تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د دولت او حزب اسلامي تر منځ د تقابل هڅي

2018-09-03

له هغه وروسته چي د حزب اسلامي د پراخو او مسلسلو هڅه په نتيجه كي د سياسي احزابو يوه اغېزمنه اجماع رامنځته شوه، د انتخاباتو په اړه ئې خپل دريځ توحيد او جامع طرح ئې جوړه كړه، د حزب اسلامي په وساطت له دولت او په ځانگړې توگه له ښاغلي جمهور رئيس سره پرې څو ناستي وشوې او د دولت او سياسي گوندونو تر منځ د توافق راپيدا كولو لړۍ پيل شوه، سياسي احزاب او دولتي چارواكي يو د بل گواښلو له موقف د تفاهم او تساند لوري ته مخكي ولاړل؛ ځينو مغرضو كړيو د دې بهير د شنډولو هڅي پيل كړې، چا له خپل ناولي آدرس، چا له مجهولو او جعلي آدرسونو، چا په پټه او چا په ښكاره د دې بهير كمزوري كولو او د تفاهم او توافق فضاء بېرته د تصادم په فضاء بدلولو پراخي هڅي وكړې. ځينو دا غوښتل چي دولت مزيد منزوي شي، ټول سياسي گوندونه ئې له ملتيا لاس واخلي، مخصوصاً د حزب اسلامي او ښاغلي جمهور رئيس ترمنځ د گډو دريځونو او تعاون فضاء مكدره شي، دولت پر خپلو ژمنو عمل ونه كړي او حزب اسلامي له اپوزيسيون سره يو ځاى كېدو ته اړ كړي.

خو حزب اسلامي په پوره درايت او حكمت سره د دې توطئې شنډولو هڅه وكړه، تل ئې پر دې ټينگار كړى چي دولت او سياسي گوندونه له تصادم ډډه وكړي، لږ تر لږه د انتخاباتو په اړه واحد دريځ غوره كړي او توافق وكړي چي له راتلونكو انتخاباتو د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړوي. د همدې هڅو په نتيجه كي څو گډي ناستي وشوې، د جمهور رئيس تر مشرۍ لاندي له دولتي هيئت سره په وروستۍ ناستي كي توافق وشو چي اختلافي مسائل به گډ هيئت ته محول كېږي، خو متأسفانه دا هيئت جوړ نشو، احزاب مجبور شول د يوه سوله ايز مدني حركت په ترڅ كي سړكونو ته راووځي او خپل غږ ولس او نړۍ والي ټولني ته ورسوي، ځيني مفسدي او شرخوښي كړۍ غواړي د دولت او احزابو تر منځ واټن زيات او د خصومت فضاء تشديد شي. دواړي لوري د منطق پر ځاى د زور او ځواك ښودلو او كارولو لار غوره كړي. حزب اسلامي څو وضاحتونه ضروري بولي:

حزب اسلامي افغانستان يو ځل بيا او په واضحو الفاظو اعلانوي چي د تقابل او تصادم سياست د هېواد په گټه نه بولي، تل ئې دا هڅه كړې او تر پايه به دوام وركوي چي د ټولو اغېزمنو افغاني لوريو تر منځ د تفاهم، روغي جوړي او گډ كار فضاء رامنځته شي، په گډه د بحران ختمولو لاري چاري ولټول شي، ټول لوري خپل ځواكونه او فرصتونه يو د بل تضعيفولو پر ځاى د هېواد ژغورني لوري ته توجيه كړي، له هر هغه څه ډډه وكړي چي افغانان د بېلوالي، ناسالم رقابت او نښتو په استقامت بيايي.

موږ غواړو له حكومت او په سر كي ئې له ښاغلى جمهور رئيس سره د وضعيت په مهارولو او د ستونزو په ختمولو كي صادقانه مرسته وكړو، حاضر وو او يو چي د گواښونو په وړاندي ئې يوازي پرېنږدو او مټ ئې پياوړى كړو، كه هغه د انتخاباتو په اړه د احزابو له معقول وړانديز سره توافق وكړي؛ دا اطمئنان وركوو چي د ده د جمهوري رياست تر پايه به د ټولو سياسي او امنيتي گواښونو او ستونزو په وړاندي د حكومت ملاتړ كوو. نه له هغو سره ملتيا كوو چي غواړي له غيرقانوني لارو دا حكومت تعويض يا تضعيف كړي، نه د موقت حكومت له وړانديز سره توافق كوو، نه د انتخاباتو پر ځاى د لوي جرگې له دائرولو او يا د بن په څېر د يوه بل بين المللي كانفرانس له جوړولو سره موافقه كوو، نه غواړو هېواد د مزيد تشتت او تشنج په لوري ولاړ شي، مخكنۍ ترخې تجربې تكرار شي، د بن فاجعه تكرار او يو ځل بيا د اوسني حكومت پر ځاى يو بل وېشل شوى او سهامي شركت ته ورته حكومت رامنځته شي.

دا د حزب اسلامي دريځ وو او دئ، هغه تبليغات هيڅ حقيقت نه لري چي ښيي حزب اسلامي د دولت په ضد له نورو گوندونو سره يو ځاى شوى او گواكي د ښاغلي جمهور رئيس په اړه ئې دريځ بدل شوى، دا تبليغات كله له معلوم الحال او داغجنو او دروغجنو آدرسونو ترسره كېږي او كله له مجهول او جعلي آدرسونو، ټولو ته سپارښتنه كوو چي هغو بياناتو او ليكنو ته هيڅ ارزښت ورنه كړي او د حزب له لوري ئې ونه بولي چي د حزب اسلامي له رسمي آدرس او د رسمي وياند له لوري نه وي وړاندي شوى، هيڅوك دا حق نه لري چي د چا شخصي نظريات حزب ته منسوب كړي.

موږ يوازي د شفافو او عادلانه انتخاباتو په اړه له سياسي گوندونو سره پر يوې جامع او معقولي طرحي توافق كړى، دا توافق نه د دولت په خلاف دئ او نه له دولت سره د تصادم په موخه رامنځته شوى.   

البته ځيني مشبوه، پرديپالي او هېواددښمنه كړۍ دا هڅه كوي چي د دولت او سياسي گوندونو تر منځ د تصادم او تقابل فضاء رامنځته شي، دا هڅي په بهر كي مهندسي شوې او هغه استخباراتي شبكې پرې پانگوني كوي چي د جنگ او ناامنيو دوام غواړي،

حزب اسلامي له دولت سره د سولي معاهده لري، له معاهدې د دولت له پراخ تخلف سره سره پر خپلو ژمنو ولاړ دئ، د هغو اظهاراتو او اقداماتو مخي ته ودرېدلى چي د دولت په مزيد تضعيف او د لانجو په زېږولو منتج كېږي، تل ئې پر سياسي گوندونو غږ كړى چي د گواښ او تهديد ژبه ونه كاروي، له ناسالم رقابت لاس واخلي، هغوى ته ئې ويلي چي په نظام كي هر تغيير بايد له سوله ايزي لاري وي، هغه مهال د بدلون غوښتنه وكړو چي تر اوسني نظام غوره بديل ولرو، پرېږدو چي دا حكومت خپله پاته موده بشپړه كړي او د انتخاباتو له لاري اقتدار نوي حكومت ته ولېږدول شي.

حزب اسلامي افغانستان



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018