تفصیل | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پر افغانانو د پردي کولتور اغېز؛ «اخ پېغله د وطن مې شوه بربنډه بې حجابه!»

غلام حضرت شاکر

2018-10-01

په ۱۹۱۹ز کال کې که څه هم د انګرېزانو لاس له افغانستان نه لنډ او افغانانو د بې سارې سرښندنې په پای کې استقلال واخیست؛ خو د پيرنګیانو د کولتوري یرغل اغېز تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې پاتې شو. انګرېزان په فزیکي ډول له افغانستان نه ووتل؛ خو فرهنګي راج یې دوام درلود؛ ځکه خو افغانان پدې و نه توانیدل چې د اسلام او ازادۍ په نوم ګټلی انقلاب یې رنګ راوړي!! دوئ ونه شوای کړای چې په هېواد کې یې د قرآن د غني فرهنګ غوړېدو ته بستر برابر شي، عام ولس د یاد فرهنګ تعمیم ته د بې علمۍ له کبله جوړ نه و او حاکمو طبقاتو په شعوري او لاشعوري ډول د پردي فرهنګ تمدید ته لاره هواروله!! ژمن لیکوالان د تغافل په چوتره کېناستل او د ولسي تنور په لاره کې یې علمي ګامونه وانخیستل، میدان شغالي و او په دغه شغالي میدان کې د هغو قلموالو قلمي پنځونو بازار وموند چې د قلم له رنګ سره یې د انګرېز د وینې رنګ ګډ و!!”ملي هنداره“ یو له هغو کتابونو څخه و چې د پیرنګیانو د فرهنګي اغېز له تمدید سره یې مرسته کوله، پدې کې له حقیقت نه لري هغه خیالي نکلونه راغونډ شوي وو چې د افغانانو لپاره د نن مُبتذلو سریالونو او فلمونو په څېر مُضر تمامېدل!! ډېری افغانان د یاد کتاب په لوستلو او اورېدلو بوخت وو، د ظاهرشاه د واکمنۍ په کلونوکې جومات په جومات په افغانستان کې همدغه کتاب لوستل کېده، یوه لوستي سړي به د ځوانانو یوه لویه حلقه په ځان راټوله کړې وه او د مؤمن خان او شېرینۍ ،سیف الملوک، بُدرۍ جمالې او فتح خان بړېڅ په نکلونو به یې بوخت ساتلي وو، دانکلونه په دومره حدکې د ځوانانو لپاره په زړه پورې وو چې د بل هرڅه په نسبت یې ډېر اورېدل!! دا ځکه چې د ځوانانو د علمي تندې ماتولو لپاره بل څه نه ؤ، قرآن، حدیث او د اسلامي فقهې کتابونه شاته غورځول شوي وو، د قرآن د احترام طریقه به دا وه چې کال په کال جامې ور ته نوې او په تاخچه کې کېښودل شي!!

په جوماتونو کې د قرآن او حدیث د تدریس او تفسیر پروګرام نه و؛ ځکه چې ډېری علماء پخپله هم د قرآن او حدیث له علمه بې برخې وو، د ځینو عالمانو سپارښتنه به ولس ته دا وه چې د صرف او نحوې کتابونو له زده کړې پرته د قرآن زده کړې ته مخه نه کړي او که نه پرې بوختېدل به یې د ثواب په ځای ګناه ور په برخه کړي!! دغه مضر احتیاط نه نوي سلنه افغانان د قرآن له زده کړې محروم کړل؛ ځکه خو یې دنکلونو په لوستلو او اورېدلو تنده ماتوله!! دا کار شاید افغان علماوو د ښه نیت له مخې کړی وي؛ خو ښکاره ده چې ګټه یې ښکېلاکګرانو او تاوان یې افغانانو ته ورسیدو!! افغانانو په لاشعوري ډول هغه پروګرام عملي کړ چې انګرېزانو یې د تعمیل او تمثیل لپاره دقېقې شمېرلې.

یو مهال د انګلستان د وخت صدراعظم ګلادستون قرآن په لاس پارلمان ته مخاطب شو اوويې ویل: ”ترڅو چې دا کتاب (قرآن) د مسلمانانو په منځ کې موجود او مسلمانان ترې الهام او دستور اخلي، انګرېزان به کله هم پرې غالب نه شي.!!

ګلادستون پر اسلام او مسلمانانو د غلبې لاره دا وښوده چې قرآن او مسلمانان سره بېل کړي، دوئ بېلابېلې طریقې په کار واچولې او په افغانستان کې یې که له یوې خوا افغانانو ته دنکلونو کتابونه ډالۍ کړل او کلونه، کلونه یې پرې بوخت وساتل، له بلې خوا یې یوه خطرناکه حربه دا په کار واچوله چې د ځینو بې خبره علماوو په ذریعه ولس د قرآن له زده کړې په دې عنوان محروم وساتي چې ګویا د صرف او نحوې پر کتابونو له پوهېدلو پرته به یې د قرآن زده کړه د ګناه لوري ته بوځې!! دغه مضر احتیاط او په څنګ کې یې د استعمار چټک فرهنګي هاند افغانان په سوکه، سوکه له قرآن نه بېل کړل، قرآن ته دومره په سپکه سترګه کتل کېدل چې په ښوونځیو کې یې په نه زده کړه هم، چا ځکه څوک نه شوای ناکامولای چې دې ستر الهي کتاب ته د مضمون په سترګه نه کتل کېدل!!!

د دې تر څنګ د وخت ځینو چارواکو هم ولس له خپل کولتور او قرآن نه لري وساته او په خورا لوړه کچه افغانستان ته فساد مخه وکړه، د نن په څېر د ساز او نڅا میدان ګرم شوآن تردې چې په رمضان المبارک کې به دډمانو لپاره هوټلونه ټېکه کېدل او د رمضان هره شپه به په سندرو او نڅاوو تېرېدله او کابل راډیو به یې اعلانونه خپرول!!!، د دې پایله دا شوه چې افغانستان ګام په ګام د بحرانونو غېږې ته ولوېده!! د لوېدیځ د بربنډ کولتور په څنګ کې روسی فرهنګ هم راوړل شو، له دې سره هممهال زیات شمېر افغانانو د کمونیزم نیکټایانې په غاړو کې واچولې او په مدار، مدار یې افغانستان د سرو لښکرو یرغل ته برابر کړ چې دا دی تر ننه یې افغانان له شر نه لا نه دې خلاص شوي!! نه یې د ایډیا او مفکورې له شره خلاص دي او نه یې د هغه مصیبت نه، چې د کمونیزم او امپریالیزم له ګډ فرهنګ نه راوټوکېده او د سره او تور زبر ځواک په نظامي تاړاک تمام شو!!

اوس پداسې حال کې چې افغانانو له یوه عظیم الشان اسلامي انقلاب او د سرو یرغلګرو تر ماتې وروسته په خپل هېواد کې د اسلام او قرآن د تحاکم هیله لرله متاسفانه یوځل بیا له پردي خطرناک کولتوري یرغل سره مخامخ شول، نن په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو لخوا بېلابېل تلويزیوني چینلونه، راډیوګانې او مجلې په کار اچول شوي او د دیموکراسۍ تر سرلیک لاندې په یوه بربنډه بڼه د افغانانو د فکري انحراف لپاره کارکوي!! دغه فرهنګي یرغل په ځينوافغانانوکې تر دې حده غځونې کړې چې ځینې پېغلې یې له»شاهُرخ خان«سره د واده په ارمان کېنولې!! یو مهال یوې پېغلې د»ارتقا«مُجلې ته د یوه استولي لیک په ترڅ کې کښلي وچې:»کاش د شاهرخ خان غوندې مېړه ولري.!!«شاهرخ خان هندي فلمي ادا کار دی چې پر افغانستان له اوسني فرهنګي یرغل سره په ډېری تلویزیوني سریالونوکې وخت پر وخت را څرګندیږي.

همدا راز د (آزادۍ راډیو په قول)د» زمزمې«په نوم یوه پېغله له یوه امریکایي فیلمي سره په دې ارمان امریکا ته وتښتېده چې په فلمونوکې ور سره کار وکړي!!

ډېری افغانان د ډېرو مُبتذلو فیلمونو او سریالونو تر کتلو وروسته په خپلو اولادونو د فلمونو دکرکترونو او ادا کارانو، نومونه ږدي، په دې کې داسې نومونه هم شته چې د غیرت خاوندان به یې په تش تذکر هم خولې، خولې شي!! تولسي، پيرینا، پولاډ علمدار، ګیتا، شاهرُخ خان او... هغه نومونه دي چې ځینې افغانان پرې ویاړي او مباهتاً یې د خپلو اولادونو لپاره انتخابوي!! مالومه خبره ده چې دغه ډول خلک د خپل اولاد لپاره د یاد فیلمیانو رول هم په زړونوکې پالي!!

ډېری راډیوګانې او تلویزیونې چینلونه د فرمایشي سندرو په پروګرامونوکې افغانې پېغلې دې ته هڅوي چې دوئ ته د یوې سندرې فرمایش ورکړي او په تلفون کې یې په ترنم هم ترې واوري!! دې جریان زموږ له ناخبرو او بې علمو پېغلو او ځوانانو سندرغاړي جوړ کړل!! په ځینو مجلو او خپرنیزو رسنیو کې داسې کیسې خپریږي چې ښځه له مېړه نه بغاوت ته هڅوي!! ډېری ځوانان په دې ککړ فرهنګ کې هومره پر مخ تللي چې غوږوالۍ غوږونو ته اچوي، لاکت په غاړه کوي، بنګړي لاسونوته اچوي، آرایشګاووته ځي او په دې ویاړي چې دپردیو په چوپړ کې ګټلې پیسې په سرخي او پوډرو، ولګوي! تېرکال د آزادۍ راډیو له څو تنو هغو ځوانانو سره مرکې لرلې چې ارایشګاوو ته تلل اود »بذر «تر بریده یې په ځانونو لګښتونه کول، ځینو یې په ویاړ سره دا خبره کوله چې په ارایش یې پينځه زره افغانۍ لګښت راځي او دایې د ځان حق او تمدن ته ور لنډېدل ګڼل، د هغوئ له نظره تمدن دا دی چې نارینه د جینکۍ په بڼه څرګند شي او تر جینکۍ دوه برابره ډېر پوډر او لب سرین استعمال کړي!! یو مهال کټ مټ همدې ته ورته نظر کمونیستانو هم لاره، هغوئ هم ترقي، دیموکراسي او تمدن همداسې تعریفول، مترقي او روڼ اندي یې هغه وګړي ګڼل چې له ښځې سره یې توپیرونه شي، دپر دي او کوڅه ډب بېټل په پوزېشن کې را څرګند شي او د خپل کولتور په خلاف هرې پستۍ ، بې ننګۍ او پردیتوب ته لاس واچوي، هغوئ تر هغه حده د کمونیستي فرهنګ تر تاثیر لاندې راغلل چې د خدای(ج) له وجود نه یې انکاروکړ،

فلم بې خدا یې وښود،په پرچم جریده کې یې په لینین درود ووایه، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خلاف یې کارتون چاپ کړ او د قرآن پاڼې یې تشنابونو ته واچولې!!!کمونیستانو داسې کارونه له تمدن سره غوټه کول.!!!

کمونیستان هغه مهال ځکه د کمونیزم په خُم کې رنګ شول چې پر افغانستان د پردي فرهنګ راج چلیده او په مقابل کې يې مسلمانانو نه راډیو لرله، نه یې یوه علمي نشریه لرله او نه یې علماوو د ولس د بیدارئ لپاره پیغام لاره، د جُمعې او اخترونو په ورځوکې د چا له خولې داسې پیغام نه خپریدو چې د پردي کولتور له اغېز نه د افغانانو په بچ کولوکې مُمد ثابت شي! په جنازواودمړي په مراسموکې هم له کوم عالم نه داسې سازنده پیغام نه صادرېدوچې دپردي کولتوري یرغل ځواب وګڼل شي!!دظاهرشاهۍ په وروستیوکې د»ګهیځ« جریده راووته اوپه څنګ کې یې دیوشمېرعلمي شخصیتونوله خواد» پیام حق« مجلې په پاڼوکې مقالې خپرې شوې چې د ولسي تنورپه برخه کې مثمرې ثابتې شوې؛خوکله چې »نهضت جوانان مسلمان«تشکیل کړی شواویوشمېربااحساسه ځوانانودپردیوفرهنګي ننګونوپروړاندې عملاپه لاریونونولاس پورې کړاوپه خپلوعلمي څرګندتیاووسره یې افغانان په ځانونوپسې بهیر،بهیروګرځول،دې جریان تریوبریده دپردي فرهنګي یرغل اغېزراکم کړاوافغانانوته یې دبیدارۍ څراغ په لاس ورکړ؛خوداهغه وخت وچې روسانوپه افغانستان کې ریښې زغلولې وې اوافغان قوم یې دسبا له خطرناکوپایلو ناخبره ساتل شوی و!!دافغانانودهمدغې ناخبرۍ اودپردي کولتورتراغېزلاندې دراتللوله کبله،کمونیستانوافغانستان سره استعمارته حواله کړاوروسانوته یې ډاډورکړچې افغانستان به دسرې ټولواکمنۍ شپاړسم جُز ګرځوي!!! الکساندرمایوروف په خپل کتاب کې همدې ته نغوته کوي اوووایي چې دافغاني کمونیستانواوروسانوپلان داوچې افغانستان دروسانوشپاړسم جمهوریت شي.!!!دې ملوث جریان اوله دې نه راټوکېدلیوننګونوافغانستان ترننه دبدمرغیوپه کومي کې وساته!!

 اوس په داسې حال کې چې دلته دپردي فرهنګ تاثیرات ورځ ترورځې ډېرېږي اودسبانیو بدوپایلوغمازي کوي،متاسفانه دپخواپه څېریې نه افغانان په لازم ډول په مقابله پوهېږي اونه هغه امکانات په کاراچولی شي چې دپردیود کولتوري تهاجم له اغېزنه پکې بچ کړی شي،بیا هم نه له کوم عالم سره د ولس دبیدارۍ پیغام شته اونه یې په مقابل کې تخنیکي اوعلمي برنامه!!ځینووګړواوحلقاتوراډیوګانې‌اوتلوېزینونه فعال کړي؛ خوپروګرامونه یې هومره پڅ دي چې له محدودو،وګړوپرته یې څوک ګوري هم نه!!ځینې کړۍ په مجلو او ورځپاڼوباندې لګښت کوي؛خودډېری لیکوالانوپه لاس کې یې هغه مشال نشته چې دنن په تروږمیوکې دلوېدلیوافغانانولارې روښانه کړي!! یوشمېرپانګه وال افغانان داسې هم شته چې یوه نشریه دخپل تشهیرلپاره راباسي،هغوی ددې پروانلري چې دنشریې په غېږکې خپرېدونکي مطالب یې داسلام اومسلمان په ګټه تمامیږي اوکه دښکېلاکګرو!!

همدارازداسې حلقې اوس هم شته چې داستعماردکولتوري یرغل په غبرکون کې تلوېزیون په دارځړوي او داسې ثروتمندافغانان خوپه لکونودي چې په نارواسیالیوکې په میلیونونوافغانۍ مصرفوي؛خودمسلمان دتنورچارې ورته بې ځایه لګښت ښکاري!په هوټلونوکې دواده اوبل ناروا رقابت مراسم په ډالري لګښتونونمانځلی شي؛خودعلمي بنیادپه اېښودلوکې یې ملاماته ده او همدارازپه مجللوبلډینګونوپه میلیاردونوډالرلګوي؛خویوه ورځ داسې فکرورسره نه پیداکېږي چې ملت یې دښکېلاک له فرهنګي ګرداب نه دراایستلوحق پرې لري!!

؛نوای پانګه والو!

ای دجهادله دستارخان نه ماړه شویوښاغلیو!

راوړاندې شئ اوافغان لارورکي قوم ته دهدایت شونټۍ په لاس ورکړئ، راځئ خپلې پانګې دافغانانودتنویرپه لاره کې په کارواچوئ،په دې مه بسیا کېږئ چې چا یوه مجله راایستلې اوپه دې باندې خپله غاړه خلاصه ګڼي،چایوتلوېزیون فعال کړی،دوې درې ترانې اودیوپڅ ملاتقریرپکې خپروي، اوچاچېرته یومطبوعاتي کنفرانس ورکړی اویایې قلقله یي بیانیې خپرې شوې.دښکېلاک دبربنډ کولتوري یرِغل مقابله پراخ علمي هاندغواړي‎،چې بویه له ممبر،پوهنتونونو،ښوونځیو،راډیوګانو،ستروستروعلمي غونډو،قوي نشراتوپیل اود ولس ترفرد،فردپورې یې پیغام ورسېږي.متاسفانه داسلام اوجهادحلقې له  شته وافروامکاناتوسره،سره په دې نه دې توانېدلې چې په دې اړه اړین اومثمرګامونه واخلي اوداپه داسې حال کې ده چې ولس خپله علمي تنده دپردیومضرونشریوپه کتنه ماتوي.!!!

اخ پېغله د وطن مې شوه بربنډه بې حجابه

پړونی دعزت ورکړئ حجاب په لاس کې ورکړئ

معصوم احساس یې مري داجنبي کولتور په توره

قرآن ته یې کړئ مخ »ام الکتاب«په لاس کې ورکړئ

وېرېږمه ځوانان موکلیسا ته مخه نه کړي

شاکره ورته لاره دمحراب په لاس کې ورکړئ.

  



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018