تفصیل | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محدودو جوړښتونو آفاقي کېدل د ملت په خير دي

محمدحسین میاخیل

2018-11-19

د افغاني بحران لوی لامل دا دی، چې دلته د هیواد په عمومي مصالحو د غور او دقت برخه خامه ده، اقتدار ته په یوازې توګه د یو محدود جوړښت رسیدل او بیا پرې د ځانته ساتلو ټینګار او ترکيیز د بحرانونو د ایجاد او د کشمکشو د تداوم  سبب ګرځي، هر حزب، ګوند او یا ډله ټپله چې د ټول افغانستان په تړاو سیاست کوي باید خپلې افاقي کرښي تعریف کړي او ملت ته د ټول ګډون چانس په واضحو الفاظو او کړو وړو کې ښکاره کړي.

دلته په یوازې توګه د واک د نیولو او د اقتدار د ترلاسه کولو فورموله ناکامه ده او بدې پایلې لري، په دې اړه مې د ژمن لیکوال ښاغلي غلام حضرت شاکر  صاحب خبره را یاده شوه، چې:  هره ډله ټپله چې په یوازې ډول ځان د افغانستان د ټولو قضایاوو د حل مرجع ګڼي د بحران له پاسه بل بحران زیږوي!

پورتنۍ خبره خیالي نه ده واقعي ده او د دې خاورې د څو لسیزو د سیاست تحلیل او شننه ده، د تاریخ   درس او واقعیت دی، تر څو چې د هیواد په کچه یوه کوچنۍ سیاسي ډله هم د حکومت له دایرې بهر وي د حکومت لپاره د ننګونو او سرخوږیو سبب ګرځیدلی شي.

افغاني سیاسي قضیه له هغې ورځې پسې توده شوه او د ملت لپاره په کې د مداخلو زمینه سازي وشوه، چې د روسي تاړاک مخ دې خواته واوښت او د تاریخي افغانستان د هضمولو نیت یې وکړ، د دې کار لپاره یې دلته د بستر سازۍ نوکران وروزل او و پالل او تر هغې وروسته یې  مشهور بستر ساز او استعمارپال ببرک کارمل پر ټانګ سپور او د امو سیند له ها غاړې یې د دې خاورې مشر تعین کړ او د کرغېړن یرغل  دردناکه څپه را والوته!!!

روسي تاړاک د ډیرې لویې زبرځواکۍ په موډ و فیشن له آمو را واوښت او د اسلامي غورځنګونو په پېچومو ولوید او ولولیز قوم ته یې د تاریخ د ګټلو مجبوریت ور په غاړې کړ، دا هغه مجبوریت چې؛ افغان ټبر پر دې مهال یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران و خو د خپل دین، هیواد او ناموس د ګټلو داسې چاره ورله غاړې شوه، چې یوازې یې ورته خپل سرونه نذارنه کولای شوای  او بس!!!

دا ارمان همدومره ارزښتمن و، چې باید قربانیو ته ملت حاضر شوای وای  او د شهادتونو داستان یې پیل کړای وای.

کله چې د هیواد د تاریخ دغه غمناکه صحنه ذهن ته متصوره کړم نو د تراب صیب دا بیت را په زړه شي، چې: موږه جنګ نه کوو خو جنګ پر موږ را وتپل شي

د پلار نیکه د شـملې ننګ پر موږ راوتپل شي. خوار افغان ولس، چې د خپل ورځني روزګار نه ستړی، غریب، ناچاره او بې وزله و، د دې شوقي نه وو، چې روسانو پسې ورشي او ورسره جنګ وکړي، د جنګ له پاره روسان راغلل او دا ملت یې مقابلې ته کړې وای، ځکه چې د دې ملت د ډیر اوږده تاریخ حقیقت دا دی، چې د پلار نیکه د شملې ننګه کوي او ټیټولو ته یې مجال نه شته چې سر ټیټ کړي.

په هر حال دا جګړه وشوه، دا ملت خوار وزار شو، یرغلګر یې مات کړ او هیواد یې را وګاټه، ورپسې د سیاسي خامیو او خودسریو داستان پیل شو او ځینو تنظیمي معامله ګرانو دا هیواد د یو بل اوږد او غمناک بحران اور ته ورټیل واهه چې تر ننه ترې خلاصی نه لري او خدای پوهیږي، چې تر کومې به ادامه مومي!

د واک او اقتدار په سر شخړې وشوې او ټولو خواو خپلې وسلې وکارولې، مګر کومې نتیجې ته ونه رسیدل، هو یوې نتیجې ته ورسیدل، چې حکومت هیڅوک هم په یوازې ډول نه شي کولی او دلته باید واکمن ټیم همه ګیر او افغانستان شمول سیاست او سوچ ولري.

د همدې همه ګیرۍ لاره د هیواد د بحران د ختمولو لاره ده، که چیري سیاسی جهادي تنظیمونه او احزاب سره په تفاهم او پوره سیاسي معقولیت د یوې کرښې د تعقیبولو هوکړه وکړي، د هیواد د ناورین د پای  هیله کېداي شي، چې تر سترګو شي.

متعدد اسلامپال جریانونه او انشعابونه د دې سبب شول، چې اسلامي سیاستوال وننګوي او دلته د چپي ډلو لپاره د اسلامي نظام د وجودي فلسفې په اړه پیغورونو ورکولو ته زمینه سازي وشي.

اوس چې چاته وايې چې کمونیستي فکر خام او د نظام سازۍ جوګه نه و، پرته له ځنډه وایي، چې مقابل کې یې اسلامپالو هم نظام جوړ نه شو کړای. د افغاني ویاړلي پاڅون دوه موخې وې، لومړۍ عمده موخه دا چې کمونیزم باید مات شي او روسي یرغلګر په شا وتمبول شي او افغانستان آزاد شي دویم دا چې د کمونیستي نظام پر ځای اسلامي نظام چې افغاني قیادت به لري رامنځته شي.

لومړی هدف چې خورا مهم هم و، د الله تعالی په مرسته تر سره شو، مګر دوهم هدف چې زموږ د ګټلي تاریخ د ساتنې ، تداوم  او مجاهد ملت د ژوند لپاره بیخي فرضي و، له لویو ګواښونو او کړاونو سره مخ شو، ځینې تنظیمي جریانونه په قومي، سمتي او ژبني ناروغۍ اخته شول او د همدې پریوتې انګیزې په اساس د ویاړلي انقلاب لاسته راوړنې ورځ تر بلې له ګواښونو سره مخ او په پایله کې هیواد د ناټو حلقوم ته ولوید!

اوس چې د افغاني اسلامپال اړخ د مبارزې لاره لا پسې اوږده شوې او ورځ تر بلې یې لوړې ژورې ډیریږي، د دې وخت را رسیدلی، چې د هیواد د خیر او عزت لپاره باید محدود جوړښتونه افاقي شي، د دې ضرورت لپاره د لوی سیاسي درایت او بصیرت اړتیا ده، پخواني ولسمشر کوښښ وکړ، چې د هیواد د احزابو او ډلو ټپلو تر منځ محوري رول خپل کړي، چې تر یو حده دا چاره تر سره هم شوه، مګر د دې کار لپاره د یو فعال او مسلکي ټیم نه شتون د کرزي دا هدف له خنډ و خار سره مخ کړ او محوري رول یې مرام ته ونه رسید.

کرزي چې طالبانو ته د ورور خطاب کاوه، دا یې سیاسي درایت و، کرزي چې ټلوالې ته درنښت ساته دا یې سیاسي زرنګي وه، کرزی چې حکمتیار صیب ته په احترام قایل و دا یې د سیاست ژورلید و، یوه ورځ ترې یو خبریال د حکمتیار صیب اړوند پوښتنه وکړه، کرزي ځواب  کې وویل: به شیخ صاحب احوال روان کردیم که بیاین ما برایشان خوش امدید میګویم...!

په داسې حال کې چې حکمتیار صیب د حکومت په سیاسي مخالفت کې قرار درلود او د ناټو له خوا په تور لیست کې شامل و، د کرزي له خوا د شیخ صاحب خطاب یوه انتیکه ديپلوماسي وه  او افغاني عظمت ته یې د احترام جرئت ښکاره کاوه!

اوسنی وضعیت داسې دی، چې د ارګ له خوا په مطلق ډول له احزابو سره د مور میرې چلند غوره شوی، ولسمشر فکر کوي، چې ګواکې ولس له احزابو خوښ نه دی او په ګوښه کولو سره يې یو نوعه مطبوعاتي نیک نامي او کمپایني وضعیت ته مخه کولی شم، مګر د هیواد مصالح دا کار نه ایجابوي، د منفي کولو سیاست خام دی او یوازې ځان باندې غره کېدل د ځان ژوبلول دي، دا خامي داوودخان وکړه، چې درد او مصیبت یې را وزیږولې.

احزاب باید څنډې ته نه شي، بلکې د تکامل او واقعي سیاست د لوبولو لپاره د ولسونو د انسجام په محورونو بدل شي، دا کار حکومت کولای شي، چې د هر سیاسي ګوند او حزب څخه په ولس کې د تنور او بدلون منظم راپور واخلي او منظمې برنامې ورکړي، دا ولس چې همدا احزاب د نظام تر څنګ ونه دروي، یو څو مطبوعاتیان یې هر ګز نه شي درولی.

د ولسمشر اشرف غني لوی سیاسي درایت دا وو، چې حزب اسلامي سره یې د سولې ريښتنې لاره تعقیب کړه او دا هدف تر سره شو اوس چې هیواد د یوې لویې خونړۍ جګړې په لومه کې راګیر دی  او د خلاصون او سولې له پاره یې د داد وفغان  شور تر اسمانه رسیدلی، باید او باید دا خاوره او دا مظلوم ولس وژغورل شي.

د ژغورنې غوره لاره د سولې معقولیت منل دي او د مسلمان ولس د انسجام لپاره د احزابو تقویت ته اړتیا ده، چې د حزب اسلامي پراخ ولسي ملاتړ د همدې اهدافو د لاسته راوړنې په اړه امیدونه پیدا کوي، په داسې شرایطو کې باید په صادقانه ډول د دې لوی نفوس لرونکي سیاسي جریان داسې ملاتر وشي، چې د هیواد د نورو احزابو سره هم د تفاهم ذریعه وي او د ستر ملت د انسجام او متحد کولو لپاره هم او د هیواد او ولس د سترې اړتیا د ترسرواي له پاره هم ، چې سوله، خپلواکي او د افغانستان هر اړخیز پرمختک دی!!!

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018