تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شهادت؛ د ویاړلي انقلاب د تسلسل کرښه!

محمد حسین میاخیل

2018-09-23

د شهادت  معنا ګواهي ده، شهادت ورکول دي، د دې نوم غوراوی د ویاړلي انقلاب د ارزښتونو د ساتنې او د دې لارې د لارویو د افکارو او کړنو د څرکندونې او ښکارندویي لپاره ډیر غوره او مناسب دی، حتمي یې په اړه سوچ او فکر شوی او بیا د چاپ او خپراوي ډګر ته وړاندې شوی، زموږ د تاریخ جوړوونکي ملت ویاړونه بې شمېره دي، د تاریخ پاڼې مو د نړۍ د ملتونو لپاره د مرال سازۍ سبب دي؛ خصوصاً هغو ته چې محکوم دي او د آزادۍ په لاره کې د مبارزې تکل لري، تاریخي افغانستان چې کله د کمونیزم او روسي ښکیلاک لومو ته ولوید د نړۍ اکثرو سیاست پوهانو او جګړه پوهانو دا وړاندوینه کوله، چې د افغانانو او روسانو تر منځ جګړه امکان نه لري او د اتحاد جماهیر شوروي ماتول خلکو ته خیال او محال ښکارېده، دا چاره رښتیا هم اسانه نه وه او د عقل او درک څخه پورته د قربانۍ د یو داسې جریان غوښتنه یې کوله، چې انساني سوچ ترې عاجز کیده، د تاریخ د میړنیو پرګنو هیواد د روسي ښامار له حلقومه ویستل د تاریخ معجزه ګڼل کېده، روسان او د هغوی افغاني تالي سټي نوکران او چاکران په دې فکر نه وو چې دلته به ګواکې له ماتې سره مخ کیږي، نور محمد ترکي به د ستیج پر سر  زمکه په پښو ووهله او بیا به یې وویل، چې: څو چې دا زمکه او اسمان وي موږ به یو.

او د شکست ناپذیر شعار خو یې ټولو ته ښکاره دی، د همدې مغرورو  او جابرو ستمګرانو په وړاندې د الله تعالی په مرسته د دې هیواد د اصیلو بچیانو حوصلې تنګې شوې او د ایماني او افغاني تودو ولولو شور و، چې د جهاد او مقاومت اذان یې وکړ او د کابل پوهنتون په محوطه کې د مسلمانو ځوانانو بنسټ رامنځ ته شو، ځای پرځای د کمونیستي افکارو مخالفت وشو، غونډې شروع شوې، حلقې جوړې شوې ، زندانونه او شهادتونه شروع شول او د یو لوی رسالت د اداینې باب پرانیستل شو،  هغه محال د دې تصور ډیر تت و، چې دغه شازلمي به خپل مرام ته رسیږي، ځکه چې انساني عقل د دې فیصله نه شوه کولی، چې د یو لوی امپراتوري او طاغوتي قوت سره دې، په تش لاس یو څو تنه راپورته شي او د خپل ملت د برخلیک ټاکنې قیادت دې په لاس کې واخلي او بیا دې له دغه لارې ملي قیام او پاڅون وشي او د کمونیستي نړیخورانو خولې دې ورماتې کړای شي.

معجزه وه رښتیا هم معجزه!!!

مبارزه پیل شوه، د قربانیو او ایثار کيسه شروع شوه، د حساسو او خپلواکو شازلمیو وینې توې شوې، دا وینې دومره مستې او ولولویزې وې، چې فوارې یې وکړې، دا زمکه یې سره کړه، دلته یې شور او ځوږ پیدا کړ، دلته یې افغاني شازلمي د غفلت له وړیو خوبونو پاڅول، خلک قربانیو ته چمتو شول، زندانونه ډک شول او هدیرې په ډکېدو شوې!

دا د تاریخ یو زرین باب و، دا د محکوم شوي ملت د خلاصون پیلامه وه، دا د نړۍ مسلمانانو ته د اسلام د بیا تجدید زیری و، دا د مجاهد، جهاد او هجرت د هیر شویو نومونو د یاودنې او تازه کولو پړاو  و، دا د شهید مولوي حبیب الرحمن په وینو، د شهید انجنیر سیف الدین نصرتیار په وینو، د شهید استاذ پوهاند غلام محمد نیازي په وینو، د شهید استاذ عبدالرحیم نیازي په وینو، د شهید غلام رباني عطیش په وینو، د شهید انجنیر حبیب الرحمن په وینو... او د سلګونو هغو شهیدانو په وینو چې له هر یوه یې د انساني ټولنې لپاره بېلګه شخصیتونه جوړ و او زموږ د خوار ولس د حساب خلک ول، عام خلک نه؛ بلکې خواص ول، وینې یې خاصې وې او مینې یې خاصې وې، ځکه د تاریخ د یو ویاړلې او ځانګړي باب زرین عنوانه شول او د مظلومو وینو د دفاع او غچ په ننګه یې تاریخ ساز ملت د جهاد سنګرونو ته وخوت او د تاریخ معجزه یې د استکبار په ماتولو نړۍ ته تعریف کړه...!

نو ځکه د انقلاب د شاعر اندروني شور پرې په دې تورو رنګین شو، چې:

ستا د وینو فوارې ته نه رسیږي

شفق دغې منارې ته نه رسیږي

په جهاد کلابندي د وحشتګرو

سل طوافه دې دورې ته نه رسیږي

د شهید ګلګون ګریوان د خدای حضور کې

جنتونه یې منظرې ته نه رســـیږي

ویاړ پر هغو چې د دې لارې لاروي ول او زموږ د ملت د تاریخ جوړونې سبب شول!

دا دی د شهادت  اخبار څلویښتم کال  روان دی د هیواد په تاریخ  کې  د یو مهم پړاو مهمه نشریه ده، موږ  یې چې اوس ګورو او د انقلابي امیر په  تصویر مو مزین مخې ته پروت وي او د هماغه فکر د تسلسل نوی پړاو انځوروي؛  نو ولې به من من غوښې نه اخلو او ولې به یې په کونج و کنار کې د خپل انقلاب د ویاړلو شهیدانو په یادونې او نمانځنې زړونه نه خوښوو!

دا خپرونه دې دوامداره وي او د دې فکر د لارویو حوصلې دې تاندې وې، چې دا فکر ژوندی وي دا هیواد به ژوندی وي او د دې هیواد ویاړلی افغان ټبر به ژوندی وي، دا خاوره مسلمانو افغانانو ګټلې ده او همدوی یې وارثان دي !

د شهادت اخبار د مزید پرمختګ په هیله ، چې ټولې خواوې یې تکمیلې شي او د هغې ورځې ننداره بیا په سترګو وکولی شو، چې د انقلاب فنکار یې په اړه ویلي:

را ټول د ننګ میدان ته د مورچل شاعران بیا کړه

پتري دې په کچکول د غزل  ووهه ناګــاره!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018