تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پارلماني ټاکنو پايلې به څنګه وي؟

غلام حضرت شاکر

2018-11-19

له اوږده انتظار وروسته، د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، له اټکل سره سم تاکنې له درغلیوډکې وې، زورواکو پکې زور وکاراؤ اوډالریانو په ډالرو رایي ترلاسه کړې، په ځینو سیمو کې د بایو متریک دستګاوو کار پرېیښی ؤ او په ځینو کې یې په سم استعمال څوک نه پوهېدل، په تقلبي ډول صندوقونه ډک کړی شول، ناظرینوته د دې مجال ورنه کړی شو چې د رای شمېرنې پر مهال حضور ولري اود خپلو اړوند نوماندانو رایي مالومې کړي، د ټاکنو په ډېری سیمو کې رای ورکوونکي اوږده انتظار ته اړ کړی شول، آن تردې چې ستړي  او له رای ورکولو پرته نا مینده ستانه شول! ډېرو سیموته د ټاکنو اړوند اسناد او ما مورین ناوخته ورسېدل، اوپه ډېری سیمو کې په قصدي ډول د دې لپاره ټک وټوک وشو چې انتخابات پکې ونه شي او د نا امنۍ په پلمه یې وګړي محروم کړی شي!  د نا امنۍ پېښې عمدتاً د پښتنو په سیموکې را منځته شوې او ځینو مرموزوکړیو په عمدي ډول پښتانه له خپل برخلیک ټاکلو محروم وسا تل! پښتانه ، نه طالبانو د ټا کنو بهیر ته ازاد پرېښودل اونه په نظام کې توکم غواړو کړیو!! د ولسي جرګې ټا کنیز بهیرته چې کومو افغانانو ثبت نام کړی ؤ؛ خو دوه ثلثه یې په ټاکنوکې له ګډون نه بې برخې شول!ځینې ریپوټونه خو وایي چې ټول ټال یونیم میلیونه خلکو په واقعي ما نا رایي کارولې او نورې یې ټولې تقلبي دي!! که د افغانستان نفوس دېرش میلیونه وګڼو؛ نواته ویشت نیم میلیونه وګړي یې له خپل برخلیکه محروم اویونیم میلیون تقلبي استازیوته یې سرنوشت په لاس ورکړی شو!! کاش یاد یونیم میلیون یې ریښتیني او د ملت له ارادې نه منبعث استازي وای ، متاسفانه ډېری یې هغو مافیایي کړیوته انتساب لري چې په تقلب، تخلق اومعاملو باورمند دي!

په ټاکنوکې نه مهاجرینوته حق ورکړی شواونه هم دناامنه سیمومنسوبینوته د ګډون لپاره تدابیر ونیول شول!  د غزني ولایت برخلیک لاهم ما لوم نه دی، که څه هم هوري د حوزوي ټاکنوخبره شوې او اوس خو لا دا هم اورو چې په انتصابي توګه به یې استازي ټاکل کېږي؛ خومتا سفانه د قامونو نفوس ته پکې پا ملرنه نه ده شوې، د یاد ولایت په اتلس اداري واحدونوکې دوولس یې په مطلق ډول پښتون توکمه دي،؛ خو د حوزه وي ټاکنو په وېش کې له نوروتوکمونوسره برابرنیول شوي او دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پارلماني ټاکنوکې هم دپښتنو حق هغو هزاره وو ته ورکړی شوچې دپښتنوپه اړوند ولسوالیو کې یې یوه رایه هم نه لرله!!

په ټوله کې باید ووایوچې د ولسي جرګې په ټاکنوکې یوازې هغو ښارمیشتوخلکو برخه واخیسته چې اړوند ډلویې دخپل تقلب اوتخلف دپټولو لپاره په ټاکنیز بهیرکې دهغوی تبارز اړین باله، اطراف او پکې محروم طبقات ټول ترې محروم شول!! داچې د اطراف میشتو خلکواستاز ولي به څوک کوي، فریاد به یې ترچا رسېږي؟ حقوق به یې دچا په کېڅۍ کې لوېږي؟ ځواب یې له هیچاسره نشته! اصولاً باید داسې نه وای شوي،نه مهاجرین بې برخې وای اونه د اطراف محروم طبقات، نظام یې باید انتصابي غړي په پام کې نیولي او ځینو مهمواستازیویې پارلمان ته لاره موندلې وای.

انګېرنه داده چې په نظام مسلطو کړیو عمداً نه غوښتل چې د ملت له ارادې نه منبعث پارلمان را منځته شي، دیاد کړیو هڅه دا وه چې حکاموته اړ، کمزوري او داسې کسان را منځته شي چې دنظام هرې پرېکړې ته هو ووایي اوپه ترکیب کې یې د ټولوبنسټونوهغه خلک شا مل وي چې د چارواکو په اوږو له ځوړندتیا پرته بله چاره ونه لري!! په تېر پارلمان کې که له یوې خوا خطرناکو ما فیایي کړیوشتون لاره، له بلې خوایې داسې غړي هم په ترکیب کې شا مل ووچې دچارواکود انکشافي پروژو په لاره کې یې ګام په ګام پا ټکونه اچولي وو،ولس مشر له دې عاجزؤ چې یو زور واکی له خپل خرګي نه را ښکته او د ولس دعلیا مصلحت په پاربنیادي تغییراتوته مخه کړي! یوه والي ولس مشر ننګولی شوای، او د پارلمان هر غړي ته له پردیوسره د معاملې لارې خلاصې وې! دې جریان دا ایجابوله چې په پارلمان کې بنسټیز او دملت په ګټو مبني تغییرات را منځته شي، دناسمو افرادو ځای په غوره اود معامله ګروکرسۍ په هېواد مینو غړیو ډکې کړی شي؛خو چارواکي دا ډول پارلمان ځکه نه غواړي چې بهرنیان یې مخالفت کوي، ګټې یې په خطر کې لوېږي،او دکالوکالو خواري یې ورسره بربادېدای شي، د افغانستان لاس نا وهلېو او تر ځمکې لاندې زېرمو ته غله بهرنیان طبعاً په داسې پارلمان تا کید کوي چې دبهرنیانو شتون ورسره تمدیدېدای شي، داچې چارواکي هم د پردیو داد ته ناست دي؛ ځکه خواړ دې چې سپارښتنې یې ومني اود داسې پارلمان ایجاد ته لاره هواره کړي چې هم یې خپله بقا شونې شې او هم دپردیو!!

یو اټکل دا هم دی چې د ټاکنو کمیسون ځينې غړي(خاصکرد شکایاتوهغه یې) په هغې ما فیایي کړۍ پورې اړه لري چې نه له پردیو سره په معاملو بند دي اونه هېوادنیو مصالحو ته ژمن!! د ضیا الحق امرخېل او لطیف پدرام په اړه یې دوه ګونی چلند یوه ښه بېلګه ده، دشکایاتو کمیسیون پدرام د خراسان غوښتنې او له افغانستان نه د انکار له داعیې سره سره ومانه ؛خوضیاالحق امرخېل ته یې نه یوازې پا ټکونه واچول لا چې په بلا تورونو یې تورن هم کړ!! دغې پېښې له همغې ورځې څرګندوله چې دیاد کمیسیون غړي به په پارلماني ټاکنوکې هم دخپلو ما فیایي کړیو په ګټه د ټاکنو بهیر پرمخ وړي، که دا انګېرنه سمه را وخېژي؛ نو د راتلونکي پارلمان ډېری یې دهمدې کړیو غړي را ختای شي! یاد کړیو تل په حکومت کې غوښنه برخه لرلې، دنظام اعظمه برخه وګړي هم له دوی سره منسلک دي، داکړۍ په نظام کې دخپل پراخ شتون له کبله کولی شي چې دپارلماني ټاکنو پایلې دخپلونوماندانو په ګټه ترتیب او اعلان کړي، که نړیوال ټاکنیز بهیرونه وجاجول شي، چېرې چې دبرحال حکومتونو تر اشراف لاندې ټاکنې شوې، پایلې یې هم دهغوی په نفع را وتلې، نه پوتین او اړوند پارلمان یې په روسیه کې بدل شو او نه رحمانوف او ملګري یې په تاجکستان کې!نو څنګه ممکنه ده چې په افغانستان کې دمسلطو چارواکوتر اشراف لاندې ټاکنیز بهیر یې پرخلاف را وخېژي!؟



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018