تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ملي يووالي په ستره مجمع کې د حزب اسلامي د قدرمن امير ورور حکمتيار د پرانستونکې وينا بشپړ متن

2018-10-15

ملت له با احساسه، سياسى او اجتماعي شخصيتونو غواړي چې د افغانستان بحران ته د حل لار ولټوي

دولت او بهرني لوري مصمم دي چې دا انتخابات د تېرو هغو په څېر له تقلب، درغليو ډک، غيرعادلانه او بحران زيږونکي وي

د جګړې پای ته رسول او ډاډمنه سوله تامينول؛ د ميسم لومړنۍ دنده او هدف دی

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ميسم غونډي ته خطاب

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

اَلْحَمْدُ للهِ وَ كَفى وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى و بعد: فَاَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ * وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ * هود: 116-118      صدق الله العظيم

اجازه راكړئ تر هر څه وړاندي د دې مباركو آيتونو ژباړه او مختصره شرح وړاندي كړم، په دې آيتونو كي زموږ د ټولني روان وضعيت او عوامل ئې هم انځور شوي:

الله تعالى فرمايي:

1- نو ولي تر تاسو وړاندي مخكنيو پېړيو كي داسي عقلمن نه ول چي په زمكي كي ئې د فساد مخنيوى كولى، مگر ډېر لږ ئې چي ومو ژغورل او هغو چي ظلم ئې كولو او جنايتكاران ول د هغه څه په لټه كي ول چي عيش عشرت ئې ورپه برخه كولو.

2- او ستا رب داسي نه دئ چي كلي په داسي حال كي تباه كړي چي استوگن ئې صالح او مصلح وي.

دلته قرآن د هلاك شوو ولسونو څو ځانگړتياوو ته گوته نيسي: ظالمان ول، د عيش عشرت په لټه كي ول، جنايتكاران ول او په زمكي كي ئې فساد خور كړى و.

د دغو ظالمانو، جنايتكارانو او مترفينو د عيش عشرت لپاره مظلومانو هر څه له لاسه وركول او د دوى د هوس قرباني كېدل، دوى په ټولنه كي د فساد خورولو اصلي عاملين ول، په ټولنه كي د هغو عقلمنو او صالح كسانو شمېر ډېر لږ وو چي د فساد مقابله ئې كوله، الله تعالى همدا لږكى وژغورل او د مفسدينو، ظالمانو، مترفينو او جنايتكارانو د عيش عشرت ټغر ئې ټول كړ.

د الله تعالى نه بدلېدونكى سنت دئ چي د يوې سيمي په اوسېدونكو تر هغه عذاب نه رالېږي چي استوگن ئې صالحان وي، د عذاب لېږلو پرېكړه هغه مهال كوي چي د ټولني غالب اكثريت د ترفه او عيش عشرت لپاره د فساد، ظلم او جنايت لار غوره كړي، د زړه سواندو دعوتگرانو صالح ټولى په خپلي خوا كي ونه زغمي او د دوى مخالفت ته ملا وتړي، الله تعالى يوازي دغه مهال د صالح ټولي د ژغورني او د ظالمانو د كلكي مؤاخذې او نيوني پرېكړه كوي.

وروڼو!

دا يوه مهمه غونډه د هېواد ډېرو اغېزمنو شخصيتونو په كي برخه اخيستې ده، په ډېر حساس وخت كي دائره شوې، په داسي حال كي چي هېواد او ټول ملت مو له حساس پړاو تېرېږي.

ناامني، بې ثباتي، اوږده او پراخه جگړه، د يوه ځواكمن او مقتدر حكومت نشتوالى، د هېواد د ادارې او امنيت په تأمينولو كي د دولت ضعف او ناتواني، لانجمن پارلماني انتخابات او د حكومت او سياسي احزابو ترمنځ د انتخاباتو په اړه شديد اختلافات، د راتلونكي په اړه پراخي اندېښنې.... هغه ستونزي دي چي افغان ولس ورسره مخامخ دئ او د ملت له بااحساسو شخصيتونو او د ولس له فكري، سياسي او اجتماعي مشرانو او اهل الرأى غواړي چي بحران ته د حل لار ولټوي. دا غونډه په همدې موخه دائره شوې.

ښايي د دې غونډي ډېرى معزز برخه وال به له دې سره موافق وي چي د بحران پاى ته رسولو لپاره  تر هر څه وړاندي دې ته ضرورت لرو چي د هېواد ټول هغه اغېزمن شخصيتونه پر يوه ځواكمن او ملت شمول محور راغونډ شي چي: كولى شي ملت توجيه او توحيد كړي، له روان وضعيت ناراض دي، په وړاندي ئې د مسئوليت احساس كوي، د تغيير په لټه كي دي، د جرياناتو په اړه ورته ليدلورى او دريځ لري، له فكري پلوه سره نږدې دي او دې نتيجې ته رسېدلي چي د مثبت تغيير او تحول لپاره د يوه واحد او ملت شمول محور رامنځته كول ضروري دئ.

د دغو شخصيتونو شمېر زيات دئ، كه ټول يا ډېرى ئې راغونډ شي له شك پرته كولى شي د ملت د غوڅ اكثريت ملاتړ ترلاسه كړي او په هري ستري ملي مسئلې كي پرېكنده ونډه ولري.

يقيناً چي هېواد مو نن له دې پلوه له يوې تشي سره مخامخ دئ. دا شخصيتونه يا په متخاصمو ډلو وېشل شوي، يا په خپلو گوندونو كي هم د تصميم په نيولو او د تگلارو په ټاكلو كي اغېزمنه ونډه نه لري، يا مستقل دي او له كوم سياسي گوند سره تعهد نه لري، يا ناراض او مأيوس دي او په جرياناتو او قضاياوو كي مطرح نه دي. 

كه څه هم سياسي حزبونه كولى شي د ملت بېلي بېلي پرگنې د سپېڅلو آرمانونو او لويو لويو ملي مسائلو پر محور راغونډي كړي، زموږ ملي وحدت مضبوط كړي، قومونه سره نږدې كړي او له اغېزمنو شخصيتونو يو مؤثر محور جوړ كړي، د حزبونو كار همدا دئ او اهميت ئې له همدې پلوه دئ. خو موږ په دې اړه څو ستونزي لرو:

ځيني احزاب يا قومي شوي، يا د قومي رنگ ترڅنگ مذهبي ټاپه هم پرې لگېدلې، د بل قوم وگړي او د بل مذهب پلويان په خپلي خوا كي نشي منلى، يا د يوه ټبر او كورنۍ پر محور څرخي، يا ئې زعامت موروثي دئ، له شورايي نظام محروم دي، غېږ ئې تنگه ده، نشي توانېدى په ملت شمول گوند بدل شي او په خپلي غېږ كي ټول قومونه راغونډ كړي.

ځيني زاړه شوي، اوږده مبارزه او له مختلفو نظامونو سره د هغوى فكري، سياسي او حتى نظامي نښتي د دې باعث شوي چي ډول ډول مخالفين ولري، د مخالفينو پلويان ئې هم په آسانۍ نشي ورسره يوځاى كېدى، او دوى هم په آسانۍ سره هغوى نشي قبلولى.

دې ته اړ يو چي د ټولو اغېزمنو شخصيتونو د راغونډولو لپاره د احزابو د تنگي محدودې پر ځاى پر يوه داسي پراخ محور كار وشي چي ټول همفكر او د سياسي ليدلوري له پلوه سره ورته او نږدې شخصيتونه يو ځاى شي او د سترو سترو ملي قضاياوو په اړه گډ دريځ غوره كړي.   يو مطمئن او ځواكمن محور رامنځته كول؛ يو ستر ضرورت او مهم كار دئ، اغېزمن شخصيتونه بايد په خپل وحدت او يوالي سره دا ځواكمن محور رامنځته كړي.

په ټولو قضاياوو كي فعال، رغنده او قاطع ونډه او ولس ته جهت وركول او په سم لوري ئې لارښوونه يوازي له دغي لاري امكان لري. 

كه موږ وتوانېدو چي د دغي پرتميني غونډي له لاري دا هدف ترلاسه او دا تشه ډكه او دا اغېزمن شخصيتونه راغونډ كړو، له شك پرته كولى شو بحران او ستونزو ته حل لاري پيدا او پلې كړو. د دې غونډي هدف نه دا دئ چي كوم سياسي ائتلاف رامنځته كړي او نه د كوم حزب پر محور اغېزمن شخصيتونه راغونډول، بلكي موخه ئې له همفكرو شخصيتونو د يوې اغېزمني او ملت شمولي جبهې جوړول دي، دا شخصيتونه كېدى شي مستقل وي، كېدى شي سياسي گوندونو ته متعهد وي، خو د لويو ملي مسائلو په اړه واحد دريځ او تگلاره غوره كوي او د جبهې اهدافو او پرېكړو ته د التزام ژمنه كوي. 

دا جبهه څو مهم ورځني مسائل په مخكي لري:

1- سوله:

د جگړي پاى ته رسول او ډاډمنه سوله تأمينول؛ د ميسم لومړنى هدف او دنده ده. د هيڅ مؤمن افغان ايمان او ضمير اجازه نه وركوي چي د دې خونړۍ جگړي په وړاندي بې احساس او بې پروا ناظر وي، سكوت وكړي او پرېږدي چي هره ورځ د سلگونو مظلومو افغانانو ويني توى شي؛ كله د بهرنيو ځواكونو په لاس او د شپنيو عملياتو په ترڅ كي، كله د دولتي امنيتي ځواكونو په لاس او كله د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس او په ښارونو او جوماتونو كي د وحشيانه چاودنو په ترڅ كي.  حقيقت دا دئ چي نه دولت د سولي په اړه قاطع اراده، څرگنده طرح او لازم ظرفيت او وړتيا لري، نه بهرني ځواكونه او نه وسله وال مخالفين، يوازي د ميسم په څېر يو مستقل او دروند ملت شمول محور كولى شي دا تشه ډكه او دا مأمول ترسره كړي. په دې اړه بايد څو كارونه وشي:

الف- د سولي يوه مستقله، درنه، ځواكمنه، د ملت له حمايت او تأييد برخمنه جرگه جوړول، داسي جرگه چي په جنگ كي ښكېلو لوريو پوري هيڅ ډول تړاو ونه لري.

ب- د سولي جامع او عملي طرح وړاندي كړي، له ټولو ذيدخلو لوريو وغواړي چي له دې طرحي سره توافق وكړي، هر لورى چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي، ملت د هغه خلاف گډ او قاطع دریځ ته چمتو كړي.

دا طرح بايد څو اساسي بندونه ولري:

د گاونډيو په شمول له ټولو بهرنيو هېوادو په قاطع او واضح الفاظو غوښتل چي د افغانستان په كورنيو چارو كي له مزيد لاسوهنو ډډه وكړي. 

له فوري او بلاقيد او شرط اوربند سره په جگړه كي د ټولو لوريو (بهرنيو ځواكونو، وسله والو مخالفينو او دولت) توافق.

له هر ډول مخكني شرط پرته د مذاكراتو پيل.

له داسي غيرجنگي سيمي سره د ټولو لوريو توافق چي هلته به د هيڅ لوري وسله وال ځواكونه نه وي، فضاء او زمكه به ئې په بشپړه توگه له نظامي او جنگي فعاليتونو خوندي وي، د سيمي ملكي اداره او امنيتي ځواكونه به ټولو ته د منلو وړ وي او د داسي لوري په واك كي به نه وي چي تر نن وړاندي په جگړو كي ښكېل وو. د وسله والو مخالفينو هغه افراد په كي اوسېدى شي چي له جگړي لاس اخلي او د سولي له بهير سره يو ځاى كېږي، دوى به له هر راز تعقيب او بريد مصون وي. 

پر يوه موقت حكومت توافق.

د همدې موقت حكومت تر اشراف او نظارت لاندي په لنډ ممكن وخت كي د انتخاباتو ترسره كېدا او منتخب حكومت ته د واك انتقال.

د بهرنيو ځواكونو د بشپړ وتلو لپاره معقول او عملي مهالوېش ټاكل. 

كوم لورى چي د سولي له وړانديز سره مخالفت ته ملا تړي او د جنگ پر دوام ټينگار كوي، د سولي عالي جرگه او د ملي يووالي ستره مجمع به ټول ملت، ټول سياسي گوندونه او اغېزمن شخصيتونه د جگړه مارو په خلاف گډ دريځ او اقدام ته رابلي.

2- دوهمه مهمه موضوع؛ پارلماني انتخابات:

پارلماني انتخابات په يوې لانجمني مسئلې اوښتي، دا په داسي حال كي چي انتخابات بديل نه لري، له انتخاباتو پرته نه جگړه او بحران پاى ته رسولى شو او نه د يوه ځواكمن او د ملت له حمايت برخمن حكومت تشه ډكولى شو. متأسفانه دولت او بهرني لوري مصمم دي چي دا انتخابات د مخكي په څېر وي، همغسي له تقلب او درغليو ډك، غير عادلانه او بحران زېږونكي. ښايي نتائج ئې دومره پراخي ستونزي وزېږوي چي دولت به ئې له حلولو او مهارولو كاملاً عاجز او ناتوان وي.

دا انتخابات يقيناً چي انتخابات نه بلكي يوه مسخره او شرمناكه لوبه ده، تر شا ئې ناولي لاسونه او بدي موخي دي، د پراخ او شرمناك تقلب لپاره هڅي رواني دي، د دې انتخاباتو په نتيجه كي به د هېواد له هرو دېرشو وگړو يوازي د يوه استازى پارلمان ته لار مومي او 29 به ئې په پارلمان كي هيڅ استازى او وكيل نه لري!!

په دې انتخاباتو كي نيمايي نفوس عمداً او د سياسي موخو له امله له شركت محروم كړى شوي!! شپږ مليون مهاجرين، دوه مليونه بې ځايه شوي او د هېواد 40% ناامنو سيمو استوگن چي له مهاجرينو او بې ځايه شوو سره ئې شمېر تر نيمايي نفوس زياتېږي؛ دا ټول ئې د رأى وركولو له مسلم حق محروم كړي.

ټول پوهېږي چي په انتخاباتو كي د مهاجرينو برخه اخيستل ضروري او د دوى مسلم حق دئ، هيڅوك په هيڅ پلمه او بهانه حق نه لري دوى محروم كړي، د عراق په انتخاباتو كي ټولو عراقي مهاجرينو برخه واخيستله، خو د افغان مهاجرينو له مشاركت سره؛ پرته له كوم معقول او موجه دليل مخالفت كېږي، وجه او موخه ئې هم څرگنده ده. په داسي حال كي چي په انتخاباتو كي ئې برخه اخيستل نه كوم اشكال لري او نه گران او ناممكن كار دئ. په پاكستان كي تر نيمايي زيات مهاجرين په كمپونو كي اوسي، ټول ئې معتبر اسناد لري چي له مخي ئې كولى شي په آسانۍ سره شركت وكړي او خپله رأيه وكاروي.

دا انتخابات داسي مهندسي شوي چي په يوه او بله پلمه او بهانه د رأى وركونكو شمېره كمه او څو ښارونو ته ئې محدوده كړي، سټيكري ئې په همدې موخه رامنځته كړې، ډېر افغانان د امنيتي ملحوظاتو له كبله دې ته چمتو نشول چي پر خپلو تذكرو سټيكري ولگوي، ډېر نور ونه توانېدل يا ئې ونه غوښتل چي خپل نوم ثبت كړي، د انتخاباتو په ورځ به دا دواړه د رأى وركولو له حق محروم وي!!! پوښتنه كوو: كه چا نوم نه وي ثبت كړى، پر تذكرې ئې سټيكر نه وي لگول شوى؛ آيا څوك حق لري چي هغه د رأى وركولو له مسلم حق محروم كړي؟!! ولي او د كوم قانون له مخي او د كوم ضرورت او مصلحت لپاره؟!!

له هغو افغانانو چي په انتخاباتو كي ئې برخه اخيستي وي، واجد شرائط گڼل شوي وي، خپله رأيه ئې كارولې وي، د دوى له منځه له هرو لسو تنو د نهو رأيي باطل او هدر گڼل كېږي او په ډېران ئې غورځوي او يوازي د يوه رأيه معتبر او د محاسبې وړ گڼي!! په نتيجه كي ئې داسي پارلمان رامنځته كېږي چي په هرو لسو رأى وركوونكو افغانانو كي د يوه استازى او وكيل پارلمان ته درومي او نهه نور هيڅ وكيل نه لري!! 

د ولسواليو شورى گانو لپاره انتخابات ولي وځنډېدل؟ كوم قانون او كوم مصلحت او مجبوريت حكومت او د انتخاباتو كميسيون ته دا حق وركړ چي دا انتخابات منتفي وگڼي؟ په داسي حال كي چي دا انتخابات د پارلماني انتخاباتو په څېر او حتى تر دې هم زيات اهميت او ارزښت لري، همدا شوراگاني مخامخ له ولس سره تماس لري، له ستونزو ئې خبرېږي، محلي ادارې تر نظارت لاندي نيسي، او تر ټولو مهمه دا چي د لويي جرگې جوړولو او دائرولو لپاره دې شوراگانو ته ضرورت لرو. هغو كړيو د ولسواليو شورى گانو د جوړېدو په وړاندي خنډونه راولاړ كړل چي د لويي قانوني جرگې له جوړېدو او دائرېدو سره موافق نه دي او وېره ترې لري.

حكومت ولي د دغو شورى گانو غړو ته لازم تسهيلات، معاش او مصارف ونه منل، چي له كبله ئې هيڅوك تيار نشو خدائي خدمتگار شي او له معاش پرته وكيل وي؟!! مگر د ولسواليو شوراگانو غړو ته چي شمېر به ئې شاوخوا درې زره وي معاش وركول گران كار دئ؟!  د سياسي احزابو له فعال او اغېزمن حضور او مشاركت پرته؛ انتخابات يوه داسي مسخره او بېهوده لوبه ده چي ټگمار واكمنان ئې د ولسونو د غولولو لپاره كاروي، دا انتخابات داسي مهندسي شوي چي نه سياسي احزاب په هغه كي حضور لري او نه د انتخاباتو پر بهير د هغوى نظارت منل شوى، ټولي چاري ئې؛ له پيل تر ننه؛ د دولت او د دولت په خوښه جوړ شوي كميسيون له لوري ترسره شوې، د احزابو پر ځاى د بهرنيو لوريو سپارښتني او فرمانونه پلي شوي.

د هېواد ټول ستر او واړه سياسي احزاب تر يوه سقف لاندي راغونډ شول چي د روان بحران د پاى ته رسولو لپاره سوله ايزه لار ومومي، دا يو تاريخي او بې سارى نوښت وو، ټولو تعهد وكړ چي مخكنۍ ترخې تجربې به نه تكراروي، اقتدار ته د رسېدو او له يوه بل ته د واك لېږد به يوازي د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري وي او له راتلونكو پارلماني انتخاباتو به د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړوي. له تفصيلي بحثونو او اوږدو ناستو وروسته ئې يوه جامع طرح ترتيب او ټولو كورنيو او بهرنيو لوريو ته ئې وسپارله، متأسفانه دولت او مخصوصاً بهرنيانو له طرحي سره د مخالفت لار غوره كړه، هغه هم په دې پلمه چي وخت نه لرو، دا په داسي حال كي چي وخت دوى عمداً ضائع كړى، او د احزابو طرح نه مزيد وخت ايجابوي او نه كوم قانوني او عملي اشكال لري.

په كار خو دا وه چي انتخابات د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو په خوښه او موافقه ترسره شي، د انتخاباتو پر ټول بهير؛ له سر تر پاى؛ د سياسي احزابو نظارت ومنل شي. داسي چي هم ئې څرنگوالى ټولو ته د منلو وړ وي، هم ئې مديريت كوونكې اداره او د هغې غړي معتبر او د اعتماد وړ وي، نه رأى اچوونكي تقلب وكولى شي، نه رأى اخيستونكي نوماندان او نه د انتخاباتو د كميسيون كمشنران او مأمورين، نه د رأى اچوني په بهير كي لانجې راولاړي شي او نه د رأيو د شمېرني په جريان كي.

د نوماندانو د بريا لپاره بايد واحد نصاب وټاكل شي؛ داسي چي د ټولو په اړه له هر راز تبعيض او توپير پرته مراعات شي، دا نصاب به د ټولو كارول شوو معتبرو آراوو او د پارلمان د څوكيو له مخي ټاكل كېږي، مجموعي آراء به د څوكيو پر شمېر تقسيمېږي او حاصل به ئې د نصاب حد وي. يوازي هغه نوماند به بريالى گڼل كېږي چي دا نصاب پوره كړى شي. داسي نه چي يو به په درې سوه رأيو بريالى كېږي او بل به د شل زرو رأيو په گټلو سره هم ناكام گڼل كېږي!! په تېرو انتخاباتو كي همداسي شوي. يوازي د انتخاباتو په هغي طريقې كي دا ټول اهداف او غوښتني ترسره كېدي شي چي د متناسب تمثيل (proportional representation) په نامه يادېږي. د نړۍ په اكثرو هېوادو كي زوړ سيستم له منځه تللى او دا نوى سيستم ئې ځاى ناستى شوى.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولي په هغي معاهدې كي چي شاغلي جمهور رئيس د دولت په استازيتوب او ما د حزب اسلامي د امير په توگه لاسليك كړې، دواړو لوريو پر همدې نوي سيستم توافق كړى، د دې معاهدې ارزښت او اهميت هم د امريكا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په پرتله زيات دئ او هم د وحدت ملي حكومت د دوو متلاشي شوو ائتلافونو تر منځ د هغي معاهدې په پرتله زيات چي د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون خلاف ئې اقتدار د دوو ائتلافونو تر منځ ووېشو او يو ناكام او په داخلي اختلافاتو اخته ضعيف حكومت ئې رامنځته كړ. نه دولت دا حق لري چي د سولي له معاهدې تخلف وكړي او نه د انتخاباتو كميسيون. د دې معاهدې له مخي؛ دولت نه يوازي ژمن دئ چي د انتخاباتو زوړ سيستم دغه سيستم ته واړوي؛ بلكي مكلف دئ چي د انتخاباتو په اړوند ادارو كي د حزب اسلامي استازي د قانون مطابق او د نورو سياسي ډلو په څېر شامل كړي. خو په دواړو برخو كي ئې خپلي ژمني تر پښو لاندي كړې؛ پر زوړ سيستم ټينگار كوي او د انتخاباتو له كميسيون ئې گډ سهامي شركت جوړ كړى.

وروڼو

!دښمنان مو نه پرېږدي چي ملت د يوه مقتدر حزب پر محور راغونډ شي، وړې وړې ډلي جوړوي او پالي، قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، هم احزاب يو د بل خلاف جنگوي او هم وروڼه قومونه.  د افغانستان دښمنان نه مقتدر او ملت شمول حزبونه خوښوي، نه دروند او معتبر پارلمان چي د ټول ملت ممثل وي او نه يو ځواكمن حكومت، كه څه هم د دوى له لوري تپل شوى وي او د دوى گټو ته ژمن وي. كمزورى، شړېدلى او وېشل شوى حكومت، بې اعتباره پارلمان او داسي ضعيف او په قومي او   

سمتي بنسټونو ولاړ احزاب خوښوي چي د تشتت او تفرق باعث شي او د ملي وحدت استحكام او د ثبات په وړاندي خنډ وي.

وروڼو!

راشئ له انتخاباتو د بحران د حل اغېزمنه وسيله جوړه كړو؛ داسي چي په نتيجه كي ئې يو دروند او معتبر پارلمان رامنځته شي، د انتخاباتو زوړ سيستم دې هدف ته د رسېدو په لار كي نه يوازي مرسته نه كوي بلكي ستر خنډ او مانع دئ.

د انتخاباتو كميسيون ادعاء كوي چي په كابل كي يو نيم مليون وگړو خپل نومونه ثبت كړي، كه دا بې سنده ادعاء ومنو؛ له جعلي او خيالي تذكرو او سټيكرو هم تېر شو، د هغو ادعاء هم قبوله نه كړو چي د مليونونو جعلي تذكرو او سټيكرو ادعاء كوي او سندونه ئې هم د رسنيو مخي ته ږدي، د كميسيون د ادعاء معنى دا ده چي له اوو مليونو كابل مېشتو افغانانو (اصلي استوگن ئې او بې ځاى شوي)؛ يوازي يو نيم مليون چمتو شوي په انتخاباتو كي برخه واخلي؛ كه په كابل كي د مشاركت تناسب1.5/7 وي،  يعني په    هرو 14 تنو كي درې تنه، په نورو ولايتونو كي به تناسب څومره وي؟ په ډېرو كي خو ښايي په لسو كي يو هم نه وي!! كه ډېر سخاوت وكړو او د كابل په اندازه ئې ونيسو نو په دېرشو مليونو كي 6.3 مليونه پر خپلو تذكرو سټيكري لگولى او نومونه ثبتولى شي!! او دا هم په هغه صورت كي چي ومنو نور افغانستان هم د امنيت او په انتخاباتو كي د خلكو د برخي اخيستو له پلوه كابل ته ورته دي، چي يقيناً داسي نه دي، نږدې نيمايي افغانستان د حكومت له سلطې وتلى، نه حكومت هلته واك او سلطه لري، نه امنيت تأمينولى شي، نه انتخابات ترسره كېږي، نه خلكو پر خپلو تذكرو سټيكري لگولي او نه ئې خپل نومونه ثبت كړي!!!

پوښتنه كوو: دا د نه نيم مليون نوم ثبتوني دروغجنه ادعاء څه معنى لري او څه توجيه؟!! د كوم منطق او محاسبې له مخي دا ادعاء كوي!! دا خو څرگند دروغ دي، ولي د خلكو په سترگو كي خاوري اچوي؟!!! حقيقت دا دئ چي په دغو انتخاباتو كي تر څلور مليونه زيات افغانان برخه نشي اخيستى!! يعني په هرو اوه نيمو مليونو كي يو مليون. د داسي انتخاباتو به څه ارزښت وي او زموږ كومه ستونزه به حل كړى شي؟!!زه ښاغلي جمهور رئيس، ټولو مسئولينو، عقلمنو افغانانو، د هېواد پر روان دردناك حالت دردمنو سياسيونو ته وايم: د انتخاباتو دا مسخره لوبه د څه لپاره ده؟ له دې څه طمع لرئ؟!! دا لوبه هغه خوښوي چي غواړي وښيي: دا دئ په افغانستان كي ئې ديموكراسي راوسته، انتخابات ترسره شول، داسي ديموكراسي چي هره ورځ د افغان مظلوم ولس په سلگونو بچيان په وينو كي رغړوي!! هره ورځ د دوى د وژل شوو او ژوبل شوو شمېر درې سوه ته رسي!! په يوې مياشت كي د لسو نوماندانو او د دوى د غونډو په خلاف بريدونه وشول؛ اته نوماندان وژل شوي او په لسگونو پلويان ئې يا وژل شوي يا ژوبل شوي!! دا ښاغلي ولي د انتخاباتو پر داسي سيستم توافق نه كوي چي عادلانه وي او افغان ولس او سياسي گوندونو ته د منلو وړ وي؟!! او په نتيجه كي ئې يو دروند او د ټول ملت او ټولو قومونو او ولسونو ممثل پارلمان رامنځته شي؟!!

كه واكمن مو د خپل موهومي اقتدار لپاره له داسي انتخاباتو سره توافق نه كوي او پر اوسني مسخره سيستم ټينگار كوي؛ هوښيار او خداىپال افغانان ولي بايد دا مسخره لوبه ورسره ومني؟!! د اوسني سيستم د بدو پايلو څو مثالونه ستاسو مخي ته ږدم:

د ځدراڼو يولس ولسوالۍ دي، شمېر ئې د ځينو ولايتونو تر نفوس زيات، خو دوى په پارلمان كي يو وكيل هم نه لري، د دوى وكيلان هم له نورو قومونو غوره شوي!!!

د غزني له اتلسو ولسواليو 14 سني مېشتي ولسوالۍ په پارلمان كي هيڅ وكيل نه لري؛ د دوى وكيلان هم د غزني د څلورو شيعه مېشتو ولسواليو له لوري غوره شوي!! 

څوك دا حق لري چي يو قوم، يا يوه ولسوالۍ او استوگن ئې په پارلمان كي د وكيل له درلودو محروم كړي؟ ولي بايد هره حوزه يو استازى او د خپلي خوښي وكيل ونه لري؟

دا سيستم بايد بدل شي، همغسي چي موږ د هېواد د آزادولو لپاره جهاد كړى بايد د دې غلط او ظالمانه سيستم د بدلولو لپاره هم مبارزه وكړو.

وروڼو!!

زه باور لرم چي كه همدا تاسو متحد شئ او له ميسم يو معتبر او ځواكمن محور جوړ كړئ نو يقيناً چي راتلونكى جمهور رئيس به تاسو ټاكئ، راشئ دا كار وكړئ، د گډ كار پرېكړه وكړئ، له دې غونډي يو ځواكمن ملت شمول محور او د تصميم مقتدر آدرس جوړ كړئ، دا په دائمي محور بدل كړئ، نوم، شورى، دارالانشاء، اجرائيه او دفتر ورته غوره او جوړ كړئ.

شورى ته واك وركړئ چي د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه مناسب تصميم او دريځ غوره كړي، د جمهوري رياست لپاره هم يو واحد ټكټ او نوماند غوره كړي.  

داسي څوك غوره كړئ چي:

د دې مقام وړتيا ولري،

اسلام، ملت، او ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن وي،

د ملت تأييد ترلاسه كړى شي،

له همدې مجمع سره تعهد وكړي چي د دوى له لوري ټاكل شوو اهدافو او پرېكړو ته به التزام لري،

د جمهوري رياست په مقام كي به د ميسم ممثل او استازى وي،

په مطلق العنان واكمن او ديكتاتور بدل نشي،

تعهد وكړي چي تر هغه به د جمهور رئيس په توگه په خپل مقام كي پاته وي چي د ميسم حمايت او تأييد ئې مل وي، كله چي د دوى حمايت له لاسه وركړي نو له ځنډ پرته به له خپلي دندي استعفاء كوي. 

هيله مي دا ده چي موږ د افغان ولس نوي نسل ته يو باامن، باثبات او له جگړو فارغ اسلامي افغانستان له منتخب او صالح حكومت سره په ميراث پرېږدو.

د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه څو بديلونه په مخكي لرو چي تر ټولو ښه ئې بايد ترې غوره كړو:

په احتمالي نوماندانو كي يو ترې غوره او حمايت كړو.

كومه نوې څېره غوره او راوړاندي كړو.

سياسي احزاب دې ته چمتو كړو چي له تخاصم، منفي رقابت، ناموجه اختلافاتو او يو د بل حذفولو له مخكنيو ناكامو تجربو لاس واخلي، يو بل وزغمي او پر واحد ټكټ او د راتلونكي حكومت په مناسب، عادلانه او د منلو وړ تركيب توافق وكړي.

كه احزاب په دې اړه گډ موقف نشي غوره كولى او پر واحد محور او ټكټ د ټولو احزابو توافق ممكن نه وي نو دې ته ئې چمتو كړو چي په دوو دريو ائتلافونو كي تنظيم شي او هر يو بېل نوماند وړاندي كړي، تعهد وكړي چي د انتخاباتو نتائج به مني، بريالي ائتلاف ته به موقع وركوي چي راتلونكى حكومت جوړ كړي، نه يوازي ستونزي به نه ورته راولاړوي بلكي ملاتړ به ئې كوي، كه ئې د تغيير غوښتونكى وي نو د انتخاباتو له لاري به د تغيير هڅه كوي او تر راتلونكو انتخاباتو به انتظار كوي.

نه به د ارگ نيولو گواښونه كوي او نه هڅي، له كودتاگانو به هم ډډه كوي او د پرديو د مټو په زور قدرت ته د رسېدو له هلو ځلو هم.

موږ په لومړي سر كي (7) اوه داسي ملگري گوندونه راغونډ شوو چي يو بل ته نږدې يو، د انتخاباتو په اړه مو گډ موقف او دريځ غوره كړ، نور احزاب مو هم په همدې اړه گډ دريځ غوره كولو ته راوبلل، شمېر ئې 37 ته ورسېد.

زموږ ملگري سياسي احزاب هم او په ملي تفاهم مجمع (متم) كي شامل ځيني گوندونه هم دا غواړي چي د جمهوري رياست انتخاباتو په اړه خپل دريځونه او نظريات توحيد كړو او پر گډ ټكټ توافق وكړو، كېدى شي نتائج ئې د ميسم مشرتابه شورى ته وړاندي كړو.

ځيني وايي: دا بايد په پام كي ولرو چي د بې طرف او درېيمگړي په نامه د چا راوړاندي كولو گڼ شمېر ناكامي تجربې په مخكي لرو: د جهاد په دوران كي مو څو ځله او د يوالي په موخه دا كار كړى خو د دې پر ځاى چي مخكني گوندونه متحد شي نوي گوندونه ئې زېږولي؛ حركت انقلاب اسلامي؛ د حزب اسلامي او جمعيت تر منځ د يووالي په موخه جوړ شو؛ چي بېل گوند ئې رامنځته كړ، د اتحاد اسلامي گوند هم د همداسي تجربې زېږنده دئ.

په ايران كي اته شيعه گوندونه د وحدت اسلامي په نامه متحد شول خو د يووالي او اتحاد پر ځاى ئې د وحدت په شمول گڼ شمېر نور گوندونه وزېږول.

همداسي په تېرو انتخاباتو كي دوه ائتلافونه؛ د درېيمگړو په مشرۍ رامنځته شول، د انتخاباتو نتائج ئې ونه منل، د جان كيري په وساطت او وصايت د وحدت ملي حكومت جوړ او اقتدار د دوى ترمنځ ووېشل شو؛ خو دواړه ائتلافونه ډېر ژر متلاشي شول، اوس د هغو ائتلافونو نه كوم اثر پاته دئ او نه ئې نوم اخيستل كېږي، په بشپړه توگه له منځه تللي، د ائتلافونو برخي او هر څه د ائتلافونو د درېيمگړو مشرانو په واك كي پاته شول.

ځيني دا هم وايي چي د كوم مصلحت لپاره بايد يو غير مطرح او غيرمؤثر شخصيت د بې طرف او مستقل په نامه غوره او پانگونه پرې وكړو، ملت قانع او دې ته ئې چمتو كړو چي هغه حمايت كړي، او د مخكي په څېر دا هم يو بل گوند جوړ كړي او د گوندونو د تعدد ستونزه مزيد پېچلې كړي. اوس خو گورو چي څوك وزير او د ملي امنيت رئيس پاته شوى له عزل وروسته ئې ځانته حزب جوړ كړى او د جمهوري رياست لپاره ئې ځان كانديد كړى!!  د يوه موقت حكومت د رياست لپاره د يوه مستقل شخص راوړاندي كول؛ هغه هم د لنډي مودې لپاره او په دې موخه چي د موقت حكوت تر اشراف لاندي انتخابات ترسره شي، دا كار ممكن او حتى په ځينو حالتونو كي مفيد دئ او ډېر مثالونه لري، اما د جمهوري رياست لپاره د بې طرف شخص وړاندي كول نه بريالي مثالونه لري او نه د گوندونو تر منځ راولاړي شوې ستونزي حل كولى شي.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي حكومت كول د اشخاصو كار نه دئ، شخص كه نابغه هم وي؛ يو بريالى او موفق حكومت نشي جوړولى، د اقتدار په لنډي مودې كي نشي كولى يو موفق، همفكر، همسليقې، د اطمئنان وړ او د يوه ليدلوري خاوند ټيم جوړ كړي، يوازي يو ځواكمن سياسي محور يا هغه حزب؛ چي د مبارزې اوږده سابقه ولري، روزل شوي او آزمويل شوي غړي او همفكر كدرونه ولري، كولى شي د افغانستان په څېر هېواد اداره كړى. دا كېدى شي چي احزاب د موقتي او لنډي مودې لپاره او هغه مهال چي هېواد له بې ثباتۍ سره مخامخ وي پر ائتلافي حكومت توافق وكړي، په دې شرط چي د حكومت تركيب او د وزارتونو وېش عادلانه او د واقعيتونو مطابق او د واقعي معيارونو له مخي وي؛ داسي چي په حكومت كي د هر گوند، ائتلاف او مجمع حضور په پارلمان كي د هغه له حضور سره متناسب وي، خو د ثبات له تأمين وروسته بايد منتخب جمهور رئيس د ائتلافي حكومت پر جوړولو مكلف نه شي.  ځيني وايي: د جمهوري رياست لپاره بايد داسي نوماند وټاكو چي زموږ بهرني دوستان ئې خوښوي، دا دليل او توجيه وړاندي كوي چي افغانان د هغوى مرستو ته اړ دي!!! نور د هغوى په ځواب كي وايي: كه جمهور رئيس د متحده ايالاتو د خوښي شخص وي نو د امريكا حريفان به ئې نه يوازي نه مني بلكي د هغه د پرځولو لپاره به وسله وال مخالفين پالي او د جنگ لپاره به ئې چمتو كوي. پايله به ئې هم داسي وي لكه چي نن ورسره مخامخ يو، خو كه افغانان په اتفاق سره كوم كس غوره كړي او د ملت اكثريت د هغه حمايت وكړي هم به ئې امريكا مني او هم د امريكا حريفان. په دې توگه به جنگ پاى ته رسي، كه جنگ نه وي نو د افغانستان خپل ذاتي امكانات هم زموږ لپاره كفايت كوي. آيا د يوه شريف او عقلمن انسان ضمير او وجدان دا مني چي د پرديو د مرستو لپاره د خپل استقلال او عزت سودا وكړو، په نتيجه كي ئې داسي مرستي ترلاسه كړو چي د جنگ د دوام او د افغانانو د مرگ ژوبلي او د دوى د هېواد د مزيد ورانېدو باعث وي؟!!

د ميسم مجمع بايد له دغو ټولو طرحو او وړانديزونو يو او هغه غوره كړي چي زموږ له ملي گټو سره اړخ لگوي.  

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018