تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د احزابو د يووالي مجمع څه غواړي؟ او تظاهرات ئې د څه لپاره؟

2018-09-03

د هېواد ټول ستر او واړه سياسي احزاب تر يوه سقف لاندي راغونډ شول چي د روان بحران د پاى ته رسولو لپاره سوله ايزه لار ومومي، دا يو تاريخي او بې سارى نوښت وو، ټولو تعهد وكړ چي مخكنۍ ترخې تجربې به نه تكراروي، اقتدار ته د رسېدو او له يوه بل ته د واك لېږد به يوازي د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري وي او له راتلونكو پارلماني انتخاباتو به د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړوي. له تفصيلي بحثونو او اوږدو ناستو وروسته ئې يوه جامع طرح ترتيب او ټولو كورنيو او بهرنيو لوريو ته ئې وسپارله، د طرحي اساسي بندونه دا دي:

  • پارلماني انتخابات بايد پر خپل ټاكلي وخت او له ځنډ او تأخير پرته ترسره شي.
  • هيڅ واجد شرائط افغان بايد د رأى كارولو له حق محروم نه كړى شي.
  • د هر رأى وركوونكي افغان رأى بايد معتبر وگڼل شي او په پارلمان كي استازى او ممثل ولري. د انتخاباتو په مخكني ناسم او غيرعادلانه سيستم كي له هرو لسو (10) رأى وركوونكو د (9) رأيي باطل او د يوه معتبر گڼل كېږي، په دې توگه پارلمان د يوه وړوكي اقليت ممثل شي او تر نوي سلني زيات رأى وركوونكي په پارلمان كي هيڅ وكيل او استازى نه لري، دا ځكه چي د دې غلط سيستم له مخي د هغوى د خوښي نوماندان ناكام گڼل شوي!!!
  • انتخابات بايد په داسي توگه ترسره شي چي د افغانانو موجودي ستونزي حل كړي؛ نه دا چي نوې ستونزي وزېږوي، همغسي لكه چي په مخكنيو انتخاباتو كي ئې بې شمېره ستونزي وزېږولې او له انتخاباتو ئې يوه خندوونكې ډرامه جوړه كړه او لكه چي اوس ئې د نوماندانو د صلاحيت او عدم اهليت په اړه غرضي او مرضي پرېكړي وكړې؛ چي په نتيجه كي ئې په گڼ شمېر ولايتونو كي د كميسيون دفاتر وتړل شول، امنيتي ځواكونو مداخله وكړه او نښتي رامنځته شوې!! انتخابات بايد د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو په خوښه او موافقه ترسره شي، داسي چي هم ئې څرنگوالى ټولو ته د منلو وړ وي، هم ئې مديريت كوونكې اداره او د هغې غړي معتبر او د اعتماد وړ وي، نه رأى اچوونكي تقلب وكولى شي، نه رأى اخيستونكي نوماندان او نه د انتخاباتو د كميسيون كمشنران او مأموين، نه د رأى اچوني په بهير كي لانجې راولاړي شي او نه د رأيو د شمېرني په جريان كي.
  • د دې لپاره چي د انتخاباتو شفافيت تضمين او د تقلب او تزوير مخه ونيول شي بايد د انتخاباتو پر ټول بهير؛ له سر تر پاى؛ د سياسي احزابو نظارت ومنل شي. داسي چي نه د انتخاباتو د شفافيت په اړه كومه اندېښنه ولري او نه ئې د نتائجو په منلو كي زړه نازړه وي او د اعتراض بهانه په لاس ورشي.
  • بايد داسي طريقه غوره او لازم شرائط او تسهيلات برابر شي چي هر افغان په هر ځاى كي وكولى شي خپله رأيه وكاروي، دولت بايد ټولو افغانانو ته؛ كه دا مهاجرين دي، كه بې ځايه شوي او كه د ناامنو سيمو استوگن؛ دا شرائط برابر كړي.
  • د نوماندانو د بريا لپاره بايد واحد نصاب وټاكل شي؛ داسي چي د ټولو په اړه له هر راز تبعيض او توپير پرته مراعات شي، دا نصاب به د ټولو كارول شوو معتبرو آراوو او د پارلمان د څوكيو له مخي ټاكل كېږي، مجموعي آراء به د څوكيو پر شمېر تقسيمېږي او حاصل به ئې د نصاب حد وي. يوازي هغه نوماند به بريالى گڼل كېږي چي دا نصاب پوره كړى شي. داسي نه چي يو به په درې سوه رأيو بريالى كېږي او بل به د دېرش زرو رأيو په گټلو سره هم ناكام گڼل كېږي!! په تېرو انتخاباتو كي همداسي شوي.
  • يوازي د انتخاباتو په هغي طريقې كي دا ټول اهداف او غوښتني ترسره كېدي شي چي د متناسب تمثيل (proportional representation) په نامه يادېږي. د نړۍ په اكثرو هېوادو كي زوړ سيستم له منځه تللى او دا نوى سيستم ئې ځاى ناستى شوى.
  • د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولي په هغي معاهدې كي چي شاغلي جمهور رئيس، د امنيت شورى مشاور وزير ښاغلي اتمر، د سولي عالي شورى رئيس مرحوم سيداحمد گيلاني د دولت په استازيتوب او د حزب اسلامي امير محترم حكمتيار د حزب اسلامي له لوري لاسليك كړې، دواړو لوريو پر همدې نوي سيستم توافق كړى، د دې معاهدې ارزښت او اهميت هم د امريكا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په پرتله زيات دئ او هم د وحدت ملي حكومت د دوو متلاشي شوو ائتلافونو تر منځ د هغي معاهدې په پرتله زيات چي د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون خلاف ئې اقتدار د دوو ائتلافونو تر منځ ووېشو او يو ناكام او په داخلي اختلافاتو اخته ضعيف حكومت ئې رامنځته كړ. نه دولت دا حق لري چي د سولي له معاهدې تخلف وكړي او نه د انتخاباتو كميسيون.
  • د دولت او حزب اسلامي تر منځ د انتخاباتو د سيستم په اړه د لاسليك شوې معاهدې اړوند ماده داسي ده: ... دولت ژمن دئ چي ټاكنيز نظام د اصلاح په بهير كي د حزب اسلامي افغانستان د فعال شتون لپاره لازم شرائط برابر كړي. دولت له اړوند ادارو او حزب اسلامي سره په مشوره د انتخاباتي نظام تعديل او د متناسب گوندي تمثيل (proportional representation) پر بنسټ ولاړ انتخاباتي نظام ته ژمن دئ، همدا راز دولت متعهد دئ چي د ټاكنو په بهير او اړوند جوړښتونو كي د قانون مطابق او د نورو سياسي ډلو په څېر د حزب اسلامي افغانستان د فعال حضور لپاره شرائط برابر كړي. د دې مادې تفصيل او د تحقق څرنگوالى گډ اجرائي كميسيون او په پاى كي د دواړو لوريو د مشرانو كډي غونډي او تفاهم ته محول كېږي.

د دې مادې له مخي دولت نه يوازي ژمن دئ چي د انتخاباتو زوړ سيستم دغه سيستم ته واړوي؛ بلكي مكلف دئ چي د انتخاباتو په اړوند ادارو كي د حزب اسلامي استازي د قانون مطابق او د نورو سياسي ډلو په څېر شامل كړي. خو په دواړو برخو كي ئې خپلي ژمني تر پښو لاندي كړې؛ پر زوړ سيستم ټينگار كوي او د انتخاباتو له كميسيون ئې د ارگ او سپيدار ماڼۍ داسي گډ سهامي شركت جوړ كړى چي غړي ئې دوى دواړو ته ژمن دي او د دوى اوامر پلي كوي.

  • سياسي احزابو په خپلي طرحي او وړانديز كي هيڅ څه د ځان لپاره نه دي غوښتي، د ټولو غوښتنو او وړانديزونو موخه ئې يوازي دا ده چي د ټولو ذيدخلو لوريو په تفاهم او توافق دي د بحران سوله ايز او ډاډمن حل رامنځته شي، انتخابات دي د بحران د حل وسيله شي، چي په نتيجه كي ئې دروند پارلمان او موفق، ټولو ته د منلو وړ ځواكمن حكومت جوړ شي.
  • احزاب دا نه خوښوي چي د دوى او دولت تر منځ د خصومت، تقابل او تصادم فضاء رامنځته شي، د همدې لپاره ئې د انتخاباتو د كميسيون د ناسمو، لانجمنو او بحران تشديدوونكو تصرفاتو په اړه وويل: موږ نه دا مطالبه كوو چي مخكنۍ نوم ثبتونه دي لغو شي او له سره دي په سمه توگه ترسره شي، نه د سټېكرو د لغو يا تجديد غوښتنه كوو، نه د نوماندانو د بياځلي نوم ثبتوني غوښتنه، اوس يوازي دا غواړو چي رأى اچونه دي په سمه توگه او له داسي وسائلو په استفادې سره ترسره شي چي د تقلب مخه ونيسي، يو كس ونه توانېږي دوه ځلي رأى وركړي، هر هغه سند د اعتبار وړ ومنل شي چي له مخي ئې ثابتېدى شي د سند حامل د رأى اچووني مستحق دئ، كه دا زړه تذكره وي، كه نوې، او كه بل معتبر سند.
  • دولت تر دې وړاندي د سياسي گوندونو له دې غوښتني سره توافق نه كولو چي رأى اچونه دي بايو مترك شي، ويل ئې دا وخت ايجابوي او د انتخاباتو د ځنډ باعث كېږي؛ خو اوس ئې د احزابو له دې  غوښتني سره توافق كړى او د اړوند وسائلو او تجهيزاتو د برابرولو لپاره ئې لازم تدابير نيولى او بودجه ئې هم ورته مختنص كړې، د انتخاباتو پر ټول بهير د احزابو له نظارت سره ئې هم توافق كړى، اوس فقط دوه آساني غوښتني پاته دي چي كه هغه ومنل شي نو د دولت او احزابو تر منځ به د انتخاباتو په اړه بشپړ توافق رامنځته شي او د شفافو انتخاباتو ترسره كېدا به تضمين شي: په يوه فرمان سره د انتخاباتو سيستم كي محدود او معقول تغيير او دا چي هيڅ افغان دي د رأى كارولو له مسلم حق محروم نكړى شي. هيله ده چي دولت له دې سره هم ژر او له ځنډ پرته توافق وكړي.    
  • متأسفانه د دولت دننه او بهر؛ داسي ځواكمني كړۍ شته چي د تفاهم پر ځاى د تقابل لار غوره كوي، له دولتي زور ځواك او امكاناتو په استفادې سره غواړي د خپلي خوښي او له تقلب ډك انتخابات ترسره كړي، پارلمان ته هغه څوك لاړ شي چي دوى ئې غواړي او د هغه چا د تلو مخه ونيسي چي ملت ئې غواړي خو دوى ئې نه غواړي، دوى غواړي د بريالي او ناكام نوماند پرېكړه فقط د انتخاباتو د كميسيون څو گمارل شوي او استخدام شوي كمشنران وكړي او همدا وروستۍ پرېكړه وي، همغسي لكه چي د ځينو نوماندانو د سلب صلاحيت په اړه همدې كميسيون پرېكړه وكړه او وئې ويل: دا وروستۍ پرېكړه ده او هيڅوك ئې بدلولى نشي!!! تور ئې سپين كړ او سپين ئې تور، يو ئې له كوم سند پرته او د كومي شرعي او باصلاحيته محكمې پر قانوني او شرعي پرېكړي له استناد پرته مجرم  او سلب صلاحيت كړ، بل ئې په داسي حال كي له جرم پاك، اهل او صاحب صلاحيت كړ چي د گناه او جرم پېټى ئې تر غرونو هم دروند دئ!!
  • د سياسي احزابو هيئت له جمهور رئيس سره د ملاقات په جريان كي وړانديز وكړ چي اختلافي مسائل دي يوه گډ او صلاحيت من هيئت ته محول شي چي ټولو جوانبو ته په پام سره وروستۍ پرېكړه وكړي او لانجه پاى ته ورسوي، ښاغلي جمهور رئيس له وړانديز سره توافق وكړ، خو متأسفانه په غرض او مرض اخته مشاورينو خپل كار وكړ او د هيئت د جوړېدو په وړاندي خنډ شول، دا د هغو پليتو څېرو كار دئ چي د بحران او ناامنيو په دوام كي خپلي ناولې گټي لټوي، همدې حالت د پرېمانه شتمنيو، مجللو قصرونو، بې مهاره واك او ځواك خاوندان كړي!!! ېه سولي، پخلايني، تفاهم او د سياسي گوندونو او شخصيتونو په يووالي او گډ دريځ كي خپل برخليك ورته تور او سپېره برېښي.
  • سياسي احزاب مجبور شول سړكونو ته راووځي، خپل غږ ټول ولس او ټولي نړۍ ته ورسوي، د مدني فعاليتونو له لاري فشار وارد كړي او له همدې لاري د لانجمنو او بحران زېږوونكو انتخاباتو لړۍ تصحيح او شفافو انتخاباتو ته لار آواره كړي. زموږ سوله ايز تظاهرات به تر هغه دوام كوي چي د شفافو انتخاباتو ترسره كېدا تضمين شي. هيله مو دا ده چي جنگ غوښتونكي او د درغليو او تقلب له لاري قدرت ته د رسېدو او په اقتدار كي د پاته كېدو لېوال ټولي له غلطو تصميمونو او دريځونو لاس واخلي، خپل اغراض د جنگ، ناامنيو او بې ثباتيو په دوام او په اور كي ئې د ملت په مزيد سوزولو كي ونه لټوي.  


د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018