تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بدلون استعداد

محمدحسین میاخیل

2018-10-29

دا درته چا ویلي، چې ته یو قدردان  شخصیت نه شې جوړیدلی!؟

ممکن  ووايې: هېچا هم نه!

د پورتني ځواب ترڅنګ دې حتمې ده، چې ذهن کې ډیرې نورې خبرې هم وګرځي او په سوچ کې ولاړ شې، چې زما د شخصیت جوړیدلو مخې ته  لوی خنډونه کوم  دي،  ایا دا راته چا ويلي، چې څه درنه  نه جوړیږي!؟

نو له سوچ وروسته به ووایې، چې دغسې کومه خبره خو نه شته؛  خو دا چې تا ځان سره دا قناعت کړی، چې لوی انسان درنه، نه جوړیږي؛  پر کومو دلایلو دې دا قناعت کړی!؟ دغه بې بنسټه او بې بحثه قناعت به حتمي تاسره ستا د لټۍ او تنبلۍ له امله مل شوی وي.

ته اوس له ځان سره د حساب کولو ظرفیت لرې، چې له ځان سره دې بې ځایه قناعت ولې کړی؟؛ ولې دې ذهن په همدې قانع دی، چې ته باید ټولنه کې یو عادي فرد و اوسې؟! نه به  په ټولنیزو مسايلو کې دخیل کیږي، نه به د خپل هیواد په منافعو فکر کوې، نه به د خپل ملت د حیات او پاېښت په اړه سوچ کوې، نه به ځان د یو داسې منظم انسان په توګه معرفي کوې، چې هغه د لویو کارونو تابیا ولري. دغه  پورتنۍ حسابي دې ممکن له ځان سره په کشمکش اخته کړي!

کشمکش ځکه، چې  ته له ځان سره شیطان هم لرې، هوس هم لرې او د ویرې او اضطراب احساس هم؛  چې له همدې وجهې له ځان سره د داخل الوجودي مبارزې میدان ته ورځې، غواړې یو باطني انقلاب مشاهده کړې، دا انقلاب به ستومانه کیدل غواړي خو ستړی کوونکی به نه وي،  دا به تا سوچونو ته مجبوروي، خو ذهن به دې نه  خرابوي،  دا به دې خوبونه ورکوي خو د بیدارۍ احساس به ورسره مل وي،  دا به دې ژورې مطالعې  او مشاهدې ته هڅوي، دابه دې ټکرونو او انتقادونو سره مخ کوي او دا لاره به یو څه وخت ستا لپاره د سرګردانۍ سبب وي، ته به تلاش او پلټنې ته مجبوریږې، ته به د ځان سره د ځان د پیژندنې معرکه پر مخ وړې او کله چې دې خپل اصلي ځان، چې ستا شخصیت دی په خپل فزیکي ځان چې ستا وجود دی ومانه؛ نو بیا به د معرکې ګټوونکی کیږي او دا معرکه ځکه ګټلی شې، چې ستا فزیکي وجود ستا د شخصیت جوړیدنې سره  ډیر مشترکات لري، کله چې دا بحث  او میدان وګټې نو بیا به دې له ځان سره په دې قناعت رسیږې ، چې:  زه لوی لوی کارونه هم کولی شم! کله چې دې مرحلې ته ورسیدې نو د خپلې انا (خدۍ) څرک به دې موندلی وي، بیا هم له ځان سره ډیر کارونه لرې، په دې وخت کې تر هرڅه وړاندې د ځان جوړونې تابیا نیسې، کوښښ به دې دا وي، چې د علومو په برخه کې له خپل ذوق سره سم د علومو په یو بخش کې مروجه مراحل طی کړې.

رښتیا!!!

ته دلته د ذوق په خاوندانو کې راځې او ذوق : هغه قوت دی، چې تر خیال او فکر پورته علمي مأخذونه  درته په ګوته کولی شي!

نو له دې ارزښتمن او لوړ مأخذ څخه ډیر څه تر لاسه کولی شې،  دا مأخذ به  دې  تر  لوړو لوړو  مرحلو وړي او کارنده بدلون به  درکې راولي.

ته چې د یو ذوقمن انسان په توګه له دې وروسته په ټولنه کې ژوند کوې، د ټولنې د وضعیت بدلون او سمون درته همدغسې ممکن ښکاري ، لکه د خپل ځان بدلون دې چې مشاهده کړ؛ چې د یو ناسنجول شوي قناعت څخه دې د سپین بغاوت لاره ونیوله، غاړه دې هسکه کړه، سوچ دې لوړ کړ، استدلال دې معقول او منطقي کړ او له ځانه دې د ځان حقوق واخیستل، له دې وروسته  د ټولنې د حقوقو د اخیستلو  او د ټولنې د رغنده بدلون په برخه کې هم ژغورنده اقدامات تر سره کولی شې.

کله چې دې دا اقدامات شروع کړل نو هغه لومړني حالت ته تغیر ورکوې اوس ته دا نه شې ویلی، چې زه  څه نه شم کولی! اوس د کارونو د ترسراوي سوچونه کوې اوس ته هغه سړی نه یې کوم چې وې؛ اوس ځان سره هم دا منې چې تغیر راوستلی شم  او د ټولنې افراد هم  په خپلو منځو  کې وایي، چې دا سړی د بدلون استعداد لري!

او دا هغه استعداد دی، چې تا پخوا هم درلود، خو د خپل ځان څخه دې پټ کړی و، ځکه دې پټ کړی و، چې د ښکاره کولو اراده یې درسره نه وه او اراده یې ځکه درسره نه وه، چې له ځان سره دې دا قناعت پرته له مباحثې او معقولیت منلی و، چې زه بدلون نه شم راوستلی!

نو اوس ووایه، چې د قناعت لپاره  د معقول استدلال اهمیت څومره دی!!!؟

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018