تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ښاغلي حکمتیار خبري کنفرانس – بشپړ متن۱۳۹۷/سنبله/۲۵: د ټاکنـو د کمیسیـون تګـلاره غلطـه او ظالمـانه ده!

2018-09-17

د ټاکنـو د کمیسیـون تګـلاره غلطـه او ظالمـانه ده!؛

دولت د تقلب اراده لري، نه غواړي چې انتخابات دې شفاف او عادلانه وي؛

هيڅوک حق نلري چې مهاجرين له رأي ورکولو څخه محروم کړي؛

ټولو دوستانو او درنو خبریالانو ته ښه راغلاست وایم. مننه کوم چې ما ته مو یو ځل بیا د دې موقع راکړه چې د هیواد د روانو مهمو مسئلو په ارتباط ځ

ینې عرایض ولرم. لومړۍ موضوع مې د انتخاباتو ګرمه او لانجمنه مسئله ده. زموږ هیله دا وه چې ټول لوري په دې قانع کړو چې له راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل یوه اغېزمنه وسیله جوړه کړو، خو متأسفانه ګورو چې ځینې هڅه کوي دا انتخابات هم د مخکې په څېر وي او له تقلب او درغلیو ډک ترسره شي. د ملي وحدت حکومت ځینې چارواکي له دولتي واک، ځواک او امکاناتو په استفادې، غواړي دا انتخابات په داسې توګه او بڼه کې ترسره شي، چې پارلمان ته به یوازې د دوئ د خوښې نوماندان بریالي کېږي، چې په نتیجه کې به یې یقیناً تر اوسني پارلمان ډېر او لا زیات ناموفق، بې اعتباره او بحران زېږوونکی پارلمان جوړ شي.

دا هم ډېر د تأسف ځای دی چې د انتخاباتو په اصطلاح مستقل کمیسیون د ملي وحدت د دوو ټیمونو په خوښه جوړ شو، ټول کمیشنران او مامورین یې د دوئ له لوري ټاکل شوي دي، د تذکرو وېش او د سټېکرونو لګول په داسې توګه ترسره شول چې یوازې هغه افغانان د رایې ورکولو حق ترلاسه کړي چې دوئ یې غواړي، هغو سیمو ته یې ولېږي چې د هستوګنو د ملاتړ تمه یې لري او د هغو سیمو هستوګن ترې محروم کړي چې د دوئ په حریف او رقیب پورې تړلي دي او د دوئ د سیاسي او قومي رقیبانو ملاتړي دي.

 تقلب له همدې ځایه پیل شوی دی او تر ټولو لوی تقلب همدا دی. متأسفانه ځینو دې ته څنګه چې لازمه ده توجه نه ده کړې. د سیاسي موخو لپاره یې ځینو سیمو ته يا هېڅ تذکرې او سټېکړونه نه دي لېږلي یا یې ډېر لږ لېږلي دي، خو ځینو نورو ته یې ډېر پرېمانه او تر خپل حق څو برابره زیات لېږلي دي. دا هم داسې چې خپلو نوماندانو ته یې سپارلي، کورونو ته یې وړي، هلته یې نومونه ثبت کړي دي، سټېکرونه یې ورباندې لګولي، د ژوندیو لپاره هم، د مړو لپاره هم، د ماشومانو لپاره هم او حتیٰ د هغو لپاره هم چې له انټرنټ نه یې د هفوئ نوم او عکس اخیستي، د هغه لپاره یې جعلي تذکره جوړه کړې او سټېکر یې پرې لګولی دی.

په لکونو نه؛ بلکې په میلیونونو جعلي تذکرې او په هغه باندې سټېکرې لګول شوې دي. تعجب کوم چې کمیسیون وایي یو جعلي سټېکر هم نه دی چاپ شوی، د رسنیو له لارې مکرر وایي!!! هو سټېکر جعل شوی نه دی، مګر پرېمانه او له حسابه وتلي سټېکرونه په جعلي تذکرو لګول شوي دي، خبره دلته ده. دا لکونه نه دي په میلیونونو دي. د نړۍ په هېڅ ګوټ او هېڅ هیواد کې هم معمول دا نه ده چې له خلکو دې وغوښتل شي چې دوه ځله دې د کمیسیون دفتر ته راشي یو ځل دې نوم ثبتونه وکړي او دوهم ځل دې د رایه اچونې لپاره راشي. افغانستان یوازینی مثال دی، له خلکو یې غوښتي چې دوه ځله زحمت قبول کړي او مصارف وکړي او راشي د کمیسیون دفاترو، لومړی باید د هفوئ نوم ثبت شي، په تذکره یې سټېکر ولګول شي او بیا یوازې او فقط همدا د رایه اچونې حق ولري او د رایه اچونې په وخت کې راشي او خپله رایه وکاروي. یعنې دا پرېکړه د کمیسیون په لاس کې وي چې څوک رایه ورکړي او څوک یې ورنه کړي. تقلب دا دی. په نوره نړۍ کې معمول دا دی چې هر څوک د انتخاباتو په ورځ راځي یو معتبر سند ارایه کوي او کتل کېږي چې د رایه اچونې واجد الشرایط دی او که نه. د همدې له مخې رای پاڼه ترلاسه کوي او په صندوق کې یې اچوي، بس همدومره. خو دلته فقط د تقلب په موخه دا سټېکرونه رایج شول، چاپ شول او دا د یوه ضرورت او فرض په توګه ومنل شول چې څوک راځي نو په تذکره به یې سټېکر لګېدلی وي او که څوک محروم شول په تذکره یې سټېکر ونه لګول شو نو د انتخاباتو په ورځ نه د رایې ورکولو حق لري او نه د رایې ورکولو محل ته د تلو. ولې؟؟! د دې وجه څه ده؟؟! آیا له تقلب او د تقلب له ارادې پرته بله توجیه د دې لپاره موندلی شو؟! دا د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف کار دی، زموږ لوی اعتراض همدا دی، او له دې نه په څرګنده معلومېږي چې دولت د تقلب اراده لري، نه غواړي چې انتخابات دې شفاف او عادلانه وي.

څوک دا صلاحیت لري او کوم قانون دا واک ورکړی چې شپږ میلیونه مهاجرین دې د رایې ورکولو له حق څخه محروم کړی شي؟؟؟ دا څوک دی؟؟؟ دا حق چا او کوم قانون ورکړی دی؟؟! شپږ میلونه مهاجرین حق نه لري چې خپلې رایې وکاروي، دوه میلونه بې ځایه شوي وګړي حق نه لري چې خپلې رایې وکاروي. تر څلور میلیونه زیات د ناامنو سیمو وګړي د دې حق نه لري چې خپلې رایې وکاروي او د خپل اوسني تور برخلیک د ښه کولو لپاره څه وکړي او خپلې رایې وکاروي. کمیسیون دا حق لري او که دولت؟؟! دا حق چا ورکړی دی؟؟!

متأسفانه دې کمیسیون او دولت دا پرېکړه کړې چې مهاجرین د رایې ورکولو حق نه لري. یو لک نه، یو میلیون نه، بلکې شپږ میلیونه مهاجرین!!! دوه میلیونه کورني بې ځایه شوي او له څلورو میلیونو زیات د ناامنو سیمو هستوګن د رایې ورکولو له حق څخه محروم شوي دي. دولت د تقلب اراده لري، ځکه پوهېږي چې دا مهاجرین په چا پورې تړاو لري او که هفوئ په انتخاباتو کې برخه واخلي نو د انتخاباتو برخلیک به څه وي!!؟

عمداً او قصداً د هیواد ځینې برخې ناامنه شوې دي څو وګړي یې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي. څوک دا حق لري چې یوه قوم، یا سیمې او یا یوې ولسوالۍ وګړي په پارلمان کې د وکیل لرلو له حق څخه محروم کړي؟! د ځدرانو او منګلو وکیلان دې هم تڼي وټاکي، او د غزني د ۱۸ ولسوالیو د وګړو وکیلان دې هم د څلورو شیعه مېشتو ولسوالیو وګړي وټاکي!!! یعنې څه؟؟! دا په کومو معیارونو د منلو وړ دی؟؟! دولت په همدې غلطه لاره روان دی. د انتخاباتو کمیسیون همدا ظالمانه، غلطه او ناروا تګلاره غوره کړې ده.

کمیسیون په شرمناک تقلب اعتراف کوي، وایي کتابونه مو غلا شوي دي. توجیه یې همدا، دومره آسانه!!! دا شرمناک تقلب فقط په یوې دومره ساده او آسانه خبره باندې غواړي توجیه کړي. کتابونه یې غلا شوي دي!!؟ او دا هم بیا وایي چې د رایه اچونې په وخت کې څوک دا جعلې تذکرې او سټېکرې نه شي کارولی، موږ داسې انتظامات نیولي دي. که پوښتنه وکړې چې دا انتظامات مو کوم دي؟؟ ځواب ورته نه لري.

زموږ او زموږ د ولس ښه په یاد دي چې مخکیني انتخابات څنګه وو!!؟ ستاسو به هم په یاد وي!!؟ دوو ائتلافونو یو او بل په دې متهم کول چې دوه میلیونه جعلي رایې یې په صندوقونو کې اچولې دي. ډک صندوقونه یې تش کړي او تش یې ډک کړي دي او بل ویل چې تاسو دوه نیم میلیونه جعلي رایې کارولې دي. هیئت وټاکل شو، هغه ددې لپاره چې خلک خاموش کړي، ویې ویل چې څلور نیم میلیونه نه، یو میلیون جعلي رایې کارېدلې دي!!!

د انتخاباتو کمیسیون ته چا او کوم قانون دا حق ورکړی دی چې د ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید لغو کړي؟؟! ولې باید دا انتخابات منتفي کړی شي؟؟! حکومت ولې دغو شوراګانو ته لازم ترتیبات، تسهیلات او معاشات ونه منل؟؟! چې له کبله یې هېڅوک دې ته تیار نه شول چې خدایي خدمتګار شي او له معاش پرته راشي د شورا غړی شي. طبیعي ده هېڅوک دې کار ته دي تیار. په انتخاباتو کې هم برخه واخلي، مصارف هم وکړي، یو کال د شورا غړی هم وي او خدایي خدمتګار وي. عمداً قصداً د سیاسي موخو لپاره همدا پرېکړه وشوه. دا ځکه چې هفوئ نه غواړي لویه جرګه دایره شي، د لویې جرګې له دایرېدو وېرېږي. کورنۍ کړۍ هم او بهرنۍ هم. عمداً او قصداً یې داسې لاره غوره کړه چې له څو ولسوالیو پرته په هېڅ ولسوالۍ کې څوک ځان کاندید نه کړي، ورته عبث او بې هوده معلومېده.

مګر څوک حق لري چې د سیاسي احزابو له موافقې پرته انتخابات ترسره کړي؟؟! موږ ته یې په ټوله نړۍ کې یوه بېلګه راوښیئ؟؟! د هغه انتخاباتو به څه ارزښت وي چې احزاب په کې مطرح نه وي؟!! احزاب یو ضرورت دی، موږ دا قومونه د احزابو پر مټ راغونډولی شو، همدا احزاب زموږ ملي یووالی تأمینولی شي، په انتخاباتو کې د احزابو د برخه اخیستلو په نتیجه کې موږ کولی شو یو دروند پارلمان رامنځته کړو، یوازې یو قوي، ځواکمن او ملت شمول حزب کولی شي یو قوي او موفق حکومت جوړ کړي. حکومت کول د اشخاصو کار نه دی، ولو که نابغه هم وي، موږ د قوي او ځواکمن حکومت جوړولو لپاره ملت شموله احزابو ته اړتیا لرو. نه پوهېږو دا حق چا ورکړی دی چې احزاب نفي کړي؟؟! نه یې شي نفي کولی، واقعیت دا دی چې هېڅوک دومره زور او ځواک نه لري چې احزاب نفي کړي. که د ولسوالیو شوراګانو ته انتخابات شوي وای، وکیلان ورته غوره شوي وای او معاش ورته ټاکل شوی وای؛ نو باور لرم چې د دغو ټولو وکیلانو ټول مصارف به یې شاید د ملي وحدت د حکومت د یو مشر د یوې میاشتې له مصارف سره برابر نه وو، ښایي تر دې هم لږ. یعنې د هیواد د ټولو ولسوالیو د وکیلانو معاش او نور مصارف به د ملي وحدت د حکومت د یو مشر د یوې میاشتې د مصارفو په اندازه هم نه وو. خو هفوئ دا په دې بهانه او عنوان منتفي کړل چې مصارف یې دولت نه شي تأمینولی.

د دې ملي وحدت د حکومت د یو مشر د نکټایي او یوې جوړې دریشي قېمت د پاکستان او هند د صدراعظمانو د ملي جامې د یو کال د قېمت په اندازه نه دي، بلکې ترې زیات دی. هند غوندې د لوی هیواد صدراعظم او زموږ په ګاونډ کې د پاکستان د صدراعظم چې دواړه په خپلو ملي جامو افتخار کوي، که د یو کال د جامو مصارف یې راغونډ کړې د دې جنابانو د یوې نکټایي او یوې جوړې دریشي په اندازه نه دي. د ملي وحدت حکومت دا بې درېغه مصارف کولی شي خو د دغسې سترې ملي مسئلې لپاره بودیجه نه لري.

د هیواد ټول ستر او واړه ګوندونه تر یو سقف لاندې راغونډ شول، ژمنه یې وکړه چې تېرې ترخې او خونړۍ تجربې نه تکراروو، له راتلونکو انتخاباتو د بحران د حل وسیله جوړوو، ټولو تعهد وکړ چې په یوې جامع او عملي طرحې چې په نتیجه کې یې یو دروند پارلمان رامنځته شي؛ توافق کوو، طرحه یې جوړه کړه، دولت ته یې وړاندې کړه، د انتخاباتو کمیسیون سره یې بحث پرې وکړ، له بهرنیو ذیدخلو لورو سره یې مطرح کړه، ټولو ومنله چې دا طرحه معقوله او زموږ د ملت په ګټه ده، یو عذر او مانع شته چې وخت نه لرو. دا وخت هم حکومت قصداً او عمداً ضایع کړی. داسې پړاو ته یې رسولی دی چې بیا ټول خلک په یو کنج کې راګیر کړي او ورته ووایي چې پرته له دې نه بله چاره نشته، وخت نشته. په داسې حال کې چې دا وخت ټول دوئ عمداً او قصداً ضایع کړی دی.

یوه موضوع یې داسې یادوله چې اوس ورته وخت نه لرو، دا چې رایه اچونه دې بایومټریک شي. وسایل او تجهیزات ورته برابرل، بیا یې د رایه اچولو محلونو ته انتقالول او نصبول وخت ته اړتیا لري. خو په پای کې دوئ دا خبره ومنله، د احزابو دا شرط یې قبول کړ چې رایه اچونه دې بایومټریک شي. اوس پوښتنه کوو چې بهانه څه شی ده؟! ولې باید د احزابو د طرحې نور بندونه ونه منل شي؟؟! دا خو تاسو ومنله چې په همدغه موده کې ممکن دی، وسایل مو اخیستي، له کمپنۍ سره قرارداد شوی دی، بودیجه هم تأمین شوې، تادیه شوې ده، د دې میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وسایل راانتقالېږي، په شلمه نېټه به احزابو ته یو پرېزېنټېشن هم ورکوي او د دولت تر مدیریت لاندې به رایه اچونه بایومټریک شي.

د احزابو غوښتنې دا وې:

- پارلماني انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي.

- هېڅ واجدالشرایط افغان باید د رایې ورکولو له حق څخه محروم نه شي.

- د هر رایه ورکوونکي افغان رایه باید معتبره وګڼل شي او په پارلمان کې باید استازی او ممثل ولري.

د انتخاباتو په مخکیني ناسم او غیرعادلانه سیستم کې چې په ټوله نړۍ کې لرې غورځول شوی دی، یوازینی هیواد چې په کې رایج دی، غریب، مظلوم او جنګ ځپلی افغانستان دی چې له بهره دا سیستم ورباندې تحمیل شوی دی، په کې له هرو لسو رایو نهه یې باطلېږي او یوه یې معتبره ګڼل کېږي، پارلمان د یوه وړوکي اقلیت ممثل دی، له سلو زیاتو کسانو چې په انتخاباتو کې برخه اخلي تر نوي زیاتو کسانو رایې یې هدر کېږي او یوازې د لسو کسانو رایه معتبره ګڼل کېږي دا هم د هغو چې تل یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې، زحمت یې قبول کړی ولې همدا نوي سلنه رایه ورکوونکي په پارلمان کې هېڅ وکیل نه لري. زموږ غوښتنه دا وه چې انتخابات باید په داسې ډول ترسره شي چې د افغانانو موجودې ستونزې حل کړي نه دا چې نوې مزید ستونزې وزېږوي، همغسې لکه چې په مخکینیو انتخاباتو کې یې بې شمېره ستونزې وزېږولې، چې له انتخاباتو یې یوه خندوونکې ډرامه جوړه کړه، پرېکړه یې هم د رایو د صندوقونو له مخې ونه شوه، جانکېري راغی انتخابات یې لغو کړل او نتایج یې نفي کړل، نه هغه څوک ولسمشر شو چې زیاتې رایې یې اخیستې وې او نه هغه څوک په دوهم موقف قانع و چې تر هغه یې کمې رایې اخیستې وې، بلکې برابر او مساویانه سهامي شرکت جوړ شو، وزارتونه د دوو ائتلافونو تر منځ په مساویانه توګه ووېشل شول، د قانون او انتخاباتو د پرېکړې خلاف عمل ترسره شو. موږ په قانون کې د اجرائیه رئیس په نامه څه نه لرو، دا پرېکړه د اساسي قانون خلاف وشوه. په قانون کې موږ د اقتدار وېش په ائتلافونو او احزابو نه لرو، دا پرېکړه د آساسي قانون خلاف په افغانانو تحمیل شوه. دا ټولې ستونزې له همدې پرېکړې رامنځته شوې. نن چې حکومت ناکام دی، د هیواد له ادارې عاجز دی، امنیت نه شي تأمینولی، په خپلو داخلي اختلافاتو او فساد کې تر ستوني غرق دی؛ لوی عامل یې همدغه فاجعه وه، چې د انتخاباتو نتایج لغو شول او اقتدار د جانکیري په حکم د دوو ائتلافونو تر منځ ووېشل شول، هغه ائتلافونه چې نن یو هم نشته. یوازې هغه څوک چې د ائتلافونو په سر کې وو پاتې دي، نور اعضاء یې ترې تللي او دا ائتلافونه شړېدلي دي، له یوه ائتلاف سره هم خپل مخکیني سیاسي غړي او حزبونه نشته، په نوره نړۍ کې معمول دا دی چې په کومه ورځ ائتلاف شړېږي؛ حکومت هم منحل شي. خو زموږ حکومت دا دی لا اوس هم دوا لري!!!

- د دې لپاره چې د انتخاباتو شفافیت تضمین شي او د تقلب مخنیوی وشي، زموږ غوښتنه دا وه چې د انتخاباتو په ټول بهیر له پیل تر پایه باید د سیاسي احزابو نظارت تضمین شي.

ولسمشر له موږ سره دا غوښتنه هم ومنله، خو فقط منل!!! خو په عمل کې هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی، د انتخاباتو د کمیسیون ټول امور، پرېکړې، اجراأت، تصرفات، د مامورینو توظیفول، د حوزو ټاکل، د سټېکرونو لګول او نور ټول په خپل سر د سیاسي احزابو سره له مشورې پرته ترسره شوي دي.

زموږ غوښتنه دا وه چې داسې تسهیلات او شرایط باید برابر شي چې هر افغان په هر ځای کې وکولی شي خپله رایه وکاروي. دولت مکلف دی چې ټولو افغانانو ته دا لازم شرایط برابر کړي.

- زموږ بله غوښتنه دا وه چې د هر نوماند د بریا لپاره باید یو معین نصاب وټاکل شي. داسې نه چې پارلمان ته یو کس په دری سوه رایو ځي او بل په دېرش زره رایو، هغه چې شل زره رایې یې ترلاسه کړې دي ناکام دی. مګر د دې لپاره هم څه معقوله توجیه موندلی شو!!؟

په پارلمان کې دوه وکیلان ناست دي یو په دری سوه رایو راغلی دی او په څنګ کې یې بل ناست دی. دېرش زره رایې یې ترلاسه کړې دي، دواړه برابر حق لري او رایې یې هم مساوي دي.

موږ د هر نوماند د بریا لپاره باید یو معین نصاب غوره شي چې له توپیر او تبعض پرته د ټولو لپاره مراعات شي. مجموعي رایې چې په صندوقونو کې لوېږي دا په (۲۴۹) تقسیم شي او حاصل یې نصاب ومنل شي. چا چې دا نصاب پوره کړ فقط همدا وتوانېدلی شي چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.

که دا ټول ضروري شرایط ومنل شي نو یوازې د انتخاباتو په هغه طریقه کې موږ کولی شو چې دا اهداف ترلاسه کړو چې د متناسب تمثیل په نامه یادېږي، په انګرېزي کې ورته Proportional Representation یا PR سیستم ورته وایي. یوازې د دې سیستم له مخې موږ کولی شو دا ټول شرایط تأمین کړو.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ په معاهده کې همدا مطلب په صریحو الفاظو راغلی دی، چې حزب اسلامي او دولت په ګډه د تفاهم له لارې د انتخاباتو په مخکیني سیستم کې تغیر راولي او دا سیستم (PR) سیستم ته یې اړوي. د دې معاهدې لاندې ولسمشر د ټول دولت په استازیتوب لاسلیک کړی دی، د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي اتمر لاسلیک کړی دی، د سولې عالي شورا رئیس لاسلیک کړی دی، پارلمان تصویب کړه، کابینې تصویب کړه، ملګرو ملتونو دا معاهده ومنله او ټولو نړیوالو هم د دې معاهدې تائید وکړ، دا معاهده په یوه منل شوې ملي او بین المللي معاهدې بدله شوه.

موږ ولسمشر ته وویل چې ښاغلیه د معاهدې بند بند تر پښو لاندې شوی دی، ټول مو زغملي، سره له دې چې موږ په دې حکومت کې نه یو او دا حکومت زموږ د رقیب او دښمن په لاس کې دی او د دولت ټول امکانات زموږ د ځپلو لپاره کاروي؛ موږ د همدغه ناکام دولت ملاتړ کوو، نه غواړو چې تضعیف شي او نه غواړو چې نسکور شي. اوس فقط یوه غوښتنه لرو. (هغه دا چې د انتخاباتو په ارتباط په خپلې ژمنې ودرېږه!!!)

له ما سره یې منلي وو چې که ټول سیاسي ګوندونه په دې طرحې توافق وکړي زه ورسره موافق یم. ما د ګوندونو د راټولولو هڅې پیل کړې، الحمدلله نن ۳۷ سیاسي ګوندونه د انتخاباتو په ارتباط له دغه طرحې سره موافق دي او همدا یې غوښتنه ده. ولسمشر ته مو وویل چې دا دي ټول سیاسي ګوندونه بلااستثناء ټولو ګوندونو په همدې سیستم باندې توافق کړی دی. هغه ځینې شرایط ومنل او ویې وویل چې توافق لرو، د ځینو په ارتباط یې وویل چې لاس مو تړلي دي!!! غواړو وپوهېږو چې چا ستا لاسونه تړلي دي؟؟! حاضر یو چې مرسته وکړو، خنډ چېرته دی؟! له بهرنیانو سره خو موږ خبرې وکړې، هفوئ وویل چې موږ د انتخاباتو په ارتباط مداخله نه کوو، افغانانو چې په کومې طرحې توافق وکړ موږ د هغه ملاتړ کوو. که احیاناً داسې څه ستونزه وي راځئ چې یوه ګډ هیئت ته یې وسپارو چې حل یې کړي، د هغه پرېکړه نهایي وګڼو او ټول یې ملاتړ وکړو.

ولسمشر له ما سره توافق وکړ، ګډه غونډه مو ورسره لرله، له ارګ نه دا اعلامیه هم صادره شوه چې په ګډ کمیسیون توافق وشو. خو متأسفانه فقط هغه پرېکړه هماغلته د کاغذ پر سر پاتې شوه، تر ننه پورې عملي نه شوه.

سیاسي ګوندونو هېڅکله دا نه دي غوښتي، که څه هم د هفوئ پر ضد پراخ درواغجن تبلیغات کېږي چې احزاب امتیاز غواړي، په پارلمان کې سهم غواړي. موږ نه د سهم غوښتنه کړې او نه هم د امتیازاتو مطالبه. ولسمشر ته مو وویل چې موږ نه له تا وزارتونه غواړو، نه ولایتونه نه سفارتونه او نه مالي او معنوي ملاتړ غواړو، بلکې فقط شفاف او عادلانه انتخاباتو درنه غواړو او تاسو حتماً لیدلي او خبر یاست چې حکومت له اشخاصو سره احزاب خو پرېږده ډېر ډېر شیان د د قانون خلاف منلي دي. صدارتي نظام خو یې ورسره منلی دی، د ځینو ادعا ده چې وایي لیکل شوې او لاسلیک شوې معاهده او فرمان لرم. د ټول ملت د ارادې خلاف او د اساسي قانون خلاف صدارتي نظام مني، له یوه شخص سره دا مني چې د انتخاباتو په سیستم کې دې تغیر راشي، دا مني چې د رهبري شورا دې جوړه شي. ما ته وښیئ چې د قانون په کومې مادې کې راغلي دي، دا مني چې هفوئ ته وزارتونه او ولایتونه ورکړي، خو موږ چې فقط د شفافو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه کوو.

زموږ غوښتنه دا ده چې په پارلمان کې دې د هر قوم، هر توکم، هرې مذهبي فرقې او حزب سهم او حضور فقط همدومره وي چې په ملت کې د هفوئ حامیان دي، نفوس او شمېر یې دی. د پښتنو سهم باید د هفوئ د نفوس برابر وي، د تاجکو سهم باید د هفوئ د نفوس برابر وي، د ازبکو، هزاره وو، ترکمنو او نورو ټولو قومونو سهم باید د هفوئ د نفوس او حق برابر وي. په پارلمان کې باید هر څوک د خپل نفوس او شمېر له مخې سهم ولري چې یوازې همدا سیستم دا چاره تضمینولی شي. پارلمان باید داسې جوړ شي چې په هغه کې هر قوم، هره مذهبي فرقه او هر حزب د خپل نفوس په اندازه حضور ولري.

موږ دا هم ویلي چې نه خوښوو د دولت او احزابو تر منځ دې تقابل او تصادم رامنځته شي. د همدې لپاره د انتخاباتو د کمیسیون د لانجمنو، ناسمو، او بحران زېږوونکو او تشدیدوونکو تصرفاتو په اړه وویل نه غواړو نوم ثبتونه دې تجدید شي او مخکینۍ نوم ثبتونه دې لغو شي، دا نه غواړو. سټېکرونه یې توزیع کړي، تذکرې یې توزیع کړې، نومونه یې ثبت کړي دي او کاندیدان یې له فلتره تېر کړي دي، دا ټول دې په خپل حال وي، تغیر په کې نه غواړو. فقط دا غواړو چې رایه اچونه دې بایومټریک شي. نوماندان دې هم همدغه وي، په نوماندانو کې هم بدلون نه غواړو، صرف اوس دې په هر ګوند پورې اړوند نوماندان چې په دې فهرست کې راغلي دي، له دې فلتره تېر شوي دي، د انتخاباتو کمیسیون منلي دي، دا دې په فهرستونو کې تنظیم شي، چې په دې توګه به د کابل (۸۰۰) زیات نوماندان په آتو یا لسو فهرستونو کې راشي. مستقل کاندیدان هم کولی شي په یو فهرست توافق وکړي او د یو فهرست یا ائتلاف په توګه په انتخاباتو کې برخه واخلي او بیا دې هر فهرست د نصاب له مخې خپل نوماندان پارلمان ته ولېږي. موږ همدا غوښتنه کوو. مګر دا ګران کار دی؟ آیا په دې کې څه ستونزه ده؟ قانوني ستونزه لري، په عملي طور کومه ستونزه او مشکل لري، وخت ایجابوي، مصارف ایجابوي، څه ستونزه لري؟؟! بلکې په قاطع ډول دا چارې ستونزې حلوي، مصارف کموي، انتخابات اسانه کوي. په دې کم سواده ټولنه کې به یو څوک داسې کار څه ډول وکولی شي چې په اته سوه نومونو کې یعنې څلوېښت صفحه اي کارت کې خپل نوماند ته رایه ورکړي، داسې چاره چې په نړۍ کې یې بېلګه نه وینو، څوک یې چې واوري ور پورې خاندي، چې په یو ولایت کې اته سوه او څو کاندیدان دي او د انتخاباتو ښاغلي کمیسیون هم داسې کارت جوړ کړی چې څلوېښت پاڼې لري!!! په دې کم سواده ټولنه کې به یو څوک راځي او په دې (۴۰) پاڼو کې به خپل نوماند پیدا کوي او بیا به هغه ته رایه ورکوي. آیا دا عملي چاره ده؟! بلکې یوازې ستونزې زېږوي او تقلب او جعل ته لاره هواروي. موږ وایو راشئ دا اته سوه کاندیدان په اتو یا لسو فهرستونو کې تنظیم کړو، خلک دې همدې ته رایه ورکړي.

متأسفانه د انتخاباتو کمیسیون د دې پر ځای چې خپله بې طرفي وساتي او د احزابو پر ضد دریځ غوره نه کړي، احساس مو دا دی چې د چارواکو په وینا یې د احزابو په خلاف مواقف غوره کړي دي، د رسنیو له لارې یې اظهارات کړي دي، حتیٰ ویلي یې دي چې احزاب نشته، درې نوي سلنه کاندیدان مستقل دي، یوازې اووه سلنه یې په احزابو پورې مربوط دي. دا په داسې حال کې چې دا شمېره برعکس ده، ښایي اووه سلنه هم خپلواک کاندیدان په دې ټولو کې پیدا نه کړو، په دې ټول شمېر کاندیدانو کې مطلق اکثریت په احزابو پورې تړلي دي.

زه د همدې سالون په اړه درته وایم، دلته به ما له دری سوه زیاتو کاندیدانو سره لیدلي دي، ما شخصاً ورسره لیدلي دي، چې یا د حزب غړي وو یا یې خواخوږي وو، یا له فکري لحاظه حزب ته نیږدې وو، یا یې د دې تمه لرله چې حزب یې ملاتړ وکړي، خو په فهرست کې یوازې محدود شمېر کاندیدان د حزب په نامه ثبت شوي دي، همدا د ټولو احزابو او نوماندانو حال او وضعیت دی.

متأسفانه د دولت دننه او بهر داسې ځواکمنې کړۍ شته چې د تفاهم پر ځای د تقابل لاره غوره کوي، له دولتي زور او ځواک په استفادې سره غواړي د خپلې خوښې او له تقلب ډک انتخابات ترسره کړي، پارلمان ته هغه څوک لاړ شي چې دوئ یې غواړي او د هغه چا د تلو مخه ونیسي چې ملت یې غواړي خو دوئ یې نه خوښوي. دوئ غواړي چې د بریالي او ناکام نوماند پرېکړه هم همدغه کمیسیون وکړي هغه هم نه د صندوقونو له مخې او نه هم د رایو له مخې. همدغسې چې د نوماندانو د صلاحیت په ارتباط دې کمیسیون اخري پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د پرېکړې اخري مقتدره مرجع موږ یو، زموږ فیصله هېڅوک نه شي بدلولی، تاسو ولیدل چې سپین یې تور کړ او تور یې سپین. داسې نوماندان یې حذف کړل چې تر هغه نه ډېر ډېر نامستحق کاندیدان په لیست کې پاتې دي، داسې چې د جرم او ګناه پېټي یې تر غرونو هم لوړ دی. له هفوئ نه یې سپينې کوترې جوړې کړې، سلب صلاحیت کړي یې نه دي، دوئ غواړي د انتخاباتو په ارتباط هم همدغه پرېکړه وکړي. یعنې همدغه کمیسیون به پرېکړه کوي چې څوک بریالی دی او څوک ناکام او بیا به وایي چې هېڅوک حق نه لري چې زموږ فیصله رد کړي.

دوئ ته وایم چې دا کار نه شئ کولی، دا خوب او خیال دی، مطمئن اوسېږئ چې له تقلب ډک انتخابات نه شئ ترسره کولی، مطمئن اوسېږئ چې سیاسي احزاب به د دې په وړاندې کلک ودرېږي، له تقلب ډک انتخابات نه ملت مني، نه سیاسي احزاب او نه زموږ کومه ستونزه حلولی شي، بلکې ستونزې لا زیاتوي. سیاسي احزابو پرېکړه کړې چې له خپل مدني حق څخه په استفادې سره، له سولییزو لارو ټول لوري مجبور کړي چې له داسې انتخاباتو سره توافق وکړي چې په هغه کې به تقلب نه وي.

دولت ته مو مشوره دا ده چې یو اړخیز تصمیمونه ونه نیسي، د انتخاباتو په ارتباط له احزابو سره کښېني او په ګډه یوه پرېکړه وکړي. په دې موخه او اراده چې هیواد له بحرانه باسو. متأسفانه ګورو چې په دولت کې ځینې د ګواښونو، تحدید، تخویف او زور لهجه کاروي. هفوئ ته وایو چې که رښتیا زور لرئ نو د امنیت په تأمینولو کې یې وکاروئ! ولایات او ولسوالۍ خو پرېږدئ دا د کابل په امنیت ټینګولو کې یې وکاروئ او که رښتیا زور او ځواک لرئ نو د دولت د وسله والو مخالفینو پر خلاف یې وکاروئ. دغه چې په سولییزه توګه سرکونو ته راوځي یا د انتخاباتو د کمیسیون مخې ته خېمې دروي، له دې سره زور مه آزمویئ، پایلې یې ډېرې بدې دي.

متأسفانه دا هم باید ووایم چې په دې څو شپو ورځو کې په لغمان، شکردرې، قره باغ، کابل قره باغ، هرات او ځینو نورو ځایونو کې د مجاهدو شخصیتونو په کورونو بریدونه شوي دي، د دولت له لوري پرې بریدونه شوي دي، د هفوئ کورونه تلاشي شوي دي، په ډېره بې رحمانه توګه یې خپلوان وژل شوي دي. په لغمان کې په یوه شپه د یوه کور (۱۱) غړي شهیدان شوي دي، لاس تړلي یې له کوره اېستلي دي او د کلاشینکوف په ډزو یې شهیدان کړي دي. له دې نه والي خبر نه دی، د ولایت امنیه قوماندان خبر نه دی، د فرقې قوماندان خبر نه دی، ملي امنیت ته وایي خبر نه دی، داخله وزارت ته وایي خبر نه دی، باالآخره موږ ته وایي چې دلته یوه قطعه جوړه شوې ده د صفر یک په نامه چې زموږ له ادارې او سوق څخه بهر ده، سوق او اداره یې د بل چا په لاس کې دی، دا عملیات د دوئ له لوري شوي دي.

په شکر دره کې مو واورېدل چې د یوه وتلي جهادي شخصیت چې کاندید هم و، د ډوډۍ په وخت یې په کور برید وشو، په خپل کور کې د کور له غړو سره په دسترخان ناست دی او دوئ ورننوتلي دي او په ډزې یې پرې پیل کړې دي، همدا وکیل شهیدوي، ورور یې سخت ټپي کېږي او د کورنۍ نور غړي یې لاس تړلي له ځانه سره بیایي.

په قره باغ کې هم دغسې د یو مشهور جهادي قوماندان کور تلاشي کېږي او حتیٰ د کور غولی یې قلبه کېږي چې څه وسایل نه وي، په هرات کې هم تېره شپه ورته پېښه ترسره شوې ده. موږ دا او دې ته ورته عملیات په کلکه غندو او د فوري توقف غوښتنه یې کوو. که بهرنیان دا کار کوي نو ورته وایو چې لطفاً د افغانانو خپلواکۍ او وینو ته درناوی وکړئ، هفوئ ته چې بهرنیو ځواکونو ته د اووه لسو کلونو راهیسي غلط معلومات او کوردینات ورکوي او شوروي ځواکونو ته یې هم کوردیناتونه ورکول، اوس ناټو ځواکونو ته هم خپل رقیب او حریف د داعش او طالب په نامه معرفي کوي، چې وسلې لري باید په کور یې برید وشي. دوئ ته وایو چې برخلیک مو تور دی، هېڅکله به خپلو ناولو موخو ته ونه رسېږئ، تېرو تجربو وښودله چې هېڅکله په دې ډول پرېوتو کړنو سره خپل حریف او رقیب نه شئ ځپلی.

هیله مې دا ده چې ټول لوري له خپلو غلطو سیاستونو او د مخکینیو خونړیو او ناکامو تجربو له تکرار څخه لاس واخلي او ټول په ګډه دا پرېکړه وکړو چې هیواد له بحرانه وباسو او له همدې راتلونکو انتخاباتو نه د بحران د حل ډاډمنه او اغېزمنه د حل لاره جوړه کړو.

ترتیب: عابد علمي



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018