تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ويښو او مـړو ملتونـو دريـځونـه

عالم حکیمیار

2018-10-08

افغانانو د تاريخ په اوږدو پړاوونو كي ثابته كړيده چي اسلامي عقيده اوافغاني مزاج يي دغلامي له ذليل اوبي مروته ژوندسره اړخ نه لگوي دبي ننگي له ژوندنه دغيرت اوشهادت مرگ په سلهاوو ځله غوره بولي زرزوراوتذويرته خوبياهيڅ ارزښت نه وركوي دد دغو ادعاگانودپوره منلواو اثبات لپاره كه چيري دپخوانيواشغالگرواووحشي ځواكونودتيريودتريخ تاريخ پاڼي ونه څپړويوازې دانگريزي ښكيلاكگردڅوځلي تيريواووحشتناكه يرغلونوشرميدلي پاڼي راوڅپړوگوروچي هرځل يي پدي باتوراوميړني هيوادكي دخپلوتيريوپه نتيجه كي كوم ماتم اوتاتارراوستي نوميړنيوپه دين اووطن مينوافغانانوديرغلگرودڅپيړي ځواب په سوك وركړي  په ذليله خندني اورسواتوگه  اود نړيوالو ترنظاری  اوڅارلاندي تيښتي ته مجبور اوله هيواده يي شړلي  دي په منډواوتيښتويي دافغانانوپاكه خاوره پريښي ورپسي كه دروسي ښكيلاكگردتيريواويرغلونوشرميدلي رسوادوحشت اوځناورتوب ډك تاريخ ترڅيړني لاندي ونيسواودكمونستووطن پلوروپه ناافغانه افغانانوهغه پوج شعارپه يادراولوچي هرځا ي اوهروخت به يي زمزمه كاوه اوويل به يي شوروي اتحادچي په كوم هيوادكي داشغال اوتيري قدم ايښي دشا تگ اوناكامي بيلگه نلري وموليد ل چي همدغه مغرورښكيلاكگرباتوروميړنيواومجاهدوافغانانوله خپل گران هيواده څنگه وشړل خپلي پښي يي سپكي كډي يي باراجيراووطن پلورونكي ناافغانان يي دمجاهدينومقابلي ته په ميدان كي يواخي پريښودل اودتيښتي لاره يي غوره اوخپله كړه دافسوس خبره خوداده جي ددغسي ميړنيواوباتوروافغانانوداوسني نسل دگوتوپه شمارځيني كسان دتصويري رسنيودگردي ميزونوترشا نا ست په ډيره بي شرمي اوسپين سترگي توب وايي كه چيري بهرني ځواكونه زمونږله هيواده ووځي نودمهموچالشونواوستونزوسره به مخامخ شوځكه تراوسه مونږپخپلوپښونه يو ولاړچي كله پخپلوپښودريږونوهغه وخت كه بهرني ځواكونه له هيواده وځي  وتل يي بياكوم منفي اثرنلري ددغسي پلرونو اونيكونواولاداونسل چي دملك دآزادي اواسلامي مقدساتونه ددفاع پخاطريي خپل سرونه نذرانه كول اويرغلگرځواكونه يي خپلوملكونوته په تيښتومجبورول نن سبایادغفلت اولټي په تاوده خوبونوويده اویاهم بيخوده اوبیهوشه ځکه پراته دي چی ترننه  دآزادی دژونددخوندونواومزوڅخه بی برخی پاتی شوی یاداچی خړوډالرویی عقلی سیستمونه تر اغیزلاندی راوستی  گوری چی څوك يي د هيودوالو په كورونودشپوپه تیاروکی ناڅاپي چاپي اچوي د خوب اوپه ويده حا لت يي وژني دوژلووروسته اوروراچوي ياداچي دبد ن اندامونه يي پري كوي اوله ځانوسره يي ديادگارپه توگه ساتي ځيني يي لاس تړلي له كورونوباسي اوخپلوشخصي زندانونوته یی له ځانوسره بيايي څوك يي پيغمبر(ص)كاريكاتور جوړوي اوځيني نوريي بيا د مسلمانانومقدس كتاب ته چي هغه قران عظيم الشان دى اودالله (ج) له لوري دانسانانودهدايت اولارښووني لپاره ليږدول شوي  اوروراچوي اوسوځوي يي په ډيري بي شرمي سره په داسي حال كي چي نه يي زمونږاسلامي عقيده اونه يي زمونږافغاني غروردمنلواواوريدلوطاقت لري په ذ ليله توگه وايي چي پخپلوپښونه يوولاړځینی نوروچی  دروسانو سره دگران هیوادپه اشغال کی ملگرتیا لرله اوغوښتل یی چی افغانان دوحشی اوځنگلی ځناوروپه دام کی گیراوآزادافغانستان دوارسادپکت په چوکاټ کی دروسانو یوه مستعمره وگرځوی اوس نه یواځی داچی دامریکایی فوځیانوغیرانسانی کړنی چی مسلمانوافغانانوسره یی کوی نه ردوی بلکه هغوته شاباسی هم ورکوی اوپه بشری ضدعملونویی د تصدیق اوتاییدمهرونه لگوی اوکوم کسان چی داشغالگروموجودیت دالهی احکامواونبوی احادیثوپه رڼاکی پخپل گران ټاټوبی کی نشی زغملی اوغواړی چی نابللی اشغالگرځواکونه خپلوهیوادونوته ستانه شی نوهمدغه  وطن پلوری ناافغانه افغانان د ادب اوانسانیت له چوکاټه وځی په دین اوهیوادمینو افغانانوپه ټنډودآی.ایس.آی اودایران دپاسدارانو دجاسوسانومهرونه اوټاپی لگوی اووایی چی دامریکایی پوځیانواډوته ضرورت لروځکه تراوسه پخپلوپښونه یوولاړحتی دمشورتی لویی جرگی په آخری ورځ کله چی کرزی دغونډی گډونوالوته ویناکوله دغونډی دقطعنامی یوی مادی په اړه چی هغه هم دامریکایانوڅخه غوښتنه شوی وه چی امریکا دی په افغانستان کی سوله اوامنیت راولی تبصره یی وکړه اوویی ویل چی رښتیاپه لمړی قدم کی امریکااوورپسی دپاکستان دهیواد رول اړین دی اوزیاته یی کړه چی مونږدامریکا دمشرنه په کلکه غوښتنه کووچی په افغانستان کی دی سرله ننه سوله راولی هم خوب وینی اوهم یی تعبیرپخپله کوی دتیرومیاشتود ویناگانوپه یوه برخه کی یی دیته ورته بله خبره کړی هغه داچی دهیواد له کوم ولایت څخه چی بهرنی فوځونه وتلی اوکډه شوی دهغه ولایت امنیت سل په سلوښه شوی چی ملت اود گران ټاټوبی بی واکه مشر پدی آند اوعقیده وی چی د امن راوستل په افغانستان کی د امریکایانوله اوسیدا سره تړاولری معنی دا چی امریکایان دی زمونږپه هیوادکی نه وی اوله گران هیواده دی ووځی دوتلوسره یی سم دسولی اوامنیت له نعمته برخمن کیږو چی کله سوله اوامنیت زمونږپه برخه شوه په خپلوپښودریدل بیاگران کارندی د گران هیواد ودانول دترقی اوپرمختگ لوړوپوړونوته رسیدا بیازمونږ په زیارهڅواوزړه سواندی پوری تړاولری یعنی دهیواد ډیری کسانوپه تیرواتلسوکلونوکی دبهرنیوځواکونودموجودیت په نتیجه کی بیشماره شخصی گټی اوپانگی لاس ته راوړلی کولای شی چی هریویی پخپله ولسوالی کی یوه صنعتی اوتولیدی فابریکه جوړه  هم به ورته ثواب اوهم به خرماشی یعنی هم به یی شخصی گټه د انجماد او رکود نه بچ  په پانگه اوسرمایه کی به یی زیاتوالی راشی اوهمدارنگه دهیواد هغه ځوانان  چی دخپلی کورنی داعاشی اواباطی پخاطر بهرنیو ملکونوته ناقانونه سفرونه کوی خلاصی پیداکړی  ستا هيوادوال په ډله ايزه توگه وژل كيږي سوزول كيږي ما اوتا ته ويل كيري چي يوه كس دغه جنايت كړي هغه هم ليوني دي زمااوستا له انتقامه يي په سالمه توگه خپل هيواد ته ليږدوي اویاداچی دتیلفون پواسطه سرسری اوغولوونکی بښنه وغواړی په دغسي پښوچي زه اوته ولاړيواوپه هغه تگ كوودغه پښي پردي دی زمااوستاپښي اولاسونه زما اوستاهيوادوال دي زما اوستا ایمانونه دی هغوی رانه پردي شوي هغوي اومونږيوله بل سره دمخالفت په  سنگرونوكي پراته يوكه لږځيرشو دتفکرتعقل اوهوښيارتيا چوكاټ ته ورد ننه شودي نتيجي اوپايلي ته رسيږوچي په زغرده اقراروكړواو و وايوچي پردي كټ ترنيموشپووي په پرديوپښودريد ل اودهغوپښواولاسونوته طمع اوهيله لرل خوشي جنون اوليونتوب دي راځي ټينگ هوډوكړواوټول په خوښه اويوه مشوره خپلوتش په نامه دولتي لورپوړوچارواكوته ووايواوپه دي يي قانع كړوكله چي بهرنيووگړوسره چي نه ورسره شريكه عقيده نه دكلتورفرهنگ اورواجونوورته والي لرو اود لرې واټنونوحتی د نړی دبیلی اولرې وچی نه راغلی هغوته  ددوستي اوورورگلوي لاسونه ورغزولاي شو خپل دوستان اوغمشريكان يي گڼلي شو نوبيا خپلوهيوادوالوسره چي ورسره ديوي عقيدي څښتنان په فرهنگ كلتوراورواجونوكي شراکت اوورته والي لروپه ښه اوعالي توگه كولاي شوټولي خپلمنځي ستونځي كړاوونه اود لري والي دلیلونه دالهي احكامواونبوي احاديثو په رڼاكي دوروري په آزاده فضاكي سره حل په پوره اخلاص اوصداقت سره دخپل وران اوويجاړټاټوبی د ودانولو پخاطر لاسونه راونغاړو او گران افغانستان د نړي د پرمخ تللوهيوادونو په كتاركي پخپلو كلكو او ثابتو قدمونو ودروو د بهرنيوهيوادونواتباعوڅخه مننه وكړواوورته ووايوستاسوپه پښوچي مونږولاړيواوپه هغه تگ کووپه همدغو پښو ځانونه خپلوهيوادونوته ورسوي اودكورنيوله غړوسره مود ژوندپاتي برخه دآرامي په مطمئنه فضاكي تيري کړي دتابوتونوله انتقا ل اوروانی ناروغیوبه بچ شی اوکه چیری تاسوخپل هیوادته نه ځی یا موسیاسی واکداران نه پریږدی چی خپلوملکونوته ستانه شی څوخطری ستاسوپه انتظارکی دی یابه دمجاهدینوپه مقابلی کی وژل کیږی تابوتونه به مودکورنیوغړوته وړل کیږی یابه دجگړوپه ډگرونوکی ټپی اومعیوبیږی اویابه په روانی ناروغیواخته کیږی ددغومصیبتونواوکړاونونه دخلاصی یواځی یوه لارلری اوهغه داچی د الله (ج)په موجودیت او وحدانیت دزړه له کومی ایمان راوړو اود افغانستان په هرگوټ کی دمجاهدینوله لیکوسره یوځای شی تاسوته به پوره امن درکول کیږی که دا میړانه مووکړه تاسوبه له مصیبتونواوکړاونوخلاصی پیداکړی اومونږبه پخپل گران هيوادكي دسپیڅلوشهیدانوهغه آرزوگاني اوپاكي هيلي ترسره كړوچي خپلي پاكي ويني يي په افغانستان كي دالهي قانون دحاكمولو پخاطرنذرانه كړل ددغسي نيكمرغي ورځي درارسيدوپه هيله.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018