تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راتلونکو پارلماني ټاکنو ته ولې انجوګانې او د خصوصی شرکتونو مالکان هڅیدلې دي!

محمد یوسف جبارخیل

2018-09-17

که د فیس بوک مخونه را واړوو ، که پرځینو ګاډو ، دیوالونو او بلبوردونو نشر شوي اشتهارات وګورو، که د ټاکنو له کمیسیون څخه راوتلي او اعلان شوی لسیتونه ولولو او همدارنګه که د تلویزیون په پردو د ځینو ګردي میزونو ننداره وکړو، داسې ښکاري چې په سږنیو پارلماني ټاکنو کې  ډیری کاندیدان د انجوګانو او شرکتونو مؤسسان او رئیسان په سترګو کیږي.

دغې سیالۍ  ته نه یواځې د انجوګانو او شرکتونو رئیسان او مؤسسان بلکه د خصوصی ښوونځیو ، خصوصي انستیتیوتونو ، خصوصي پوهنتونو او خصوصي روغتونونومالکانوهم ځانونه چمتو کړي دي .

خبره دا نه ده چې د خصوصی مؤسسو د رئیسانو پرکاندید کیدلو څوک خوښ نه دي یا د دوی پر وکیل کیدلو د چا لورینه نه شته، بلکه پوښتنه داده چې هغه عامل او لامل ، هغه انګیزه او جاذبه څه ده چې  د هرې انجو او هرې خصوصي مؤسسې مؤسس او رئیس یې هڅولی دئ چې دې سیالۍ ته دې راوړاندې شي.

ښایی د دې پوښتنې په اړه له هرچا سره په  ځانګړي توګه د انجوګانو او شرکتونو له څښتنانو سره بیل بیل ځوابونه وي خو زمونږ له نظره د روانې دورې د وکیلانو حالت ته په کتو سره یو څو مهم  لاملونه دي چې هر څوک او په خاصه توګه یې د انجوګانو او شرکتونو مالکان هڅولي چې د ولسې جرګې سیالیوته ځانونه و نوموي.  

لومړی ستر لامل چې د انجوګانو ، شرکتونو، خصوصي ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو او خصوصي روغتونونو مالکان او د ډول ډول شرکتونو سهم داران یې وکالت کولو ته تشویق کړي او هڅولي دي هغه لوړ امتیازات او پراخ صلاحیتونه دي چې په  روانه دوره کې وکیلانو ته ورکړل شویدي او یا دې وکیلانو  په خپلو مهارتونو او مختلفو طریقو لاس ته راوړي دي.

زمونږ هر هیوادوال په خپلو سترګو ولیدل  چې په تیرو ټاکنو کې چې هر څوک وکیل شوی ، هغه لږ تر لږه په دې توانیدلی چې  د وکالت په دوره کې دې په کابل ، دوبۍ ، ترکیه اونورو هیوادونو کې مجلل کور، په ګران او تجارتی ځایونو کې دې مارکیت اوبلند منزل او په  هر غصب شوی دولتي ډاګ کې دې څو څو سپینې او تورې  نمرې ولري .

همدارنګه هرڅوک چې په تیرو ټاکنو کې وکیل شوی هغه ډیر ژر د څو زره دارو ګاډو ، د څوبې بندو بارو وسله والو ساتونکو چې شپه او ورځ د هر ناروا کار د سرته رسولو قوماندې ته چمتو ولاړوي او یو څوبوټ پاکان چې ټولې له شرمه ډکې معاملې یې دهغوی په وسیله سرته رسیږي څښتن شوی دئ.

هرڅوک چې په تیروټاکنو کې یې د وکالت مقام ګټلی دئ له هغه څخه سمدلاسه د یوې انجو، دیوشرکت ، د یوخصوصي ښوونځي ، د یو خصوصی روغتون او د لوړو قراردادونو خاوند  اود داسې نورو ګټه اخیستونکو مؤسسو مالک جوړشوی دئ.  نن په پارلمان کې داسې وکیل نه لیدل کیږي  او نه به یې و مومو، چې هغه دې انجو، شرکت ، تجارت ، خصوصی ښوونځي ، خصوصي پوهنتون او یا خصوصي روغتون ونه لري .

هرڅوک چې په دې  دوره کې وکیل شوی د هغه خپل او خپلوان په سفارتونو ، قونسلګریو، د سوداګریو خونو او د وزارتونو د انکشافی پروژو په دفترونو کې په فرمایشي توګه مقررشوي دي.  یعني که په سفارتونو، قونسلګریو ، د سوداګریو په خونو، په ګمرکونو کې له ګمارل شوو دیپلوماتانو ، آتشو او مامورینو څخه د هویت پوښتنه وکړئ هغه به خامخواه د یووکیل زوی او یا خپلوان وي .

داسې وکیلان هم شته چې نه بې د پوهنځي او پوهنتون دروازه لیدلی، نه یې مضمون او نه یی استاد پیژني  خو د لسانس ، ماسترۍ او دکتورا ارزیابی شوې ډګري ګانې یې تر لاسه کړي دي  او د دغو جعلي  ډګري ګانو په ښکاره کولو سره له چارواکو څخه هغه امتیازات ترلاسه کوي چې د حقیقي ډګري لرونکی شخص یې په خوب کې هم نه شي لیدلی .

  هرڅوک چې په دې دوره کې وکیل دئ  د  وزیرانو، څارنوالانو ، جنرالانو ، پاسوالانو او حتي د قاضیانو د کور او دفتر دروازې  شپه او ورځ  دهغوی پر مخ خلاصي وي. هر غیر قانونی کار یې چې زړه یې وغواړي هغو په چارواکو منلی او کولی شي خو یو عادي هیواد وال که شپه او ورځ د داسې ښاغلو دروازې ته ودریږي څوک يې سلام هم نه اخلي.  

دویم ستر عامل چې د انجوګانو، شرکتونو ، خصوصي ښوونځیو ، خصوصي پوهنتونو او خصوصي روغتونونو دایرکتران او ډاکتران  یې هڅولې هغه پراخه او بې تکلیفه شتمني ده چې دوی په تیرو اولس کالو کې له دونرانو څخه د پروژو په نوم لاس ته راوړیده اوهغوی د دې شتمنیو په پیدا کولو کې نه یواځې کوم تکلیف نه دئ لیدلی بلکه د هغو د لاس  ته راوړلو په بهیر کې یې هر فاسد او رشوت خور سره اړیکې پیاوړې شویدي . اوس دې نتیجې ته رسیدلې دي چې د شتمنۍ د پیداکولو لپاره له دې څخه  بله اسانه او اغیزمنه لارهم شته او هغه دا چې د خلکو وکیل جوړ شي.

دریم سترلامل چې د انجوګانو، شرکتونو، خصوصي ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو او خصوصی روغتونونو دایرکتران یې د وکیلۍ مقام ته  هڅولي هغه ملاتړ او اړیکې دي چې دوی یې په دولت کې زور واکانو سره لري. په اوسني دولت کې داسې فاسدې څیري اوداسې  فاسدې کړۍ شته چې د دوی او دونرانو تر منځ یې د هر ډول مالی او اداری فساد کولو لپاره زمینه برابره کړیده . له همدې کبله دوی د پراخې پانګې خاوندان شوي دي نو ځکه نن ورسره هیڅ تجار او سوداګر ورسره په تذکرو جوړولو ، تذکرو اخیستلو او تذکرو ثبتولو کې سیالي نه شي کولی .

څلورم ستر عامل چې د انجوګانو، شرکتونو، خصوصي ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو او خصوصي روغتونونو مشران یې د وکیل کیدلو مقام ته هڅولي دي هغه مامورین او مستخدمین دي چې همدا اوس د دوی په برمته کې دي . هغه خواران د یو څو پیسو تنخواه لپاره له دوی څخه ځان نه شي خلاصولی  . دا هغه کسان دي چې له دوی سره یا قراردادیان دي  یا شاګردان دي ، یا محصلان دي ، یا ناروغان دي یا د هغوی خپلوان او پایوازان دي . له هغوی څخه لا پخوا ستیکر شوې تذکرې جمع شوي او هر یوه باندې دا شرط ایښودل شوی چې که ټاکلې رایی ورته وانه خلي نو بیا په هغه مؤسسه او هغه اکاډمۍ کې نه کار کولی شي او نه درس ویلی شي.

پنځم سترعامل چې د ټاکنو سیالیو ته هڅولي دي هغه په حکومت  کې هغه سود خواره  او رشوت خواره دي چې له دوی سره شریکې اقتصادي  ګټې لري . هغوی ورسره یا په تجارت یا په قرارداد یا په پروژه یا په بل کوم بزنس کې برخه او شراکت لري او دهمدې ډول ګټو د لاس ته راوړلو لپاره له دوی څخه ملاتړ کوي.

شپږم لوی عامل چې انجوګاني او شرکتونه ، خصوصی پوهنتونونه او خصوصي روغتونونه یې پارلماني ټاکنو ته را هڅولې دي هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ دي چې غواړي دا سې کسان پارلمان ته را دننه کړي چې یا خو اصلا له سیاسي احزابو سره تړاو ونه لري او که یې ولري هغه تش په نوم وي . تر څو دا کړۍ وکولی شی له یوې خوا پارلمان ته د اهل اوکارپوه شخصتونو د ورتللو مخه ډب کړي او له بلې خوا داسې یو حکومت را منځ ته کړي چې وکیلان یې پانګه وال وي . ځکه ډیری پانګوال د پیسو په مقابل کې بل هیڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018