قربانۍ لپاره چمتو شو، شهید پالونکی پلار، شهادت ته چمتو زوی د یوې رویأ له مخې او د همدې رویأ په حکم تر چاړې لاندې پرېوځي، پلار یې هم چمتو دی چې چاړه را کش کړي او زوی یې هم، زوی یې هم دومره چې پلار ته یې وایي «پلاره! ما پړمخې پرېباسه! داسې نه چې د ذبح کولو په وخت کې دې زړه پر ما وسوځي او د پلار مینه او محبت د دې باعث شي چې له ذبح کولو ډډه وکړې او په خپلې رویأ یا خوب په لارښوونه عمل ونه کړې.» همداسې کوي، او الله تعالیٰ یې په عوض کې د قربانۍ لپاره یو څاروی (پسه) هغه ته ورکوي او په دې ترتیب الله تعالیٰ وغوښتل چې ټولو ته وښيي چې نور هغه دود لغوه دی او په عوض یې دا دی. په دې قربانۍ کې دا لوی حکمت مضمر و. د زامنو ذبح کول باید د تل لپاره پای ته ورسېږي، نور د الله په دین کې د انسان ذبح کول نه دي پکار بلکې د هغه پر ځای د څاروي ذبح کول دي او د هغه مقصد هم بیانوي چې تاسو یې هم وخورئ او فقیر ته یې هم ورکړئ! تاسو خپل وږي هم ورباندې ماړه کړئ او فقیر ته یې هم ورکړئ! په همدې سره مخکینی شرکي او جاهلي دود د تل لپاره پای ته ورسېد. همدا راز د دې نه وړاندې به خلکو د خپلو حاجتونو د پوره کولو لپاره له قصرونو یا قبرونو څخه طوافونه کول. دوی به خپل حاجتونه پوره کول یا د قصرونو له خاوندانو څخه غوښتل یا په قبرونو کې له پرتو اولیاؤ څخه، کله به د هغه په درشل کې پروت وو او کله ددې، کله به یې د قصرونو طواف کاوه او کله د قبرونو، دا قبرونه به هم ډېری وخت د هغو وو چې په ژوند کې یې قصرونه لرل، او له مرګ وروسته یې قبرونه په برخه شول، او د ډېرو زیارتونه خو تاسو ګورئ چې له مرګ وروسته یې هم قصرونو ته ورته قبرونه په برخه شول، دروازې یې هم د سرو زرو او د قبر شاوخوا پنجرې یې هم د سرو زرو. الله تعالیٰ وغوښتل چې له دې وروسته به نه د قبرونو طواف کوئ او نه د قصرونو. د همدې لپاره یې ابراهیم او اسمعیل علیهم السلام مکلف کړل چې لاړ شئ زما په نامه یو کور په یوې وچې او بېدیا کې چې نه بوټی شته، نه ونه شته، نه حیوان شته، نه څاروی شته، نه خزنده شته په یوې وچې او ګرمې بېدیا کې جوړ کړئ.

ابراهیم علیه السلام یې په دې مکلف کړ چې د مکې په یوه وچه بېدیا کې د الله تعالیٰ کور جوړ کړي او له خلکو وغواړي چې له دې وروسته به یوازې د خدای له کور «کعبې» طواف کوئ. نور د قصرونو طواف نشته، نور د قبرونو طواف لغوه دی، یوازې د خدای د کور طواف به کوئ، د هغه دړې ته به ودرېږئ، د هغه په درشل کې به خپل حاجتونه وړاندې کوئ او فقط یوازې د همدغه کور طواف به کوئ او بس! یوازې همدا کور د طواف لپاره جوړ شوی دی چې له دې پرته به د بل کور، قصر یا قبر طواف نه کوئ. د بل چا په درشل کې به نه درېږئ، سجده، رکوع او طواف به نه کوئ.

الله تعالیٰ خپل کور (کعبې شریفې) ته د ازادۍ د کور نوم ورکړ. «بیت العتیق» یعنې د آزادۍ کور، هغه کور چې تا د انسان له بندګۍ څخه ژغوري، هغه چې تا ته د آزادۍ درس درکوي او درته وایي چې د قصرونو طواف مه کوه، د بل په دړه، دروازه او درشل کې لاس مه اوږدوه، د بل لمن مه نیسه، د خدای کور کافي دی، که غواړې چا ته حاجتونه وړاندې کړې؛ د خدای کور ته لاړ شه! دا د خدای کور ستا د کور خوا ته ستا په کلي کې هم شته، که غواړې چې د چا کور ته ولاړ شې، نو د خدای کور (جومات) ته لاړ شه او خپل رب ته دعا وکړه! که دا د په وس کې نه وي پوره هم چې ته چېرته وې هم هغه یې اوري او قبلوي یې. الله تعالیٰ تا ته ستا د غاړې تر رګ هم ډېر در نیږدې دی، یقینأ چې دا د آزادۍ کور دی، دا په واقعي معنا بیت العتیق یا د آزادۍ کور دی. متأسفانه ځینو مفسرینو د عتیق معنا زوړ را اخیستی، لکه موږ او تاسو چې عتیقه آثار وایو، یعنې لرغوني آثار. د دې معنا لرغونی نه ده، دا ځکه چې کله الله تعالی آبراهیم علیه السلام ته وایي چې بیت العتیق جوړ کړه؛ دا کور لا جوړ هم نه و، داسې نه ده چې دلته له مخکې نه کوم کور (بیت) و یا یې زوړ کور رغولی دي، بلکې نه د عتیق معنا دلته صدق نه کوي، واقعیت دا دی چې دلته د عتیق یعنې آزاد یا د آزادۍ سمبول یا د آزادۍ څلی ده. څوک چې واقعأ خدای پېژني او پوهېږي چې د مرګ او ژوند پرېکړه هم هغه کوي، رزق او روزي هم د هغه په لاس کې دی، عزت او ذلت هم د هغه له لوري دی، هغه کافي دی، پیدا کړی یې یې، هغه تا ته روزي درکوي، د دې ټولې هستۍ خالق، مالک او پالونکی هغه دی، باید یوازې د همدې کور «د آزادۍ د کور یا کعبې» عبادت او طواف به کوي، په بل درشل کې به نه ودرېږي او نه به بل چا ته لاس اوږدوي او نه به یې لمن نیسي.

د دې کور له جوړېدو وړاندې یې ابراهیم علیه السلام مکلف کړ چې ابراهیم علیه السلام، خپله مېرمن دې هاجره (یوه تورپوستې وینځه) او خپل تي خور زوی اسمعیل درسره بوځه. د مکې په لوري لاړ شه او د مکې په وچه دښته کې دوی یوازې پرېږده، دا ماشوم به لوی شي او بیا به تاسو دواړه دا کور جوړوئ. هغه یې له یو مشک اوبو او څه خرما سره روان کړل او په همدغه وچې او تودې بېدیا کې یې دوی دواړه یوازې پرېښودل. مېرمن یې پسې ورغله چې ابراهیمه علیه السلام موږ چاته پرېږدې؟ هغه وویل «الله تعالیٰ ته»، مېرمن یې وویل «خدای موږ ته کافي دی، هغه به موږ نه ضایع کوي». خرما یې هم خلاصه شوه او د ابو مشک یې هم خالي شو، تر لرې لرې پورې نه کوم انسان ویني، نه مرغه، نه بوټی، نه ونه. هاجره مجبوره کېږي چې د دوو غونډیو تر منځ مسلسلې هڅې وکړي، کله په منډه او کله ورو، د هرې غونډۍ پر سر درېږې او دعا کوي او د خپل زوی لوري ته ګوري، بیا راکوزېږي او بلي غونډۍ ته ځي تر څو کوم ځای کې اوبه یا څه پیدا کړي خو څوک نه ویني، په اووم ځل چې ګوري د خپل زوی د پښو لاندې یې چینه راخوټېدلې ده.

الله تعالیٰ غوښتل چې دا کور د دغسې چا په لاس جوړ شي. د هغه د پښو لاندې یې داسې یوه چینه راوخوټوله چې دا دی څلور زره کاله شاوخوا کېږي چې راخوټېږي، دا په داسې حال کې ده چې په دې ټوله سیمه کې تر لرې ځایه د ځمکې لاندې خوږې اوبه نشته، ټولې تروې دي، یوازې همدا چینه ده چې اوبه یې صافې او خوږې دي. دا دی تر ننه پورې یې جریان وینو، خدای خبر دی چې تر ننه پورې څومره میلیارده انسانانو یې اوبه څښلې دي. د یو ماشوم له پښو لاندې چې اوبه را خوټېدلې دي د څلورو زرو کلونو راهیسې راخوټېږي. هر کال نیږدې اووه میلیونه مسلمانان نه یوازې راځي د هاجرې په څېر د دواړو غونډیو ترمنځ هڅه کوي بلکې الله تعالیٰ دا هڅه د حج د مناسکو له جملې ګرځولې ده. یعنې الله تعالیٰ وایي: حاجي که غواړې زما کور ته راشې نو د هاجرې غوندې به د دغو دوو غونډیو تر منځ هڅه کوې. همداسې ده چا چې د خدای په لاره کې ګام اوچت کړ، په هغه یې توکل وکړ او ځان یې ورته وسپاره د هغه ګامونو ته به هم الله تعالیٰ دغسې قدر او قېمت ورکوي لکه د هاجرې ګامونو ته. د عبادت په مناسکو کې یې شمېري او په ملیاردونو انسانان بیا پر دې لار ځي. دا چینه یې د زم زم په نامه یاده کړه او دا مقام یې ورکړ چې د دې اوبو د څښلو په دوران کې دعا وکړئ چې الله تعالیٰ یې قبلوي خو په داسې حال کې چې دا عقیده ولرئ چې دا همغه رب دی چې زه ورته دعا کوم چې د هاجرې دعا یې هم په همدغسې حالت کې قبوله کړه، زما دعا هم قبلولی شي. که په دې احساس سره د زم زم د اوبو د څښلو په وخت کې دعا وکړې ان شاءالله خدای تعالیٰ د دعا قبلوي.

الله تعالیٰ له همدغه کور چې د یو شهیدپال پلار او شهادت ته چمتو زوی په لاس یې آباد کړی دا مقام ورته ورکړ چې هر کال په میلیونونو انسانان د دې طواف کوي او همغه غږ چې ابراهیم علیه السلام اوچت کړی و تر ننه خلک ورته لیبک وایي (لبیک الٰهم لبیک). ابراهیم علیه السلام ته ویل شوي چې خلک د حج لوري ته راوبوله؛ له لرې لرې ځایونو به خلک راځي. ابراهیم علیه السلام ته لارښوونه شوې وه چې کعبه به په همدغه ځای کې جوړوې. د دې معنیٰ دا هم ده چې ابراهیم علیه السلام د الله تعالیٰ په حکم هاجره او اسمعیل علیه السلام همدلته پرېښودل. همدارنګه په دې سره موږ ته دا درس راکوي چې که دغسې وخت راغی چې د خپل اولاد او کورنۍ پرېښودو ته مجبور شوې، وېرېږه مه، الله تعالیٰ به یې دغسې ساتي او پالي لکه بي بي هاجره او اسمعیل علیه السلام یې چې وساتل، ستا اولاد او مېرمن به هم ساتي او پالي.

په دې مبارکو آیتونو کې ویل شوي دي چې هدف دا دی چې له الله تعالیٰ پرته د بل چا عبادت ونه کړئ، له هغه سره هېڅ څه شریک نه کړئ، د دې کور یوه موخه دا ده. رکوع کوونکي، قیام کوونکي، طواف کوونکي، سجده کوونکي ورته راوبلئ، له لرې لرې ځایونو ورته راځي، که غواړې طواف وکړې نو الله تعالیٰ تا ته یو کور جوړوي چې فقط د هغه شاوخوا طواف وکړې.

 که غواړې چې د چا تر شا ودرېږې نو الله تعالیٰ تا ته یو کور جوړوي چې فقط د هغه تر شا ودرېږې او که غواړې د یو چا په وړاندې سر ټیټ کړې نو ګوره د ځان په څېر د یو انسان په وړاندې سر مه ټیټوه! خدای درته کافي دی، د هغه په وړاندې سر ټیټ کړه! او که غواړې د چا پښو ته ولوېږې د هغه اعتنأ، التفات، توجه او ترحم ځان ته را جلب کړې نو پام کوه چې د ځان په څېر د یو محتاج انسان پښو ته ونه لوېږې. د دغه کور (کعبې) د خاوند پښو ته ولوېږه! سجده یعنې همدا، د چا پښو ته لوېدل، ستا رکوع او سجده به یوازې د خدای لپاره وي، د دغه کور د جوړېدو هدف دا دی چې ته نه د بل کور طواف وکړې، نه د بل چا په وړاندې سر ټیټ کړې نه د بل چا پښو ته ولوېږې. د دې کور (کعبې) معنا همدا ده.

 د کعبې لپاره دا نوم ډېر ښایسته دی، دغو ټولو مطالبو ته په پام سره واقعأ له کعبې سره دا نوم ښایي. «بیت الله او بیت العتیق» یعنې د خدای کور او د آزادۍ کور. د خدای په وړاندې رکوع مو د بل په وړاندې له سر ټیټولو ساتي. د خدای پښو ته لوېدل او سجده کول موږ د بل پښو ته له لوېدلو ساتي او د خدای د کور طواف موږ د قصرونو او قبرونو له طواف څخه ژغوري. که مو خدای وپېژانده او په رښتیا مو د خدای په لور د تلو اراده وکړه یعنې حج، تا که د خدای په لوري د تلو اراده وکړه نو آزادي او سرلوړي دې په برخه کېږي. بیا به نه د بل چا په وړاندې سر ټیټوې، نه به یې لمن نیسې، نه به د هغه پښو ته لوېږې بلکې په واقعي معنا به آزادي ترلاسه کوې.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018