تفصیل | شهادت 

21st October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د منابرو د یووالي سیمینار په ترڅ کې د حزب اسلامي مجاهد امیر ورور حکمتیار پرانستونکې وینا بشپړ متن

2018-10-01

علما بايد د جمهوري رياست په انتخاباتو کې پرېکنده او سرنوشت ټاکونکې ونډه ولري

دا ځل بايد داسې جمهور رئيس غوره کړئ چې د ارګ او جومات تر منځ واټن له منځه يوسي

راتلونکی پارلمان به د يو مليون افغانانو استازيتوب کوي

علما بايد د هېواد له ملي او فرهنګي ارزښتونو دفاع وکړي

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!

الحمدلله و کفى وسلام على عباده الذين اصطفى و بعد:

فا اعوذبالله من الشيطان الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَـئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ صدق الله العظيم

قبل از همه اجازه بدهيد که از شما علماى بزرگوار کشور، شخصيت هاى تاثيرگذار در جامعه ما، در همۀ ابعادش سپاسگزارى کنم که به من هم فرصت داديد که در اين اجتماع پرشکوه و بزرگ، حرفهائى با شما داشته باشم، زمانى که من به کابل آمدم يکى از مهمترين کار هايى را که فکر ميکردم بايد انجام شود، ملت ما، کشور ما با يک خلاى بزرگ مواجه است، خلاى مرجع نيرومند معتبر تصميم گيرى که اکثريت ملت از آن حمايت کند، اين خلاء بايد پر ميشد، علما رهبرى جامعه را به عهده دارند، اگر علما متحد بودند، ملت ما نيز متحد خواهد بود و اگر در ملت شاهد تفرقه و اختلاف باشيم اين نشان دهنده اينست که علما متحد نيستند و مسؤليت بزرگ شان را در جهت توحيد ملت ادا نکرده اند، اگر علما متحد باشند، منابر توحيد شود و از همۀ منابر يک صدا بلند شود، در رابطه به هر قضيه بزرگ و مهم ملى، موضع علما، موقف علما واحد باشد، همۀ ملت در اقتداى علما جمع خواهد شد و ما شاهد يک ملت سربلند و متحد خواهيم بود، با برخى از دوستان صحبت هايى در اين رابطه داشتيم، تصميم به اين گرفته شد که ما در جهت توحيد علما و منابر بايد توجه کنيم با شخصيت هاى مؤثر و معتبر، تفاهماتى صورت گرفت، بالاخره توافق شد که اجتماع بزرگ داشته باشيم، اين بايد مدتها قبل داير ميشد، متاسفانه بنا بر معاذير خاصى اين برنامه به تعويق افتاد، عده ئى از تدوير اينچنين اجتماع بيم داشتند، آنها بايد بيم داشته باشند، الحمدلله اين نشاندهنده هيبت علماست که عده ئى از اجتماع مسالمت آميز شان هم خوف و بيم دارند، در حالى که علما براى هيچ کسى تهديد نيستند، براى هيچ طرفى هم خطر نيست، علما مى توانند که کشور را از اين بحران بکشند، هيچ مرجع مؤثر ديگرى جزء علما را نداريم که توانمندى و قدرت حل بحران و بيرون کردن کشور را از اين حالت دردناک را داشته  باشند، چنانچه برادر بزرگوارم مولوى صاحب عابد به اهداف جمع اشاره کرد که هدفش توحيد ملت است، استحکام هر چه بيشتر وحدت ملى افغانها، خاتمه جنگ، تامين ثبات و صلح، ما در جستجوى راه حل بحرانيم، بحرانى که چهل سال دوام کرد، کم از کم چهل سال و در آتش جنگ  بحران ملت ما در اين چهار دهه مى سوزد، هنوز هم ما در رابطه به آينده يک تصوير روشن نداريم، ملت هنوز هم مطمئن نيست که ما چگونه مى توانيم از اين بحران نجات بيابيم و به جنگ پايان دهيم، جستجوى راه هاى حل بحران يکى از اهداف عمده اين مجمع است، اين ايجاب مى کرد که از علما و شخصيت هاى تاثير گذار جامعه ما يک محور نيرومند معتبر مورد حمايت اکثريت مردم ساخته شود، اين يکى از اهداف عمده و اساسى است و يکى از کار هاى خيلى بزرگ اگر ما توانستيم محور نيرومند و معتبر سياسى را شامل شخصيت هاى تاثير گذار، مخصوصاً علما بسازيم، قسمت عمدۀ مشکلات ما حل ميشود، دعا مى کنم که خداوند به شما توفيق عنايت فرمايد تا اين محور بزرگ و مهم را بسازيد، پس از اين بايد در مورد هر قضيه مهم ملى از هر منبر يک صدا بلند شود و علما همه در مورد اين قضاياى بزرگ و مهم ملى بايد موضع واحد و مشترک داشته باشد، اگر اين کار صورت گرفت، حکومت آينده را شما مى سازيد، رئيس جمهور را شما انتخاب مى کنيد، ترکيب حکومت و سياست هاى شان را شما تعيين مى نمائيد، سياست هاى داخلى و خارجى اش را هم شما با اين کار تان مى توانيد تعيين کنيد. ارگ و ممبر را با هم توحيد کنيم، به نحوى که ارگ ممثل شما باشد و در خدمت مردم، نه حاکم شما؛ بلکه ممثل ارادۀ شما و مجرى فيصله هاى شما، شايد براى عدۀ ئى  اين مبالغه معلوم شود؛ ولى واقعيت همين است. شما مى توانيد از انتخابات آينده وسيله مؤثرى براى حل بحران بسازيد، شما مى توانيد از طريق همين انتخابات يک پارلمان معتبر، ممثل اکثريت مردم بسازيد. اگر شما از عهدۀ اين کار بر آمده مى توانيد و نکنيد حيف است، يقيناً که شما از عهدۀ اين کار بر آمده مى توانيد.

الله تعالى په دى مبارک آيت کې فرمائى چې ما تلاوت کړ: يقنياً هغه د الله جوماتونه آبادولى شي چې پر خدى ايمان لري، په آخرت باور لري، لمونځ ئې کړى، زکات ئى ورکړى او له الله تعالى پرته له بل چا نه ويريږي (وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ) او له الله تعالى پرته له بل چا ويره او خوف نه لري په دى مبارک ايت کې د هغو کسانو مواصفات بيان شوي چې له مادي او معنوي پلوه د الله تعالى جوماتونه ابادولي شي، جومات د مسلمانانو د پرېګړو او تصاميمو وورستى مقتدر او معتبر مرکز دى، د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دور کې ټولې مهمې پريکړې په جومات کې کيدلې او د خلفاى راشدينو په دور کې هم، راشئ موږ او تاسو هم له جومات نه همداسې يو مرکز جوړ کړو، خو دا هغه څوک کولى شي چې له الله تعالى پرته له بل چا نه ويريږي، هغه چې پنځه  صفات لري، پر خداى ايمان لري، پر آخرت ايمان لري، لمونځ ئى کړى وي، زکات ئې ورکړى وي او له الله تعالى پرته له بل چا نه ويريږي، يا نې په خپل مرگ او ژوند هم له الله تعالى پرته له بل چا ويره نه لري، په خپل رزق او روزي هم له خداى پرته بل چا نه نه تمه لري او نه ويره، يا نې هغه چې د عزت او ذلت پريکړه د الله تعالى په واک کى گڼي او په دې ارتباط نه له چا نه تمه لري او نه ويره، فقط دغسې عالم او خطيب امام کولى شي، د الله تعالى جوماتونه اباد کړي، همدا راز الله تعالى فرمائى چې د اهل کتابو د مشايخو او د علما وو په ارتباط فرمائى (لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُون) ولى د دوئ ممانعت خداى پالونکو مشايخو ئې او علماوو او احباروئې ولى مخنيوى و نه کړ له څه د گناه له وينا او د حرامو له خوړلو ددې اجتماع ټول عيوب ئې راغونډ کړى په دې دوو کې د گناه وينا او حرام خوړل، ولى علما وو او مشايخو دغه دوه کارونه و نه کړل ولى ئې دوئ له دې نه نهى نه کړل ولې ئې د دوئ مخه و نه نيوله چې خبره ئې د گناه وه او خوراک ئې هم حرام (لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُون) دا که څه هم د اهل کتابو د علماوو او مشايخو عيوب دي، ايا موږ خو به ددې ايت مصداق نه يو، ايا موږ د گناه له وينا ممانعت کړى، نن خو گورو چې په جهر سره د ګناه د وينا وو شاهد يو په ډېر جهر سره په ډېر افتخار سره، زموږ ټولى رسنۍ د همدوئ په خدمت کې دي هرې خواته چې مخ اړوو، ګورو چې خلک په ګناه او حرام خوري کې غرق دي، نن دنيا وائي چې د نړۍ تر ټولو لوى مفسد حکومت، د افغانستان حکومت دى، ځمکې غصب کيږي، شتمنۍ لوټ کيږي، بانکونه لوټ کيږي او هغه چې مرستې هم کوي وائي چې زموږ د مرستو اتيا سلنه هدر ځي لږ تر لږه اتيا سلنه هدر ځي.

باید اعتراف وکړو چې موږ خپله دنده نه ده ادا کړې او موږ ددې مبارک آيت مصداق یو، راشئ دا حالت بدل کړو خپله هم د ټولنې هم، د دوې غونډې ستر او اساسي هدف دا دی چې علما متحد کړي، منابر توحيد شي، له دوئ داسې ځواکمن او دروند محور جوړ شي چې هېواد له روان بحرانه وباسي، نن زموږ هېواد له دې پلوه هم له یوې ژورې او پراخې تشې سره مخامخ دی چې ملت مو له واحد زعامت او قيادت محروم دی، همدا راز  د تصمیم د یوې مقتدرې مرجع له نه شتوالي سره مخا مخ یو، زموږ پارلمان په دې موقعيت کې نه دی چې هغه د تصمیم او پرېکړې وروستۍ مرجع وي، حکومت مو په مجموع کې په دې موقعيت او دريځ کې نه دی، دښمن توانېدلی چې پرېنږدي چې ملت د یو مقتدر حزب په محور را غونډ شي. متعدد احزاب یې صحنې ته را ايستلي، د دوئ تر منځ د یووالي هڅې هم بې نتیجې پاتې دي، قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، هم احزاب یو د بل په خلاف جنګوي او هم قومونه یو د بل په ضد، یو مطمئن او ځواکمن سياسي، فکري محور را منځته کول، هم یو ستر ضرورت دی او هم یو لوی او مهم کار، علما باید خپل وحدت او یووالي سره دا ځواکمن محور را منځته کړي، تاسو کولی شئ، یقينا چې کولی شئ، موږ هم درسره یو، ستاسو په اقتدا کې د علماوو په اقتدا کې، د هغوئ په څنګ کې، په ټولو ملي مسایلو کې فعال او رغنده او قاطع ونډه او ولس ته جهت ورکول، ستر ستر اهداف یې مخې ته ايښودل، په سم لوري د ملت لارښوونه، دا د علماوو اساسي دنده ده، د ولس د فکري زعامت دنده د علماوو په غاړه ده، ملت د دوئ تر شا ودرېدلی او ودرېږي، د تاريخ په اوږدو کې تل علما وړاندې شوي او ملت یې تر شا ودرېدلی، له لويو لويو استعماري ځواکونو سره یې ډغرې وهلي، ددې ټولو قيامونو او پاڅونونو او مقاومت مشري او قيادت د علماوو په لاس کې و، هره جمعه نږدې شل مليونه افغانان ستاسو د منبر پښو ته کېني، که په افغانستان کې موږ شل زره جامع جوماتونه ولرو او د هرې جمعې په ورځ په دې سترو جامع جوماتونو کې حد اوسط زر کسان برخه واخلي، دا شل مليونه کيږي، شل مليونه افغانان هره جمعه جومات ته په خپلو پيسو راځي، له تاسو مصرف هم نه غواړي او ستاسو ممنون هم وي چې، د جمعې په لمانځه کې مو د هغوئ امامت کړی، ستاسو د ممبر پښو ته کېني او ستاسو خبرې هم په ډېر دقت او غور سره اوري او دا اورېدل یې هم واجب ګڼي، ديني وجیبه، تاسو هره جمعه شل مليونه لمونځ کوونکو ته وينا کوئ او توانېدلی شئ چې هغوئ ته جهت هم ورکړئ، اهداف هم ورته وټاکئ، تنظیم یې هم کړئ، توحيد یې هم کړئ، که له دې فرصته سمه او رغنده استفاده وشي او د هرې مهمې ملي مسلې په اړه له ټولو منابرو یو غږ اوچت شي، یقينا چې له دې لارې موږ د هر اصلاحي کار لپاره او د شر او فساد ځواکونو په خلاف د مبارزې لپاره د ملت غوڅ اکثريت جهاد او مبارزې ته چمتو کولی شئ، دا مو کړي بيا یې هم کولی شو.

موږ د داسې صالح او ځواکمن حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوو چې هېواد اداره کړی شي، دا حکومت باید تاسو جوړ کړئ، احساس مو بايد دا وي چې تاسو دا کار کولی شئ، دا به ډېر د تاسف ځای وي چې زموږ علما ګومان وکړي چې موږ وضعيت نه شو بدلولی او حکومت نه شو جوړولی، تاسو دغسې یو حکومت جوړولی شئ، ډاډه اوسئ، تاسو ددې توان لرئ، خدای در سره دی، کفايت کوي تاسو دداسې پیغمبرانو وارثين یاست چې روم او فارس یې فتح کولو، تاسو ته هم همداسې ميراث پاتې دی.

دا د پیغمبر لویه دنده او میراث دی ، که واقعا غواړئ د پيغمبر رښتيني او صادق وارثان و اوسئ، تاسو دغسې حکومت جوړولی شئ، له هرې لارې یې جوړولی شئ، ځکه ملت ستاسو تر شا ولاړ دی، راشئ کلک تعهد وکړو چې موږ په افغانستان کې یو صالح، ځواکمن او اسلام ته ژمن حکومت جوړوو، داسې حکومت چې د وضعيت د مهارولو توان ولري، د هېواد له پولو دفاع وکړی شي، له ملي او ديني ارزښتونو نه دفاع وکړی شي، راشئ له راتلونکو انتخاباتو نه د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړه کړو او له همدې لارې یو دروند او معتبر پارلمان رامنځته کړو.

د داسې انتخاباتو غوښتنه وکړو او د خپلو غوښتنو تر شا کلک ودرېږو چې هېڅ واجد شرایط افغان د رایې ورکولو له حقه محروم نه شي، هره حوزه خپل معتمد وکيل ولري هغسې وکيل چې ولس پرې اعتماد ولري، هر قوم او توکم تاجک ، پښتون، ازبک، هزاره، ترکمن ټول قومونه په پارلمان کې ځان وګوري او هلته د دوئ حضور متناسب وي، پښتانه چې څومره دي دوی بايد په پارلمان کې متناسب غړي ولري، تاجک، ترکمن، ازبک او نور قومونه چې څومره په دې ټولنه کې دي، هغوئ بايد متناسب غړي په پارلمان کې ولري، د انتخاباتو مخکنی سيستم او هغه چې دا اوس تر لاس لاندې دی او ورباندې کار کيږي، متروک او مردود سيستم دی، تقلب ته لار هواروي، یوازې یو وړوکی اقليت له لس سلنې کم په سلو کې یوازې لس تنه به په پارلمان کې وکيل ولري او نوي سلنه خلک په پارلمان کې هېڅ وکيل نه لري په دې تېر پارلمان کې هم نوي سلنه افغانانو هغو چې رایې یې ورکړي دي، هېڅ وکيل نه لري، یوازې لس سلنه رايه معتبره ګڼل شوې او په پارلمان کې وکيل لري، دا اوس چې کوم انتخابات را راوان دي، په دې کې شپږ مليونه مهاجر، دوه مليونه بې ځايه شوي افغانان او د څلوېښت سلنې نا امنو سيمو استوګن، دا هم چې موږ پېرزوينه لرو، په حکومت باندې کنه د حکومت حاميان او بهرنيان خو وایي چې حکومت پر پنځه سلنه هم واکمني نه لري که ومنو چې په څلوېښت سلنه خاوره باندې د افغان حکومت سلطه نه شته، ددې څلوېښت سلنې افغانستان استوګن په انتخاباتو کې برخه نه شي اخيستلی، د دوئ مجموعي شمېر تر پنځلس مليونه زيات دی، په دې انتخاباتو کې پنځلس مليونه افغانان د رايه ورکولو حق نه لري چې نيمايي خلک ترې محروم وي، داسې انتخابات به کومه ستونزه حل کړي، که دا ومنو چې اوس دولت په نيمایی ځمکه چې هلته د حکومت تسلط شته ددې سيمو څلورمه برخه د انتخاباتو کمېسيون اعلان کړې چې دلته موږ د رايه اچونې مرکزونه نه شو پرانستلی په دې کې هم د انتخاباتو کمېسيون له (27000) مرکزونو نه 7000 مرکزونه لغوه کړل یانې د نېمایی نفوس څلورمه نوره برخه یې هم په انتخاباتو کې برخه نه شي اخيستلی، یانې تقريبا یوولس مليونه خلکو کې چې پاتې شول په دې کې هم دوئ یوازې 60 سلنه واجد شرایط بولي، یانې یوازې 6.6 سلنه افغانان کولی شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي، همدغه 6.6 سلنه خلک هم چې ځي او رايه په صندوق کې اچوي، ددوئ د 90 سلنه خلکو رايه هدر ځي او په کابل کې اته سوه تنه کاندیدان دی چې له دې اته سوو نه به یوازې (33) تنه بریالي کېږي(767) تنو کاندیدانو رایې هدر لاړې چې بالاخبره دوئ ته به یو مليون تنو رایې ورکړي وي، نو دغه راتلونکی پارلمان به د یو مليون افغانانو استازيتوب کوي.

راشئ لکه څرنګه مو چې د لویو لویو ارمانونو لپاره مبارزه کړې ده او لوی لوی اهداف مو درلودل، نو دا هم یو هدف وټاکو چې راتلونکي انتخابات مو شفاف وي، عادلانه وی او ددې په پايله کې چې کوم پارلمان رامنځته کېږي د بحران په حالت کې موږ سره مرسته وکړی شي او داسې پارلمان جوړ کړو چې هغه د اکثريت ملت ممثل او استازي وي، زه یو دوه مثالونه نور هم وړاندې کووم، په تېرو انتخاباتو کې د ځدراڼو یوولس ولسوالۍ چې نفوس یې او ساحه یې تر باميانو او دايکندي زیاد دی، خو دوئ په پارلمان کې یو وکيل هم نه درلود، بل مثار یې غزني دی، په غزني کې له اتلس ولسواليو ټول وکيلان له څلورو ولسواليو وو، د نورو څوارلس ولسواليو وګړي په پارلمان کې د وکيل له درلودلو محروم وو او د غزني ټول وکيلان د څلورو شيعه ميشتو ولسواليو اوسېدونکي وو، له دغسې انتخاباتو به څه هيله ولرو، په راتلونکي کې به د هېواد کومه ستونزه حل کړي، آيا دموکراسي همداسې ده، که دا دموکراسي وي نو دغسې دموکراسي بايد په لغته ووهل شي.

ورونو! دا د علماوو ستر ستر مسووليتونه او دندې دي چې د هېواد له جغرافيې او سرحداتو نه دفاع وکړي، د هېواد له ملي او فرهنګي ارزښتونو نه دفاع وکړي، نن زموږ هېواد له هرې خوا تر بريدونو لاندې دی، څوک د جګړو پر دوام باندې پانګونه کوي، سلې یې راځي په ارزانه بيه جنګيالي استخداموي هم یې زموږ په هېواد کې دننه جنګوي او هم یې بهر عراق، سوريې او یمن ته د جګړو لپاره لېږي.په ارزانه بيه، شمېر یې هم کم نه دی، تر دېرش زره زيات دا چې د افغانانو له محروميت نه استفاده شوې ده، دا یې استخدام کړي دي، څوک مو دين، ديني او ملي ارزښتونه غلا کوي خپل کچه فرهنګ او مسلک پر موږ را تپي حتا خپله ژبه هم پر افغانانو تحميلوي، تاسو داسې رسنۍ ګورۍ چې د رسنيو د اصولو، اخلاقو او مقرراتو خلاف کار کوي، د رسنيو ژبه بايد د ولس ژبه وي، خو دوئ پردئ ژبه کاروي، داسې درې خبرې کوي چې حتا یو دري ژبی هم بايد یو ترجمان ولري څو د ځينو رسنيو ژبې ورته ترجمه کړي چې (دامداري) څه ته وایی(دادستاني) ته وایی او په سلګونو او په زرګونو دغسې نور، افغاني رسنۍ او ډيری معتبرې رسنۍ دا کار کوي او څوک هم داسې دي چې په افغانستان کې په انتخاباتو باندې پانګونه کوي څو د خپلې خوښې پارلمان جوړ کړي، هغه چې فکر کوي د جنګ له لارې په افغانستان کې حکومت نشي کولی، لنډه اسانه او ارزانه لار داده چې په انتخاباتو باندې پانګونه وکړي، د جنګ د یوې ورځې مصارف دومره دي چې   پارلمان ته د خپلې خوښې وکيلان بريالي کولی شي او چارواکي هم اخيستلی شي، که پر الله تعالی توکل وکړئ او همت ولرئ نو د دښمنانو ټولې توطئې شنډولی شئ، دا د علماوو لويه او ستره دنده ده، علما بايد د جمهوري رياست په انتخاباتو کې پرېکنده او سرنوشت ټاکونکې ونډه واخلي.

که تاسو متحد اوسئ نو له شک پرته به راتلونکی جمهور رئيس تاسو ټاکئ او داسې څوک غوره کړئ چې ددې مقام وړتيا ولري، اسلام، ملت، ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن و اوسي، له ملت او علماوو سره تعهد وکړي، دا ځل باید داسې جمهور رئيس غوره کړئ چې ارګ او جومات به یو کوي او د دوئ تر منځ دغه پراخ واټن به ختموي، هغه به په جمهوري رياست په مقام کې د علماوو ممثل او د هغوئ استازی وي چې هغه په دکتاتور بدل نشي، پر خپلو ژمنو او تعهداتو ولاړ وي، له خپل حد نه شاتګ ونه کړي، خپلې ژمنې تر پښو لاندې نه کړي، تېر ځلي همدا اشتباه شوې وه، خلکو جمهور رئيس ټاکل یو، توافق یې سرته ونه رسولو، په ځلونو ځلونو په تاريخ کې دا کار تکرار شوی، دا پدیده بايد په افغانستان کې تکرار نه شي، دا جمهور رئيس بايد تعهد وکړي چې د جمهور رئيس په توګه به تر هغه په خپل مقام کې پاتې کېږي چې د علماوو حمايت او تائيد ورسره وي، دغه محور چې تاسو جوړوئ، د هېواد د شورا پر وړاندې تعهد وکړي، تر هغه وخته چې زه ستاسو د حمايت او تائيد نه برخمن یو، د جمهور رئيس په توګه به خپل کار ته دوام ورکووم، کومه شېبه چې تاسو وویل چې ما پر خپلو تعهداتو عمل نه دی کړی، نو زه به فورا استعفا کووم، دا ستاسو حق دی، تاسو حق لرئ چې څوک وړاندې کوئ، موږ همدا پریکړه کړې ده، د همدې لپاره مو تر اوسه له هېڅ نوماند ، احتمالي کاندید سره تعهد او ژمنه نه ده کړې، چې د هغه حمايت وکړو، هغوئ ته مو ويلي دي چې موږ به له علماوو سره لومړی، مشوره کوو او د هغوئ په توافق بايد یو مناسب شخص وړاندې کړو او بيا به د هغه حمایت کوو، د اغېزمنو، اهل رايو شخصيتونو یو جمع او محور هم جوړوو او له هغوئ سره به مشوره کوو، د راتلونکي حکومت جمهور رئيس به څوک وي، د کابینې ترکيب به یې څنګه وي، کورني او بهرني سياستونه به یې څنګه وي، دا شرایط به د هر نوماند مخې ته ږدو، ګورو به چې څوک ددې توان لري او دې ته چمتو دی چې له موږ سره تعهد وکړي، نو د هغه ملاتړ به کوو، همدا راز هڅه کوو چې له ملګرو، سياسي ګوندونو سره هم په دې ارتباط خبره وکړو، هدف مو دا دی چې له دغه راتلونکو انتخباتو د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړه کړو، دا انتخابات بايد زموږ له ملت سره مرسته وکړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي او ډاډمنه سوله تامين شي او په نتیجه کې یو ځواکمن حکومت را منځته شي، هغه حکومت چې موږ یې اوس له درلودلو محروم یو، کمزوری، شړېدلی، په داخلي اختلافاتو اخته حکومت، چې حتا په کابل کې هم امنيت نه شي تامينولی، دا تشه بايد ډکه کړو، بايد یو ځواکمن او د هېواد په ادارې برلاسی او بريالی حکومت را منځته کړو، دا کار کولی شو، زه باور لرم چې علما په دغسې یو موقف کې دي چې دا کار وکړي، راشئ له دې فرصته همدا استفاده وکړو، هيله مې دا ده چې موږ د افغان ولس له حمایت نه برخمن، اسلام ته ژمن او متعهد حکومت ولرو، همدا راتلونکي نسل ته په ميراث پرېږدو، چې له دې وروسته نه اقتدار ته د رسېدو لپاره یو څاڅکی وينه توی شي او نه له یو نه بل ته د اقتدار په انتقال کې، یوازې د ملت په خوښه یو څوک وکولی شي، اقتدار ته ورسېږي او د هغوئ په خوښه اقتدار له یو نه بل ته انتقال شي، هيله مې داده چې الله تعالی زموږ د ملت، زموږ د شهيدانو، د علماوو دا لوی او ستر سپېڅلی ارمان تر سره کړي.

وما ذالک علی الله بعزیز،  اقول قولي هذا استغفر الله لی ولکم و السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st October, 2018