تفصیل | شهادت 

21st October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حکمتيار يو بل تاريخي ابتکار

فضل غنی حقمل

2018-09-10

له شک پرته چې دا د افغانستان په تاريخ کې يو ځلاند او بې مثاله نوښت دی، ځکه د داسې ګوندونو يو ځای کول چې پخوا د خپلمنځي شخړو، جګړو، منفي رقابتونو او يو بل د ځپلو او څملولو شاهدان وو څه اسان کار نه دی، خو نن د ښاغلي حکمتيار د مدبرانه رهبرۍ او مديريت په نتيجه کې ټولو دا ومنله چې خپل اختلافات شا ته غورځوو، منفي رقابتونه پای ته رسوو، د انتخاباتو په څېر په يوې پېچلې ملي مسئلې په خپلو منځونو کې توافق کوو او تعهد کوو چې له دې وروسته به مخکينۍ ترخې خونړۍ تجربې نه تکراروو، قدرت ته د رسېدلو لپاره به د سالم رقابت لار غوره کوو، انتخاباتو ته به پناه وړو او د ملت رايو ته به احترام او درناوی کوو. د ملت اکثريت چې په هر چا اعتماد وکړ؛ د هغه حکومت به منو، نه يوازې منو به يې؛ بلکې مرسته به ورسره کوو څو په خپله دنده کې بريالی او موفق شي

 

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار کابل ته له راتګ وروسته په يوه ډېره مهمه موضوع چې ډېر زیات وخت يې ورته ځانګړی کړ او کار يې پرې وکړ هغه دا و چې له ډېرو هلو ځلو وروسته يې ۳۵ لوی او واړه سیاسي ګوندونه په يو محور راټول کړل او د انتخاباتو په ارتباط يې په يوې ګډې طرحې موافقه وکړه

له شک پرته چې دا د افغانستان په تاریخ کې یو ځلاند او بې مثاله نوښت دی، ځکه د داسې ګوندونو يو ځای کول چې پخوا د خپلمنځي شخړو، جګړو، منفي رقابتونو او يو بل د ځپلو او څملولو شاهدان وو څه آسان کار نه دی، خو نن د ښاغلي حکمتیار د مدبرانه رهبرۍ او مدیریت په نتیجه کې ټولو دا ومنله چې خپل اختلافات شا ته غورځوو، منفي رقابتونه پای ته رسوو، د انتخاباتو په څېر په یوې پېچلې ملي مسئلې په خپلو منځونو کې توافق کوو او تعهد کوو چې له دې وروسته به مخکینۍ ترخې خونړۍ تجربې نه تکراروو، قدرت ته د رسېدلو لپاره به د سالم رقابت لار غوره کوو، انتخاباتو ته به پناه وړو او د ملت رایو ته به احترام او درناوی کوو. د ملت اکثریت چې په هر چا اعتماد وکړ؛ د هغه حکومت به منو، نه یوازې منو به یې؛ بلکې مرسته به ورسره کوو څو په خپله دنده کې بریالی او موفق شي

دا د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په دومره شمېر کې سیاسي ګوندونه د انتخاباتو په څېر په يوې ملي موضوع توافق کوي، د دې سیاسي اجماع څخه محدود شخصیتونه بهر پاتې شوي دي، نور ټول ستر ګوندونه او مطرح شخصیتونه پکې راغونډ شوي دي او د انتخاباتو په تړاو یې په خپلو منځونو کې توافق کړی دی

ددې سیاسي ګوندونو او جريانونو وروستۍ ناسته په سرينا هوټل کې جوړه شوې وه چې پکې د يادو ګوندونو مشرانو پدې طرحه لاسلیکونه هم وکړل او بیا يې د عملي کېدو لپاره جمهور رئیس او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله.

د حزب اسلامي مشر په دې تاريخي ابتکار هغه مهال لاس پورې کړ چې له جمهور رئیس سره په لومړي ملاقات کې ورته وويل شول چې که سیاسي احزاب د انتخاباتو په اړه واحد دریځ غوره کړي؛ زه ورسره موافق یم.

له هماغې ورځې راپدېخوا ښاغلي حکمتیار د ټولو سیاسي ګوندونو د مشرانو سره پرله پسې تماسونه ټينګ کړل او هغوی يې په دې قانع کړل چې د بحران د و تلو يواځنۍ او اغېزمنه لار ټاکنې دي او سیاسي ګوندونه باید په دې برخه کې خپل ملي او ديني مسؤلیت ادا کړي.

همدارنګه دغه طرحه څو میاشتې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، حکومت او بهرنيو ذیدخلو لورو سره شرېکه شوې، دوی نه يواځې دا چې ددغې طرحې هرکلی کړی، بلکې دا يې يو معقوله او اغیزمنه طرحه ګڼلې، دوی له سیاسي ګوندونو سره ددې طرحې د عملي کېدو ژمنې هم کړي، خو له بده مرغه په عمل کې د انتخاباتو کار په یوه اړخیزه توګه، په ډېر ناسالم ډول او له سیاسي احزابو سره له هر راز تفاهم پرته پيل شوی.

سره له دې چې د سیاسي ګوندونو مشرانو ددې طرحې په اړه له جمهور رئیس سره څو پرله پسې ناستې کړي، خو ليدل کيږي چې دغو ناستو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې او لامل يې دادی چې حکومت په خپلو ژمنو وفا نده کړې او یا اصلآ دوی د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو اراده نه لري.

د سیاسي ګوندونو اجماع يوازينی هدف دا دی چې انتخابات باید له مخکینیو څخه ژور مثبت توپیر ولري. باید شفاف او عادلانه وي، له تقلب او درغلیو پاک وي، نتایج یې هم باید ټول لوري له ځنډ او خنډ پرته ومني، یعنې دا انتخابات باید د بحران د حل وسیله شي، نه دا چې لا نور بحرانونه وزېږوي او ستونزې راولاړې کړي.

حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ښاغلي حکمتیار ددغه ستر او تاريخي ابتکار درناوی وکړي، د سياسي ګوندونو یادو معقولو او برحقوغوښتنو ته پرېکنده ځواب ووايي، خو که خدای مکړه انتخابات په همدې بڼه کې لکه اوس چې روان دي ترسره شي، نو یقینأ چې نتایج به یې ډېر خطرناک وي. ښايي مخکینۍ فاجعه یو ځل بیا تکرار شي او په نتیجه کې به خلک او سیاستوال د نورو ناسالمو لارو غوره کولو ته اړ شي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st October, 2018