تفصیل | شهادت 

21st October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه را ولاړې شوې اندیښنې

محمد یوسف جبارخیل

2018-09-23

په دې کې شک نشته چې زمونږ په هیواد کې د دې روان اوږده بحران د پای ته رسولو یواځنۍ لار د ټاکنو سرته رسول دي.  داسې ټاکنې چې په هغو کې ټول هیوادوال یا لږ ترلږه ډیرئ هیوادوال برخه واخلي او د ټاکنو له لارې داسې شخصیتونه خپل نمایندګان وټاکي چې هغوي د پارلمان له چاپیریال  څخه  منډیی او مارکیټ جوړنه کړي. حقوق او قانون و پیژني ، دکاندار او اهل کار سره بیل کړي .

که  د راتلونکو ټاکنو بهیر ته وکتل شي  که په دې بهیر کې د کاندیدانو نوم ثبتول دي ، که د کاندیدانو په اړه پړیکړه کول دي ، که د رایه ورکوونکو نومونه ثبتول دي ، که د رایو د مرکزونو ټاکل دي ، که د رایو د ورکولو د مرکزونو ته د موادو رسول دي او که  داسې نور څه ، دا بهیر له ډیرو ستونزو سره داسې ټپي ټپې پرمخ روان دئ چې د کوچنې وجدان لرونکی خاوند یې هم په لیدو سره زوریږي . سره له دې چې دا نیمګړتیاوي هر چارواکی وینې او پرې پوهیږي خو بیا هم سترګې ورباندې پټوي ، ځان پرې کڼوي او ژبه ګونګۍ کوي او بده لا دا چې  په ډیره سپین سترګۍ سره دا نیمګړتیاوې اوستونزې توجیه کوي .  نو ځکه هرعاقل او با وجدانه  انسان ته دا اندیښنه پیداکیږي چې کیدی شي زورواکان او د قدرت غوښتنې وږي او لیونیان له دغو ټاکنو څخه د نا اهلو شخصیتونو په راوستو سره د افغانستان دا روان ناورین او غمیزه  لا له درد او غم څخه ډک او اوږده کړي.

اوس پوښتنه داده چې د روانو ټاکنو بهیر کومو نیمګړتیاوواو ستونزو ګوډ کړئ اوکومې اندیښنې یې راپیداکړې دي !

 د هرچا لپاره  لومړۍ اندیښنه د کمیسیون د غړو عدم بې طرفی ده.   د ټاکنو کمیسیون د غړو له ویناو ، تبصرواو له کبرجنو ویناوو څخه داسې ښکاریږي چې د دې کمیسیون غړي  په فرمایش او سازش ټاکل شوی ، په فرمایش غږ یږي او په فرمایش مخ ته ځي، د کمیسیون غړي مستقل نه ښکاری او له پیل څخه تر دا اوسه د رڼو ټاکنود کیدلو  لپاره د لازمو او اغیزمنو شرایطو په برابرولو کې بهانې او  ناغیړي کوي.

دویمه اندیښنه د نومونو د ثبتولو د کتابنو ورکیدل دي ، هغه کتابونه چې د ټاکنو کمیسیون یې د ورکیدلو خبر ورکړی دئ او لا دمخه  یې ویلې دي چې د ثبت کتابونه یې چا غلا کړي یا چا خرڅ کړي دي او یایې ګوښه کړي دي .  که چیرې رښتیا هم  د ثبت کتابونه ورک شوې وي ، غلو به خا مخواه دهغو کتابونو د کارولو لپاره پلان هم جوړکړی وي .  دا څرنګه کیدی شی چې چاپ خانه دې معلومه وي ، تسلیم ورکوونکی او تسلیم اخیستونکی دې معلوم وي . د انتقال ځای او نیته دې معلومه وي . د انتقال اداره او کسان دې معلوم وي خو بیا دې هم کتابونه ورک شي!

دریمه اندیښنه د جعلي تذکرو چاپول د هغو تذکرو کارول  او د هغو ثبتول او ستیکر کول دي. د ټاکنو کمیسیون تر اوسه و نه توانید چې د جعلي تذکرو جوړونکي ، د جعلي تذکرو کارونکي ، د جعلي تذکرو ثبتونکي او د جعلي تذکرو ستیکر کوونکي پیداکړي نو د ټاکنو په ورځ به د هغو کرایی شوو اجیرانو چې دا تذکرې ېې په لاس کې وي او په ډول ډول ګاډو کې له یو مرکز  څخه بل مرکز ته بیول کیږي څرنګه د رایی د بیا اچولو مخ نیوی وکړي.

څلورمه اندیښنه د انجوګانو ، د خصوصي مؤسسو، تجارتی شرکتونو ، خصوصی ښوونځیو ، خصوصي پوهنتونونو او خصوصی روغتونونو هغو ډایرکترانو نومونه ثبتول او سرټیفیکیتونه ورکول دي چې نه د ماليې له وزارت څخه ، نه له سکتورې وزارت څخه او  نه له دونر څخه د حساب د تصفیه کولو اسناد لري ، همدا کسان دې چې په میلیونو ډالريې د پروژو په نوم لاس ته راوړي او بې کیفیته کارونه یې پرې کړي دي . کمیسیون د انجوګانو او خصوصي مؤسسو د ډایرکترانو په اړه یې نه کوم شرط ایښی.  کمیسیون په دې هکله ځان ناګاره اچولی او هغوی ټول یې له هرډول  نیمګړتیا لرلو څخه پاک ګڼلې او د کاندیدانو په لست کې یې راوستې او سرټیفیکتونه یې ورکړی دي .  د دغو مؤسسو او شرکتونو او خصوصۍ پوهنتونونو او خصوصي روغتونونو په اړه یې له هیڅ  مرجع او دونر څخه  دا تپوس ونه کړ چې څومره فنډونه یې اخیستې ، څومره ټکس یې ورکړی ، څومره یې پرځای او څومره یې بې ځایه لګولي دي او څومره له ده سره پاتې دي!

پنځمه اندیښنه احزابو ته په ټاکنو کې رول نه ورکول دي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان هر وګړی د هیواد له یو حزب سره تړلی دئ . دا سې افغان به و نه مومو چې هغه دې یو حزب پورې په مستقیمه او غیرمستقمه توګه تړلی نه وي . په همدا اوسني حکومت کې دې داسې یو وزیر ، داسې یو رئیس ، داسې یو والي داسې یو وکیل ، داسې مستوفی ، داسې یو ولسوال او داسې یو سفیر او داسې یو آتشه او نماینده  را وښیی چې هغه یو افغانی حزب پورې تړلی نه وي. خبردا نه ده چې حزبونه وړتیا نه لري ، خبره داده چې که د حزبونو په بنیاد ټاکنې وشي او په همدې بنسټ پارلمان جوړشي نو بیا به نه وکیل ځان خرڅولی شي او نه به وزیروکیل ته د رشوت ورکول څه اړتیا ویني.

شپږمه اندیښنه داده چې په ایران اوپاکستان کې به دا پراته په میلیونو مهاجر افغانان د رایی ورکولو له حق څخه محرومی شي . په پاکستان او ایران کې پرتو مهاجرینو ته د رایی حق نه ورکولو څخه ثابتیږي چې زمونږ چارواکي په درواغو د هغوی سره د زړه سوي او ورورولۍ خبرې کوي . دا په دې معنا چې له بل څخه غواړو چې د مهاجرینو حق دې ورکړي او خپله یې په ستونې پښې ایږدي او دا حق نه ورکوو چې پارلمان ته دې خپل نماینده واستوي ، له دې به نوره لویه جفا څه وي چې د هر هیواد نماینده په خپله خاوره کې منو خو د خپلو ورونو او خپلو خویندو نمایندګان هغه چې په بهرنیو هیوادو کې د یو مشروع او سالم نظام د جوړیدواو د سولې او امن د راتلو  په آرمان شپې سباکوي او  هغو ته په همغه بهرنې هیواد کې دلته د هر ولایت او هرې ولسوالۍ په پرتله د رایی ورکولو ښه زمینه برابره ده  د ټاکل کیدو او رایه اخیستلو حق نه ورکوو.  

اوومه: اندیښنه د برقی تذکرو څخه ګټه نه اخیستل دي  .  د دې تذکرو د ویشلو پروسه  له دومره ډار او ویرې سره پر مخ ځې چې  که په همدې ډول روانه وي نوڅو لسیزي به ونیسي .   د دغو تذکرو ویش صرف یو نمایشي پروسه ده په اوس وخت کې د هغو ویشل صرف د وخت  تیرول او یو څو کسانو ته د تنخواه برابرول او د خلکو پام بلې خواته اړول دي.

اتمه: اندیښنه د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د ځنډولو ګونګوسي دي.  دا څرنګه کیدلی چې په ولسوالۍ کې دې ، خلک حاضروي چې نوماندانو ته تذکرې ورکړي ، د نوم ثبتولو مامورینو دې د رایه ورکوونکو نومونه ثبت کړي وي . د رایې اچولو مرکزونه دې جوړیږي  ، د ولسې جرګې لپاره دې ټاکنې کیږي خو د کمیسیون په ژبه د ولسوالیو د شوراګانو لپاره دې شرایط برابر نه وي؟

نهمه: اندیښنه چې  په ټولو اندیښنو کې زورونکې ده هغه داده چې په هر ولایت کې د کاندیدانو شمیر د هغو کاندیدانو له شمیر څخه چې یو ولایت ته سهم ورکړشوی دئ ، ډیر زیات وي خو په هغوکې یواځې هغه کاندید بریالی کیږي چې نسبت نورو کاندیدانو ته یې ډیرې رایی وړي وي.  خو که چیرې ، په اصطلاح د ناکامو کاندیدیدانو رایی وشمیرل شي هغه به څو څو واري د هغو کاندیدانو له اخیستل شوو رایو څخه په شمیر کې  ډیرې وي کوم چې بریالي ګنل کیږي. همدغه ځای دئ چې د دې رایه ورکوونکو رایی خوشي او هدر ځي. 

له یادو نهو اندیښنو سره دا اندیښنه هم شته چې د تیرو ټاکنو درغلۍ به بیا تکرار شي په تیرو ټاکنو کې د یو څو درغلیو بیلګي په لاندې توګه یادولی شو.

په تیرو ټاکنو کې یوه نیمګړتیا دا وه کله به چې یو سواد نه لرونکي هیواد وال د رایی ورکولو میز ته ودرید ، اړونده مامور به ترې پوښتنه کوله چاته رایه ورکوي ، رایه ورکوونکی به د خپل کاندید نوم اخیسته خو یاد مامور به نوم همغه تکرار کړ خو نوم به یې د هغه  کاندید تیک مارک کړ کوم چې به ده ته ور په ګوته شوی و. رایه ورکوونکی به په دې نه نه پوهیده چې رایه یې بل چاته ولاړه  .

دویمه نیمګړتیا دا وه ، یو ګاډی به له رایه ورکوونکو څخه ډک راغی ، په ګوته شوي کاندید ته به یې رایې واچولې له رایی اچولو وروسته به بیرته همغه ګاډې ته وختل ، له هغه ځای به یو بل ګوښه ځای ته  ولاړل ګوتې به یې له رنګ څخه پاکې کړې بیا به بل مرکز ته ولاړل او هلته به یې بیا همغه کاندید ته رایه ورکړه .

دریمه نیمګړتیا دا وه چې په یو مرکز کې به د رایه ورکوونکو کتار جوړ و او په ترتیب سره به رایه ورکوونکو خپلې رایی کارولې . د رایی ورکولو بهیر به په سمه توګه روان و، په همدې وخت کې به له اړونده مرکز سره نږدي ناڅاپه ډزې وشوې یا به باروت و الوزول شول ، خلک به وارخطا شول ، شور او هاها به جوړه شوه ،  اصلي رایه ورکوونکي به وتښتیدل او جعل کاران به وړاندې شول او صندوقونه به یې ډک کړل.

څلورمه نیمګړتیا داوه هغو مرکزو ته به چې خلک ډیر ورتلل هلته به د رایی ورکولو پاڼې  غدارانو  پټې کړې وې ، له یو دوه ساعته رایې اچونې وروسته به یې په کتار کې ولاړو خلکو ته وویل چې د رایی ورکولو پاڼې خلاصي شوې ، وخته به راغلي وئ ، ځي بل مرکز ته ورلاړشئ ، کله به چې رایی اچولو ته راغلي خلک لاړل نو بیا به دغو غدارانو سپینې پاڼې را وو یستې اود خپلې خوښې د کاندید  صندوق به یې ورډک کړ. همدارنګه هغه مرکز ته به  چې خلک کم ورتلل هلته به د رایی پاڼې ډیرې وې  او په پای کې به هغه هم د اړونده مامورینو لخواه د په ګوته شوو کاندیدانو صندوقو کې اچول کیدلې . پنځمه  نیمګړتیا داوه چې یو ځای ته به د رایی اچوونې تش صندوقونه په هیلیکوپتر کې  یو وړل شول . ټولو خلکو به په سترګو ولیدل چې هلته به د نا امنۍ له کبله هیڅ څوک د ټاکنو مرکز ته نه و ورغلی خو په سبا به له همغې ولسوالۍ څخه ډک صندوقونه بیا په جهاز کې د شمیرنې مرکز ته راړل شول .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st October, 2018