تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د برېښنائې پېژندپاڼو سرنوشت به څنگه شى؟

فیض الله صافی

2018-10-22

افغانستان کې ورونه قومونه ژوند کوي او ټول پردې وياړي چې افغانان دي، دا چې څوک افغان دى او څوک نه دى، په دې اړه خو ډېر بحثونه شوي، د هيواد په کچه، د رسنيو په کچه او د قومونو په کچه خو بالاخره خبره دې ځاى ته را ورسيده چې د برېښنائى تذکرو په اړه خبرې اوږدې شوې او په پاى کې پرېکړه و شوه چې په تذکرو کې دې د مليت پرځاى افغان او د قوم پر ځاى، د افغانستان ميشت ورونو قومونو نومونه وليکل شي چې له امله ئې د برېښنائې تذکرو ويش پيل شو.

دا چې د دغو تذکرو ويش کلونه ونيول او د ولسي جرګې ټاکنې ئى هم له دغه سرنوشت سره مخامخ کړې دا خو بل بحث دى خو د تذکرو له ويش وروسته موږ هيله مند وو چې دغه لړۍ به په ډېره چټکۍ پرمخ ولاړه شي او د پنځه شپږ مياشتو په موده کې به د افغانستان تر نيمائى ډېر وگړي برېښنائى تذکرې واخلى او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د برېښنائى تذکرو پرمټ ترسره شي خو چې ګورونو ددغه تذکرو ويش ډېر بطي روان دى او هماغه مغرضې کړۍ لومړى خو دا چې خپله تذکرې نه اخلي بله دا چې نور هم تشويقوي چې بريښنائې تذکرې وانه خلي او له بلي خوا بيا له ډول ډول نيرنګونو هم کار اخلي څو ددغو تذکرو د ويش مخه ډب کړي، دغه کړۍ چې نه غواړي الکترونيکي تذکرې ووېشل شي ښکاره دي، خو څوک د پوښتنې نه شته او هغه ستونزې چې را ولاړوي زه ئې يو څو وته نغوته کووم:

لومړى خو دا چې دغه د تذکرو د ويش مرکزونه ډېر محدود دي او نږدى پنځه يا شپږ مياشتې وشوې چې د تذکرو ويش پيل شوې حال دا چې اوس بايد لکه دغه د انتخاباتو د رايه اچونې د مرکزونو په څېر په هره سيمه کې څو مرکزونه پرانستل شوي واى چې هغسې نه ده او لا هم خلک له ډېرو لږې پرتو سيمو ورځي او په کتارونو کې منتظر پاتې کيږي او بله دا چې د فورمو د ډکولو پروسه هم ډېره مغلقه ده نو ځکه خلک هم له کړاوونو سره مخامخ دي.

٢ـ بله خبره دا چې کله په لومړۍ ورځ د تذکرو مرکز ته مراجعه وکړي نو فورمې ورته ورکړي او بيا ورته ووائي چې د وينې ګروپ دې څه دي او سندئى راکړه نو مراجعه کوونکى ورته وائي چې هغه خو نشته نو د تذکرې کارکوونکى ورته وائې چې د وينې ګروپ دې مالوم کړه او سند ئې هم راوړه دا چې نور څه څه اسناد په کار دي د هغه په اړه ورته څه نه وائي هغه عاجز چې د وينې له معاينې وروسته بيا راشي نو بيا ورته د پخوانۍ تذکرې او همدا ډول په هر ځل سند راوړلو بايد يو ځل راشى چې له څلور يا پنځه ځلي تلو راتلو وروسته يو څوک وتوانيږي او اسناد پوره کړي نو بيا ورته وائي چې سمه ده موږ مو بيا د تلفون له لارې راغواړو چې بايمټريک مو تر سره شي، چې بيا نو په مياشتو مياشتو هيڅ درک نه وي او څو مياشتې بايد انتظار وباسو څو مو د بايميټريک لپاره راوغواړي خو چې د چا چانس ښه وي نو له ډېرې مودې وروسته راوغوښتل شي او يوه ډيره اوږده پروسه طى کړي نو بيا ورته وائي چې پنځه ورځې وروسته په ټاکلې نيټه راشئ او تذکره مو واخلئ خو چې په ټاکلې نيټه راشې نو به درته وائي چې سبا راشه، په دې تلو راتلوکې به دې يو لس پنځلس ځلي راوغواړي چې بالاخره غږ دې ورسره اوچت شي او په لانجه واوړې نو بيا اخري نيټه درکړي چې سبا حتماً راځي نو چې سبا ورته راشې بيا درته وائي چې ستاسو تذکره نه ده فعاله شوی، انترنت خراب، بریښنا نشته او په لسګونو دغسې نورې بهانې، ده صبر وکړه چې فعاله شي نو بيائې درکوو چې پنځه شپږ ځلي ورتلل ئې هماغه فعالول هم غواړي خو چې کله فعاله شي نو بيا درته يوه دانه تذکره درکړي او وائي چې د نور فاميل نه درکوو ځکه چې د هغوئى په اړه لا په ثبت احوال نفوس کې خبره نه ده نهائي شوې، اوس پوښتنه دا ده چې دا د خبرې نهائي کول د افغانستان له سولى سره کوم تړاولري او که کومه بله لانجمنه موضوع ده چې نه نهائي کيږي او داسې ستونزې په کې بيخي ډېرې دي که اوس کينم او د برېښنائي پيژندپاڼو د اخيستلو ستونزې در وشمارم نو بايد کتابونه پرې وليکم اصله خبره دا ده چې ددغو ټولو کارونو ترشا پټ او مغرض لاسونه کار کوي او په لوى لاس غواړي دغه پروسه اوږده کړي او جمهور رئيس ته داسې ښکاره کړي چې دا تذکرې څوک نه اخلى نو بيا په کې بدلون راولئ.  نو له هغې په دې اړه له ډېرو خبرو راتيريږم او حل لاره وړاندې کوم او هغه دا چې جلالتماب جمهور رئيس بايد دې موضوع ته جدى پاملرنه وکړي او دغه پروسه چټکه کړي څو د ولسمشرۍ ټاکنې د همدغه الکترونيکي تذکرو پر مټ ترسره شي او بيا په ټاکنو کې ستونزې او درغلۍ نه وي او بيا ځلي دې ته اړ نه شو چې جان کيري ماماته ووايو چې راشه او زموږ تر منځ حکومت را وويشه.

بله خبره دا چې د نوموړو تذکرو په اړه دې د کورنيو چارو وزارت د آګاهى عامه رياست کار وکړي او دغه پروسه او اړوند اسناد  دې خلکو ته تشريح کړي څو خلک د تذکرو مرکزونو ته څو څو ځلي ور نه شي او همدا ډول بايد محترم جمهور رئيس يوه نيټه وټاکي چې تر دغې نيټې بايد ټول افغانان بريښنائي تذکرې تر لاسه کړې او له هغې وروسته بيا هغه پخوانۍ تذکرې ناچله اعلان کړي او وروستۍ خبره دا چې بايد د برېښنائي تذکرو د ورکړې پروسيجرونه ساده شي او مرکزونه ئې ډېر، همدا رنگه کارئې چټک شي چې د افغانستان وگړي په لنډ وخت کې د بريښنايي پيژندپاڼو څښتان شي او دغه کار د جرمونو او نا امنيو په کنترول کې هم خورا مفيد واقع کيږي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018